حجتیه علمي مدرسه (قم)

د wikishia لخوا
دوتنه:مدرسه حجتیه.jpg
مدرسه حجتیه

حجتیه علمي مدرسه یا مَدرسه عِلمیه حُجَّتیه (جوړښت ۱۳۲۴لمریز) په قم کې د دیني علومو له سترو مدرسو څخه یوه مدرسه ده چې د سید محمد حجت کوه‌ کمري لخوا تاسیس شوی او د حضرت معصومه(س) حرم ته نږدې موقعیت لري. دغه مدرسه د زده کوونکو د اوسیدو لپاره له سلو څخه زیاتې کوټې لري او یو جومات او کتابتون هم لري. د حجتیې مدرسې کتابتون ۹۰ زره چاپ شوي کتابونه او له زرو څخه زیاتې لاس لیکلی نسخې لري.

حجتیه مدرسه د ځینو لویو شخصیتونو د زده کړې ځای و لکه سید کاظم شریعتمداري او سید محمد حسین طباطبایي. همدارنګ ځینې لوی عالمان لکه سید علي خامنه ای، عبد الله جوادي آملي او محمد تقي مصباح یزدي هم هلته اوسیدلی دي.

یاده مدرسه په ۱۳۵۸ کال کې د غیر ایراني زده کوونکو لپاره وقف شوه او اوس د جامعة المصطفی العالمیه پوهنتون له تعلیمي مرکزونو څخه یو مرکز دی.

جوړښت

په قم کې د حجتیې مدرسې پرانیستل

د حجتیه مدرسه چې تر ۱۳۶۴ هـ ق (۱۳۲۴ هـ ش) پورې د ناصرالدین شاه قاجار د زوي کامران میرزا شخصي ملکیت و، د سید محمد حجت کوه کمري له خوا وپیرودل شوه او د حضرت بي­بي زهرا(س) د زوکړې په مناسبت په شاندارو مراسمو سره د جمادي الثاني په شلمه نېټه د قم د علمي حوزې طالبانو ته ورکړې شوه.[۱]

ایت الله حجت په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال کې د مدرسې شاوخوا ځمکې په زیاتولو سره د شپږو دوه پوړیزو ودانیو په جوړولو پیل وکړ، چې ټولټال ۱۲۶ کوټې یې لرلې.[۲] د سید محمد حجت له وفاته وروسته هلته نورې ودانۍ هم جوړې شوې.[۳] د دې مدرسې مساحت اوس ۱۵ زره مربع میټره دی.[۴]

دا مدرسه د دې د جوړونکي (سید محمد حجت) په نامه د حجتیې مدرسې په مشهوره شوې ده.[۵] سید محمد حجت په هم دې مدرسه کې دفن شوی دی.[۶] حجتیه مدرسه له خپل جوړښت وروسته تر ډېرو وختونو پورې د قم له لویو مدرسو وه، او د نورو لویو دیني مدرسو په جوړولو سره اوس هم د یو لویې مدرسې په نوم پیژندل کیږي.[۷] دا مدرسه د قم په مرکز او د حضرت معصومې(س) زیارت ته څېرمه موقعیت لري او له ۲۰۰۶ کال راهیسې د ایران د ملي یادګار په توګه ثبت شوی ده.[۸]

د قم د تاریخ د کتاب لیکوال محمد حسین ناصر الشریعه په وینا، په ۱۳۲۰ کال کې د رضا شاه پهلوي د سقوط او د قم د دیني حوزې له سوکالۍ او په قم کې د آیت الله بروجردي له راتللو وروسته، موجوده مدرسه د طالبانو لپاره کافي نه وه. له همدې امله د حوزې يو مشر سيد محمد حجت د دغې مدرسې وداني واخسته او د زده کوونکو د اوسېدو لپاره پراخه جوړه کړه.[۹]

کتابتون

د حجتیې مدرسې د کتابتون د لاسي نسخو لِسټ

د حجتیې ښوونځی کتابتون په ۱۳۳۱ کال کې په حجتیې مدرسه کې په کار پیل وکړ.[۱۰] د دغه کتابتون لومړي کتابونه د بنسټګر له خوا ورکړی شول او بیا آیت الله بروجردي دغه کتابتون ته کتابونه ډالۍ کړل.[۱۱]

د رضا اوستادي لړلیک له مخې په ۱۳۵۴ هجري لمریز کال کې د حجتیې مدرسې په کتابتون کې ۷۲۰ قلمي نسخې موجودې وې.[۱۲] د 1396 لمریز کال د معلوماتو له مخې په یاد کتابتون کې ۹۰ زره چاپ شوي کتابونه، ۳۵۰۰ لیتوګرافیک کتابونه او ۱۰۴۰ خطي نسخې موجودې وې.[۱۳] د حجتیې مدرسې د کتابتون د لاسي نسخو لیست په دوو ټوکونو کې خپور شوی دی.[۱۴]

پیښې

د ۱۳۵۶ کال د مرغومي په ۱۹ نیټه، د امام خمینی(ره) په هکله د اطلاعات ورځپاڼی د توهینونکې مقالې په اعتراض کښې[۱۵] حجتیه مدرسه له هغه ځایونو وه چې د پهلوي رژیم فوځیانو سره د قم د علمي حوزې طالبان په جنګ شوي وو. د راپورونو له مخې، د پوځ او قانون نافذونکو ځواکونو او طالبانو تر منځ زیاتره نښتې د حجتیې مدرسې او د خان مدرسې په شاوخوا کې شوې دي چې په پایله کې یې ګڼ شمېر طالبان شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.[۱۶]

د حجتیې مدرسې جومات د سید کاظم شریعتمداري د تدریس ځای و.[۱۷] او همدارنګه د سید محمد حسین طباطبایي د تفسیر د ټولګي ځای و.[۱۸]

د دیني حوزې ځینې شخصیتونه چې په حجتیه مدرسه کې اوسېدلي دي دا دي: سید علي خامنه اي، عبدالله جوادي املي، محمد رضا مهدوي کني، اکبر هاشمي رفسنجاني، سید هادي خسروشاهي،[۱۹] محمد تقي مصباح یزدي[۲۰] او سید محمد حسیني بهشتي.[۲۱]

غیرایراني محصلانو ته ځانګړی کول

حجتیه مدرسه په ۱۳۵۸ کال کې د غیر ایراني محصلینو لپاره وقف شوه[۲۲] دا ښوونځی اوس د جامعة المصطفی العالمیه پوهنتون له مربوطو مرکزونو څخه ده او له ۱۳۸۸ کال راهیسې د فقهې د لوړو زده کړو مجتمع(مجتمع آموزش عالی فقه) بلل کیږي.[۲۳]

فوټ نوټ

  1. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۴۱۱.
  2. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۴۱۲.
  3. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۴۱۲-۴۱۳.
  4. محمودی، منبع شناخت، ۱۳۹۶ش، ج۲، ص۶۹۹.
  5. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۴۱۱.
  6. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۴۱۲.
  7. موحد ابطحی، آشنایی با حوزه‌های علمیه شیعه در طول تاریخ، ۱۳۶۵ش، ص۳۳۳.
  8. «مدرسه حجتیه قم تعیین حریم شد»، سایت میراث آریا.
  9. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۴۱۱.
  10. شریف رازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۵۲ش، ج۱، ص۲۱۰.
  11. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۴۲۳.
  12. طالعی، «فهرست نسخه‌های خطی کتابخانه مدرسه حجتیه قم...»، ص۸۳.
  13. طالعی، «فهرست نسخه‌های خطی کتابخانه مدرسه حجتیه قم...»، ص۸۳-۸۴.
  14. طالعی، «فهرست نسخه‌های خطی کتابخانه مدرسه حجتیه قم...»، ص۸۳-۸۴.
  15. شیرخانی، «جایگاه قیام ۱۹ دی در روند پیروزی انقلاب اسلامی»، ص۱۶۱.
  16. شیرخانی، «جایگاه قیام ۱۹ دی در روند پیروزی انقلاب اسلامی»، ص۱۷۹.
  17. «آیت الله موسوی اردبیلی: امام می‌گفت نهضت آزادی آدم‌های مسلمان خوبی هستند...»، سایت تاریخ ایرانی.
  18. خسروشاهی، «چه باید کرد؟ دخالتی در معقولات»، ص۶.
  19. خسروشاهی، «چه باید کرد؟ دخالتی در معقولات»، ص۶.
  20. شیروانی، برنامه سلوک در نامه‌های سالکان، ۱۳۸۶ش، ص۳۹۵.
  21. نوائیان رودسری، «الگوی تحزب و مدارا»، ص۱۰.
  22. محمودی، منبع شناخت، ۱۳۹۶ش، ج۲، ص۶۹۹.
  23. محمودی، منبع شناخت، ۱۳۹۶ش، ج۲، ص۶۹۹-۷۰۱.

سرچينې

  • «آیت‌الله موسوی اردبیلی: امام می‌گفت نهضت آزادی آدم‌های مسلمان خوبی هستند/ امام به ادعای ملاقات با امام زمان اعتنایی نداشت»، به کوشش محمد سروش محلاتی، در سایت تاریخ ایرانی، تاریخ درج مطلب: ۱۱ خرداد ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱۵ اردیبهشت ۱۳۹۸ش.
  • امینی گلستانی، محمد، نوادر و متفرقات،
  • «حجره‌های طلبگی»، در مجله شهر قانون، ش۳، پاییز ۱۳۹۱ش.
  • خسروشاهی، سید هادی، «چه باید کرد؟ دخالتی در معقولات!»، در روزنامه اطلاعات، ۸ خرداد ۱۳۹۲ش.
  • شریف رازی، محمد، گنجینه دانشمندان، تهران، کتابفروشی اسلامیه، ۱۳۵۲ش.
  • شیرخانی، علی، «جایگاه قیام ۱۹ دی در روند پیروزی انقلاب اسلامی»، در مجله پژوهشنامه انقلاب اسلامی، دانشگاه اصفهان، پیش‌شماره ۳، پاییز ۱۳۷۸ش.
  • شیروانی، علی، برنامه سلوک در نامه‌های سالکان، قم، دارالفکر، ۱۳۸۶ش.
  • طالعی، عبدالحسین، «فهرست نسخه‌های خطی کتابخانه مدرسه حجتیه قم در آستانه هفتاد سالگی آن»، در مجله میراث، ش۹و۱۰، بهار و تابستان ۱۳۹۵ش.
  • عقیقی بخشایشی، عبدالرحیم، مدارس حوزه علمیه قم یا مهد پرورش شخصیت‌های بزرگ، درس‌هایی از مکتب اسلام، تیر۱۳۶۰.
  • محمودی، اکبر، منبع شناخت نقش شیعه در پیدایش و گسترش علوم اسلامی، ج۲، قم، کنگره بین‌المللی نقش شیعه در پیدایش و گسترش علوم اسلامی، بهار ۱۳۹۶ش.
  • «مدرسه حجتیه قم تعیین حریم شد»، سایت میراث آریا، تاریخ درج مطلب: ۱ تیر ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۱۶ اردیبهشت ۱۳۹۸ش.
  • موحد ابطحی، سید حجت، آشنایی با حوزه‌های علمیه شیعه در طول تاریخ، اصفهان، حوزه علمیه اصفهان، ۱۳۶۵ش.
  • ناصرالشریعه، محمدحسین، تاریخ قم: یا حرم مطهر بانوی عالیقدر اهلبیت عصمت و طهارت حضرت فاطمه معصومه، تصحیح علی دوانی، تهران، انتشارات رهنمون، ۱۳۸۳ش.
  • نوائیان رودسری، جواد، «الگوی تحزب و مدارا»، روزنامه خراسان، ۷ تیر ۱۳۹۷ش، ش۱۹۸۵۲.