حمیم

د wikishia لخوا

حَمیم چې معنایې سخته تودوښه ده، په قرآن کې هغه یشېدونکو اوبو ته اشاره ده چې جهنمیانو ته به ورکول کیږي او همداراز انسان ته د نزدې کس په معنا هم کارول شوې ده. دا ټکی شل ځله په قرآن کې استعمال شوی دی.[۱]

مفسران او قرآن څېړاندي په دې باور دي چې حمیم په قرآن کې دوه معنې لري:

  • سختې ګرمې او یشېدلې اوبه[۲] چې دوزخیانو ته به ورکول کیږي.[۳] حمیم د ص سورې په ۵۷ ایت کې (هَذَا فَلْیذُوقُوهُ حَمِیمٌ وَ غَساقٌ)[۴] او یونس سورې په ۴ ایت کې (وَ الَّذِینَ کفَرُوا لَهُمْ شَرَابٌ مِنْ حَمِیمٍ وَ عَذَابٌ أَلِیمٌ بِمَا کانُوا یکفُرُونَ)[۵] په دې معنا دلالت لري. فخر رازي په مفاتیح الغیب کې نقل کړې چې په دغه ایتونو کې له حمیمه مطلب ویلې شوې ګیلټ (مس) دي.[۶]
  • هغه کس چې انسان ته نژدې دی(قریب). حمیم د شعراء سورې په ۱۰۱ ایت کې (وَ لَا صَدِیقٍ حَمِیمٍ)[۷] او د معارج سورې په لسم ایت کې (وَ لَا یسْأَلُ حَمِیمٌ حَمِیمًا)[۸] په دې معنا دلالت لري. مفسرانو په دې ایتونو کې حمیم د نزدې[۹] زړه سواندي او مهربان[۱۰] داسې نزدې کس چې د انسان د مسایلو او ستونزو حل کولو هڅه کوي[۱۱] او ملاتړ کوونکی نزدې کس[۱۲] معنا کړی دی.

د التحقیق فی کلمات القرآن الکریم کتاب لیکوال حسن مصطفوي(وفات ۱۳۸۴ لمریز) په دې نظر دی چې حمیم څو معناوې لري: سخته تودوښه، تورېدل، نزدېوالی او حضور، او یو ډول غږ او اراده چې دا ټولې معناګانې سخت حرارت او تودوښې ته ورګرځي د مثال په توګه که ځینو چینو ته حمیم وایي په دې وجه ده چې په هغې کې ډېرې ګرمې اوبه دي او که یو چاته چې انسان ته نزدې دی حمیم وایي له هغه سره د سختې مینې په وجه ده. همداراز که د سکرو په اړه حمیم استعمالیږي په دې وجه ده چې لرګی په سخت حرارت او اور سره توریږي او په سکاره بدلیږي.[۱۳] پر دې اساس حمیم د ګرم او حرارت لرونکي څیز په معنا دی؛ که هغه مادي حرارت وي لکه یشېدلې اوبه او که معنوي حرارت(لکه د انسان دوست او ولي)[۱۴]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۸۴.
  2. راغب اصفهانی، المفردات، ۱۴۱۲ق، ص۲۵۴؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۶۴۳، ج۴، ص۴۹۲؛ شیخ طوسی، التبیان، بی‌تا، ج۱۰، ص۲۴۴؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۳۰، ص۹؛ مراغی، تفسیر المراغی، بی‌تا، ج۳۰، ص۱۳؛ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۵۰.
  3. جرجانی، جلاء الاذهان، ۱۳۷۷ش، ج۸، ص۱۵۴.
  4. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۹، ص۳۲۰.
  5. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۸، ص۲۲۱.
  6. رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۳۱، ص۱۷.
  7. ابن‌جوزی، زاد المسیر، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۳۴۳.
  8. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۹، ص۴۶.
  9. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۹، ص۵۶؛ ابن‌هائم، التبیان، ۱۴۲۳ق، ص۳۲۲؛ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱۰، ص۳۷؛ شبّر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۲ق، ص۵۳۲.
  10. راغب اصفهانی، المفردات، ۱۴۱۲ق، ص۲۵۵؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۵۳۱؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۹۱؛ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۲، ص۳۱۳.
  11. اندلسی، المحرّر الوجیز، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۳۶؛ اندلسی، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ج۸، ص۱۳۸؛ طبرسی، جوامع الجامع، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۱۶۳.
  12. شیخ طوسی، التبیان، بی‌تا، ج۸، ص۳۷ و ج۱۰، ص۱۱۷؛ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۲، ص۳۱۳.
  13. مصطفوی، التحقیق، ۱۳۶۰ش، ج۲، ص۲۸۷.
  14. مصطفوی، التحقیق، ۱۳۶۰ش، ج۲، ص۲۸۸.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، زاد المسیر فی علم التفسیر، بیروت، دار الکتب العربی، ۱۴۲۲ق.
  • ابن‌منظور، لسان العرب، بیروت، دار الفکر-دار صادر، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌هائم، احمد بن محمد، التبیان فی تفسیر غریب القرآن، بیروت، دار الغرب الاسلامی، ۱۴۲۳ق.
  • اندلسی، ابوحیان، البحر المحیط، بیروت، دار الفکر، ۱۴۲۰ق.
  • اندلسی، ابن‌عطیة، المحرّر الوجیز فی تفسیر الکتاب العزیز، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۲ق.
  • جرجانی، حسین بن حسن، جلاء الاذهان و جلاء الاحزان، تهران،دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
  • رازی، فخرالدین، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، دمشق، دار العلم، ۱۴۱۲ق.
  • زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دار الکتب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الدر المنثور، قم، مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • شبّر، سید عبدالله، تفسیر القرآن العظیم، بیروت، دار البلاغة، ۱۴۱۲ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، جوامع الجامع، تهران، دانشگاه تهران و مرکز مدیریت حوزه علمیه قم، ۱۳۷۷ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۲ق.
  • طریحی، فخرالدین، مجمع البحرین، تهران، مرتضوی، ۱۳۷۵ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • قرشی، سید علی‌ٔاکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.
  • مراغی، احمد بن مصطفی، تفسیر المراغی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • مصطفوی، حسن، التحقيق في كلمات القرآن الكريم، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۶۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.