قرآن
قرآن د خدای کلام او د مسلمانانو آسمانی کتاب دی چې د جبرائیل په واسطه په حضرت محمد(ص) باندې وحی شوی دی. مسلمانان د قرآن محتوا او ټکي د خدای له خوا نازل شوي ګڼي. دوي هم په دې عقیده دي چې قرآن یوه معجزه او د رسول الله(ص) د نبوت نښه او وروستی الهي کتاب دی. په دې کتاب کې پر معجزې ټینګار شوی دی او د دې معجزې لامل یې دا ګڼلی چې هیڅوک هم د دې په شان نه شي راوړی.
د قرآن لومړني آيتونه په لومړي ځل د اسلام پر پېغمبر(ص) د حرا په غار کې نازل شول چې دا غار د نور په غره کې دی. مشهور نظر دا دی چې د قرآن آیاتونه هم د وحی د پرښتې په وسیله او هم بې له وسیلې او نیغ په نیغه په دواړه توکه پر پیغمبر نازلیدل. د ډیرو مسلمانانو عقیده دا ده چې قرآن په تدریجي ډول نازل شوی دی. خو ځينې په دې اند دي چې د آيتونو په تدريجي نزول سربېره هغه څه چې په يوه کال کې پر رسول الله(ص) به نازلیدل، د قدر په شپه به په يو ځاى هم نازلیدل.
د رسول الله(ص) په زمانه کې به د قرآن کریم آیاتونه د څارویو په پوستکي، د خرما په لرګیو، کاغذ او ټوکر باندې لیکل کیدل. د رسول الله(ص) له وفات وروسته د صحابه له خوا د قرانکریم آیتونه او سورتونه راټول شول. خو ډیری نسخې تالیف شوې چې د سورتونو او قرائتونو په ترتیب کې یې توپیر درلود. د عثمان په حکم د قرآن کريم يوه نسخه چمتو شوه او پاتې نور نسخې يې له منځه يوړل شوې. شیعه د خپلو امامانو په پیروۍ کې دغه نسخه سمه او بشپړه ګڼي.
قرآن، فرقان، الکتاب او مصحف د قرآن له مشهورو نومونو څخه دي. قرآن کریم ۱۱۴ سورتونه او تر ۶۰۰۰ ډیر آیتونه لري او په ۳۰ سپارو او ۱۲۰ حزبونو کې ویشل شوی دی. په قرآن کريم کې له ځینې موضوعات لکه د توحيد، معاد، د اسلام د پېغمبر(ص) غزوې، د پېغمبرانو کيسې، د اسلام شرعي حکمونه، اخلاقي فضايل او له بدۍ او له شرک او نفاق سره د مقابلې په څېر موضوعات راغلي دي.
تر څلورمې هجري پېړۍ پورې په مسلمانانو کې د قرآن بېلابېل تلاوتونه مشهور وو. د مسلمانانو په منځ کې د هغې د مختلفو نسخو موجودیت، د عربی رسم الخط ابتدایی دور، د مختلفو لهجو شتون او د قاریانو بیله بیلې طریقې غوره کول، دا ټول د قرآن مجید د قرائت د اختلاف له لاملونو څخه دي. په دې پېړۍ کې له قرائتونو څخه اوه قرائتونه غوره شول. په مسلمانانو کې د قرآن تر ټولو عاصم قرائت د حفص په روایت سره د عاصم قرائت دی.
د قرآن لومړۍ بشپړه ژباړه په څلورم قمري پېړۍ کې په فارسي ژبه او په شپږمه قمري پېړۍ کې(د عیسوي په دولسمه) په انګریزۍ ژبه لیکل شوې ده. دا کتاب د لومړی ځل لپاره په ۹۵۰ هجري (۱۵۴۳ عیسوي) کې په اټلی کې چاپ شو. دا د لومړي ځل لپاره د مسلمانانو لخوا په 1200 هجري کې د روسیې په سنټ پیټرزبورګ کې چاپ شو. ایران لومړنی مسلمان هیواد و چې قرآن کریم یې په ۱۲۴۳ هجري او ۱۲۴۸ هجري کې چاپ کړ. هغه قرآن چې نن سبا د عثمان طه په نوم پیژندل کیږي د مصري د چاپ پر بنسټ دی.
قرآن د مسلمانانو د ډېرو علمونو سرچینه ګرځېدلې ده. د قرآن تفسير او علوم لکه د قرآن تاريخ، د قرآن د الفاظو علم، د اِعرابو علم او د قرآن د بلاغت او بيان علم، قرآني کيسې او د قرآن معجزې. د قرآن کریم له علومو څخه دي.
قرآن د مسلمانانو په مذهبي رسمونو او هنر کې ځانګړی ځای لري. د قرآن کریم ختم کول، د قران کریم په سر کیښودل او د واده په مراسمو کې د قران کریم تلاوت کول له هغو څخه دي. د قران عظیم الشان په هنر کې ډېره څرګندونه د خطاطۍ، سروزرو سره سنګارول، ښه جلدونه جوړل، ادبیات او ګلکارۍ (معمارۍ) کې شوې ده.
د خدای کلام
د مسلمانانو له نظره، قرآن د خداى کلام دى چې د اسلام پر پېغمبر(ص) باندې د وحي له لارې نازل شوى دى[۱] او د هغې محتوا او الفاظ د خداى له لوري راغلي دي [۲] لومړي ځل لپاره قرآن مجید د حراء په غار کې چې په نور غره کې دی پیغمبر(ص) ته وحی شو.[۳] وويل کیږي: هغه لومړني آيتونه چې پر پيغمبر(ص) نازل شوي دي د علق سوره ابتدايي آیاتونه وو او لومړی سورت چې په بشپړ ډول نازل شو فاتحه سوره وه.[۴] د مسلمانانو په اند د اسلام پیغمبر وروستی پیغمبر دی او قرآن وروستی آسماني کتاب دی.[۵]
د قرآن د نازلیدو څرنګوالی
قرآن مجید پر پیغمبرانو باندې د وحي نازلېدل په درې ډوله ګڼلي دي: الهام، د پردې تر شا او د ملائکو په وسيله.[۶] ځینو د دا رنګ آیاتونو په استناد سره «قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَىٰ قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّـهِ»[۷] ووايه: «څوک چې د جبرائيل دښمن وي (هغه دې پوه شي چې) بيشکه هغۀ دا (قران) د خدای په امر ستا په زړه نازل کړي دي؛ ویلي دي: د دې كتاب نزول يوازې د جبرئيل په وسيله شوى دى؛[۸] خو مشهور نظر دا دی چې قرآن په نورو طریقو هم نازل شوی دی لکه نیغ په نیغه بې له منځګړي.[۹]
نزول دفعی و تدریجی
د قرآنکريم د ځينو آيتونو له مخې دا كتاب د روژې په مياشت او د قدر په شپه نازل شوى دى.[۱۰] [ياداشت ۱] په دې اساس د مسلمانانو تر منځ په دې اړه اختلاف شته چې آيا قرآن كريم په ټول په یو ځل نازل شوی(دفعی) که ورو ورو لږ لږ نازل شوی دی(تدریجي)؟[۱۱] ځينو ويلي دي: قرآن هم ټول په یو ځای نازل شوی او هم تدریجی او ورو ورو نازل شوى دى؛[۱۲] يوه ډله په دې باور ده چې هغه څه چې بايد په يوه کال کې په رسول الله(ص) نازل شوى واى هغه به د قدر په شپه په یو ځای په هغه نازلیدل؛[۱۳] ځینې خلک هم په دې باور دي چې قرآن یوازې په تدریجي ډول نازل شوی او د نزول پیل یې د رمضان په میاشت او د قدر په شپه شوی دی.[۱۴]
مشهور نومونه
د قرآن کریم لپاره ډېر نومونه ذکر شوي دي. قرآن، فرقان، الکتاب او مُصحَف یې تر ټولو مشهور دي.[۱۵] مُصحَف نور ورته ابوبکر ورکړ. خو نور نومونه یې په خپله په قرآن کې ذکر شوي دي.[۱۶] د دې کتاب تر ټولو مشهور نوم قرآن دی. دا کلمه په لغوی معنی د لوستلو په معنی ده او د ال او لام تر څنګ په قرآن کریم کې پنځوس ځله کارول شوې ده او په دې ټولو استعمالونو کې ترې مطلب قران دی. همدارنګه په قرآن کې شل ځله له ال او لام پرته ذکر شوی دی چې په ديارلسو ځایونو کې د قرآن کريم معنی ورکوي.[۱۷] قرآن په ډېرو عنوانونو سره معرفی شوی دی چې قرآني جرړه لري. لکه: مجید، کریم، حکیم، مبین. د قرآن او قرآن پژوهي کتاب لیکوال په دې باور دی چې د اسلام او شیعه په کلتور کې، سني خلک قرآن ته د «قرآن كريم» په صفت او شیعه خلک ورته «قرآن مجيد» په صفت سره نوم اخلي. او دا دواړه صفتونه قرآني اصل لري.[۱۸] صدر المتالهین د اسفار د کتاب د اوومې برخې پنځلسم فصل د «الفصل (۱۵) فی القاب القرآن و نعوته» تر عنوان لاندې د قرآن نومونو او عنوانونو ته ځانګري کړل او د قرآن مجید لپاره یې تر شلو زیات نومونه او لقبونه(د قرآن آیتونو پر اساس) ذکر کړل او تشریح یې کړل.[۱۹][یادونه ۲]
مقام
قرآن د مسلمانانو د فکر تر ټولو مهمه سرچینه او د اسلامي تفکر د نورو سرچینو لکه حدیث او سنت لپاره معیار دی. مطلب دا چې هغه تعليمات چې د نورو اسلامي سرچينو له لارې تر لاسه شوي وي که د قرآن له لارښوونو سره په ټکر کې وي نو صحيح نه دي.[۲۰] د پيغمبر(ص) او د امامانو د حدیثونو پر اساس حدیثونه باید قرآن سره وکتل شي او که قرآن سره موافق نه وي، نو هغه باید نامعتبر او جعلي وګڼلی شي.[۲۱]
د بېلګې په توګه له پیغمبر(ص) څخه روایت شوی دی: هره خبره چې له ما څخه تاسو ته روایت کیږي، که له قرآن سره مطابقت ولري، نو ما هغه ویلي دي او که له هغه سره په ټکر کې وي، هغه ما نه دي ویلي.[۲۲] [۲ یادونه] له امام صادق(ع) څخه هم په یو روایت کې هم راغلي دي چې هر هغه حدیث چې له قرآن سره په ټکر کې وي درواغ دی.[۲۳]
د قرآن تاریخ
کتابت او تدوین
اصلي مقاله: د قرآن لیکل
د اسلام پیغمبر(ص) د قرآن کریم د آیتونو په سمه توګه حفظ، تلاوت او لیکلو او کتابت باندې ډیر تاکید کړی دی. د نبوت په لومړیو کلونو کې د لږ لوستو خلکو او د لیکلو د اسانتیاوو د نشتوالي له امله، د دې وېرې له سببه چې هسې نه یو ټکې یې هېر شي او یا به په غلطه توګه ثبت شي، هڅه به یې کوله چې آیتونه په سمه توګه حفظ او تلاوت شي.[۲۴] کله به چې وحي نازله شوه نو هغه به د وحی لیکوالان راوغوښتل چې ویې لیکي.[۲۵] د قرآن آیتونه ځای پر ځای د څارویو په پوستکي، د خرما د ونې په لرګیو، ټوکرانو او کاغذونو لیکل شوي وو.[۲۶]
پیغمبر پخپله د وحي د لیکلو په کار څارنه کوله. له دې وروسته چې د وحی لیکونکو ته به یې آیتونه تلاوت کړل له هغوی به یې غوښتل چې هغه څه ولولي چې دوي لیکلي دي ترڅو په لیکلو کې ممکنه غلطۍ سمې کړي.[۲۷] سیوطی لیکلي دي: د پيغمبر(ص) په زمانه کې قرآن لیکلی شوې و، خو په یوځای نه و او د سورتونو ترتیب لا نه و شوی.[۲۸]
د قرآن مجيد په اوسنۍ بڼه تدوین او ترتیب د رسول الله (ص) په زمانه کې نه و شوی. د التمهید فی العلوم القرآن کتاب په وینا چې د پیغمبر په دوره کې د سورتونو آیتونه او نومونه د هغه له نظره مشخص شوي وو. خو د قرآن وروستی د یو کتاب په بڼه راغونډول او د سورتونو ترتیب د رسول الله(ص) له وفات وروسته او د صحابه په صلا مشورې سره شوی دی.[۲۹] د دې کتاب له مخې لومړی کس چې قرآن یې تدوین کړ امام علي(ع) و. هغه د قرآن کریم سورتونه د نزول د نیټې په اساس راټول کړل.[۳۰]
د مصحفونو یو شانول
د رسول الله(ص) له وفات وروسته د هغه ستر صحابه هر یو د قرآن په راټولولو پیل وکړ. ډېر مصحفونه تدوین شوو، چې د سورتونو او قرائتونو په ترتیب کې په خپلو کې توپیر درلود.[۳۱] او دا کار د دې لامل شو، چې په دوي کې هره ډله د قرآن خپل قرائت سم وګڼي او د بل هغه ناسم.[۳۲]
د حذیفه په وړاندیز او د پیغمبر(ص) د صحابه په رضایت سره، عثمان یوه ډله جوړه په دې کار وګمارله.[۳۳] هغه د اسلامي ځمکو بیلا بیلو ځایونو ته کسان ولیږل او هلته موجود ټول قرآنونه یې راغونډ کړل؛ بيا يې د هغو قرآنونو له منځه وړلو امر وکړ.[۳۴] د التمهيد کتاب له مخې د قرآن د يوشانوالي د وخت په اړه تر ټولو قوي احتمال د هجري قمري 25کال دی.[۳۵]
عثماني مُصحف سره د شیعو د امامانو موافقه
همدارنګ وګورئ: عثماني مصحف
د روايتونو له مخې، د شيعو امامان د قرآن یوشان کولو سره او هغه مُصحف سره چې د عثمان په حکم تالیف شو، موافق وو. سیوطي له امام علي(ع) څخه روایت کړی دی چې عثمان له ده سره د قرآن مجید یوشان کولو په اړه مشوره کړې او هغه ورسره موافقه کړې ده.[۳۶] همدارنګه روایت دی چې امام صادق(ع) هغه کس منعه کړې دی چې د هغه په وړاندې یې د رسمي قرائت په خلاف تلاوت کاوه.[۳۷] د التمهید کتاب له مخې د شیعه ټول هغه قرآن چې نن سبا په لاس کې دی سم او بشپړ ګڼي.[۳۸]
قرائتهای مختلف از قرآن
مقالههای اصلی: اوه قاریان او څوارلس روایت
د هجري تر څلورمې پېړۍ پورې په مسلمانانو کې د قرآن بېلابېل تلاوتونه عام وو،[۳۹] په قرائت کې د اختلاف تر ټولو مهم لاملونه د مسلمانانو تر منځ د بېلابېلو قرآنونو موجوديت، د عربي رسم الخط لومړيتوب، د نقطو نشتوالی، په حروفو کې د حرکت نشتوالی، د مختلفو لهجو شتون او د قرآن د تلاوت کوونکو ذوق (هغه کسان چې د قرآن زده کړه یې کوله) ګڼل شوي دي.[۴۰]
په څلورمه هجري پېړۍ کې د بغداد د قرائتونو مشر ابوبکر بن مجاهد (245-324 هجري) په ټولو قرائتونو کې اوه قرائت غوره کړل. د دې قرائتونو قرائت کوونکي د قُرّاء سبعه (اووه قاریانو) په نامه يادېږي. له دې سببه چې د دغو قرائتونو هر يو په دوو روايتونو سره روايت شوى دى، نو له همدې امله د قرآن څوارلس قرائتونه د مسلمانانو له خوا ومنل شول.[۴۱]
سني عقیده لري چې قرآن مختلف لفظي اړخونه لري او خلک کولی شي د هر هغه اړخ سره چې دوی یې وغواړي تلاوت کولی شي؛[۴۲] مګر شیعه عالمان وايي: قرآن یوازې په یو تلاوت سره نازل شوی او شیعه امامانو یوازې د اسانتیا لپاره، د قرآن په مختلفو قرائتونو سره د لوستلو اجازه ورکړې ده.[۴۳]
په مسلمانانو کې تر ټولو عام قرائت د حفص په روايت سره د عاصم قرائت دى. د معاصرو شیعه قرآن پوهانو یوې ډلې یوازې دغه قرائت صحیح او متواتر ګڼلی او ویلي یې دي: نور قرائتونه له پیغمبر څخه نه دي اخیستل شوي او دا د قرائت کوونکو د خپل ذوق پایلې دي.[۴۴]
د قرآن اعراب ګذاري
په عربي ژبه کې اعراب(زبر، زیر، پیش، سکون وغیره) د مطلب په څرګندولو کې مهم رول لوبوي او د قرآن کريم اعرابو ته پاملرنه دوه برابره اړتيا ده. ځکه چې د قرآن د اعرابو په پېژندګلو کې تېروتنه د معنې د بدلون سبب کیږي او کله کله د خدای له مطلب او بیان سره په ټکر کې معنې ترې راوځي.[۴۵] او دا د هغو کسانو لپاره کومه ستونزه نه وه چې د پیغمبر په دوره کې یې ژوند کوي، خو د راتلونکو نسلونو لپاره، او په ځانګړې توګه غیر عرب مسلمانانو لپاره کله ناکله د مختلف قرائتونو او د معنی د بدلون سبب ګرځي، نو له همدې امله چې دا اختلافات ختم شي او د قرآن د معنوې بدلون هم په کې رانه شي، قرآن باندې اعراب لګول ډېر اړین وو.[۴۶]
د قرآن د لومړي ځل لپاره د اعراب لګوونکیو او د اعرابو ثبتونکي په اړه مختلف تاریخي راپورونه شتون لري. ابوالاسود دوئلي (۶۹ هـ ق) معمولاً د قرآن اعراب لګوونکیو د لومړي کس په توګه پيژندل کيږي، چې هغه د يحيى بن یَعمر په مرسته یې تر سره کړ.[۴۷] لومړۍ اعراب ګذاري داسې وه: د کلمې په وروستى حرف باندې به نقطه د نصب لپاره، د حرف لاندې نقطه به د جر لپاره، او له وروستي حرف ورسته نقطه به د رفع لپاره وه.[۴۸] يوه پېړۍ وروسته د خليل بن احمد فراهيدي (١٧٥ هـ ق) له خوا دا نقطې په ځانګړو شکلونو بدلې شوې. د حرف لپاره به یو مستطیل خط د نصب(فحتې) لپاره، له حرفه لاندې یو مستطیل خط به د جر(کسرې) لپاره، او د حرف لپاره به یو کوچنی واو د رفع(ضمې) لپاره و، د ورته شکل تکرار، هر حرکت د تنوین لپاره و، د «س» غاښې د شد لپاره و، سر د «ص» توری د سر د سکون(غړوندي) لپاره.[۴۹] بیا د هجري کال د دوهمې هجري پېړۍ په دوهمه نیمایي کې د بصرې د نحو (ګرامر) مکتب د سیبویه په څېر د شخصیت په لاس، او د کوفې د ګرامر مکتب د کِسايي تر مشرۍ لاندې او د بغداد د نحو (ګرامر) مکتب د هجرت د دریمې هجري پېړۍ په نیمایۍ کې جوړ شو. او د قرآن د اعراب ګذارۍ په علم کې بدلون پیدا شو.[۵۰]
ژباړه
اصلي مقاله: د قرآن ژباړه
د قرآن کريم ترجمه ډېر لرغونی تاريخ لري او د اسلام لومړي وختونو ته ورګرځي؛[۵۱] خو په فارسۍ ژبه د قرآن لومړۍ بشپړه ژباړه په څلورمه قمري پېړۍ کې شوې وه.[۵۲] وويل شوي دي: د قرآن لومړى ژباړن سلمان فارسي و، چې بسم الله الرحمن الرحیم ژباړه یې «د بخښونکي يزدان په نوم» کړی ده.[۵۳]
په اروپایی ژبو د قرآن ترجمه په پیل کې د عیسوی پادریانو او راهبانو له خوا ترسره شوه. په دیني بحثونو کې د اسلام د نیوکې لپاره دوي د هغې ځینې جملې ترجمه کړې.[۵۴] د قرآن کریم لومړنۍ بشپړه لاتیني ژباړه په شپږمه قمري (په ۱۲ عیسوي کال) کې لیکل شوې وه.[۵۵]
چاپ
قرآن په لومړي ځل په ۹۵۰ هجري (۱۵۴۳ م) کې په ایټلي کې چاپ شو. دا چاپ د کلیسا د چارواکو په امر له منځه یوړی شو. تر هغه وروسته په ۱۱۰۴ هجري (۱۶۹۲م) او بیا په ۱۱۰۸ هـ (۱۶۹۶م) کې په اروپا کې چاپ شو. د قرآن لومړۍ نسخه په 1200 هجري کې د یوه مسلمان لخوا چاپ شوه. مولا عثمان دا کار د روسیې په سینټ پیټرزبورګ کې وکړ. لومړی مسلمان هیواد چې قرآن یې چاپ کړ ایران وو. ایران په 1243 او 1248 کې دوه ښکلي سنګي چاپونه ترسره کړل. په ورپسې کلونو کې نورو اسلامي هېوادونو لکه ترکيه، مصر او عراق د قرآن بېلابېل نسخې چاپ کړې.[۵۶]
په مصر کې چاپ شوی قرآن په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال کې د الازهر پوهنتون د استادانو تر څارنې لاندې او د عاصم له حفصه د روایت پر اساس وشوه او د اسلامي نړۍ له خوا ومنل شوه. هغه قرآن چې نن د عثمان طه په نوم پیژندل کیږي، د دې سوري خطاط په خط لیکل شوی او د مصر د چاپ پر اساس دی. دا قرآن په ډیرو اسلامي هیوادونو کې چاپیږي. د دې چاپ ځانګړنې په مخونو کې د آیتونو ترتیب او د حزبونو منظم ویش او د قرآن د دېرشو سپارو منظم ترتیب دی.[۵۷]
نن سبا د قرآن مجید چاپ د اړوندو ادارو تر څارنې لاندې ترسره کیږي او ځانګړي مقررات لري[۵۸] په ایران کې دارالقرآن الکریم اداره د قرآن کریم د چاپ د سمون او څارنې دنده پر غاړه لري.[۵۹]
د قرآن جوړښت
قرآن کریم ۱۱۴ سورتونه او شاوخوا شپږ زره آیتونه لري. د آیتونو د دقیق شمیر په اړه اختلاف دی. ځینو له امام علی(ع) څخه نقل کړي چې قرآن کریم ۶۲۳۶ آیتونه لري.[۶۰] قرآن په دیرشو سپارو او ۱۲۰ حزبو کې ویشل شوی دی.[۶۱]
سوره
اصلي مقاله: سوره
د قرآن مختلفې برخې چې متناسب محتوا لري هغه سورتونه بلل کیږي.[۶۲] د قرآن سورتونه د توبې له سورتونو پرته په بسم الله الرحمن الرحیم سره پیل کیږي.[۶۳] سورتونه د نازلیدو د وخت له مخې په دوو ډلو وېشل شوي دي، مکي او مدني: هغه سورتونه چې مدينې ته د رسول الله (ص) له هجرته مخکې نازل شوي دي، مکي بلل کېږي. هغه سورتونه چې د رسول الله(ص) له هجرته وړاندې نازل شوي دي هغه مکي سورتونه او کوم چې مدینې ته د رسول الله(ص) له هجرته وروسته نازل شوي دي مدني بلل کیږي.[۶۴]
آیت
اصلي مقاله: آیت
آیتونه د قرآن کریم ټکي، جملې او هغه عبارتونه دي چې یو سوره جوړوي.[۶۵] هر سوره یو ټاکلي شمیر آیتونه لري.[۶۶] د قرآن آیتونه د حجم له مخې یو بل سره توپیر لري. د بقرې سوره ۲۸۲ آیت د قرآن کریم تر ټولو اوږد آیت دی. د قرآن تر ټولو لنډ آيت هم دا ځینې آيتونو بلل كېږي لكه «مُدهامَّتان» (الرحمن سوره، 64 آيت)، د الضحى سوره 1 آيت «والضُّحی»، «والفَجر»(د فجر سوره، اول آیت) او یا فواتح السور د (سورتونو شورو) بلل شوي دي.[۶۷]
د قرآن کريم آيتونه د مطلب د واضح شونې له نظره په دوو محکم او متشابه برخو وېشل شوي دي. له محکمو آيتونو څخه مراد هغه آيتونه دي چې معنا يې دومره روښانه وي چې په کې هيڅ شک نه وي. هغه آیتونه چې د معنی په هکله یې مختلف امکانات په نظر کې نیول شوي دي هغوي ته متشابه ویل کیږي.[۶۸] د ویش په خپله قرآن کریم کړی دی.[۶۹]
د آيتونو په اړه بل ویش هم بیان شوی دی: د قرآن يو آيت چې په بل آيت كې يې موجود حكم باطلوي هغه ته ناسح آیت ویلی کیږي او د کوم آيت حكم چې باطل شوی دی هغې ته منسوخ ویل كيږي.[۷۰]
حزب او سپاره
اصلي مقاله: سپاره
حزب او سپارې د قرآن دوه ډوله ویش دی چې مسلمانانو جوړ کړی دی. دا اټکل شوی دی چې مسلمانانو دا کار د دې لپاره کړی وي چې د تلاوت یا د قرآن د هرې ورځې د حفظ لپاره یو پروګرام ولري. دا جوړښت یو فردي څیز و او یوشان نه و؛[۷۱] ویل شوي دي: د پیغمبر(ص) په زمانه کې قرآن په اووه حزبونو ویشل شوی و او په هر یو حزب کې څو سورتونه وو؛ او همدارنګ د ویش بیلا بیل ډولونه چې له دوو دوو تر لسو لسو سپارو ویش ذکر شوی دی. نن سبا قرآن په دیرشو سپارو ویشل شوی او هره سپاره یې څلور حزبه لري.[۷۲]
منځپانګه
په قرآن کریم کې ډول ډول موضوعات دي لکه د عقیدې مسلې، اخلاق، شرعي احکام، د تېرو کسانو کیسې، منافقینو او مشرکانو سره مقابلې وغیره بیان شوي دي.. د قرآن له مهمو محتوياتو څخه ځینې دا دي: توحيد، معاد، د اسلام د لومړي وخت پيښې لکه د پيغمبر(ص) جنګونه، د قرآن کيسې، د عبادت او حقوقو او جزا او سزا حکمونه اخلاقي فضیلتونه او زذیلې، او د شرک او نفاق څخه منع کول.[۷۳]
بدلون نه منل
اصلي مقاله: په قرآن کې تحریف نشتون
تحریف هغه معنا چې اکثر وختونه ترې بحث کیږي، پدې معنی چې په قرآن کې د یوې کلمې یا ډیرو کلمو اضافه کول یا له هغې څخه د یوې کلمې یا کلمو حذف کول. ابو القاسم خویي، لیکلي دي: ټول مسلمانان په دې متفق دي چې په لومړی معنې په قرآن کې تحریف نیشته. خو له قرآن څخه د يوې کلمې يا ډېرو کلمو د حذف په هکله اختلاف موجود دى.[۷۴] د هغه د وینا مطابق د شيعه علماوو مشهور نظر دا دی په دې معنا تحریف هم په قرآن کې نه دی شوی.[۷۵]
د قرآن تحدي او اعجاز
اصلي مقالې: تحدي او د قرآن اعجاز
د قرآن کریم په ځینې آیتونو کې پيغمبر(ص) له مخالفانو غوښتل شوي دي چې که دوي هغه د خدای پیغمبر نه مني نو د قرآن په شان دې یو کتاب، یا لس سورتونه یا لږ تر لږه یو سوره دې راوړي[۷۶] مسلمانانو په دې باندې د تحدي (مقابلې ته بللو) نامه ایښې ده. د تحدي معنې د مقابلې کس غوښتل او مقابلې ته بلل دي. دا ټکی په لومړي ځل د دریمې پیړۍ په لیکلو کې وکارول شو چې د قرآن په شان راوړلو غوښتنې په معنا دی.[۷۷] د مسلمانانو په باور هیڅوک د قرآن په شان کتاب نه شي راوړلی او دا د قرآن او د حضرت محمد(ص) معجزه ده په خپله قرآن هم د قرآن په الهي شونې ټینګار کوي او د دې په شان راوړل یې ناممکن کڼلي دي.[۷۸] اعجاز القرآن له قرآنی علمونو یو علم دی چې د قرآن مجید معجزې شونې دلیلونه څیړي.[۷۹]
قرآن سره تړلي علمونه
قرآن کریم د مسلمانانو تر مینځ د ډېرو علمونو د پيدایښت سبب دی. چې تفسیر او قرآني علمونه له هغو ځنې دي.
تفسیر
اصلي مقاله: د قرآن تفسیر
د تفسير علم د قرآن د آيتونو بيان او شرحه ده.[۸۰] د قرآن تفسير د پېغمبر اکرم له وخته په خپله د هغه له لوري پيل شوى دى.[۸۱] امام علي(ع)، ابن عباس، عبدالله بن مسعود، او اُبیّ بن کعب له پېغمبر اکرم وروسته د قرآن لومړني مفسران وو.[۸۲] قرآن په بېلابېلو ډولونو تفسير شوى دى. د قرآن د تفسیر ځینې طریقې عبارت دي له: موضوعي تفسیر، ترتیبي تفسیر، په قرآن سره د قرآن تفسیر، روايي تفسیر، علمي تفسیر، فقهي تفسیر، فلسفي تفسیر او عرفاني تفسیر.[۸۳]
قرآني علمونه
اصلي مقاله: قرآني علمونه
د علم هغه مجموعه چې په قرآن باندې بحث کوي قرآني علوم بلل کیږي. د قرآن تاريخ، د احكامو آيتونه، د قرآن د لغاتو علم، د اعرابو علم او د قرآن د بلاغت او بيان علم، د اسباب النزول، د قرآن كيسې، د قرآن اعجاز، د قرائت علم، د مکې او مدنی علوم، د محکم او متشابه علم او د ناسخ او منسوخ علم قرآنی علمونه دي.[۸۴] د قرآنی علومو مهمې سرچینې عبارت دی له:
- مجمع البیان (د کتاب سریزه) د علامه طبرسي(۵۴۸ق)
- إملاءُ ما مَنَّ بِه الرحمن د ابوالبقاء عکبري(۶۱۶ق)
- البرهان فی علوم القرآن د زرکشي(۷۹۴ق)
- الاتقان فی علوم القرآن د جلالالدین سیوطي(۹۱۱ق)
- آلاء الرحمان(د کتاب سریزه) د محمد جواد بلاغي(۱۳۵۲ق)
- البیان فی تفسیر القرآن د سید ابوالقاسم خویی(۱۳۷۱ش)
- قرآن در اسلام د سید محمد حسین طباطبایي(۱۳۶۰ش)
رواجونه
قرآن د مسلمانانو په ټولنیز ژوند کې د پام وړ شتون لري. په جوماتونو، د امامانو او امام زادګانو په زيارتونو او د کور په غونډو کې د قرآن د ختم عامې غونډې جوړېږي.[۸۶] قرآن په سر کېښودل یو له هغه رسمونو دی چې د قدر په شپه یې شیعه ترسره کوي. په دې رواج کې قرآن په سر لپاسه نیسي او الله په خپل ذات او قرآن او معصومانو باندې د قسم ورکوي چې ګناهونه يې معاف کړي.[۸۷]
د مسلمانانو په ډېرو رسمي غونډو کې، لکه ویناوو او ټولنیزو غونډو لکه واده، کې د قرآن کریم آیتونه لوستل کیږي.[۸۸] په ایران کې یو له عامو رواجونو څخه یو له قرآن سره نوي کور ته ننوتل دي. کله چې ایرانیان بل کور ته کډه وړي نو لومړی له قرآن سره خپل نوي کور ته ننوځي او بیا د کور نور توکي راوړي.[۸۹]
قرآن د ایرانیانو د نوروز له مراسمو سره ژور تړون لري. په ایران کې، دوی د هفتسین په میز کې قرآن ږدي او د نوي کال د بدلون په وخت کې له هغې څخه آیتونه تلاوت کوي. همدارنګه په ځینو کورنیو کې مشران د قرآن له لارې د اختر پیسې ورکوي. دوي په قرآن کریم کې یو څه پیسې ږدي او ماشومان یې خلاصوي او د اختر پیسې ترې اخلي.[۹۰]
قرآن په هنر کې
قرآن د مسلمانانو په هنر کې ډیر انعکاسونه لري دي. د دې ترټولو لوی څرګندونه په هنرونو کې لکه خطاطي، تذهیب(زرو سره سنګارول)، جلد کول، ادبیات او معمارۍ کې لیدل کیدی شي. له دې سببه چې د قرآن حفظ او وېش به د نسخه لیکلو له لارې ترسره کیده، د مسلمانانو په منځ کې د خطاطۍ هنر ډېره وده وکړه.[۹۱] او ورو ورو قرآن په بېلابېلو رسم الخطونو لکه نسخ، کوفي، ثلث، شکسته او نستعليق کې وليکل شو.[۹۲] په فارسي او عربي ادب کې د قرآن کريم آيتونه ډېر کارول کیدل. هم په نثر کې او د فارسۍ او عربۍ په شعرونو کې د قرآن کریم ډېرې جملې او موضوعات کارول شوي دي.[۹۳]
د اسلامي معمارۍ هنر تر بل هر څه زیات د قرانکریم له آیتونو اغېزمن شوی و. د جوماتونو او محلونو په ګډون د مسلمانانو په ډېرو تاریخي ودانیو کې د قرانکریم کلمې لیدل کېږي؛ همدارنګه د قرآن ځينې موضوعات لکه د جنت او دوزخ په اړه په قرآن کې بيانونه د ودانيو په جوړښت کې کارول شوي دي.[۹۴] د قرآن کریم هغه آیتونه چې په بیت المقدس کې په قبة الصخره کې لیکل شوي دي په ودانیو کې د قرآن د آیتونو یو له خورا په زړه پورې استعمالاتو څخه ګڼل شوی دی. د دې ودانۍ په کتیبو (تختو) کې چې په ۷۱ هجري/ ۶۹۱ میلادي کال کې جوړه شوې ده، د اسلام اصلي عقیدې او د نساء سوره، آل عمران او مریم ځینې آیتونه لیدل کیږي.[۹۵]
د عربي فصیحې ژبې په پاتې والي باندې د قرآن اثر
ویل شوي چې د قرآن ژبه د خپل نزول د زمانې د عربي ژبې له ټولو فصیحه او بلیغه وه. د قرآن مجید لفظي معجزه او د قرآن کتابت او وروسته یې د رسم الخط سمون او اعراب لګول، تفسیر (لکه ټکي پيژندل او د جاهليت د وخت د شعرونو حواله ورکول)، د عربۍ د ګرایمر تالیف (قرآن له تحریف او غلط لوستلو څخه د ساتلو په نیت)، قرآني علوم، نورو هېوادونو ته د اسلام خپرېدل د دې لامل شول چې دغه ژبه وساتل شي او يوه نړيواله ژبه شي، نو له دې سببه ويلي شوي دي چې که قرآن نه وای، عربي به هم د لاتيني او سنسکرت ژبو په څېر یوه مړه او لرغونې ژبه وه.[۹۶]
د مستشرقان لیدتوګه
غیر مسلمان پوهانو د قرآن کریم د ادبیاتو، محتوا او د وحي شونې په اړه ډیرې څیړنې کړې دي. ځینې مستشرقینو قرآن کریم د اسلام د پیغمبر(ص) کلمات ګڼلي او ویلي یې دي: د هغې محتوا له یهودي او مسیحي سرچینو او د جاهلي دورې له شعرونو څخه اخستل شوې ده. ځینو نور که څه هم په ښکاره توګه قرآن د وحې په توګه نه دی ګڼلی، خو د انسان له وینا څخه یې اوچت ګڼلی دی.[۹۷]
ریچارډ بیل ویلي دي: د قرآن ادبي طرز چې په کې ډیر تکرار او تشبیهات شتون لري، د یهودي او مسیحي متنونو او د حُنَفاء له دینه اغیزمن شوی دی. له بلې خوا، نولدکه، د قرآن سورتونه، په ځانګړې توګه مکي سورتونه، له ادبي نقطه نظر څخه د معجزې په څېر ګڼلي او د قرآن آیتونه یې د فرښتو سندرو سره پرتله کړي، چې د مومنانو روحونه په وجد کې راولي.. فرانسوي مستشرق موریس بوکای، د قرآن علمي اعجاز په نظر کې نیولې ده او لیکلي یې دي: د قرآن ځینې آیتونه په بشپړه توګه له نویو ساینسي کشفونو سره مطابقت لري. هغه له دې نتيجه اخستې ده چې قرآن الهي اصل او منشاء لري.[۹۸]
اړونده لیکنې
ګالری
فوټ نوټ
- ↑ مصباح یزدی، قرآنشناسی، ۱۳۸۹، ج۱، ص۱۱۵-۱۲۲.
- ↑ میرمحمدی زرندی، تاریخ و علوم قرآن، ۱۳۶۳ش، ص۴۴؛ مصباح یزدی، قرآنشناسی، ۱۳۸۹، ج۱، ص۱۲۳.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۲۴-۱۲۷.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۲۷.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۳، ۱۵۳.
- ↑ سوره شورا، آیه۵۱.
- ↑ سوره بقره، آیه ۹۷.
- ↑ میرمحمدی زرندی، تاریخ و علوم قرآن، ۱۳۶۳ش، ص۷.
- ↑ یوسفی غروی، علوم قرآنی، ۱۳۹۳ش، ص۴۶؛ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۵۵و۵۶.
- ↑ سوره بقره، آیه ۱۸۵؛ سوره قدر، آیه ۱.
- ↑ اسکندرلو، علوم قرآنی، ۱۳۷۹ش، ص۴۱.
- ↑ مصباح یزدی، قرآنشناسی، ۱۳۸۹، ج۱، ص۱۳۹؛ اسکندرلو، علوم قرآنی، ۱۳۷۹ش، ص۴۱.
- ↑ اسکندرلو، علوم قرآنی، ۱۳۷۹ش، ص۴۲.
- ↑ اسکندرلو، علوم قرآنی، ۱۳۷۹ش، ص۴۲و۴۹.
- ↑ یوسفی غروی، علوم قرآنی، ۱۳۹۳ش، ص۲۸.
- ↑ یوسفی غروی، علوم قرآنی، ۱۳۹۳ش، ص۲۸.
- ↑ مصباح یزدی، قرآنشناسی، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۳.
- ↑ خرمشاهی، قرآن و قرآن پژوهی، ص۱۰.
- ↑ الملا صدرا، الحكمة المتعالية في الأسفار العقلية الأربعة، ۱۹۸۱م، ج۷، ص۵۲.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۶، ص۲۵و۲۶.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۶، ص۲۶.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۹.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۹.
- ↑ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۲۲۱و۲۲۲.
- ↑ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۲۵۷.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۸۰و۲۸۱.
- ↑ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۲۶۰.
- ↑ سیوطی، الإتقان، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۲۰۲؛ سیوطی، ترجمه الأتقان، ج۱، ص۲۰۱.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۷۲-۲۸۲.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۸۱.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۳۴.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۳۴-۳۳۷.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۳۸و۳۳۹.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۴۶.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۴۳-۳۴۶.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۴۱.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۸۲۱.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۴۲.
- ↑ ناصحیان، علوم قرآنی در مکتب اهل بیت، ۱۳۸۹ش، ص۱۹۵.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۱۰، ۱۲، ۱۶، ۲۵.
- ↑ ناصحیان، علوم قرآنی در مکتب اهل بیت، ۱۳۸۹ش، ص۱۹۵-۱۹۷.
- ↑ ناصحیان، علوم قرآنی در مکتب اهل بیت، ۱۳۸۹ش، ص۱۹۸.
- ↑ ناصحیان، علوم قرآنی در مکتب اهل بیت، ۱۳۸۹ش، ص۱۹۹.
- ↑ ناصحیان، علوم قرآنی در مکتب اهل بیت، ۱۳۸۹ش، ص۱۹۹، ۲۰۰.
- ↑ محمدی ریشهری، شناختنامه قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۳۱۲.
- ↑ محمدی ریشهری، شناختنامه قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۳۱۴.
- ↑ محمدی ریشهری، شناختنامه قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۳۱۵.
- ↑ محمدی ریشهری، شناختنامه قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۳۱۵.
- ↑ محمدی ریشهری، شناختنامه قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۳۱۵.
- ↑ محمدی ریشهری، شناختنامه قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۳۱۶و۳۱۷.
- ↑ رامیار، تاریخ قرآن،۱۳۶۹ش، ص۶۵۳.
- ↑ آذرنوش، «ترجمه قرآن به فارسی»، ص۷۹.
- ↑ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۶۵۳.
- ↑ رحمتی، «ترجمه قرآن به زبانهای دیگر»، ۱۳۸۲ش، ص۸۴.
- ↑ رحمتی، «ترجمه قرآن به زبانهای دیگر»، ۱۳۸۲ش، ص۸۴.
- ↑ معرفت، پیشینه چاپ قرآن کریم، سایت دانشنامه موضوعی قرآن.
- ↑ معرفت، «پیشینه چاپ قرآن کریم»، سایت دانشنامه موضوعی قرآن.
- ↑ «نظارت بر چاپ و نشر قرآن کريم»، سایت تلاوت.
- ↑ «تاريخچه و وظايف و اهداف»، سایت تلاوت.
- ↑ یوسفی غروی، علوم قرآنی، ۱۳۹۳ش، ص۳۲.
- ↑ مستفید، «جزء»، ص۲۲۹، ۲۳۰.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۹ش، ج۲، ص۴۱۱.
- ↑ جمعی از محققان، «آیه بسمله»، ص۱۲۰.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۰.
- ↑ مجتهد شبستری، آیه، ۱۳۷۰ش، ص۲۷۶.
- ↑ مجتهد شبستری، «آیه»، ص۲۷۶.
- ↑ مجتهد شبستری، «آیه»، ص۲۷۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۲۱؛مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۴۳۳.
- ↑ سوره آل عمران، آیه ۷.
- ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۲۹۴.
- ↑ مستفید، «جزء»، ص۲۲۸، ۲۲۹.
- ↑ مستفید، «جزء»، ص۲۲۹، ۲۳۰.
- ↑ خرمشاهی، «قرآن مجید»، ص۱۶۳۱، ۱۶۳۲.
- ↑ خوئی، البیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۳۰ق، ص۲۰۰.
- ↑ خوئی، البیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۳۰ق، ص۲۰۱.
- ↑ سوره اسراء، آیه ۸۸؛ سوره هود، آیه ۱۳؛ سوره یونس، آیه ۳۸.
- ↑ معموری، تحدی، ۱۳۸۵ش، ص۵۹۹.
- ↑ سوره طور، آیه ۳۴.
- ↑ معرفت، اعجاز القرآن، ۱۳۷۹ش، ج۹، ص۳۶۳.
- ↑ عباسی، تفسیر، ۱۳۸۲ش، ج۷، ص۶۱۹.
- ↑ معرفت، التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۷۴.
- ↑ معرفت، التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۱۰و۲۱۱.
- ↑ معرفت، التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۴تا۲۰، ۲۲، ۲۵، ۳۵۴، ۴۴۳، ۵۲۶.
- ↑ اسکندرلو، علوم قرآن، ۱۳۷۹ش، ص۱۲.
- ↑ هاشمزاده، «کتابشناسی علوم قرآن»، ص۳۹۵، ۳۹۶، ۳۹۷، ۴۰۱، ۴۰۸؛ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۱-۱۹.
- ↑ «آداب ختم قرآن در ماه رمضان»، گلستان قرآن، ص۳۶.
- ↑ «مراسم قرآن به سر گرفتن»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ موسوی آملی، قرآن در رسوم ايرانی، ۱۳۸۴، ص۴۷.
- ↑ «آداب رفتن به خانه جدید»، سایت مرکز ملی پاسخگوی به سؤالات شرعی.
- ↑ موسوی آملی، «قرآن در رسوم ايرانی»، ص۴۷.
- ↑ محمودزاده، «هنر خط و تذهیب قرآنی»، ص۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: جباری راد، «نورنگاران معاصر»، ص۶۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: راستگو، «تجلی قرآن در ادب فا رسی»، ص۵۶؛ جعفری، «تأثير قرآن در شعر فارسی»، ص۵۴؛ ترابی، «تأثير قرآن در شعر و ادب فارسی»، ص۵۲.
- ↑ گرابار، «هنر، معماری و قرآن»، ص۶۹.
- ↑ گرابار، «هنر، معماری و قرآن»، ص۷۱و۷۲.
- ↑ عبدالتواب، مباحثی در فقهاللغة، ۱۳۶۷ش، ص۱۲۵ـ۱۳۴.
- ↑ کریمی، «مستشرقان و قرآن»، ص۳۵.
- ↑ کریمی، «مستشرقان و قرآن»، ص۳۵.
سرچينې
- «آداب ختم قرآن در ماه رمضان»، گلستان قرآن، ش۹۱، ۱۳۸۰ش.
- «آداب رفتن به خانه جدید»، سایت مرکز ملی پاسخگوی به سؤالات شرعی(۲۰ تیر ۱۳۹۵)، تاریخ دسترسی(۲۴ بهمن ۱۳۹۵).
- آذرنوش، آذرتاش، «ترجمه قرآن به فارسی»، دانشنامه جهان اسلام، ج۷، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
- اسکندرلو، محمدجواد، «علوم قرآنی»، قم، سازمان حوزهها و مدارس علمیه خارج از کشور، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
- «تاریخچه و وظایف و اهداف»، سایت تلاوت، تاریخ دسترسی(۱۰ بهمن ۱۳۹۵ش).
- بلاغی، صدرالدین، قصص قرآن، تهران، امیرکبیر، چاپ هفدهم، ۱۳۸۰ش.
- ترابی سفیدآبی، «تأثیر قرآن در شعر و ادب فارسی»، دوماهنامه بشارت، ش۴۵، ۱۳۸۳ش.
- جباری راد، حمید، «نورنگاران معاصر»، دوماهنامه بشارت، ش۵۸، ۱۳۸۶ش.
- جعفری، عالیه، «تأثیر قرآن در شعر فارسی»، دوماهنامه بشارت، ش۶۷، ۱۳۸۷ش.
- جوادی آملی، عبدالله، تسنیم، قم، اسراء، چاپ ششم، ۱۳۸۹ش.
- جمعی از محققان، «آیه بسمله»، فرهنگنامه علوم قرآنی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۴ش.
- حر عاملی، محمدبن حسن، وسائل الشیعه الی تحصیل مسائل الشریعه، تحقیق عبدالرحیم ربانی شیرازی، بیروت، دار احیاء التراث، چاپ ششم، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۱م.
- خرمشاهی، بهاءالدین، «قرآن مجید»، دانشنامه قرآن و قرآنپژوهی، ج۲، تهران، دوستان-ناهید، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
- خرمشاهی، بهاءالدین، قرآن و قرآن پژوهی، متن الکترونیکی :HTML ، بی تا، بی جا.
- خوئی، ابوالقاسم، البیان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسة احیاء آثار الإمام الخوئی، چاپ چهارم، ۱۴۳۰ق.
- رحمتی، محمدکاظم، «ترجمه قرآن به زبانهای دیگر»، دانشنامه جهان اسلام، تهران، ج۷، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
- رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، امیرکبیر، چاپ سوم، ۱۳۶۹ش.
- راستگو، سدمحمد، «تجلی قرآن در ادب فارسی»، دوماهنامه بشارت، ش۳۰، ۱۳۸۱.
- سیوطی، جلال الدین عبدالرحمن، الإتقان فی علوم القرآن، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، الرضی-بیدار-عزیزی، چاپ دوم، ۱۳۶۳ش.
- سیوطی، جلال الدین عبدالرحمن، الإتقان فی علوم القرآن، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، ترجمه سیدمهدی حائری قزوینی، تهران، امیرکبیر، چاپ اول، ۱۳۶۳ش.
- طارمی، حسن، «تأویل»، دانشنامه جهان اسلام، ج۶، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.
- عباسی، مهرداد، «تفسیر»دانشنامه جهان اسلام، ج۷، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
- عبدالتواب، رمضان، مباحثی در فقهاللغه و زبانشناسی عربی، ترجمه: حمیدرضا شیخی، تهران، انتشارات آستان قدس رضوی، ۱۳۶۷ش.
- کریمی، محمود، «مستشرقان و قرآن»، گلستان قرآن، ش۲۲، ۱۳۷۹ش.
- گاربار، الگ، «هنر، معماری و قرآن»، ترجمه حسن هفتادر، اسلامپژوهی، ش۱، ۱۳۸۴ش.
- مجتهد شبستری، محمد، «آیه»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۲، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۷۰ش.
- محمدی ریشهری، محمد و جمعی از پژوهشگران، شناختنامه قرآن بر پایه قرآن و حدیث، ج۳، قم: دارالحدیث، چاپ اول، ۱۳۹۱ش.
- محمود زاده، مهرداد، «هنر خط و تذهیب قرآنی»، کتاب ماه هنر، ش۳، ۱۳۷۷ش.
- «مراسم قرآن به سر گرفتن»، در پایگاه اطلاعرسانی حوزه(۷ اردیبهشت ۱۳۹۲)، تاریخ دسترسی(۱۴ اسفند ۱۳۹۵).
- مستفید، حمیدرضا، «جزء»، دانشنامه جهان اسلام، ج۱۰، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
- مصباح یزدی، محمدتقی، قرآنشناسی، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ سوم، ۱۳۸۹ش.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، چاپ پانزدهم، ۱۳۸۹ش.
- معارف، مجید، «گزارشی از آموزش قرآن در سیره رسول خدا(ص)»، پژوهش دینی، ش۳، ۱۳۸۰ش.
- معرفت، محمدهادی، «پیشینه چاپ قرآن کریم»، در سایت دانشنامه موضوعی قرآن، تاریخ دسترسی(۱۳ اسفند ۱۳۹۵).
- معرفت، محمدهادی، التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب، مشهد، دانشگاه علوم اسلامی رضوی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
- معرفت، محمدهادی، التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب، مشهد، دانشگاه علوم اسلامی رضوی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- معموری، علی، «تحدی»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۴، تهران، مرکز دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
- موسوی آملی، «قرآن در رسوم ایرانی»، دوماهنامه بشارت، ش۵۱، ۱۳۸۴ش.
- میرمحمدی زرندی، سیدابوالفضل، تاریخ و علوم قرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۶۳ش.
- ناصحیان، علیاصغر، علوم قرآنی در مکتب اهل بیت، مشهد، دانشگاه علوم اسلامی رضوی، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
- «نظارت بر چاپ و نشر قرآن کریم»، سایت تلاوت، تاریخ دسترسی(۱۰ بهمن ۱۳۹۵ش).
- هاشمزاده، محمدعلی، «کتابشناسی علوم قرآن»، پژوهشهای قرآنی، ش۱۳و۱۴، ۱۳۷۷ش.
- یوسفی غروی، محمدهادی، علوم قرآنی، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۹۳ش.