Jump to content

خوجه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د خوجه ګانو په اړه ده. د شیعه خوجه ګانو په اړه د لوستلو لپاره، اثناعشري خوجه ګان وګورئ.

خُوجه، په خَټه د هندي مسلمانانو هغه ډله ده چې په پنځلسمې میلادي پيړۍ کښې یې اسلام ته ګروهنه وموندله. خوجه ګان هندوان وو خو د پیر صدرالدین په نامه د یو کس له خوا مسلمانان شول او په دې نامه ونومول شول. خوجه له «خواجه» څخه اخیستل شوی چې د «لوې او ستر» په معنا دی.

د خوجه ګانو مذهب د هندو او د اسلام د دین د عقایدو ګډوله وه. خو په نولسمه پېړۍ کې د آغا خان محلاتي (آغا خان اول) له لارې دوي د اسلام له احکامو سره ډېر اشنا شول او په اسماعیلي شیعه مذهب بدل شول. اغاخان محلاتي د خوجه­و وړومبنی امام دی.

د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کښې د آغا خان د سخت دریځۍ له امله د هغوي یوه ډله له سنیانو سره یو ځای شوه او بلې ډلې یې د دولس امامي شیعه مذهبه پیروي وکړه. دغې دویمې ډلې ته اثناعشري خوجه ګان وايي.

خوجه ګان نن سبا د نړۍ په ډیر هیوادونو کښې خواره دي. هغوي د هندوستان، پاکستان، تنزانیا، کینیا، امریکا، کاناډا، انګلستان او فرانسې په شان هیوادونو کښې اوسیږي.

مخینه

آقاخان محلاتي(وړومبنې آقاخان) د خوجه ګانو لومړنې امام

په ۱۴۰۰میلادي کال[۱] (نهمې قمري پیړۍ) کښې د پير صدرالدین په نامه یو کس د هندوستان سِند سیمې ته لاړ او د هغه ځاې د شتمنو زمیندارانو په مینځ کښې په نفوذ سره یې یو داسې مذهب ته راوبلل چې د حقیقت لاره یې نوموله.[۲]

کومو کسانو به چې د صدرالدین مذهب منه هغوي ته به یې «خوجه» ویل.[۳] خوجه د فارسۍ له «خواجه» کلمې اخیستل شوې چې د ستر او مشر[۴]  معنا ورکوي.[۵]

د صدرالدین د مذهب په هکله مختلفې نظریې موجودې دي. ځینو مورخانو هغه یو ستر ایرانی درویش بللی دی، اثناعشري خوجه ګان وايي چې هغه یو هندو راهب و چې له یو مندر نه د غلا کولو په وجه، لپاره د دې چې ونه پیژندل شي، خپل ظاهر یې بدل کړ او ځان یې یو اسماعیلي مبلغ معرفي کړ.[۶] هغه به د هندوانو د جذبولو لپاره د هغوي له خپلو عقایدو ګټه پورته کوله. د مثال په توګه یې امام علي علیه السلام د خدای لسم تجسم یا «ویشنو» معرفي کړ چې هغوي یې په انتظار کښې دي.[۷]

د خوجه ګانو اعتقادات

د خوجه ګانو باورنه او اعتقادات په سر کښې د صوفیانو او هندوانو د اعتقاداتو یوه ګډوله وه.[۸] هغوي باوري وو چې خدای په نړۍ کښې منحل شوی دی او په دې وجه د نړۍ ټول مخلوقات له الهي ذات او فطرت څخه برخمن دي[۹] د هغوي د عقیدې له مخې، خدای نهه ځلې د انسان په بڼه راغلی دی.[۱۰] د هغوي دغه باور د هندوانو له عقیدې اخیستل شوی و.[۱۱] هغوي به د پير صدرالدین د تعلیماتو په بنیاد، امام علي علیه السلام د خدای لسم تجسم ګڼه.[۱۲]

په ۱۸۳۹میلادي کال کښې آقاخان محلاتي هند ته لاړ او خوجه ګان یې چې د هندوستان په مختلفو سیمو کښې خواره شوي وو، لمونځ کولو، روژې نیولو او د امامانو زیارتونو کولو ته وهڅول او په اسماعیلي شیعه مذهب کښې یې شامل کړل. [۱۳] هغه د خوجه­و وړومبنې امام بلل شوی دی.[۱۴]

څانګې

د تاریخي اسنادو له مخې، خوجه ګان په سر کښې د شیعه او سني دوو مذهبونو ترمینځ په اختلاف نه وو خبر.[۱۵] په دې وجه کله چې آقاخان محلاتي له هغوي وغوښتل چې اسماعیلي شیعه مذهب قبول کړي نو انکار یې ونه کړ او ویې منه.[۱۶] البته څه موده پس ځیني خوجه ګان د آقاخان د سخت دریځتوب له امله اهل سنت مذهب ته واوښتل.[۱۷] د ۱۸۷۰میلادي لسیزې په اوایلو کښې هم یوه ډله خوجه ګانو په نجف کښې له آیت الله مازندراني سره ملاقات وکړ او بلآخره دولس امامي شیعه مذهب ته واوښتل.[۱۸]

جغرافیايي تیت پرکوالی

خوجه ګان اول د هندوستان په سِنْد ښار کښې اوسیدل خو په هند کښې د آقاخان د شتون په وختو کښې یعنې د نولسمې میلادي پیړۍ په نیمايي کښې د کوچ، ګجرات، مسقط او بمبئی په شان د هند په نورو صوبو کښې خواره شوي وو.[۱۹] د خوجه ګانو ترمینځ له بیلتون وروسته او په دولس امامي خوجه ګانو باندې د آقاخان د منونکو د سختیو او همداشان د وچکالۍ په شان ځینو نورو وجوهاتو له امله، د شلمې میلادي پيړۍ په وړومبیو کښې زیاتره دولس امامي خوجه ګان ختیځې افریقې ته کډه شول.[۲۰] په ۱۹۴۷میلادي کال کښې د هندوستان تجزیه هم سبب شوه چې یوه ډله نور خوجه ګان پاکستان ته مهاجرت وکړي.[۲۱]

نن سبا خوجه ګان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې اوسیږي:

  • په آسیا لویه وچه کښې په هند، پاکستان، ایران، کویت، بحرین، سعودي عربستان، متحده عرب امارات او یمن،
  • په افریقا کښې په کنیا، تنزانیا، زئیر، راوانډا، برونډي، موزمبیک، ماډاګاسکر، موریس جزیرې او ري‌یونیون کښې،
  • په اروپا کښې په انګلستان، فرانسې، بیلجیئم، سویډن، ناروی، پرتګال او سویټزرلیډ،
  • او په امریکا براعظم کښې خپله د امریکې په متحده ایالتونو او کانډا کښې خوجه ګان اوسیږي.[۲۲]

اثناعشري خوجه ګان

اصلي مقاله: اثناعشري خوجه ګان

د دولس امامي خوجه­و یو مشر دوجي جمال

اثناعشري خوجه ګان په دولس امامي شیعه مذهب باندې عقیده لري[۲۳] هغوي د امامي شیعیانو د تقلید له مراجعو تقلید کوي.[۲۴] اثناعشري خوجه شیعیانو د جماعتونو د فیډریشن د احصائیو له مخې  په دنیا کښې د هغوي شمیر ۱۲۵،۰۰۰ تنه دی.[۲۵] زیاتره خوجه ګان په هندوستان، پاکستان او تنزانیا کښې هستوګن دي ؛[۲۶] خو د امریکې او کاناډا په شمول مختلفو هیوادونو کښې هم اوسیږي.[۲۷]

ملا قادر حسین او دوجي جمال[۲۸] د خوجه شیعیانو اولني مشران وو.[۲۹] په تنزانیا کښې د «بلال مسلم مشن» بنسټګر سید سعید اختر رضوي او د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح د اثناعشري خوجه ګانو له مشهورو شخصیتونو دي.[۳۰] البته سید اختر اثناعشري خوجه نه و خو له هغوي سره یې د پراخې اړیکې په وجه د دغه جماعت له غړو بلل شوی دی.[۳۱]

د اثناعشري خوجه شیعیانو د جماعتونو نړیوال فیډریشن[۳۲] او بلال مسلم مشن سازمان [۳۳] د خوجه شیعیانو له نړیوالو سازمانونو دي.

فوټ نوټ

سرچينې

بهرنۍ لینکونه