اثناعشري خوجه ګان

د wikishia لخوا
دا لیکنه د اثناعشري خوجه ګانو په اړه ده. د خوجه ګانو د مطالعې لپاره، خوجه وګورئ.
د بورونډي په پلازمینه بوجومبورا کې د اثناعشري خوجه ګانو جومات

اثنا عشري خوجه ګان د خوجه­ و هغه ډله ده چې په دولس امامي شیعه مذهب اعتقاد لري. خوجه ګان د هندوستان په سِند سیمه کښې یوه هندو قبیله وه چې له اسلام راوړلو ورسته خوجه وبلله شوه. اثناعشري خوجه ګان د هغوي د اول امام آقاخان محلاتي د سختیو او له دولس امامي شیعه عالمانو سره د تړاؤ په وجه له اسماعیلي خوجه­ و جلا شول او امامي شیعه شول.

هغوي زیاتره په پاکستان، هند او تنزانیا کښې اوسیږي خو د امریکې، کاناډا او انګلستان په شان مختلفو هیوادونو کښې خواره شوي دي. د خوجه شیعو کلتور د اسلامي کلتور او هندي کلتور یوه ګډوله ده. هغوي په هره سیمه کښې د ټولنیز پيوستون او مذهبي مناسکو د ترسره کولو په موخه یو تشکل جوړوي چې ورته «جماعت» وايي. هغوي نړیوال سازمانونه هم جوړ کړي دي چې د دولس امامي خوجه شیعو د ډلو نړیوال فیډریشن، ویپاز (د اسلامي او انسان دوستانه تبلیغاتو نړیوال سازمان) او بلال مسلم میشن په کښې شامل دي.

ملا قادر حسین او دیوجي جمال د خوجه شیعو له وړومبنیو مشرانو ګڼل کیږي. ځینو مهم سیاسي او مذهبي شخصیتونه هم اثناعشري خوجه پاتې شوي دي. له هغو نه په تنزانیا کښې د بلال مسلم مشن سازمان د بنسټګر سید سعید اختر رضوي او د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح نومونه اخیستی شو.

خوجه ګان

اصلي مقاله: خوجه

خوجه ګان هغه ډله مسلمانان دي چې په پنځلسمې میلادي پيړۍ کښې د هندوستان په سند سیمه کښې اوسیدل[۱] هغوي هندوان وو او د پير صدرالدین په نامه د یو کس په وسیله یې د اسلام دین ته ګروهنه وموندله.[۲] د خوجه­و آیین په ابتدا کښې د هندو او اسلام د عقایدو یو ترکیب و؛[۳] د ۱۹ میلادي پيړۍ په دویمې نیمايي کښې(په ۱۲۳۰ لمریزې لسیزې کښې او ورپسې)، له ایران څخه د نزاري اسماعیلیه فرقې د امام، اولني آقاخان حسن علي محلاتي په تښتیدو او په هندوستان کښې د فعالیت په شروع کولو سره، ځیني خوجه ګان د هغه منونکي شول او د لمونځ، روژې او زیارت په شان له ځینو اسلامي احکامو سره هم بلد شول او عمل به یې پرې کوه.[۴] څه موده پس د خوجه ګانو ترمینځ د رامینځته شوي اختلاف په وجه د هغوي یوه ډله له اسماعیلیه شیعه مذهبه جلا شوه او اهل سنت مذهب او بله ډله هم دولس امامي شیعه مذهب ته واوښتله.[۵]

د دولس امامي خوجه ­و رامینځته کیدل

د اثناعشري خوجه ګانو یو مشر، دیوجي جمال

د ۱۸۷۰میلادي لسیزې په اوایلو کښې یوه ډله خوجه ګان د امام حسین علیه السلام د زیارت په لاره کښې نجف ته لاړل او د هغې زمانې له ستر مجتهد زین العابدین مازندراني سره یې ملاقات وکړ. په دغه ملاقات کښې هغوي ځانونه شیعه معرفي کړل خو ویې ویل چې په اسلامي احکامو عمل نه کوي او د امامانو زیارت، د کعبې په زیارت باندې مقدم او مخکښې ګڼي. له دې امله چې دا خبره د آیت الله مازندراني د خوابدۍ لامل شوه، هغوي ترې وغوښتل چې د دیني معارفو د ښوونې لپاره یو کس هندوستان ته واستوي. د مازندراني په سپارښتنه د ملا قادر حسین په نامه د هغوي یو هندي شاګرد، بمبئ ته لاړ. هغه د یو خوجه په کور کښې دیره شو او د شیعه مذهب ښوونه یې پیل کړه. دا ډول د خوجه ګانو په ډله کښې چې اسماعیلي شیعه وو، د اثناعشري خوجه­و په نامه یو لږکی او اقلیت جوړ شو.[۶]

د ۱۸۸۰میلادي لسیزې په اوایلو کښې  آیت‌الله ابوالقاسم نجفي د دولس امامي شیعه مذهب د تروج په موخه هند ته لاړ.[۷] هغه په بمبئی کښې د شیعو د جُمعې وړومبنې لمونځ ترسره کړ.[۸] اثناعشري خوجه­و د اسماعیلي خوجه ګانو له ویرې، ډیره موده خپل مذهبي فعالیتنه په پټه ترسره کول خو په ۱۸۹۹میلادي کال کښې یې خپل جماعت په رسمي توګه جوړ کړ[۹] او له دغې وروسته یې په شمیر کښې د پام وړ زیاتوالی راغی.[۱۰]

اعتقادات او دیني مناسک

اثناعشري خوجه ګان د امامي شیعه مذهب په اصولو او فروعو باور لري.[۱۱] هغوي د لمونځ، روژې، خمس، زکات او صدقاتو به شان د دیني احکامو باندې پابند دي.[۱۲] عالمان یې د جماعت لمونځ، د ټولنیزو اړیکو د پياوړتیا یو لامل بولي او د جُمعې د لمانځه په ترسره کولو هم ټینګار لري.[۱۳]

اثناعشري خوجه ګان د معصومینو زوکړې او وفاتونه په تیره بیا محرم لمانځي او ورپاره د جشن یا عزادارۍ دستورې ترسره کوي.[۱۴] هغوي د هند او پاکستان د شیعو په طریقه نوحې وايي او سینه زني کوي.[۱۵]

انثاعشري خوجه ګان د شیعه­و د تقلید د مراجعو تقلید کوي. هغوي له سید ابوالقاسم خويي نه پس د سید محمد رضاګلپایګاني مقلدان شول او له هغه وروسته یې د آیت الله سید علي سیستاني تقلید شروع کړ.[۱۶] نن سبا زیاتره خوجه ګان د آیت الله سیستاني مقلدان دي.[۱۷]

خوجه شیعیان خپلې شرعي وجوهات د شیعه د تقلید مراجعو ته ورکوي. د تقلید مراجع هم هغوي ته، په مذهبي چارو د امام د ونډې د کارولو اجازه ورکوي.[۱۸] د دغو اجازو تاریخ د سید ابوالحسن اصفهاني او سید حسین بروجردي په شان د تقلید د مراجعو وخت ته ورګرځي.[۱۹] د دولس امامي خوجه شیعو د ډلو نړیوال فیډریشن هم په اول ځل په ۱۹۶۰میلادي کال کښې د شیعه­و د هغه وخت د تقلید له مرجع سید محسن حکیم څخه، د امام له ونډې د استفادې اجازه ترلاسه کړه.[۲۰]

آداب او رسمونه

انثاعشري خوجه ګان د خپل قومي هویت ساتلو ته ډیر اهمیت ورکوي.[۲۱] په دې وجه یې آداب او رسمونه د هندي کلتور او له هندو آیین څخه ډیره اغیزمن شوې دي.[۲۲] هغوي په دغو دستورونو او رسمونو کښې دودیزې هندي او پاکستاني جامې اغوندي.[۲۳] همداشان هندوستاني خواړه ډیر په شوق خوري.[۲۴]

خوجه ګان له خپلې قبیلې بهر او حتی د نورو جماعتونو له خوجه ګانو سره هم ډیر لږ ودونه کوي.[۲۵] د ودونو، جشنونو او مذهبي عزاداریو په شان د هغوي ټولنیز او مذهبي دستورې د اسلامي او هندي عناصرو یوه ګډوله ده.[۲۶] د مثال په توګه د خپلو اولادونو لپاره چې کوم نومونه غوره کوي، هم هندي او هم اسلامي دي. زیاتره اول نوم له اسلامي کلتوره اخلي او دویم یا د کورنۍ نوم یې له هندي کلتور څخه وي، لکه: محمد دوجي، علي دایا، جعفر نانجي او حسنین آلارخیا.[۲۷]

ډلې او سازمانونه

خوجه ګان یولړ تشکیلات او سازمانونه لري، له هغو نه:

خوجه جماعتونه

اثناعشري خوجه ګان د خپل یووالي او پیوستون ساتلو ته اهمیت ورکوي.[۲۸] هغوي په هر ښار او هیواد کښې د مذهبي او ټولنیزو فعالیتونو په ترسره کولو کښې د غږملتیا په موخه یوه ډله جوړوي چې ورته جماعت وايي.[۲۹] جماعتونه زیاتره د خوجه فیډریشن تر څارنې لاندې کار کوي.[۳۰]

د اثناعشري وړومبني جماعتونه په ۱۸۸۲میلادي کال کښې په زنګبار کښې جوړ شوي دي.[۳۱] په ۱۸۹۹میلادي کال کښې هم د بمبئی جماعت په رسمي توګه جوړ شو.[۳۲]

نړیوال فیډریشن

د بلال مسلم مِشَن بنسټګر سید سعید اختر رضوي

اصلي مقاله: د دولس امامي خوجه شیعو د ډلو نړیوال فیډریشن

د دولس امامي شیعه خوجه ګانو د جماعتونو نړیوال فیډریشن د خوجه­و ترټولو لوړ سازمان دی چې په نړۍ کښې د هغوي د جماعتونو فعالیت څاري.[۳۳] دغه سازمان د انثاعشري شیعه مذهب د تبلیغ، د خوجه ګانو د مالي حالت د ودې او د هغوي د علمي او مذهبي پوهې د زیاتولو په موخه جوړ شوی دی.[۳۴] نن سبا څلور سیمه ایز فیډریشنونه او ۳۰ جماعتونه د دغه نړیوال فیډریشن تر نظر لاندې کار کوي او کابو ۱۲۵،۰۰۰ تنه غړي لري.[۳۵]

بلال مسلم میشن

اصلي مقاله: بلال مسلم میشن

د بلال مسلم میشن په نامه سازمان د اثناعشري خوجه شیعو تر ټولو مهم تشکیلات دي.[۳۶] دغه سازمان سید اختر رضوي او څو نورو شیعه مشرانو په ۱۹۶۸میلادي کال کښې په تنزانیا کښې، د اثناعشري شیعه مذهب[۳۷] د تبلیغ او ترویج په موخه جوړ کړی دی.[۳۸] بلال مسلم مشن د تنزانیا هیواد به ډیرو ښارونو کښې فعال مرکزونه لري.[۳۹] او د کینیا، ماډاګاسکر، بورونډي او امریکا په شان نورو هیوادونو کښې هم شعبې او څانګې لري.[۴۰]

ویپاز

اصلي مقاله: ویپاز

ویپاز (نړیوال اسلامي او انسان دوستانه تبلیغاتي سازمان)، په تنزانیا کښې د دولس امامي خوجه­و ترټولو مهم تبلیغي سازمان دی چې په ۱۹۸۰میلادي کال کښې په رسمي توګه جوړ شوی دی.[۴۱] دغه سازمان د افریقې له فیډریشن او د بلال مسلم مشن سازمان څخه په جلا او خپلواکه توګه کار کوي.[۴۲] «د اسلامي تعلیماتو په مرستې سره د مسلمانو تورپوستو ترمینځ د صلحې او دوستۍ د پيغام تبلیغ»، «په روزنیزو اقداماتو سره د بې وزلۍ ختمول» او «د ناروغانو او اړمنو مرسته» د ویپاز سارمان له اهدافو څخه دي.[۴۳]

شخصیتونه

له اثناعشري خوجه مشرانو څخه محمد علي جناح

د دولس امامي خوجه ګانو ځیني دیني، کلتوري او سیاسي شخصیتونه په دا ډول دي:

نور شخصیتونه

ځیني نور اثناعشري خوجه شخصیتونه په دا ډول دي: حاجي ناجي (۱۸۶۴- ۱۹۴۳م)، غلامحسین ولي محمد درسي (سلسبیل)، حاجي داوود حبیب، محمد شریف دوجي، علي ‌محمد جعفر دوجي، دایا والجي، غلام عباس، قاسم علي، بهادر علي ملوجي، احمد دونگرسي او نظیر جسا.[۵۰]

مجلې

اثنا عشري خوجه­و له پخوا راهیسې د نړۍ به مختلفو هیوادونو ډیر نشریات خپاره کړي دي. په بمبئۍ کښې راهِ نجات مجلې (۱۸۹۰م) او د هندوستان په احمد آباد کښې نور ایمان (۱۸۹۲م) او باغ نجات(۱۹۰۶م) او په زنګبار کښې منادي او سلسبیل (۱۹۲۴م) له هغوي څخه دي.[۵۱]

نن سبا هم ساماچار خپرندویه (د افریقې د اثناعشري خوجه­و د فیډریشن رسمي مجله)، د اثناعشري خوجه ګانو د نړیوال فیډریشن رسمي نشریه «Insight» (، د اثناعشري خوجه ګانو د نړیوال فیډریشن رسني نشریه، «Sauti ya Bilal»  صدای بلال، د بلال مسلم میشن سازمان رسمي نشریه)، «The light» ( نور، او د بلال مسلم مشن رسمي نشریه «Shia International» په مختلفو ژبو تولیدیږي.[۵۲]

علمیه حوزې

اثناعشري خوجه ګان د امریکې، انګلستان، سوریې، تنزانیا او کینیا په شمول ځینو هیوادونو کښې علمیه مدرسې جوړې کړې دي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • په برمینګم کښې سید الخوئي علیمه حوزه
  • نیویارک کښې ولي عصر جامع علیمه حوزه
  • دمشق کښې د لوړو څیړنو اسلامي انسټیټیوټ
  • په تنزانیا کښې د اهل بیت للعلوم الاسلامیه دیني مدرسه
  • په کینیا کښې د مومباسا امیرالمؤمنین دیني مدرسه
  • د برمینګم المهدي حوزه.[۵۳]

خوجه میشتې سیمې

اثناعشري خوجه ګان په اصل کښې د هندوستان د ګجرات صوبې او د ګچ سیمې اوسیدونکي وو؛[۵۴] خو نن سبا د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې موجود دي.[۵۵]

د اثناعشري خوجه ګانو د نړیوال فیډریشن د رسمي ویب سایټ د رپورټ له مخې، د هغوي شمیر کابو ۱۲۵،۰۰۰ تنه دی.[۵۶] نزدې ۲۵،۰۰۰ کسان یې د هندوستان د ګچ، ګجرات او بمبئۍ په شان سیمو کښې اوسیږي.[۵۷] تقریباً ۴۲،۰۰۰ کسان یې هم په پاکستان کښې هستوګن دي چې زیاتره یې په کراچۍ کښې دي.[۵۸]

افریقا تقریباً ۱۵۰۰۰ اثناعشري خوجه ګان لري[۵۹] چې تنزانیا او کینیا یې مهم مرکزونه دي.[۶۰] کابو ۱۵۰۰۰ یې د امریکې په متحده ایالاتو، کاناډا او اروپا کښې هستوګن دي[۶۱] کاناډا هیواد له ۴۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پورې دولس امامي خوجه لري.[۶۲] په انګلستان کښې د لندن حجت جماعت نزدې ۵۰۰۰ غړي لري او د اثناعشري خوجه­و یو ستر جماعت ګڼل کیږي.[۶۳]

امارات، بنګله دیش، یمن، عمان،[۶۴] زنګبار، یوګانډا، سومالیا، ماډاګاسکر،[۶۵] هالینډ او فرانسه د هغوي د اوسیدو ځیني نور هیوادونه دي.[۶۶]

د خوجه شیعو او ایران اړیکه

له دې امله چې د ایران زیاتره خلک دولس امامي شیعه دي، خوجه شیعیان ورسره د نزدې والي احساس کوي.[۶۷] هغوي د امام رضا علیه السلام او بي بي معصومې(س) د حرمونو د زیارت لپاره ایران ته راځي. ځیني خوجه طلبه د حوزوي علمونو د زده کړې لپاره د ایران په علمیه مدرسو کښې درسونه وايي.[۶۸]

خوجه شیعه په سیاسي مسائلو کښې ډیر فعالیت نه کوي خو مهمو سیاسي پیښو ته غبرګون ښايي. د مثال په توګه د افریقې د دولس امامي خوجه شیعو د جماعتونو فیډریشن عراق ته د امام خمیني د جلاوطنۍ په وجه د ایران په شاه باندې اعتراض کړی و.[۶۹] همداشان په انګلستان کښې دیره یو خوجه مشر حبیب والجي په پاریس کښې د امام خمیني د شتون په وختو کښې له هغه سره ملاقات وکړ او د هغه له مبارزو یې ملاتړ وکړ.[۷۰]

خوجه مشرانو په مختلفو مناسبتونو د ایران د اسلامي جمهوریت له مسئولانو سره ملاقاتونه کړي دي. یوه بیلګه یې له امام خمیني سره د دولس امامي خوجه شیعو د ډلو نړیوال فیډریشن د پخواني مشر ملا اصغر کتنه ده.[۷۱] همداشان په ۱۹۹۵ میلادي کال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د هغه وخت ولسمشر هاشمي رفسنجاني تنزانیا او کینیا ته په سفر کښې د افریقې د فیډریشن د مشر محمد دیزاني له هرکلي سره مخامخ شو..[۷۲]

د اثناعشري خوجه شیعه جماعتونو نړیوال فیډریشن د ایران په رودبار او بم سیمو کښې د راغلو سختو زلزو په دوران کښې له زلزله ځپلو خلکو سره مالي مرسته وکړه.[۷۳] د آیت الله خامنه اي دفتر هم د ایران په پوهنتونونو کښې د افریقايي ځوانانو د زده کړې لپاه بورسونه(سکالرشپس) نړیوال فیډریشن ته ورکړل.[۷۴]

فوټ نوټ

  1. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، صفحه یازده.
  2. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، صفحه یازده.
  3. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، صفحه یزده.
  4. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۱۷.
  5. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۱۸و۱۹.
  6. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۱۹.
  7. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۲۰.
  8. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۲۰.
  9. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۲۰.
  10. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۲۱.
  11. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۹۹.
  12. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۵۴.
  13. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۵۴.
  14. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۵۴.
  15. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۵۶.
  16. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۵۵.
  17. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۵۵.
  18. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۵۴.
  19. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۵۴.
  20. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۵۴.
  21. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۳۲.
  22. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۳۱و۳۲.
  23. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۳۶.
  24. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۳۶و۳۷.
  25. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۳۲.
  26. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۳۲.
  27. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۳۸.
  28. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۲۹.
  29. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۸.
  30. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۲۵.
  31. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۲۹۴.
  32. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۶۴.
  33. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ص۲۴.
  34. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ص۲۴.
  35. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ص۲۵.
  36. رنجبر شیرازی، شیعیان تانزانیا، ۱۳۹۳ش، ص۷۷.
  37. امینی، تانزانیا، ۱۳۷۵ش، ص۲۳.
  38. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۱۵و۱۶.
  39. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۴.
  40. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۵.
  41. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۱۸۷.
  42. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۱۸۷.
  43. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۱۸۷.
  44. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۳۴۰.
  45. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۱.
  46. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۱۵۷.
  47. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ص۱۴۱و۱۴۲.
  48. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۱۵۲.
  49. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۴۱۲.
  50. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۱۳۵-۱۵۰.
  51. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۲۰۸.
  52. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۲۰۹-۲۱۲.
  53. عرب‌احمدی، شیعیان تانزانیا، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۱۱۶-۱۲۱.
  54. جان‌احمدی و رنجبر شیرازی، «شیعیان تانزانیا و وضعیت آنان»، ص۳۹.
  55. جان‌احمدی و رنجبر شیرازی، «شیعیان تانزانیا و وضعیت آنان»، ص۳۹.
  56. «About The World Federation of KSIMC»، وب‌گاه The World Federation of KSIMCf Of Khoja Shia Ithna-Asheri Muslim Communities.
  57. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۱.
  58. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۷.
  59. عرب‌احمدی، شیعیان تانزانیا، ۱۳۷۹ش، ص۴۰.
  60. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۲۸۶.
  61. عرب‌احمدی، شیعیان تانزانیا، ۱۳۷۹ش، ص۴۰.
  62. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۳۳۴.
  63. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۳۱۱.
  64. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۹-۲۸۴.
  65. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۲۹۴-۳۰۵.
  66. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۷ش، ص۳۱۰.
  67. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۶۲.
  68. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۶۲.
  69. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۶۲.
  70. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۶۲.
  71. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۶۴.
  72. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۶۴.
  73. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۶۴.
  74. روغنی، شیعیان خوجه در آئینه تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۶۴.

سرچينې