د استعاذه آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د استعاذه د آیت په اړه ده. د ورته نوم سره د یوې اصطلاح په اړه زده کولو لپاره، استعاذه وګورئ.
د نحل سوره ۹۸ آیت

د استغاذه آیت (د نحل سوره په ۹۸ آيت)، دا بیانوي چي د قرآن د تلاوت پر مهال بايد د شيطان له وسوسو څخه د الله جل جلاله پناه وغوښتی شي، تر څو له خطاګانو څخه ځان وساتي. استعاذه یعنی د پناه غوښتل او دا پناه غوښتل د زړه پناه غوښتل ګڼل شوي دي. یعني انسان باید په خپل زړه کې دا احساس وکړي چې خدای ته یې پناه وړې ده. «رجیم» معنی چې ایستل شوی، موږ ته یادونه راکوي چې شیطان د خپل تعصب او غرور له امله د خدای پاک له درګاه څخه وشړل شو.

فقهاء کرام دې آيت ته په پام سره د قرآن د تلاوت او لمانځه په وخت په پيل کې دا لوستل مستحب ګڼي: «اَعوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیمِ» زه د شيطان رټلي شوي نه د خدای پناه غواړم». په ځینو احادیثو کې د پناه غوښتلو لپاره نورې کلمې هم راغلي دي لکه «أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِیعِ الْعَلِیمِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیم‏؛ زه پناه غواړم د شیطان شړلي شوي له شره د اوریدونکي او عالم الله جل جلاله درګاه ته پناه غواړم».

متن و ترجمه

د سورة نحل په ٩٨ آيت چي ورته د استاذه آيت ویل کيږي.[١] دا وايي چي د قرآن د تلاوت په وخت کي بايد له شيطان څخه د الله پناه وغواړي. د دې آيت په دلیل سره مسلمانان د قرآن د تلاوت او ځينې نورو کارونو په پیل کې استغاذه سره شورو کوي

فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (د نحل سوره: ۹۸ آیت)


نو کله چې قرآن تلاوتوې نو د رټلي شوي شیطان له شره الله ته پناه یوسه.


تفسیر

د شیخ طبرسي (وفات: ۵۴۸هـ ق) په وینا د یو ټیټ مقام له لوړ مقام څخه په خضوع سره پناه غوښتل دي. په دې آيت كې د استعاذه معنا دا ده چې د قرآن كريم د تلاوت پر مهال بايد د شيطان له فتنو څخه د خداى ته پناه یوسي، تر څو له خطا څخه په امن كې وي.[2] علامه طباطبایی (۱۲۸۱- ۱۳۶۰لمریز کال) دا پناه وړل د زړه د پناه په توګه ګڼي؛[۳] یعني انسان باید په خپل زړه کې دا احساس وکړي چې خدای ته یې پناه وړې ده او ځان له هغه هوس او خواهشه جلا کوي چې د سمې پوهې مخه نیسي، نه یوازې دا چې یوازې په ژبه یې ووایي.[4] البته په ژبه باندې استعاذه ویل یې د زړه د هغه حالت لپاره سریزه ګڼلې ده.[5]

ځينو مفسرينو شيطان ته د «رژيم» د صفت د راوړلو لامل د هغه تکبر او د خداى له حکم څخه سرغړونه ګڼلې ده. يعنې د قرآن د تلاوت په وخت کې کبر، غرور او تعصب له ځانه لرې وساتئ، تر څو د شيطان په څېر برخليک ونه مومئ.[۶]

استعاذه واجب ده که مستحبه؟

اسلامي علماوو په دې آيت کې د «پناه غوښتلو» حکم مستحب بللی او له همدې امله يې د قرآن تلاوت ته «اَعوذُ بِاللَّهِ...» ويل مستحب بللي دي.[7] مقدس اردبیلی (متوفای ۹۹۳ق) چې د لسمې پیړه یو فقیه دی، د ډېرو عالمانو د دې په نه واجبوالي نظر او په حديثونو کې یې د واجب د حکم نه شتون، د دې د مستحبوالي سبب ګڼلی دی.[8] خو بیا هم ځینې عالمانو د فعل امر (استغذ) ظاهر ته په پام د قرآن د تلاوت په وخت د استعاذه واجبه ګڼلی ده.[۹]

د شیخ طوسي [10] (460-385 هـ.ق) او علامه حلي [11] (648-726 هـ.ق) په وینا، شیعه او سني فقهاء په لمانځه کې په لومړي رکعت کې د «اَعوذُ بِاللَّهِ...» ویل (د تکبيرة الاحرام وروسته او له قرائته مخکې) مستحب ګڼلې ده. له اماميه فقهاوو څخه يوازې ابو علي چې د شيخ طوسي زوى دى، د استعاذه ویل واجب ګنلو.[۱۲] او د مالكيانو مشر دا يوازې په نفلي لمانځه كې روا ګڼلى ده.[۱۴] په لمانځه کې دا په ورو غږ سره ویل مستحب ګڼل شوي دي.[14]

د استعاذه ټکي

د پناه غوښتلو لپاره مختلفې جملې ذکر شوې دي؛[۱۵] علامه مجلسي (۱۰۳۷-۱۱۱۰ هـ ق) په هغو کې تر ټولو مشهور یې «اَعوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیمِ» و «أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِیعِ الْعَلِیمِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیم‏» ګڼي.[۱۶] په ځینو روایتونو کې، یو بل عبارت هم د استعاذې لپاره نقل شوی؛ له هغو ځنې دا عبارتونه دي: «أَسْتَعِیذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیم‏»، [۱۷] «أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِیعِ الْعَلِیمِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیمِ‏، وَ أَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ یَحْضُرُونِ‏»[۱۸] او «أعوذ بِالله مِن الشیطان الرجیم إن الله هُوَ الْفَتّٰاحُ الْعَلِیمُ».[19]

که څه هم د استاذه په آیت کې دا جمله ده چې «إِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاستَعِذ بِالله؛ که قرآن لولئ نو د الله تعالی پناه وغواړئ...» خو د دې مطلب یې دا بیان کړی دی چې کله ته غواړې چې قرآن ولولي، نو «اعوذ بالله...» ووایه؛ [۲۰] د دې آیت په شان «إِذا قُمْتُمْ إِلَی الصَّلاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَکُمْ» (کله چې تاسو لمانځه ته ودریږئ نو خپل مخ ومينځي [اودس لپاره]) یعنی کله چې د لمانځه اراده لرئ نو وضو وکړئ.[۲۱]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌عاشور، محمد بن طاهر، التحریر و التنویر، بیروت، مؤسسه التاریخ‏، چاپ اول‏، بی‌تا.
  • اردبیلی، احمد بن محمد، زبدة البیان فی أحکام القرآن، تصحیح: محمدباقر بهبودی، تهران، المکتبة الجعفریة لإحیاء الآثار الجعفریة، چاپ اول، بی‌تا.
  • ‏جعفری، یعقوب، کوثر، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
  • حسینی عاملی، سید جواد، مفتاح الکرامة فی شرح قواعد العلاّمة، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ اول، بی تا.
  • حمیری، عبدالله بن جعفر، قرب الإسناد، مؤسسه آل البیت علیهم السلام، قم، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الإتقان فی علوم القرآن، تحقیق: محمد أبو الفضل إبراهیم، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۳۹۴ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، الدروس الشرعیة فی فقه الإمامیة، دفتر انتشارات اسلامی، قم، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، تصحیح علی خراسانی، علی، سید جواد شهرستانی، مهدی طه نجف، مجتبی عراقی، دفتر انتشارات اسلامی، قم، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • طباطبائی، سید محمدحسین‏، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی‏، چاپ پنجم‏، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: محمدجواد بلاغی‏، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • عبد، فریال زکریا، المیزان فی أحکام تجوید القرآن، قاهره، دارالإیمان، ۲۰۰۵م.
  • علامه حلّی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، مؤسسه آل البیت علیهم السلام، قم، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام أمیر المؤمنین علی(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الطبع و النشر، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • نجفی خمینی، محمدجواد، تفسیر آسان، انتشارات اسلامیة، تهران، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.