د قرآن تلاوت
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د قرآن تِلاوَت، یا د قرآن قَرائَت، د مصحف (لیکلي قرآن) له مخې د قرآن د ایتونو لوستل دي چې خدای تعالی، پېغمبر(ص) او نورو ته د هغې سپارښتنه کړې ده. په حدیثونو کې هم د تلاوت لپاره زیات ثواب بیان شوی دی.
د قرآن تلاوت ځینې اداب او احکام لري. د فقیهانو له نظره د عزائم سورو لوستل یا یوازې د هغو د سجده لرونکو ایتونو لوستل په جُنُب او حایض انسان حرام دي او د دغه ایتونو د لوستلو په وخت سجده واجبه ګڼي. فقیهان د قرآن په قرائت کې د غنا په اړه مختلف نظرونه لري ځینو هغه د غنا د حکم له حراموالي استثناء کړی دی. همداراز په اوداسه کې پاتېدل، قبلې ته مخ کول، معطرېدل او په ایتونو کې تدبر د تلاوت له مستحباتو ګڼل شوې دي. په ځینو وختونو او ځایونو لکه په روژې میاشته او مکې کې د قرآن د تلاوت زیاته سپارښتنه شوې ده.
د زړه ډاډ، له وېرې لرې والی او بصیرت او پوهه، د حافظې پیاوړتیا، خدای ته تقرب او د ایمان زیاتوالی او... د قرآن د تلاوت له اثارو او پایلو ګڼل شوي دي.
تحقیق، تدویر او تحدیر د قرآن د تلاوت له طریقو ګڼل کیږي.
د تلاوت مفهوم او مقام
د قرآن د تلاوت معنا د مصحف له مخې د قرآن لوستل دي.[۱]په معجم المفهرس کې د عبدالباقي په وینا، د «تلاوت» ټکی یوازې یو ځل په قرآن کې راغلی خو مشتقات یې تر ۵۰ ځلو زیات په قرآن کې استعمال شوې دي.[۲]د قرآن د لوستلو لپاره په روایتونو او ایتونو کې ځینې اثار بیان شوې: منجمله د زړه ډاډ، له وحشته لرې والی، بصیرت، د حافظې پیاوړتیا، خدای ته تقرب، او د ایمان زیاتوالی.[۳] همداراز په یو حدیث کې راغلي دي: د مصحف له مخې د قرآن تلاوت د والدینو د ګناهانو د سپکېدو سبب کیږي که څه هم هغوي کافران وي.[۴]
په ځینو اسلامي هیوادونو کې رسمي غونډې او پروګرامونه د قاري په وسیله د قرآن په تلاوت سره پېل کیږي. له اذانه مخکې، د قرآن د قرائت غږ د جوماتونو له لوډسپیکرو خپرېږي. همداراز د قرآن د قرائت غونډې په کورونو کې ترسره کیږي.[۵] په ۱۳۹۹ ل کال کې د ایران د دارالقرآن د سازمان د مشر په وینا، په هغه وخت کې په ایران کې د قرآن د قرائت لس زره غونډې او محفلونه فعال وو.[۶] همداراز د ایران ښوونې او روزنې، د قرآن تعلیم په مختلفو تعلیمي کورسونو کې ځای کړی[۷] او په دې هیواد کې له محصفه د قرآن د لوستلو د ښودلو لپاره مرکزونه جوړ شوې دي.[۸]
د قرآئت او تلاوت فرق
په قرآن کې د قرآن د لوستلو لپاره د قرائت او تلاوت ټکي استعمال شوې دي.[۹] ځینو لغت پېژاندو، د قرائت او تلاوت ټکي هممانا ګڼلې دي[۱۰] ځینې نور بیا په دې باور دي چې د تلاوت ټکی تر قرائته اخص دی؛ په دې معنا چې هر تلاوت قطعا قرائت دی خو هر قرائت ضروري نه ده چې تلاوت وي.د هغوي له نظره، یوازې هغه قرائت تلاوت دی چې د قاري له علم او عمل سره یو ځای وي.[۱۱] له دې امله د ځینو لیکوالانو په وینا، په قرآن کې هر ځای چې یوازې د قرآن د الفاظو د لوستلو مطلب وي د «قرائت» له ټکي استفاده شوې او کله چې د قرآن د الفاظو په لوستلو سربېره، د خلکو لپاره د هغې له لوستلو مطلب په ایتونو کې تدبر یا د قرآن تبلیغ او خپرول او... وي د «تلاوت» له ټکي استفاده کړې ده.[۱۲] په بله بڼه کې به قرائت له یو قید سره یو ځای وي لکه «وَقُرْآنًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَىٰ مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنْزِيلًا» او قرآن مو نازل کړ ټوټه ټوټه چې هغه په خلکو ورو او په وار وار سره ولولې.[۱۳]
همداراز د راغب اصفهاني په وینا قرائت عامه معنا لري خو تلاوت یوازې د اسماني کتابونو لپاره کارول کیږي.[۱۴] البته ابن منظور ویلي چې ځینې د تلاوت استعمال هم عام ګڼي.[۱۵]
د بقرې سورې په ۱۲۱ ایت کې د تلاوت د حق معنا
د بقرې سورې د ۱۲۱ ایت له مخې خدای تعالی د قرآن تلاوت د ځینو مرتبو لرونکی معرفي کړی چې تر ټولو لوړه مرتبه یې « د تلاوت حق» دی.[۱۶]البته د تلاوت د حق په معنا کې مختلف نظرونه موجود دي:[۱۷] ځینې له خضوع او خشوع سره لوستلو او د ایتونو له تغییر او تحریفه په ډډه کولو لوستل ګڼي.[۱۸] ځینو نور بیا د تلاوت حق د جنتي او دوزخي ایتونو د لوستلو په وخت ځنډ کولو ته چې د جنت د غوښتلو او د جهنم له شره د پناه وړلولپاره یې کوي، بللی دی. ځینو بیا د تلاوت حق د په ترتیل یعنې د قرآن د الفاظو په خیال ساتلو سره تلاوت، او په معنو کې یې تدبر او پوهه او پرې عمل کول ګڼلی دی.[۱۹] «ترتیل» د قرآن یو ډول لوستلو ته اشاره ده چې له تدبر او تاني سره یو ځای او د تجویدي قواعدو، وقف او ابتدا په اجرا سره وي او په اجرا سره یې د قرآن حقیقي تلاوت تحقق مومي.[۲۰]
د قرآن د تلاوت فضیلت
«خپل کورونه د قرآن په تلاوت سره روښانه کړئ او هغه په هدیرو مه بدلوئ لکه څنګه چې یهودو او نصاراو وکړل، په خپلو کلیساګانو او عبادتځایونو کې لمونځونه کوي خو خپل کورونه یې همداسې پرېښي دي ځکه چې هر کله په یو کور کې زیات تلاوت کیږي خیر او برکت یې زیاتیږي، او کوروالا ته یې فراخي پېدا کیږي او هغه کور د اسمان والاو ته ځلا لري لکه څنګه چې د اسمان ستوري د ځمکې والاو ته ځلیږي.[۲۱]»
قرآن، پېغمبر او خپل مخاطبان د قرآن لوستلو ته بللي دي.[۲۲]له امام صادق (ع) څخه په دې اړه نقل شوي چې: څوک چې ان په یو نظر د الهي کلام ایتونه ولولي، خدای تعالی ورته د هر لوستونکي توري په بدل کې یوه نیکي لیکي او یوه ګناه یې پاکوي او درجه یې لوړوي او څوک چې په لمانځه کې د قرآن یو ایت ولولي د هر حرف په بدل کې ورته ۱۰۰ نیکۍ ورکوي او ۱۰۰ ګناهونه یې پاکوي او مقام یې ۱۰۰ درجې لوړوي.[۲۳] په نورو حدیثونو کې د هغه چا لپاره چې قرآن ختم کړي یوه مستجابه دعا ټاکل شوې ده.[۲۴] همدراز د ځینو سورو او ایتونو د تلاوت لپاره ځانګړې خواص او فضلیتونه روایت شوې دی.[۲۵] حضرت صادق (ع) له امام علي (ع) نقل کړي چې: هغه کور چې پکې د قرآن تلاوت کیږي. برکت یې زیاتیږي او ملایکې پکې حاضرې او شېطانان ترې لرې کیږي.[۲۶] کلیني د قرآن د تلاوت په فضیلت پورې اړوند حدیثونه په یو جدا باب کې راغونډ کړې دي.[۲۷]
په خاصو وختونو او ځایونو کې د قرآن د تلاوت سپارښتنه
د معصومانو د روایتونو له مخې، د قرآن تلاوت په خاصو وختونو او ځایونو کې ځانګړی ثواب لري. امام سجاد (ع) د ورځې په سر کې د تلاوت سپارښتنه کړې ده.[۲۹] همداراز د یو حدیث له مخې، د روژې په میاشته کې د قرآن د یو ایت تلاوت په نورو میاشتو کې د ټول قرآن له تلاوت سره برابر دی.[۳۰] له امام صادق نقل شوي چې هر څوک په مکه کې قرآن ختم کړي، نه مړ کیږي کیږي مګر دا چې د خدای رسول (ص) او په جنت کې یې خپل ځای وویني.[۳۱]
د قرآن د تلاوت فقهي حکم
آیا د قرآن روزانه تلاوت واجب دی؟
په لمانځه او له لمانځه بهر د قرآن د تلاوت د حکم په اړه مختلف نظرونه وړاندې شوې دي:
- ځینو د مزمل سورې په ۲۰ ایت کې د «فأقروا ما تیسّر منه» له کلماتو د قرآن د قرائت د واجبوالي اخستون کړی دی.[۳۲] خو په دې کې چې دغه وجوب روزانه په څومره تلاوت سره تحقق مومي مختلف نظرونه موجود دي.[۳۳] ځینې هره ورځ د قرآن د ۵۰ ایتونو لوستل ( له هغه څه پرته چې په لمانځه کې لوستل کیږي) واجب ګڼي.[۳۴] البته د فاضل مقداد په وینا، د ځینو له نظره دغه وجوب له کفایي واجباتو دی.[۳۵]
- ځینې د قرآن تلاوت یوازې په لمانځه کې واجب ګڼي. هغوي د دې اعتراض په ځواب کې چې څنګه ممکنه ده چې په مستحب لمونځ کې یو واجب جز (د قرآن قرائت) راشي؛ ویلي چې دا بیان له هغو معاملاتو دی چې انسان یې په کولو کې اختیار لري خو کله چې معامله منعقده شي د معاملې له مفادو پېروي کول پرې واجبیږي.[۳۶] ځینې فقیهان لکه خویی،[۳۷] فاضل مقداد[۳۸] او علامه حلّی[۳۹] په دې باور دي چې د ایتونو او روایتونو له مخې یوازې په ورځینو لمونځونو کې د قرآن قرائت واجب دی. خو د جواهر الکلام کتاب لیکوال محمد حسن نجفي باوري، په لمانځه کې د قرآن د قرائت وجوب له سنتو او روایاتو استنباط کیږي نه له دغه ایته.[۴۰] د قران د تلاوت د اندازې په اړه حدیثونه د «بَابٌ فِی کَمْ یُقْرَأُ الْقُرْآنُ وَ یُخْتَمُ» په نوم باب کې راغونډ شوې دي.[ ۴۱]
د تلاوت د سجدې واجبوالی
اصلي مقاله: عزائم
د شیعه فقیهانو له نظره، د قرآن ځینې ایتونه واجبه سجده لري یعنې د هغو په تلاوت سره انسان باید سجده وکړي. دا ایتونه دا دي د سجدې سورې ۱۵ ایت د فصلت ۳۷ د نجم ۶۲ او د علق سورې ۱۹ ایت.[۴۲] همداراز د صاحب جواهر په وینا یوولس نور ایتونه مستحبې سجدې لري.[۴۳]
پر جنب او حایض د عزائم د قرآئت حراموالی
د شیعه فقیهانو له نظره، د عزائم سورو تلاوت پر جُنُب[۴۴] او حائض[۴۵] حرام دی. فقیهان په دې اړه چې ایا یوازې د سجده لرونکو ایتونو لوستل حرام دي که نه د ټولې سورې لوستل دغه حکم لري، د نظر اختلاف لري.[۴۶] د علامه حلي په وینا حتی د دغه سورو د یو ټکي لوستل هم په هغوي حرام دي.[۴۷]
د قرآن د حرمت او عزت د ساتلو واجبوالی
د فقیهانو په نظر، د قرآن د حرمت ساتنه واجبه او بې حرمتي یې حرامه ده. ځینې کارونه لکه د قرآن داسې لوستل چې له شان سره یې نه ښایي یا له موسیقۍ سره د قرآن لوستل د قرآن بې عزتي شمېرل شوې ده.[۴۷] همداراز په دیني متونو کې د حمام او تشناب په شان ځایونو کې د قرآن له لوستلو نهي شوې ده.[۴۹]
په تلاوت کې د تَغَنّی حکم
شیعه فقیهان په غَنا سره د قرآن په تلاوت کې د نظر اختلاف لري.[۵۰] ویل شوي چې اکثره یې غنا یو لهوي غږ او په کلي توګه حرامه ګڼي او د قرآن تلاوت هم له دې نه مستثني کوي. دا نظر د ابنادریس، فخرالمحققین، احمد بن محمد اردبیلی، سید جواد عاملی، ملا احمد نراقی او شیخ انصاري په شان فقیهانو ګڼل شوی دی.[۵۱] همداراز په غنا سره د قرآن د تلاوت جواز د کلینی، شیخ طوسی، سید عبدالاعلی سبزواری، ملا احمد نراقی په مستند الشیعه کې او محمدهادی تهرانی په شان فقیهانو بلل شوی دی چې غنا په کلي توګه حرامه نه ګني او هغه په داسې بڼه کې حرامه ګڼي چې له بل حرام سره ملازمه او یوځای وي.[۵۲] د هغو کسانو چې په تلاوت کې تغني جایزه ګڼي یو مستند د «مَن لَم یَتَغَنَّ بالقُرآن فلیسَ مِنّا؛ هر چا چې قرآن په غنا سره ونه لوسته له مونږ څخه نه دی»روایت دی.[۵۳] البته د تغني د جواز مخالفان دا روایت په دې توګه «من لم یستغن بالقرآن فلیس منا؛ هرڅوک چې ځان له قرآنه بې نیازه وګڼي له مونږ نه دی» معنا کړی دی.[۵۴]
د قرآن د تلاوت اداب
د قرآن د ایتونو او د معصومانو د روایتونو له مخې، د قرآن تلاوت ځینې اداب لري. اودس کول، مخ په قبله کېدل، په الهي ایتونو کې تفکر او تدبر [۵۵] چوپتیا او هغو ایتونو ته چې د قرآن قاري یې لولي غوږ کېښودل،[۵۶] اغوذ بالله ویل،[۵۷] د قرآن د ځینو ایتونو د تلاوت په وخت د ځینو ذکرونو ویل او د قرآن د پېل او پای د دعا لوستل د تلاوت له مستحباتو ګڼل شوې دي.[۵۸] همداراز اخلاص، له ریا ډډه کول، خشوع [۵۹] او د هغو ایتونو په مفاد عمل چې لوستل کیږي[۶۰] له هغو ادابو دي چې په روایتونو کې یې سپارښتنه شوې ده.[۶۱]
د پېغمبر (ص) په سپارښتنه قرآن باید په حزن اوغم سره ولوستل شي چې د انسان په روح او زړه زیات اثر وشیندي.[۶۲] همداراز سپارښتنه شوې هغه الحان چې د قرآن په لوستلو کې ترې استفاده کیږي له عرب الحانو وي او د قرآن د لوستلو لپاره له غیر عربو الحانو (لهجو) استفاده ونه شي.[۶۳]
د پېغمبر(ص) د قرائت طریقه
له امام باقر (ع) نقل شوي چې پېغمبر (ص) د قرآن په تلاوت کې ډېر ښکلی غږ درلود.[۶۴] هغه قرآن په تاني او ورو ورو تلاوتوه په دې ډول چې ام سلمه ویلي چې پېغمبر (ص) په واضح ډول او ټکی په ټکی او ایت په ایت قرآن لوسته، داسې چې د ایتونو حروف یې شمېرل کېدی شول.[۶۵] امام علي (ع) د پېغمبر (ص) د قرآن د تلاوت روده، بې له ترجیعه، د حروفو له راښکلو او ترتیل سره یوځای معرفي کړی دی.[۶۶]
د مصحف له مخې د قرآن لوستل ښه دي که له حفظه؟
د ځینو روایتونو له مخې، د مصحف له مخې د ایتونو لوستل د حفظ له مخې تر لوستلو زیات فضیلت لري؛ امام صادق (ع) د دغه بیان سبب د قرآن په متن د سترګو د نظر کولو د استفادې له امله بللی دی.[۶۷] اهل سنت مفسر زرکشي، د اړوندو ایتونو په جاج او کره کتنې سره، باوري دی چې په دې اړه معیار، د تلاوت په وخت د انسان تدبر او زیاته استفاده او د زړه حضور دی؛ نو که انسان د حفظ په وخت زیاته ګټه پورته کوي، د حفظ له مخې لوستل به یې زیات فضیلت لري او که نه وي د مصحف له مخې تلاوت غوره دی.[۶۸]
د قرآن د تلاوت رودې
د قرآن د علومو عالمانو د قرآن د تلاوت مختلفې رودې په خپلو کتابونو کې بیان کړې دي، دغه تقسیمات زیاتره د ایتونو د تلاوت په وخت د قاري په تیزوالي او ورو والي پورې اړه لري:
- تحدیر: د قرآن تیز لوستلو او د قواعدو تخفیف لکه د مدونو په قصر سره لوستلو، او د متحرکو حروفو ساکنولو، په دې ډول چې د ترتیل له حده ونه وځي، ته ویل کیږي.[۶۹] کله چې قاري په کم وخت کې د قرآن د ختمولو او د زیاتو ایتونو د لوستلو اراده لري له دغه ډول قرائته استفاده کوي.[۷۰]
- تدویر: د ایتونو لوستل په تاني او سکون سره په دې ډول چې د ایتونو په معنو کې له تدبر او د تجوید د ټولو قواعدو له خیال ساتلو سره یو ځای تلاوت وکړی شي.[۷۱] دغه ډول لوستل د سرعت او ګړندوالي له نظره د تحقیق او حدر په مینځ کې راځي په دغه ډول قرائت کې هغه کسان چې په مد منفصل قایل دی، هغه ته مد ورکوي خو هغه د طول حد ته (له دوو تر پینځو حرکتونو) نه رسوي. د قرآن دغه ډول قرائت په عامو خلکو کې په «ترتیل» مشهور دی.[۷۲] په کتاب پژوهشی در علم تجوید، کې د علامي په وینا، دغه ډول لوستل د قرائت د ډېرو تېرو مخکښانو طریقه پاتې شوې ده.[۷۳]
- تحقیق: د هر حرف د حق ادا کول، لکه د مدنو اشباع، د همزه ګانو تحقیق، د حرکاتو بشپړه او کامله راوستل، د حروفو غنّه ګانو او...پوره څرګندونه ده. دغه تلاوت د چټکتیا له نظره تر ټولو غړند تلاوت دی. د وخت په تېرېدو سره دغه ډول لوستل په « مجلسي تلاوت» مشهور شوی دی.[۷۴] په دې تلاوت کې چې په تَنْغیمی تلاوت هم پېژندل کیږي، پر مخاطب د زیات اثر او د ایتونو د مفاهمو د القاء کولو لپاره د موسیقۍ له نغماتو او الحانه هم استفاده کیږي.[۷۵]