د امام علي(ع) بې ټکي خطبه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د امام علي(ع) بې ټکي خطبه د امام علي یوه وینا ده چې پکې له ټکي لرونکو تورو استفاده نه ده شوې. دا خطبه د پېغمبر د اصحابو په یو ټول کې چې په کلام کې یې د حروفو د رول په اړه خبرې کولې ورکړی شوې ده.

د خطبې متن په نهج السعاده او په ټولې نهج البلاغې کې نقل شوی دی.د خدای ستاینه، د هغه د ځینو نعمتونو بیان، د اهل بیتو (ع) مقام او د پېغمبر (ص) د سنتو پېروي هغه بحثونه دي چې په دې خطبې کې راغلي دي. دو شاهکار علوي کتاب د دغه خطبې او د امام علي د بې الفه خطبې په شرحې کې لیکل شوی دی.

ځینو سرچینو د امام علي د بې ټکي خطبې په نوم یوه بله خطبه هم د هغه حضرت بللې ده چې د لومړۍ خطبې په پرتله یې اعتبار کم دی.

د ورکولو ځای

بې ټکي خطبه، د امام علي (ع) خطبه ده چې پکې له ټکي لرونکو تورو استفاده نه ده شوې. د یو روایت له مخې چې د امام رضا د مناقبو له کتابه نقل شوی، د خطبې د بیان کیسه داسې ده چې د پېغمبر (ص) ځینو اصحابو په کلام کې د تورو د رول په اړه خبرې کولې هغوي «الف» تر ټولو زیات استعمالیدونکی ټکی ګاڼه په دې وخت کې امام علي (ع) بې الفه او بې ټکي خطبه [یادداشت ۱] په عربۍ ژبه ورکړه.[۱] د خطبو فی البداهه ورکول، په قرآن یې مستندوالی او فصاحت او بلاغت یې ستایل شوی دی.[۲]

مینځ پانګه

خطبه د خدای په حمد و ثنا او د هغه د ځینو نعمتونو په شمېرلو سره پېل شوې. بیا د پېغمبر (ص) او اهل بیتو مقام ته په اشارې سره، د پېغمبر (ص) د سنتو د پېروۍ او د هغوي د اوامرو د ترسره کولو سپارښتنه کوي. همداراز پکې، د څو موعظو د بیان په ترڅ کې، د سلامتیا، له ګناه د ډډه کولو، د اسلام د اوامرو د منلو، د دعا د قبلېدو او د حاضرو کسانو د نېکمرغۍ دعا شوې ده.[۳]

سرچینه

محمدباقر محمودي د خطبې متن په نهج السعادة فی مستدرک نهج البلاغة کتاب کې راوړی.[۴] لکه څنګه یې چې په خپله ویلي، دا خطبه یې د عبدالقادر شهرزوري موصلي (وفات اتمه پېړۍ) د لیکلي کتاب مجموعةٌ اَدبیَّه څخه نقل کړی دی.[۵] خو سید رضي په نهج البلاغه کې هغه نه ده نقل کړې. سره له دې دا خطبه په ټول نهج البلاغه کتاب کې نقل شوې ده.[۶]

همداراز د دو شاهکار علوي د کتاب د لیکوال احساني فر په وینا په مناقب، الصراط المستقیم، منهاج البراعه، بحار الانوار او نهج‌الایمان کې هم د بې ټکي خطبې عنوان یا یې یوه برخه ذکر شوې ده.[۷]

د بې ټکي خطبې متن او ژباړه

د امام علي(ع) بې ټکي خطبې متن او ژباړه

متن ژباړه
اَلْحَمْدُ للَّـهِ أَهْلِ الْحَمْدِ وَ مَأْوَاهُ، وَ لَهُ أَوْكَدُ الْحَمْدِ وَ أَحْلَاهُ، وَ أسعَدُ الْحَمْدِ وَ أَسْرَاهُ، وَ أَطْهَرُ الْحَمْدِ وَ أَسْمَاهُ، وَ أَکْرَمُ الْحَمْدِ وَ أَوْلَاهُ. الْوَاحِدِ الأَحَدِ الصَّمَدِ، لاوَالِدَ لَهُ وَ لاوَلَدَ.

سَلَّطَ الْمُلُوكَ وَ أَعْدَاهَا، وَ أَهْلَكَ الْعُدَاةَ وَ أَدْحَاهَا. وَ أَوْصَلَ الْمَكَارِمَ وَ أَسْرَاهَا. وَ سَمَكَ السَّمَاءَ وَ عَلَّاهَا، وَ سَطَحَ الْمِهَادَ وَ طَحَاهَا، وَ وَطَّدَهَا وَ دَحَاهَا، وَ مَدَّهَا وَ سَوَّاهَا، وَ مَهَّدَهَا وَ وَطَّاهَا، وَ أَعْطَاكُمْ مَاءَهَا وَ مَرْعَاهَا، وَ أَحْكَمَ عَدَّ الأُمَمِ وَ أَحْصَاهَا، وَ عَدَّلَ الأَعْلَامَ وَ أَرْسَاهَا.


اَلإلَهُ الأَوَّلُ لامُعَادِلَ لَهُ، وَ لارَادَّ لِحُکْمِهِ. لاإِلهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ السَّلامُ، الْمُصَوِّرُ الْعَلّامُ، الْحَاكِمُ الْوَدُودُ، الْمُطَهِّرُ الطَّاهِرُ، الْمَحْمُودُ أَمْرُهُ، الْمَعْمُورُ حَرَمُهُ، الْمَأْمُولُ كَرَمُهُ.


عَلَّمَكُمْ كَلَامَهُ، وَ أَرَاكُمْ أَعْلَامَهُ، وَ حَصَّلَ لَكُمْ أَحْكَامَهُ، وَ حَلَّلَ حَلَالَهُ، وَ حَرَّمَ حَرَامَهُ.


وَ حَمَّلَ مُحَمَّداً الرِّسَالَة َ، رَسُولَهُ الْمُكَرَّمَ، الْمُسَوَّدَ الْمُسَدَّدَ، الطّـُهْرَ الْمُطَهَّرَ. أَسْعَدَ اللَّـهُ الأُمَّةَ لِعُلُوِّ مَحَلِّهِ، وَ سُمُوِّ سُؤْدَدِهِ، وَ سَدَادِ أَمْرِهِ، وَ كَمَالِ مُرَادِهِ. أَطْهَرُ وُلْدِ آدَمَ مَوْلُوداً، وَ أَسْطَعُهُمْ سُعُوداً، وَ أَطْوَلُهُمْ عَمُوداً، وَ أَرْوَاهُمْ عُوداً، وَ أَصَحُّهُمْ عُهُوداً، وَ أَکْرَمُهُمْ مُرْداً وَ كُهُولاً.


صَلاةُ اللَّـهِ لَهُ وَ لِآلِهِ الأَطْهَارِ، مُسَلَّمَةً وَ مُكَرَّرَةً مَعْدُودَةً، وَ لِآلِ وُدِّهِمُ الْكِرَامِ مُحَصَّلَةً مْرَدَّدَةً، مَا دَامَ لِلسَّمَاءِ أَمْرٌ مَرْسُومٌ، وَ حَدُّ مَعْلُومٌ.


أَرْسَلَهُ رَحْمَةً لَكُمْ، وَ طَهَارَةً لأَعْمَالِكُمْ، وَ هُدُوءَ دَارِكُمْ، وَ دُحُورَ عَارِكُمْ، وَ صَلَاحَ أَحْوَالِكُمْ، وَ طَاعَةً للَّـهِ وَ رُسُلِهِ، وَ عِصْمَةً لَكُمْ وَ رَحْمَةً.


إِسْمَعُوا لَهُ، وَ رَاعُوا أَمْرَهُ، وَ حَلِّلُوا مَا حَلَّلَ، وَ حَرِّمُوا مَا حَرَّمَ.


وَ اعْمَدُوا - رَحِمَكُمُ اللَّـهُ - لِدَوَامِ الْعَمَلِ، وَ ادْحَرُوا الْحِرْصَ وَ اعْدِمُوا الْكَسَلَ. وَ ادْرُوا السَّلَامَةَ، وَ حِرَاسَةَ الْمُلْكِ وَ رَوْعَهَا، وَ هَلَعَ الصّدُورِ وَ حُلُولَ كَلِّهَا وَ هَمِّهَا.


هَلَكَ - وَ اللَّـهِ - أَهْلُ الإِصْرَارِ، وَ مَا وَلَدَ وَالِدٌ لِلإِسْرَارِ. كَمْ مُؤَمِّلٍ أَمَّلَ مَا أَهْلَكَهُ! وَ كَمْ مَالٍ وَ سِلَاحٍ أُعِدَّ صَارَ لِلأَعْدَاءِ عَدّ ُهُ وَ عَمَدُهُ!


اَللَّـهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ وَ دَوَامُهُ، وَ الْمُلْكُ وَ كَمَالُهُ. لاإِلهَ إِلَّا هُوَ، وَسِعَ كُلَّ حِلْمٍ حِلْمُهُ، وَ سَدَّدَ كُلَّ حُکْمٍ حُکْمُهُ، وَ حَدَرَ كُلَّ عِلْمٍ عِلْمُهُ.


عَصَمَكُمْ وَ لَوَّاكُمْ، وَ دَوَامَ السَّلَامَةِ أَوْلَاكُمْ، وَ لِلطَّاعَةِ سَدَّدَكُمْ، وَ لِلإِسْلَامِ هَدَاكُمْ، وَ رَحِمَكُمْ وَ سَمِعَ دُعَاءَكُمْ، وَ طَهَّرَ أَعْمَالَكُمْ، وَ أَصْلَحَ أَحْوَالَكُمْ.


وَ أَسْأَلُهُ لَكُمْ دَوَامَ السَّلَامَةِ، وَ كَمَالَ السَّعَادَةِ، وَ الآلَاءَ الدَّارَّةِ، وَ الأَحْوَالَ السَّارَّةِ؛ وَ الْحَمْدُ للَّـهِ وَحْدَهُ.[۱]


ستاینه یوازې هغه خدای لره ده د چې د ثنا او د هغې د لایق مقام وړ دی. هغه لره دي ښې ستاینې او تر ټولو خوږې یې، او تر ټولو نیکمرغه ستاینې او تر ټویو شریفې یې، او ترټولو پاکې ستاینې او تر ټولو لوړې یې، او تر ټولو ممتازې ستاینې او تر ټولو وړ یې. یوازینی او یو او بې نیازه دی چې نه پلار لري و نه بچی.

اواکمن یې کړل پاچاهان ( په خپل حکمت سره په خلکو) او یرغل ته یې اړ کړل. او هلاک یې کړل ظالمان او لرې یې وغورځول. او (مخلوقاتو) ته یې کرامتونه ورسول او شرافت یې ورکړ. اسمان یې لوړ کړ او هسک یې وګرځاوه. ځمکه یې وغوړوله او ویړه یې کړه او پیاوړې او فراخه یې کړه، او هغه یې وغځوله او هواره یې کړه او ( د ژوند لپاره یې) تیاره او برابره کړه، او تاسو ته یې درکړې د هغې اوبه او ارتعاش، او د قامونو شمېر یې (په هغه کې د اوسېدو لپاره) سم (او په حکمت سره) وټاکه او پر یو یو یې ولکه وموندله، او د (هدایت) لوړې نښې یې وټاکلې او هغه یې اوچتې او ټینګې کړې.


لومړی معبود چې نه سیال لري او نه یې څوک د حکم مخه نیولی شي. بې له هغه بل خدای نیشته، پاچا دی او سلام (د سلامتیا سبب) او هوښیار انځورګر، مهربان چارواک، پاک او سپېڅلی دی. فرمان یې ستایلی او حریم یې اباد دی او ښندنه یې د هیلې وړ.


کلام یې (قرآن) تاسو ته درزده کړه او خپلې نښې یې دروښودلې، او خپلو احکامو ته یې ستاسو لاسرسی پېدا کړ. هغه څه چې روا وو حلال کړل او څه چې ناروا وو حرام یې کړل.


د رسالت پېټی یې د حضرت محمد (صلی الله علیه و آل) په اوږه کېښود، هماغه ګران رسول چې ورته سروري او (په وینا اوعمل کې) سموالی ورکړل شوی، پاک او سپېڅلی دی. خدای، دې امت ته د مقام د لوړاوي، د شرف د اوچتوالي او د دین د پیاوړتیا او د ارمان د بشپړولي په وجه نیکمرغي ورکړه. هغه د زوکړې په وخت په انسانانو کې تر ټولو سوتره کس او د خوشبختۍ او نېکمرغۍ تر ټولو ځلانده ستوری دی. هغه په هغوي کې تر ټولو لوړ، او (په نسل) او څانګو کې تر ټولو ښایسته او تر ټولو سم تړونی، او په هلکوانۍ او لویوالي کې تر ټولو کریم انسان دی.


د خدای درود دې وي پر هغه او پر پاکې کورنۍ یې، خالص او پرله پسې او بیا بیا درود، ( دهغوي او) د هغوي د مینه ناکې او بزرګوارې کورنۍ لپاره، یو تل پاتی اوه مېشنی درود، تر هغه وخت چې د اسمان لپاره امر لیکلی او اندازه ټاکلې ده.


هغه یې ولېږه چې تاسو ته رحمت وي او ستاسو د عملونو د پاکۍ تومنه او ستاسو د سرای (ژوند) ارامښت او ستاسو د کارونو د شرموونکو ټکیو لرې کوونکی، او ستاسو د حال اصلاح کوونکی او له خدای او رسول څخه یې ستاسو د اطاعت سبب او ستاسو د خوندیتوب او رحمت لامل وي.


د هغه خبره واروئ، او امر یې ومنئ؛ څه چې یې حلال وګڼل حلال یې وګڼئ او څه چې یې حرام وګڼل حرام یې و شمېرئ.


خدای دې درباندې ورحمیږي! پرله پسې هڅه کوئ او له ځانه حرص لرې او سستي ایسته کړئ. او وپېژنئ د سلامتیا دود، د حاکمیت ساتنه او پالنه، او هغه څه چې د سینو د اندیښنو سبب کیږي او سینو ته د پریشانیو د مخه کولو سبب ګرځي.


په خدای قسم، هلاک شول هغه چې د حرص لرونکي او په (په دنیاوي غوښتنو) ټینګارکوونکي دي، او هیڅ پلار، هیڅ یو زوی رانه وړ چې وکړی شي پټ یې وساتي(یعنې هغه شان چې هیڅوک د خپل کار پایلې نه شي پټولی) ډېر دي داسې ارمانجن چې د داسې څیزونو په ارمان وو چې د هلاکت او تباهۍ سبب یې دي! او څومره ډېر دي داسې مالونه او وسلې چې انسانانو (د ځان لپاره) تیار کړي، خو شمېرنه یې (د هغه پاتې مال) او د (د هغه پاتو وسلو) ځواک او ګوزار ( د انسان له مرګه وروسته) د هغه د دښمنانو په نصیب کیږي!


ای خدایه، همېشنۍ ستاینه تا لره ده او کامله پاچاهي ستا ده، ته هغه خدای یې چې له تا پرته بل خدای نیشته، تر بل هر حلیمه زیات حلیم، او د هغه حکم دی چې هر یو حکم یې پیاوړی او راست کړی دی، او د هغه علم دی چې هر بل علم یې راټیټ کړی (تر خپلې ټولګې لاندې) راوستی دی.


خدای دې تاسو له خطاکارۍ وساتي او له ګناهانو مو وغړوي او همېشنۍ سلامتیا دې درولوروي، او تاسو دې د خپل طاعت په لاره کې ټينګ او رښتیني وګرځوي، او د اسلام د اوامرو د اطاعت په لور مو هدایت کړی، او خپل رحمت درباندې نازل کړي، او دعاګانې مو واوري (او قبولې کړي) او عملونه مو پاکیزه کړي او حالونه مو ښه کړي.


او (بیا) له هغه غواړم چې ستاسو (د دین او دنیا) سلامتي تل پاتې کړي، او ستاسو نېکمرغي کمال ته ورسوي، او خپل نعمتونه پر تاسو پرله پسې پېرزوي کړي، او ستاسو حالات (په ژوند کې) د خوښۍ سبب وګرځوي. او ستاینه یوازې له خدای سره ښایي.[۲]

بله خطبه

دو شاهکار علوي کتاب

د نهج السعادة فی مستدرک نهج البلاغة کتاب د لیکوال محمد باقر محمودي په وینا، په ځینو متاخرو سرچینو کې، امام علي (ع) ته د یوې بلې بې ټکي خطبې نسبت ورکړل شوی چې ملا فتح الله کاشاني هغه د نهج البلاغې د ژباړې په اخر کې راوړې ده.[۱۰] محمود د دغه خطبې متن په نهج السعاده کې نه دی نقل کړی او سبب یې د دغه نقل یا د صادرېدو د اثبات لپاره د باور وړ سرچینې نه لرل ګڼلی دی.[۱۱] دا خطبه د «اَلْحَمْدُللَّهِ الْمَلِکِ الَْمحْمُودِ الْمالِکِ الْوَدُودِ...» په عبارت سره پېل کیږي.[۱۲] د احسانی‌فر په وینا ، ملافتح الله کاشاني دا خطبه د نهج البلاغې په ژباړه کې نه ده راوړې. دا خطبه د بني هاشمو د یو کس د واده د مرکې په دستورو کې ورکړل شوې او نورو هغه د هغه په کتاب ورزیاته کړې ده.[۱۳]

یوازینې لیکنه

کتاب «دو شاهکار علوی» لیک د محمد احسانی‌فر لنگرودي د بې ټکي او بې الفه خطبې په شرحه کې په فارسۍ لیکل شوی دی. د دغه کتاب خلاصه د «یک کتاب در یک مقاله (دو شاهکار علوی) پژوهشی درباره خطبه‌های «بی‌الف» و «بی‌نقطه» امیرالمؤمنین» په نامه یوې مقالې کې خپره شوې ده.[۱۴]

اړونده لټونونه

فوټ نوټ

  1. محمودی، نهج السعادة، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۱۰۹-۱۱۱؛ موسوی، تمام نهج البلاغة، ۱۳۷۶ش، ص۳۳۵-۳۳۶.
  2. احسانی‌فر، دوشاهکار علوی، بی‌تا، ص۴۵-۴۹.

سرچينې

  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل‌ابی‌طالب علیهم‌السلام، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • احسانی‌فر لنگرودی، محمد، «یک کتاب در یک مقاله (دو شاهکار علوی) پژوهشی درباره خطبه‌های بی‌الف و بی‌نقطه امیرالمؤمنین»، علوم حدیث، شماره ۲۹، پاییز ۱۳۸۲ش.
  • احسانی‌فر لنگرودی، محمد، دوشاهکار علوی، بی‌جا، بی‌تا.
  • حکیمی، محمدرضا، سلونی قبل ان تفقدونی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، بی‌تا.
  • محمودی، محمدباقر، نهج السعادة فی مستدرک نهج البلاغة، تصحیح عزیز آل‌طالب، تهران، انتشارات وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
  • موسوی، سید صادق، تمام نهج‌البلاغه، تصحیح عساف محمد و فرید سید، مشهد، مؤسسة الامام صاحب الزمان(عج)، ۱۳۷۶ش.