د امام علي(ع) بې الفه خطبه

د wikishia لخوا
دا لیکنه د امام علي(ع) د بې الفه خطبې په اړه ده. د بې ټکي خطبې په اړه د پوهیدو لپاره، د امام علي(ع) د بې ټکي خطبې وګورئ.

د امام علي(ع) بې الفه خطبه یا مُونِقَه خطبه، د امام علي(ع) یوه وینا ده چې پکې الف توری نه دی کارول شوی. دا خطبه د پېغمبر(ص) د اصحابو په ټول کې چې پکې د تورو (حروفو) د رول په اړه خبرې کېدې په فی البداهه شکل امام علي ورکړه.

د خطبې متن په بحارالانوار او منهاج‌البراعه کتابونو کې په ځينو اختلافاتو سره نقل شوی دی. د خدای ستاینه، د پېغمبر(ص) د ځینو فضایلو او د هغه د بعثت د اهدافو ذکر، تقوا او د آخرت د سفر د پړاوونو مجسمول، په دې خطبې کې راغلي بحثونه دي.

«دو شاهکار علوي» کتاب د دغه خطبې او د امام علي د بې ټکي خطبې په شرحه کې لیکل شوی دی.

د خطبې د ورکولو زمینه

د بې ټکي خطبې او بې الفه خطبې په شرحه کې دو شاهکار علوي کتاب

بې الفه خطبه، د الف له توري له استفادې پرته د امام علي(ع) وینا ده چې په مناقب کتاب کې د امام رضا(ع) د روایت له مخې، حضرت علي(ع) د پېغمبر (ص) په اصحابو کې چې په کلام کې یې د تورو د رول په اړه خبرې کولې، دا خطبه ورکړه. هغوي الف تر ټولو زیات استعمالیدونکی توری ګاڼه. په دې وخت کې امام علي بې الفه خطبه او بیا یې بې ټکي خطبه په عربۍ ژبه ورکړه.[۱] د خطبو فی البداهه ویل کېدل، په قرآن یې استنادوالی، او فصاحت او بلاغت یې ستایل شوی دی.[۲]

مینځ پانګه

بې الفه خطبه په الهي حمد سره پېل کیږي او د پېغبمر(ص) د ځینو فضایلو او د بعثت د اهدافو په ذکر سره دوام مومي او بیا پکې له تقوا او د آخرت د سفر مرحلې مجسمیدل خبرې کوي. دا خطبه په استغفار سره پای ته رسیږي.[۳]

سند

بې الفه خطبه په ځینو کتابونو لکه شرح نهج البلاغه ابن ابي الحدید،[۴] اعلام الدین في صفات المؤمنین،[۵] مصباح کَفعَمی،[۶] بحارالانوار[۷] او منهاج البراعة[۸] کي نقل شوې ده. په بحار الانوار کې موجوده خطبه له هغه خطبې سره چې په مصباح کفعمي کې راغلې فرق لري او مجلسي یې ځینې فرقونه بیان کړې دي.[۹] سید رضي دا خطبه په نهج البلاغې کې نه ده ذکر کړې.

ځانګره لیکنه

د محمد احساني‌فر لنگرودي کتاب «دو شاهکار علوی» د بې ټکي او بې الفه خطبې په شرحه کې دی او په فارسۍ ژبه لیکل شوی دی. د دغه کتاب لنډیز په یوې مقالې کې د «یک کتاب در یک مقاله (دو شاهکار علوی) پژوهشی درباره خطبه‌های «بی‌الف» و «بی‌نقطه» امیرالمؤمنین» په نوم خپور شوی دی.[۱۰]

متن او ترجمه

بې الفه خطبه
متن (د بحار الانوار کتاب په اساس) ژباړه
حَمِدْتُ مَنْ عَظُمَتْ مِنَّتُهُ وَ سَبَغَتْ نِعْمَتُهُ وَ تَمَّتْ كَلِمَتُهُ وَ نـَفـَذَتْ مَشِیتُهُ وَ بَلَغَتْ حُجَّتُهُ وَ عَدَلـَتْ قَضِیتُهُ وَ سَبَقَتْ غَضَبَهُ رَحْمَتُهُ.

حَمِدْتُهُ حَمْدَ مُقِرٍّ بِرُبُوبِیتِهِ مُتَخَضِّعٍ لِعُبُودِیتِهِ مُتَنَصِّلٍ مِنْ خَطِیئَتِهِ مُعْتَرِفٍ بِتَوْحِیدِهِ مُسْتَعِیذٍ مِنْ وَعِیدِهِ مُؤَمِّلٍ مِنْ رَبِّهِ مَغْفِرَةً تُنْجِیهِ یوْمَ یشْغَلُ كُلٌّ عَنْ فَصِیلَتِهِ وَ بَنِیهِ.


وَ نَسْتَعِینُهُ وَ نَسْتَرْشِدُهُ وَ نُؤْمِنُ بِهِ وَ نَتَوَكَّلُ عَلَیهِ.


وَ شَهـِدْتُ لَهُ شُهُودَ عَبْدٍ مُخْلِصٍ مُوقِنٍ وَ فَرَّدْتُهُ تَفْرِیدَ مُؤْمِنٍ مُتَیقـِّنٍ وَ وَحَّدْتُهُ تَوْحِیدَ عَبْدٍ مُذعِنٍ.


لَیسَ لَهُ شَرِیکٌ فِی مُلْكِهِ وَ لَمْ یكُنْ لَهُ وَلِی ٌ فِی صُنْعِهِ.


جَلَّ عَنْ مُشِیرٍ وَ وَزِیرٍ [وَ تَنَزَّهَ عَن مِثل ٍ] وَ عَوْنٍ وَ مُعِینٍ وَ نَظِیرٍ.


عَلِمَ فَسَتَرَ وَ بَطَنَ فَخَبَرَ وَ مَلَكَ فَقَهَرَ وَ عُصِی فَغَفَرَ وَ عُبِدَ فَشَكَرَ وَ حَكَمَ فَعَدَلَ وَ تَكَرَّمَ وَ تَفَضَّلَ لَنْ یزُولَ وَ لَمْ یزَلْ، لَیسَ كَمِثْلِهِ شَیءٌ وَ هُوَ قَبْلَ كُلِّ شَیءٍ وَ بَعْدَ كُلِّ شَیءٍ.


رَبّ ٌ مُتَفَرِّدٌ بِعِزَّتِهِ مُتَمَكِّنٌ بقوَّتِهِ مُتَقَدِّسٌ بعُلُوِّهِ مُتَكَبِّرٌ بسُمُوِّهِ، لَیسَ یدْرِكُهُ بَصَرٌ وَ لَمْ یحِطْ بِهِ نَظَرٌ، قَوِی مَنِیعٌ بَصِیرٌ سَمِیعٌ [عَلِی ٌ حَکیمٌ] رَؤوفٌ رَحِیمٌ [عزیزٌ علیمٌ]، عَجَزَ عَنْ وَصْفِهِ مَنْ وَصَفَهُ وَ ضَلَّ عَنْ نَعْتِهِ مَنْ عَرَّفـَهُ.


قَرُبَ فَبَعُدَ وَ بَعُدَ فَقَرُبَ یجِیبُ دَعْوَةَ مَنْ یدْعُوهُ وَ یرْزُقُهُ وَ یحْبُوهُ ذُو لُطْفٍ خَفِی وَ بَطْشٍ قَوِی وَ رَحْمَةٍ مُوسَِعَةٍ وَ عُقُوبَةٍ مُوجِعَةٍ.


رَحْمَتُهُ جَنَّةٌ عَرِیضَةٌ مُونِقَةٌ وَ عُقُوبَتُهُ جَحِیمٌ مَمْدُودَةٌ مُوبِقَةٌ.


وَ شَهـِدْتُ ببَعْثِ مُحَمَّدٍ عَبْدِهِ وَ رَسُولِهِ وَ نَبِیهِ وَ صَفِیهِ وَ حَبِیبِهِ وَ خَلِیلِهِ، بَعَثـَهُ فِی خَیرِ عَصْرٍ وَ حِینَ فـَترَةٍ وَ كُفْرٍ، رَحْمَة ً لِعَبِیدِهِ وَ مِنَّة ً لِمَزِیدِهِ.


خُتِمَ بِهِ نُبُوَّتـُهُ وَ وَضَحَتْ بِهِ حُجَّتُهُ فَوَعَظَ وَ نَصَحَ وَ بَلَّغَ وَ كَدَحَ.


رَؤوفٌ بِكُلِّ مُؤْمِنٍ، رَحِیمٌ سَخِی رَضِی وَلِی زَكِی. عَلَیهِ رَحْمَةٌ وَ تَسْلِیمٌ وَ بَرَكَةٌ وَ تَعْظِیمٌ وَ تَکْرِیمٌ مِنْ رَبٍّ غَفُورٍ رَحِیمٍ قَرِیبٍ مُجِیبٍ حَلِیمٍ.


وَصَّیتُكُمْ مَعْشَرَ مَنْ حَضَرَ، بوَصِیةِ رَبِّكُمْ، وَ ذَكَّرْتُكُمْ بسُنَّة ِ نَبِیكُمْ.


فَعَلَیكُمْ برَهْبَةٍ تُسَكِّنُ قُلُوبَكُمْ وَ خَشْیةٍ تُذرِی دُمُوعَكُمْ وَ تَقِیةٍ تُنْجِیكُمْ قَبْلَ یوْمٍ یذهِلُكُمْ وَ یبْتَلِیكُمْ، یوْمَ یفُوزُ فِیهِ مَنْ ثـَقـُلَ وَزْنُ حَسَنَتِهِ وَ خَفَّ وَزْنُ سَیئَتِهِ.


وَ [لْتَكُن مَسألَتُكُم] مَسْأَلَةَ ذ ُلٍّ وَ خُضُوعٍ، وَ تَمَلّـُقٍ [و شُکرٍ] وَ خُشُوعٍ، وَ تَوْبَةٍ وَ نُزُوعٍ، [و نـَدَمٍ و رُجوعٍ].


وَ لْیغْتَنِمْ كُلّ ٌمِنْكُمْ صِحَّتَهُ قَبْلَ سُقْمِهِ، وَ شَیبَتَهُ قَبْلَ هَرَمِهِ، وَ سَعَتَهُ قَبْلَ فَقرِهِ، وَ فَرْغَتَهُ قَبْلَ شُغُلِهِ، وَ حَضَرَهُ قَبْلَ سَفَرِهِ، وَ حَیاتَهُ قَبْلَ مَوْتِهِ، قَبْلَ یهِنَ وَ یهْرَمَ، وَ یمْرَضَ وَ یسْقَمَ، وَ یمِلَّهُ طَبِیبُهُ وَ یعْرِضَ عَنْهُ حَبِیبُهُ، وَ ینْقَطِعَ عُمُرُهُ وَ یتَغَیرَ عَقْلُهُ، ثُمَّ قِیلَ: “هُوَ مَوْعُوکٌ وَ جِسْمُهُ مَنْهُوکٌ!”، ثُمَّ جَدَّ فِی نَزْعٍ شَدِیدٍ، وَحَضَرَهُ كُلُّ قَرِیبٍ وَ بَعِیدٍ، فَشَخَصَ بِبَصَرِهِ وَ طَمَحَ بِنَظَرِهِ، وَ رَشَحَ جَبِینُهُ وَ سَكَنَ حَنینُهُ، وَ جَدَبَتْ نَفْسُهُ، وَ بَكَتْ عِرْسُهُ وَ حَضَرَ رَمْسُهُ، وَ یتِمَ مِنْهُ وَلَدُهُ وَ تَفَرَّقَ عَنْهُ عَدَدُهُ، وَ فُصِمَ جَمْعُهُ وَ ذَهَبَ بَصَرُهُ وَ سَمْعُهُ، وَ جُرِّدَ وَ غُسِّلَ وَ عُرِی، وَ نُشِّفَ وَ سُجِّی، وَ بُسِطَ لَهُ وَ هُیئَ، وَ نُشِرَ عَلَیهِ كَفَنُهُ وَ شُدَّ مِنْهُ ذَقَنُهُ، [وَ قُمِّصَ و عُمِّمَ، وَ لـُفَّ و وُدِّعَ وَ سُلـِّمَ]؛


وَ حُمِلَ فَوْقَ سَرِیرٍ، وَ صُلِّی عَلَیهِ بِتَکْبِیرٍ، بِغَیرِ سُجُودٍ وَ تَعْفِیرٍ، وَ نُقِلَ مِنْ دُورٍ مُزَخْرَفَةٍ وَ قُصُورٍ مُشَیدَةٍ وَ فُرُشٍ مُنَجَّدَةٍ وَ حُجَرٍ مُنَضَّدَةٍ، فَجُعِلَ فِی ضَرِیحٍ مَلْحُودٍ، ضَیقٍ مَرْصُودٍ، بِلَبِنٍ مَنْضُودٍ، مُسَقَّفٍ بِجُلْمُودٍ!


وَ هِیلَ عَلَیهِ [حَفَرُهُ] وَ حُثِی [عَلَیهِ] مَدَرُهُ وَ تَحَقَّقَ حَذَرُهُ وَ نُسِی خَبَرُهُ، وَ رَجَعَ عَنْهُ وَلِیهُ وَ نَدِیمُهُ، وَ نَسِیبُهُ وَ حَمِیمُهُ، وَ تَبَدَّلَ بِهِ قَرِینُهُ وَ حَبِیبُهُ، فَهُوَ حَشْوُ قَبْرٍ وَ رَهِینُ [قَفرٍ]! یدِبُّ فِی جِسْمِهِ دُودُ قَبْرِهِ وَ یسِیلُ صَدِیدُهُ مِنْ مَنْخَِرِهِ، وَ تَسْحَقُ تُرْبَتُهُ لَحْمَهُ، وَ ینْشَفُ دَمُهُ وَ یرَمُّ عَظْمُهُ، حَتَّی یوْمِ حَشْرِهِ، [فَینْشَرُ] مِنْ قَبْرِهِ، وَ ینْفَخُ فِی الصُّورِ، وَ یدْعَیٰ لِحَشْرٍ وَ نُشُورٍ، فَثَمَّ بُعْثِرَتْ قُبُورٌ، وَ حُصِّلَتْ سَرِیرَةٌ فِی صُدُورٍ؛


وَ جِیءَ بِكُلِّ نَبِی وَ صِدِّیقٍ، وَ شَهِیدٍ وَ مِنْطِیقٍ، وَ [تَوَلـَّیٰ] لِفَصْلِ حُکْمِهِ [رَبٌّ] قَدِیرٌ، بِعَبْدِهِ خَبِیرٌ بَصِیرٌ؛ فَكَمْ [مِن] زَفرَةٍ تُضنیهِ وَ حَسْرَةٍ تُنضیهِ، فِی مَوْقِفٍ مَهِیلٍ [عَظیمٍ]، وَ مَشْهَدٍ جَلِیلٍ [جَسیمٍ]، بَینَ یدَی مَلِکٍ [كَریمٍ]، بِكُلِّ صَغِیرَةٍ وَ كَبِیرَةٍ عَلِیمٍ؛


فَحِینَئِذٍ یلْجِمُهُ عَرَقُهُ وَ [یحفِزُهُ] قَلَقُهُ، فَعَبْرَتُهُ غَیرُ مَرْحُومَةٍ وَ صَرْخَتُهُ غَیرُ مَسْمُوعَةٍ [وَ حُجَّتـُهُ غَیرُ مَقبُولَةٍ]، وَ بَرَزَتْ صَحِیفَتُهُ وَ تَبَینَتْ جَرِیرَتُهُ، [وَ نَطَقَ كُلُّ عُضوٍ مِنهُ] بِسُوءِ عَمَلِهِ، وَ شَهِدَتْ عَینُهُ بِنَظَرِهِ، وَ یدُهُ بِبَطْشِهِ، وَ رِجْلُهُ بِخَطْوِهِ، وَ جِلْدُهُ بِلَمْسِهِ وَ فَرْجُهُ بِمَسِّهِ؛


وَ یهَدِّدُهُ مُنْكَرٌ وَ نَكِیرٌ، وَ كُشِفَ [عَنهُ] حَیثُ یصِیرُ، فَسُلْسِلَ جِیدُهُ وَ غُلَّتْ یدُهُ، فَسِیقَ یسْحَبُ وَحْدَهُ، فَوَرَدَ جَهَنَّمَ [بِكَربٍ] شَدِیدٍ، وَ ظَلَّ یعَذَّبُ فِی جَحِیمٍ، وَ یسْقَی شَرْبَةً مِنْ حَمِیمٍ، تَشْوِی وَجْهَهُ وَ تَسْلَخُ جِلْدَهُ، [یضرِبُهُ زَبینـَتـُهُ بِمِقمَعٍ مِن حَدیدٍ، یعُودُ جِلدُهُ بَعدَ نَضجِهِ بِجِلدٍ جَدیدٍ]، یسْتَغِیثُ فَیعْرِضُ عَنْهُ خَزَنَةُ جَهَنَّمَ، وَ یسْتَصْرِخُ فَیلْبَثُ حُقْبَهُ بِنَدَمٍ؛


نَعُوذُ بِرَبٍّ قَدِیرٍ مِنْ شَرِّ كُلِّ مَصِیرٍ، وَ نَسْأَلُهُ عَفْوَ مَنْ رَضِی عَنْهُ، وَ مَغْفِرَةَ مَنْ قَبِلَ مِنْهُ؛ فَهُوَ وَلِی مَسْأَلَتِی وَ مُنْجِحُ طَلِبَتِی؛


فَمَنْ زُحْزِحَ عَنْ تَعْذِیبِ رَبِّهِ جُعِلَ فِی جَنَّتِهِ بِقُرْبِهِ، وَ خُلِّدَ فِی قُصُورٍ وَ نِعَمِهِ، وَ [مُكِّنَ مِن] حُورٍ عِینٍ وَ حَفَدَةٍ [وَ طِیفَ عَلَیهِ بِكُؤُوسٍ، وَ سَكَنَ حَظیرَةً مُشَیدَةً وَ مَكُنَ فِردَوسَ]، وَ تَقَلَّبَ فِی نَعِیمٍ وَ سُقِی مِنْ تَسْنِیمٍ، [وَ شَرِبَ مِن عَینِ سَلسَبیلٍ مَمزوجَةٍ بِزَنجَبیلٍ]، مَخْتُومَةٍ بِمِسْکٍ وَ [عَبیرٍ، مُستَدیمٌ لِلحُبُورِ، مُستشعِرٌ لِلسُّرورِ، یشرَبُ مِن خُمُورٍ، فی رَوضٍ مُشرِقٍ مُغدِقٍ، لَیسَ یصدَعُ مَن شَرِبَهُ]، یشْرَبُ مِنْ خَمْرٍ مَعْذُوبٍ شُرْبُهُ، لَیسَ ینْزَفُ لُبُّهُ؛


هَذِهِ مَنْزِلَةُ مَنْ خَشِی رَبَّهُ وَ حَذَّرَ نَفْسَهُ، وَ تِلْكَ عُقُوبَةُ مَنْ عَصَی مُنْشِئَهُ وَ سَوَّلَتْ لَهُ نَفْسُهُ مَعْصِیةَ مُبْدِئِهِ؛ لَهُوَ ذَلِكَ قَوْلٌ فَصْلٌ وَ حُکْمٌ عَدْلٌ، خَیرُ قَصَصٍ قُصَّ وَ وُعِظَ بِهِ وَ نُصَّ، تَنْزِیلٌ مِنْ حَكِیمٍ حَمِیدٍ.


[نَزَلَ بِهِ رُوحُ قُدُسٍ مُبینٍ، عَلیٰ نَبِی مُهتَدٍ مَکینٍ، صَلَّت عَلَیهِ رُسُلٌ سَفَرَةٌ مُكَرَّمُونَ بَرَرَةٌ؛ عُذتُ بِرَبٍّ رَحیمٍ مِن شَرِّ كُلِّ رَجیمٍ، فَلْیتَضَرَّعْ مُتَضَرِّعُكُم و لْیبتَهـِلْ مُبتَهـِلُكُمْ، فَنَستَغفِرُ رَبَّ كُلِّ مَربُوبٍ، لی وَ لَكُمْ.][۱۱]


منندویی یم د هغه ذات چې احسان یې لوی دی، نعمت یې پوره ورېدونکی دی، کلام یې بشپړ دی، امر یې نافذ، دلیل یې رسا، حکم یې عدل، او رحمت یې پر قهر مخکې دی.

ستاینه کوم د هغه چا ستاینه چې د هغه په ربوالي داده دی، د هغه د عبودیت لپاره تواضع کوي، له ګناه یې خلاص شوی، د هغه د توحید او یووالي منونکی، له عذابه یې پناه وړونکی، او له پالونکي یې هیله لرونکی دی، داسې بخښنه چې وژغوري هغه له هغه ورځې چې هر سړی دومره بوخت وي چې ان خپل تي روونکي او بچیانو ته یې هم پام نه وي.


له هغه مرسته غواړو او هدایت غواړو له هغه، په هغه ایمان لرو او توکل پرې کوو.


ورپاره ګواهي ورکوم دهغه مخلص بنده ګواهي چې یقین لري، هغه یوازې (بې شریکه) ګڼم د مومن او د یقین خاوند بنده د یوازې ګڼلو په څېر، هغه یوازې ګنم د اقرار کوونکي بنده د یوازې ګڼلو په شان.


هغه لره یې په مُلک کې هیڅ شریک نیشته، په کارونو کې ورپاره هیڅ سرپرست نیشته.


تر دې لوړ دی چې مرستیال او سلاکار ولری (او سپېڅلی دی له دې چې) مثال او مرستندوی او همکاری او ساری ولري.


پوهیږي خو راز پټوي، پټ دی خو ( د پټو) خبر ورکوي، مالک دی او واکمن، نافرماني یې کیږي خو هغه ترې تیریږي، عبادت یې کیږي او قدرونه کوي، امر کوي او په عدل سره حکم کوي، کرامت او فضل کوي، فناکېدونکی نه دی، تل پاتې دی، هیڅ شی یې ساری نه دی، او هغه تر هر څه مخکي دی او تر هر څه وروسته (موجود) دی.


داسې پالونکی دی چې په عزت کې یوازینی دی، په خپل وس وسیال او قدرتمن دی، سترتوب او لوړتوب یې د سپېڅلتیا سبب دی، اوچتوالی او سُمُوّ یې د سترتوب او کبریایۍ سبب ده، هیڅ سترګه یې نه شي درک کولی، هیڅ نظر پرې ولکه نه لري، ځواکمن، نه ماتېدونکی، لیدونکی او اورېدونکې (لوړ او پوه) مهربان او رحم کوونکی،[عزتمن او خبردی] هر ستایونکی یې له ستاینې ناتوانه دی، او ګمراه یې شي له تعریف او ستیاینې هر هغه څوک چې غواړي هغه معرفي کړي.


نزدې دی خو په عین حال کې له هر ډول ادراکه لرې دی، او د ادراک له لاسرسۍ وریا دی خو نزدې هم دی، ځواب ورکوي د هغه چا دعا ته چې هغه وبلي او روزي ورکوي هغه ته او پرې ښندن کوي، څښتن دی له ادراکه د پټ لطف، د سختې حملې او غچ ، د پراخ رحمت او د دردوونکې سزا.


رحمت یې جنت دی چې پراخ، ښایسته او خوښ شوی دی او سزا یې دوزخ ده پراخ او هلاکوونکی.


ګواهي ورکوم په مبعوثولو د محمد (صلی الله علیه وآله)د هغه بنده، استازی او غوره پېغمبر، د هغه دوست او خلیل، هغه یې راپاڅوه په ډېره ښه زمانه کې، د فاصلې (فترت) د پېغمبرانو د نشتون او د کفر(د پراخېدو) په زمانه کې، پر بندګانو د رحمت له مخې او د خپل نعمت د زیاتولو لپاره د احسان کولو له مخې.


په هغه یې نبوت تمام او په هغه یې دلیل څرګند شو، نو پند او نصیحت یې وکړ او وې رساوه او هڅه یې وکړه.


(هغه پېغمبر چې) په هر مومن مهربان و، رحیم، ښندونکی، خوښ، دوست، او پاکیزه و. پر هغه دی رحمت او سلام او برکت اوسترتوب او کرامت د بخښونکي ، مهربان، نزدې، ځواب ویونکي او حلیم پالونکي له لوري.


وصیت او سپارښتنه کوم تاسو ته ای ډلې چې حاضره یئ، ستاسو د پالونکي په وصیت، او تاسو ته یادونه کوم د خپل پېغمبر د سنت او طریقې.


نو تاسو باید داسې وېره ولرئ چې زړونو ته مو ارامښت ورکړي او داسې ترهه چې اوښکې مو روانې کړي او داسې پرهېزګاري او تقوا چې ومو ژغوري، له هغه ورځې مخکې چې هغه ورځ تاسو پرېشانه او ښکېل کړي؛ هغه ورځ چې کامیاب شي په هغه ورځ چې د نېک کردار وزن یې دروند او د ګناه وزن یې سپک دی.


او له تاسو غواړم د فروتنۍ او خاکسارۍغوښتنه، او تملق ( له خدای سره دوستي، د هغه په وړاندې د ذلت له منلو سره یو ځای) [او شکر ایستل] او خشوع (د خدای په وړاندې نرمي او تواضع) او توبه او له ګناهانو جدایي او لرې والی،[او پښېماني او د خدای لور ته ستنېدل]


او باید غنیمت وګڼي په تاسو کې هر یو کس خپله سلامتي له بیمارۍ مخکې، ځواني له بوډاتوب مخکې، پراخي له نیستۍ مخکې، اوزګاري له بوختیا مخکې، وطن کې حضور له مسافرۍ مخکې، ژوند له مرګ مخکې، مخکې له دې چې بوډا او وروست شي، مریض او دردمن شي، ستړی او ستومانه شي له هغه ډاکټر او طبیب یې، دوست یې ترې ډډه وکړي، عمر یې پای ته ورسیږي، پوهه یې بدله شي، او بیا وویل شي چې:هغه ناروغ دی او بدن یې سخت کمزوری شوی! بیا د احتضار په بسترې په سخت زنکدن ولویږي، لرې او نزدې کسان ورشي، نو سترګې یې په حیرانۍ پورته کړي، نظرونه اریان دریان ګوري، په مخ یې خولې راماتې وي، دردوونکې سورې یې غلې شوې وي او روح یې په وتلو وي، مېرمن یې ژاړي، دفن یې نزدې وي، او په مرګ سره یې بچیان یتیمان شي، او د خواوشا کسان یې خواره واره شي، او لیدل او اورېدل یې له سترګو او غوږونو لاړ شي، او لغړ کړی شي او ولامبول شي او له هرې جامې او پوښښه لوڅ شي، وچ یې کړي او مخ یې پټ کړي، کفن ورته خپور او تیار کړي، او د کفن بل ستوی یې په بدن واړوي او ورسره یې زنه وتړي (چې خوله یې وازه پاتې نه شي) کمیس او عمامه یې هم ورته تیاره کړې وي او په کفن کې یې رانغاړلی او خپلوانو ورسره الوداع کړې او خدای په امانۍ یې ورته ویلی وي.


(اوس) په تابوت کې یوړل شي، او پرې بې سجدې تکبیر یا لمونځ (د جنازې لمونځ) وکړي، او هغه له زرنګارو ماڼیو،(یا شاید د نن زمانې له شاندارو بنګلو!!) او لوړو او مجللو محلونو،( او شاید د نن زمانې له اسمان څکو بلډنګونو) او پر نقش و نګاره غالیو، او په هر ګوټ کې د ډېرو کوټو لرونکو ( کورنو) څخه یوسي هغه قبر ته چې ورته یې کنلی وي، چې تنګ دی او خواوشا یې هم کلکې خښتې ایښودل شوي او چت یې هم د کاڼي په تختې (د نن زمانې د قبرونود ښکلو لوحو په شان!!) پوشلی وي!


او پرې اچول شوې وي (د قبر خاورې) او شیندل شوي وي لوټې، او وېره او ترهه یې حتمي شوي، او خبر یې هېر شوی وي. نو دوستان او ملګري، خپلوان او همدمي یې له هغه (له قبره) ستانه شي او همنشینان او دوستان یې د هغه په ځای نور کسان غوره کړي. او اوس هغه په قبر کې دی او په [خلوت او یوازې مکان کې ګېر] د قبر چینجي یې په بدن کې لوغړیږي او د بدن وینې او زوي یې له پوزې راوځي او بدن یې د قبر خاورې وروست کړي او وینه یې وچه شي او هډونه یې وراسته شي، د قیامت او د حشر تر ورځې [نو بیا یې له قبره راوباسي] او د (اسرافیل) شپېلۍ ووهل شي، او مړي وبلل شی له قبرونو پاڅېدل او د (حساب په لور) ورتللو ته، نو په دې وخت کې قبرونه لاندې باندې شي، او ښکاره شي هغه څه چې په سینو کې دي (د هر چا نیتونه او رازونه چې یوازې په خپله او خدای یې ترې خبر و، راڅرګند شي)؛


اوهر پېغمبر او هر رښیتینی، او هر شهید او بلیغ وینا وال راوستی شی (د بندګانو په محاکمې د شاهدانو او څارونکو په توګه) او د قضاوت کار په غاړه واخلي توانمن (پالونکی) چې له خپل بنده خبر او بینا دی؛ نو څومره چغې او فریادونه به وي چې هغه رنځور او خوار کړي، او ارمانونه چې هغه وروسته او کمزوری کړي، په بوږنوونکي ځای او د یوې لویې (او برمناکې) غونډې په مقام کې د (لوی) پاچا په وړاندې چې د (خپلو بندګانو) په لویو وړو کارونو پوره خبر دی؛


نو په دې وخت کې به یې خوَله تر خله ورسیږي او اضطراب به په ناکرارۍ او لاس پښې وهلو مجبوره کړي؛ اوښکې به یې په هغه د رحم کولو سبب نه شي، غږ به یې څوک وانه اوري،[دلیلونه به یې څوک نه اوري] عملنامه به یې ښکاره شي، جرمونه به یې څرګند شي،[او د بدن هر غړی به یې په خبرو شي] د هغه په بد کردار، نو سترګې به یې ګواهي ورکړي په لیدلو، لاس به یې وهلو او او ظلم کولو، پښې به یې (د حرام په لور) په تللو، څرمنه به یې په لمسولو (د حرام لمس کول) او شرمګاه به یې (په حرام) تماس یا عمل؛


هغه به نکیر او منکر (د عذاب دوه فرښتې) وګواښي، پرده به ترې پورته شي، هر لور ته چې تاویږي څټ به یې په جغ او لاس به یې په زولنو وتړل شي، او ( په ځمکه به د عذاب د ځاي په لور) په کشولو کشولو او یوازې بوتلل شي، په سخت (خپګان) کې به دوزخ ته دننه کړی شي او مسلسل به په جهنم کې عذاب شي، ورته به یشېدلې اوبه ورکړی شی چې د مخ غوښه به یې کباب کړي او پوستکی یې وشوکوي،[د عذاب فرښته به یې په اوسپنیز ګرز وهي، پوستکی به یې له پخېدو او سوزېدو وروسته بیا بیا راټوکیږي] پناه به غواړي خو د دوزخ ماموران به ترې مخ واړوي. چغې به وهي او بیا بیا به په پښېمانۍ سره د اوږدې مودې لپاره په دوزخ کې پاتې شي.


پڼاه وړم قدیر پالونکي ته د هر برخلیک له بدۍ، او له هغه د عفوې او بخښنې غوښتنه لرو، د هغه کسانو د (عفوې) په شان چې هغه ترې راضي شوی، او مغفرت او بخښنه غواړو د هغه کسانو (د مغفرت او بخښنې) په شان چې د هغوي (ایمان او اطاعت) یې منلی دی؛ او یوازې هغه دی زما د پوښتنې ځوابوونکی او زما د غوښتنې پوره کوونکی؛


نو څوک چې په څنګ کې شو د پالونکي له عذابه، د هغه په جنت کې د هغه په قرب کې راغلی، او د هغه په نعمتونو او ماڼیو کې د همېشه لپاره پاتې دی، او له حور العینه برخمن ( سپین مخې او ښایسته حورې چې غټې، تورې او زړه راکښونکې سترګې لري) او بچیان یې ( د ښایسته جنتي خادمانو او غلامانو په څېر) شي او ( له خوږو څښاکونو) ډک جامونه به ترې ګېر چاپېره ګرځوي، او په پرتمینې بارګاه کې به یې استوګن کړي او په فرودس جنت (شین باغ) کې به یې ځای کړي. په پریمانه نعمتونو کې به اوسیږي، او له تسنیمو چینو به خړوبیږي، او له [سلسبیلو چینو (چې رڼې خوږې اوبه لري) چې په زنجبیلو معطرې وي] او له مشکو او عبیرو (خوشبوداره کوزو) څخه به څښي،[ چې همېشه به خوشالي او سرور رامینځته کوي؛ او په روښانه باغ کې له (خوندورو) شربتونو، چې پرباره ونې به لري، څښي، او هر څوک چې یې وڅښي هیڅکله به په سرخوږي (له مستۍ په سرتاوېدو) اخته نه شي]، هغه ته به خوندور څښاکونه ورکول کیږي چې هیڅکله به (د مستېدو او نشه کېدو په وجه) عقل او هوش له مینځه نه وړي.


دا ده د هغه چا درجه چې له خپل پالونکي ووېرېږي او خپل نفس کنټرول کړي، او هغه ده د هغه چا سزا چې نافرماني وکړي د خپل خالق او خپل نفس ورته دغه نافرماني ښکلې وبرېښوي؛ او دا خبره جدا کوونکې ده ( د حق او باطل یا ضلالت او هدایت) او یو عادلانه حکم او تر ټولو ښه کیسه ده چې نورو ته ولوستل شي او تر ټولو ښه موعظه او پند دی چې ورکړل شوی او جوت شوی دی د قرآن (خبره) ده د حکیم حمید خدای له لوري.[۱۲]


[روښانوونکي او قدس روح (روح القدس/ جبراییل، د خدای له لوري) هغه په هدایت موندلي او لوړ مقامه پېغمبر (حضرت محمد صلی الله علیه و آله) نازله کړې چې درنو او نیکو پېغمبرانو او د خدای استازو په دې پېغمبر درود او سلام ویلي دی: او پناه وړم مهربان پالونکي ته د هر شړل شوي (لکه شیطان) له شره، نو باید چې د خدای در ته زاري، فریاد، اواستغاثه وکړي په تاسو کې هر یو کس چې داسې وکړي، او مونږ د بخښنې او عفوې دعا کوو د هر مخلوق پالونکي ته، هم د ځان لپاره او هم ستاسو لپاره][۱۳]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل‌ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۴۸.
  2. احسانی‌فر، دو شاهکار علوی، ص۱۹.
  3. وګورئ: احسانی‌فر، دو شاهکار علوی، ص۵۵-۱۴۰.
  4. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۹، ص۱۴۰-۱۴۳.
  5. دیلمی، اعلام‌الدین، ۱۴۰۸ق، ص۷۲-۷۳.
  6. کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۷۴۱-۷۴۵.
  7. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۴، ص۳۴۱-۳۴۳.
  8. خویی، منهاج‌البراعه، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۲۱۰-۲۱۵.
  9. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۴، ص۳۴۳.
  10. احسانی‌فر، «یک کتاب در یک مقاله (دو شاهکار علوی) پژوهشی درباره خطبه‌های «بی‌الف» و «بی‎نقطه» امیرالمؤمنین»، ص۱۰۶.
  11. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۴، ص۳۴۳.
  12. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۴، ص۳۴۰-۳۴۳.
  13. رضایی، ترجمه جلد هفدهم بحارالانوار الروضه در مبانی اخلاق، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۳۴۶-۳۵۰.

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبة‌الله، شرح نهج البلاغه، قم، مکتبة آیة‌الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل‌ابی‌طالب علیهم‌السلام، علامه، قم، ۱۳۷۹ق.
  • احسانی‌فر لنگرودی، محمد، «یک کتاب در یک مقاله (دو شاهکار علوی) پژوهشی درباره خطبه‌های بی‌الف و بی‌نقطه امیرالمؤمنین»، علوم حدیث، شماره ۲۹، پاییز ۱۳۸۲ش.
  • احسانی‌فر لنگرودی، محمد، دو شاهکار علوی، بی‌جا، بی‌تا.
  • خویی، میرزا حبیب‌الله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغه، ترجمه حسن حسن‌زاده آملی و محمدباقر کمره‌ای، تصحیح ابراهیم میانجی، تهران، مکتبةالاسلامیة، ۱۴۰۰ق.
  • دیلمی، حسن بن محمد، اعلام الدین فی صفات المؤمنین، تصحیح مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، قم، مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، ۱۴۰۸ق.
  • رضایی، سید عبدالحسین، ترجمه جلد هفدهم بحارالانوار الروضه در مبانی اخلاق از طریق آیات و روایات، تهران، اسلامیه، ۱۳۶۴ش.
  • کفعمی، ابراهیم بن علی، المصباح، قم، دارالرضی (زاهدی)، ۱۴۰۵ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.