د ایلاء آیت
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
- دا مقاله د بقره سورې د ۲۲۶ آيت په اړه ده چې د ایلاء آيت په نامه يادېږي. د ایلاء د مفهوم او فقهې د پېژندلو لپاره ایلاء وګورئ.
د ایلاء آیت (بقره:۲۲۶) د ایلاء او د هغه د احکامو په باره کې دی. ایلاء له خپلې دایمي مېرمنې سره د جنسي اړیکو په پرېښودو د سړي قسم خوړل دي. دا کار د جاهلیت په زمانه کې په ښځې د فشار راوستلو او د هغې د بیا واده د مخنیوي لپاره کېده. خدای تعالی په دې ایت کې، د ایلا احکام او د هغه د پرانستلو لارې بیان کړې دي.
د دغه ایت له مخې، که سړی ایلاء وکړي، ښځه کولې شي حاکم شرع یا محکمې ته شکایت وکړي. حاکم سړي ته څلور میاشتې فرصت ورکوي چې ښځې ته رجوع وکړي، که نه وي، مجبوروي یې چې ښځې ته طلاق ورکړي.
پیژندنه او د نزول سبب
د بقرې سورې ۲۲۶ ایت، د ایلاء ایت په نوم پېژندل کیږي.[۱] خدای تعالی په دې ایت کې د ایلاء سنت رد کړی او د هغه د پرانستلو لارې یې بیان[۲] او د ښځو د حقوقو د ژوندي کولو حکم [۳] کوي. ایلاء د جاهلیت په زمانه کې له دودو سنتونو څخه و؛[۴] په دې ډول چې کله به یو سړي له خپلې مېرمنې کرکه پېدا کوله، قسم به یې خوړه چې ورسره ملاستی ونه کړي[۵] او یو یو یا څو کاله او یا د عمر تر اخره به ورسره نه څملاسته او طلاق به یې هم نه ورکاوه.[۷] د دغه کار مقصد د ښځې ځورول [۸] او د هغې د بیا واده کولو مخنیوی[۹] بیان شوی دی.
لِّلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِن نِّسَآئِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ فَإِنْ فَآؤُوا فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۲۶﴾
هغه کسان چې قسم خوري چې له خپلو ښځو سره (له څملاستو) ډډه وکړي، [شرعا] څلور میاشتې مهلت لري، که [په دې موده کې ملاستي] ته ستانه شول [پر هغوي ګناه نیشته؛ ځکه چې] خدای بخښونکی مهربان دی. (بقره، ۲۲۶)
فقهي استفادې
اصلي مقاله: ایلاء
- د ایلاء حرمت: له فقهي نظره ایلاء حرامه ده او سبب یې، تر څلورو میاشتو زیات له مېرمنې سره د ملاستي د پرېښودلو حرامولی بیان شوی دی.[۱۰] ځینو د بقرې سورې له ۲۲۶ ایت څه د ایلاء د حرمت حکم اخستی دی.[۱۱] البته د ایت الله مکارم شیرازي په وینا، قرآن د ایلاء حکم په کلي ډول نه دی باطل کړی، خو د هغې بدې اغیزې یې له مینځه وړې دي؛ ځکه چې نه پرېږدي ښځه د مېړه له خوا وځوریږي او سرګردانه پاتې شي.[۱۲]
- د ایلاء ایت په اساس، فقیهان باوري دي چې که یو سړي ایلاء وکړه. ښځه کولې شي حاکم شرع ته شکایت وکړي. د شرعې حاکم اول څلور میاشتې سړي ته مهلت ورکوي چې ښځې ته رجوع وکړي او له ملاستي وروسته د قسم د ماتولو کفاره ورکړي.[۱۳] که سړي په دغه موده کې اقدام ونه کړ، حاکم هغه ته ښځې ته د ستنېدو او طلاق ورکولو په مینځ کې اختیار ورکوي او که په دې کې یې یو کار هم ونه کړ د هغه په بندي کولو و په ډوډۍ کې په سختۍ سره، هغه له دغو دوو لارو د یوې خپلولو ته مجبوروي.[۱۴] ځینې فقیهان باوري دي چې په دې بڼه کې حاکم کولی شي، ښځې ته طلاق ورکړي.[۱۵]
- د ایلاء شرایط: د ایلاء د تحقق لپاره ځينې شرطونه بیان شوې دي؛[۱۶] منجمله دا چې: قسم د خدای په یو نوم باندې وي.[۱۷] له دې مخکې د سړي او ښځې تر مینځ جنسي اړیکي ټینګ شوې وي[۱۸] او د سړي مقصد له دغه کاره د ښځې ځورول وي.[۱۹]
- فقیهان له فیء (ستنېدو) څخه مقصد په دې ایت کې ملاستی یا د شرعي خنډونو یا بیمارۍ د شتون په بڼه کې د ملاستي د ارادې څرګندول ګڼي.[۲۰]