د بوتانو ماتولو پېښه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د کسر اصنام پېښه په اړه ده. د همدې نوم د کتاب د لیدلو لپاره د کسر اصنام الجاهلیة (کتاب) مدخل وګورئ.

د بوتانو ماتولو پېښه یا د کَسْرِ اَصْنام پېښه د امام علي(ع) په لاس د کعبې په چت د پرتو بوتانو د ماتېدو پېښې ته اشاره لري. په دې ماجرا کې امام علي(ع) د رسول الله مبارک(ص) په اوږو پښې کېښودې او د کعبې بام ته وخته او یو شمېر بوتان لکه هُبَل یې راوغورځاوه. دغه کیسه د شیعه سني په سرچینو کې نقل شوې ده. وخت یې لیلة‌المَبیت ( هغه شپه چې پېغمبر له مکې ووته او علي(ع) د دښمنانو د غولولو لپاره د پېغمبر (ص) په بسترې څملاسته) یا د مکې د فتحې وخت ګڼل شوی دی. د بوتانو د ماتولو کیسه یې د «وَ قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَ زَهَقَ الْبَاطِلُ...» و «وَ رَفَعْناهُ مَكاناً عَلِيًّا» ایتونو د نزول سبب ګڼلې ده. حضرت محمد(ص) له دې پېښې وروسته حضرت ابراهیم (ع) لومړی بت شکن او امام علی (ع) اخري بت ماتوونکی معرفی کړ. په ځینو روایتونو کې هم امام علي د «کاسر الاصنام» ( د بوتانو ماتوونکي) په توګه یاد شوی دی.

د بوتانو د ماتولو کیسه د امام علي(ع) له فضایلو ګڼل شوې ده. امام علي (ع) په هغه شپږ کیسزې شورا کې چې له عمر بن خطاب وروسته د خلیفه د ټاکل کېدو لپاره جوړه شوه په دې استناد وکړ. د اهل سنتو په ځینو روایتونو کې دغه ماجرا د ګناه کولو د توکو او سامان د ختمولو د ضرورت د دلیل په توګه یاده شوې ده.

د کیسې سپړنه

د کسر اصنام نقاشي چې په یوولسمه پیړۍ کې د عثماني واکمن سلطان مراد دریم په امر او د سید سلیمان کسیم پاشا لخوا جوړه شوې وه.

د کسر اصنام او یا « کسر الاصنام حدیث »[۱] پېښه د کعبې په بام د پرتو بوتانو د ماتولو لپاره د اسلام د پېغمبر (ص) له خوا په خپله اوږه د حضرت علی (ع) خېږولو ته اشاره لري.[۲] په دې واقعه کې د ځینو مهمو بوتانو لکه هبل بت د رانسکورولو خبره شوې ده.[۳] البته د دغه واقعې د جزییاتو په اړه اختلافات موجود دی. د ځینو نقلونو له مخې په اوله کې علي (ع) غوښتل چې پېغمبر (ع) په اوږه وخېږوي خو دغه کار یې ونه کړی شو. له دې امله علي (ع) د پېغمبر (ص) په اوږه وخوت.[۴] او بوتان یې د کعبې له بامه لاندې راوغورځول. په یو بل راپور کې د حضرت علي (ع) په اوږه د پېغمبر (ص) د ختلو لپاره د امام علي (ع) له لومړي وړاندیز یادونه شوې ده چې رسول الله مبارک (ص) علي (ع) ته یادونه وکړه چې دا کار هیڅوک نه شي کولی.[۵] د جابر بن عبدالله په وینا دا خبره د رسالت د بار د دروندوالي په وجه وه.[۶] په دې اړه نور علتونه هم ذکر شوي دي.[۷] د یو بل نقل په اساس پېغمبر (ص) له هماغه اوله علي(ع) ته امر وکړ چې په اوږه یې وخېږي.[۸] یادداشت۱]

له بامه د حضرت علي(ع) د راکوزېدو د څرنګوالي په اړه مختلف قولونه نقل شوې دي. د ځینو حدیثونو له مخې امام علي (ع) د کعبې له بامه چې په هغه زمانه کې یې دیوالونه څلویښت زراعته [یادداشت۲] لوړ وو. ښکته راټوپ کړل خو تاوان ورونه رسېد.[۱۰] د یو بل حدیث له مخې پېغمبر (ص) علي (ع) ته وفرمایل: جبراییل ته د کعبې له بامه راکوز کړې.[۱۱] له عمر بن خطابه د یو راپور په اساس وروسته له دې چې امام علي (ع) بوتان راغورځول، پېغمبر ورته وفرمایل چې راکوز شه. او علي د داسې مارغه په شان چې دوه وزرې لري راکوز شو او عمر د دغه شان موقعیت ارمان کاوه او ویل یې هغه خدای چې علي یې عبادت کوي پرې نه ښوده چې علي په ځمکه راوغورځیږي.[۱۲]

د ځینو روایتونو له مخې پېغمبر(ص) په دې قصه کې د «وَ قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَ زَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ کاَنَ زَهُوقًا» ایت [۱۳] تلاوت کاوه.[۱۴] له دي امله د بوتانو د ماتولو قصه د دغه ایت د نزول سبب ګڼل شوې ده.[۱۵] همداراز د یو روایت له مخې چې ابن شهر آشوب نقل کړی د «وَ رَفَعْناهُ مَكاناً عَلِيًّا»[۱۶] آیت په دې قصه کې نازل شوی دی.[۱۷]

د بوتانو د ماتولو قصه په شیعه [۱۸] او اهل سنتو [۱۹] کتابونو کې نقل شوې ده. عبدالله بن عباس،[۲۰] جابر بن عبدالله انصاری[۲۱] او ابومریم[۲۲] دغه قصه روایت کړې ده. علامه امیني په الغدیر کې دهغو اهل سنت عالمانو چې دغه پېښه یې راپور کړې یو لړلیک راغونډ کړی دی.[۲۳]

فضیلت‌ شمېرنه

د پېغمبر (ص) له خوا په اوږو د امام علي(ع) پورته کول د علي(ع) له انحصاري فضیلتونو ګڼل شوي دي.[۲۴] دا قصه د فضیلت لیکنو په کتابونو [۲۵] او د شاعرانو په شعرونو کې [۲۶] کې راغلې ده.


حضرت محمد(ص) له دې پېښې وروسته حضرت ابراهیم(ع) لومړی بت شکن او امام علي(ع) وروستی بت شکن وباله.[۲۷] په ځینو روایتونو کې له امام علي د « کاسرالاصنام» (بوتانو ماتوونکي) په نوم یادونه شوې ده.[۲۸] همداراز اهل سنت عالم ابن جوزي (وفات ۶۵۴) په تذکرة الخواص کتاب کې د امام علي(ع) د نومونې په اړه د مختلفو قولونو د راوړلو په ترڅ کې یو قول نقل کړی چې پر اساس هغه نوم چې د امام علي (ع) مور په هغه اېښی و حیدر و او له دې امله چې د پېغمبر(ص) په اوږو بره وخوت او بوتان یې مات کړل «علی» (د لوړې مرتبې خاوند) ونومول شو سره له دې ابن جوزي په خپله په دې نظر دی چې د علي نوم په خپله د هغه حضرت مور په هغه اېښی و.[۲۹]

په شپږ کسیزه شورا کې د بوتانو د ماتولو په پیښه استناد

امام علي(ع) د بوتانو د ماتولو په پېښه ویاړ کاوه [۳۰] او ویل به یې: زه هغه څوک وم چې په مهر نبوت ( هغه علامت چې د پېغمبر (ص) د دوو ولیو په مینځ کې جوړ و او د هغه حضرت پېغمبرۍ ته یې اشاره لرله) پښه کېښود.[۳۱] هغه په شپږ کسیزه شورا کې چې له عمر بن خطابه وروسته د خلیفه د ټاکل کېدو لپاره جوړه شوې وه، له حاضرانو اعتراف واخیست چې له ما پرته بل هیچا دغه شان فضیلت نه دی لرلی.[۳۲] همداراز ویل شوي چې عمر بن خطاب به ارمان کاوه چې کاش دغه لوی ویاړ یې په نصیب شوی وای.[۳۳]

وخت

په زیاتره سرچینو کې د دغه پېښې وخت نه دی ذکر شوی او یوازې د شپې [۳۴] او په پټه توګه [۳۵] د هغې په واقع کېدو بسنه شوې ده. سره له دې په ځینو سرچینو کې یې وخت لیلة المبیت [۳۶] ( هغه شپه چې پېغمبر (ص) له مکې ووت او علي (ع) د دښمنانو د غولولو لپاره د هغه حضرت په بسترې اوده شوه) یا د مکې فتحه [۳۷] ذکر شوې ده. علامه مجلسي په بحار الانوار کې له امام صادق (ع) یو روایت نقل کړی چې دغه واقعه د نوروز په ورځ شوې ده.[۳۸]

د امیرالمومنین دایرة المعارف کتاب کې د ډېرو روایتونو له څېړل کېدو وروسته دا احتمال چې دغه پېښه په لیلة المبیت کې شوې وي زیات پیاوړی ګڼل شوی دی.[۳۹] همداراز علامه مجلسي دا احتمال مطرح کړی چې د بوتانو ماتېدل څو ځله شوې دي.[۴۰]

پایلې

د ځینو روایتونو له خې، د امام علي (ع) په لاس د بوتانو ماتېدل سبب شول چې له هغې وروسته مشرکان خپل بوتان د خدای په کور کې کې نه ږدي.[۴۱] د اهل سنتو په ځینو سرچینو کې دا قصه د ګناه د وسایلو د ختمولو په ضرورت دلیل ګڼل شوی دی.[۴۲]

په شعرونو کې

د امام علي(ع) د بتانو ماتولو کیسې ته د شیعه سني په شعرونو کې اشاره شوې ده. منجمله د اهل سنت عالم محمد بن ادریس شافعي په شعر کې راغلي دي:


قیل لی قل فی علی مدحاً ----- مدحه یخمد ناراً مؤصدة

قلتُ لا أقدر فی مدح امرءٍ ----- ضلَّ ذو اللبَّ إلی أن عبَده

و النبی المصطفی قال لنا ----- لیلة المعراج لمّا صعده

وضع الله بکتفی یده ----- فاحس القلبُ أن قد برده

وَ علیّ واضع أقدامَه ----- فی محلٍ وضع الله یَده[یادداشت ۳] [[۱]]

د ترکي شیرازي یو شعر:

علی فاتح غزوهٔ بدر و خندق ----- علی کارفرمای تیغ دو پیکر

علی جانشین بلا فصل احمد ----- خدا را ولی، مصطفی را برادر

علی آنکه با تیغ، در جنگ خندق ----- بُرید از تن عمر بن عبدود سر

علی آنکه بگرفت و برکند ازجا ----- به بازوی مردی دراز حصن خیبر

علی آنکه گر تیغ تیزش نبودی ----- نبودی به جا مکتبِ دینِ داور

پی کسر اصنام در کعبه روزی ----- که بنهاد پا را به دوش پیمبر

به معنا نظر کرد با چشم حق بین ----- سر خویش را دید از عرش برتر

فوټ نوټ

  1. شافعی، دیوان، ۱۴۱۴ق، ص۹۳.

سرچينې

  • ابن ابی‌شیبه، عبدالله بن محمد، المصنف لابن ابی‌شیبه، تحقیق اسامة بن ابراهیم بن محمد، قاهره، فاروق الحدیثة للطباعة و النشر، ۱۴۲۹ق.
  • ابن جوزی، یوسف بن حسام، تذکرة الخواص، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
  • ابن حنبل، احمد بن محمد، مسند الامام احمد بن حنبل، تحقیق شعیب الارنووط و عادل مرشد، بیروت، موسسة الرساله، ۱۴۱۶ق.
  • ابن شاذان، شاذان بن جبرئیل، الروضة فی فضائل أمیرالمؤمنین علی بن أبی طالب(ع)، تحقیق علی شکرچی، قم، مکتبة الأمین، ۱۴۲۳ق.
  • ابن شاذان، شاذان بن جبرئیل، الفضائل، قم، رضی، چاپ دوم، ۱۳۶۳ش.
  • ابن شهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل أبی‌طالب(ع)، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابی‌یعلی، احمد بن علی، مسند ابی‌یعلی الموصلی، تحقیق حسین سلیم اسد، دمشق، دارالمأمون للتراث، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الأدب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۶ق.
  • بحرانی، هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، تحقیق واحد تحقیقات اسلامی بنیاد بعثت، قم، موسسه بعثت، ۱۴۱۵ق.
  • بحرانی، هاشم بن سلیمان، حلیة الأبرار فی أحوال محمد و آله الأطهار(ع)، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • بزار، احمد بن عمرو بن عبدالخالق، البحر الزخار (مسند بزار)، تحقیق محفوظ الرحمن زین‌الله، بیروت، موسسة علوم القرآن، ۱۴۰۹ق.
  • بستی، اسماعیل بن أحمد، کتاب المراتب فی فضائل أمیرالمؤمنین و سید الوصیین(ع)، تحقیق محمدرضا انصاری قمی، قم، دلیل ما، ۱۴۲۱ق.
  • بکری، احمد بن عبدالله، الأنوار و مفتاح السرور و الأفکار فی مولد النبی المختار، قم، رضی، ۱۴۱۱ق.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، چاپ دوم، ۱۴۲۲ق.
  • حرعاملی، محمد بن حسن، إثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، بیروت، اعلمی، ۱۴۲۵ق.
  • حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمدباقر محمودی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن، تحقیق صفوان عدنان داوودی، بیروت،‌دار القلم، ۱۴۱۲ق.
  • شافعی، محمد بن ادریس، دیوان، بیروت، دار الکتب العربی، ۱۴۱۴ق.
  • شوشتری، نورالله، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الأخبار، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الإحتجاج علی أهل اللجاج، تحقیق محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تهذیب الآثار و تفصیل الثابت عن رسول الله(ص) من الاخبار، مسند علی بن ابی‌طالب، تحقیق محمود محمد شاکر، قاهره، مطبعة المدنی، بی‌تا.
  • عاملی بیاضی، ابراهیم بن سلیمان،‌ الأوزان و المقادیر، بیروت، بی‌نا، ۱۳۸۱ق.‌
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، تعلیق عین‌الله حسنی ارموی، بیروت، دارالکتاب اللبنانی، ۱۹۸۲م.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد و دیگران، دانش‌نامه امیرالمؤمنین بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، قم، مؤسسه علمی و فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۸۹ش.
  • نسائی، احمد بن شعیب، السنن الکبری، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.
  • نسائی، احمد بن علی، خصائص امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، تحقیق: دانی بن منیر آل زهوی، بیروت، المکتبة