کعبه

د wikishia لخوا
د کعبې ودانۍ

کعبه، د مسلمانانو قبله او د هغوي په نزد په ځمکه تر ټولو سپېځلی ځای دی. مسلمان عالمان کعبه د ګډ عبادت لپاره لومړی ځای او د خدای په لور د انسانانو د مخه کولو لپاره یو علامت ګڼي.

دغه ودانۍ د مکې په ښار کې په مسجد الحرام کې پرته ده. مسلمانان باید د کعبې په لور لمونځ وکړي او حاجیان د حج په عملونو کې باید د کعبې چاپېره طواف وکړي. د کعبې په حدودو کې هیڅوک په یو انسان یا حیوان د تیري حق نه لري. امام علي(ع) په کعبې کې پېدا شوی دی.

د شیعه عالمانو د مشهور نظر مطابق، د روایتونو له مخې، کعبه د حضرت ابراهیم(ع) نه مخکې د آدم(ع) په زمانه کې او حتی د ځينو په وینا د آدم له خلقته مخکې جوړه شوې ده. البته ځینې کسان د دغه نظریې مخالف دي او د کعبې لومړی جوړښت د ابراهیم(ع) کار ګڼي.

د اسلام د پېغمبر(ص) له بعثته پینځه کاله پس کعبه د سیلاب د راتللو له امله ورانه شوه. قریشو هغه په بشپړه توګه بیا ورغوله او په لومړي ځل یې ورته چت او پرناله جوړه کړه. په ۶۴ او ۱۰۴۰ قمري کال کې کعبه بیا رغاول شوې ده. په اوسمهال کې هم کعبه مرمت شوې او چت او ستنې یې بیا رغول شوې دی.

د کعبې دننه، وړه شان کوټه ده چې بام ته د ختلو لپاره پکې یوه پوړۍ هم جوړه شوې ده. دغه کوټګۍ وړوکی شان ور لري چې باب التوبه بلل کیږي. کعبه څلور رکنونه لري. د حجرالاسود رکن یې په هغه کې د حَجَرالاسود د لګېدل کېدو، او له هغه ځایه د طواف د پېلیدو په وجه زیات شهرت لري.

اهمیت او مقام

«خدای کعبه د اسلام لپاره نښه او د پناه غواړو لپاره د امن کور جوړ کړی دی.[۱]»

«دا چې کعبه په یو ګرداب کې په یو خروشان او څپانده ګرداو کې چې تاویږي او د کعبې طواف کوي. په مینځ کې یوه ثابته نقطه او ګېر چاپېر ترې هر څر متحرک او پر هغه تاوېدونکي. ابدي ثابتوالی او ابدي حرکت! په مینځ کې لمر او چاپېره یې هر ستوری په خپل مدار کې، ګېر چاپېره له لمره تاویږي.[۲]»

مسلمانان کعبه د ځمکې په مخ تر ټولو سپېڅلی ځای[۳] د توحید لومړی کور[۴] او د توحید بېلګه ګڼي.[۵] قرآن هغه مبارک کور بللی او دلیل یې دا ګڼلی چې د هدایت، او له خدای سره د تقرب او پېوستون وسیله ده.[۶]

د روایتونو له مخې امام علی(ع) کعبه د اسلام لپاره یو بېرغ بللی دی.[۷] امام صادق(ع) کعبې ته کتل عبادت ګڼلي دي[۸] او ویلي یې دي چې تر څو چې کعبه پر ځای وي،دین به پایداره وي.[۹]

د وخت په تېرېدو سره کعبه د یو خدای منلو له معبده د بتکدې په بڼه واوښته.[۱۰] خو د اسلام پېغمبر د مکې له فتحې وروسته، د کعبې بوتان له مینځه یوړل.[۱۱]

د کعبې نومونه

«کعبه» د خدای د کور تر ټولو زیات استعمالېدونکی نوم دی او په دې نوم پېژندل کیږي[۱۲] او په قران کې هم استعمال شوی دی.[۱۳] قران کعبه د «بیت» په نامه[۱۴] ( په مختلفو ترکیبونو کې) یاده کړې چې تر ټولو مشهور یې « بیت الله» ( دخدای کور) دی.[۱۵] نور تعبیرونه یې دا دي: البیت،[۱۶] البیت الحرام،[۱۷] البیت العتیق،[۱۸] «البیت المعمور»[۱۹] و «البیت المحرم»[۲۰]

په ډېرو پخوا زمانو کې کعبه په نورو نومونو هم یادېده لکه قادِس، ناذِر او القریة القدیمة[۲۱]

د کعبې وجه تسمیه

دا چې کعبې ته یې دا نوم ورکړی د دې لپاره دوه سببونه ذکر شوې دي:

  • د خدای کور د مربع په شکل ده او عرب دا نوم (کعبه) هغه کور ته چې څلور ګوټه لري استعمالوي.[۲۲]
  • کعبه په لغت کې د لوړاوي په معنا راغلی دی. د کعبې ودانۍ له ځمکې د لوړاوي او اوچتوالي په وجه په دې نوم نومول شوې ده.[۲۳]

قبله او حج

اصلی مقالې: قبله او حج

د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس و تر دې چې په مدینه کې یو آیت نازل شو او د کعبې په لور د قبلې د بدلولو امر پکې راغی او کعبه د مسلمانانو په قبلې بدله شوه.[۲۴] په هر مسلمان لازمه ده چې د لمونځ کولو په وخت د کعبې لورې ته مخ کړي.[۲۵]

د حج په عملونو کې باید د کعبې چاپېره طواف وکړی شي.[۲۶]

د کعبې معنویت

کعبه د خدای په لور د انسان د ټول موجودیت او ټولو انسانانو د لور ورکولو او مخ اړولو لپاره یو علامت او قبله ګڼل شوې ده.[۲۷] د کعبې ارزښت یې په دې ګڼلی چې د توحید په نوم جوړه شوې او یو« لوی مافوق بشر اعتقادي ارزښت لري او دا چې د یو فکر په نامه جوړه شوې ده: توحید، د یو انسان په لاس جوړه شوې او هغه هم د توحید بنسټ ګر دی»[۲۸]

اسلامي متفکر علامه اقبال هم د کعبې په اړه د توحید اصل ته اشاره لري:


ره مده در کعبه ای پیر حرم اقبال را
هر زمان در آستین دارد خداوندی دگر[۲۹]
شیعه فقیه محمدحسین غروي اصفهاني هم داسې شعر ویلی دی:
گهی به کعبه جانان سفر توانی کرد
که در منای وفا ترک سر توانی کرد[۳۰]

مشهور ختیځ پیژاندي هانري کربن ، په ځینو لیکنو کې د مسلمانانو له نظره د کعبې د معنوی حیثیت په راز لیکنه کړې او وايي چې د دې نړۍ جسمونه په بله نړۍ کې له عالي او لوړو صورتونو نقش او نشان اخستی دی.[۳۱] هغه د دې نړۍ واقعیتونه د یوې هندارې په شان ګڼلي چي د نور صورتونه منعکسوي.[۳۲] هغه حج او هغه مناسک چې د کعبې په معبد کې کیږي د زایر د نوري جسم صورت جوړوونکي دي چې د هغه د جسم په ملکوت کې اثر کوي.[۳۳]

د کعبې په اړه یې راوړي چې د کور څښتن خدای دی او خلک د کور اهل او خلک دي. له همدې امله حاجي چې له هر ځایه راغلی وي، لمونځ پوره کوي. ځکه چې مسافر نه دی.[۳۴] د شپږمې هجري قمري پیړۍ مسلمان عارف او شاعر سنایي، انسان د مادي تعلقاتو پرېښودو ته بلي او باوري دی چې تر هغه وخته چې انسان له ځان سره وي او ځان په نظر کې ساتي، په کعبې کې به نه وي.[۳۵]

حسن‌زاده آملي: «ای خدایه! د کعبې لورې ته د تن کول څّه فایده لري هغه چاته چې زړه یې د کعبې د خدای لور ته نه وي؟[۳۶]

د کعبې تاریخ

په ډېرو روایتونو کې راغلي چې کعبه له حضرت ابراهیم(ع) مخکې او د آدم(ع) په لاس جوړه شوې ده.[۳۷] حتی په ځینو روایتونو کې د کعبې جوړښت د حضرت آدم له پېدایښته هم مخکې ګڼل شوی دی.[۳۸] د شیعه عالمانو مشهور نظر دا دی چې کعبه له حضرت ابراهیم(ع) نه مخکې جوړه وه.[۳۹] پر دې اساس، وایي چې دا ودانۍ د نوح په توپان له کې مینځه لاړه.[۴۰] حضرت ابراهیم له خپل زوي اسماعیل سره، کعبه په هماغه بنیادونو چې موجود وو جوړه کړه.[۴۱]

د دغه نظریې په خلاف علامه طباطبایي د کعبې جوړول د حضرت ابراهیم(ع) کار ګڼلی دی.[۴۲] اوسمهاله شیعه مفسیر محمد جواد مغنیه هم له آدمه مخکې د کعبې د جوړېدو روایتونه خبر واحد ګڼلي او نه یې دي منلي.[۴۳]

«غزالي: خو طواف او سعي داسې ده لکه چې بیچارګان د ملوک در ته راشي او د پاچا په در تاویږي چې فرصت ومومي خپل حاجت وړاندي کړي او په سرایي کې ځي او راځي او داسې څوک لټوي چې شفاعت یې وکړي او هیله لري چې که ناڅاپه پرې د څښتن نظر ولویږي او د کرم نظر پرې وکړي.»[۴۴]

د کعبې بیا رغاونه

د اسلام د پېغمبر له بعثته پینځه کاله مخکې، په مکې کې یو سیلاب راغی او کعبه ورانه شوه.[۴۵] د ځینو نقلونو له مخې کعبې اور واخیست او له مینځه لاړه.[۴۶] کعبه تر هغې مخکې پورې، چت نه درلود[۴۷] له سیلاب او د کعبې له ورانېدو وروسته قریشو یې بیا رغاونې ته ملا وتړله[۴۸] او ورته یې چت او پرناله جوړه کړه.[۴۹] هغه دیوال چې ابراهیم(ع) د کعبې لپاره جوړ کړی و کابو څلور نیم میټره بلل شوی او ویل شوي چې د کعبې د دیوالونو لوړاوی، د قریشو په بیا رغاونه کې کابو نهو میټرو ته ورسید.[۵۰]

د عبدالله بن زبیر او حجاج بن یوسف ورانول او بیا رغول

په ۶۴ قمري کال کې زبیریان له بني امیه و سره ښکېل شول او په دې نښته کې کعبې ته سخت تاوان ورسید.[۵۱] عبدالله بن زبیر د ځینو اصحابو له مخالفت سره سره د کعبې پاتې دیوال له بنیاده ړنګ کړ او بیا یې جوړ کړ.[۵۲] هغه په بیا رغاونه کې د کعبې لوړاوی کابو دیارلسو میټرو ته ورساوه[۵۳] هغه د کعبې دروازه چې قریشو له ځمکې کابو دوه میټره لوړه جوړه کړې وه د ځمکې لپاسه جوړه کړه[۵۴] او د کعبې یې دوه چتونه جوړ کړل.[۵۵] ابن زبیر همداراز کعبې ته دوه ورونه جوړ کړل: یو د ننوتلو او بل د وتلو لپاره.[۵۶] د ابن زبیر له وژل کېدو ورسوته حجاج بن یوسف د ابن زبیر ډېر بدلونونه خپل لومړي حالت ته ستانه کړل.[۵۷]

په ۱۰۴۰ کې بیا رغاونه

په ۱۰۳۹ ق کال کې په مکې کې ډېر لوی سیلاب راغی اوبه مسجد الحرام ته ننوتې او د کعبې دیوالونه یې وران کړل. په نهایت کې پاتې دیوالونه راوغورځول شول او د خدای کور له سره اباد کړی شو.[۵۸] د دغه سیلاب او د ودانۍ د بیا جوړېدو راپور په هغه زمانه کې شیعه عالم ملا زین العابدین کاشاني چې په خپله یې په دغه بیا رغاونه کې کارګري کړې وه د «مُفَرِّحَةُ الأنام فی تأسیس بیت الله الحرام» په نامه وړې شان رسالې کې ورکړی دی.[۵۹]

په اوسمهال کې بیا رغاونه

په ۱۰۴۰ ق کال کې د کعبې له بیا رغاونې وروسته ، په هغې باندې یوازې تعمیرات او ترمیمات شوې دي.[۶۰] تر ټولو لوی ترمیم د کعبې د بهرنيو دیوالونو مرمت و چې په ۱۴۱۴ ق کې پېل شو او په ۱۴۱۵ ق کې پای ته ورسېد.[۶۱] د کعبې دننه د مرمت طرحه هم د ۱۴۱۷ ق کال په محرم کې ترسره شوه.[۶۲] په دغه طرحه کې، د کعبې دننه د مختلفو برخو پر ترمیم سربېره، د کعبې ستنې او چت په بشپړه توګه لرې او له سره جوړ کړی شول.[۶۳]

د کعبي د جوړیدو او بیا رغونې تاریخ ستون چت د کعبې دروازه د کعبې دېوال د کعبې اندازه د کعبې د دېوال لوړاوی
د حضرت ابراهیم ودانۍ نه یې لره[۶۴] نداشت[۶۵] نه یې لره[۶۶] جوړ شو[۶۷] ـ کابو څلور نیم میټره.[۶۸]
له بعثته پینځه کاله مخکې د قریشو بیا رغاونه شپږ ستونې جوړې شوې[۶۹] جوړ شو[۷۰] څو پېړۍ مخکې جوړ شوی و[۷۱] په دې بیا رغاونه کې کابو دوه میټره له ځمکه لوړ کړی شو.[۷۲] پوره بیا رغاونه یې وشوه[۷۳] - کابو نهه میټره[۷۴]
د عبدالله بن زبېر بیا رغاونه شپږ ستنې په درې ستنو بدلې شوې[۷۵] پوره بیا رغاونه یې وشوه او د کعبې لپاره دوه چت جوړو شو[۷۶] د کعبې لپاره دوه ورونه جوړ شول[۷۷] او همداراز پر ځمکه ولګول شو.[۷۸] پوره بیا رغاونه یې وشوه[۷۹] لویه شوې او د حجر اسماعیل ځینې برخې هم په کعبې کې دننه راغلې.[۸۰] کابو دیارلس نیم میټره[۸۱]
د حجاج بیا رغاونه - - تېر حالت ته (له ځمکه کابو دوه میټره لوړ ) ستون شو او دوهم ور لرې کړی شو[۸۲]. - د ابن زبیر له حالته مخکي حالت ته راوستل شوه.[۸۳] -
په ۱۰۴۰ قمري کال کې بیا رغاونه - پوره بیا رغاونه یې وشوه[۸۴] - پوره بیا رغاونه یې وشوه[۸۵] - -
د اوسمهالې زمانې بیا رغاونه پوره بیا رغاونه یې وشوه [۸۶] پوره بیا رغاونه یې وشوه[۸۷] بدل شو[۸۸] ترمیم[۸۹] . -

د کعبې بهرنۍ برخې

حجر الاسود

حجر الاسود د کعبې په دیوال لګېدلی سپڅلی کاڼی دی چې طواف له هغه پېل او په هغه ختمیږي.[۹۰]

د کعبې په اړه ځینې معلومات

مُستَجار و مُلتَزَم

مستجار د خدای د کور د لویدیځ دیوال یوه برخه ده چې د کعبې د شا په دیوال کې واقع ده.[۹۱] مستجار رکن یماني ته نزدې[۹۲] او د خدای کور د ور مخکې ته واقع دی[۹۳] د کعبې دیوال چې د امام علي(ع) د مور فاطمه بنت اسد لپاره پرانستل شو او هغه د حضرت علی(ع) د پېدا کولو لپاره کعبې ته ننوتله، مستجار ګڼل شوی دی.[۹۴]

ملتزم یې په یوه معنا،د حجر الاسود او د کعبې د دروازې په مینځ کې د دیوال یوه برخه ګڼلې ده[۹۵] او په بله معنا، هماغه د مستجار معنا ترې اخستل شوې ده.[۹۶]

د کعبې دروازه

د کعبې ور د کعبې په ختیځ دیوال کې جوړ دی[۹۷] او د شیعه په روایتونو کې هغه ته د رسیدلو په وخت د دعا لوستلو سپارښتنه شوې ده.[۹۸]

شاذَروان

شاذَروان د کعبې د دېوال په خواوشا کې وړه شان ډپه یا راوتلی ځای دی[۹۹] چې بې د حجر اسماعیل له برخې څخه د کعبې په نورو لورو کې موجود دی.[۱۰۰] مشهور شیعه فقیهان دغه راوتلی ځای د کعبې برخه ګڼي چې طواف کوونکی باید له هغه بهر طواف وکړی.[۱۰۱]

د سرو زر پرناله

د کعبې د شمالي دیوال لپاسه د سرو زرو یوه پرناله جوړه ده چې د چت اوبه پرې د حجر اسماعیل محوطې ته توییږي.[۱۰۲] د دغه پرنالې لاندې د دعا سپارښتنه شوې او ویل شوي چې دلته دعا قبلیږي.[۱۰۳]

د کعبې پرده

د کعبې پوشل (پرې پرده اچول) یو پخوانی او مهم دود دی او د جاهلیت په دوره کې یو مهم منصب او مقام د کعبې پرده داري وه.[۱۰۴] د کعبې پردې مختلف رنګونه لرلې دي؛ دغه پرده کله سپینه،[۱۰۵] کله د شین ټوکر او کله هم زیړ رنګه وه تر دې چې د «الناصر عباسي» په زمانه کې توره شوه او له هغه وروسته په همدغه رنګ باقي پاتې شوه[۱۰۶] د کعبې پرده زیاتره په مصر او شام کې تیارېده او ډېرو کمو مواردو کې په ځینو نورو سیمو منجمله ایران کې تیاره شوې ده.[۱۰۷] نن سبا دغه پرده په عربستان کې په یو کارځای کې جوړیږي.[۱۰۸]

د کعبې د ننه

کعبې په اوله کې چت نه درلود او له بعثته مخکې په پینځم کال کې په بیا رغاونه کې ورته قریشو چت جوړ کړ چې په دوو لیکو کې یې درې درې ستنې لرلې. د ابن زبیر له خوا د کعبې په بیا رغاونه کې شپږ ستنې په دریو بدلې شوې اونن سبا یوازې درې ستنې باقي دي.[۱۰۹]

په کعبې کې د ننه باب التوبه

په کعبې کې دننه وړه شان کوټه ده چې د کعبې چت ته د تګ لپاره پکې پوړۍ موجوده ده.[۱۱۰] دغه کوټګۍ وړوکی شان ور لري چې د توبې ور بلل کیږي.[۱۱۱] دغه ور له سرو زرو جوړ شوی دی.[۱۱۲]

له پخوا زمانو، قبایلو، طوایفو او پاچاهانو په کعبې کې دننه د لګولو لپاره ځینې ډالۍ لیږلې.[۱۱۳] همداراز په کعبې کې دننه یو کوهی و چې ډالۍ به یې په هغه کې کېښودلې. دغه کوهی د قریشو له خوا په بیا رغاونه کې ختم کړی شو.[۱۱۴]

د کعبې ارکان

ارکان د «رکن» جمع ده او معنا یې ده ستنه او ستون.[۱۱۵] له دې امله چې کعبې کې دننه څلور ګوټونو کې څلورو ستنو چت راټینګ کړی، د کعبې هرې یوې زاویې ته چې یوه ستنه لري « رکن» ویل کیږي.[۱۱۶] کعبه څلور رکنه لري:

مهمې پېښې

د امام علي(ع) زوکړه

اصلی مقاله: د کعبې مولود

امام علي(ع) په کعبې کې دننه زېږېدلی دی.[۱۲۵] ځینو اهل سنتو سرچینو هم دغه پېښه راپور کړې ده.[۱۲۶]

د پېغمبر (ص) په لاس د حجر الاسود لګېدل

هم دا وګورئ: حجر الاسود

له بعثته پینځه کاله مخکې په مکې کې سیلاب راغلی او کعبه ورانه شوه.[۱۲۷]له دې وروسته قریشو کعبه دوباره جوړه کړه.[۱۲۸] د بیا رغاونې په وخت هرې قبیلې غوښتل چې حجر الاسود په خپل لاس ولګوي. اختلاف زیات شو او اخر د حضرت محمد(ص) په وړاندیز کاڼی یې په یو ټوکر کې کېښود او هر یو لوری یې د قریشو مشرانو ته په لاس ورکړل شو او کله چې د کعبې دیوال ته ورسیدل پېغمبر کاڼي په خپل لاس واخیست او په مخصوص ځای کې یې ولګاوه.[۱۲۹]

نور موارد

اصلی مقالې: د فیل اصحاب، عام الفیل، ابرهه

د یمن پاچا ابرهه په ۵۷۱ عیسوي کال کې د کعبې د ورانولو په اراده په مکې برید وکړ. کله چې هلته ورسیدل خدای په معجزه له اسمانه مارغانو په هغوي واړه واړه کاڼي وورول او د ابرهه لښکر تباه شو.[۱۳۰]

له یزید سره له بیعته د عبدالله بن زبیر په انکار پسې، د حصین بن نمیر په کومانده یو لښکر له هغه سره د مبارزې لپاره مکې ته روان شو د ۶۴ ق کال په محرم کې مکې ته ورسید او د هماغه کال په ربیع الاول کې یې په منجنیقو سره د ابن زبیر په سپایانو برید وکړ چې په دغه حمله کې کعبې ته سخت تاوان ورسید.[۱۳۱]

د ۳۱۷ ق کال په ذی الحجې کې قِرمَطیانو په مکې برید وکړ. هغوي حجر الاسود له کعبې وکینده او له ځان سره یې یووړ. په ۳۳۹ ق کال کې یې د ډېرو پېسو په بدل کې هغه کعبې ته ستون کړ.[۱۳۲]

کعبه په فارسي ادبیاتو کې

عبید زاکاني:
کسی وصال تو ای کعبهٔ مراد نیافت
که باطنش به خرابات و ظاهرش باتوست[۱۳۳]
سعدي:
عبدالقادر گیلانی رحمة الله علیه را دیدند در حرم کعبه روی بر حصبا نهاده همی گفت: ای خداوند ببخشای! وگر هر آینه مستوجب عقوبتم، در روز قیامتم نابینا برانگیز تا در روی نیکان شرمسار نشوم.[۱۳۴]
پروین اعتصامی:
کعبهٔ دل، مسکن شیطان مکن
پاک کن این خانه که جای خداست[[۱۳۵]]
حافظ:
چون طهارت نَبُوَد کعبه و بتخانه یکی‌ست
نَبُوَد خیر در آن خانه که عصمت نبود[[۱۳۶]]
عطار:
کعبهٔ جانان اگرت آرزوست
در گذر از خود ره بسیار نیست[[۱۳۷]]
شاه نعمت‌الله ولی:
گر هوای کعبه داری از بیابان رو متاب
رنج باید برد اگر گنج فراوان بایدت[[۱۳۸]]
حافظ:
در بیابان گر به شوق کعبه خواهی زد قدم
سرزنش‌ها گر کند خار مغیلان غم مخور[[۱۳۹]]
سعدی:
سعدی اگر طالبی راه رو و رنج بر
کعبه دیدار دوست صبر بیابان اوست[[۱۴۰]]
وصال کعبه میسر نمی‌شود سعدی
مگر که راه بیابان پرخطر گیرند[[۱۴۱]]

ګالري

فتوټ نوټ

  1. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه اول، ص۴۵.
  2. شریعتی، حج، سایت دکتر علی شریعتی.
  3. فعالی، درسنامه اسرار حج، ۱۳۹۰ش، ص۴۹.
  4. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۹.
  5. شریعتی، «توحید و شرک»، وبگاه دکتر علی شریعتی.
  6. «اهمیّت کعبه و مراسم حج در روایات»، سایت آیت الله مکارم شیرازی؛ نگاه کنید به سوره آل‌عمران، ۹۶.
  7. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه اول، ص۴۵.
  8. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۴۰.
  9. فعالی، درسنامه اسرار حج، ۱۳۹۰ش، ص۵۰.
  10. خرمشاهی «کعبه»، ج۲، ص۱۸۸۳
  11. ابن‌شهر آشوب، مناقب آل‌أبی‌طالب علیهم‌السلام، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۱۳۵.
  12. جناتی، «اسامی کعبه در قرآن» ص۳۷.
  13. سوره مائده، آیه۹۵.
  14. جناتی، «اسامی کعبه در قرآن» ص۴۲.
  15. جناتی، «اسامی کعبه در قرآن» ص۴۲.
  16. سوره بقره، آیه ۱۲۵.
  17. سوره مائده، آیه ۹۷.
  18. سوره حج، آیه۲۹.
  19. جناتی، «اسامی کعبه در قرآن» ص۴۰.
  20. سوره ابراهیم، آیه۳۷.
  21. خرمشاهی، «کعبه»، ج۲، ص۱۸۸۳.
  22. ابن منظور، لسان العرب، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۷۱۸
  23. جناتی، «اسامی کعبه در قرآن»، ص۳۷.
  24. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۱، ص۴۹۱.
  25. خرمشاهی، «کعبه»، ج۲، ص۱۸۸۳
  26. امام خمینی، مناسک حج، ۱۳۸۲ش، ص۵۴.
  27. انصاریان، حج در آینه عرفان، ۱۳۸۶ش، ص۲۰..
  28. شریعتی، «توحید و شرک»، سایت دکتر علی شریعتی.
  29. اقبال لاهوری، پیام مشرق، بخش ۲۱۸، می‌تراشد فکر ما هر دم خداوندی دگر»، سایت گنجور.
  30. انصاریان، حج در آیینه عرفان، ۱۳۸۶ش، ص۲۱.
  31. کربن، «راز معنوی خانه کعبه(۳)»، ص۲۹.
  32. کربن، «راز معنوی خانه کعبه(۳)»، ص۲۹.
  33. کربن، «راز معنوی خانه کعبه(۲)»، ص۵۸.
  34. رفیعی، «شریعتی و حج»، سایت زیتون
  35. یزدانی، «حج در آینه شعر فارسی»، ص۱۳۲.
  36. «الهی! خانه کجا و صاحب خانه کجا؟»، سایت خبر آنلاین.
  37. امام، «کعبه و بررسی تاریخ بنای آن در قرآن»، ص۶۰.
  38. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۱.
  39. امام، «کعبه و بررسی تاریخ بنای آن در قرآن»، ص۶۱.
  40. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۴۵۵.
  41. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۴۵۵.
  42. طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۵۰.
  43. مغنیه، تفسیرالکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۲۰۳.
  44. غزالی، کیمیای سعادت، ۱۳۸۰ش، ج۱، ص۲۴۰.
  45. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۴۵.
  46. صفری فروشانی، مکه در بستر تاریخ، ۱۳۸۶ش، ص۹۴.
  47. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۸.
  48. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۴۶.
  49. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۴۶.
  50. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۰.
  51. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۶۴.
  52. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۶۴.
  53. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۰.
  54. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۰.
  55. صفری فروشانی، مکه در بستر تاریخ، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۸.
  56. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۳۴۹.
  57. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۳۴۹.
  58. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۶۷.
  59. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۶۷.
  60. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۷۰.
  61. امین کردی، «آخرین توسعه و مرمت کعبه»، ص۱۲۸-۱۳۰.
  62. امین کردی، «آخرین توسعه و مرمت کعبه»، ص۱۳۲.
  63. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۷۱.
  64. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۸.
  65. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۸.
  66. صبری باشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین وجزیرة العرب ۲۰۰۴م، ج۲، ص۶۶۴.
  67. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۴۵۵.
  68. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۰.
  69. صفری فروشانی، مکه در بستر تاریخ، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۶.
  70. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۴۶.
  71. صبری باشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین وجزیرة العرب ۲۰۰۴م، ج۲، ص۶۶۴.
  72. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۰.
  73. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۰.
  74. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۰.
  75. صفری فروشانی، مکه در بستر تاریخ، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۶.
  76. صفری فروشانی، مکه در بستر تاریخ، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۸.
  77. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۳۴۹.
  78. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۰.
  79. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۶۴.
  80. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۶۴.
  81. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۰.
  82. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۳۴۹.
  83. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۳۴۹.
  84. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۶۷.
  85. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۶۷.
  86. امین کردی، «آخرین توسعه و مرمت کعبه»، ص۱۳۰-۱۳۳.
  87. امین کردی، «آخرین توسعه و مرمت کعبه»، ص۱۴۰-۱۴۲.
  88. امین کردی، «آخرین توسعه و مرمت کعبه»، سایت پرتال جامع علوم انسانی.
  89. امین کردی، «آخرین توسعه و مرمت کعبه»، ص۱۴۳.
  90. شهیدثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۶۲.
  91. صفری فروشانی، مکه در بستر تاریخ، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۱.
  92. طریحی، مجمع البحرین، ۱۳۷۵ش، ج۳، ص۲۵۲.
  93. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، پاورقی ص۳۵۵.
  94. راز ولادت علی علیه‌السلام در درون کعبه»، پایگاه امام علی(ع).
  95. مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، ۱۳۶۰ش، ج۱۰، ص۱۸۸.
  96. عاملی، الزبدة الفقهیة فی شرح الروضة البهیة، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص ۴۰۶.
  97. «باب الکعبة المشرفة»، سایت الرئاسة العامة لشؤون المسجد الحرام و المسجد النبوی.
  98. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۵۳۱-۵۳۲.
  99. موسوی شاهرودی، جامع الفتاوی ـ مناسک حج، ۱۴۲۸ق، ص۱۲۳.
  100. شراب، فرهنگ اعلام جغرافیایی - تاریخی در حدیث و سیره نبوی، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۰۵.
  101. منتظری، احکام و مناسک حج، ۱۴۲۸ق، ص۱۵۲.
  102. غفاری، راهنمای حرمین شریفین، ۱۳۷۰ش، ص۱۷۸.
  103. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۴۰۷.
  104. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۹۴.
  105. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۹۵.
  106. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۸۵.
  107. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۸۴.
  108. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۸۶.
  109. صفری فروشانی، مکه در بستر تاریخ، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۶.
  110. «باب الکعبة المشرفة»، سایت الرئاسة العامة لشؤون المسجد الحرام و المسجد النبوی.
  111. الشریف، «معلومات عن باب التوبة فی الکعبة»، سایت موضوع.
  112. «باب الکعبة المشرفة»، سایت الرئاسة العامة لشؤون المسجد الحرام و المسجد النبوی.
  113. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۸۰.
  114. صفری فروشانی، مکه در بستر تاریخ، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۵.
  115. مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم‏، ۱۴۶۰ق، ج۴، ص۲۳۴.
  116. صادقی اردستانی، احمد، ‏حج از میقات تا میعاد، ۱۳۸۵ش، ص۱۰۴.
  117. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۷۷ش، ص۲۷۵.
  118. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۷۷ش، ص۲۷۵.
  119. شراب، فرهنگ اعلام جغرافیایی، ۱۳۸۳ش، ص۳۶.
  120. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۶۱.
  121. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۷۷ش، ص۲۷۵.
  122. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۶۱.
  123. عاملی، الاصطلاحات الفقهیة، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۹.
  124. مروّج، اصطلاحات فقهی، ۱۳۷۹ش، ص۲۵۰.
  125. شیخ مفید، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۵
  126. حافظ نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۵۹۳.
  127. قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۷۰.
  128. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۴۶.
  129. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۹۹۷م، ج۳، ص۴۸۷.
  130. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۴۲–۳۴۵
  131. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۹۹۷م، ج۱۱، ص۶۳۴.
  132. دفتری، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ۱۳۷۶ش، ص۱۹۰–۱۹۲.
  133. شجاعی، «کعبه در آیینه شعر»، ص۱۱۸.
  134. سعدی، گلستان، باب دوم در اخلاق درویشان، حکایت شمارهٔ ۳، سایت گنجور.
  135. پروین اعتصامی، «دیوان اشعار، قصیدهٔ شمارهٔ ۸» سایت گنجور.
  136. حافظ، «غزل شمارهٔ ۲۰۸»، سایت گنجور.
  137. عطار، دیوان اشعار، غزلیات، غزل شمارهٔ ۱۰۷، سایت گنجور.
  138. شاه نعمت‌الله ولی، «غزلیات»، غزل شمارهٔ ۴۴۸.، سایت گنجور.
  139. حافظ، «غزلیات»غزل شمارهٔ ۲۵۵، سایت گنجور.
  140. سعدی، دیوان اشعار، غزلیات، غزل شمارهٔ ۹۵.، سایت گنجور.
  141. سعدی، دیوان اشعار، غزلیات، غزل شمارهٔ ۲۳۱، سایت گنجور.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، تحقیق ابی‌الفداء عبدالله القاضی، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌شهرآشوب مازندرانی، مناقب آل‌اَبی‌طالب علیهم‌السلام، قم، انتشارات علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، تحقیق عبدالله بن عبدالمحسن الترکی، مصر، ۱۹۹۷م.
  • ابن‌منظور، لسان‌العرب، قم، ادب، ۱۴۰۵ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی السَّقا، ابراهیم الاَبیاری، عبدالحفیظ شلبی، بیروت، دارالمعرفة، چاپ اول، بی‌تا.
  • اقبال لاهوری، محمد، «پیام مشرق، بخش ۲۱۸، می‌تراشد فکر ما هر دم خداوندی دگر»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • «الهی! خانه کجا و صاحب خانه کجا؟»،سایت خبرآنلاین، تاریخ درج مطلب: ۲۲مرداد ۱۳۸۹ش، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • امام خمینی، مناسک حج، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۲ش.
  • امام، سیدجلال، «کعبه و بررسی تاریخ بنای آن در قرآن»، معرفت، شماره ۱۱۴، ۱۳۸۶ش.
  • امین کردی، عبیدالله، «آخرین توسعه و مرمت کعبه»، میقات حج، شماره ۳۶، ۱۳۸۰ش.
  • «اهمیّت کعبه و مراسم حج در روایات»، سایت آیت‌الله مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • انصاریان، حسین، «حج در آینه عرفان»، نشر مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • «باب الکعبة المشرفة»، سایت الرئاسة العامة لشؤون المسجد الحرام و المسجد النبوی، تاریخ بازدید:۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار، ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق.
  • بلاغی، عبدالحجت، حجة التفاسیر و بلاغ الإکسیر، قم، حکمت، ۱۳۸۶ق.
  • پروین اعتصامی، «دیوان اشعار، قصیدهٔ شمارهٔ ۸» سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • جناتی، محمدابراهیم، «اسامی کعبه در قرآن»، میقات حج، شماره ۱، ۱۳۷۱ش.
  • جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
  • حافظ، «غزلیات»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۱۸تیر ۱۴۰۱ش.
  • حافظ نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، مصر، دارالحرمین، ۱۴۱۷ق.
  • خرمشاهی، بهاءالدین، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • دفتری فرهاد، تاریخ و عقاید اسماعیلیه، ترجمه فریدون بدره‌ای، تهران، فرزان روز، ۱۳۷۶ش.
  • «راز ولادت علی علیه‌السلام در درون کعبه»، پایگاه امام علی(ع)، تاریخ بازدید: ۱۸تیر ۱۴۰۱ش.
  • رفیعی، سیدجواد، «شریعتی و حج»، سایت زیتون، تاریخ درج مطلب: ۱۷ مرداد ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • سعدی، «دیوان اشعار، غزلیات»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • سعدی، «گلستان،»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • سیدِ رضی، محمد بن حسین، نهج‌البلاغة، تحقیق صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • شاه نعمت‌الله ولی، «غزلیات»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • شجاعی، محمد، «کعبه در آیینه شعر»، میقات حج، ش۱۵، فروردین ۱۳۷۵ش.
  • شراب، محمدحسین، فرهنگ اعلام جغرافیایی - تاریخی در حدیث و سیره نبوی، ترجمه محمدرضا نعمتی و حمیدرضا شیخی، تهران، بی‌نا، ۱۳۸۳ش
  • شریعتی، علی «توحید و شرک»، سایت دکتر علی شریعتی، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • شریعتی، علی، حج، سایت دکتر علی شریعتی، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • شهید ثانی، زین‌الدین، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، شرح سیدمحمد کلانتر، قم، کتابفروشی داوری، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، مقدمه آقابزرگ تهرانی، تحقیق احمد قصیرعاملی، بیروت، داراحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، مؤسسة آل‌البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۶ق.
  • صادقی اردستانی، احمد، ‏حج از میقات تا میعاد، تهران، مشعر، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • صبری باشا، ایوب، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب ترجمه ماجده معروف، حسین مجیب المصری، عبدالعزیز عوض، قاهره، دارالآفاق العربیة، ٢٠٠٤م.
  • صفری فروشانی، نعمت‌الله، مکه در بستر تاریخ، قم، مرکز جهانی علوم انسانی، ۱۳۸۶ش.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین‏، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی‏، چاپ پنجم‏، ۱۴۱۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ‌الطبری، تحقیق محمدابوالفضل ابراهیم، مصر، دارالمعارف، ۱۹۶۸م.
  • ‏طریحی، فخرالدین، مجمع‌البحرین، تحقیق سیداحمد حسینی‏، تهران، کتابفروشی مرتضوی، چاپ سوم، ۱۳۷۵ش.
  • عاملی، سید محمدحسین ترحینی، الزبدة الفقهیة فی شرح الروضة البهیة، قم، دارالفقه ۱۴۲۷ق.
  • عاملی، یاسین عیسی، الاصطلاحات الفقهیة فی الرسائل العملیة، بیروت، دار البلاغة، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • عطار، دیوان اشعار، غزلیات، غزل شمارهٔ ۱۰۷، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۱۸تیر ۱۴۰۱ش.
  • غزالی، ابوحامد محمد، کیمیای سعادت، تصحیح حسین خدیوجم، تهران، کتیبه، ۱۳۸۰ش.
  • غفاری، ابراهیم، راهنمای حرمین شریفین، بی‌جا، اسوه، ۱۳۷۰ش.
  • فعالی، محمدتقی، درسنامه اسرار حج، تهران، مشعر، ۱۳۹۰ش.
  • قائدان، اصغر، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، قم، الهادی، ۱۳۸۱ش.
  • کربن، هانری، «راز معنوی خانه کعبه۲»، مترجم: بزرگ نادرزاده، مجله معارف اسلامی، شماره ۷، آبان ۱۳۴۷ش.
  • کربن، هانری، «راز معنوی خانه کعبه۳»، مترجم: بزرگ نادرزاده، مجله معارف اسلامی، شماره ۸، فروردین ۱۳۴۸ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری، محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مروج، حسین، اصطلاحات فقهی، قم، بخشایش، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
  • مشکینی، میرزا علی، مصطلحات الفقه، بی‌جا، بی‌نا، ۱۳۷۷ش.
  • مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۶۰ش.
  • مطهری، مرتضی،مجموعه آثار، تهران، صدرا، بی‌تا.
  • الشریف، عبدالرحیم، «معلومات عن باب التوبة فی الکعبة»، سایت موضوع، تاریخ بازدید: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • منتظری، حسینعلی، احکام و مناسک حج، قم، نشر سایه، ۱۴۲۸ق.
  • موسوی شاهرودی، سیدمرتضی، تهران، جامع الفتاوی مناسک حج، نشر مشعر، چاپ سوم، ۱۴۲۸ق.
  • یزدانی، خلیل‌الله، «حج در آینه شعر فارسی»، میقات حج، ش۱۶، ۱۳۷۵ش.