د خاتمیت آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د خاتمیت آیت

د خاتمیت آیت د سوره احزاب څلویښتم آیت دی او یوازنې آیت دی چې حضرت محمد(ص) په وضاحت سره وروستی پیغمبر معرفي کوي. د حضرت محمد(ص) په پیغمبرۍ سره د نبوت پاې ته رسیدل، د اسلام د دین یو ضرورت دی چې ټول مسلمانان پرې یوه خوله دي.

د آیت په پیل کښې د پیغمبر اکرم(ص) لپاره د نَسبي زوي له شتونه انکار شوی او په دوام کښې یې خاتمیت ته اشاره شوې ده. ځینې ​​مفسرین د آیت د پیل او پای تر منځ د اړیکې په اړه په دې باور دي چې خدای له نورو سره د پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د نسبي اړیکو له پرې کولو وروسته، د رسالت او خاتمیت په چوکاټ کښې له ټولو مومنانو سره د هغه معنوي اړیکې ته اشاره کوي او له مخاطبانو غواړي د پیغمبر د رسالت او مشرتابه د مقام په خاطر د هغه اطاعت وکړي.

ځینو د نبي او رسول په معنايي توپیر باندې په تکیې سره ویلي دي چې په دې آیت کښې یوازې ختمِ نبوت ته اشاره شوې نه ختمِ رسالت ته. نو امکان شته چې له حضرت محمد(ص) وروسته یو بل رسول راشي. خو مفسرانو د دغه تور په ځواب کښې ویلي دي چې د نبي په مفهوم کښې رسول هم شاملیږي؛ یعنې هر رسول نبي هم دی. په دې وجه د نبوت په ختمیدو سره به رسالت هم پاې ته ورسیږي.

موقعیت او اهمیت

د حافظ نجم محمود[۱] په قلم په نستعلیق خط لیکلې د خاتمیت آیت یوه خوشخطه لیکل شوې برخه

د سوره احزاب څلویښتم آیت، د نبوت د خاتمیت آیت یا خاتم آیت نومول شوی دی.[۲] دغه آیت د اسلام د ګرانقدره پیغمبر(ص) د خاتمیت ترټولو روښانه دلیل بلل شوی دی[۳] او د حضرت محمد(ص) یو ځانګړي فضیلت ته اشاره کوي چې د دوي په وسیله د نبوت او رسالت ختمیدل دي.[۴]

د اسلام د پیغمبر خاتمِ نبوت والی د ټولو مسلمانانو د اتفاق وړ دی [۵] او هغه د اسلام د دین یو ضرورت ګڼي.[۶] دا آیتِ شریف یوازنی آیت دی چې هم په کښې د (محمد) نوم او هم د هغه (خاتم النبیین) لقب په کښې موجود دی.[۷]

د خاتمیت د آیت متن او ژباړه

مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ٤٠ [د احزاب سوره ۴۰ آیت]


محمد په تاسو کښې د هیڅ سړي پلار نه دی خو د خدای رسول او خاتم النبیین دی او خدای تل په هر څه پوه دی



شأن نزول

د دغه مبارک آیت د شأنِ نزول په هکله ویل شوي دي چې د زید بن حارثه(چې پیغمبر ورته زوی ویلي وو) له طلاقې کړې ښځې زینب بنت جَحْش سره د رسول الله(ص) له واده کولو وروسته د منافقانو[۸] په شمول ځینو کسانو هڅه وکړه چې د پیغمبر دغه کار تیروتنه او خطا وبولي؛[۹] ځکه د جاهلیت د دودونو له مخې د خولې ویلي زوي له خپل زوي سره هیڅ توپیر نه درلود.[۱۰] خدای تعالی د دغه آیت په نازلولو سره د جهالت له دغه دود سره مبارزه وکړه[۱۱] او ویې ښودله چې د پیغمبر له خوا زید ته زوی ول، یوازې د هغه د مقام د لوړولو لپاره وو[۱۲] او د خولې ویلې زوی د خپل زوي په شان نه شي کیدې؛ لکه څنګه چې په خوله بلل شوی پلار هم د حقیقي پلار ځاې نه شي نیولې.[۱۳] خدای تعالی د آیت په دوام کښې له خلکو سره د پیغمبر(ص) د اړیکې یو بل ډول ته اشاره کوي.[۱۴]

د آیت د سر او پاې ترمینځ اړیکه

د آیت په پیل کښې له ټولو سړیو سره د پیغمبراکرم(ص) د پلارولۍ له اړیکې انکار شوی او په دوام کښې د خدای له خوا د دوي رسالت او د حضرت محمد(ص) په ذریعه د نبوت پاې ته رسیدو ته اشاره شوې ده.[۱۵] ځینو په خپلو کښې د دغو مظامینو ترمینځ د اړوند لپاره ویلي دي چې که څه هم خدای له نورو سره د رسول الله(ص) نسبي اړیکه غوڅوي خو د رسالت او خاتمیت په قالب کښې له خپل امت سره د پیغمبر(ص) معنوي اړیکه ثابتوي.[۱۶] په یو ورته تعبیر کښې حضرت محمد(ص) د هر دین د ټولو مؤمنانو پلار بلل شوی دی ځکه چې هغه به د ټولو انبیاؤ خاتم او وارث وي.[۱۷] په هم دې لړ کښې له خپلو خلکو سره د خدای د رسول(ص) مینه، دې ته په پام سره چې بل پیغمبر به رانه شي،[۱۸] د هغه پلار په شان ده چې زوی یې له هم دغه پلار پرته بل هیڅ کس نه لري.[۱۹]

ځیني په دې باور دي د پیغمبر(ص) لپاره د زوي له نفي وروسته د هغوي د رسالت او خاتمیت ذکر په دې وجه دی چې مخاطبان دې معنې ته ورسوي چې د رسول الله(ص) اطاعت د پلارولۍ د اړیکې په خاطر نه دی بلکې د دوي د رسالت او مشرۍ په وجه دی.[۲۰]

د خاتم معناپیژندنه

ځینو قراء سبعه «خاتم» په تاء باندې به کسرې سره یعنې خاتِم [۲۱] او د عاصم [۲۲] په شان ځینو نور قاریانو[۲۳] هم په تاء باندې په فتحې سره یعنې خاتَم لوستی دی، په فتحې سره خاتَم په دې معنا دی چې د اسلام ګران پیغمبر(ص) وروستی پیغمبر دی[۲۴] او په کسرې سره د خاتِم معنا دا ده چې دوي د نبوت د لړۍ ختموونکي او پاې ته رسوونکي دي.[۲۵] ځیني باوري دي چې فتحه او کسره چندانې فرق نه کوي او ورڅخه یوه معنا اخیستله کیږي.[۲۶]

ځیني مفسران په دې باور دي چې خاتَم د هغه څیز معنا ورکوي چې په وسیله یې پاې ته رسول کیږي او د هغه مُهر برابر دی چې ورسره کور، لوښی یا لیک له هر ډول ورپسې بدلونه خوندي کیږي.[۲۷] له بلې خوا له دې امله چې د مهر لګولو یو اوزار هغه ګوتمې وې چې د هر کس مهر به ورباندې کنده کیده، په هم دې وجه خاتَم د ګوتمې په معنا هم راغلی دی[۲۸] او د مهر له نقش پرته زینتي ګوتمو ته هم خاتم ویل شوي دي.[۲۹] په هم دې بنیاد، ځینو ویلي دي چې د پیغمبرانو په خاتم باندې د اسلام د قدرمن پیغمبر(ص) د توصیف کیدو موخه د نبوت ختمیدل نه دي بلکې د آیت هدف د انبیاؤ د زینت او ښکلا په توګه د دوي د موقعیت بیانول دي. دغه تفسیر د خاتم او ګوتمې د کلمې د اړیکې اصل ته په پام سره، د ځینو مفسرانو له خوا مردود ګڼل شوی دی.[۳۰]

د نبوت او رسالت پاې

اصلي مقاله: خاتمیت

په ځینو موقعو د دې آیت د مفادو[۳۱] او حتی د خاتمیت د اصل په هکله شکونه مطرح شوي دي.[۳۲] یو شمیر په دې شک اخته دي چې خدای تعالی د خپل پیغمبر له خوا یوازې د نبوت خاتمیت ته اشاره کړې او ممکنه ده حضرت محمد(ص) وروستی او اخري رسول نه وي.[۳۳] مفسرانو د دغه شک په ځواب کښې نبي په رسول کښې شامل ګڼلی او د نبوت خاتم به لوړه طریقه د رسالت خاتم هم ګڼي.[۳۴] لکه څنګه چې رسالت هم د غیبي مواردو او خبرونو یوه برخه ده چې د ځینو نبیانو یعنې هغو کسانو له خوا چې له غیبو څخه (د دین او دیني حقایقو) خبر ورکوي، خلکو ته وړاندې کیږي. په نتیجه کښې پیغمبر اکرم(ص) هم «خاتم‌النبیین» دی او هم «خاتم‌الرسل» او له خلکو سره یې اړیکه هم له دې امله ده چې د خدای رسول او استازی دی او هم په دې وجه ده چې نبي دی او د خدای له خوا د غیبو خبرونه خلکو ته رسوي او ټول کارونه یې د خدای په حکم دي.[۳۵] البته د رسول او نبي ځینې نورې معناوې هم وړاندې شوې دي..[۳۶]

د پیغمبر له اولادونو او د حسنینو(ع) له مقام سره د آیت ټکر

سره له دې چې د خاتمیت آیت، د خدای ګران پیغمبر(ص) په ډاګه له خپلو مخاطبو سړیو څخه د هیڅ کوم پلار نه دی بللی، د قاسم، عبدالله او ابراهیم په شان د پيغمبر(ص) د اولادونو او همداشان د امام حسن او امام حسین علیهم السلام شتون، چې د رسول الله(ص) اولادونه به ګڼل کیدل، د دغه آیت یو چیلنج ګڼل کیږي.[۳۷] ځینو په ځواب کښې ویلي دي چې په آیت کښې د «رجال» یعنې سړیو کلمه استعمال شوې او هغه اولادونه چې په ماشومتوب کښې وفات شوي دي، نه شاملیږي.[۳۸] حسنین(ع) هم د دغه آیتِ شریف د نازلیدو په وخت د بلوغ حد ته نه وو رسیدلي.[۳۹] په بله وینا خدای تعالی په آیت کښې وايي چې پیغمبر یې په تاسو کښې له موجودو سړیو څخه د هیڅ یو پلار نه دی.[۴۰]

د حسنینو(ع) په هکله دا ځواب هم ویل شوی چې دغه دواړه اولادونه په واسطې سره دي او آیتِ شریف د بې واسطې اولادونو نفي کړې ده.[۴۱] ځینو کسانو هم ویلي دي چې د آیت له مخې، د خدای ګران رسول(ص) په تاسو کښې د هیڅ سړي پلار نه دی، حال دا چې له ځان څخه د سړیو پلار کیدې شي.[۴۲] دغه تعبیر د مباهلې له آیته استفاده شوی دی چې امام حسن(ع) او امام حسین(ع) یې د «ابنائنا» زمونږ د ځامنو په تعبیر یاد کړي دي.[۴۳]

د ځینو اهل سنت مفسرانو د ادعا مطابق، که پیغمبر(ص) یو ښه، بالغ او لایق زوی درلودلی نو بیشکه چې له هغه وروسته به د نبوت مقام ته رسیده، په دې وجه، خدای تعالی د دوي لپاره د هر ډول زوي په نفي کولو سره، پیغمبر(ص) خپل رسول او وروستی پیغمبر معرفي کړی دی.[۴۴]

فوټ نوټ

سرچينې