خاتمیت

د wikishia لخوا

خاتَمِیّت، مطلب دا چې حضرت محمد(ص) وروستى پيغمبر دى او اسلام وروستى آسماني دين دى او له هغه وروسته به بل پيغمبر يا الهي دين نه وي. د خاتمیت موضوع په قرآن او اسلامي احادیثو کې ذکر شوې ده، او مسلمان پوهان دا د اسلام د دین له ضرورياتو ګڼي.

د سورة الاحزاب په څلویښتم آیت کې د اسلام پیغمبر د «خاتَم النبیین» په توګه معرفي شوی، کوم چې مسلمان پوهانو هغه په دې معنا تفسیر کړی دی چې هغه د خدای وروستی پیغمبر دی. د اسلام د دين جامعيت او د قرآن تحریف او بدلون نه قبلول یې د خاتمیت او نوي دین ته د اړتیا نه درلودو سببونه بیان کړي دي.

د شلمې پیړۍ له پای څخه د بابیت او بهائیت په څیر د فرقو د رامینځته کیدو له امله چې د نوي شریعت ادعا یې کوله او همدارنګه د وحی او نبوت په اړه د نویو نظریاتو د رامینځته کیدو له امله د خاتميت بحث په دیني بحثونو کې د ځانګړې پاملرنې وړ شو.

د خاتمیت په هکله چې کوم کتابونه لیکلی شوي دي له هغو څخه: «الخاتمیة فی الکتاب و السنة و العقل الصریح» کتاب چې د شیعو لوی مجتهد جعفر سبحانی لیکلی او بل کتاب «ختم النبوة فی ضوء القرآن و السنة» دی چې ابوالاعلی مودودي (۱۲۸۲-۱۳۵۸ش) د جماعت اسلامی پاکستان بنسټګر لیکلی دی.

ټکي پيژندنه

خاتمیت، له خَتَم مادې وتی دی. خَتَم د یو څیر اخر ته رسیدل دي.[۱] خاتَم‌ُالنببین یعنی هغه کس چې نبوت په هغه باندې پای ته ورسید.[۲] خاتمیت په اصطلاح کې په دې معنا دی چې پيغمبر(ص) د الله تعالی اخري نبي دی او له هغه وروسته به بل پیغمبر نه راځي.[۳] د حضرت محمد(ص) د خاتم شونې دې پایلی ته رسو چې د هغه دین اخرنۍ دین دی.[۴]

د خاتمیت مقام او اهمیت

خاتمیت د نبوت او رسالت د ختمیدو په معنی دی او د اسلام اخري دین شونه د اسلام د دین له ضرورياتو ده او په قرآن کریم او احادیثو کې یې یادونه شوې ده.[۵]

د ځینو څیړونکو په اند، د شلمې پیړۍ تر پایه د خاتميت موضوع په اسلامي منابعو کې په پراخه او خپلواکه توګه مطرح نه وه. دوي وايي چې د بهائیت او بابیت په څیر د فرقو ظهور او د دوي له خوا د نوي شرعيت دعوا کول او همدارنګه د مذهب په دودیز نظر کې د مختلف چلند رامینځته کول چې د نبوت او وحي یو ځانګړی تفسیر کوي، دا ټول د دې لامل شول چې څیړونکي د خاتمیت مسلې ته اهمیت ورکړي.[۶]

ځینو ویلي دي چې د خاتمیت نوې رویه د اقبال لاهوري له وینا سره پیل شوې او د هغې په انتقادونو او څیړنې یې دوام موندلی دی.[۷] د هغه د افکارو په هکله کتابونه او رسالې ولیکل شوې. مرتضی مطهري له هغه لومړنیو کسانو څخه دی چې د اقبال لاهوري په نظریو یې نیوکه کړې ده.[۸]

د مسیحیت په تعلیماتو کې د خاتمیت خبرې نه نه وې شوې؛ خو ویل کیږي چې ځینو عیسوي پوهانو له مسلمانانو سره په کلامي بحثونو کې، په ځانګړې توګه د هجري په دویمه پیړۍ کې، ویلي چې عیسی(ع) خاتم الانبیا دی.[۹]

د خاتمیت دلیلونه

د پیغمبر(ص) د خاتمیت سبق هم په قرآن او هم په اسلامي حدیثونو کې راغلی دی.[۱۰]

قرآني دلیلونه

اصلي مقاله: د خاتمیت آیت

د دې عقیدې یو له قرآني دلایلو څخه چې متکلمانو ورسره دلیل راوړی دی د سورت احزاب 40 آیت دی: ما کانَ مُحَمدٌ أبا أَحَدٍ مِنْ رجالِکمْ وَلکنْ رسولَ اللّهِ و خاتمَ النبیینَ؛ محمد ستاسو په سړيو کې د چا پلار نه دی، خو هغه د خدای رسول او د پیغمبرانو خاتم دی.[۱۱]

په دې آیت کې د خاتم ټکی په دوه طریقو ویل شوی دی خاتَم او خاتِم: د عاصِم د تلاوت له مخې خاتم د «تا» زبر سره ویل کیږي چې یا د باب مفاعله فعل ماضي دی د ختمولو په معنا دی، یا اسم دی چې د پیغمبرانو د ټاپې او مهر په معنا دی[۱۲] په بل قرائت کې «تا» زیر سره خاتِم ویل کیږي چې اسم فاعل دی او د پیغمبرۍ د ختموونکي په معنا دی.[۱۳]

د مرتضی مطهري په وینا، د دواړو قرائتونو له مخې، د آیت مفهوم دا دی چې حضرت محمد(ص) د الله تعالی اخرنۍ پیغمبر دی.[۱۴]

د خاتمیت د ثابتولو لپاره یو بل آیت سره هم دلیل راوړی شوی دی؛ مثلا ویل شوي دي هغه آیتونه چې د پیغمبر(ص) رسالت عام او پراخ ښايي، د خاتمیت بیان کوونکي دي.[۱۵] لاندیني آیاتونه له دغې ډلې دي:[۱۶]

  • «وَ ما أَرْسَلْناک إِلاَّ کافَّهً لِلنَّاسِ بَشِیراً وَ نَذِیراً؛ او مو ته ټولو خلکو ته نه یې لیږلې مګر وېروونکی او زیرې ورکوونکی»[۱۷]
  • «تَبارَک الَّذِی نَزَّلَ الْفُرْقانَ عَلی عَبْدِهِ لِیکونَ لِلْعالَمِینَ نَذِیراً؛ لوی دی هغه ذات چې په خپل بنده یې فرقان نازل کړ، چې د عالمینو لپاره خبردارې ورکوونکی وي.»[۱۸]
  • «و ما اَرسلناک اِلّا رحمةً لِلعالمین؛ او ته مې یوازې د عالمینو لپاره رحمت ولیږلې».[۱۹]

روايي دلیلونه

د خاتمیت په اړه حدیثونه د شیعه او سني احادیثو په کتابونو کې راغلي دي. د بېلګې په توګه د اسلام پېغمبر(ص) د منزلت په حديث کې له خپل ځان سره د علي(ع) نسبت داسې وګڼه لکه څه رنګ موسی سره د هارون نسبت و، په دې توپير چې له هغه وروسته به هېڅ پېغمبر نه راځي.[۲۰] همدارنګه له هغه څخه روايت دی چې که څوک له ما وروسته د نبوت دعوه وکړي هغه درواغجن دی.[۲۱]


له امامانو څخه په نقل شوو دعاګانو کې هم د پیغمبر(ص) خاتمیت ته اشاره شوې ده.[۲۲]

ختم نبوت ولی؟

مسلمان مفکرینو په تېره بیا په معاصره زمانه کې د خاتمیت د علت په اړه ډېر دلیلونه وړاندې کړي دي چې په هغو کې د قرآن تحریف نه منل، د اسلام جامعیت او پیغمبرانو ته اړتیا نه لرل شامل دي:

د قرآن تحریف‌ نه منل

همدارنګ وګورئ: قرآن کې تحریف نه شونه

د نوي الهي دين راتلل له دې سببه وو چې د پخواني پېغمبرانو په دينونو کې تحريف شوی و؛ خو دا مسله په اسلام کې نه پلي کیږي. ځکه چې خدای تضمین کړی چې قرآن به تحریف نه کوي. نو دې ته په پام له اسلام وروسته بل دين ته اړتيا نشته.[۲۳]

د اسلام جامع شونه

اصلي مقاله: د اسلام جامعیت

د دين د بشپړېدو د آيت پر بنسټ، چې وايي: «نن ما ستاسو لپاره ستاسو دين بشپړ کړ»، اسلام يو جامع دين دى او د راتلونکو نسلونو اړتياوې پکې شاملې دي. په نتيجه کې بل دین ته ضرورت نیشته.[۲۴]

له تبلیغي پیغمبرانو بې‌نیازي

د نوي پېغمبر د ظهور يو لامل د شريعت تفصيلات او د خداى او خلكو ترمنځ د اړيكې دوام دى. په اسلام کې دا مسئله د رسول الله(ص) او د معصومو امامانو له خوا برابره شوې ده او د دولسم امام په غياب کې د دين تفسير جامع الشرائط مجتهدانو ته سپارل شوى دى. له همدې امله د تبلیغي پیغمبرانو موجودیت ته اړتیا نشته.[۲۵] د خاتمیت په اړه معاصر فیلسوف او مفکر مرتضی مطهري په دې باور دی چې د خاتمیت دوره د پخوانیو دورونو په پرتله وروستۍ او ځانګړې (تخصصي) دوره ده. یعنی د انسان صاحب نظر شونه(متخصص شونه) ده لکه د پوهنتون دوره  چې یو تخصصي دوره ده. یعنی د لیدتوګې د خاوند کیدو دوره ده. یعنی په اړونده برخه کې سپیشلسټ کیدل دي. په عمومي توګه د انسانانو لپاره د وروستي دین دوره، نه د بل شخص په اړه د یو ځانګړي شخص په نظر کې نیولو سره، د نظر د درلودلو دوره ده. یعنی خلک په دیني مسلو کې دومره مخکې شوي چې د نظریې خاوندان شوي. هغه همدارنګ په دې باور دی چې د ابراهیم، ​​موسی او عیسی په دینونو کې دا ډول څیزونه نه وو، او هغه څه چې قرآن یې د "فقاهت" او "دین کې تفقه" په توګه تشریح کوي هغه په تیرو دینونو کې په هیڅ ډول نه لیدل کیږي.[۲۶]

په خاتمیت باندې نیوکې

د پیغمبر(ص) په خاتمیت باندې ځینې اعتراضات شوي دي چې د مسلمانانو عالمانو هغې ته ځوابونه ورکړي دي.[۲۷]

خاتم د ښکلا په معنا دی

له هغو ځینې یو دا دی چې ویلي شوي دي: د سوره احزاب په 40 آیت کې «خاتم» د ګوتۍ او حلقې په معنا دی او مطلب یې دا دی چې پیغمبر(ص) د پیغمبرانو زینت دی، نه اخرنۍ پیغمبر.[۲۸]

په ځواب کې يې ویلي شوي دي چې خاتم اصل کې د ختمولو وسيله ده او حلقه هم د خاتم په نوم يادېده ځکه پخوا به په ګوتو باندې د خطونو مهر لګول کیده او لیک به ختمولی شو. له همدې امله د "خاتم" کلمه د "ښکلا" په معنی کارول د هغه معنی سره مخالفه ده چې له آیت څخه ذهن ته راځي.[۲۹]

د رسالت ختمیدل که د نبوت ختمیدل؟

ځینو خلکو پر خاتمیت اعتراض کړی دی، ځکه چې قرآن کریم هغه د خاتم النبیین په عبارت سره ذکر کړی، نه د خاتم المرسلین. له همدې امله پیغمبر وروستی نبی دی، نه وروستی رسول او ممکنه ده له هغه وروسته بل رسول مبعوث شي.[۳۰]

لکه څنګه چې په تفسیر نمونه کې راغلي، ځینو ځواب ورکړی چې: د رسالت مرتبه ​​تر نبوت لوړه ده او هغه څوک رسالت ته رسیږي چې اول نبوت ته رسیدلی وي. په پایله کې، کله چې نبوت پای ته رسیږي، نو رسالت خپل په خپله پای ته رسیږي.[۳۱]

د خاتمیت د نظریې معنا دا ده چې عقلانیت د وحي پرځای پیل شو

عبدالکریم سروش له اقبال لاهوري څخه نظر اخستی او د هغه د خبرو په تاییدولو او د نبوي تجربو د پراخوالي په نظریه[۳۲] تکیه کړې، د خاتمیت یوه بله معنا یې وړاندې کړې ده[۳۳]، د دې نظریې پر اساس د بشریت عقلونو دومره پرمختګ کړی دی چې د هغه ې په وسیله د خوشالۍ او هدایت لاره خپلولی شي. له همدې امله "عقل" د "وحی" ځای نیولی دی او دا اړینه نه ده چې پیغمبران راولیږلی شي او نبوت ته دوام ورکړی شي.[۳۴] پیغمبران د غرایزو د واکمنۍ دورې سره تړلي وو او کله چې انسان له هغه دور (د غرایزو د حاکمیت دور) څخه ووت او د عقل د واکمنۍ دورې ته ورسېد، نو له پېغمبر او وحي بې نیازه کیږي[۳۵] په پايله کې اسلام په دې کار سره انسان له ماشومتوبه تر بلوغه رسولی.[۳۶] سروش دا خبره هم کوي چې پیغمبرانو به ډېر کم استدلال کاوه.[۳۷] ​​له همدې امله د دینونو ژبه د ولایت ژبه ده نه د استدلال[۳۸].

د سوروش په وینا، د خاتمیت معنا پر همدې بنسټ ولاړه ده: پرته له استدلال حکم کول، چې دا د پېغمبر په وفات سره له منځه لاړل او له پېغمبره وروسته هېڅوک حق نه لري چې پرته له دليله نورو ته حکم وکړي.[۳۹]

په هرصورت، مذهبي تجربه حتی د پیغمبر څخه وروسته هم دوام لري او د خاتمیت له دې معنی سره مخالفت نه لري. ځکه چې د افرادو دیني تجربه یوازې په ځان پورې محدودیږي، او دا د نورو لپاره حکم نه شي کیدی چې عمل کول پری ضروري وي.[۴۰] او په نورو باندې هیڅ حجت نلري.[۴۱] له پیغمبر څخه وروسته هیچا سرپرستي او ولایت نه درلود او یوازې د انسانانو په جمع اجتماعي عقل، د انسانانو ولی او حاکم دی.[۴۲]

همدارنګ وګوري: د نبوي تجربې پراختیا

نقد

مرتضی مطهري په کتاب خاتم النبوت کې د اقبال خبرې د دین د ختمیدو او وحې ته اړتیا نه لرلو په معنا ګڼلي دي چې نه یوازې دا چې په خپله دین سره مطابقت نه لري[۴۳] بلکې د تجربي عقل حاکمیت د اقبال خپلو اصولو، چې باطني تجربه مني، سره هم مطابقت نه لري.[۴۴] د مطهري د عقیدې له مخې د خاتمیت په زمانه کې خلکو ته ویل کیږي چې ستاسو عقل دې حد ته رسیدلی چې تاسو ته هغه څه ویل شوي چې کوم څه باید تاسو ته د وحی له لارې ویل شوی وې او تاسو باید هغه پلي کړئ او خپل ژوند د تل لپاره د هغې مطابق کړئ. په نورو ټکو، د خاتم د دورې معنی دا نه ده چې د تمدن یوه دوره د خاتميت دوره بلل کیږي، او د تمدن دوره د خاتميت لپاره ملاک نه ده. د خاتمیت دوره هغه وخت ته ویل کیږي چې بشریت داسې پړاو ته رسیدلی وي چې که قانون ورته جوړ او وښوول شي نو هغه ضبطولی شي او بیا د تل لپاره د خپل عقل په زور له هماغه قانون څخه کار اخلي.[۴۵]

د اقبال او د سروش د انتقاد کوونکیو په وینا، د خاتمیت د دې معنې په اساس د نبیانو لیدتوګه د عقل په خلاف لیدتوګه ګڼل شوې ده او مراد به یې دا وي چې د نبوت ختمیدلو سره عقلونه آزاد شول.[۴۶] په داسې حال کې چې قرآن خپل مخالفان عقل ته بلي چې استدلال او برهان راوړي: قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ[۴۷] [۴۸] په خپله هم د فرعون غوندې کسانو په وړاندې، چې د هغوي په بطلان کې هیڅ شک نه و، دلیل او برهان راوړي.[۴۹] همدارنګ قرآن مجید په ځلونو ځلونو د احکامو علت او حکمت ته د خلکو پام راړوي او کله چې یې حکمت او علت بیان کړي نو له هر یو بیان وروسته داسې الفاظ راوړي: «لعلهم‌ یرشدون» «ښايي چې سعادت او نیکمرغۍ ته ورسي» بقره ۱۸۶، او «لعلکم‌ تهتدون»«ښايي چې هدایت شئ»آل عمران ۱۰۳ او «لعلکم‌ تفلحون» «ښايي چې فلاح بیا مومئ» سوره اعراف۶۹ [۵۰] تر دې چې د پيغمبر(ص) په وینا پيغمبران د دې لپاره راغلي وو چې خلکو سره د هغوي د عقل په اندازه خبرې وکړي.[۵۱][یادداشت ۱] دا روایت او همدارنګ نور روایتونه د پيغمبرانو د عقلانیت نښه ده.[۵۲]

همدارنګه منتقدین د سروش د خبرو لازمه د دین د یوې مهمې برخې او د تاریخي ادعاوو او چارو د باطلولو په نامه یادوي.[۵۳] همدارنګه د دې نظریې پر بنسټ د دین ساحه د غیر منطقي ډګر او له عقله د تښتیدو په توګه ګڼل کیږي.[۵۴]

خاتمیت او د حضرت عیسی(ع)رجعت(بیا راتږ)

د خاتمیت د آيت د تفسير لاندې د حضرت عيسى(ع) د رجعت مساله هم مطرح شوې ده چې بې له شکه دا د رسول الله(ص) له خاتمیت سره په تضاد كې نه ده. ځکه چې مسیح به د رجعت په وخت د پيغمبر(ص) په دین وي[۵۵] لکه څه رنګ چې د هغه نبوت په اصل کې د اسلام له پیغمبر(ص) څخه مخکې و[۵۶] نو دې ته په پام چې د پيغمبر(ص) په راتلو سره ټول شریعتونه نسخ شوي دي[۵۷] او د نورو دینونو د پیروانو ادعاوې نه منل کیږي،[۵۸] نو عیسی(ع) به د رسول الله (ص)د شریعت د استازي او د هغه د امت د یو غړي په توګه به راګرځي.[۵۹]

کتاب‌ پيژندنه

د خاتمیت په هکله ځینې کتابونه لیکلي شوي دي: چې ځینې یې دا دي:

  • «خاتمیت» لیک د شهید مطهري.
  • ختم النبوة فی ضوء القرآن و السنة، د ابوالاعلی مودودي (۱۲۸۲-۱۳۵۸ش) کتاب، د جماعت اسلامی پاکستان جوړوونکی. دا کتاب په اردو ژبه لیکلی شوی دی او دا مسلې یې څیړلي دي: خاتمیت په قرآن او روایتونو کې، د خاتم ټکي لغوي او اصطلاحي معنې، په ختم نبوت باندې د اصحابو او عالمانو اجماع، د حضرت مهدی ظهور او د حضرت عیسی نزول. خلیل‌احمد حامدی دا کتاب په عربۍ ژبه ژباړلی دی.
  • الخاتمیة فی الکتاب و السنة و العقل الصریح، د جعفر سبحانی لیکلی. دا کتاب په عربۍ ژبه لیکلی شوی دی.په دې کتاب کې خاتمیت له لغوي نظره څیړل شوی دی، د خاتمیت قرآني، روایي او عقلي دلیلونه راوړی شوي دي او په هغې باندې د نیوکو ځوابونه ورکړی شوي دي. رضا استادي دا کتاب په فارسۍ ژبه ترجمه کړی دی.[۶۰]

فوټ نوټ

  1. ابن‌فارس، معجم مقائیس اللغه، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۴۵.
  2. مطهری، خاتمیت، ۱۳۸۰ش، ص۲۶.
  3. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۲۵.
  4. مصباح، راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۱۷۷.
  5. مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، واجب‌الاعتقاد، ۱۳۷۴ش، ص۵۲؛ سبحانی، «خاتمیت و مرجعیت علمی امامان معصوم»، ص۵۹؛ مصباح، راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۱۷۷.
  6. رضانژاد، «خاتمیت، نفی بابیت»، ص۳۹۷.
  7. عباسی، «خاتمیت از دیدگاه استاد مطهری و اقبال لاهوری»، ص۷.
  8. عباسی، «خاتمیت از دیدگاه استاد مطهری و اقبال لاهوری»، ص۹.
  9. پاکتچی، «خاتمیت»، ص۵۸۴.
  10. عارفی، خاتمیت و پرسش‌های نو، ۱۳۸۶ش، ص۱۹.
  11. سوره احزاب، آیه۴۰.
  12. مطهری، خاتمیت، ۱۳۸۰ش، ص۱۴.
  13. میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۶۲.
  14. مطهری، خاتمیت، ۱۳۸۰ش، ص۱۴.
  15. وګورئ: مطهری، خاتمیت، ۱۳۸۰ش، ص۱۷.
  16. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۷، ص۳۴۱-۳۴۲.
  17. سوره سباء، آیه ۲۸.
  18. سوره فرقان، آیه۱.
  19. سوره انبیاء، آیه۱۰۷.
  20. مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، باب من فضائل علی بن ابی‌طالب، ص۱۸۷۰.
  21. شیخ صدوق، مَن لایحضُرُه الفقیه، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۱۶۳.
  22. مثال په توګه وګورئ: طوسی، مصباح‌المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۸۳؛ سیدبن‌طاووس، فلاح‌السائل، ۱۴۰۶ق، ص۲۲۱.
  23. مصباح، راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۱۸۴-۱۸۵.
  24. مصباح یزدی، راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۱۸۵-۱۸۶.
  25. مصباح یزدی، راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۱۸۶-۱۸۷.
  26. https://lms.motahari.ir/book-page/19/آشنایی%20با%20قرآن،%20ج%202?page=170 مطهری، آشنایی باقرآن ، ج۲، ص۱۷.
  27. میرزا حسین علی بها، ابقان، ص۱۳۶؛ به‌نقل از عارفی، خاتمیت، ۱۳۸۶ش، ص۶۵.
  28. حسینی طباطبایی، ماجرای باب و بها، ص۱۶۳: به نقل از عارفی، خاتمیت، ۱۳۸۶ش، ص۶۲.
  29. مصباح، راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۱۸۰.
  30. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۷، ص۳۳۸.
  31. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۷، ص۳۳۸.
  32. سروش، بسط تجربه نبوی، ۱۳۸۵ش، ص۶۵.
  33. جعفری، «معنا و مبنای خاتمیت از منظر روشنفکران»، ص۴۰.
  34. اقبال لاهوری، احیای فکر دینی در اسلام، ۱۳۴۶ش، ص۱۴۵-۱۴۶.
  35. اقبال لاهوری، احیای فکر دینی در اسلام، ۱۳۴۶ش، ص۱۴۵-۱۴۶.
  36. اقبال لاهوری، احیای فکر دینی در اسلام، ۱۳۴۶ش، ص۱۴۵-۱۴۶.
  37. «مبانی روشنفکری دینی در گفتگو با دکتر سروش»
  38. سروش، بسط تجربه نبوی، ۱۳۸۵ش، ص۷۴.
  39. «مبانی روشنفکری دینی در گفتگو با دکتر سروش»
  40. سروش، بسط تجربه نبوی، ۱۳۸۵ش، ص۷۳.
  41. سروش، بسط تجربه نبوی، ۱۳۸۵ش، ص۷۵-۷۶.
  42. سروش، بسط تجربه نبوی، ۱۳۸۵ش، ص۷۵-۷۶.
  43. مطهری، مجموعه آثار، ج۲، ص۱۸۷.
  44. مطهری، مجموعه آثار، ج۲، ص۱۸۹.
  45. مطهری، اسلام و نیازهای زمان، ج۱، ص۲۲۰.
  46. بهمن‌پور، «بنگر که را به قتل که دلشاد می‌کنی»، ص۸۲۷.
  47. سوره بقره، آیه۱۱۱.
  48. فاضلی، «نادرنگری»، ص۸۳.
  49. فاضلی، «نادرنگری»، ص۸۴.
  50. فاضلی، «نادرنگری»، ص۸۳.
  51. ملاصدرا، شرح أصول الكافی، ۱۳۸۳ش، ج۲، ص۱۳۸.
  52. فاضلی، «نادرنگری»، ص۸۵.
  53. «مبانی روشنفکری دینی در گفتگو با دکتر سروش»
  54. «مبانی روشنفکری دینی در گفتگو با دکتر سروش»
  55. بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج۴، ۲۳۳؛ قمی مشهدی، کنز الدقائق، ۱۳۶۸ش، ج۱۰، ص۳۹۸.
  56. شبر، الجوهر الثمین، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۱۵۰.
  57. سبزواری نجفی، ارشاد الاذهان، ۱۴۱۹ق، ص۴۲۸.
  58. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص: ۵۶۷.
  59. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۵۴۵.
  60. [http://opac.nlai.ir/opac-prod/bibliographic/1641169 سازمان اسناد و کتابخانه ملی ایران]

سرچينې

  • اقبال لاهوری، محمد، احیای فکر دینی در اسلام، با ترجمه احمد آرام، تهران، رسالت قلم، ۱۳۴۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، مَن لایحضُرُه الفقیه، چاپ علی‌اکبر غفاری، قم ۱۴۱۴ق.
  • رضانژاد، عزالدین، خاتمیت، نفی بابیت، انتظار موعود، ش ۱۸۶، ۱۳۹۱ش.
  • ابن فارس، احمد بن فارس، معجم مقاییس اللغة، تحقیق عبدالسلام محمد هارون، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۰۴ق.
  • ابن طاووس، علی بن موسی، فلاح السائل و نجاح المسائل، قم، بوستان کتاب، ۱۴۰۶ق.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، بیروت،‌دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
  • پاکتچی، احمد، مدخل خاتمیت در دائرة المعارف بزرگ اسلامی.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الأقاویل فی وجوه التأویل، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • سبحانی، جعفر، «خاتمیت و مرجعیت علمی امامان معصوم علیهم‌السلام»، کلام اسلامی، ش۵۵، پاییز ۱۳۸۴ش.
  • سبحانی، جعفر، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، به قلم حسن محمد مکی عاملی، ج۳، قم ۱۴۱۲ق.
  • سبزواری نجفی، محمد، ارشاد الاذهان الی تفسیر القرآن، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۱۹ق.
  • شبر، عبدالله، الجوهر الثمین فی تفسیر الکتاب المبین، کویت، شرکة مکتبة الالفین، ۱۴۰۷ق.
  • طباطبائی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفترانتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طریحی، فخر الدین، مجمع البحرین، تصحیح: سید احمد حسینی، تهران، کتابفروشی، ۱۴۱۶ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجّد و سلاح المتعبد، بیروت، مؤسسه فقه الشیعه، ۱۴۱۱ق/ ۱۹۹۱م.
  • عارفی شیرداغی، محمداسحاق، خاتمیت و پرسش‌های نو، مشهد، دانشگاه علوم اسلامی رضوی، ۱۳۸۶ش.
  • عباسی، ولی‌الله، «خاتمیت از دیدگاه استاد مطهری و اقبال لاهوری»، رواق اندیشه، ش ۲۸، فروردین ۱۳۸۳ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، واجب الاعتقاد علی جمیع العباد، قم، کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی، ۱۳۷۴ش،
  • قمی مشهدی، محمد بن محمدرضا، تفسیر کنز الدقائق و بحر الغرائب، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۶۸ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی‎اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مسلم بن حجاج، المسند الصحیح المختصر بنقل العدل عن العدل الی رسول الله صلی‌الله علیه و سلم، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • مصباح، محمدتقی، راه و راهنماشناسی(بخش ۴ و ۵ معارف قرآن)، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، قم، ۱۳۷۶ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار استاد شهید مطهری، بی‌نا، بی‌تا.
  • مطهری، مرتضی، خاتمیت، تهران، صدرا، ۱۳۸۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • میبدی، احمد بن ابی‌سعود، کشف الاسرار و عده الابرار، تحقیق: علی اصغر حکمت، تهران: نشر امیرکبیر، ۱۳۷۱ش.