د رحبه پیښې

د wikishia لخوا

د رُحْبَه پیښې یا د رُحْبَه مُناشَدې د یو شمیر صحابي شاهدی ورکول ته اشاره کوي چې د رسول الله(ص) څخه د غدیر حدیث اوریدلي دی. دغه پیښه د امام علي(ع) په غوښتنه ترسره شوه او د ۱۲ څخه تر ۳۰ تنو کسان د شهادتونو شمیر یې شمیرلی ده. د رُحبه کیسه په شیعه او سني سرچینو کې روایت شوې.

پیښې او نوم ورکول

د علامه امیني په وینا؛ په ۳۵ قمری کال کې ځینې د امام علي(ع) د غورتیا په اړه چې د رسول الله(ص) لخوا ویل شوي، هغه ته اتهام ورکړه او د خلافت په اړه یی شخره او ننګول شوی و، له همدې امله؛ امام علي(ع) د کوفی په رحبه د خلکو په ټولنه کې حاضر شو ترڅو د خپل حق دفاع وکړي او د هغه کسانو رد کړي چې په خلافت کې ورسره شخره وکړي، هغه د غدیر حدیث پر بنسټ هغوی سره مناشده(د الله پرباندې لور)وکړ[۱] نو د رحبه کیسه، یا «مناشده رحبه» هم یادونه وکړه چې حضرت علي(ع) د خپل وینا په پیل کې دی ټکو سره «انشد الله؛ په خدای قسم کوم» له حاضرانو څخه وغوښتل چې د غدیر حدیث ته شاهدي ورکړئ. [۲] [یادونه۱] مناشده، خدای ته قسم ورکول په معنی دی.[۳]

د حضرت علي(ع) له وینا وروسته، ځینې صحابي راپورته شول او شاهدي یې ورکړه چې دوی د پیغمبر(ص) څخه د غدیر حدیث اوریدلی دی. البته، په ځینې سرچینو راغلي ده چې ځینې کسان د زید بن ارقم په څیر له شاهدي ورکولو څخه ډډه وکړ او حضرت په هغوی باندې نفرین وکړ.[۴] البته، سید محسن امین لیکي چې د براء بن عازب په اړه هم داسې روایت راغلي ده او داسې ښکاريږی، هغه روایتونو چې شاهدي نه ورکول ته په زید یې منسوب کړې؛ د براء سره مشتبه شوی دی. ځکه چې ډیری روایت کونکو د زید څخه د غدیر حدیث روایت کړې ده. سربیره پردې، زید یو له هغو کسانو څخه دی چې علي(ع) کې له نورو څخه غوره ګني او د دې امام یو ځانګړی ملګری و.[۵]

شهادت ورکونکي

په سرچینو کې، د هغه خلکو شمیر چې د رحبه په ورځ یې د غدیر حدیث اوریدو شاهدي ورکړې په مختلف ډول راخیستل شوي. لږترلږه ۱۲ او زیاتره حد کې دیرش کسان نقل شوي. علامه امینی،د اهل سنتو له کتابونو څخه د هغه چا شمیر چې شاهدي یې ورکړې، ۲۴ تنه راپور کړی دی.[۶] مګر د احمد حنبل په روایت ویل شوي چې په هغه ورځ د شاهدانو شمیر دیرش کسان و.[۷]

ابوعمره انصاری، ابوالهیثم بن تیهان، ابوایوب انصاری، خزیمة بن ثابت انصاری (ذو الشهادتین)، سهل بن حنیف، ابوسعید خدری، سهل بن سعد انصاری، عبدالله بن ثابت انصاری (خادم رسول خدا)، عبید بن عازب انصاری، عدی بن حاتم، ناجیة بن عمرو خزاعی او نعمان بن عجلان انصاری دهغوی ترټولو مشهور و.[۸]

ځای او وخت

رحبه د کوفه جومات د صحن(انګړ) په مینځ کې موقعیت لري، چیرې چې امام علي(ع) معمولا قضاوت یا تبلیغ ته ناست وي؛[۹] لکه څنګه چې په ډیر وخت کې، د زیاد بن ابیه په وخت محدثان له ویرې څخه د امام علي(ع)، نوم پرځای «صاحب الرحبة» وویل[۱۰] که څه هم رحبه ممکن نور مثالونه هم ولري.[۱۱]


د رحبه کیسه په ۳۵ قمري کلونو کې[۱۲] او د امام علي(ع) د خلافت په پیل کې ترسره شوه. د یعلی بن مرة په نقل شوی روایت؛ ځکه هغه مهال چې امیر المومنین(ع) کوفی ته ننوتل، دغه احتجاج وکړ.[۱۳]

روایت کونکي

علامه اميني د رحبه مناشدې د راويانو شمېر- چې د راتلونکو ټولګیو لپاره یې روایت کړی دی- ١٨ تنه ياد کړ، چې له دې جملې څخه يې څلور تنه له صحابه وو او څوارلس تنه له تابعينو څخه دي[۱۴] د دغو کسانو نومونه په لاندې ډول دي:

  • صحابه:
  1. حبة بن جوین عرنی
  2. زید بن ارقم
  3. عامر بن واثلة
  4. یعلی بن مرة بن وهب ثقفی


  • تابعین:
  1. ابوسلیمان مؤذن
  2. اصبغ بن نباته
  3. زاذان ابوعمرو
  4. زر بن حبیش
  5. زیاد بن ابی زیاد
  6. زید بن یثیع همدانی
  7. سعید بن ابی حدان
  8. سعید بن وهب همدانی
  9. ابو عمارة عبد خیر بن یزید همدانی
  10. عبد الرحمن بن ابی لیلی
  11. عمرو ذی مرة
  12. عمیرة بن سعد همدانی
  13. هانی بن هانی همدانی
  14. حارثة بن نصر[۱۵]

فوټ نوټ

  1. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۳۹.
  2. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۷۴.
  3. دهخدا، لغت‌نامه، ذیل «مناشده»
  4. حلبی، سیره حلبیه‌، ۱۳۵۳ق، ج‌۳، ص‌۳۰۸.
  5. الامین، اعیان الشیعة، ج۷، ص۸۸.
  6. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۶-۳۷۷.
  7. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۷.
  8. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۶-۳۷۷.
  9. مطرزی، المغرب، ج‌۱، ص۳۲۴.
  10. مدنی، الطراز الأول، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۶۱.
  11. حسینی تهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۷ق، ج۹، ص۴۱.
  12. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۷.
  13. حسینی تهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۷ق، ج۹، ص۴۱.
  14. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۳۹.
  15. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۳۹-۳۷۶.

سرچینې

  • ابن ابی الحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغة، قم، نشر مکتبة آیةالله العظمی المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر، قم، مرکز الغدیر، ۱۴۱۶ق.
  • حسینی تهرانی، سید محمد حسین، امام‌شناسی، مشهد، نشر علامه طباطبایی، ۱۴۲۷ق.
  • حلبی شافعی، علی بن‌ برهان‌‌الدین‌، سیره حلبیه‌، مصر،۱۳۵۳ق.
  • مدنی، علی‌خان بن احمد، الطراز الأول، مشهد، مؤسسة آل‌البیت لاحیاء التراث، ۱۳۸۴ش.
  • مطرزی، ناصر بن عبدالسید، المغرب، تصحیح: محمود فاخوری و عبدالحمید مختار، حلب، مکتبه اسامه بن زید، ۱۹۷۹م.