ابوالجارود
| د جارودیه فرقي بنسټ ایښودونکي | |
| کامل نوم | زیاد بن مُنْذر |
|---|---|
| مشهور خپلوان | منذر بن زیاد (پلار)، زیاد بن جارود (نیکه) |
| له ملګرې | امام باقر(ع) او امام صادق(ع) |
| فعالیتونه | د تقیې نه مراعاتول • د زید بن علي لور ته ګروهنه |
| مشایخ | زید بن علي، یحیی بن زید |
| شاگردان | حسن بن محبوب • محمد بن سنان • نصر بن مزاحم |
| آثار | تفسیر ابوالجارود |
زیاد بن مُنذر چې په «ابوالجارود» مشهور دی، د دوهمې هجري قمري پېړۍ له سترو مفسرانو څخه ګڼل کېږي او د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) له اصحابو شمېرل شوی دی. ځینې سرچینې هغه د امام سجاد(ع) له اصحابو هم یادوي. نوموړی په علم کلام ښه پوهېده او په مناظرو کې یې مهارت درلود.
ابوالجارود زید بن علي ته ګروهنه پېدا کړه، د هغه په پاڅون کې یې برخه واخیسته، او د هغه خطبې او احادیث یې روایت کړل. د سید ابوالقاسم خوئي په وینا، ابوالجارود د عمر په وروستیو کې بېرته د امامیه مذهب لور ته راوګرځېد. زیاد بن منذر د زیدیه د یوې ډلې جارودیه بنسټګر بلل شوی دی.
د ابوالجارود روایتونه په ځینو کتابونو لکه الکافي او کامل الزیارات کې راغلي دي. د هغه د وثاقت (اعتبار) په اړه اختلاف شته؛ ځینې هغه «ثقه» ګڼي او نور یې غندنه کوي.
د ابوالجارود تفسیر چې ویل کېږي د امام باقر(ع) لخوا ورته بیان شوی، شیعه امامانو ته لومړنی منسوب تفسیر بلل کېږي. که څه هم د دې تفسیر د انتساب په اړه اختلاف دی خو ویل کېږي چې دغه تفسیر د هغه له زیدي کېدو نه مخکې لیکل شوی، له همدې امله د نورو مفسرانو لکه علي بن ابراهیم قمي په تفسیر کې ترې استفاده شوې ده.
لنډه پېژندنه
زیاد بن مُنذر، چې په ابوالجارود یا ابوالنجم شهرت لري،[۱] د دوهمې هجري قمري پېړۍ له سترو مفسرانو ګڼل کېږي.[۲] هغه د امام باقر(ع) ملګری و او د امام صادق(ع) روایتونه یې هم نقل کړي دي.[۳] په هر حال، د نجاشي رجال او نورو سرچینو له مخې، د درې امامانو ـ امام سجاد، امام باقر، او امام صادق ـ له اصحابو بلل شوی دی.[۴] ابوالجارود د کلام علم متخصص و او په مناظرو کې یې مهارت درلود.[۵]
زیاد بن مُنذر د «اعمی»[۶]، «ثقفي کوفي»[۷] او «تابعي»[۸] په نومونو یاد شوی. د نجاشي په څېر د پخوانیو رجالي علماوو په وینا، هغه د «خارف»[۹] یا د حرقه د یمن د همدان له قبیلې و[۱۰]. خو د «مولا»[۱۱] یا «خراساني»[۱۲] لقبونو له مخې د ده د ایرانيتوب احتمال هم ورکړل شوی،[۱۳]
ابوالجارود له زېږونه ړوند و.[۱۴] د هغه د زېږېدو وخت د لومړۍ هجري قمري پېړۍ وروستي کلونه ګڼل شوی.[۱۵] د وفات وخت یې د ۱۵۰ق[۱۶] او ۱۶۰ق[۱۷] تر منځ یا هم ۱۱۸ق[۱۸] ښودل شوی. د ابنندیم په وینا، هغه د مرګ نه مخکې شراب څښل او د کافرانو ولایت یې منلی و.[۱۹]
مشهور خپلوان
د هغه پلار، منذر بن زیاد، د امام علي(ع) په حکومت کې د «اَزدَشیرخُرّه» سیمه د حاکم په حیث ټاکل شوی و،[۲۰] خو د خیانت په تور د امام علي لخوا محاکمه شو.[۲۱] هغه ته د امام علي لیک په نهجالبلاغه کې راغلی دی.[۲۲]
د هغه نیکه، زیاد بن جارود، د خپل وخت له عابدانو و. هغه د جمل په جګړه کې د امام علي ملاتړ وکړ. کله چې عایشه، طلحه او زبیر بصرې ته ولاړل، زیاد د ربیعه قبیلې له خلکو سره د امام علي د استازي عثمان بن حنیف ترڅنګ ودرېد.[۲۳] جګړه د امام علي له راتګ مخکې ونښته، او زیاد له خپلو ملګرو سره ووژل شو.[۲۴]
د زید بن علي لور ته ګروهنه
د شیخ طوسي (وفات ۴۶۰ق) او علامه حلي (وفات ۷۲۶ق) په وینا، ابوالجارود زیدي مذهب درلود.[۲۵] هغه د زیدیه له عالمانو ګڼل شوی دی.[۲۶]
ویل کېږي نوموړی د زیدیه له «غلاتو» و[۲۷] او له شیعه امامانو لیرې شو.[۲۸] د تاریخ راپورونه ښيي چې هغه د زید بن علي د پاڅون پر مهال عقیده بدله کړه او زیدي شو[۲۹] او حتی د زید بن علي په پاڅون کې د هغه د شتون په اړه خبرې شوي دي.[۳۰] د امامت په اړه د هغه ځانګړي نظرونه او د تقیې نه منل، د امام باقر او امام صادق(ع) څخه د هغه د جلا کېدو او په زید بن علي ګروهنه لامل وګرځېدل.[۳۱]
ابوالجارود د زید بن علي د پاڅون[۳۲] په وخت کې خطبه[۳۳] او همدارنګه د هغه او د زوي یحیی بن زید احادیث روایت کړل.[۳۴] سید ابوالقاسم خوئي احتمال ورکړی چې نوموړی د عمر په وروستیو کې بېرته د امامیه مذهب لور ته راستون شوی وي.[۳۵]
د جارودیه ډلې بنسټ ایښودل
ویل کېږي ابوالجارود خپلې ځانګړې عقیدې د زید بن علي د لومړنیو پلویانو ترمنځ خپرې کړې[۳۶] او د امامت په اړه یې ځانګړي نظرونه وړاندې کړل.[۳۷] د فرقهپوهانو او رجالي علماوو په وینا، د «جارودیه»[۳۸] او «سُرحوبیه» ډلې له هغه اغېزمنې شوې دي.[۳۹]
د جارودیه پلویانو باور درلود چې امام علي(ع) د ټولو صحابه وو تر ټولو غوره او د امت د مشرتابه وړ کس و.[۴۰] هغوی ویل چې پیغمبر(ص) د علي(ع) امامت ته په توصیف اشاره کړې وه، نه د نوم په صریحې یادونې سره.[۴۱]
د حدیثونو روایت
د ابوالجارود نوم د ډېرو روایتونو په اسنادو کې راغلی دی، چې شمېر یې ۹۲ ته رسېږي.[۴۲] هغه د امام سجاد(ع)، امام باقر(ع) او امام صادق(ع) تر څنګ، له ډېرو تابعینو[۴۳] لکه زید بن علي[۴۴]، یحیی بن زید،[۴۵] اصبغ بن نباته، حسن بصري، عبدالله بن حسن مثنی، عطیة بن سعد عوفي[۴۶] او نورو څخه روایتونه کړي دي.[۴۷]
له ده څخه ډېرو مشهورو کسانو روایتونه نقل کړي دي، لکه مروان بن معاویه، علي بن هاشم بن برید[۴۸] ابو مالک حضرمي، ابن مسکان، ابان بن عثمان، ابراهیم الشیباني، ثعلبه بن میمون، حسن بن محبوب، ربعی بن عبدالله، عبدالله بن سنان، عبدالله بن مغیره، عثمان بن عیسی، عمر بن اذینه، محمد بن ابي حمزه، محمد بن سلمان ازدي، محمد بن سنان، منصور بن یونس،[۴۹] إسماعیل بن أبان الوراق، عمرو بن أبي المقدام او نصر بن مزاحم منقري.[۵۰]
د هغه روایتونه په امامیه کتابونو لکه الکافي،[۵۱] کامل الزیارات،[۵۲] تفسیر فرات کوفي[۵۳] او تفسیر قمي[۵۴] کې په پراخه توګه راغلي دي.
د هغه روایتونه په اخلاق،[۵۵] تفسیر،[۵۶] فقه[۵۷] او اعتقاداتو لکه امامت[۵۸]، نصوص ائمه[۵۹] او مهدویت[۶۰] په شان مختلفو برخو پورې اړه لري. ویل شوي چې امامیه عالمانو د زیدیه عالمانو په پرتله له هغه زیات روایتونه نقل کړي دي؛[۶۱] که څه په زیدي سرچینو هم له هغه پریمانه روایتونه موجود دي.[۶۲]
د ابوالجارود د وثاقت په اړه اختلاف
د ابوالجارود په وثاقت کې د رجالي علماوو ترمنځ اختلاف دی[۶۳] او په رجالي کتابونو کې د هغه د جرحې او تعدیل په اړه زیات عبارتونه لیدل کیږي.[۶۴] شیخ طوسي په خپل رجالي کتاب کې که څه هم د ابوالجارود نوم یاد کړی خو د وثاقت په اړه یې څه نه دي ویلي.[۶۵]
د وثاقت نه منل
ځینې وايي د هغه په اړه هېڅ توثیق نشته او سخت غندل شوی دی.[۶۶] محمد بن عمر کشي (وفات شاوخوا ۳۴۰ ق) او علامه حلي (وفات ۷۲۶ق) یوازې د ا بوالجارودو په غندنه کې د شیعو امامانو ویناوې بسنه کړي دي.[۶۷] د څلورمې هجري پېړۍ شیعه متکلم حسن بن موسی نوبختي او همداراز کشي د امام باقر(ع) د یو روایت له مخې هغه ته د «سُرحوب» لقب ورکړی، یعنې «په سمندر کې استوګن ړوند شیطان».[۶۸] د امام صادق(ع) په ځینو روایتونو کې هغه کافر او دروغجن بلل شوی [۶۹] او لعنت او ښېرې ورته شوي دي.[۷۰]
د اهل سنت عالمانو هم هغه ثقه نه دی بللی او له هغه روایت نقلول یې روا نه ګڼي.[۷۱] همدارنګه ویل کېږي چې نوموړی د کوفې له غلاتو و، د صحابه وو په غندنه کې یې روایتونه جعل کول او د اهل بیتو د فضایلو په اړه یې بې اساسه خبرې کولې.[۷۲]
د وثاقت منل
شیعه فقیه او متکلم شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق) د هغه یو روایت په خپله فقهي رساله الرد علی اصحاب العدد کې راوړی، خو د هغه د وثاقت یا نه وثاقت په اړه یې څه نه دي ویلي.[۷۳] شیعه فقیه او رجالي سید ابوالقاسم خوئي په معجم رجال الحدیث کې د هغه په مذمت کې ځینې روایتونه له سندي او تاریخي پلوه مشکوک ګڼلې دي.[۷۴] د خوئي په وینا، د امام باقر(ع) له لوري پر هغه د «سُرحوب» لقب ایښودل د یو مرسل او بې باوره روایت له مخې صحیح نه دي، پر دې سربېره چې ابوالجاردو د امام باقر(ع) په زمانه کې عقیده نه وه بدله کړې او د هغه د دریځ بدلول د پینځم امام له وفاته اوه کاله وروسته شوې وو، او پر دې اساس، د امام باقر(ع) لخوا پر هغه د دغه شان نوم کیښودل ممکن نه دي.[۷۵]
خوئي همداراز دې ته په پام سره چې د ابوالجارود نوم د کامل الزیارات،[یادونه۱] کتاب د اسنادو په لړۍ کې راغلی شیخ صدوق له هغه څخه د لوح حدیث نقل کړی او د علي بن ابراهیم ګواهۍ ته په اشارې سره چې په خپل تفسیرکتاب کې یې راغلو ټولو کسانو وثاقت ته اشاره کړې، هغه ثقه ګڼلی او د ابوالجارود روایتونه او کتاب یې معتبر ګڼلی دی.[۷۶]
سید محسن امین هغه له زیدي کېدو نه مخکې د شیعه له ثقاتو ګڼي.[۷۷] شیخ عباس قمي د مختلفو قولونو له ذکرولو وروسته نوموړی یوازې د روایت په نقل کې ثقه بللی دی.[۷۸]
د ابوالجارود تفسیر
تفسیر ابي الجارود چې په کتاب الباقر(ع) یا تفسیر الباقر هم شهرت لري،[۷۹] د امام باقر(ع) نوم ته منسوب لومړنی شیعي تفسیر دی چې د ابوالجاردو له لارې نقل شوی دی.[۸۰] دا کتاب شیعه امامانو ته منسوب لومړنی تفسیري کتاب دی.[۸۱]
د دې تفسیر د اصل په شتون کې اختلاف نشته، خو امام باقر(ع) ته د انتساب په اړه یې د بېلا بېلو دلیلونو په وجه د نظر اختلاف موجود دی.[۸۲] احمد بن علي نجاشي[۸۳] او شېخ طوسي[۸۴] د دغه شان تفسیر د شتون یادونه کړې او ورته یې یو سند ذکر کړی دی.[۸۵]
د دې کتاب مطالب په پراخه توګه نورو مفسرانو په ځانګړي ډول علي بن ابراهیم قمي په خپل تفسیر کې کارولي دي.[۸۶] ځینې وايي دا تفسیر د هغه د زیدي کېدو نه مخکې لیکل شوی و، او د امام باقر(ع) په زمانه کې یې په دودو شیعه عقیدو باور درلود.[۸۷] پر دې اساس د عقیدې بدلون به یې پر تفسیري نظرونو اغېز ونه لري.[۸۸]
پر تفسیر سربېره، بل اثر هم ورته منسوب شوی او هغه د شیعه د له څلور سوه اصولو څخه د یوه لیکوال ګنل شوی دی.[۸۹]
فوټ نوټ
- ↑ ابنندیم، الفهرست، بیروت، ص۲۵۳؛ امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۷، ص۸۳؛ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۲۹، ص۵۵.
- ↑ عقیقی بخشایشی، طبقات مفسران شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۲۴۶.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۰؛ ابنغضائری، الرجال، ۱۴۲۲ق، ص۶۱؛ حلی، خلاصة الاقوال، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۳.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۰؛ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۲۵۱؛ بحرانی، عوالم العلوم، ۱۴۱۳ق، ص۲۴۸؛ بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۶.
- ↑ سیاغی، الروض النضیر، بیروت، ج۱، ص۳۶۴.
- ↑ برقی، رجال برقی، ۱۳۴۲ش، ص۱۳.
- ↑ خفاجی، الامام الباقر(ع) وأثره فی التفسیر، ۱۴۲۶ق، ص۱۵۵.
- ↑ شیخ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۳۵؛ حلی، خلاصة الاقوال، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۳.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۰؛ ابنغضائری، الرجال، ۱۴۲۲ق، ص۶۱.
- ↑ لجنة العلمیة فی موسسة الامام الصادق(ع)، معجم طبقات المتکلمین، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۰۴.
- ↑ امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۷، ص۸۳
- ↑ شیخ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۲۰۸.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۲۹، ص۵۷؛ امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۷، ص۸۳.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۰؛ عقیقی بخشایشی، طبقات مفسران شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۲۴۶؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۳۳۵-۳۳۶.
- ↑ بهرامیان، «ابوالجارود»، دائرة المعارف بزرگ اسلامی.
- ↑ گروه علمی موسسه امام صادق(ع)، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۲۲۰؛ عقیقی بخشایشی، طبقات مفسران شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۲۴۶؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۳۳۵-۳۳۶.
- ↑ ابنحجر عسقلانی، تهذیب التهذیب، ۱۳۲۵ق، ج۳، ص۳۸۷.
- ↑ شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۱۱، ص۲۴۹.
- ↑ ابنندیم، الفهرست، بیروت، ص۲۵۳.
- ↑ صنعانی، نسمة السحر، ۱۹۹۹م، ج۱، ص۵۲۸.
- ↑ ثقفی، الغارات، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۸۹۷.
- ↑ شریف الرضی، نهجالبلاغه، ۱۴۱۴ق، ص۴۶۱-۴۶۲.
- ↑ صنعانی، نسمة السحر، ۱۹۹۹م، ج۱، ص۵۲۸.
- ↑ صنعانی، نسمة السحر، ۱۹۹۹م، ج۱، ص۵۲۸.
- ↑ شیخ طوسی، الفهرست، ۱۴۲۰ق، ص۷۲؛ حلی، خلاصة الاقوال، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۳.
- ↑ ابنندیم، الفهرست، بیروت، ص۲۵۳؛ لجنة العلمیة فی موسسة الامام الصادق(ع)، معجم طبقات المتکلمین، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۰۴.
- ↑ ابنقانع بغدادی، معجم الصحابه، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۱۸۱۶؛ معرفت، تاریخ قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۱۷۵.
- ↑ معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۳۸۶ش، ص۸۹.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۰.
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ص۱۳۳؛ حلی، خلاصة الاقوال، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۳؛ نوبختی، فرق الشیعه، بیروت، ص۵۵.
- ↑ بهرامیان، «ابوالجارود»، دائرة المعارف بزرگ اسلامی.
- ↑ ابنهارون، تیسیر المطالب، ۱۴۲۲ق، ص۲۷۷.
- ↑ فرات کوفی، تفسیر، ۱۴۱۰ق، ص۱۵۱.
- ↑ سیاغی، الروض النضیر، بیروت، ج۱، ص۳۶۴، ج۲، ص۱۷۱؛ احمد بن عیسی، رأب الصدع، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۹۷.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۳۳۵-۳۳۶.
- ↑ تقیزاده داوری، تصویر امامان شیعة در دایرة المعارف اسلام، ۱۳۸۵ش، ص۲۴۶.
- ↑ آقانوری، خاستگاه تشیع و پیدایش فرقههای شیعه در عصر امامان، ۱۳۸۵ش، ص۲۷۰.
- ↑ اشعری، مقالات الإسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۶۶؛ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۸۳؛ شیخ طوسی، رجال طوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۳۵؛ ابنداود، رجال ابنداود، ۱۳۴۲ش، ص۴۵۵؛ حلی، خلاصة الاقوال، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۳؛
- ↑ کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۲۹؛ تفرشی، نقد الرجال، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۲۷۹؛ عقیقی بخشایشی، طبقات مفسران شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۲۴۶.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، بیروت، ص۵۵؛ لجنة العلمیة فی موسسة الامام الصادق(ع)، معجم طبقات المتکلمین، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۰۵.
- ↑ سمعانی، الأنساب، ۱۳۸۲ق، ج۳، ص۱۶۸؛ لجنة العلمیة فی موسسة الامام الصادق(ع)، معجم طبقات المتکلمین، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۰۵؛ سیاغی، الروض النضیر، بیروت، ج۱، ص۳۶۴.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۲۲، ص۸۱.
- ↑ معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۱۶۰.
- ↑ علامه حلی، رجال العلامة الحلی، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۳؛ فرات کوفی، تفسیر، ۱۴۱۰ق، ص۱۵۱.
- ↑ سیاغی، الروض النضیر، بیروت، ج۱، ص۳۶۴، ج۲، ص۱۷۱؛ احمد بن عیسی، رأب الصدع، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۹۷.
- ↑ لجنة العلمیة فی موسسة الامام الصادق(ع)، معجم طبقات المتکلمین، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۰۴.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۲۲، ص۸۱.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۰.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۲۲، ص۸۱.
- ↑ لجنة العلمیة فی موسسة الامام الصادق(ع)، معجم طبقات المتکلمین، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۰۵.
- ↑ کلینی، الكافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۱.
- ↑ ابنقولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۴۷.
- ↑ فرات کوفی، تفسیر، ۱۴۱۰ق، ص۱۸۷.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۱۰۲.
- ↑ کلینی، الكافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۱؛ ج۲، ص۹۰؛ شیخ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۲۲۶.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۱۰۲.
- ↑ کلینی، الكافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۳۶۲، ج۶، ص۴۷۷.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۱۷۹؛ ابنبابویه، الإمامة و التبصرة، ۱۴۰۴ق، ص۱۳۷؛ شیخ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۲۶۹؛ طبرسی، الإحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۲۴.
- ↑ کلینی، الكافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۹۸، ۳۰۳، ۵۳۲.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۶۲.
- ↑ ابنغضائری، الرجال، ۱۴۲۲ق، ص۶۱؛ تفرشی، نقد الرجال، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۲۷۹.
- ↑ ابنهارون، تیسیر المطالب، ۱۴۲۲ق، ص۶۴، ۱۵۶.
- ↑ قمی، الکنی و الألقاب، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۳۴.
- ↑ خفاجی، الامام الباقر علیهالسلام واثره فی التفسیر، ۱۴۲۶ق، ص۱۵۵-۱۵۸.
- ↑ شیخ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۲۰۸.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۲۹، ص۶۴، به نقل از تلخیص المقال.
- ↑ کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۲۹-۲۳۰؛ علامه حلی، رجال العلامة الحلی، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۳.
- ↑ کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۲۹؛ نوبختی، فرق الشیعه، بیروت، ص۵۵.
- ↑ کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۳۰.
- ↑ ابنندیم، الفهرست، بیروت، ص۲۶۷.
- ↑ ابنقانع بغدادی، معجم الصحابه، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۱۸۱۵-۱۸۱۶.
- ↑ ابنقانع بغدادی، معجم الصحابه، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۱۸۱۶.
- ↑ شیخ مفید، الرد علی أصحاب العدد، ۱۴۱۳ق، ص۳۰.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۳۳۲-۳۳۴.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۳۳۴.
- ↑ خویی، معجم جال حدیث، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۳۳۲-۳۳۶.
- ↑ امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۲۵.
- ↑ قمی، الکنی و الألقاب، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۳۴.
- ↑ ابنندیم، الفهرست، بیروت، ص۳۷.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۰.
- ↑ ابنندیم، الفهرست، بیروت، ص۵۰؛ شبر، الجوهر الثمین، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۰.
- ↑ بابایی، مکاتب تفسیری، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۱۰۱-۱۰۲.
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۰.
- ↑ شیخ طوسی، الفهرست، ۱۴۲۰ق، ص۷۲.
- ↑ حسینزاده، «بررسی تفسیر ابوالجارود».
- ↑ عسکری، القرآن الکریم و روایات المدرستین، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۶۳.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ش، ج۴، ص۲۵۱.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۳۳۴؛ عقیقی بخشایشی، طبقات مفسران شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۲۴۶.
- ↑ شیخ طوسی، الفهرست، ۱۴۲۰ق، ص۷۲؛ ابنشهرآشوب، معالم العلماء، ۱۳۸۰ق، ص۵۲؛ امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۷، ص۸۴.
سرچينې
- آقابزرګ تهراني، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- آقانوري، علي، خاستگاه تشیع و پیدایش فرقههای شیعه در عصر امامان (د تشیع د رامنځته کېدو سرچینه او د امامانو په دوره کې د شیعه فرقو پیدایښت)، قم، د اسلامي فرهنګ د علومو او معارفو څېړنیز مرکز، دوهم چاپ، ۱۳۸۵ش.
- ابوالفرج اصفهاني، علي بن حسین، مقاتل الطالبیین، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، درېیم چاپ، ۱۴۱۹ق.
- ابنبابویه، علي بن حسین، الإمامة و التبصرة، قم، د امام مهدي(عج) مدرسه، ۱۴۰۴ق.
- ابنحجر عسقلاني، احمد بن علي، تهذیب التهذیب، بیروت، دار صادر، ۱۳۲۵ق.
- ابنداوود، حسن بن علي بن داوود، رجال ابنداوود، تهران، د تهران پوهنتون، ۱۳۴۲ق.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علي، معالم العلماء في فهرست کتب الشیعة، نجف، المطبعة الحیدریة، ۱۳۸۰ق.
- ابنغضائري، احمد بن حسین، الرجال، قم، د دارالحدیث علمي ـ فرهنګي مؤسسه، ۱۴۲۲ق.
- ابنقانع بغدادي، عبدالباقي، معجم الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۴ق.
- ابنقولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، نجف، دارالمرتضویة، ۱۳۵۶ش.
- ابنندیم، محمد بن اسحاق، الفهرست، بیروت، دارالمعرفة، بېنېټې.
- ابنهارون، یحیی بن حسین، تیسیر المطالب فی أمالي ابیطالب، صنعا، د امام زید بن علي فرهنګي مؤسسه، ۱۴۲۲ق.
- احمد بن عیسی، رأب الصدع، د علي بن اسماعیل صنعاني په هڅه، بیروت، دارالمحجة البیضاء، ۱۴۲۸ق.
- اشعري، ابوالحسن، مقالات الإسلامیین و اختلاف المصلین، ویسبادن، فرانس شتاینر، ۱۴۰۰ق.
- امین، محسن، أعیان الشیعة، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
- ایرواني، محمدباقر، دروس تمهیدیه فی القواعد الرجالیه، قم، انتشارات مدین، ۱۴۳۱ق.
- بابایي، علياکبر، مکاتب تفسیری (تفسیري مکتبونه)، قم، د انساني علومو د څېړنې او پراختیا مرکز، ۱۳۸۱ش.
- بحراني اصفهاني، عبدالله بن نورالله، عوالم العلوم و المعارف، د محمدباقر موحد په تحقیق، قم، د امام مهدي(عج) مؤسسه، ۱۴۱۳ق.
- بحراني، هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسة البعثة، ۱۴۱۵ق.
- برقي، احمد بن محمد، رجال برقي، تهران، د تهران پوهنتون، ۱۳۴۲ش.
- بهرامیان، علي، «ابوالجارود»، د اسلامي لویې دایرةالمعارف، د خپرېدو نېټه: ۲۱ غرګولی ۱۳۹۹ش، د کتنې نېټه: ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ش.
- تفرشي، مصطفی بن حسین، نقد الرجال، قم، مؤسسة آلالبیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۳۷۷ش.
- تقیزاده داوري، محمود، تصویر امامان شیعه در دایرة المعارف اسلام (د شیعه امامانو انځور په اسلام دایرةالمعارف کې)، قم، د شیعهشناسي مؤسسه، ۱۳۸۵ش.
- ثقفي، ابراهیم بن محمد، الغارات، تهران، د ملي آثارو انجمن، ۱۳۹۵ق.
- حسینزاده، علي، «بررسی تفسیر ابیالجارود» (د ابيالجارود د تفسیر څېړنه)، د قرآني څېړنو مجله، ګڼه ۵–۶، زمری ۱۳۷۵ش.
- خفاجي، حکمت عبید، الامام الباقر(ع) وأثره فی التفسیر (امام باقر(ع) او په تفسیر کې یې اغېز)، بیروت، مؤسسة البلاغ، ۱۴۲۶ق.
- خویي، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، د اسلامي فرهنګ د خپرولو مرکز، پنځم چاپ، ۱۳۷۲ش.
- سمعاني، عبدالکریم بن محمد، الأنساب، حیدرآباد هند، مطبعة دائرةالمعارف العثمانیة، ۱۳۸۲ق.
- سیاغي، حسین، الروض النضیر شرح مجموع فقه الکبیر، بیروت، دارالجیل، بېنېټې.
- شبر، عبدالله، الجوهر الثمین فی تفسیر الکتاب المبین، کویت، د مکتبة الالفین شرکت، ۱۴۰۷ق.
- شریف رضي، محمد بن حسین، نهجالبلاغه (د صبحي صالح په سمون)، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
- شوشتري، محمدتقي، قاموس الرجال، قم، مؤسسة النشر الاسلامي، دوهم چاپ، ۱۴۱۰ق.
- شهرستاني، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، د محمد بدران په تحقیق، قم، شریف رضي، درېیم چاپ، ۱۳۶۴ش.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، رجال الطوسي، د جواد قیومي اصفهاني په تحقیق، قم، مؤسسة النشر الاسلامي، ۱۳۷۳ش.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، فهرست کتب الشیعة، د عبدالعزیز طباطبایي په تحقیق، قم، مکتبة المحقق الطباطبایي، ۱۴۲۰ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الاختصاص، قم، د شیخ مفید کانګره، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الرد علی أصحاب العدد، قم، نړیوال کانګره د شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- صنعاني، یوسف بن یحیی، نسمة السحر بذکر من تشیع و شعر، بیروت، دارالمؤرخ، ۱۹۹۹م.
- طبرسي، احمد بن علي، الاحتجاج، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
- عسکري، مرتضی، القرآن الکریم و روایات المدرستین، قم، کلیة اصول الدین، ۱۳۷۴ش.
- عقیقي بخشایشي، عبدالرحیم، طبقات مفسران شیعه (د شیعه مفسرانو طبقې)، قم، دفتر نشر نوید اسلام، څلورم چاپ، ۱۳۸۷ش.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، رجال العلامة الحلي، د محمدصادق بحرالعلوم په تحقیق، نجف، دارالذخائر، ۱۴۱۱ق.
- فرات کوفي، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفي، د محمدکاظم محمودي په تحقیق، تهران، د ارشاد وزارت د چاپ او خپرونو اداره، ۱۴۱۰ق.
- قمي، عباس، الکنی والألقاب، تهران، مکتبة الصدر، پنځم چاپ، ۱۳۶۸ش.
- قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، قم، دارالکتاب، ۱۳۶۳ش.
- کشي، محمد بن عمر، رجال الکشي، د حسن مصطفوي په تحقیق، مشهد، د مشهد پوهنتون د خپرونو مؤسسه، ۱۴۰۹ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دارالکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- د امام صادق(ع) د مؤسسې علمي ډله، موسوعة طبقات الفقهاء، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۴۱۸ق.
- د امام صادق(ع) مؤسسې علمي کمېټه، معجم طبقات المتکلمین، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۴۲۴ق.
- مامقاني، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، قم، مؤسسة آلالبیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۳۱ق.
- مسعودي، علي بن حسین، اثبات الوصیة، قم، انصاریان، ۱۴۲۶ق.
- معرفت، محمدهادي، تاریخ قرآن (د قرآن تاریخ)، تهران، سمت، پنځم چاپ، ۱۳۸۲ش.
- معرفت، محمدهادي، تفسیر او مفسران، قم، التمهید، ۱۳۷۹ش.
- معرفت، محمدهادي، صیانة القرآن من التحریف (د قرآن ساتنه له تحریفه)، قم، التمهید، ۱۳۸۶ش.
- نجاشي، احمد بن علي، رجال النجاشي، قم، مؤسسة النشر الاسلامي، ۱۳۶۵ش.
- نوبختي، حسن بن موسی، فرق الشیعة، بیروت، دارالاضواء، بېنېټې.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||