منځپانگې ته ورتلل

د سيپارو تلاوت

د wikishia لخوا
د امام حسین په حرم کې د سيپارو د تلاوت دستورې (۱۴۴۳ سوږمیز کال روژه)[۱]

جزء خواني، د سيپارو په شکل کې د قرآن تلاوت ته وایي چې معمولا په ګډه او ډله ایزه توګه ترسره کیږي. په رمضان، کې د سیپارو لوستل، د قران د ختمولو غونډې او په حق رسېدلو کسانو لپاره د درنښت او فاتحې دستورې دود دي. په دېرشو سېپارو یا برخو د قران وېشل د لومړۍ پېړۍ په وروستیو یا دوهمې پېړۍ کې ترسره شوې دي.

د سیپارو لوستلو سنت

د قرآن د سيپارلو لوستلو په مجالسو کې قاري یوه یا څو سيپارې وایي او حاضر کسان ورته غوږ ږدي یا په کراره د قرآن تلاوت زمزمه کوي او له قاري سره همخواني کوي.[۲] دغه طریقه د روژې په میاشته کې[۳] او د قران د ختم په محفلونو کې دود ده. همداراز د فاتحې په دستورو او د مړو لپاره د یاد او مجلس په مراسمو کې هم د قران دېرش سيپارې ویشل کیږي چې هر یو کس یوه سيپاره یا د یوې سیپارې یوه برخه ولولي او په ټول کې د قران یو یا څو ختمونه وشي.[۴]

سيپارې لوستل په مجازي توګه (آنلاین یا انټرنیټي شکل) هم ترسره کيږي.[۵]

د قرآن ختم

د قرآن د ختم کولو یو دود شکل جزء خواني یا د سيپارو لوستل دي. په ځینو غونډو او مجلسونو کې چې په کور یا جومات کې کیږي، هر کس د قرآن یوه یا څو سيپارې تلاوتوي. همداراز په روژه کې هره ورځ د قران د یوې سيپارې په تلاوت سره په ټوله میاشته کې د قرآن یو ختم کیږي.[۶] دې طریقې ته د ایران په جنوب کې مقابله یا مقابله خواني ویل کیږي.[۷] د قرآن د سيپارو لوستلو او ختم دستورې په روژې کې په ډېرو هیوادونو کې ترسره کیږي.دغه دستورې د امام رضا(ع) یا د بي بي معصومې(ع) د حرم په شان ځایونو څخه د ریډیو ټیلي ویژن په وسیله خپرېږي.[۸]

په سيپارو یا دېرشو برخو د قران تقسیمېدل

په دېرشو سيپارو د قرآن ویش د لومړۍ پېړۍ په وروستیو یا په دوهمې سپوږمیزې پېړۍ کې په لوستلو، حفظ، تدریس او د قرآن په وړلو کې د اسانتیا لپاره رامینځته شو.[۹] په دېرشو برخو د قران وېش یې د حجاج بن یوسف ثقفي[۱۰] او مامون عباسي[۱۱] کار ګڼلی دی، د اتمې پېړۍ د قران مفسر زرکشي په دېرشو برخو د قران ویشل له دیني مدرسو ګڼل.[۱۲] په ځینو اسلامي هیوادونو کې د قرآن سيپارې جدا جدا هم چاپ او خپریږي.

فوټ نوټ

  1. ↑ «تصاویر/ مراسم جزءخوانی قرآن کریم در حرم امام حسین(ع)»، خبرگزاری حوزه.]
  2. ↑ «بهترین شیوه قرائت قرآن کریم در ماه رمضان»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  3. ↑ معینی، «جزء»، ص۸۳۶.
  4. ↑ وګورئ: موسوی آملی، «شناخت قرآن؛ قرآن در مراسم ختم». پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  5. ↑ «ختم قرآن»، مجله نسیم وحی، ۱۳۸۶ش، ش۷.
  6. ↑ «ختم قرآن»، مجله نسیم وحی، ۱۳۸۶ش، ش۷.
  7. ↑ ««مقابله آیین سنتی قرآن خوانی مردم بوشهر در ماه مبارک رمضان»، خبرگزاری شبستان.
  8. ↑ «زمان پخش ترتیل جزءخوانی قرآن کریم شبکه‌های سیما»
  9. ↑ فرهنگ‌نامه علوم قرآنی، ۱۳۹۴ش، ص۴۸۲-۴۸۱.
  10. ↑ فیض کاشانی، محجةالبیضاء، ۱۴۲۸ق، ص۲۲۴.
  11. ↑ معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج ۱، ص۳۶۴.
  12. ↑ زرکشی، البرهان، ۱۴۰۸ق، ج ۱، ص۲۵۰

سرچينې