د شام خرابه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د بټنوک د جوړېدنې ستونزه:
د شام د خرابه نقاشې د حسن روح الامین لخوا

د شام خرابه په دمشق کې یو ځای چې یزید بن معاویه د کربلا اسیران هلته ساتلې وو. په روایي سرچینو کې دغه ځای بې چته او د کچه دیوالونو معرفی شوی چې استوګن یې له ساړه او ګرمۍ په امان نه وو. د ځینو نقلونو له مخې بي بي رقیه په دغه ځای کې شهیده شوې ده. ځینو اوسمهاله څیړاندو د شام په خرابې (کنډوالې)کې د کربلا د اسیرانو شتون نه دی منلی او باوري دي چې د ټولنیز موقعیت او هغه درناوي په وجه چې اهل بیتو د خلکو په نزد درلود، یزید هغوي د خرابې په شان یو ځای کې نه شو ساتلی، له دې امله یزید هغوي په خپلې ماڼۍ کې ساتلې وو او د یزید ماڼۍ په «محلة الخراب» کې وه.

د شام خرابه په عاشورایي ادبیاتو په تېره بیا په ویرنو، نوحو او ماتم خوانۍ کې د پام وړ ګرځېدلې ده.

نومَونه او موقعیت

ویل شوي چې یزید بن معاویه د کربلا اسیران په دمشق کې په بې چته خرابې کې ساتلې وو.[۱] په عاشورایي ادبیاتو کې هغه ته د شام خرابه ویل کیږي.[۲] د شیخ مفید د نقل په اساس د اسیرانو د استوګنې ځای، د یزید په ماڼۍ پورې یو لګېدلی کور و.[۳]

په روایتونو کې یې توصیف

په ځینو روایتونو کې[۴] د شام د خرابې لپاره ځینې توصیفات راغلي دي.[یادداشت۱] منجمله دا چې داسې کور و چې چت یې نه درلود او دیوالونه یې کچه او غورځېدونکې وو.[۵] همداراز د هغو خبرو اترو په اساس چې سید نعمت الله جزایري له امام سجاد(ع) سره له منهال بن عمرو نقل کړي دغه کور چت نه درلود او لمر به په کوټو کې دننه لګېده [۶] او اسیران یې له ګرمۍ او ساړه نه بچ کول.[۷] ځینو بندیانو ویل چې یزید مونږ دې خرابې ته رالېږلې یوو چې راباندې ړنګه شي[۸] او مونږ ووژل شو.[۹]

د کربلا اسیران په خرابه کې

له ځینو روایتونو معلومیږي چې د کربلا بندیان په مناسب حالت کې نه وو؛ لمر به هغوي ځورول[۱۰] او له امله یې مخونو پوستکي کړې وو.[۱۱] هغوي په خرابې کې د امام حسین (ع) لپاره ویرنې او ژړاګانې کولې.[۱۲] همداراز په ځینو روایتونو کې راغلي چې یزید په خرابې داسې څوکیداران ودرولې وو چې په عربۍ ژبه نه پوهېدل.[۱۳]

د شام په خرابې کې د کربلا د اسیرانو د پاتې کېدو د مودې په اړه اختلاف دی. په ځینو سرچینو کې راغلي چې هغوي یې هلته دومره وساتل چې مخونو یې پوستکي وغورځول.[۱۴] ځینو لیکوالانو د شام په خرابه کې د بندیانو د قافلې ایساریدا کابو یوه اونۍ ګڼلې ده.[۱۵] ځینو تاریخ لیکونکو له امام سجاد (ع) څخه د یو روایت له مخې په خرابه کې د پاتې کېدو موده دوه ورځې بللې ده.[۱۶]

په خرابه کې پېښې

کله چې د کربلا بندیان د شام په خرابه کې وو ځینې پېښې هلته شوي منجمله:

د رقیه شهادت

اصلي مقاله : د امام حسین لور رقیه

د ځینو سرچینو له مخې، د امام حسین (ع) یوه وړه لور د شام په خرابې کې له دنیا تللې ده. د کامل بهایي کتاب په راپور، دغه جینۍ پلار یادوه. یزید امر وکړ چې د امام حسین سر هغې ته وروړل شي. هغې د پلار سر په لمنه کې ونیوه او دومره یې وژړل چې له دنیا لاړه.[۱۷] ځینو متاخرو سرچینو د دغه جینې نوم رقیه ذکر کړی دی.[۱۸] میرزا جواد تبریزي په حضرت رقیه پورې منسوب حرم له اوله مشهور او حسین مظاهري هغه د هغې قبر ګڼلی دی.[۱۹]

د سکینې خوب

ځینو سرچینو په دمشق کې په څلورمه ورځ د حضرت سکینه یو خوب نقل کړی دی.[۲۰] د ابن نما حلي په وینا، سکینه خوب لیدلی و چې د اسلام پېغمبر (ص) حضرت آدم، حضرت ابراهیم، حضرت موسی او حضرت عیسی د امام حسین د زیارت لپاره کربلا ته ځي په داسې حال کې چې پېغمبر خپل ویښتان نیولې کله په ځمکه پرېوته او کله پاڅېده. همداراز حضرت فاطمه، حوا، آسیه ، مریم او بي بي خدیجه هم راغلې وې په داسې حال کې چې حضرت زهرا (س) لاسونه په سر ایښې وو او کله به په ځمکه پرېوته او کله به پاڅېده. هغې ځان حضرت زهرا ته ورساوه او ژړا یې پېل کړه، حضرت زهرا ورته وویل: بس که، چغو دې زما په ځیګر اور اولګاوه او د زړه پردې یې راوشلولې. دا ستا د پلار حسین په وینو لړلی کمیس دی چې له ځانه یې نه جدا کوم تر دې چې له خدای سره ملاقات وکړم.[۲۱]

د خرابې په شتون کې شک

ځینو شیعه څېړاندو، په خرابه کې د کربلا د بندیانو پاتې کول نه دي منلي. محمد هادي یوسفي غروي په دې باور دی چې د هغه ټولنیز موقعیت او درناوي په وجه چې اهل بیتو د خلکو په نزد لره یزید هغوي په خرابه کې نه شو ساتلی.له دې امله یزید هغوي په خپله ماڼۍ کې وساتل او د یزید ماڼۍ په «محلة الخرب» کې وه.[۲۲] په ځینو سرچینو کې دا هم راغلي چې وروسته له دې چې یزید د کربلا بندیان خپل کور ته راوستل او هغوي یې په ماڼۍ کې ایسار کړل د معاویه د کورنۍ ځینو ښځو په ژړا او نوحو او اوښکو سره د هغوي هرکلی وکړ او څومره جامې او کالي یې چې لرل هغوي ته یې ورکړل او درې ورځې یې د ویر مجلسونه جوړ کړل.[۲۳]

په ادبیاتو او فرهنګ کې

د شام خرابه په عاشورایي ادبیاتو کې په تېره بیا په مرثیه ویلو، نوحه ویلو او روضه ویلو کې د پام وړ پاتې شوې ده. معمولا د حضرت رقیه روضه او په شام کې د بندیانو د قافلې استوګنه د شام د خرابې له نوم سره یو ځای لوستل کیږي. په دې روضې کې دې ته اشاره کیږي چې بندیان په خرابې کې ساتل شوې وو او په هغوی لمر لګېده.[سرچینې ته اړتیا]



صبا به پیر خرابات از خرابه شام ببر ز کودک زار این جگر گداز پیام
ای پدر ز من زار هیچ آگاهی که روز من شب تار است و صبح روشن شام[۲۴]


اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن شهر آشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب علیهم السلام، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن طاووس، اللهوف علی قتلی الطفوف، تهران، جهان، ۱۳۴۸ش.
  • ابن نما حلی، جعفر بن محمد، مثیر الاحزان، قم، مدرسه امام مهدی، ۱۴۰۶ق.
  • بحرانی، سید هاشم بن سلیمان، مدینة معاجز الائمة الاثنی‌عشر، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۳ق.
  • «پژوهشی درباره حضرت رقیه(ع)»، سایت بلاغ، تاریخ انتشار: ۱۲ مرداد ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۷ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • جزایری، سید نعمت‌الله بن عبدالله، الأنوار النعمانیة،‌ بیروت، دارالقاری، ۱۴۲۹ق.
  • خوارزمی، موفق بن احمد، مقتل الحسین، قم، انوارالمهدی، ۱۴۲۳ق.
  • شاه عبدالعظیمی، سید محمدعلی، الإیقاد، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۸ش.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد(ص)، تحقیق محسن کوچه‌باغی، قم، مکتبة آیت الله مرعشی نجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • طبری، عمادالدین حسن بن علی، کامل بهائی، تهران، مرتضوی، ۱۳۸۳ش.
  • قمی، شیخ عباس، منتهی‌الآمال فی تواریخ النبی و الآل، قم، دلیل ما، ۱۳۷۹ش.
  • قمی، شیخ عباس، در کربلا چه گذشت (ترجمه نفس المهموم)، ترجمه محمدباقر کمره‌ای، قم، مسجد جمکران، چاپ چهاردهم، ۱۳۸۱ش.
  • قطب‌الدین راوندی، سعید بن هبة الله، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسه امام مهدی(عج)، ۱۴۰۹ق.
  • گروهی از تاریخ‌پژوهان، تاریخ قیام و مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، زیر نظر مهدی پیشوایی، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ اول، ۱۳۹۱ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • «نظر برخی از مراجع راجع به حضرت رقیه(س)»، سایت کرب و بلا، تاریخ بازدید: ۷ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • هاشمی نوربخش، حسین، با کاروان شام، تهران، مشعر، ۱۳۸۹ش.