باب الساعات

د wikishia لخوا

بابُ السّاعات یا د ساعتونو (ګړیو) دروزاه په دمشق کې یو خای دی چې د کربلا اسیران د یزید ماڼۍ ته له ورتللو مخکې یوه موده هلته وساتل شول. د پېغمبر(ص) صحابي سهل ساعدي، دمشق ته د ساعتونو له دروازې د اسیرانو د کاروان د ننوتلو د څرنګوالي راپور ورکړی دی، له همدې امله په عاشورایي ادبیاتو کې د دې یادونه کیږي.

د نوم کېښودلو علت

د دمشق د زاړه ښار د دروازو هوایي نقشه

باب الساعات د اموي جومات له دروازو څخه وه چې لپاسه پرې یو لوی ساعت جوړ شوی و. دې ته باب جیرون هم ویل کیږی.[۱] په باب الساعات د هغې نومول د هغې لپاره د ساعت د شتون له امله ګڼل شوې دي.[۲] همداراز په شام کې د کربلا د اسیرانو د کیسه په راپور پورې اړوند روایي متونو کې د باب الساعات یادونه شوې ده.[۳] ویل شوي چې دغه باب الساعات په دمشق کې د اموي جومات له باب الساعاته بیل دی او یوه موده د امام حسین(ع) سر د یزید ماڼۍ ته له وروړلو مخکې د هلته ساتل شوی دی.[۴] له دې امله چې په ۶۱ ق کال کې د کربلا د اسیرانو قافله څو ساعته په دغه ځای کې ایساره کړی شوه، دا په باب الساعات مشهور شوی دی.[۵]

البته ځینو کسانو شام ته د بندیانو د قافلې ورتګ له باب توماء ګڼلی دی.[۶] ځینو هم ویلي چې: باب الساعات هماغه باب توما دی چې د دمشق له مسیحي میشته محلو دی او ځینې اثار ترې باقي پاتې دي.[۷]

د سهل ساعدي راپور

له سهل ساعدي راپور شوی چې کله د کربلا د اسیرانو قافله دمشق ته دننه کولی شوه، د دمشق خلک په ساعات دروازه کې راغونډ وو او خوشالۍ او نڅا یې کوله.[۸] شیخ عباس قمي له کامل بهائي راپور کړی چې د امام حسین(ع) اهل بیت، درې ورځې د دمشق په دروازه کې پاتې شول.[۹]

سهل ساعدي له ساعات دروازې څځه دمشق ښار ته د بندیانو د ورتګ د څرنګوالي راپور ورکړی دی. د هغه په وینا، پرې سرونه په نیزو او له بندیانو سره یو ځای روان وو او د امام حسین لور سکینه له هغه وغوښتل چې نیزه دارانو ته یو څه ورکړي چې د شهیدانو سرونه له اسیرانو لږ مخکې مخکې بوځي چې نامحرمان د قافلې ښځو او جینکو ته نه ګوري.[۱۰] له همدې امله د عاشورا د پېښې په ماتمونو په تېره بیا د یزید د مجلس په ماتم کې د باب الساعات یادونه کیږي.

د دمشق د اموي جومات په باب الساعات کې یو لوی کاڼي دی چې ویل کیږي هابیل او قابیل خپلې قربانۍ په هغه اېښې وې.[۱۱]

په فارسي ادبیات او فرهنګ کښې

په فارسي ادبیاتو او شعر کې «دروازه ساعات» کارول شوې ده. دا ټکی په عاشورایي ادبیاتو کې د کوفې او حلب له لوري د دمشق دروازې ته اشاره لري چې د کربلا اسیران هلته وساتل شول. لاندینی شعر له دغو اشعارو دی:






شامیان کردند امروز ازدحام تا سر پاک حسین آید به شام
خلق را آهنگ شادی بر لب استاین هیاهو از برای زینب است
شامیان چنگ و نی و دف می‌زنند دور زین العابدین کف می‌زنند
سهل را سوز از دل، آه از سرگذشت وارد دروازه ساعات گشت
تا در دروازه سرها را شکافت دید نا گه هیجده خورشید تافت[۱۲]


ټیلي ویژني سیریل

دروازه ساعات په ۱۳۸۸ ل کال کې جوړ د څلورو قسطونو یوه ټیلي ویژني ډرامه ده چې ډاېریکټر، لیکوال او پروډیوسر یې سید جواد هاشمي دی چې شام ته د کربلا د اسیرانو د وروستلو په ورځو کې د دغه دروازې په خواوشا کې ځینې پېښو ته اشاره کوي. دا ډرامه د ایران د اسلامي جمهوریت د ریډیو ټیلي ویژن له قرآن چینل څخه خپره شوې ده.[۱۳]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ابن بطوطه، سفرنامه، ۱۳۵۹ش، ج۱، ص۹۰.
  2. ابن کثیر، البدایه و النهایه، دارالفکر، ج۹، ص۱۵۸.
  3. رجوع کنید به: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۵، ص۱۲۸.
  4. رجوع کنید: بیضون، موسوعة الکربلا، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۴۱۴.
  5. محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۸ش، ص۱۸۸.
  6. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۱۲۹-۱۳۰.
  7. شهیدی، «باب الساعات» در دایرة المعارف تشیع، ۱۳۸۰ش، ج۳، ص۱۲؛ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۸ش، ص۱۸۸.
  8. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۵، ص۱۲۸.
  9. قمی، نفس المهموم، ۱۴۲۱ق، ص۳۹۴.
  10. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۵، ص۱۲۸؛ خوارزمی، مقتل الحسین، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۶۸.
  11. حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۲، ص۴۶۴؛ ابن کثیر، البدایه و النهایه، دارالفکر، ج۹، ص۱۵۴.
  12. بازگشتم آتش از پا تا به سر، «پایگاه اطلاع‌رسانی نخل میثم».
  13. مینی سریال «دروازه ساعات»، شبکه قرآن و معارف سیما.

سرچينې

  • ابن اعثم کوفی، احمد، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • ابن بطوطه، سفرنامه ابن بطوطه، ترجمه: محمدعلی موحد، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۵۹ش.
  • ابن کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • بیضون، لبیب، موسوعة کربلا، بیروت، مؤسسة الاعلمی، ۱۴۲۷ق.
  • حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت،‌ دار صادر، ۱۹۹۵م.
  • خوارزمی، موفق بن احمد، مقتل الحسین علیه‌السلام، قم، انوار الهدی، ۱۴۲۳ق.
  • قمی، شیخ عباس، نفس المهموم، نجف، المکتبة الحیدریة، ۱۴۲۱ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۴ق.
  • محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، ۱۳۷۸ش.
  • شهیدی، عبدالحسین، «باب الساعات»، دایرة المعارف تشیع(ج۳)، نشر شهید سعید محبی، ۱۳۸۰ش.
  • مینی سریال «دروازه ساعات». بازبینی ۳۰ مرداد ۱۳۹۹ش.