د نساء سوره ۱۷۶ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | نساء |
| د آیت شمېر | ۱۷۶ |
| جزء | ۶ |
| د منځپانګې معلومات | |
| موضوع | فقهي |
| په اړه | د کلاله میراث |
| اړونده آیتونه | د نساء سوره ۱۲ آیت |
۱۷۶ م آیت د نساء سورې وروستی آیت دی[۱] چې د کَلاله د وراثت (میراث) په اړه خبرې کوي.[۲] کلاله هغه مړ شوي کس ته ویل کېږي چې نه پلار، نه مور او نه هم اولاد ولري چې له هغه څخه ارث اخیستلی.[۳]
په دې آیه کې د هغو کسانو د میراث حکم بیان شوی چې له پلار او مور یا د پلار له خوا سره خویندې او وروڼه وي.[۴] د آیت په پای کې دا هم یادونه شوې چې د نارینه وو برخه د ښځو برخه دوه چنده ده،[۵] هغه قاعده چې په نورو آیتونو کې هم راغلې ده.[۶]
يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلَالَةِ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ وَهُوَ يَرِثُهَا إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهَا وَلَدٌ فَإِنْ كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ وَإِنْ كَانُوا إِخْوَةً رِجَالًا وَنِسَاءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ أَنْ تَضِلُّوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
(۱۷۶ آیت) له تا د (کلاله) په اړه پوښتنه کوي، ووايه: الله تاسې ته د کلاله په اړه فتوا درکوي. که يو سړی مړ شي او زوی (اولاد) ونه لري، خو يوه خور ولري، نو نيم ميراث يې د هغې لپاره دی، او که خور مړه شي او زوی ونه لري، نو ورور به يې ټول ميراث اخلي.او که دوه خویندې وي، نو د دوی لپاره د ده له شتمنۍ دوهپردری (۲/۳) برخه ده، او که وروڼه او خویندې دواړه وي، نو د نارینه برخه د دوو ښځو د برخې په اندازه ده. الله تاسې ته وضاحت کوي، چې بېلارې نه شئ، او الله په هر څه پوه دی.
نساء سوره، ۱۷۶ آیت
د دې آیت له مخې، که مړ شوی کس یوازې یوه خور ولري، نو هغې ته د مړي د شتمنۍ نیمه برخه رسېږي[۷] او که یوازې دوه خویندې ولري، نو د دوی لپاره دوهپردری برخه ده؛ یعنې هرې یوې ته یوهپردری برخه رسېږي[۸] او که یوه ښځه مړه شي او یوازې یو ورور ولري، نو د هغې ټول میراث د ورور ملکیت ګرځي[۹] او که د مړ شوي کس وروڼه او خویندې زیات وي (له دوو ډېر)، نو ټول میراث د هغوی ترمنځ وېشل کېږي، داسې چې د هر ورور برخه د هرې خور دوه چنده ده.[۱۰]
د تفسیر مجمعالبیان د راپور له مخې، دا آیت د جابر بن عبدالله انصاري د پوښتنې په ځواب کې نازله شوې ده، کله چې هغه له پېغمبر اکرم(ص) څخه د خپلې خور د میراث د حکم پوښتنه وکړه.[۱۱] همدارنګه د نساء سورې ۱۲ مه آیت هم د کلاله د میراث په اړه ده، خو هلته د هغو کسانو یادونه شوې چې د مور له خوا یو بل سره خویندې او وروڼه دي.[۱۲]
فوټ نوټ
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ټوک۳، مخ۴۰۷.
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ټوک۶، مخ۲۸.
- ↑ مقدس اردبیلی، زبدة البیان، تهران، مخ۶۵۳.
- ↑ مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۲، مخ۵۰۷.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ټوک۴، مخ۲۸۵.
- ↑ نساء سوره، ۱۱آیت.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۷، مخ۵۶۳.
- ↑ مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۲۷۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۴، مخ۲۳۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۴، مخ۲۳۸.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، مخ۲۲۹.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ټوک۴، مخ۲۸۴.
سرچينې
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، سریزه: شیخ آقابزرګ تهراني، څېړنه: احمد قصیرعاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بېنېټې.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سریزه: محمدجواد بلاغي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲هـ ش.
- طبري، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، لومړی چاپ، ۱۴۱۲هـ ق.
- طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، د اسلام خپرونې، دوهم چاپ، ۱۳۷۸هـ ش.
- فضلالله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر، دوهم چاپ، ۱۴۱۹هـ ق.
- مدرسي، سید محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبي الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹هـ ق.
- مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دار الکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۴هـ ق.
- مقدس اردبیلي، احمد بن محمد، زبدة البیان فی أحکام القرآن، مرتضوي کتابپلورنځی، تهران، لومړی چاپ، بېنېټې.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴هـ ش.