فقه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د فقه علم په اړه ده. د شیعه فقه د زده کړې لپاره اماميه فقه وګورئ.

فقه د مسلمانانو د دیني فرایضو او دندو یا عملي احکامو د لاسته راوړلو علم دی. د فقې د علم موضوع، د مکلفینو اختیاري کارونه دي. د مثال په توګه، د لمانځه، روژې، زکات، حج، پېر پلور، واده او طلاق په شان مسایل چې په فقه کې یې په احکامو بحث کیږي.

فقیهان د فقې د تدوین او جوړولو هدف، د مکلفینو د دیناوي ژوند د سرڅڼه کولو او د اخروي نېکمرغۍ لپاره د قرآن او سنت په شان له ځینو سرچینو د مسایلو وړاندې کول ګڼي. د ځینو فقیهانو په وینا، د فقې علم، د خدای له پېژندلو وروسته، له ډېرو ښو علومو دی، د فقې د علم حاصلول نَفْر آیت ته په پام سره کفايي واجب ګڼل شوې دي.

د فقې د علم د حدودو په اړه د مسلمانانو او نظر خاوندانو ترمینځ اختلاف دی: ځینو فقه د مکلفینو ټولو ټولنیزو، سیاسي، پوځي او فرهنګي اړخونو ته پاملرونکې ګڼلې او ځينې نور په دې باور دي چې د فقې علم یوازې د مکلفینو په ژوند پورې اړوند د ځينو مسایلو د بیان دنده په غاړه لري. ویل کیږي چې د پېغمبر(ص) په ژوند کې چې د فقې د تاسیس یا د تشریع زمانه نومول شوې، مسلمانانو خپل احکام له قرآن او د پېغمبر له سنت چې پکې د هغه قول، فعل او تقریر شامل دي، اخستل. د پېغمبر(ص) له رحلته او په دوو فرقو شیعه او سني د مسلمانانو له وېشل کېدو وروسته، په اسلامي فقه کې دوه لویې ګروهنې او څانګې پېدا شوې:

شیعیانو امام علي(ع) او د هغه له نسله معصوم امامان(ع) د پېغمبر(ص) د وجود په دوام کې او د قرآن او د پېغمبر د سنتو مفسران ګڼل او خپل شرعي احکام یې له هغوي اخستل. اهل سنت په صحابه و پسې لاړل او صحابه و قرآن او د پېغمبر سنتو ته په رجوع سره او د اجتهاد له لارې فتوا ورکوله.

د شیعه فقهي مذهب د تشریع له زمانې او د معصومو امامانو(ع) له زمانې وروسته، د ِ قم او ری، بغداد، حله، جبلْ‌عامل، اصفهان، کربلا، نجف په فقهي مکتبونو کې تر اوسنۍ زمانې پورې، په فقهي اجتهاد کې د پرمختګ او تمتیا له نظره مختلف پړاوونه وهلي دي. د اهل سنتو فقهي مذهب هم له صحابه او تابعینو وروسته (دوهمې قمري پېړۍ له لومړیو څځه د څلورې پېړۍ تر لومړیو پورې) له ډېرو فقهي مذهبونو څخه له څلورو فقهي مذهبونو، حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي جوړ شو.

پر شیعه او اهل سنتو فقهي مذهبونو سربېره، دوه فقهي مذهبونه اباضیه او زیدیه هم ځانته مدونه او جوړه فقه لري او نن سبا هم ډېر پېروان لري.

اهمیت

د فقې علم له هغو علومو دی چې ټولو اسلامي مذهبونو او طوایفو ورته پام کړی دی.[۱] حَجوی ثَعالبي (چې د مالکي مذهب فقیه او اصولي دی) د فقې علم د اسلامي نړۍ له لویو ویاړونو ګڼلی او په دې نظر دی چې د اسلامي ټولنې ژوند په فقې پورې تړلی دی او له دې پرته دوام نه شي کولی.[۲] علامه حلي د تحریر الاحکام کتاب په سریزه کې د فقې د علم د اهمیت او منزلت په بیان کې ویلې دي چې د خدای له پېژندلو وروسته تر ټولو فضیلت لرونکی علم د فقې علم دی؛ ځکه چې د خلکو معاش او معاد د چارو برابروونکی دی.[۳] هغه همداراز د علم فقې حصول، نفر آیت ته په پام سره کفایي واجب ګڼلی دی.[۴]

صاحب معالم هم د فقې علم د خدای له معرفته وروسته تر ټولو شریف او لوړ علم ګڼلی دی؛ ځکه چې د الهي احکامو پیژندل چې تر ټولو شریف معلومات دي، په دغه علم سره حاصلیږي، همدراز د فقې علم د انسان علمي ژوند هم په وګړنیز او هم په ټولنیز اړخ کې برابروي او د انسان د ترقۍ او کمال سبب دی.[۵]

امام خمیني د فقې د علم د مقام او اهمیت په بیان کې ویلي چې دغه علم له زانګو تر قبره د انسان د پوره اداره کولو واقعي تئوري ده.[۶]

تعریف

مسلمانو فقیهانو[۷] د فقې علم د تفصیلي دلالتونو له مخې په شرعي فرعي علم تعریف کړی دی.[۸] له تفصیلي دلالتونو یا ادله و مطلب، قرآن، سنت، اجماع، عقل او عملیه اصولو لکه استصحاب، تخییر، برائت او احتیاط دی.[۹]

په یو بل تعریف کې، فقه داسې علم معرفي شوی چې په دوو ډول موضوګانو خبرې کوي:

  • د مکلفینو د اعمالو بیان او له خالق سره د هغوي د اړیکو برابرول په عبادتونو سره لکه لمونځ، روژه، زکات او حج؛
  • له ټولنې او نورو انسانانو سره د مکلف د اړیکو بیانول او تنظیمول لکه پېر پلور، واده او طلاق.[۱۰]

د فقې موضوع او هدف یې

د فقې علم په پینځګونو احکامو وجوب، حرمت، استحباب، کراهت، اباحه او همداراز په صحت او بطلان بحث کوي.[۱۱] له همدې امله، د علم فقه موضوع د مکلفانو اختیاري کارونه او عملونه ګڼل کیږي.[۱۲]

د فقیهانو په وینا، د علم فقه هدف د دنیاوي ژوند د تنظیم (په وګړنیز او ټولنیز اړخ کې) او اخروي سعادت او کامیابۍ ته د رسېدلو لپاره د مسایلو وړاندې کول دي.[۱۳]

د فقې سرچینې

د شرعي احکامو د استنباط لپاره تر ټولو مهمه سرچینه، د ټولو مسلمانو فقیهانو په نزد قرآن دی.[۱۴] د نورو فقهي مسایلو په اړه د مختلفو مذهبونو تر مینځ د نظر اختلاف موجود دی:

شیعه

شیعه فقیهان پر قرآن سربېره د شرعي حکم د راوېستلو لپاره په سنت، اجماع او عقل هم تمسک کوي.[۱۵] البته اخباریان د شیعه فقیهانو یوه ډله ګڼل کیږي چې یوازې قرآن او سنت د شرعي حکم د استنباط سرچینې ګڼي.[۱۶] په دوي کې ځینې لکه محمد امین استر آبادي، د قرآن په ظواهرو په تمسک کې هم شک لري او په دې باور دي چې د قرآن مخاطبان یوازې اهل بیت(ع) دي او مجتهد نه شي کولی د شرعي حکم د لاسته راوړلو لپاره د قرآن په ظواهرو استناد وکړي.[۱۷] د دې په مقابل کې ځینې لکه محمد صادقي تهرانی (شیعه فقیه او مفسر: ۱۳۰۵ – ۱۳۹۰لمریز) قرآن د شرعي حکم د استنباط لپاره یوازینۍ سرچینه ګڼي او سنت هم د قرآن په چورلیز معتبر ګڼي.[۱۸]

اهل‌سنت او له شیعه سره یې فرق

د اهل سنتو څلورګوني مذهبونه پر قرآن سربېره د شرعي حکم د استنباط لپاره له سنت، اجماع او قیاسه هم استفاده کوي.[۱۹] د اهل سنتو فقیهانو له نظره سنت د پېغمبر (ص) په قول، فعل او تقریر کې منحصر دی؛[۲۰] په داسې حال کې چې شیعه فقیهان د معصومو امامانو(ع) قول، فعل او تقریر هم د پېغمبر(ص) د سنتو په شان معتبر او حجت ګڼي او هغه د خدای شرعي احکامو ته د رسېدلو لپاره معتبره سرچینه ګڼي.[۲۱] اهل سنت فقیهان باوري دي چې اجماع خپل په خپله حجت او د شرعي حکم د استنباط لپاره مستقله سرچینه ده؛[۲۲] خو د شیعه فقیهانو په نزد، اجماع یوازې په هغه بڼه کې معتبره ده چې د معصوم امام له قوله کاشفه او حکایت کوونکې وی.[۲۳]

اهل سنت همداراز د شرعي احکامو د استنباط لپاره په نورو سرچینو لکه استحسان، مصالح مُرسَله او سد ذرایع تمسک کوي.[۲۴] البته ( په اهل سنت فقه کې د شافعي مکتب موسس) محمد بن ادریس شافعي له دغه دریو څخه یوازې سد ذرایع مني.[۲۵]

د شیعه فقیهانو له نظره، په دوي کې هیڅ یو د شرعي حکم د استنباط لپاره اعتبار نه لري.[۲۶] د اهل سنتو د فقیه او مورخ محمد ابو زهره (وفات ۱۳۹۵ق) په وینا، زیدیه فقیهان چې له شیعه مذاهبو دی، د حنفیه فقهي مذهب په پېروۍ د ځینو احکامو په استنباط کې له قیاس، استحسان او مرسله مصالحو هم استفاده کوي.[۲۷]

د فقې د علم حدود

د ایران د فقه څيړاندي مهدي مهریزي (زوکړه ۱۳۴۱) په وینا، په دې کې اختلاف نیشته چې فقه هم د مکلفانو ټولنیزو او هم وګړنیزو اعمالو ته شاملیږي؛ خو په دې کې چې آیا د انسان په ټولو ټولنیزو چارو نظر لري او حکم یې بیانوي یا یوازې ځینو ته یې شاملیږي، د نظر اختلاف دی.[۲۸]

د امام خمیني له نظره، فقهي احکام د مکلفینو د ټولنیز ژوند ټولو اړخونو ته شاملیږي. هغه حکومت له ټولو ټولنیزو، سیاسي، پوځي او کلتوري ستونزو سره په چلند کې د فقې د عملي اړخ ښودونکی ګڼي.[۲۹] همداراز په موسوعة الفقهیة الکویتیة ( په ۴۵ ټوکو کې د اهل سنت په فقه کې یوه موسوعه) کې ادعا شوې چې د فقې علم د ټولو انساني مسایلو او ستونزو لپاره حل لاره لري؛ ځکه چې انسان هیڅ یو کار نه کوي مګر دا چې یو شرعي حکم ولري او د فقې علم یې د بیان دنده لري.[۳۰]

د دغه نظر په مخالفت کې ځینې معاصر دیني نوفکران لکه عبدالکریم سروش او محمد مجتهد شبستري، د انسان د ژوند ټولو وګړنیزو او ټولنیزو اړتیاوو ته د فقې د علم د ځواب ویلو منکر شوي دي.[۳۱] د سروش په باور، د ټولنې د مسایلو یوازې ځینې برخه د فقهې مسایلو له سنخه ده. نور مسایل لکه په سیاست او اقتصاد پورې اړوند ډېر مسایل شته دي چې فقه یې د حل لپاره هیڅ پروګرام نه لري او په ټولنه کې د هغو حل داسې علمونو ته اړتیا لري چې د انسان د عقلانیت اوتجربې نتیجه ده.[۳۲]

مجتهد شبستري هم ویلي چې د سیاسیات په باب کې یعنې په حدودو، دیات، قصاص، قضاوت او... پورې اړوند دیني متون باید په تاریخي نظر سره تفسیر شي؛ ځکه چې زیاتره یې هغو پوښتنو ته په ځواب کې دي چې د هغه وخت په زمانه کې وو او د اوسنۍ زمانې په احکامو د هغوې دلالت منتفي دی.[۳۳]

د موضوعاتو په اړه د فقې حدود او دایره

هغه موضوعات چې شرعي حکم ورسره اړوندیږي په دوو کلي ډولونو وېشل کیږي:

  • «صِرفه» یا «اَعیان» موضوګانې: هغه موضوعات چې تشخیص یې استدلال ته اړتیا نه لري او دومره څرګند دي چې هرڅوک پرې پوهیږي.[۳۴] لکه د اوبو مفهوم چې د ټولو لپاره څرګند دی او اجتهاد په هغو له پوهېدلو سره مرسته نه کوي.[۳۵] د ټولو مسلمانو فقیهانو له نظره، د دغه موضوګانو بیان د فقهې له دایرې او مسوولیته بهر دي.[۳۶]
  • مُستنبطه موضوعات: هغه موضوعات چې ټولو ته څرګند نه دي او د حدودو پېژندل او د مفهوم تشخیص یې برهان او استدلال ته اړتیا لري.[۳۷] دغه موضوګانې په درېو ډلو ویشل کیږي:
  1. شرعي موضوعات: هغه موضوعات چې شارع جوړ او ایجاد کړې دي؛ لکه لمونځ ، اودس، غسل او تیمم.[۳۸] د ټولو فقیهانو په نظر، د دغه موضوګانو او د هغو د شرعي حکم بیانول د فقیه په غاړه دي.[۳۹]
  2. عرفي موضوعات: هغه موضوعات چې د مفهوم تشخیص او د حدودو معلومول یې د عرف په غاړه دي.[۴۰]
  3. لغوي موضوعات: هغه موضوعات چې د حدودو پېژندل یې د ټولو لپاره میسر نه دي او د خاصو اهل زبان او ژبپوهانو په نزد معینو ضوابطو او لغوي قواعدو ته رجوع ته اړتیا لري.[۴۱]

د عرفي او لغوي مستنبطه موضوعاتو د پیژندلو په اړه د فقیه د دندې او مسوولیت په باب د نظر اختلاف موجود دی.[۴۲] د میرزای قمي،[۴۳] محمدکاظم طباطبایی یزدي[۴۴] او صاحبْ‌جواهر[۴۵] په شان فقیهانو د دغه موضوعاتو بیانول د فقیه د دندو له دایرې بهر ګڼلې دي او د دې په مقابل کې د سید محسن حکیم او سید ابوالقاسم خویي په شان فقیهانو د دغه شان موضوګانو په بیانولو کې د فقیه په رول ټینګار کړی دی.[۴۶]

کاشف الغطاء پېچلي عرفي او لغوي موضوعات له ساده او عامو موضوګانو جدا کړې او ویلې دي چې لومړی قسم شرعي دلیلونو ته له رجوع پرته د تشخیص وړ نه دي. پر دې اساس د شرعي موضوګانو په شان د فقیه په غاړه دي.[۴۷]

فقهي مکاتب

په اسلامي نړۍ کې دوه لوی فقهي مذهبونه یعني شیعه فقهي مذهب او اهل سنت فقهي مذهب، هر یو مختلف مکتبونه لري چې د بنسټونو او مباني له نظره له یو بله بدل دی:[۴۸]

شیعه فقهي مکاتب

شیعه فقهي مکاتب د معصومو امامانو د شتو له زمانې ورسوته ( له غیبت کبرا وروسته: په دې ډول دي:[۲۴]

ردیف د مکتب نوم د تأسیس تاریخ مشهور فقیهان مهم فقهي اثار ځانګړنې
۱ قم او ری د څلورمې پېړۍ د لومړۍ نیمایي له مینځه د پینځمې پېړۍ تر مینځ پورې علی بن ابراهیم قمی، محمد بن یعقوب کلینی، علی بن بابویه قمی، شیخ صدوق الکافی، الشرایع، من لا یحضره الفقیه، المقنع د روایي سرچینو تدوین او تبویب، د روایي فقې دودول
۲ بغداد څلورمه قمري پېړۍ ابن‌عقیل عمانی، ابن جنید اسکافی، شیخ مفید، سید مرتضی، شیخ طوسی الاحمدی فی الفقه المحمدی، المتمسک بحبل آل الرسول، المُقنِعه، المبسوط د علم اصول د تدوین پېل ، د احکامو په استنباط کې له عقلي دلیله استفاده
۳ حله د شپږمې قمري پېړۍ له وروستیو ابن‌ادریس حلی، محقق حلی، احمد بن طاووس حلی، یحیی بن سعید حلی، علامه حلی السرائر، المعتبر، شرایع الاسلام، الجامع الشرایع، تحریر الاحکام، مختلف الشیعه د استدلالي فقې د متونو تدوین، د اصول فقه د علم پرمختګ، د فقهي بابونو نوې دسته بندي
۴ د جبل العامل مکتب اتمه قمري پېړۍ شهید اول، شهید ثانی، حسن بن زین‌الدین عاملی، سیدمحمد موسوی عاملی اللمعة الدمشقیة، مسالک الافهام، مدارک الاحکام، منتقی الجمان د فقهي قواعدو تدوین، د کتب اربعه، د حدیثونو تنقیح د رجالی بحثونو بیا مطرحېدل،

د اصولي مباحثو تنقیح او تنظیم، د احادیثو په سند تمرکز

۵ داصفهان مکتب لسمه قمري پېړۍ محقق کرکی، شیخ بهایی، محمدتقی مجلسی، محمدباقر مجلسی، محقق خوانساری، فاضل هندی، محقق اردبیلی، فیض کاشانی جامع المقاصد، روضة المتقین، مجمع الفائدة و البرهان، مفاتیح الشرایع، کشف اللثام د روایي موسوعو تدوین، سیاسی فقې ته پام
۶ د کربلا مکتب دولسمه قمري پېړۍ محمدباقر وحید بهبهانی، سید علی طباطبایی، سیدجواد حسینی عاملی، ملامهدی نراقی، ملااحمد نراقی، میرزای قمی، سیدمحسن اعرجی ریاض المسائل، مستند الشیعه، جامع الشتات، مفتاح الکرامة له اخباري ګرۍ سره مبارزه، د اجتهادي فقاهت احیاء، د اصول فقې د علم وده
۷ د نجف مکتب دیارلسمه قمري پېړۍ محمدحسن نجفی، شیخ انصاری، آخوند خراسانی، سید محمدکاظم طباطبایی یزدی، آقا رضا همدانی، سیدمحسن حکیم، سید ابوالقاسم خویی جواهر الکلام، مکاسب، عروة الوثقی، مصباح الفقیه، مستمسک فی شرح العروة الوثقی، التنقیح په استدلالي فقاهت کې بدلون، اصولي او فقهي نوښتونه، په فقې او اصول فقه کې د تقریراتو پېدا کېدل
۸ د قم مکتب څوارلسمه قمري پېړۍ شیخ عبدالکریم حائری یزدی، سیدحسین بروجردی، سید روح‌الله خمینی، محمدعلی اراکی، سید محمدرضا گلپایگانی، محمد فاضل لنکرانی، حسینعلی منتظری تحریر الوسیلة، الدُّرُّ المَنضود فی احکام الحدود، دِراساتٌ فی ولایة الفقیه و فقه الدولة الاسلامیة، تفصیل الشریعة د سیاسي فقې مسایلو ته پام، د قانون جوړونې ډګر ته د فقهي مسایلو ننوتل په نویو پېدا شویو مسایلو لکه بانک، بیمې، او نوي طبي مسایلوغور کول

د اهل سنتو فقهي مکاتب

د اهل سنتو فقې هم ډېر فقهي مکاتب لری چې ځینې یې له مینځه تللي دي.[۲۵] هغه چې تر نن ورځې پاتې دي، څلور مذهبه، حنفي، مالکي شافعي او حنبلي دی.[۲۶]

ردیف د مکتب نوم مؤسس مشهور فقیهان مشهور فقهي آثار ځانګړنې
۱ حنفی ابوحنیفه(وفات ۱۵۰ ق) ابویوسف، محمد بن الحسن شیبانی، عبدالله بن احمد نَسَفی، محمد بن علی حَصکَفی، شمس الائمه سرخسی الآثار، المبسوط، کنز الدقائق (فی الفقه الحنفی)، الدُّرُّ المختار په قرآن او د خدای د رسول او صحابه و په قطعي سنت کې د حکم د نیشتوالي په بڼه کې قیاس، استحسان او مصالح مُرسَله، ته پام
۲ مالکی مالک بن انس (وفات ۱۷۹ق) عبدالرحمن بن قاسم، اسد بن فرات تونسی، ابوبکر باقلانی، ابن‌رشد، شاطبی، ابوالبرکات احمد بن محمد دردیر مُوَطَّأ، الاسدیة، الانصاف، بدایة المجتهد و نهایة المقتصد، الموافقات، الشرح الکبیر د حکم په استنباط کې د قرآن، سنت، او اجماع تر څنګ د مدینې د خلکو عمل ته توجه او په ورپسې پړاو کې قیاس او مصالح مرسله ته پام
۳ شافعي محمد بن ادریس شافعي (وفات ۲۰۴ق) اسماعیل بن یحیی مُزَنی، ابن‌حجر هیثمی، ابراهیم بن محمد دَسوقی، جلال‌الدین سیوطی، علی بن محمد ماوردی، یحیی بن شرف نووی الام، مختصر المُزَنی، الحاوی الکبیر، الاِقناع فی الفقه الشافعی، التنبیه فی الفقه الشافعی، روضةالطالبین په داسې بڼه کې چې په قرآن او سنت کې جرړه ولري قیاست ته پام ، د استحسان او مصالح مرسله نه حجیت
۴ حنبلي احمد بن حنبل (وفات ۲۴۱ق) ابوالخطاب بغدادی، ابن‌قُدامه مقدسی، ابن‌تیمیه حراني، منصور بن یونس بَهوتي الهدایة، المغنی، کشاف‌القِناع حدیث‌ ګروهنه او د صحابه په فتوا عمل، د حدیث ترجیح، حتی ضعیف حدیث او مُرسَل حدیث پر قیاس [۲۷]

د فقې د علم جوړښت

اصلي مقاله : د فقه بابونه

علم فقه، مختلف او متنوع مسایل لري.[۵۳] او د دغه علم د مسایلو د منظم او کره وړاندې کولو لپاره په فقهي ټولنو کې مسایل د فقهي بابونو یا «فقهي کتابونو» تر عنوانونو لاندې وړاندې شوې دي.[۵۴]

په شرایع الاسلام کتاب کې د محقق حلي باب بندي په شیعه فقه کې ترټولو مشهوره دسته بندي ده او له ځانه په وروسته فقیهانو یې اثر شیندلی دی.[۵۵] هغه ټول فقهي احکام په څلورو کلي ډلو عبادات، عقود، ایقاعات او احکام ویشلي او په هره ډلې کې یې په هغه ډلې پورې اړوند فقهي بابونه راغونډ کړې دي.[۵۶]


ابوحامد غزالی په اِحیاء علوم الدین، کتاب[۵۷] ابن‌جِزی کلبی (فقیه مالکی اتمه پېړۍ) په «القوانین الفقهیة» کتاب ،[۵۸] محمود شلتوت په «الاسلام عقیدة و شریعة»،کتاب [۵۹] مصطفی احمدالزَرقا په «مَدخل الفقهی العام»،کتاب [۶۰] او وَهْبَه زُحیلی په «الفقه الاسلامی و ادلته» کتاب کې[۶۱] له هغو عالمانو دي چې د فقهي مسایلو لپاره یې بابونه جوړ او دسته بندي کړي دي.

د اسلامي فقې تاریخچه

د فقهي احکام د اسلام دین په څرګندېدو سره پېدا شول.[۶۲] د اسلام د پېغمبر (ص) هم مهاله مسلمانانو په الهي احکامو په عمل کې په قرآن او دهغه حضرت په سنت (قول، فعل او تقریر) عمل کاوه. په دې پړاو کې پېغمبر (ص) د شرعي احکامو د اخستلو یوازینی مرجع ګڼل کېده.[۶۳] له دې امله ځینې محققانو د پېغمبر زمانه د فقهې د تاسیس یا د تشریع زمانه ګڼلې ده.[۶۴] د پېغمبر (ص) په وفات او د نویو مسایلو په پېدا کېدو سره اهل سنتو اصحابو او تابعینو ته مراجعه کوله او هغوي هم قرآن او نبوي سنت ته په مراجعې سره شرعي احکام بیانول. که په قرآن او سنت کې به یې د یوې موضوع لپاره کوم حکم نه مونده اجتهاد به یې کاوه او فتوا به یې ورکوله.[۶۵]

شیعه و پر قرآن او د پېغمبر پر سنت سربېره خپلو امامانو (ع) ته هم رجوع کوله او د هغوي کلام یې د پېغمبر (ص) د کلام په شان ګاڼه.[۶۴] له دې ځایه په اسلامي فقه کې دوه لوی مذهبونه یعنې فقه امامیه او فقه اهل سنت پیدا شول.[۶۷]

د اهل سنتو فقهي مذهب له صحابه او تابعینو وروسته (د دوهمې پېړۍ له لومړیو څخه د څلورمې پېړۍ تر لومړیو پورې) له ډېرو فقهي مذهبونو څخه، په څلورو مشهور فقهي مذهبونو حنفی، مالکی، شافعی و حنبلی، ووېشل شول.[۶۸] له هغه وروسته د څلورمې پېړۍ له لومړیو څخه تر دیارلسمې پېړۍ پورې، د څلورګونو مذهبونو د تقلید په وجه په اهل سنت فقه کې اجتهادي حرکت، له تمتیا سره مخ شو او سره له دې چې په دغه پړاو کې ځینې فقیهان پېدا شول او ځینې فقهي اثار یې تالیف کړل، خو کوم خاص پرمختګ یې ونه کړ.[۶۹]

په دیارلسم قمري پېړۍ کې (له کال۱۳۸۷ق)[۷۰] د عثماني دولت په پیاوړې کېدو سره او د ټولنې او دولت د چارو د تنظیم لپاره د قانون جوړونې د دیراې د پراختیا په سبب د «الاحکام العدلیه»،[یادداشت ۱] مجلې په تاسیس سره حنفي فقې ته پام واوړېد او وده او ترقي یې وکړه.[۷۱] ډېر کلونه فقهي ټولنو او مجالسو د حنفي مذهب په محدوده کې چې د عثماني دولت رسمي مذهب و فتوا ورکوله تر دې چې یو شمېر مصلحانو او پوهانو دغه کړۍ ماته کړه او د اسلامي قانون جوړونې لپاره یې له ټولو مذهبونو استفاده وکړه.[۷۲]

د ځینو محققانو په نظر، شیعه فقهي مذهب د تشریع له زمانې یعنې د معصومو امامانو (ع) له زمانې وروسته تر اوسمهاله پورې، اوه تاریخي پړاوونه وهلې دي.[۷۳] دغه اوه پړاوونه دا دي: د فقې د شکل بندۍ یا هماغه «تبویب» زمانه،(د څلورمې پېړۍ له مینځنیوڅخه د پینځمې پېړۍ تر مینځنیو پورې) د فقاهت او اجتهاد په ډګر کې د بدلون زمانه،(پینځمه پېړۍ) د تمتیا او تقلید زمانه ( د پینځمې پېړۍ له دوهمې نیمایۍ څخه د شپږمې پېړۍ تر پایه پورې) د فقهي تجدید حیات زمانه (د شپږمې پېړۍ له وروستیو څخه د یوولسمې پېړۍ تر لوړیو پورې) د اخبار ګرۍ د حرکت پېدا کېدل ( یوولسمه پېړۍ څخه د دولسمې پېړۍ تر پایه پورې) د اجتهاد د تجدید حیات زمانه (دیارلسمه پېړۍ) د فقهي نوښت زمانه (له دیارلسمې پېړۍ) او مختلفو ټولنیزو ډګرونو ته د فقې د ننوتلو زمانه (له څوارلسمې پېړۍ تر ننه پورې).۷۴]

په شیعه او اهل سنت مذهبونو سربېره، اباضیه او زیدیه هم مدون فقهي مذاهب لري او تر ننه پورې باقي پاتې دي.[۷۵] اهل سنت فقیه او عالم مصطفی احمد الزرقا، د اباضیه او زیدیه فقهي مذهبونه په مبانیو کې د اهل سنتو فقې ته نزدې ګڼلي دي.[۷۶]

فوټ نوټ

  1. فضلی، مبادی علم الفقه، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۹.
  2. حجوی، الفکر السامی فی تاریخ الفقه الاسلامی، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۶۸-۷۱.
  3. علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۴۰.
  4. علامه حلی، منتهی المطلب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۸.
  5. عاملی، معالم الدین و ملاذ المجتهدین، ۱۳۷۴ق، ص۲۸-۲۹.
  6. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲۱، ص۲۸۹.
  7. فضلی، مبادی علم الفقه، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۱.
  8. علامه حلی، منتهی المطلب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۷؛ شهید اول، ذکری الشیعة، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۴۰؛ شهید ثانی، تمهید القواعد، ۱۴۱۶ق، ص۳۲؛ عاملی، معالم الدین و ملاذ المجتهدین، ۱۳۷۴ق، ص۳۳؛ حجوی، الفکر السامی فی تاریخ الفقه الاسلامی، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۶۱؛ الزحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، ۲۰۱۷م، ج۱، ص۳۰؛ شلبی، المدخل فی التعریف بالفقه الاسلامی و قواعد الملکیة و العقود فیه، ۱۳۸۲ق، ص۲۲؛ احمد الزرقا، المدخل الفقهی العام، ۱۴۲۵ق، ص۶۵.
  9. لطفی، مبادی فقه، ۱۳۸۰ش، ص۲۰.
  10. شلبی، المدخل فی التعریف بالفقه الاسلامی و قواعد الملکیة و العقود فیه، ۱۳۸۲ق، ص۱۷.
  11. عاملی، معالم الدین و ملاذ المجتهدین، ۱۳۷۴ق، ص۳۸.
  12. عاملی، معالم الدین و ملاذ المجتهدین، ۱۳۷۴ق، ص۳۸؛ حجوی، الفکر السامی فی تاریخ الفقه الاسلامی، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۶۱؛ الزحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، ۲۰۱۷م، ج۱، ص۳۰؛ اعرافی، موسوی، «گسترش موضوع فقه نسبت به رفتارهای جوانحی»، ص۱۰۴-۱۰۵.
  13. زحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، ۲۰۱۷م، ج۱، ص۳۳؛ شلبی، المدخل فی التعریف بالفقه الاسلامی و قواعد الملکیة و العقود فیه، ۱۳۸۲ق، ص۲۳؛ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۲۲؛ علامه حلی، منتهی المطلب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۵؛ شهید اول، ذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۴۰؛ ضیائی‌فر، «اهداف علم فقه: دنیوی و اخروی بودن علم فقه»، ص۱۸-۱۹.
  14. احمد زرقا، المدخل الفقهی العام، ۱۴۲۵ق، ص۷۳؛ مظفر، اصول الفقه، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۴۷.
  15. مطهری، کلیات علوم اسلامی: اصول فقه و فقه، ۱۳۹۴ش، ص۱۶-۱۷.
  16. بحرانی، الدرر النجفیة، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۲۹۰؛ علی‌پور، المدخل الی تاریخ علم الاصول، ۱۴۳۰ق، ص۱۸۹.
  17. بحرانی، الدرر النجفیة، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۲۹۰.
  18. صادقی تهرانی، علم اصول در ترازوی نقد، قم، ص۵.
  19. جیزانی، معالم اصول الفقه عند اهل السنة و الجماعة، ۱۴۲۹ق، ص۶۸؛ حارثی، العقود الفضیة فی اصول الاباضیة، ۱۴۳۸ق، ص۶.
  20. احمدالزرقا، المدخل الفقهی العام، ۲۰۱۳م، ص۷۵.
  21. مظفر، اصول الفقه، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۵۷؛ صدر، المعالم الجدیدة للاصول، ۱۴۳۷ق، ص۷۳.
  22. فخر رازی، المحصول، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۳۵.
  23. محقق حلی، معارج الاصول، ۱۴۲۳ق، ص۱۸۰-۱۸۱.
  24. نگاه کنید به گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۹۸ش، ص۱۱۷-۲۹۳؛ مکارم شیرازی، دایرةالمعارف فقه مقارن، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۱۰۸-۱۳۲.
  25. شلبی، المدخل فی التعریف بالفقه الاسلامی و قواعد الملکیة و العقود فیه، ۱۳۸۲ق، ص۱۲۹؛ مکارم شیرازی، دایرة المعارف فقه مقارن، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۱۳۷.
  26. شلبی، المدخل فی التعریف بالفقه الاسلامی و قواعد الملکیة و العقود فیه، ۱۳۸۲ق، ص۱۲۹.
  27. مثال په توګه وګورئ: شلبی، المدخل فی التعریف بالفقه الاسلامی و قواعد الملکیة و العقود فیه، ۱۳۸۲ق، ص۱۲۸-۱۶۵.

سرچينې