د کوفې کناسه
د کوفې کُناسه، یا کُناسه کوفه په کوفې کې یو ځای[۱] دی چې پکې مسلم بن عقیل،[۲] هانی بن عُروه[۳] او زید بن علي[۴] په دار وځړول شول. همداراز په آخرالزمان پورې په ځینو اړوندو روایتونو کې د کوفې کناسه د عذاب د نازلېدو ځای[۵] او د یو روایت مطابق چې په بحار الانوار کې راغلی د امام مهدي(عج) له خوا په صلیب د د دَجَّال د ځړولو ځای ګڼل شوی دی.[۶] د یو روایت مطابق د کوفې کناسه د ابن ملجم مرادي د ښخېدو ځای دی.[۷]
د کوفې کناسه یې له نورو ښارونو سره د تجارت لپاره یو پراخ ځای بللی دی. د کناسه په یوې برخې کې، د براذین بازارونه وو چې پکې د مریانو او حیوانانو پېر پلور کېده. همداراز د کوفې په کناسه کې د وګړو د ځړولو (صلیب کولو) لپاره یو ځای بیل کړی شوی و.[۸]
د سید عبدالرَزّاق مُقَرَّم (وفات: ۱۳۹۱ق) په وینا، سره له دې چې کناسه یو مشهور ځای و؛ خو د اړونده اثاور د ختمېدو په وجه د هغه د ځای په ګوته کول ډېر اسان کار نه دی.[۹] سره له دې، ځینې کسان کناسه د کوفې ښار په لویدیځ برخه کې او د دغه ښاره یوه دروازه ګڼي.[۱۰] چې له یوې خوا د کوفې له بازار سره لګېدلې وه[۱۱] او له بلې خوا صحرا او له ښاره بهرو سیمو ته رسېدله.[۱۲] ځینې باوري دي چې دغه ځای د کوفې جومات او سهله جومات په مینځ کې دی.[۱۳] مقرم د سید مهدی قزویني (وفات: ۱۳۰۰ق) نظر ته ترجیح ورکړې چې وایي کناسه د ذی الکفل کلي په ختیځ کې ده. د هغه استناد په دغه ځای کې د یو زیارت په شتون دی چې هغه یې د زید بن علی (شهادت: ۱۲۲ق) د صلیبېدو او د هغه د جنازې د سوزولو ځای ګڼلی دی.[۱۴]
کناسه په عربۍ ژبه کې د خځلو د راغونډولو ځای ته وایي.[۱۵] په دې وجه چې د بني اسد او بني تمیم قبیلو به خپلې خځلې هلته غروځولې،[۱۶] هغه ته د اسد کناسه ویله کېده چې وروسته د کوفې په کناسه مشهوره شوه.[۱۷]
فوټ نوټ
- ↑ حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵ق، ج۴، ص۴۸۱.
- ↑ مقرم، الشهید مسلم بن عقیل، ۱۴۰۷ق، ص۱۵۰؛ابنکلبی، نسب معد و الیمن الکبیر، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۳۲۹.
- ↑ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۳۵۰.
- ↑ هاشمی بغدادی، المحبر، ۱۳۶۱ق، ۴۸۳.
- ↑ نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۷۹.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۶، ص۹۲.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۰۰.
- ↑ براقی نجفی، تاریخ الکوفه، ۱۳۸۸ش، ص۱۶۸.
- ↑ مقرم، زید الشهید، ۱۴۳۶ق، ص۲۰۶.
- ↑ ماسینیون، خطط الکوفه و شرح خریطتها، ۲۰۰۹م، ص۵۹.
- ↑ کمرهای، عنصر شجاعت، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۵۷.
- ↑ لفته سعید، «کناسة الکوفه و اهمیتها فی العصر الاموی»، ص۳۱۸-۳۱۹؛ کاظم عبدالساده، خطط الکوفه فی کلمات اهل البیت، ۱۴۳۹ق، ص۴۵.
- ↑ براقی نجفی، تاریخ الکوفه، ۱۳۸۸ش، ص۱۶۸.
- ↑ مقرم، زید الشهید، ۱۴۳۶ق، ص۲۰۶-۲۰۷.
- ↑ ابنمنظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۱۹۷؛ الزبیدی، تاج العروس، ۱۳۸۵-۱۴۲۲ق، ج۱۶، ص۴۵۳.
- ↑ ابوعبید بکری، معجم ما استعجم من اسماء البلاد والمواضع، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۱۳۶.
- ↑ المطرزی، المغرب فی ترتیب المعرب، دار الکتاب العربی، ص۴۱۷؛ براقی نجفی، تاریخ الکوفه، ۱۳۸۸ش، ص۱۶۸.
سرچينې
- ابنکلبی، هشام بن محمد، نسب معد و الیمن الکبیر، تحقیق ناجی حسن، بیجا، عالم الکتب، چاپ اول، ۱۴۸ق.
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
- ابوعبید بکری، معجم ما استعجم من اسماء البلاد والمواضع، بیروت، عالم الکتب، چاپ سوم، ۱۴۰۳ق.
- الزبیدی، محمد مرتضی، تاج العروس من جواهر القاموس، کویت، وزارت ارشاد و انباء، ۱۳۸۵-۱۴۲۲ق.
- المطرزی، ناصر بن عبدالسید، المغرب فی ترتیب المعرب، قاهره، دار الکتاب العربی، بیتا.
- براقی نجفی، حسین، تاریخ الکوفه، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۳۸۸ش.
- حموی، یاقوت، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الرسل والملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، مصر، دار المعارف، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
- کاظم عبدالساده، رسول، خطط الکوفه فی کلمات اهل البیت، بیجا، مؤسسه قصبة الیاقوت، چاپ اول، ۱۴۳۹ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- کمرهای، خلیل، عنصر شجاعت یا هفتاد و دوتن و یک تن، تحقیق دار العرفان شیعی، قم، دار العرفان، ۱۳۸۹ش.
- لفته سعید، حیدر، «کناسة الکوفه و اهمیتها فی العصر الاموی»، در مجلة الکلیة الاسلامیة الجامعه، شماره۶۱، ۲۰۲۱م.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- ماسینیون، لویی، خطط الکوفه و شرح خریطتها، ترجمه تقی بن محمد المصعبی، بغداد، الوراق للنشر، ۲۰۰۹م.
- مقرم، سید عبدالرزاق، الشهید مسلم بن عقیل، تهران، مؤسسه بعثت، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
- مقرم، سید عبدالرزاق، زید الشهید، کربلا، العتبه الحسینیه المقدسه، چاپ اول، ۱۴۳۶ق.
- نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبه، تهران، صدوق، چاپ اول، ۱۳۹۷ق.
- هاشمی بغدادی، محمد بن حبیب، المحبر، تصحیح إيلزه ليختن شتيتر، حیدرآباد دکن، دائرة المعارف العثمانیه، ۱۳۶۱ق.