دجال

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دَجّال د امام مهدي (عج) له دښمنانو یو کس یا مخلوق دی. د شیعه روایتونو له مخې د دجال خروج د شیعیانو د دولسم امام د ظهور له یوې نښې څخه دی او د سختۍ او کاختۍ په وخت کې به راڅرګندیږي، ځینې کسان به وغولوي او ځانته به یې راکاږي او اخر به د حضرت مهدی (عج) په لاس ختم شي.

د ځینو اسلامي روایتونو له مخې دجال به د خدایۍ دعوا وکړي او د ډېرو وینو بهیولو او فتنو سبب به شي. د دجال یوازې ظاهري کړه وړه د اهل سنتو راویانو په روایتونو کې ذکر شوي دي؛ ځینې نښې لکه دا چې کیڼه سترګه به یې د تندي په مینځ کې وي او په سِحر او جادو کې به ماهر وي. البته شیعه د تقلید مراجع محمد صدر او ناصر مکارم شیرازي باوري دي چې دجال یو کس نه دی بلکې یو بې لارې بهېر دی.

د دجال راوتل

د شیعیانو په روایي اثارو کې یوازې یو څو روایتونه نقل شوي چې په اساس یې د اسماني چغې، سفیاني خروج، او یماني پاڅون ترڅنګ د دجال راوتل د حضرت مهدي (عج) د ظهور له نښو دي.[۱] دغه روایتونه معتبر او د منلو وړ نه دي ګڼل شوې.[۲] د اهل سنتو په ځینو روایتونو کې د دجال خروج د قیامت د راتللو له یوې نښې ګڼل شوې دي.[۳]

د شیعه په روایتي کتابونو کې له ظهوره د مخکې فتنو او د دجال وتلو ته کومه اشاره نه ده شوې او یوازې د امام زمان (عج) او یا حضرت عیسي په لاس د دجال د وژل کېدو خبره شوې ده.[۴] دغه روایتونه د اهل سنتو په روایتونو کې راغلو خبرو لکه د دجال فتنو، د هغه مخ او پیروانو ته یې هیڅ اشاره نه لري. شیخ صدوق له پېغمبر اکرم (ص) یو روایت نقل کړی چې پر اساس یې، د دجال ذکر په تېرو خلکو کې خو وجود یې په راتلونکي کې دی.[۵]

د روایتونو له مخې دجال، د سختۍ او کاختۍ په وخت راښکاره کیږي، ځینې خلک به وغولوي او ځانته به یې جذب کړي.[۶] په ځینو غیر قطعي روایتونو کې د دجال د راوتلو ځای اصفهان [۷] یا خراسان[۸] معرفي شوی دی.

ځانګړنې

د اسلامي روایتونو له مخې چې زیاتره یې له اهل سنتو راویانو نقل شوي دجال به د خدایۍ دعوا وکړي او په نړۍ کې د وینه بهېدو او فتنې سبب به شي. د هغه کیڼه سترګه د تندي په مینځ کې ده او د ستوري په شان به ځلیږي او په سترګه کې یې یوه خونړۍ ټوټه ده. ډېر لوی او پیاوړی او د عجیب او غریب شکل لرونکی او په جادو کې ډېر ماهر دی. د هغه مخې ته به تور غر وي چې خلکو ته به د ډوډۍ غر ښکاري او شاته به یې سپین غر وي چې په جادو سره به خلکو ته روانې اوبه ښکاري. هغه به چغه کړي؛ « ای زما بندګانو! زه ستاسو لوی او اوچت پروردګار یم» [۹]

د روایتونو له مخې، دجال به کوفې یا بیت المقدس ته نزدې په یو ځای کې د امام زمان (عج) په وسیله په دار وځړول شي.[۱۰] د یو بل قول له مخې دجال به په شام کې هلاکیږي.[۱۱]

د دجال ټکی په عبري ژبه او د یهودو په تعلیماتو کې د خدای د دښمن په معنا دی او د دوو ټکیو «دج» یعنې دښمن او مخالف او «ال» یعنې خدای جوړ شوی دی.[۱۲]

د دجال د شتون بهېر

په تاریخ الغیبة الکبری کتاب کې د شیعه لیکوال او د تقلید مرجع سید محمد صدر (شهادت ۱۳۷۷لمریز) په وینا دجال یوه کوډ ورډ او سمبولیک ټکی دی چې کفریه حرکت او سیاسي، فکري اقتصادي انحرافي بهیر ته اشاره لري. هغه د دجال د عمر اوږدوالی چې په روایتونو کې ورته اشاره شوې د دغه نظر په صحیح والي دلیل ګڼلی دی.[۱۳] همداراز د تقلید د مرجع ایت الله مکارم شیرازي په وینا دجال یو کس نه دی بلکې یو کلي عنوان دی د چالبازو او حیله ګرو کسانو لپاره چې د عامو خلکو د جذبولو لپاره له هرې وسیلې استفاده کوي. د هغه په وینا دا خبره د دجال کلمې له لغوي جرړې [یادداشت ۱] او ځینو حدیثي سرچینو اخستل کیږی.[۱۴]

په فارسي شعر کې د دجال څېره

دجال له پینځمې پېړۍ د فارسۍ شعر ته راغلی دی خو له هغه وروسته د دجال په اړه د مضامینو استعمال، د شپږمې پېړۍ په شاعرانو کې تر نورو پړاونو زیات دی.[۱۵] دجال، په فارسۍ شعر کې زیاتره د مهدي او عیسی سره په ټکر کې راغلی دی.


عطار نیشابوری:

چه می‌خواهی ازین دجال با نان چه می‌جویی ازین مهدی نمایان بسی دجّالِ مهدی روی هستند که چون دجّال از پندار مستند پی دجّال جادو چندگیری نه وقت آمد که آخر پندگیری[۱۶]

حافظ شیرازي:

کجاست صوفیِ دَجّالِ فِعلِ مُلِحدشکل بگو بسوز، که مهدیِّ دین پناه رسید[۱۷] د پینځمې او شپږمې قمري پېړۍ شیعه عارف او شاعر سنایي غزنوي دجال او سپرلي یې کله د جسم او مال د بېلګې او کله هم د نفس د بېلګې په توګه کارولی دی.


مال را دجال دان و عشق را عیسی شمار چون شدی از خیل عیسی گردن دجال زن[۱۸] چون خر دجال نفست شد اسیر حرص و آز بعد ازین بر مرکب تقویت زین باید نهاد[۱۹]

په اوسمهال فارسي ژبې شاعرانو کې هم د دجال مفهوم دود دی او په خپل شعر کې دجال ته اشاره کوي:


حمید سبزواري:

آمد امام محتشم کز کفر بستاند علم وزجان ارباب ستم گیرد دمار دیگری آن مهدی دجال کش بنمود خوش رخسار خوش تا در دل دشمن زند اینک شرار دیگری[۲۰]

احمد عزیزي:

صوف زاده سفیان شکست از هیبت ز ضربتی که به دجال روسیاه رسید[۲۱] شفیعی کدکني په یو تعریض کې د پهلوي د زمانې حالات د دجال د خروج د سهار لمر راختل ګڼي:


طلوع صبحدمان خروج دجال است که آب را گل و لاله راه می‌بندد و روشنی را در جعبه‌های ماهوتی به روی شاخهٔ گردوی پیر شانه سری نماز می‌خواند، نماز خوف[۲۲]