رانجه لګول
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
رانجه لګول، رانجه اچول یا سترګې تورول یا اکتحال یو مستحب عمل او د اسلام د پېغمبر (ص) او شیعه امامانو سنت دی چې نورو ته یې هم د دې سپارښتنه کړې ده. په روایتونو کې د رانجو لګولو لپاره ځینې مادي او معنوي فایدې لکه د سترګو د ځینو ناروغیو مخنیوی او درملنه او له عبادت او شپې روڼولو سره مرسته ذکر شوې ده.
د رانجو لګولو لپاره په فقې کې ځینې احکام ذکر شوې دي. ځینو فقیهانو هغه د نامحرمو په وړاندې د ښځو لپاره منع شوی زینت نه دی بللی، د روژتي لپاره رانجه لګول که چرې خوند یا بوی یې مرۍ ته ورسیږي، مکروه دي. همداراز ځینو کسانو هغه بدن ته د اودس د اوبو د رسېدو خنډ بللی. فقیهانو رانجه لګول د احرام له محرماتو ګڼلي دي.
مفهوم او مقام

د سترګو تورول یا رانجه اچول چې په فقې کې ورته اکتحال وایي،[۱] د سینګار یوه طریقه[۲] او له مستحبو عملونو څخه ده چې سړو او ښځو ته یې سپارښتنه شوې ده.[۳]
په اسلامي سرچینو کې رانجه لګول په نبوي سیرت کې یو سنت یاد شوی دی.[۴] او امامانو (ع) هم د دې سپارښتنه کړې [۵] او هغه یې د ایمان نښه ګڼلې ده[۶] او خپل ملګري یې د رانجو لګولو ته هڅول.[۷] ځینو روایي کتابونو، د رانجو لګولو روایتونو ته یو څپرکی بیل کړی دی.[۸] اکتحال په لغت کې د سترګو لپاسه یو څه لګولو ته وایي[۹] او یا هر مفید شی چې د درملنې لپاره په سترګو اېښودل کیږي.[۱۰]
د رانجو فقهي احکام
د رانجو لګولو په اړه په مختلفو فقهي بابونو کې خبره شوې ده:
د پردې په احکامو کې
ځینو فقیهانو رانجه لګول د نامحرمو په وړاندې د ښځو لپاره له منع شویو زینتونو نه دي ګڼلې.[۱۱] همداراز ځینو څېړاندو رانجه لګول په دغه ایت «وَ لا یبْدِینَ زِینَتَهُنَّ إِلّا ما ظَهَرَ مِنْها»[۱۲] کې د «إِلّا ما ظَهَرَ مِنْها» (هغه زینتونه چې د نامحرم په وړاندې یې پر ښځو پټول واجب نه دي) له مصادیقو ګڼلې ده.[۱۳]د دغه ایت په تفسیر کې له امام صادق (ع) ]۱۴] او امام باقر (ع) یو روایت نقل شوی [۱۵] چې د سترګو رانجه د ښځو لپاره له مباحو ظاهري زینتونو معرفي شوې دي.
په احرام کې
د احرام په حالت کې د تورو رانجو د لګولو د حرام یا مکروهوالي په اړه د نظر اختلاف موجود دی.[۱۶] ځینې فقیهانو د احرام په حال کې د ښځو او سړو لپاره[۱۷] د تورو رانجو لګول حرام ګڼلې دي،[۱۸] ان که د زینت په نیت نه وي هم.[۱۹] سره له دې که څوک په احرام کې د رانجو لګولو ته مجبوره وي، حرام نه دي.[۲۰]
ځینو د احرام په حال کې د رانجو لګولو د حرمت لپاره د شهرت او اجماع ادعا کړې ده،[۲۱] که څه هم شیخ طوسي هغه د احرام له مکروهاتو ګڼلې دي.[۲۲] په ځینو روایي کتابونو لکه وسائل الشیعه[۲۳] او مستدرک الوسائل[۲۴] کې د احرام په حال کې د اکتحال د حراموالي روایتونو ته یو باب بیل شوی دی. ځینې فقیهان باوري دي چې د احرام په حال کې د رانجو لګول کفاره نه لري، خو که ښه بوی ولري، د اقوی نظر مطابق کفاره لري.[۲۵]
په لمانځه او روژې کې
ځینې فقیهانو د روژې په حالت کې د رانجو لګول جایز او ځینو د روژې له مبطلاتو او ماتوونکو ګڼلې دي.[۲۶] خو یو شمېر فقیهان باوري دي چې د روژتي رانجه لګول په داسې بڼه کې چې بوی یا خوند یې مرۍ ته ونه رسیږي مکروه دي.[۲۷] سرمه بدن ته د اودس د اوبو د رسېدلو خنډ بلل شوې ده. [۲۸]
فایدې
په اسلامي روایتونو کې د سترګو لپاره د رانجو فایدو ته اشاره شوې[۲۹] او په ځینو روایتونو کې د ځینو ناروغیو د مخنیوي [۳۰] او درملنې لپاره د رانجو لګولو سپارښتنه شوې ده.[۳۱] له امام صادق (ع) د یو روایت په اساس، د شپې رانجه لګول د بدن لپاره ګټه ور او د ورځې زینت دی.[۳۱] د بڼو لویېدل،[۳۳] له سترګو د دوړو او خاورو وتل،[۳۴] له شپه روڼولو سره مرسته،[۳۵] اوږدې سجدې[۳۶] او د انسان د مخ نورانیت [۳۷] د رانجو لګولو نورې فایدې دي.
په ځینو روایتونو کې د رانجو جنس او قسمونو،[۳۸][یادداشت ۱] د رانجو لګولو اندازې [۳۹] او د لګولو وخت [۴۰] ته توجه شوې او د رانجو لګولو په وخت خاصې دعا ته اشاره شوې ده.[۴۱]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
سرچينې
- ابن حیون، نعمان بن محمد مغربی، دعائم الإسلام و ذکر الحلال و الحرام و القضایا و الأحکام، قم، مؤسسه آلالبیت(ع)، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
- ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دارالفکر للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۱۴ق.
- ابنا بسطام، عبدالله و حسین، طبّ الأئمة(ع)، قم، دارالشریف الرضی، چاپ دوم، ۱۴۱۱ق.
- ازدی، عبدالله بن محمد، کتاب الماء، تهران، مؤسسه مطالعات تاریخ پزشکی، طب اسلامی و مکمل - دانشگاه علوم پزشکی ایران، ۱۳۸۷ش.
- امام خمینی، سید روحالله موسوی، مناسک حج، بیجا، بیتا.
- امام خمینی، سید روحاللّه موسوی، تحریر الوسیلة، قم، مؤسسه مطبوعات دارالعلم، بیتا.
- امام خمینی، سید روحاللّه موسوی، توضیح المسائل (محشّی - امام خمینی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
- امام خمینی، سید روحاللّه موسوی، توضیح المسائل، بیجا، ۱۴۲۶ق.
- بنیهاشمی خمینی، محمدحسن، رساله توضیح المسائل (مراجع)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، بیتا.
- جمعی از پژوهشگران زیر نظر شاهرودی، سید محمود هاشمی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت(ع)، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت(ع)، ۱۴۲۶ق.
- جمعی از پژوهشگران زیر نظر شاهرودی، سید محمود هاشمی، موسوعة الفقه الإسلامی طبقا لمذهب أهلالبیت(ع)، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت(ع)، ۱۴۲۳ق.
- جمعی از مؤلفان، مجله فقه اهلبیت(ع)، فارسی، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت(ع)، بیتا.
- حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، مؤسسه آلالبیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
- حرعاملی، محمد بن حسن، هدایة الأمة إلی أحکام الأئمة - منتخب المسائل، مشهد، مجمع البحوث الإسلامیة، ۱۴۱۲ق.
- خامنهای، سید علی، مناسک حج، بیجا، بیتا.
- زبیدی، محمدمرتضی، تاجالعروس من جواهر القاموس، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۴ق.
- شیخ انصاری، مرتضی، مناسک حج (محشی)، قم، مجمع الفکر الإسلامی، ۱۴۲۵ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
- شیخ صدوق، محمّد بن علی، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، قم، دارالشریف الرضی للنشر، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
- طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الأخلاق، ۱۴۱۲ق، قم، الشریف الرضی، چاپ چهارم، ۱۴۱۲ق.
- طوسی، محمد بن حسن، الجمل و العقود فی العبادات، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه فردوسی، ۱۳۸۷ق.
- عاملی، حسن بن زینالدین، معالم الدین و ملاذ المجتهدین (قسم الفقه)، قم، مؤسسة الفقه للطباعة و النشر، ۱۴۱۸ق.
- فیاض، محمداسحاق، رساله توضیح المسائل، قم، انتشارات مجلسی، ۱۴۲۶ق.
- فیض کاشانی، محمد بن شاهمرتضی، تفسیر الصافی، تحقیق حسین اعلمی، تهران، مکتبه الصدر، ۱۴۱۵ق.
- قرشی، سید علیاکبر، قاموس قرآن، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ ششم، ۱۴۱۲ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر قمی، تحقیق طیّب موسوی جزائری، قم، دارالکتاب، ۱۴۰۴ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- لاری، سید عبدالحسین، مجموعه مقالات، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۸ق.
- مجلسی اول، محمدتقی، لوامع صاحبقرانی، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار الجامعة لدرر اخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- محمود، عبدالرحمان، معجم المصطلحات و الألفاظ الفقهیة، بیجا، بیتا.
- محمودی، محمدرضا، مناسک عمره مفرده (محشی)، قم، نشر مشعر، ۱۴۲۹ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، استفتاءات جديد، تهيه و تنظيم: ابوالقاسم علياننژادى، قم، مدرسه الامام على بن ابىطالب( ع)، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، تحقیق: محمود قوچانی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش
- نوری، میرزا حسین، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، بیروت، مؤسسه آلالبیت(ع)، ۱۴۰۸ق.
- وجدانیفخر، قدرت الله، الجواهر الفخریة فی شرح الروضة البهیة، قم، انتشارات سماء قلم، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
- وحید خراسانی، حسین، مناسک حج، قم، مدرسة الإمام باقر العلوم(ع)، چاپ چهارم، ۱۴۲۸ق.
جواهر الکلام