د ښځو سینګار
- دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.
د ښځو میک اپ یا سینګار، د ښځو د مخ، بدن، وېښتو یا نوکونو میک اپ او ارایش دی چې په فقه کې ورپاره ځینې احکام راغلي دي. د ښځو میک اپ جایز دی خو که مېړه یې ترې وغواړي واجب او که وې نه غواړي مستحب ګڼل شوی دی.د ښځو میک اپ د احرام په حال کې او د مېړه د وفات د عدې په وخت جایز نه دی.
شیعه فقیهانو د نامحرمو په وړاندې د ښځو لپاره د خپل ارایش او میک اپ پټول واجب ګڼلي دي. د ښځو د میک اپ په وړاندې اجوره اخستل، که د حلال کار لپاره وي، جایزه ده. د لمانځه لپاره د ټول ارایش پټول ضروري نه دي؛ بلکې د ځینو فقیهانو په فتوا، د لمانځه لپاره د ښځو ارایش مستحب دی.
مفهوم پېژندنه او مقام
ارایش یا میک اپ، له ارایشي مواده په استفادې سره د مخ ښایسته کولو، د مخ د اضافي وېښتو د لرې کولو، یا د ویښتو کمڅۍ کولو، غوڼډولو او سمولو او یا د نوکونو د ارایش او پسوللو په معنا دی.[۱]
په فقهي کتابونو کې د ارایش لپاره د زینت ټکی راوړل شوی دی؛[۲] البته زینت تر ارایشه او میک اپه زیات کلي دی او نورې ښکلاوې او سینګار هم پکې شاملیږي.[۳] په لغتونو او قاموسونو کې زینت داسې معنا شوی دی :« هر هغه شی چې د سینګارېدو لپاره ترې استفاه وشي»[۴]
په روایتونو کې ښځو ته د زینت کولو سپارښتنه شوې ده.[۵] د مثال په توګه له امام باقر(ع) په یو روایت کې، ښه نه ده چې ښځه خپل لاسونه بې نکریزو پرېږدي.[۶] د یو بل روایت له مخې، د ښې ښځې یوه ځانګړنه، د خپل مېړه لپاره میک اپ کول او له نامحرمو د زینت پټول دي.[۷]
په فقهي کتابونوکې، په مختلفو بابونو لکه نکاح،[۸] حج،[۹] لمونځ[۱۰] او مکاسب محرمه (تدلیس ماشطه)[یادداشت ۱][۱۱] کې د ښځو د ارایش او میک اپ یادونه شوې ده.
مصداقونه
د شیعه په فقهي کتابونو کې، ځینې موارد لکه رانجه لګول، د وروځو خضابول،[۱۲] له ویښتو سره د نورو ویښتو یو ځای کول[۱۳] خالونه وهل،[۱۴] د جامو رنګ،[۱۵] د عطرو لګول[۱۶] او هر هغه شی چې مخ ښایسته وښیي[۱۷] زینت ګڼل شوی دی. د ځینو مواردو په زنیتوالي کې لکه له وېښتو سره د نورو وېښتو یو ځای کولو[۱۸] او د جامو رنګ [۱۹] کې د فقیهانو تر مینځ د نظر اختلاف دی.
په دیارلسمه پېړۍ کې د شیعه فقیه صاحب جواهر په وینا، د یو شي زینتوالی په عرف پورې تړاو لري؛ د مثال په توګه هغه په خپله زمانه کې د جامو رنګ زینت نه ګڼي.[۲۰] په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې د شیعه فقیه صاحب عروه (وفات ۱۳۳۷ق)، هم د ارایش کوونکي کس په نسبت او د هغه وخت او ځای په نسبت چې انسان پکې ژوند کوي متفاوت او بیل ګڼلی دی.[۲۱]
همداراز د تقلید د مرجع ایت الله خامنه ای په فتوا، د ځینو مواردو زینتوالی لکه د وروځو ټیټو کول، د عرف په نظر پورې تړاو لري.[۲۲]
فقهي حکم
د اعراف سورې د ۳۲ ایت له مخې، شیعه فقیهانو هر ډول زینت او میک اپ خپل په خپله جایز ګڼلی دی؛[۲۳] البته د ښځو ارایش په شرایطو سره واجب، مستحب یا حرام دی.
واجب میک اپ او ارایش
د شیعه فقیهانو په فتوا، د مېړه لپاره د ښځې ځان سینګارول، که مېړه یې ترې وغواړي واجب دی.[۲۴] دلیل یې د مېړه د اطاعت او د هغه د حق د ادا کولو واجبوالی ګڼل شوی دی.[۲۵]
مستحب میک اپ
د فقیهانو په وینا، د مېړه لپاره د ښځې ځان سینګار او اراسته کول، که میړه یې ترې نه وي غوښتې، مستحب کار دی.[۲۶]
د رجعي طلاق په عده کې د ښځې ارایش هم مستحب ګڼل شوی دی.[۲۷] او حکمت یې، د روایت له مخې د مېړه جلبول او ژوند ته د هغه ستنېدل بلل شوی دی.[۲۸]
حرام میک اپ
د شیعه فقیهانو په فتوا، د احرام په حال کې[۲۹] د ښځې لپاره زینت او ارایش او د مېړه د وفات په عدې کې، جایز نه دی.[۳۰]
ځینو فقیهانو لکه شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق) او صاحب جواهر (وفات ۱۲۶۶ق)، د نامحرم د جلبولو لپاره د ښځو ځان سینګارول حرام ګڼلي دي.[۳۱] تدلیس ( د مرکه غوښتونکي د غولولو لپاره ارایش او میک اپ) هم، د شیعه د مشهورو فقیهانو په فتوا حرام دی.[۳۲]
معمولي شان میک اپ
د تقلید د مرجع ناصر مکارم شیرازي په فتوا، د مخ د غونډوالي، او تر مړوندونو د لاسونو ارایش که ډېر کم او سپک وي او د مفسدې سبب نه شي، جایز دی.[۳۳] د تقلید د مرجع سید علي خامنه اي په وینا، له نامحرمو د معمولي او سپک میک اپ که د عرف له نظره زینت او ارایش وګڼل شي، پټول واجب دي.[۳۴] د تقلید د مرجع جعفر سبحاني په قول، د هغه څه پټول چې ارایش او میک اپ وګڼل شي واجب دي.[۳۵] محمد صادق روحاني ساده او معمولي میک اپ که د نامحرم د لمسېدو او پارېدو سبب شي جایز نه دی ګڼلی.[۳۶]
د تقلید مراجع سید علی سیستانی،[۳۷] سید ابوالقاسم خویی او میرزا جواد تبریزی[۳۸]، له نامحرمه د ارایش او میک اپ پټول ان که کم هم وي واجب ګڼلی دی.
اړونده احکام
د ښځو له ارایش او میک اپ سره اړونده ځینې احکام دا دي:
له ارایشه د پېسو ګټل
د ارایش او میک اپ په وړاندې د پیسو او اجورې اخستل، که د حلالې چارې لپاره وي (لکه د مېړه لپاره د ښځې ځان سینګارول) جایز دي.[۳۹] د شیعه د تقلید مرجع سید علي خامنه اي په فتوا، له حرام سره د مرستې لپاره (لکه نامحرم ته یې د ښودلو لپاره) د ښځې ارایش کول جایز نه دي. د هغه په فتوا، د ګمراهو فرقو په سټایل د ویښتو ارایش هم جایز نه دی او د دې په مقابل کې اخستل شوې اجوره جایزه نه ده.[۴۰]
په ارایش سره اودس او لمونځ
د تقلید د مراجعو په فتوا، هغه ارایشي مواد چې جِرم لري، د اودس مخه نیسي او باید له اودس کولو مخکې پاک کړی شي.[۴۱] هغه ارایشونه او میک اپونه چې یوازې رنګ لري او جِرم نه لري[۴۲] یا تر څرمنې لاندې کیږي، د اودس مخه نه نیسي او ورسره اودس کول صحیح دي.[۴۳]
د لمانځه په وخت، د مخ د میک اپ[۴۴] د ګاڼو او کالیو او هغو وېښتو چې اضافي لګول شوې وي،( که نامحرم یې ونه ویني) پټول لازم نه دي؛[۴۵] بلکې په لمانځه کې د ګاڼو لرل او نکریزو لګول د ښځو لپاه مستحق دي.[۴۶] ځینې مفسرانو د اعراف سورې له ۳۱ ایته استفاده کړې چې د لمونځ کولو په وخت زینت کول د سړو او ښځو لپاره مستحب دي.[۴۷]
نورو ته د ارایش څرګندول
همداراز وګورئ : تبرج
په وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا... (ترجمه: او خپل زینت دې نه ښکاره کوي مګر د هغه لپاره ...)[ نور–۳۱] ایت کې چې په ابداء الزینه ایت مشهور دی،[۴۸] نامحرمو ته د ښځو د زینت له ښودلو منع شوې ده. د شیعه فقیهانو په فتوا او د ابداء الزینه ایت په استدلال، د نامحرم په وړاندې د ارایش او میک اپ پټول واجب دي.[۴۹] په فقهي کتابونو کې نامحرمو سړو ته د زینت ښودل د تَبَرُّج په ټکي سره یاد شوي دي.[۵۰]
همداراز په روایتونو کې نامحرم ته د ښځو د ارایش او سینګار ښودل غندل شوې دي.[۵۱] په تهذیب الاحکام کې په یو روایت کې د ښځې د ګواهۍ د قبلیدو یو شرط، د سړو په محفل کې د زنانه زینتونو نه ښودل او د ځان نه ښودل (تبرج نه کول) ګڼل شوی دی.[۵۲]
اړونده لیکنه
فوټ نوټ
- ↑ انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۷۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۶۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۷۶.
- ↑ فراهیدی، کتاب العین، ۱۴۰۹ق، ذیل واژه زین؛ صاحب، المحیط فی اللغه، ۱۴۱۴ق، ذیل واژه زین.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۱۳، ص۱۴۱؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۹۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۵۰۹.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۰، ص۲۳۵.
- ↑ بحرانی، سند العروة الوثقی (نکاح)، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۸۹.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۸، ص۳۷۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۸، ص۱۷۵.
- ↑ شیخ انصاری، مکاسب، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۵۹.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۶۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۸، ص۱۷۵.
- ↑ مفید، احکام النساء، ۱۴۱۳ق، ص۵۷.
- ↑ ابن براج، المهذب، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۳۳۰.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۶۴؛ بحرانی، سند العروة الوثقی (النکاح)، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۹۳.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۶۴.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۱۷.
- ↑ ابن براج، المهذب، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۳۳۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۲۸۰.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۲۸۰.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۶، ص۹۸.
- ↑ لباس شهرت و احکام پوشش، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتاللهالعظمی خامنهای.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۷۳؛ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۱۳۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: سبزواری، مهذب الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۲۵، ص۲۱۸؛ امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۳۲۸؛ سیستانی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۰۶؛ لنکرانی، جامع المسائل، ۱۴۲۵ق، ص۴۲۸.
- ↑ فلاح، «حکم آرایش زنان در فقه شیعه» ص۱۲۱ و ۱۲۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابن ابیجمهور، الاقطاب الفقهیه، ۱۴۱۰ق، ص۱۰۰؛ حکیم، الفتاوی، ۱۴۳۳ق، ص۲۹۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: بحرانی، الحدایق الناظره، ۱۳۶۳ش، ج۲۵، ص۴۷۶؛ خویی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۳۰۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۲، ص۳۵۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۸، ص۳۷۳.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ص۲۶۳ و ۲۶۴؛ ابن براج، المهذب، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۳۳۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۲، ص۲۷۶؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۶، ص۹۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۸۵؛ مفید، احکام النساء، ۱۴۱۳ق، ص۵۷؛ «احکام آرایش زنانه»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله خامنهای.
- ↑ شیخ انصاری، مکاسب، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۵۹؛ روحانی، منهاج الفقهاهه، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۲۴۲.
- ↑ حکم آرایش زنان در مقابل نامحرم، پایگاه اطلاعرسانی دفتر حضرت آیتاللهالعظمی مکارم شیرازی.
- ↑ آرایش ملایم با حفظ حجاب، پایگاه اطلاعرسانی دفتر مقام معظم رهبری.
- ↑ آرایش صورت در مقابل نامحرم، پایگاه اطلاعرسانی دفتر آیتاللهالعظمی جعفر سبحانی.
- ↑ روحانی، استفتائات، ۱۳۸۲ش، ص۲۰۲.
- ↑ زینت و آرایش کردن، سایت رسمی دفتر مرجع عالیقدر آقای سید علی حسینی سیستانی.
- ↑ خوئی، احکام شرعی بانوان، ۱۳۹۱ش، ص۴۳۹.
- ↑ سبزواری، مهذب الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۱۶، ص۷۷؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع مطابق با فتاوای سیزده مرجع، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۴۱.
- ↑ «احکام آرایش زنانه»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله خامنهای.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع مطابق با فتاوای سیزده مرجع، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۴۱؛ بهجت، استفتائات، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۱۷۳؛ «پرسش و پاسخ، غسل»، پایگاه اطلاع رسانی دفتر مرجع عالیقدر آقای سید علی حسینی سیستانی.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع مطابق با فتاوای سیزده مرجع، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۴۱؛ بهجت، استفتائات، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۱۷۳؛ «پرسش و پاسخ، غسل»، پایگاه اطلاع رسانی دفتر مرجع عالیقدر آقای سید علی حسینی سیستانی.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: بهجت، استفتائات، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۱۷۳؛ «احکام وضو»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله خامنهای.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۱۹.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۸، ص۱۷۵.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۶۱۴.
- ↑ اطیب البیان، طیب، ۱۳۷۸ش، ج۷، ص۳۰۷.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۵، ص۴۹۲.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، مهدوی، ص۱۹۸؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۱۹.
- ↑ بحرانی، سند العروة الوثقی (نکاح)، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۸۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۰، ص۲۳۵.
- ↑ شیخ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲۴۲.
سرچينې
- آرایش صورت در مقابل نامحرم، پایگاه اطلاعرسانی دفتر آیتاللهالعظمی جعفر سبحانی، تاریخ بازدید: ۴ بهمن ۱۳۹۹ش.
- آرایش ملایم با حفظ حجاب، پایگاه اطلاعرسانی دفتر مقام معظم رهبری، تاریخ درج مطلب: ۳ آبان ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۴ بهمن ۱۳۹۹ش.
- روحانی، محمدصادق، استفتائات، حدیث دل، قم، ۱۳۸۲ش.
- ابن ابیجمهور، محمد بن زینالدین، الاقطاب الفقهیه، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیتاللهالعظمی مرعشی نجفی، ۱۴۱۰ق.
- ابن براج، عبدالعزیز بن نحریر، المهذب، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۶ق.
- انوری، حسن، فرهنگ بزرگ سخن، تهران، سخن، ۱۳۸۱ش.
- «احکام آرایش زنانه»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله خامنهای، تاریخ بازدید مطلب: ۱۹ آذر ۱۳۹۹ش.
- «احکام وضو»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله خامنهای، تاریخ بازدید مطلب: ۱۹ آذر ۱۳۹۹ش.
- ازهری، محمد بن احمد، تهذیب اللغه، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۱ق.
- امام خمینی، سید روحالله، تحریر الوسیله، تهران، مؤسسة تنظیم و نشر آثار الامام الخمینی، ۱۳۹۲ش.
- بحرانی، محمد سند، سند العروة الوثقی (النکاح)، قم، باقیات، ۱۴۲۹ق.
- بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضره فی احکام العترة الطاهره، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم، ۱۳۶۳ش.
- بنیهاشمی خمینی، سید محمدحسن، توضیح المسائل مراجع مطابق با فتاوای سیزده نفر از مراجع معظم تقلید، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۸۵ش.
- بهجت، محمدتقی، استفتائات، قم، دفتر حضرت آیتاللهالعظمی بهجت، ۱۳۸۶ق.
- «پرسش و پاسخ، غسل»، پایگاه اطلاع رسانی دفتر مرجع عالیقدر آقای سید علی حسینی سیستانی، تاریخ بازدید مطلب: ۲۶ آذر ۱۳۹۹ش.
- جمعی از پژوهشگران زیر نظر سیدمحمود هاشمی شاهرودی، موسوعة الفقه الاسلامی طبقا لمذهب اهلالبیت(ع)، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت(ع)، ۱۴۲۳ق.
- جوهری، اسماعیل بن حماد، الصحاح: تاج اللغة و صحاح العربیه، تصحیح احمد عبد الغفور عطار، بیروت، دار العلم للملایین، ۱۳۷۶ق.
- حر عاملی، محمد بن حسن، تقصیل وسائل الشیعه الی تحصیل مسائل الشریعه، تصحیح مؤسسة آل البیت(ع)، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
- حر عاملی، محمد بن حسن، تقصیل وسائل الشیعه الی تحصیل مسائل الشریعه، قم، مؤسسة آلالبیت(ع) لاحیاء التراث، ۱۴۱۶ق.
- حکم آرایش زنان در مقابل نامحرم، پایگاه اطلاعرسانی دفتر حضرت آیتاللهالعظمی مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۹ش.
- حکیم، سید محمدسعید، الفتاوی، قم، دار الهلال، ۱۴۳۳ق.
- خوئی، سید ابوالقاسم، جواد تبریزی، احکام شرعی بانوان، قم، دار الصديقة الشهيدة(س)، ۱۳۹۱ش.
- خویی، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، مدینة العلم، ۱۴۱۰ق.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
- روحانی، محمدصادق، منهاج الفقاهه: التعلیق علی مکاسب الشیخ الاعظم، قم، انوار الهدی، ۱۴۲۹ق.
- زینت و آرایش کردن، سایت رسمی دفتر مرجع عالیقدر آقای سید علی حسینی سیستانی، تاریخ درج مطلب: ۴ بهمن ۱۳۹۹ش.
- سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، مؤسسة المنار، ۱۴۱۳ق.
- سیستانی، سید علی، منهاج الصالحین، قم، مکتب آیةالله العظمی السید السیستانی، ۱۴۱۵ق.
- شیخ انصاری، مرتضی بن محمدامین، مکاسب، تحقیق محمد کلانتر، قم، دار الکتاب، ۱۴۱۰ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، عیون أخبار الرضا(ع)، تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ش.
- شیخ طوسی، محمد بن الحسن، تهذیب الأحکام، تصحیح حسن الموسوی خرسان، تهران، دار الکتب الإسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تهران، مکتبة المرتضویه، ۱۳۸۷ق.
- صاحب، اسماعیل بن عباد، المحیط فی اللغه، تصحیح محمدحسن آلیاسین، بیروت، عالم الکتاب، ۱۴۱۴ق،
- صافی گلپایگانی، لطفالله، جامع الاحکام، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار حضرت آیتاللهالعظمی صافی گلپایگانی، ۱۳۸۵ش.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۹ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، فضلالله یزدی طباطبایی و هاشم رسولی، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
- کرم ضد آفتاب برای زن، پایگاه اطلاعرسانی دفتر مقام معظم رهبری، تاریخ درج مطلب: ۱۰ دی ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۴ بهمن ۱۳۹۹ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسة آلالبیت(ع) لاحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
- عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تصحیح هاشم رسولی، تهران، مکتبة العلمیة الاسلامیه، ۱۳۸۱ش.
- فراهیدی، خلیل بن احمد، کتاب العین، قم، نشر هجرت، ۱۴۰۹ق.
- کاشف الغطاء، جعفر بن خضر، کشف الغطاء، اصفهان، مهدوی، بیتا.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۹ق.
- کلینی محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- فاضل لنکرانی، محمد، جامع المسائل، قم، امیر قلم، ۱۴۲۵ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار(ع)، تصحیح محمدباقر محمودی و دیگران، بیروت، دار احیاء التزاث العربی، ۱۴۰۳ق.
- معین، محمد، فرهنگ فارسی، تهران، چاپخانه سپهر، ۱۳۷۱ش.
- مفید، محمد بن محمد، احکام النساء، تحقیق مهدی نجف، قم، المؤتمر العالمی لالفیه الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، تحقیق عباس قوچانی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.
- نوری همدانی، حسین، جایگاه بانوان در اسلام، بیجا، مهدی موعود(عج)، ۱۳۸۳ش.