رقیه د امام علي(ع) لور

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

رقیه بنت علي(ع) ته منسوب قبر

رُقَیّه بنت علی(ع) (چې په ۶۱ هجري کې یې ژوند کاوه)، د مسلم بن عقیل مېرمن او د کربلا له بندیانو څخه وه. رقیه د کربلا په پیښه کې حضور درلود. له مکې څخه کربلا ته پر لاره يې د خپل خاوند مسلم بن عقيل د شهادت خبر واورېد.

د عاشورا په ورځ یې اولادونه عبدالله او د یوه روایت له مخې محمد شهیدان شول او پخپله د عمر بن سعد د لښکر له خوا ونیول شول. په قاهره کې د هغې په نوم یو قبر دی چې په ۱۴۱۶ هجري قمري کال کې د هند د داودي بوهرایانو له خوا د زیارت زوړ ضریح بدل کړی شو. د پاکستان په لاهور ښار کې هم د بي بي پكدامن په نوم يو قبر هغې ته منسوب دى.

نسب

رقیه د امام علی (ع) لور وه او میرمن صَهباء څخه پیدا شوه چې هغه په خپله د ربیعهٔ تغلبیه لور وه او هغه د امام علی علیه السلام وینزه وه.[1] ذبیح الله محلاتي صهباء د هغې او د عمر بن علی مور ګڼلې ده. [۲]

په ځينو سرچینو کې رقيه د ام کلثوم په نوم ياده شوې ده.[3] سيد محسن امين د امام علي(ع) د درې لوڼو کنیت ام کلثوم ګڼلی دی. هغه رقيه ام کلثوم وُسطیٰ بللې او ام کلثوم کبري او ام کلثوم صغری يې (د عقيل له اولادې څخه يوه ښځه) ګڼلي ده.[4]

واده او اولادونه

رقیه د خپل تره زوي مسلم بن عقیل سره واده وکړ.[۵] د رَیاحین‌الشَّریعه د لیکوال په وینا، د هغې له مسلم بن عقیل څخه دوه زامن عبدالله او محمد او یوه لور پیدا شوه.[۶] په دې کتاب کې د هغې د لور نوم نه دی ذکر شوی.[7] د دې کتاب لیکوال ذبیح الله محلاتي د امام حسین (ع) د لور سکینه خاوند، عبدالله ګڼلی دی.[8]

په کربلا کې د هغې حاضریدل

د عاشورا په پيښه رقيه له امام حسين (ع) سره کربلا ته ولاړه.[۹] د ذبيح الله محلاتي په وينا په دغه سفر کې هغې سره درې ماشومان هم ورسره وو.[۱۰] په لاره کې هغې د مسلم بن عقیل د شهادت خبر واورېد. د تاریخ پوهانو په وینا د هغه زوی عبدالله بن مسلم په کربلا کې شهید شو.[۱۱] محلاتي د کربلا په پیښه کې د هغې د دوو زامنو محمد او عبدالله د شهادت او د هغې د زنداني کیدو په اړه خبرې کړي دي.[۱۲]

زیارت

د امام علي(ع) د لور رقیې ضریح

د هغه وینا مطابق چې په مُعجَم‌البلدان کې راغلي دي،  رقیه په قاهرې (د مصر په هېواد کې) دفن شوې ده.[۱۳]

د امام علی (ع) لور رقیه ته منسوب ضریح په 1416 هجری قمری کال کښې نصب شوی او د هنری سینګار له نظره د نورو سپینو زرو زیارتونو سره ځینې توپیرونه لري. د ضریح شکل مستطيل ته نږدی دی او اړخونه يې بديل دي، د دريو يا څلورو جاليو کړکيو سره. د زيارت د چت په سر کې يو کوچنی گنبد دی او د هغې د اړخونو له زاويې څخه پورته د کوفې د جومات د منارو په کونجونو کې د مقرانو په شان مقرآنونه دي (چې د الاحمر جومات په شان) یې جوړ کړی دی. د ضریح بنسټ د شنو مرمرو څخه جوړ شوی دی. د رقيه د سپينو زرو زيارت د هند د داودي بوهره ګانو لخوا ډيزاين شوی او د زوړ زيارت په ځای یې نصب کړی دی.[14]

د بی بی پاکدامن زیارت

اصلي مقاله: بی بی پاکدامن

د پاکستان په لاهور ښار کې د بي بي پاکدامن [۱۵] په نوم  زیارت دی چې خلک په دې باور دي چې د امام علي (ع) لور رقیه له پنځو نورو ښځو سره یوځای دلته ښخه شوې ده.[۱۶]  دا زیارت سل کاله لرغونی او د هنر له آثارو څخه دی، دا د لاهور په ښار کې یو لرغونی او زیارت ځای دی.[۱۷] البته څیړونکو دا عقیده رد کړې ده چې د امام علی(ع) لور رقیه دلته ښخه شوې ده.[۱۸]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې