سیده نفیسه

د wikishia لخوا
د سیده نفیسه ضریح په مصر کې

سیده نفیسه یا نفیسه خاتون (۱۴۵-۲۰۸ق) د امام حسن مجتبی(ع) له لمسیو او د حسن بن زید بن حسن لور ده. تاریخی سرچینو هغه یوه عابده، زاهده، محدثه، نیکه او د قرآن حافظه مېرمن ګڼلې ده. د هغې مېړه اسحاق موتمن د امام صادق(ع) زوی و. سیده نفسیه چې د حضرت ابراهیم(ع) د قبر د زیارت لپاره مصر ته تللې وه، د خلکو په ټنیګار سره په مصر کې استوګنه شوه او د عمر تر پایه هلته پاتې شوه. په ځینو سرچینو کې د هغې لپاره ځینې کرامتونه ذکر شوي لکه د ناروغ شفا او له وچکالۍ د مصر او نیل سیند ژغورل.

سیده نفیسه په حدیث او تفسیر هم بلده وه له همدې امله ځینې د حدیث عالمانو منجمله محمد بن ادریس شافعي او احمد بن حنبل د هغې د حدیث د نقلولو په غونډو کې ګډون کاوه او له هغې یې روایتونه کول. نفیسه خاتون د ۲۰۸ ق کال په رمضان کې له دنیا لاړه. اسحاق موتمن مدینې ته د خپلې مېرمنې د راوړلو اراده لرله؛ خو د مصر د خلکو په غوښتنه یې هم هلته ښخه کړه. په قاهرې کې د هغې مقبره د مسلمانانو زیارتګاه ده.

ژوند لیک

نفیسه خاتون په مکې کې وزېږېده او هم هلته لویه شوه.[۱] ویل شوي چې هغه کور چې نفیسه پکې په مدینه کې اوسیده د مدینې په لویدځ کې او د هغه کور مخې ته و چې له امام صادق(ع) سره یې اړه لرله.[۲] په الدر المنثور فی طبقات ربات الخدور، کتاب کي له اسعاف الراغبین کتابه نقل شوي چي نفیسه په ۱۴۵ ق کال کې زېږېدلې ده.[۳] عزیزالله عطاردي یې زوکړه د همدې کال د ربیع الاول ۱۱ ذکر کړې ده.[۴]

نسب یې د پلار له خوا په دریو واسطو سره امام حسن مجتبی(ع) ته رسیږي[۵] پلار یې حسن بن زید د منصور عباسي له خوا پینځه کاله د مدینې والي و خو هغه یې عزل او بندي کړ.[۶] مقریزی له الروضة الانیسه بفضل مشهد السیده نفیسه کتابه نقل کړې چې مور یې ام ولد وه.[۷]

واده

نفیسه خاتون له اسحاق بن جعفر سره چې په اسحاق مؤتمن مشهور او د امام صادق(ع) زوی و واده وکړ.[۸] ځینو متاخرو سرچینو د هغې عمر د واده په وخت ۱۵ کاله ګڼلی دی.[۹] اسحاق موتمن د حدیث په نقلولو کې ثقه[۱۰] او د خپل زوي امام رضا(ع) په باره کې د اوم امام د وصیت له شاهدانو و.[۱۱] نفسیه د اسحاق بن جعفر څخه دوه اولاده لرل د قاسم او ام کلثوم په نوم.[۱۲]

مصر ته هجرت

په الدر المنثور فی طبقات ربات الخدور کتاب کې له المزارات سخاوي څخه نقل شوي چې نفیسه خاتون په ۱۹۳ ق کال کې د حج له مناسکو وروسته له خپل مېړه سره د حضرت ابراهیم(ع) د قبر د زیارت لپاره بیت المقدس ته لاړه او بیا مصر ته لاړه. د مصر خلکو یې هرکلی وکړ. په اوله کې یې د جمال الدین بن عبدالله بن جصاص په نامه د مصر د لوی تاجر په کور کې دېره کړه. ویل شوي چې د مصر او خواوشا ډېر خلک به د هغې په وسیله د یوې یهودي جینۍ د شفا په وجه د تبرک په نیت هغې ته ورتلل. هغوې اراده وکړه چې له مصره حجاز ته لاړه شي، د مصر خلکو له واکمنه وغوښتل چې حجاز ته د هغې د تللو اراده بدله کړي. هغې د مصر واکمن ته وویل چې زه یوه کمزورې ښځه یم او د خدای له عبادته پاتې یم او د استوګنې ځای مې وړوکی دی او د دومره خلکو ګنجایش نه لري. د مصر حاکم یو کور چې په درب السباع کې واقع و هغې ته ورکړ او ترې یې وغوښتل چې په اونۍ کې دوه ورځې خلکو ته بیلې کړي او په نورو ورځو دې عبادت کوي. نفیسې د خالي او شورو ورځ خلکو ته بیله کړه او د همېشه لپاره په مصر کې پاتې شوه.[۱۳]

معنوي او علمی مقام

زرکلي، له سیده څخه د تقیه، صالحه، اوعالمه بالتفسیر والحدیث په صفتونو یادونه کړې ده.[۱۴] نفیسة الدارین، نفیسة الطاهره، نفیسة العابده، نفیسة المصریه و نفیسة المصریین[۱۵] د هغې نور لقبونه دي چې پرې ستایل شوې ده.

معنوي مقام

ځینو راپورونو د سیده نفیسه د عبادت، زهد او سخاوت خبره کړې او راوړي یې دي چې هغې زیات مال درلود او له خلکو په تېره بیا له پاتې راغلو او ناروغانو سره یې مرسته کوله.[۱۶] هغه دېرش ځله حج ته تللې وه.[۱۷] د سرچینو په وینا تهجد به یې کول او ډېرې روژې یې نیولې.[۱۸] همداراز نقل شوي چې هغې د ځان لپاره یو قبر کنلی و چې هره ورځ به ورتلله او لمونځ به یې پکې کاوه او ځینو ویلي چې په دغه قبر کې یې یو سل نوي ځله د قران ختمونه وکړل.[۱۹] ځینو ویلي چې: دوه زره ختمه او ځینو یو زره نه سوه ختمه.[۲۰] د ناسخ التواریخ په وینا، سیده نفیسه د مصر په خلکو کې لوړ مقام درلود.[۲۱] ابونصر بخاري ویلي چې د مصر خلک د خپلو ادعاګانو د ثابتولولپاره د نفیسه خاتون په نوم قسم خوري.[۲۲] ځینو مصري محققانو له هغې سره د مصر د خلکو مینه د هغې د زاهدانه ژوند په وجه بللې ده.[۲۳]

سیده نفیسه له قرآن سره مینه لرله او حافظه وه.[۲۴] هغه د دغه ایت[۲۵] «قُلْ لِمَنْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلْ لِلَّهِ كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ»[۲۶] یا آیه «لَهُمۡ دَارُ لسَّلَٰمِ عِندَ رَبِّهِمۡ وَهُوَ وَلِيُّهُم بِمَا كَانُواْ يَعمَلُونَ »[۲۷] ایت د لوستلو په حال کې له دنیا لاړه.[۲۸]

علمي مقام

سیده نفسیه په تفسیر او حدیث پوهه وه[۲۹] ځینو عالمانو د هغې حدیث نقل کاوه.[۳۰] محمد بن ادریس شافعي ( د اهل سنتو له څلورګونو امامانو یو) له هغې حدیث اخیسته.[۳۱] او احمد بن حنبل ( د حنبلیانو امام) د هغې د حدیث د نقلولو په غونډو کې برخه اخیسته.[۳۲] کله چې محمد بن ادریس شافعي له دنیا لاړ د هغه جنازه یې د سیده نفیسه کور ته یوړه او هغې یې د جنازی په لمانځه کې برخه واخیسته.[۳۳]

کرامات

په ځینو سرچینو کې د سیده نفیسه ځینې کرامات لکه د ناروغ شفا[۳۴] او له وچکالۍ د مصر او نیل سیند ژغورل[۳۵] راغلي دي. جمال الدین بن تغري بُردي ویلي چې د هغې کرامتونه په هر ځای کې مشهور دي.[۳۶] احمد ابوکف په کریمة الدارین د نفیسه ملقب کېدل په دې وجه ګڼي چې د مصر خلکو د هغې په ژوند او له مرګه وروسته یې له هغې کرامتونه لیدلي دي.[۳۷] په ځینو سرچینو کې د هغې له مرګه وروسته هم ځینې کرامتونه ذکر شوې دي.[۳۸] ذبیح الله محلاتي په ریاحین الشریعه کې، وروسته له دې چې د نفیسه لپاره ځینې کرامتونه ذکروي، د هغه څه سرچینه چې د هغې په ژوند لیک کې یې ذکر کړې، د اهل سنتو کتابونه او د خدشې او اعتراض وړ ګڼي.[۳۹]

وفات او زیارت

نفیسه خاتون د ۲۰۸ ق کال په رمضان میاشته کې له دنیا تللې ده.[۴۰] د نفیسه د وراره یحیی مُتوَّج، له لور زینب څخه نقل شوي چې نفیسه د رجب په لومړۍ ورځ ناروغه شوه او ناروغي یې د رمضان تر دویمې لسیزې وغځېډه.[۴۱] اسحاق موتمن غوښتل چې جنازه یې مدینې ته یوسي خو د مصر د خلکو په غوښتنه یې هم هلته ښخه کړه.[۴۲] مقریزي ویلي چې د مصر خلکو له اسحاقه وغوښتل چې هغه د برکت په خاطر په مصر کې ښخه کړي.[۴۳] خو د ځینو سرچینو په وینا اسحاق ونه منله. د مصر خلک حاکم ته ورغلل او ترې یې وغوښتل چې اسحاق مدینې ته د خپلې مېرمنې د جنازې له وړلو منع کړي. د مصر د واکمن واسطه ګرځول موثر نه وو، هغوي ځینې مالونه برابر کړل او اسحاق ته یې ورکړل چې له غوښتنې سره یې موافقه وکړي، خو اسحاق ونه منله خو اخر په مصر کې د خپلې مېرمنې په ښخولو راضي شو. ویل شوي چې اسحاق د هغه خوب په وجه چې لیدلی یې و د مصر د خلکو غوښتنه ومنله. د دغه خوب په اساس د خدای رسول هغه ته ویلې وو چې مېرمنه دې هم دلته خاورو ته وسپاره.[۴۴]

په قاهره کې د سیده نفیسه زیارت

سیده نفسیه په خپل کور کې په هغه ځای کې چې په درب السباع او درب یزرب پېژندل کېده، ښخه کړی شوه.[۴۵] مقریزي د هغې د ښخېدو ځای له هغو څلورو ځایونو [یادداشت۱] یو ځای ګڼلی چې په مصر کې د دعا په قبلېدو مشهور دي.[۴۶] همداراز نقل شوي چې لومړی کس چې د هغې په مزار یې ودانۍ جوړه کړه د مصر امیر عبیدالله بن سري بن حکم و او تاریخ یې په هغه کتبیه کې چې د ضریح په دروازه لګېدلې د ۴۸۲ ق کال ربیع الثاني میاشته لیکل شوې ده[۴۷] او په ۵۳۲ ق کال کې حافظ خلیفه هغه بیا ورغوله او پرې یې یو ضریح او ګنپته جوړه کړه.[۴۸] یاقوت حموي (د اومې پېړۍ جغرافیا پوه) په هغه زمانه کې د هغې په قبر د ګنپتې خبره کړې ده.[۴۹] د سیده نفیسه مرقد په مصر کې له مشهورو زیارتي ځایونو څخه دی.[۵۰] ابن کثیر چې د اهل قبورو زیارت شرک ګڼي وایي: د مصر خلک د هغې په هکله داسې خبرې کوي چې د شرک او کفر سبب کیږي. د هغه له خبرو معلومیږي چې د مصر شیعه او سني خلکو هغه وخت نفیسه خاتون ته ځانګړی درناوی درلود او د هغې د قبر زیارت ته تلل.[۵۱] همداراز د ذهبي له راپوره چې مصریانو ته یې نسبت ورکړی چې له هغې د بخښنې غوښتنه کوي، داسې معلومیږي چې د مصر خلکو له هغې سره توسل کاوه.[۵۲]

د مصر خلک له ۸۸۹ ق کال څخه د ممالیک چرکسي له لړۍ څخه د ملک اشرف قایتبای (حکومت ۸۷۲-۹۰۱ق) له وخته د سیده نفیسه د زوکړې په ورځ جشن لمانځي. د هغې د زوکړې په شپه ډېر اهل سنت او شیعیان د شپې تر ناوخته پورې د هغې په حرم کې مولودي خواني او خوشالۍ کوي. د مصر خلک د خپلو حاجتونو د پوره کولو لپاره سیده نفیسه پورې توسل کوي او د تبرک لپاره ضریح ښکلوي. همداراز د مرقد په خواوشا کې د واده د جشنونو جوړول او د هغې په حرم کې د ناوې ګرځول دود دي.[۵۳]

ځينې ایراني شیعیان د قاجار په زمانه کې، د حج په سفر کې شاماتو او مصر ته هم تلل او د سیده نفسیه د قبر زیارت به یې کاوه. دغه زیارتونه د ایرانیانو د حج په ځینو یونلیکونو کې بیان شوي او د هغې د مرقد او د هغې په اړه د مصریانو د عقیدې په باب معلومات ورکوي.[۵۴]

زیارت نامه

د ژوند پېښو کتابونو د سیده نفیسه لپاره ځینې زیارت نامې ذکر کړې دي. په دغه زیارتنامو کې، د هغې معنوي مقامات او نسبي شرافت ستایل شوی او پر هغې د پېغمبر د کورنۍ د یوې مېرمنې په توګه سلام استول شوی دی.[۵۵] د ځینو راپورونو له مخې، مسلمانان د سیده نفیسه د زیارت په وخت یوه زیارتنامه لولي او د هغې د نسبي شرافت د بیانولو په ترڅ کې له خدایه غواړي چې حاجتونه یې پوره کړي.[۵۶] د دغه زیارتونو متن په «الدرالمنثور» کتاب کې راغلی دی. ځینې برخې یې دا دي:

السلام و التحیة و الاکرام و الرضا من العلی الاعلی الرحمن علی سیدة نفیسة سلالة نبی الرحمة و هادی الامة... و اقض حوائجنا فی الدنیا و الاخرة یا رب العالمین.[۵۷]

د مصر خلک د چارشبنې ورځ د سیده نفیسه د زیارت ورځ ګڼي.[۵۸]

احمد فهمي محمد:



قِف لائذاً بسلیلة الزهراء بنت النبی کریمة الآباء
ذات العلا و المکرمات نفیسةبنت الامیر و سید الکرماء[۵۹]


ژباړه: ودرېږده او د زهرا یوې لور ته پناه یوسه/ د پېغمبر او د لویو پلرونو لور/ مېرمن نفیسه چې لوړه او د کرامتونو څښتنه ده/ د کریمانو د امیر او سرور لور ده.

لیکنې

د سیده نفیسه په اړه ځینې کتابونه په عربۍ او فارسۍ ژبه لیکل شوې دي. کتاب التحفة الانسیه من مآثر النفیسه د هغي د کرامتونو په اړه او کتاب السیده نفیسه (لیکوال: توفیق ابوعلم) په عربۍ ژبه لیکل شوې دي. همداراز عزیزالله عطاردي، گوهر خاندان امامت یا زندگی نامه سیده النفیسه کتاب او غلامرضا ګلي ‌زواره، بانوی باکرامت کتاب، د هغې په اړه لیکلی دی.[۶۰]

فوټ نوټ

  1. زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۴۴.
  2. گلی‌زواره، بانوی کرامت، ۱۳۸۲ش، ص۳۸.
  3. فوّاز العاملی، الدر المنثور، ۱۳۱۲ق، ص۵۲۱.
  4. عطاردی، گوهر خاندان امامت، ۱۳۷۳ش، ص۷.
  5. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۱۰، ص۲۶۲.
  6. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۱۰، ص۲۶۲.
  7. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۳۷.
  8. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۳۸.
  9. عطاردی، گوهر خاندان امامت، ۱۳۷۳ش، ص۱۰؛ ابوکف، آل بیت النبی فی مصر، ۱۹۷۵م، ص۱۰۱-۱۰۲.
  10. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۳۷.
  11. کلینی، الکافی، ج۱، ص۳۱۶.
  12. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۳۷.
  13. فوّاز العاملی، الدر المنثور، ۱۳۱۲ق، ص۵۲۲.
  14. زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۴۴
  15. ابوکف، آل بیت النبی فی مصر، ۱۹۷۵م، ص۱۱۱.
  16. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۱۰، ص۲۶۲؛ محمد الحسون، اعلام النساء المؤمنات، ۱۴۱۱ق،ص۶۲۶-۶۲۸.
  17. زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج‏۸، ص۴۴؛ مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۳۹.
  18. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۳۹.
  19. سپهر، ناسخ التواریخ، ۱۳۵۲ش، ج۳، ص۱۲۶.
  20. شبلنجی، نورالابصار فی مناقب آل بیت النبی المختار، به نقل از: حسینی طهرانی، نور ملکوت قرآن، ج۴، ص۴۸۹.
  21. سپهر، ناسخ التواریخ، ۱۳۵۲ش، ج۳، ص۱۲۰.
  22. ابونصر بخاری، سرالسلسلةالعلویه، ۱۳۸۱ق، ص۲۹.
  23. شیخ محمد صبان، إسعاف الراغبين، نسخه خطی، ص۸۱.
  24. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۳۷.
  25. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۴۰.
  26. سوره انعام، آیه ۱۲.
  27. سوره انعام، آیه ۱۲۷.
  28. فوّاز العاملی، الدر المنثور، ۱۳۱۲ق، ص۵۲۱؛ محدث قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۱۴۱۸؛ حسینی طهرانی، روح ملکوت قرآن، ج۴، ص۴۹۰-۴۹۲.
  29. الوردانی، الشیعه فی مصر، ۱۴۱۴ق، ص۱۰۹.
  30. ابن‌خلکان، وفیات الاعیان، دارصادر، ج۵، ص۴۲۳ـ۴۲۴.
  31. شبلنجی، نورالابصار، قاهره، ص۲۵۶؛ فوّاز العاملی، الدر المنثور، ۱۳۱۲ق، ص۵۲۱.
  32. عطاردی، گوهر خاندان امامت، ۱۳۷۳ش، ص۱۲، ۲۹؛ ابوکف، آل بیت النبی فی مصر، ۱۹۷۵م، ص۱۰۷
  33. ابن‌عماد حنبلی، شذرات الذهب، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۴۳؛ ابن‌خلکان، وفیات الاعیان، ج۵، ص۴۲۴؛ فوّاز العاملی، الدر المنثور، ۱۳۱۲ق، ص۵۲۱.
  34. ابوکف، آل بیت النبی فی مصر، ۱۹۷۵م، ص۱۰۷؛ محلاتی، ریاحین الشریعه، دار الکتب الاسلامیه، ج۵، ص۸۷ـ۸۸؛ مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۴۱.
  35. شبلنجی، نورالابصار، قاهره، ص۲۵۶؛ محلاتی، ریاحین الشریعه، دار الکتب الاسلامیه، ج۵، ص۸۵؛ مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۴۱.
  36. ابن‌تغری بردی، النجوم الزاهره، وزاره‌‌ال‍ث‍ق‍اف‍ه‌ و‌الارش‍اد‌ال‍ق‍وم‍ی‌، ج۲، ص۱۸۶.
  37. ابوکف، آل بیت النبی فی مصر، ۱۹۷۵م، ص۱۰۷.
  38. مثال په توګه وګورئ: فوّاز العاملی، الدر المنثور، ۱۳۱۲ق، ص۵۲۲.
  39. محلاتی، ریاحین الشریعه، دار الکتب الاسلامیه، ج۵، ص۹۴.
  40. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۱۰، ص۲۶۲؛ ابن‌خلکان، وفیات الاعیان، دارالثقافه، ج۵، ص۴۲۴؛ مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۴۰.
  41. وګورئ: حسینی طهرانی، روح ملکوت قرآن، ج۴، ص۴۹۱-۴۹۲.
  42. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۱۰، ص۲۶۲؛ فوّاز العاملی، الدر المنثور، ۱۳۱۲ق، ص۵۲۱.
  43. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۴۰.
  44. شبلنجی، نورالابصار، قاهره، ص۲۵۸؛ ابوکف، آل بیت النبی فی مصر، ۱۹۷۵م، ص۱۰۴؛ شیخ محمد صبان، إسعاف الراغبين، نسخه خطی، ص۸۱؛ قمی، منتهی الامال، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۱۴۱۸؛ محمد الحسون، اعلام النساء، ص۱۸۹.
  45. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۴۰.
  46. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۴۰.
  47. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۴۱-۶۴۲.
  48. مقریزی، الخطط المقریزیه، ۱۹۹۸م، ج۳، ص۶۴۲.
  49. حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۵، ص۱۴۲.
  50. زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۴۴.
  51. وګورئ: ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۱۰، ص۲۶۲.
  52. ابن‌عماد حنبلی، شذرات الذهب، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۴۳.
  53. الوردانی، الشیعه فی مصر، ۱۴۱۴ق، ص۱۱۰، ۱۱۳.
  54. مثال په توګه وګورئ: جعفریان، «سفرنامه حج جزائری عراقی»، ۱۳۸۹ش، ص۲۷۱.
  55. شبلنجی، نورالابصار، قاهره، ص۲۵۹.
  56. فوّاز العاملی، الدر المنثور، ۱۳۱۲ق، ص۵۲۲.
  57. فوّاز العاملی، الدر المنثور، ۱۳۱۲ق، ص۵۲۲.
  58. عطاردی، گوهر خاندان امامت، ۱۳۷۳ش، ص۶۲.
  59. توفیق، السیدة نفیسة، ۲۰۰۸م، ص۲۲۲.
  60. بانوی با کرامت، شرح حال و ذکر کرامات سیده نفیسه نواده امام حسن مجتبی(ع) سایت آدینه بوک

سرچينې

  • ابن‌تغری بردی، جمال الدین، النجوم الزاهرة فی ملوک مصر و قاهرة، قاهرة، وزاره‌‌ال‍ث‍ق‍اف‍ه‌ و‌الارش‍اد‌ال‍ق‍وم‍ی‌، بی‌تا.
  • ابن‌خلکان، احمد بن محمد، وفیات الاعیان، تحقیق احسان عباس، بیروت، دارالثقافه، بی‌تا.
  • ابن‌عماد حنبلی، عبدالحی بن احمد، شذرات الذهب، تحقیق: ارناووط، دمشق-بیروت، ۱۹۸۶م/۱۴۰۶ق.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • ابوکف، احمد، آل بیت النبی فی مصر، قاهرة، دارمعارف، ۱۹۷۵م.
  • ابونصر بخاری، سهل بن عبدالله، سِرّ السلسلة العلویّة، تحقیق سید محمدباقر بحر العلوم، نجف، المکتبة‌ الحیدریة، ۱۳۸۱ق.
  • توفیق ابوعلم، السیده نفیسه، تحقیق: محمد شوقی، تهران، المجمع العالمی للتقریب بین المذاهب الاسلامیه، ۱۴۲۸ق/۲۰۰۸م.
  • جعفریان، رسول، «سفرنامه حج جزائری عراقی»، پنجاه سفرنامه حج قاجاری، تهران، نشر علم، ۱۳۸۹ش.
  • حسینی طهرانی، سید محمدحسین، نور ملکوت قرآن.
  • حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دارصادر، ۱۹۹۵م.
  • زرکلی، خیر الدین، الأعلام قاموس تراجم لأشهر الرجال و النساء من العرب و المستعربین و المستشرقین، بیروت،‌ دارالعلم للملایین، ۱۹۸۹م.
  • سپهر، عباس‌قلی‌خان، ناسخ التواریخ (دوران امام کاظم)، تهران، اسلامیة، ۱۳۵۲ش.
  • شبلنجی، مؤمن بن حسن، نورالابصار فی مناقب بنت النبی المختار، مطبوع در حاشیه کتاب اسعاف الراغبین، قاهره، چاپ سنگی، بی‌تا.
  • شیخ محمد صبان، اسعاف الراغبين فى سيرة المصطفى وفضائل اهل بيته.
  • عطاردی، عزیزالله، گوهر خاندان امامت یا زندگی‌نامه سیده النفیسه، تهران، انتشارات عطارد، ۱۳۷۳ش.
  • فواز عاملی، زینب بنت یوسف نواز، الدر المنثور فی طبقات ربات الخدور، مصر، المطبعة الکبری الامیریه، ۱۳۱۲ق، افست بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • کحاله، عمررضا، اعلام النساء فی عالمی العرب و الاسلام، بیروت، موسسه الرساله، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۱م.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی،‌ تهران،‌ دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • گلی‌زواره، غلامرضا، بانوی باکرامت، قم، انتشارات حسنین، ۱۳۸۲ش.
  • محلاتی، ذبیح الله، ریاحین الشریعه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، بی‌تا.
  • محمد الحسون ام علی مشکور، اعلام النساء المؤمنات، انتشارات اسوه، ۱۴۱۱ق.
  • مقریزی، احمد بن علی، المواعظ و الاعتبار و الآثار المعروف بالخطط المقریزیه، تحقیق: محمد زینهم و مدینه الشرقاوی، قاهره، مکتبة مدبولی، ۱۹۹۸م.
  • وردانی، صالح، الشیعه فی مصر من الامام علی حتی الامام خمینی، قاهرة، مکتبة مدبولی الصغیر، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • محدث قمی، شیخ عباس، منتهی المقال فی تواریخ النبی و الآل، قم، دلیل ما، ۱۳۷۹ش.

بهرنۍ لینکونه