سرجون بن منصور رومي

د wikishia لخوا

سَرْجون بن مَنْصور رومي (وفات ۸۶ق) د معاویة بن ابي سفیان او یزید بن معاویه له سلاکارانو. کله چې کوفیانو له مسلم بن عقیل سره بیعت وکړ، یزید د هغه په مشوره عبید الله بن زیاد د هغوي د ځپنې لپاره د کوفې ګورنر کړ.

سرجون بن منصور، د شام له مسیحیانو[۱] او د معاویه مریی[۲] و. هغه د معاویه په حکومت کې کاتب[۳] او د حکومت په چارو کې د هغه سلاکار[۴] و او د هغه د خراج د دیوان مسوولیت یې په غاړه درلود.[۵]

سرجون د معاویه له وفاته وروسته د یزید بن معاویه په دربار کې هم رول درلود.[۶] ځینې باوري دي چې هغه او اَخطل نصراني [یادداشت ۱] د شرابو څښلو په وخت د یزید له خادمانو وو.[۷] کله چې د کوفې شیعیانو له مسلم بن عقیل سره بیعت وکړ، یزید له سرجون سره مشوره وکړه او د هغه په مشوره یې ابن زیاد د کوفیانو غورځنګ د ځپلو لپاره د کوفې والي کړ.[۸] سرجون له معاویه څخه یوه عهدنامه یزید ته وښودله او وې ویل:«معاویه د مرګ په وخت دا لیک لیکلی چې که په کوفې کې بلوا وشوه، عبید الله بن زیاد د هغه ځای مامور کړه»[۹]

سرجون د مروان بن حکم او د هغه د د وزي عبد الملک د حکومت په پړاو کې هم د هغو دوو کاتب و خو عبدالملک هغه د کوتاهۍ په وجه له دغه مقامه لرې کړ.[۱۰] ویل شوي چې هغه د عبدالملک په حکومت کې د بیت المال د کاتب په توګه په کار بوخت و.[۱۱] هغه په ۸۶ ق کال کې مړ شو.[۱۲]

فوټ نوټ

  1. مسعودی، التنبیه و الاشراف، دارالصاوی، ص۲۶۵.
  2. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۱۵۹، ۲۸۸؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۳۵۶؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۲.
  3. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۱۵۹.
  4. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۹۸۶م، ج۸، ص۱۴۶.
  5. خلفیه بن خیاط، تاریخ، ۱۹۹۵م، ص۱۴۱؛ مسعودی، التنبیه و الاشراف، دارالصاوی، ص۲۶۱.
  6. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۳۴۸؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۳۵۴، ۳۷۹.
  7. ابوالفرج اصفهانی، الاغانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۷، ص۴.
  8. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۳۵۶؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۲؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۳۷۹.
  9. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۳۷۹؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۳۵۶.
  10. ابن‌عبدربه، العقد الفرید، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۵۲.
  11. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۰۰ق، ج۷، ص۲۲۲.
  12. خلیفه بن خیاط، تاریخ، ۱۹۹۵م، ص۱۸۹.

سرچينې

  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، الاغانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۹۹۴م۱۴۱۵ق.
  • ابن‌عبدربه، احمد بن محمد، العقد الفرید، تحقیق: مفید محمد قمیحه، بیروت، دار الکتب العلمیه، الطبعة الثالثة، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۷م.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الأشراف، تحقیق احسان عباس، بیروت، جمعیة المستشرقین الألمانیة، ۱۹۷۹م/۱۴۰۰ق.
  • خلیفه بن خیاط، تاریخ، تحقیق: فواز، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق: محمدأبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • مسعودی، علی بن حسین، التنبیه و الإشراف، تصحیح: عبدالله اسماعیل الصاوی، قاهره، دارالصاوی، بی‌تا (افست قم: مؤسسة نشر المنابع الثقافة الاسلامیة).
  • مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفه حجج الله علی العباد، قم، انتشارات کنگره جهانی شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.