شیعه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د شیعه په اړه ده. د دولسو امامی شیعو په اړه د معلوماتو لپاره، د امامیه مدخل وګورئ.
ولایة علي(ع)

شیعه د اسلام له دوو لویو مذهبونو څخه یو مذهب دی. د دغه مذهب په اساس د اسلام پېغمبر (ص) د خدای په امر حضرت علي (ع) خپل بلا فصل جانشین او ځای ناستی ټاکلی دی. امامت د شیعه د مذهب له اصولوڅخه او له اهل سنتو سره یې د فرق ټکی دی. د دغه اصل له مخې امام، خدای تعالی ټاکي او د پېغمبر (ص) په وسیله یې خلکو ته ورپېژني.

ټول شیعیان بې له زیدیه څخه، امام معصوم ګڼي او په دې باور دي چې اخري امام، مهدي موعود (عج) په غیبت کې دی او یوه ورځ به په نړۍ کې د عدالت د ټینګولو لپاره پاڅون کوي.

د شیعه ځینې نور کلامي باورونه دا دي: عقلی حسن و قبح، د خدای د صفاتو تنزیه، امر بین الامرین، د صحابه و نه عدالت، تقیه، توسل او شفاعت.

په شیعه مذهب کې د اهل سنتو د مذهب په شان د شرعي احکامو د استنباط سرچینې دا دي: قرآن، سنت، عقل او اجماع. البته شیعیان د پېغمبر (ص) پر سنت سربېره د امامانو سنت یعنې د هغوي وینا او عمل هم حجت ګڼي.

نن سبا شیعه مذهب درې فرقې لري: امامیه، اسماعیلیه او زیدیه. اماميه یا دولس امامي شیعیان، د شیعیانو زیاته برخه جوړوي.هغوي د دولسو امامانو په امامت عقیده لري چې اخري یې مهدي موعود (عج) دی.

اسماعیلیه، امامیه شیعیان تر شپږم امام یعنې امام صادق (ع) پورې مني او له هغه وروسته د امام صادق (ع) زوی اسماعیل او د اسماعیل زوی محمد امام ګڼي او باوري دی چې هغه هماغه مهدي دی چې د راتلو وعده یې ورکړل شوې ده. زیدیه د امامانو شمېر نه محدودوي او په دې باور دي چې د حضرت فاطمه (س) له اولاده هر بچی چې عالم، زاهد ، مېړنی او سخي وي او پاڅون وکړي امام دي.

د آل ادریس، د طبرستان د علویانو، ال بویه، د یمن د زیدیانو، فاطمیانو، اسماعیلیه، د سبزوار د سربدارانو، صفویانو او د ایران د اسلامي جمهوریت حکومتونه په اسلامي نړۍ کې شیعه حکومتونه پاتې شوې دي.

د pew، موسسې د دین او ژوند د ټولنې د راپور له مخې، د نړۍ د مسلمانانو له لسو تر دیارلسو فیصدو یې شیعه دي. د شیعیانو شمېر په نړۍ کې له ۱۵۴ تر ۲۰۰ میلیونو اټکل شوی دی. زیاتره شیعیان په ایران، پاکستان، هند او عراق کې ژوند کوي.

تعریف

شیعه د امام علي (ع) پېروانو او هغو کسانو ته ویل کیږي چې باوري دي د اسلام پېغمبر (ص) په صراحت سره امام علي (ع) خپل بلا فصل (بې فاصلې) ځای ناستی وټاکه.[۱] شیخ مفید په دې باور دی چې «الشیعه» ټکی کله چې له «الف او لام» سره وکارول شي، یوازې د امام علي (ع) په لارویانو اطلاق کیږي چې له پېغمبر (ص) وروسته د هغه په ولایت او بلافصله امامتۍ عقیده لري.[۲] د دې په مقابل کې اهل سنت وایي چې پېغمبر (ص) خپل ځای ناستی نه و ټاکلی او له ابوبکر سره په بیعت کې د مسلمانانو د اجماع په وجه، هغه د پېغمبر (ص) ځای ناستی دی.[۳]

د شیعه تاریخ څېړاندي رسول جعفریان په وینا، له اسلامه وروسته تر څو پېړیو پورې، د اهل بیتو مینه والو او هغو کسانو ته چې امام علي (ع) یې په عثمان (دریم خلیفه) مخکې ګاڼه هم شیعه ویل کېدل [۴] دوي ته د لومړۍ ډلې پر وړاندې چې اعتقادي شیعه [یادداشت۱] وو، محبتي شیعه (د اهل بیتو مینه وال) ویل کېږي.[۵]

شیعه په لغت کې د پېرو، ملګرو او ډلې په معنا دی.[۶]

د پېدایش تاریخچه

د شیعه د پېدایش د تاریخ په اړه مختلف نظرونه موجود دي؛ منجمله د پېغمبر (ص) د ژوند له وخته، د سقیفې له کیسې وروسته، د عثمان له وژل کېدو وروسته، او د حکمیت له ماجرا وروسته، د شیعه د پېدایش تاریخونه ګڼل شوې دي.[۷] ځینې شیعه عالمان باوري دي چې د اسلام د پېغمبر (ص) د ژوند له وخته، ځینې اصحاب په حضرت علي (ع) راټول وو او شیعه په هماغه زمانه کې موجود وو.[۸] دوي په حدیثونو [۹] او تاریخي راپورونو[۱۰] استناد کوي چې د هغو پر اساس، د پېغبمر (ص) په زمانه کې د علي (ع) شیعیانو ته زیری ورکړل شوی یا ځینې کسان د علي د شیعیانو په توګه یاد شوې دي.[۱۱]دغه ډلې د پېغمبر (ص) له وفاته وروسته د خلافت لپاره د ابوبکر په ټاکنه د سقیفې د شورا په فیصلې اعتراض لره او د خلیفه په توګه د ابوبکر له بیعته یې ډډه کوله.[۱۲] په مسائل الامه کتاب کې د ناشي اکبر په وینا، د حضرت علي (ع) له زمانې اعتقادي شیعه موجود وو.[۱۳]

د امامت نظریه

اصلي مقاله: امامت

د امامت په اړه د شیعیانو نظر د شیعه فرقو تر مینځ ګډ ټکی ګڼل کیږي.[۱۴] امامت د شیعه په کلامي بحثونو کې ډېرمهم او چورلیزي ځای لري.[۱۵] د شیعیانو په باور امام له پېغمبر وروسته د دیني احکامو د تفسیر تر ټولو لوړه مرجع ده.[۱۶] د شیعه په روایتونو کې، د امام مقام تر دې حده دی چې که څوک بې له دې چې خپل امام وپېژني او مړ شي، کافر له دنیا تللی دی.[۱۷]

«من مات ولم یعرف إمام زمانه مات میتة جاهلیة» « هر څوک چې مړ شي او د خپلې زمانې امام ونه پېژني د جاهلیت په مرګ ( د کفر په حال کې) مړ دی.»

* سرچينه: تفتازانی، شرح المقاصد، ج۵، ص۲۳۹.

پر امام د نص ضرورت

اصلي مقاله : پر امام نص

شیعیان باوري دي چې امامت د دین له اعتقادي اصولو څخه او یو الهي منصب دی؛ یعنې پېغمبران نه شي کولی د امام انتخاب خلکو ته پرېږدي او پر پېغمبرانو واجبه ده چې خپل ځای ناستی وټاکي.[۱۸] له دې امله شیعه متکلمان ( بې له زیدیه و) [۱۹] د (پېغمبر یا د مخکې امام په وسیله) د امام د «ټاکلو» په ضرورت ټینګار کوي.[۲۰] او «نص»( داسې خبره یا کار چې په صراحت سره په پام وړ معنا دلالت وکړي)[۲۱]دامام د پېژندلو یوازینۍ لاره ګڼي.[۲۲]

د هغوي استدلال دا دی چې امام باید معصوم وي او یوازې خدای د انسانانو له عصمته خبر دی؛[۲۳] ځکه چې عصمت یو دننیز صفت دی او د کسانو له ظاهره د هغوي په عصمت نه شو پوهېدلی.[۲۴] پر دې اساس ضروري ده چې خدای امام وټاکي او د پېغمبر په وسیله یې خلکو ته وروپېژني.[۲۵]

د شیعه په کلامي کتابونو کې په ټولنه کې د امام د وجود د ضرورړت په اړه ډېر نقلي او عقلي دلیلونه راوړل کیږي.[۲۶] اولی الامر ایت او د من مات حدیث د امام د شتون په ضرورت د شیعیانو له نقلي دلایلو څخه دي.[۲۷] د لطف په قاعدې استناد هم د هغوي له عقلي دلیلونو څخه دی. د دغه دلیل په بیان کې یې لیکلي چې، له یوې خوا د امام شتون سبب کیږي چې خلک د خدای اطاعت ته مخه کړي او د ګناهانو په لور کم لاړ شي؛ او له بلې خوا د لطف د قاعدې له مخې، د هر داسې کار کول چې د دغه شان شي سبب شي، په خدای واجب دی؛ پر دې اساس د امام ټاکنه په خدای واجبه ده.[۲۸]

د امام عصمت

اصلي مقاله: د امامانو عصمت

شیعیان د امامانو په عصمت عقیده لري او هغه د امامت شرط ګڼي.[۲۹] هغوي په دې اړه په عقلي او نقلي دلایلو استناد کوي چې آیه اولی الامر،[۳۱] آیه ابتلای ابراهیم[۳۲] او حدیث ثَقَلین په هغوي کې شامل دي.[۳۳]

په شیعیانو کې زیدیه د ټولو امامانو په عصمت باور نه لري. د هغوي په عقیده یوازې اصحاب کساء یعنې پېغمبر(ص)، علی(ع)، فاطمه(س)، حسن(ع) او حسین(ع) معصوم دي[۳۴] او نور امامان د نورو خلکو په شان له خطا معصوم نه دي.[۳۵]

د پېغمبر د جانشینۍ مساله

شیعیان باوري دي چې پېغمبر (ص) امام علي (ع) د خپل ځای ناستي په توګه خلکو ته ورپېژندلی او امامت یې دهغه او دهغه د بچیانو ځانګړی حق ګڼلی دی.[۳۶] البته په دوي کې بیا زیدیانو د ابوبکر او عمر امامت هم منلی دی؛ خو دوي هم امام علي (ع) تر دغو دوو غوره ګڼي او وایي چې مسلمانانو د امام په توګه د عمر او ابوبکر په انتخاب کې غلطي وکړه خو له دې امله چې امام علي (ع) پرې راضي شو، د هغوي امامت هم منو.[۳۷]

شیعه متکلمان له پېغمبر (ص) وروسته د حضرت علي (ع) د بلافصل جانشینۍ لپاره په ځینو ایتونو او روایتونو استناد کوي چې پکې د غدیر حدیث او د منزلت حدیث شامل دي.[۳۸]

شیعه فرقې

اصلي مقاله: د تشیع فرقې

د شیعه تر ټولو لویې فرقې امامیه، زیدیه، اسماعیلیه، غالیان، کیسانیه او تر یوې اندازې واقفیه ګڼل کیږي.[۳۹] ځینې فرقې یې بیا ځانته څانګې لري؛ لکه زیدیه چې ورپاره تر لسو څانګو ذکر شوې دي؛[۴۰] او کیسانیه چې په څلورو څانګو وېشل شوې دي.[۴۱] همدا سبب شوې چې ډېرې فرقې د شیعه فرقو په توګه یادې شي.[۴۲] البته ډېرې شیعه فرقې اوس له مینځه تللي او نن سبا یوازې درې مذهبه، امامیه، زیدیه او اسماعیلیه پلویان لری.[۴۳]

کیسانیه د محمد حنفیه پېروان وو. هغوي له امام علي (ع) ، امام حسن (ع) او امام حسین (ع) وروسته د امام علي بل زوی محمد حنفیه امام ګاڼه او په دې باور وو چې محمد حنفیه نه دی مړ شوی او هماغه مهدي موعود دی چې په رضوی غره کې اوسیږي.[۴۴]

وافقیه هغو کسانو ته ویل کیږي چې د امام کاظم (ع) له شهادت وروسته یې په هغه کې توقف وکړ. یعنې هغه یې اخري امام ګاڼه.[۴۵] غالیان هم هغه ډله وه چې د شیعه امامانو د مقام په اړه یې افراط وکړ؛ یعنې د هغوي په خدایۍ یې عقیده لرله، هغوي یې مخلوق نه ګڼل او خدای سره یې ورته ګڼل.[۴۶]

د شیعه فرقو څانګې

دولس امامي

اصلي مقاله: امامیه

دولس امامي یا اثناعشري شیعه د شیعه مذهب تر ټولو لویه فرقه ده. [۴۷] د امامیه مذهب مطابق،د اسلام له پېغمبر (ص) وروسته دولس امامه دي چې لومړی یې امام علي (ع) او اخري یې امام مهدي (عج) دی [۴۸] چې لا ژوندی دی، په غیبت کې دی او یوه ورځ به د عدالت د ټینګولو لپاره په ځمکه کې راڅرګندیږي.[۴۹]

رجعت او بداء د دولس امامي شیعیانو له ځانګړو عقیدو څخه دي.[۵۰] د رجعت د تعلیماتو له مخې، د امام مهدي (ع) له ظهوره وروسته به ځینې مړي ژوندي شي. په دغو مړو کې هم نیک کسان او شیعیانو شاملیږي او هم د اهل بیتو دښمنان چې د خپلو عملونو سزا به په همدې دنیا کې ویني.[۵۱] بداء یعنې خدای کله کله د یو مصلحت له مخې هغه چاره چې پېغمبر یا امام ته یې ښکاره کړې وه، بدلوي او په ځای یې بل څه راولي. [۵۲]

د امامامیه تر ټولو تکړه متکلمان دا دي: شیخ مفید(۳۳۶یا۳۳۸–۴۱۳ق)، شیخ طوسی(۳۸۵–۴۶۰ق)، خواجه نصیرالدین طوسی(۵۹۷–۶۷۲ق) او علامه حلي(۶۴۸–۷۲۶ق).[۵۳] تکړه فقیهان یې بیا دا دي: شیخ طوسی، محقق حلی، علامه حلی، شهید اول، شهید ثانی، کاشف‌الغطاء، میرزای قمي او شیخ مرتضی انصاري.[۵۴] د ایران اکثره شیعیان چې د دې هیواد کابو نوي فیصده دي دولس امامي دي.[۵۵]

زیدیه

مقالهٔ اصلی: زیدیه

د زیدیه مذهب نسبت د امام سجاد (ع) زوي زید ته ورکړل شوی دی.[۵۶] د دغه مذهب په اساس، یوازې د امام علی(ع)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) امامت په انتصابي توګه او د پېغمبر په وسیله و.[۵۷] له دغه دریو امامانو پرته د حضرت زهرا (س) له نسله هر څوک چې پاڅون وکړي او عالم ، میړنی، زاهد او سخي وي، امام دی.[۵۸] زیدیه د ابوبکر او عمر د امامت په اړه دوه دریځه لري: ځینې یې د دغه دوو په امامت باور لري او ځینې نور هغه نه مني. [۵۹] د یمن د نن سبا زیدیانو نظر د لومړۍ ډلې نظر ته نزدې دی.[۵۹]

جارودیه، صالحیه او سلیمانیه د زیدیه درې اصلي فرقې وې،[۶۰]د المِلَل و النِّحَل، د کتاب لیکوال شهرستاني په وینا، زیاتره زیدیان په کلام کې له معتزله او په فقه کې د اهل سنتو له څلورو مذهبونو څخه د حنفي مذهب څخه متاثره دي.[۶۱]

د اطلس شیعه په وینا، زیدیان د یمن له شلو میلیونو نفوسو څخه له ۳۵ تر ۴۰ فیصدو پورې کیږي.[۶۲]

اسماعیلیه

اصلي مقاله: اسماعیلیه

اسماعیلیه د شیعیونو یوه فرقه ده چې له امام صادق (ع) وروسته، د هغه مشر زوی اسماعیل امام ګڼي او د امام کاظم (ع) او نورو امامینه امامانو امامت نه مني.[۶۳] اسماعیلیان په دې باور دي چې امامت اوه پړاوه لري او هر پړاو یې په یو «ناطق» سره پېل کیږي چې نوی شریعت راوړي او له هغه وروسته په هر پړاو کې اوه امامه امامت کوي.[۶۴]

د امامت د لومړي پړاو شپږ ناطقونه هماغه اولوالعزم پېغمبران دي چې دا دي: آدم، نوح، ابراهیم، موسی، عیسی او حضرت محمد(ص).[۶۵] د اسماعیل زوی محمدِ مکتوم د امامت له شپږم پړاو څخه اوم امام دی چې د اسلام په پېغمبر سره دغه پړاو پېل شوی دی.دی هماغه مهدي موعود دی چې کله پاڅون وکړي د امامت د اوم پړاو ناطق به وي.[۶۶]ویل کیږي چې په دې کې په ځینو تعلیماتو کې د فاطمیانو د حکومت په پړاو کې ځینې بدلونونه راغللی.[۶۷]

د اسماعیلیه تر ټولو مهمه ځانګړنه باطن ګروهن ګڼلی کیږي؛ ځکه چې هغوي ایتونه احادیث او اسلامي احکام او معارف تاویلوي او له هغو د ظاهر په خلاف معنا اخلي. د هغوي په باور، د قران ایتونه او روایتونه یو ظاهر لري او یو باطن. امام د هغو له باطنه خبر دی او د امامت فلسفه د دین د باطن تعلیم او د باطني معارفو بیانول دي.[۶۸]

قاضي نعمان د اسماعیلیه [۶۹] تر ټولو لوی فقیه او کتاب یې دعائم الاسلامی د دغه مذهب د فقهې اصلي سرچینه ګڼلې ده.[۶۹] ابو حاتم رازي، ناصر خسرو او د اخوان الصفا په نوم یوه ډله هم د اسماعیلیه له لویو عالمانو ګڼل کیږي.[۷۰]د ابو حاتم رازي لیکلی اخوان الصفا او اعلام النبوة رسالې د هغوی له ډېرو مهمو فلسفی کتابونو څخه دی.[۷۱]

قاضی نُعمان را بزرگ‌ترین فقیه اسماعیلیه[۶۹] و کتابش دعائم الاسلام را منبع اصلی فقهی این مذهب دانسته‌اند.[۶۹] ابوحاتم رازی، ناصرخسرو و گروهی به‌نام اِخوان الصَّفا را نیز از اندیشمندان برجسته اسماعیلیه شمرده‌اند.[۷۰] رسائل اِخوان الصفا و اَعلام النبوّه نوشته ابوحاتم رازی، از مهم‌ترین کتاب‌های فلسفی آنان است.[۷۱]

اسماعیلیه نن سبا په دوو ډلو آقاخاني او بُهره وېشل کیږي چې د مصر د فاطمیانو د دوو څانګو یعنې نزاریه او مستعلویه پاتې شووني دي.[۷۲] لومړۍ ډله کابو یو میلیون کسان دي چې زیاتره په اسیایي هیوادونو لکه هند، پاکستان، افغانستان او ایران کې ژوند کوي.[۷۳] د دوهمې ډلې شمېر هم کابو پینځه لکه تنه اټکل شوی چې تر اتیا فیصده زیات یې په هند کې اوسیږي.[۷۴]

مهدویت

اصلي مقاله: مهدویت

مهدویت د ټولو اسلامي مذهبونو تر مینځ له ګډو تعلیماتو ګڼل کیږي؛[۷۵] خو دا تفکر په شیعه مذهب کې ځانګړی ځای لري او په روایتونو، کتابونو او ډېرو مقالو کې یې خبره شوې ده.[۷۶]

شیعه فرقې د مهدي د وجود په اصل کې د نظر له ګډوالي سره سره د هغه په جزییاتو او مصداق کې د نظر اختلاف لري. دولس امامي شیعه په دې نظر دي چې د امام حسن عسکري (ع) زوی مهدي دولسم امام او هماغه موعود مهدي (عج) دی او په غیبت کې دی.[۷۷] اسماعیلیه، د امام صادق (ع) د زوي اسماعیل زوی محمد مکتوم موعود مهدي ګڼي.[۷۸] زیدیه له دې امله چې پاڅون د امام له شرایطو ګڼي په انتظار او غیبت عقیده نه لري.[۷۹] هغوي هر امام مهدي او منجي ګڼي.[۸۰]

نور مهم کلامي نظرونه

شیعیان د دین په اصولو یعنې توحید، نبوت او معاد کې له نورو مسلمانانو سره د ځینو اشتراکاتو په ترڅ کې ځینې داسې عقیدې هم لري چې هغوي له ټولو یا ځینو اهل سنتو جدا کوي. د امامت او مهدویت له دوو مسلو ورتېر، دغه عقیدې دا دي:عقلي حُسن و قُبح، د خدای د صفاتو تنزیه، اَمرٌ بَینَ الاَمرَین،د صحابه و نه عدالت، تقیه، توسل او شفاعت.

شیعه عالمان د معتزله و په شان حُسن او قبح عقلي ګڼي.[۸۱] د عقلي حسن و قبح معنا دا ده چې عملونه له دې ورتېر چې خدای د هغوي په ښه والي یا بدوالي حکم وکړي، له عقلي نظره هم په ښه والي او بدوالي وېشل کیږي.[۸۲] دا خبره د اشاعره د نظر په خلاف ده چې حسن او قبح شرعي ګڼي؛[۸۳] یعنې وایي چې ښه والی او بد والی واقعي وجود نه لري او اعتباري دی؛ پردې اساس هر څه چې خدای پرې امر وکړي ښه او هر څه چې خدای ترې نهي وکړي بد دي.[۸۴]

د «صفاتو د تنزیه» نظریه د «تعطیل» او «تشبیه» د نظرېیو پر وړاندې ده چې لومړۍ وایي هیڅ صفت باید خدای ته نسبت ورنه کړو او بل په صفاتو کې خدای له نورو مخلوقاتو سره تشبیه کوي.[۸۵] د شیعه مذهب مطابق کولی شو ځینې مثبت صفتونه چې د مخلوقاتو په اړه کارول کیږي، خدای ته یې نسبت ورکړو خو نه ده پکار هغه له دغو صفتونو په برخورتیا کې د مخلوقاتو په شان وګڼو.[۸۶] د مثال په توګه باید ووایو چې لکه څنګه چې انسان علم او طاقت او ژوند لري خدای هم له دغه صفتونو برخمن دی خو د خدای علم و قدرت او ژوند د انسان د علم و قدرت او ژوند په شان نه دي. [۸۷]

د اَمرٌ بَینَ الاَمرَین، نظریې مطابق، انسان لکه څنګه چې معتزله یې فکر کوي، نه یو پوره اختیار لرونکی مخلوق دی او نه لکه څنګه چې اهل حدیث یې وایي کاملا مجبوره دی؛[۸۸] بلکې انسان د خپلو کارونو په کولو کې اختیار لري، خو اراده او طاقت یې مستقل نه دی او د خدای په ارادې پورې تړلی دی.[۸۹] په شیعیانو کې زیدیان د معتزله و په شان فکر کوي.[۹۰]

شیعه متکلمان د اهل سنتو په اپوټه،[۹۱] باور نه لري چې د پېغمبر ټول اصحاب عادل دي[۹۲] او وایي یوازې په پېغمبر سره مصاحبت او ناسته پاسته د عدالت دلیل نه دی.[۹۳]

بې له زیدیانو [۹۴] نور شیعیان، تقیه جایزه ګڼي؛ یعنې باوري دي چې په ځینو مواردو کې چې د عقیدې ښکاره کول ممکنه ده د مخالفانو له خوا د تاوان رسېدلو سبب شي، کولی شو خپل عقیده ښکاره نه کړو او د هغه په خلاف خبره وکړو.[۹۵]

توسل که څه هم په نورو اسلامي فرقو کې یو دود مفهوم دی خو د شیعه په نزد لا مهم ځای لري.[۹۶] شیعیان د ځینو اهل سنتو منجمله وهابیانو په اپوټه،[۹۷] ښه ګڼي چې انسان د دعا د قبلېدو او خدای ته د تقرب لپاره د خدای ولیان واسطه وټاکي.[۹۸] توسل له شفاعت سره کلک پېوند لري.[۹۹] د شیخ مفید په وینا، له شفاعته مطلب دا دی چې پېغمبر او امامان کولی شي د قیامت په ورځ د ګناهکارانو شفیع شي او خدای د هغوي د شفاعت په واسطه ډېر ګناهکاران بخښي.[۱۰۰]

فقه

اصلي مقاله: فقه

قرآن او د پېغمبر سنت د ټولو شیعیانو په نزد د شرعي احکامو دوه اصلي سرچینې دي؛[۱۰۱] خو هغوي له دغه دوو سرچینو او د فقې د نورو سرچینو د استفادې د څرنګوالي په اړه د نظر اختلاف لري.

زیاتره شیعیان یعنې امامیه او زیدیه، د اهل سنتو په شان پر قرآن او د پېغمبر پر سنت سربېره، عقل او اجماع هم حجت ګڼي؛[۱۰۲] خو اسماعیلیه دغه نظر نه لري. د اسماعیلیه د نظر مطابق، له هیڅ مجتهده تقلید جایز نه دی او شرعي احکام باید نېغ په نېغه له قرآن، د پېغمبر له سنتو او د امامانو له تعلیماتو واخستل شی. [۱۰۳]

زیدیه د سنتو په اړه یوازې د پېغمبر وینا او عمل حجت ګڼي او د اهل سنتو سرچینو لکه صحاح سته ته رجوع کوي؛[۱۰۴] البته زیدیانو د اهل سنتو او امامینه تر مینځ په ځینواختلافي مسالو کې د شیعیانو فتوا خپل کړې ده؛ منجمله د اهل سنتو په خلاف، حی علی خیر العمل عبارت د اذان برخه ګڼي او د «الصلاةُ خَیرٌ مِن النَّوم» (لمونځ تر خوبه غوره دی) ویل په اذان کې حرام ګڼي.[۱۰۸]

د موقته واده په اړه هم چې د امامیه او اهل سنتو تر مینځ اختلافي مساله ده، اسماعیلیه او زیدیه له اهل سنتو سره موافق دي؛[۱۰۹] یعنې د امامیه په اپوټه چې موقت واده جایز ګڼي، د هغه په حرمت رایه ورکوي.[۱۱۰]

نفوس او جغرافیایي سیمې

په ۲۰۱۴ م کال کې د پیو موسسې د احصایې مطابق، د ایران، اذربایجان، بحرین، عراق او لبنان تر پنځوس فیصده زیات خلک شیعیان وو.[۱۱۱]

«د دین او عمومي ژوند ټولنې، پیو»په ۲۰۰۹ م کال کې د نړۍ د شیعیانو شمېر له ۱۵۴ تر ۲۰۰ میلیونو او د مسلمانانو له ۱۰ تر ۱۳ فیصدو بللی دی.[۱۱۲] البته ځینو دغه شمېر غیر واقعي ګڼلی او د شیعیانو واقعي شمېر یې له درې سوو میلیونو زیات یعنې د نړۍ د مسلمانانو نولس فیصده ګڼلی دی.[۱۱۳]

د «  دین او عمومي ژوند ټولنې، پیو» د راپور له مخې له ۶۸ تر ۸۰ فیصده شیعیان په څلورو هیوادونو، ایران،عراق، پاکستان او هند کې اوسیږي[۱۱۴] د پیو موسسې د احصایې مطابق له ۶۶ تر ۷۰ میلیونو شیعه (د نړۍ له ۳۷ تر ۴۰ فیصدو نفوس) په ایران، له ۱۷ تر ۲۶ میلیونو (۱۵-۱۰) فیصدو په پاکستان، له ۱۶ تر ۲۴ میلیونو (۹-۱۴فیصدو) په هند، له ۱۹ تر ۲۲ میلیونو (۱۱-۱۲) فیصدو په عراق او له ۷ تر ۱۱ میلیونو (۲-۶) فیصدو په ترکیې کې ژوند کوي. [۱۱۵]

په ایران، آذربایجان، بحرین او عراق کې اکثریت نفوس شیعه دي.[۱۱۶] په مینځني ختیځ، د افریقا شمال، اسیا -استرالیا سیمې، امریکا او کاناډا [۱۱۷] او چین [۱۱۸] کې هم شیعه اوسیږي.

حکومتونه

د آل‌ادریس، د طبرستان د علویانو، آل بویه، د یمن زیدیان ، فاطمیان، د الموت اسماعیلیه ، د سبزوار سربداران، صفویه او د ایران اسلامي جمهوريت د اسلامي نړۍ شیعه حکومتونه وو.

په مراکش او د الجزایر په ځینو برخو کې د آل ادریس حکومت [۱۱۹] لومړی حکومت ګڼل شوی چې شیعیانو جوړ کړ.[۱۲۰] دا حکومت په ۱۷۲ق کال کې د امام حسن مجتبی (ع) د لمسي ادریس په لاس جوړ شو او کابو دوه پېړۍ یې دوام درلود.[۱۲۱] د علویانو حکومت زیدي و.[۱۲۲] زیدیانو همداراز له ۲۸۴ څخه تر ۱۳۸۲ کاله پورې په یمن حکومت وکړ.[۱۲۳] د فاطمیانو او د الَموت د اسماعیلیانو حکومتونه اسماعیلی مذهبه وو.[۱۲۴] د ال بویه په اړه د نظر اختلاف دی. ځینې هغه زیدي مذهبه ګڼي او ځینې وایي چې امامي وو او د ځینو کسانو په باور هغوي په اوله کې زیدي مذهبه وو او بیا امامیه مذهب ته واوړېدل.[۱۲۵]

سلطان محمد خدابنده چې په اولجایتو مشهور و (حکومت ۷۰۳–۷۱۶ق) هم یوه موده دولس امامي شیعه مذهب د خپل حکومت رسمي مذهب اعلان کړ؛ خو د دولتي تشکیلاتو د فشارونو په وجه چې د اهل سنت د مذهب په اساس و، دوباره یې اهل سنت رسمي مذهب اعلان کړ.[۱۲۶]

په سبزوار کې د سربدارانو حکومت هم شیعه ګڼل کیږي.[۱۲۷] البته د رسول جعفریان په وینا، د سربدارانو د مشرانو او واکمنانو مذهب کره نه دی معلوم؛ خو څرګنده ده چې د هغوي مذهبي مشرانو د شیعه مذهب په ګروهنې سره صوفیان وو.[۱۲۸] د سربدارانو اخري موید خواجه عي امامیه د خپل دولت رسمي مذهب اعلان کړ.[۱۳۰]

په صفویه حکومت کې چې په ۹۰۷ق کې د شاه اسماعیل په لاس جوړ شو، دولس امامي شیعه مذهب رسمیت وموند.[۱۳۱] دغه حکومت په ایران کې امامیه مذهب پراخ کړ او ایران یې په یو پوره شیعه هیواد بدل کړ.[۱۳۲]

د ایران په اسلامي جمهوریت کې هم د دولس امامي شیعه مذهب او فقې اصول، بنیاد ګرځېدلی دی.[۱۳۳]

لا ډېرې څېړنې ته

د علامه طباطبایي لیکلی کتاب شیعه در اسلام: دا کتاب د شیعه مذهب د معرفۍ لپاره په تېره بیا غیر مسلمو مخاطبانو ته د ورپېژندلو لپاره په فارسۍ ژبه لیکل شوی دی. په دې کتاب کې د شیعه مذهب د پېژندلو لپاره ضروي مطالب په اسانه او مختصره ژبه بیان شوي دي. شیعه در اسلام کتاب، په مختلفو ژبو ژباړل شوی دی.

اړونده څېړنې

ګالري

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اُسد الغابه فی معرفة الصحابه، دارالفکر، بیروت، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۹۹۲م/۱۴۱۲ق.
  • امیرخانی، علی، «نظریه نص از دیدگاه متکلمان امامی»، دوفصلنامه امامت‌پژوهی، ش۱۰، تیر ۱۳۹۲ش.
  • امین، سیدمحسن، اَعیان‌الشیعة، تحقق حسن امین، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.
  • انجمن دین و زندگی عمومی پیو، نقشه جمعیت مسلمانان جهان، ترجمه محمود تقی‌زاده داوری، قم، انتشارات شیعه‌شناسی، چاپ اول، ۱۳۹۳ش.
  • انصاری، حسن، «امامت (امامت نزد امامیه)»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۰، تهران، مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۰ش.
  • ایجی، میرسیدشریف، شرح‌المواقف، تصحیح بدرالدین نعسانی، قم، شریف رضی، چاپ اول، ۱۳۲۵ق.
  • برنجکار، رضا، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، قم، کتاب طه، چاپ چهارم، ۱۳۸۹ش.
  • پاکتچی، احمد و دیگران، «توسل»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۶، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • تقی‌زاده داوری، محمود، گزارشی از آمار جمعیتی شیعیان کشورهای جهان براساس منابع اینترنتی و مکتوب، قم، انتشارات شیعه‌شناسی، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
  • جبرئیلی، محمدصفر، سیر تطور کلام شیعه، دفتر دوم: از عصر غیبت تا خواجه نصیر طوسی، تهران، انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، چاپ پنجم، ۱۳۹۶ش.
  • جعفریان، رسول، اطلس شیعه، تهران، سازمان جغرافیایی نیروهای مسلح، چاپ پنجم، ۱۳۹۱ش.
  • جعفریان، رسول، تاریخ تشیع در ایران از آغاز تا طلوع دولت صفوی، تهران، نشر علم، چاپ چهارم، ۱۳۹۰ش.
  • چلونگر، محمدعلی و سیدمسعود شاهمرادی، دولت‌های شیعی در تاریخ، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۵ش.
  • حکیمی، محمدرضا، خوشید مغرب، قم، دلیل ما، چاپ بیست و هشتم، ۱۳۸۶ش.
  • دفتری، فرهاد، «اسماعیلیه»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۸، تهران، مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • دفتری، فرهاد، «بهره»، دانشنامه جهان اسلام، ج۴، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • دفتری، فرهاد، تاریخ و سنت‌های اسماعیلیه، ترجمه فریدون بدره‌ای، تهران، فروزان روز، چاپ اول، ۱۳۹۳ش.
  • ربانی گلپایگانی، علی، درآمدی بر علم کلام، قم، دارالفکر، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • ربانی گلپایگانی، علی، درآمدی به شیعه‌شناسی، قم، مرکز بین‌المللی ترجمه و نشر المصطفی، چاپ چهارم، ۱۳۹۲ش.
  • رحمتی، محمدکاظم و سیدرضا هاشمی، «زیدیه»، دانشنامه جهان اسلام، ج۲۲، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۶ش.
  • سبحانی، جعفر، «تقیه»، دانشنامه جهان اسلام، ج۷، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
  • سبحانی، جعفر، «توسل»، دانشنامه جهان اسلام، ج۸، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.
  • سبحانی، جعفر، اضواءٌ علی عقائد الشیعة الامامیه و تاریخهم، تهران، مشعر، ۱۴۲۱ق.
  • سبحانی، جعفر، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، به‌قلم حسن مکی عاملی، قم، مؤسسه امام صادق، چاپ ششم، ۱۳۸۶ش/۱۴۲۶ق.
  • سجادی، صادق، «آل ادریس»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱، تهران، مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • سلطانی، مصطفی، تاریخ و عقاید زیدیه، قم، نشر ادیان، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدرالمنثور فی التفسیر بالمأثور، قم، مکتبة آیةالله العظمی المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، تحقیق محمد بن فتح‌الله بدران، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۵ش.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، الرعایة، فی علم الدرایة، تحقیق عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، مکتبة آیة الله العظمی المرعشی النجفی، ۱۴۰۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، خصال، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، اختیار معرفة الرجال، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد فیما یتعلق بالاعتقاد، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • صابری، حسین، تاریخ فرق اسلامی، تهران، سمت، چاپ پنجم، ۱۳۸۴ش.
  • صدر، سیدمحمدباقر، بحثٌ حول المهدی، تحقیق عبدالجبار شراره، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۶م.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیرالقرآن، قم، انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، شیعه در اسلام، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ شانزدهم، ۱۳۸۳ش.
  • علامه حلی، کشف‌المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تحقیق و تعلیق حسن حسن‌زاده آملی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ هفتم، ۱۴۱۷ق.
  • فراهیدی، خلیل بن احمد، العین، تصحیح مهدی مخزومی و ابراهیم سامرائی، قم، نشر هجرت، ۱۴۱۰ق.
  • فیاض، عبدالله، پیدایش و گسترش تشیع، ترجمه سیدجواد خاتمی، سبزوار، انتشارات ابن‌یمین، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
  • قاسمی ترکی، محمدعلی و جواد کریمی، «جمهوری اسلامی ایران»، دانشنامه جهان اسلام، ج۱۰، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
  • کاشفی، محمدرضا، کلام شیعه ماهیت، مختصات و منابع، تهران، سازمان انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، چاپ سوم، ۱۳۸۷ش.
  • محرمی، غلامحسن، تاریخ تشیع از آغاز تا پایان غیبت صغری، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ دوم، ۱۳۸۲ش.
  • مشکور، محمدجواد، فرهنگ فرق اسلامی، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی آستان قدس رضوی، چاپ دوم، ۱۳۷۲ش.
  • مظفر، محمدرضا، اصول‌الفقه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۳۰.
  • مفید، محمد بن محمد، الافصاح، فی امامة امیرالمؤمنین علیه‌السلام، قم، مؤسسةالبعثه، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات فی المذاهب و المختارات، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد، تصحیح اعتقادات الامامیه، تحقیق حسین درگاهی، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، ۱۳۷۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، دایرةالمعارف فقه مقارن، قم، مدرسه امام علی بن ابی طالب (ع)، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
  • «(من مات و لم یعرف امام زمانه مات میتة جاهلیة) در کتب اهل‌سنت»، سایت مؤسسه تحقیقاتی حضرت ولی عصر (عج)، تاریخ درج مطلب: ۲۴ تیر ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱۰ مهر ۱۴۰۲ش.
  • هالم، هاینس، تشیع، ترجمه محمدتقی اکبری، قم، نشر ادیان، چاپ دوم، ۱۳۸۹ش.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق علی شیری، دار الفکر للطباعة و النشر و التوزیع، الطبعة الاولی، بی‌تا.
  • ناشی اکبر، مسائل الامامة، مقطتفات من الکتاب الاوسط فی المقالات، تحقیق: یوسف فان اس، بیروت، ۱۹۷۱م.

بهرنۍ لینکونه