سوید بن عمرو
سُوَیْد بن عَمْرو بن اَبیمُطاع خَثْعَمی، د کربلا د پیښې اخرنۍ شیهد و چې د امام حسین علیه السلام له شهادته وروسته شهید شو.
سوید بن عمرو بن ابی مطاع خثعمی د خَثْعَم له قبیلې و. په اِبصارُ العین د سَماوی (وفات کال ۱۳۷۰ق) په وینا هغه یو ډېر شریف، عابد، میړنی او په جنګ کې آزمویلی شوی کس و.[۱]
په تاریخ طبري کې د محمد بن جریر طبري (وفات ۳۱۰ هـ ق) له قوله راغلي چې سوید د کربلا وروستی شهید و چې میدان ته ولاړ[۲] او تر هغه پورې یې جګړه وکړه چې ټپي شو او د نورو شهیدانو په منځ کې بې هوشه وغورځید. ټولو فکر کاوه چې هغه وژل شوی دی. څه موده وروسته سوید واورېدل چې ویل کیږي: حسین وژل شوی دی. نو په خود راغی او پاڅېد او له دې سببه چې توره یې ترې وړې وه نو له هغه خنجر سره یې جګړه وکړه چې په لاس کې یې وه تر دې چې شهید شو. د طبري[۳] او بالازوري[۴] په وينا عُروَة بن بطان ثَعْلبی و زید بن رُقاد جُنَّبی هغه شهید کړ. خو د تَسمیة مَنْ قُتِلَ مع الحسین (په دوهمه پیړۍ کې لیکل شوی) په کتاب کې د هغه قاتل هاني بن ثبېت حضرمي معرفي شوی دی.[۵]
هغه رجز چې سوېد بن عمرو ته منسوب دی چې د عاشورا په ورځ یې ویل:
اقْدِمَ حسینُ الیومَ تَلْقَی احمدا | وشیخکَ الخیر عَلیاً ذا النِدی | |
وحسناً کالبدرٍ لاقی الأسْعُدا | وعمّکَ القَرْمَ الهُمامَ الَارْشَدا | |
حمزةَ لیث اللَّه یُدْعی اسدا | وذا الجناحین تَبَوَّا مَقْعَدا | |
فی جَنّةِ الفردوسِ یَغلُو صُعُدا[۶] |
ژباړه: وړاندې راشه، ای حسینه! چې نن به د جنت په باغ کې له رسول الله(ص) او ستا د مهربان او بخښونکي پلار سره ملاقات کوې او حسن سپوږمۍ مخې او نیکبخت سره به ملاقات کوې او ستا د نیک، زړور او سخی تره حمزه سره چې د حق په لاره روان وواو د خدای زمری وبلل شو او جعفر طیار سره به ملاقات کوې چې د هغه مقام لوړیږي.
فوټ نوټ
سرچينې
- امین، سید محسن، اعیانالشیعه، تحقیق حسن امین، بیتا.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انسابالأشراف(ج۳)، تحقیق: محمدباقر محمودی، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۹۷۷م/۱۳۹۷ق.
- سماوی، محمد، إبصارالعین فی أنصار الحسین، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۴ش.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، مؤسسه الاعلمی، ۱۴۰۳ق.
- فضیل بن زبیر، تسمیة مَنْ قُتل مع الحسین علیهالسلام من ولده وإخوته وأهلبیته وشیعته، تحقیق سید محمدرضا حسینی جلالی، قم، ۱۴۰۵ق.