شیعتي ما ان شربتم ماء عذب فاذکروني

د wikishia لخوا
د سید محمد زاهدي په خطاطۍ کې د "شیعتي ما ان شربتم" شعر

شِیعَتِی مَا إِنْ شَرِبْتُمْ ماءَ عَذْبٍ فَاذْکُرُونِی (په پښتو کې: زمو شیعو کله چې تاسو رڼې خوږې اوبه څښئ نو ما یاد کړئ.) د هغه مشهور شعر یو مصرع ده چې امام حسین(ع) ته منسوب دی. دا شعر د کربلا په پیښه کې د امام حسین(ع) د تږی شونډې سره شهادت یادونه کوي. د دې لومړۍ مصره شیعو ته سپارښتنه کوي چې هرکله چې رڼی خوږې اوبه څښئ نو امام حسین(ع) یاد کړئ.[۱] ځینې شیعه عالمان دې شعر ته په پام او همدارنګ د معصومینو(ع) روایتونو ته په پام د اوبو څښلی په وخت د امام حسین(ع) واجب اړین[۲] او نور یې مستحب ګڼي.[۳]


شِیعَتِی مَا إِنْ شَرِبْتُمْ ماءَ عَذْبٍ فَاذْکرُونِی أَوْ سَمِعْتُمْ بِغَرِیبٍ أَوْ شَهِیدٍ فَانْدُبُونِی[۴]


اې زما پیروانو! هرکله چې رڼې خوږې اوبه وڅښئ ما یاد کړئ او کله چې د د مسافر د بې وطنۍ او یا د شهید د شهادت کیسه واورئ نو په ما وژاړئ.[۵]

د اسرار الشهادة په کتاب کې د فاضل دربندي له قوله راغلي چې دا شعر د امام حسین(ع) دی[۶] او ځینو سرچینو هم ویلي دي چې د امام حسین(ع) له شهادته وروسته کله د هغه لور سکينې بی بی د هغه مبارکه تنه ولیده نو هغې ویلی دی.[۷] د نهم قمري کال يو شيعه عالم کفعمي د سکينې بی بی له قوله ليکلي دي:... د امام له شهادته وروسته کله چې ما د هغه بدن په غېږ کې ونيوه نو په ما باندې د نیم بیهوشۍ په څیر حالت راغلی چې دې حال کې ما واریدل چې زما پلار دا شعرونه وايي.[۸] بیا هم ځینې کسان لکه شیخ عباس قمي په نَفَس المَهموم او مُنْتَهی الآمال[۹] او مُقَرَّم په مَقْتَل الحُسَین کې[۱۰] په خپلو كتابونو كې يې دا شعر نقل کړی دی خو د دې یې كوم سند يا تاريخي ماخذ نه دى ياد كړى. سید محمد صدر(وفات: ۱۳۷۷) د امام حسین(ع) د شهادت څړنګوالی او له هغه وروسته د واقعاتو په باره کښې د شعرونو محتوا ته په اشارې سره وایي چې دغه شعر خامخا د امام حسین(ع) نه دی.[۱۱] هغه او ځینو نورو دا احتمال ورکړی دی چې دا شعر د امام حسین(ع) په هکله زبان حال وي[۱۲]

د خراسان د رجب د حوض انبار د کتیبې انځور

دا شعر په ځانګړې توګه د هغې لومړۍ مصره د عاشورا د پېښې او په هغه ورځ د امام حسین(ع) د تږې شونډو په یاد کې د سقاخانو، مشکونو او نورو په دروازو لیکل شوی وي،[۱۳] ځینې مشهورو شیعه ذاکرانو لکه باسم کربلایي او محمود کریمي دغه بیتونه مرثیو او د اهل بیتو(ع) په ماتمونو کې لوستي دي.[۱۴]

په ځینې کتابونو کې دا شعر په دې طریقه: «شیعتی مهما شَربتُم عَذْبَ ماءٍ» یا «شیعتی ما ان شِربتُم رَیَّ عَذْبٍ...» یا یې دویمه نیم بیتي داسې: «او سَمِعتُم بشهیدٍ أو قَتیلٍ»‌ یا «أو سَمعتُم بقتیلٍ أو جریحٍ» هم راپور شوې ده. چې ټولې یو بل ته نږدې معنې ورکوي.[۱۵] په ځینې راپورونو کې د دې لپاره نور بیتونه هم نقل شوي دي چې پينځو بیتونو ته رسي.[۱۶] شیخ عباس قمي باوري دی چې دا نور شعرونو ورپسې شاعرانو په خپله جوړ کړي دي او امام حسین(ع) ته یې نسبت ورکول مشکل دي.[۱۷] نور بیتونه یې داسې دي:





وَ أَنا السِّبْطُ الَّذی مِنْ غَیرِ جُرْمٍ قَتَلُونی وَ بِجُرْد الخَیلِ بَعْدَ القَتْلِ عَمْداً سَحِقُونی
لَیتَکُم فی یوْمِ عاشُورا جمیعاً تَنْظُرونی کَیفَ أَسْتَسْقی لِطِفْلی فَاَبَوْا أَن یرْحَمُونی
و سَقَوهُ سَهْمَ بَغْی عِوَضَ الماءِ المَعینِ یا لَرُزْءٍ وَ مُصابٍ هَدَّ أرْکانَ الحَجِونِ
وَیلَهُم قَدْ جَرَحُوا قَلْبَ رَسُولِ الثَّقَلَینِ فَالْعَنُوهُم مَا اسْتَطَعْتُم شِیعَتِی فِی کُلِّ حِینٍ[۱۸]


زه د رسول الله(ص) لمسی یم، هغوی زه بې ګناه وواژلم او بیا یې په قصدي ډول اسونه زما په بدن وزغلول او بدن یې راته ټکړی کړ، ای کاش تاسو ټول د عاشورا په ورځ هلته وای او کتلی مو وې چې څنګه ما د خپل کوچني ماشوم لپاره اوبه وغوښتې او هغوي په ما له رحم کولو څخه انکار وکړ. د خوږو اوبو پر ځای یې زما وړوکی ماشوم په غشي وویشت. افسوس په دې ستر او دردناک مصیبت چې د حجون د لوړ غر (مکه) بنسټونه یې ولړزول. افسوس پر هغو کسانو چې د پېریانو او انسانانو د رسول زړه یې زخمي کړ! نو ای زما شیعو! همیشه او هرڅومره چې کولای شئ پر هغوي لعنت ووایئ.[۱۹]

فوټ نوټ

  1. شوشتری، الخصائص الحسینیه، ۱۴۱۴ق، ص۱۱۶و۱۸۴.
  2. حائری، معالی السبطین، ۱۳۸۹ش، ص۴۵۲.
  3. محدث نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۷، ص۲۶.
  4. کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۷۴۱.
  5. ربّانی خلخالی، سیمای درخشان حسین بن علی(ع)، ۱۳۸۵ش، ص۸.
  6. فاضل دربندی، اکسیر العبادات، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۵۷.
  7. کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۷۴۱.
  8. کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۷۴۱.
  9. قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۷۸۷؛ قمی، نفس المهموم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۳۴۴.
  10. مقرم، مقتل الحسین، ۱۴۲۶ق، ص۳۲۲.
  11. صدر، أضواء علی ثورة الحسین علیه‌السلام، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۱۴۵.
  12. صدر، أضواء علی ثورة الحسین علیه‌السلام، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۱۴۵؛ یعقوبی، فی ثقافة الرفض و إصلاح المجتمع، ۱۴۳۵ق، ص۲۶۰.
  13. عنانی، محمدیان، شریف‌کاظمی، «سیمای وقفنامه در آب‌انبارهای سرایان در خراسان جنوبی»، ص۱۵۲و۱۵۳.
  14. کربلایی، مداحی «شیعتی مهما شربتم»؛ کریمی، مداحی «شیعتی مهما شربتم ماء عذب فاذکرونی».
  15. وګورئ: تبریزی، الشعائر الحسینیه، ۱۴۳۳ق، ص۳۸۰؛ صدر، أضواء علی ثورة الحسین علیه‌السلام، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۱۴۵؛ مدرسی، امتداد حرکة الانبیاء، ۱۴۰۷ق، ص۱۳۱.
  16. جمعی از نویسندگان، موسوعة شهادة المعصومین علیهم السلام، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۳۲۵.
  17. قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۷۸۷.
  18. جمعی از نویسندگان، موسوعة شهادة المعصومین علیهم السلام، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۳۲۵.
  19. ربّانی خلخالی، سیمای درخشان حسین بن علی(ع)، ۱۳۸۵ش، ص۸.

سرچينې

  • تبریزی، جعفر، الشعائر الحسینیه، قم، دارالصدیقه، ۱۴۳۳ق.
  • جمعی از نویسندگان، موسوعة شهادة المعصومین علیهم السلام، قم، نورالسجاد، ۱۳۸۰ش.
  • حائری مازندرانی، مهدی، معالی السبطین (مترجم: رضا کوشاری و یوسف اسدزاده)، قم، تهذیب، ۱۳۸۹ش.
  • ربّانی خلخالی، علی، سیمای درخشان حسین بن علی(ع)، قم، مکتب الحسین(ع)، ۱۳۸۵ش.
  • شوشتری، جعفر بن حسین، الخصائص الحسینیة، بیروت، دار السرور، ۱۴۱۴ق.
  • شیروانی الحائری، آقا بن عابد (فاضل دربندی)، إکسیر العبادات فی أسرار الشهادات، بحرین، شرکة المصطفی للخدمات الثقافة، ۱۴۱۵ق.
  • صدر، سید محمدباقر، أضواء علی ثورة الحسین علیه‌السلام، عراق، هیئة التراث السید الشهید الصدر، ۱۴۳۰ق.
  • عنانی، بهرام و محمدیان، فخرالدین و شریف کاظمی، خدیجه، «سیمای وقفنامه در آب انبارهای سرایان در خراسان جنوبی»، در وقف میراث جاویدان، شماره۹۰، ۱۳۹۴ش.
  • قمی، عباس، منتهی الآمال، قم، دلیل، ۱۳۷۹ش.
  • قمی، عباس، نفس المهموم فی مصیبة سیدنا الحسین المظلوم، قم، المکتبة الحیدریه، ۱۳۷۹ش.
  • کربلایی، باسم، مداحی «شیعتی مهما شربتم»، در موکب شهداء الحشد الشعبی هیئة جواد الائمه العزیزیه عراق، شب شهادت امام علی(ع) ۱۴۲۲ق.
  • کریمی، محمود، مداحی «شیعتی مهما شربتم ماء عذب فاذکرونی»، هیئت رایة العبّاس تهران، شب اول محرم الحرام ۱۳۹۷ش.
  • کفعمی، ابراهیم بن علی، المصباح، دارالرضی(زاهدی)، ۱۴۰۵ق.
  • محدث نوری، حسین، مستدرک الوسائل، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، بی‌تا.
  • مدرسی، محمدتقی، امتداد حرکة الانبیاء، تهران، مکتبة العلّامه مدرسی، ۱۴۰۷ق.
  • مقرم، سید عبدالرزاق، مقتل الحسین(ع)، بیروت، مؤسسة الخرسان للمطبوعات، ۱۴۲۶ق.
  • یعقوبی، محمد، فی ثقافة الرفض و إصلاح المجتمع، نجف، دار الصادقین، ‌۱۴۳۵ق.