Jump to content

عامر بن مسلم عبدي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

عامِر بن مُسلم عَبدی د امام حسین(ع) له ملګرو او د کربلا له شهیدانو و.

نوم او نسب

عامر د مسلم زوی د عبد القیس له کورنۍ دی.[۱] د مامقاني په وینا مسلم د صفین په جنګ کې د حضرت علی(ع) له خوا شهید شوی دی.[۲] ځینو د هغه نسب عمیرة بن اسد ته رسولی دی.[۳] ځینې وروستني پوهان وايي: هغه سعدي او د حسان بن شریح بن سعد له اولاده دی.[۴] ځینې نور باوري دي چې دواړه نسبتونه عبدي او سعدي، د عدنان په ډل ویش کې راځي.[۵]

شیخ طوسی هغه د امام حسین(ع) له اصحابو ګڼلی دی او هغه یې مجهول ګڼلی دی.[۶]

د کربلا پیښه

عامر د بصرې و چې خپل غلام سالم او یزید بن ثبیط عبدي سره په ابطح چې مکې سره نږدی دی، امام حسین علیه السلام سره یوځای شو.[۷] خو سید محمد العوامي دا وايي چط عامر د قطیف و.[۸] عامر د عاشورا په ورځ په لومړۍ جګړه کې شهید شوی دی.[۹] په زیارت ناحیه مقدسه غیر معروفه او زیارت رجبیه کې د هغه نامه راغلې ده: «اَلسّلامُ عَلَی عامِرِ بنِ مُسْلِم[۱۰]

فوټ نوټ

  1. کوفی، تسمیة من قتل مع الحسین، ۱۴۰۵ق، ص۲۷.
  2. مامقانی، تنقیح المقال، ج۲، ۱۳۴۹ق، ص۱۱۷.
  3. ابن حزم، جمهرة انساب العرب، ج۱، ص۲۹۳.
  4. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۴۹ق، ج۲، ص۱۱۷.
  5. شمس الدین، انصارالحسین، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۹۶.
  6. طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۱ش، ص۱۰۳.
  7. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۴۹ق، ج۲، ص۱۱۷.
  8. السید محمد العوامی، «الانتماء القبلی - الإقلیمی: الحس الوحدوی فی شرق الجزیرة العربیة»، ۱۴۱۷ق، ص۱۲۶.
  9. ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۱۳.
  10. سید بن طاووس، الاقبال، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۷۸.

سرچينې

  • ابن حزم، ابو محمد، جمهرة انساب العرب،‌دار الکتب العلمیة، بیروت، ۱۴۰۳ق.
  • ابن شهر آشوب مازندرانی، مناقب آل ابی‌طالب، علامه، قم، ۱۳۷۹ق.
  • السید محمد العوامی، السید عدنان، «الانتماء القبلی - الإقلیمی: الحس الوحدوی فی شرق الجزیرة العربیة»، الواحه، العدد الخامس، محرم ۱۴۱۷ق،
  • سماوی، محمد بن طاهر، إبصارالعین فی أنصارالحسین، دانشگاه شهید محلاتی، قم، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • سید ابن طاووس، الاقبال بالاعمال الحسنه، ترجمه، محمد روحی، نشر، سما‌ء قلم، قم، ۱۳۸۵ش.
  • شمس الدین، محمد مهدی، انصار الحسین علیه‌السلام، مترجم، ناصر هاشم زاده، سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، تصحیح: جواد قیومی اصفهانی، مؤسسه النشر الاسلامی التابعه لجامعة المدرسین، قم، ۱۳۷۱ش.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، چاپ سنگی نجف، ۱۳۴۹ق.
  • کوفی اسدی، فُضیل، تسمیة مَنْ قُتل مع الحسین علیه‌السلام، تحقیق، سید محمدرضا حسینی جلالی، قم، ۱۴۰۵ق.