علي حبه جنه
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
علیٌّ حُبُّه جُنَّة، د امام علي(ع) د فضایلو او مقام په اړه یو شعر دی چې د اهل سنتو له څلورو فقیهانو څخه محمد بن ادریس شافعي ته منسوب دی. دا شعر څلور مصرعې لري او د علي (ع) د محبت په وسله له اوره د خوندیتوب او د هغه له خوا د جنت او دوزخ وېشلو ته اشاره لري. د امام علي (ع) برحقه وصایت او په انسانانو او پېریانو د هغه امامت، د دغه شعر د مینځ پانګې بله برخه ده. له شافعي پرته، نور کسان هم د دغه دوبیتۍ شاعران بلل شوې دي.
د دغه شعر مضمون په هغو حدیثونو کې چې په شیعه سني منابعو کې نقل شوي، راغلی دی. همداراز دا شعر یا ځینې مصرعې یې د نورو شاعرانو په شعرونو کې هم کارول شوې دي. د علی حبه جنة شعر د امام علي (ع) په روضې لیکل شوی دی.
نورو شاعرانو هم د دغه شعر په موضوع دې ته ورته اشعار ویلې دي.
مینځ پانګه
عَلیٌّ حُبُّه جُنَّة قَسیمُ النّارِ و الجَنَّة وَصیُّ المصطفی حَقّاً إمامُ الإنسِ و الجِنَّة[۱] د علي دوستي ډال (سپر) دی هغه د دوزخ او جنت ویشونکی دی هغه د حضرت مصطفی (ص) پر حقه وصي دی هغه د انسانانو او پېریانو امام دی.[۲]
په لومړۍ مصرع کې د امام علي (ع) د مینې جُنّة والي ته اشاره شوې ده. جنة په لغت کې د وسلې [۳] یا ډال [۴]په معنا دی چې د انسان حفاظت کوي. ځینو دا ټکی د هر هغه شي په معنا ګڼلی چې د انسان ساتنه کوي.[۵]
د لومړۍ مصرعې مضمون یعنې د امام علي (ع) د مینې په سبب له اوره خوندیتوب د اسلام له پېغمبر (ص) څخه په روایتونو کې په شیعي [۶] او اهل سنت [۷] سرچینو کې نقل شوی دی. البته دا خبره د عمر بن خطاب په نقل هم بیان شوې ده.[۸] او په ځینو سرچینو کې، په دې مضمون سره یو شعر یې دوهم خلیفه ته منتسب ګڼلی دی.[۹]
د امام علي (ع) له خوا د دوزخ او جنت وېشل هم د امام علي (ع)[۱۰] په باره کې د خدای د رسول (ص) په حدیثونو کې او په خپله د امام علي [۱۱] او نورو امامانو [۱۲] په خبرو کې نقل شوي دي. لکه څنګه چې دا خبره د اهل سنتو په سرچینو کې هم راغلې ده[۱۳] او ځینو کسانو له ابن ابی الحدیده د نهج البلاغې په شرحه کې هغه مستفیضه ګڼلې ده.[۱۴] او ویل شوي چې ابن حنبل د دغه خبرې دفاع کړې ده.[۱۵][یادداشت۱]
همداراز وګورئ: د قسیم النار والجنة حدیث
شاعر
«علی حبه جنه» شعر په سرچینو کې د اهل سنتو له څلورو امامانو(۱۵۰-۲۰۴ق) څخه ابن ادریس شافعي ته منسوب دی.[۱۶] له عامر بن ثعلبه[۱۷] یا عمّار بن تغلبه[۱۸] څخه هم د دغه شعر د شاعر په توګه یادونه شوې ده. همداراز نورو اثارو د دغه شعر د ویونکي د نوم له اخستلو پرته، یوازې د هغه په نقل بسنه کړې ده.[۱۹]
ورته اشعار
د علی حبه جنة په ورته مضمون سره شعرونه او د امام علي(ع) په مینې سره له اوره د خوندیتوب او د امام د جنت او دوزخ ویشونکی په عنوان شعرونه نورو شاعرانو هم ویلې دي.[۲۰] ځینې یې دا دي:
ځینې کسان دې ته ورته تر ټولو زوړ شعر د سید حمیري ګڼي چې داسې یې ویلې دي:
ذاکَ قَسیمُ النّارِ مِن قیلِه خُذی عَدُوّی و ذَری ناصِری ذاک علیِّ بنُ أبی طالب صِهرُ النبیِّ المصطفی الطاهرِ[۲۱] [یادداشت ۲]
همداراز په دې زمینه کې صاحب بن عباد ته دغه شعر منسوب دی
أبا حسنٍ لُو کانَ حُبُّکَ مُدخِلی جهنمَ کانَ الفوزَ عندی جحیمُها و کیف یَخافُ النارَ مَن هُوَ موقنٌ بِأنکُ مُولاهُ و أنتَ قسیمُها[۲۲] [یادداشت ۳]
دعبل هم دې موضوع ته په خپل شعر کې اشاره کړې ده:
قسیمُ الجحیمِ فَهذا له و هذا لها باعتدال القسمِ[۲۳] [یادداشت ۴] د امام علي (ع) په صفت کې د علی حبه جنة د شعر مضمون ورپسې راتلونکو شاعرانو هم کارولی دی.[۲۴] او وروسته ځینو شاعرانو لکه عطار نیشابوري[۲۵] او موسی بن جعفر حسیني طالقاني[۲۶] د دغه شعر له دوو بیتونو یا یې مطلع څخه په خپلو شعرونو کې استفاده کړې ده.
په ۱۳۷۶ ق کال کې د امام علي (ع) د حرم په روضه کې دوه د سرو زرو په کار پوشلي ورونه ولګول شول چې علی حبه جنة شعر په هغو انځور شوی دی.[۲۷]