د قسیم النار والجنة حدیث

د wikishia لخوا
د امام علی علیه السلام د حرم په یوې دروازې باندې د «قسیم النار و الجنة» کلمه

د قَسیمُ النّارِ و الجَنَة حدیث د اسلام د پېغمبر(ص) څخه د امام علي(ع) په فضیلت کې یو روایت دی چې هغه د جنت او دوزخ ویشونکی معرفي کوي. دا حدیث د شیعه او سني په سرچینو کې په مختلفو عبارتونو سره نقل شوی دی.

د مسلمانو عالمانو په روایتونو او خبرو کې له دې حدیثه دوه لوی اخستونونه شوې دي: یو دا چې له علي(ع) سره مینه کوونکی به په جنت او دښمني کوونکی به په دوزخ کې وي. بله دا چې د قیامت په ورځ به امام علي(ع) جنتیان او دوزخیان ټاکي.

ځینو شیعه او سني عالمانو دا روایت متواتر ګڼلی دی؛ خو ځینو اهل سنتو روایت په خاص سند سره ذکر کړی او هغه یې ضعیف ګڼلی دی.

د قسیم النار والجنة حدیث د عربۍ او فارسۍ په شعرونو کې کارول شوی دی.

د حدیث متن

«قسیم النار و الجنة» د امام علی(ع) په باره کې د اسلام له پېغمبر(ص) څخه یو حدیث دی چې په مختلفو عبارتونو سره نقل شوی دی.

  • «یا عَلِی إِنَّکَ قَسِیمُ الْجَنَّةِ وَ النَّارِ»؛‌ای علي، ته د جنت او دوزخ ویشونکی یې.[۱] د امام رضا(ع)، په صحیفه کې جهنم له جنته مخکې راغلی دی: «یا عَلِی إِنَّکَ قَسِیمُ النَّارِ وَ الْجَنَّةِ»[۲] په ځینو سرچینو کې په دوام کې راغلي دي : «تُدخِلُ مُحِبِّیکَ الْجَنَّةَ وَ مُبْغِضِیکَ النَّارَ»؛ خپل دوستان به په جنت او دښمنان به په دوزخ کې داخلوې.[۳]
  • «یا عَلِی أَنْتَ قَسِیمُ الْجَنَّةِ یوْمَ الْقِیامَةِ تَقُولُ لِلنَّارِ هَذَا لِی وَ هَذَا لَکِ»؛ اي علي ته د جنت تقسیموونکی یې د قیامت په ورځ به اور ته وایې چې دا ستا دي او دا زما.[۴]
  • «یا علی إنَّکَ قَسیمُ النّارِ وَ إِنَّکَ تَقْرَعُ بَابَ الْجَنَّةِ فَتَدْخُلُهَا بِلَا حِسَاب»؛ ای علي، ته د دوزخ تقسیموونکی یې او ته به د جنت دروازه ځپې او بې حسابه به جنت ته داخلېږې.[۵]

امام علي(ع) هم په ورته الفاظو سره ځان د جنت او دوزخ د وېشونکي په توګه معرفي کړ.[۶] منجمله: «أنَا الفارُوقُ الّذِی أَفرُقُ بَینَ الحَقِّ و البَاطِلِ، ‌أنَا أُدْخِلُ أَوْلِیائی الجَنَّةَ و أَعْدائی النَّارَ»؛ زه هغه جدا کوونکی یم چې د حق او باطل په مینځ کې به جدایي راولم. زه به خپل د وستان جنت او دښمنان دوزخ ته داخلوم.[۷]

«قسیم الجنة والنار» یې د امام علي(ع) له لقبونو ګڼلې دي[۸] د امام علي (ع) په زیارتونو کې هم دې حدیث ته اشاره شوې ده.[۹]

د حدیث تفسیرونه

د مسلمانو عالمانو د اخستونونو په اساس، د « جنت او دوزخ وېشونکي» له عبارته دوه لوی تفسیرونه شوې دي:

  • یو دا چې د علي(ع) مینه وال هدایت شوې دي او جنت ته به ځي او دښمنان یې ګمراه دي او دوزخ ته به ځي.[۱۰] اهل سنت فقیه احمد بن حنبل (وفات ۲۴۱ق) د هغه چا په ځواب کې چې د «انا قسیم النار» روایت انکار یې کاوه د علي(ع) په باره کې د پېغمبر په روایت په استناد سره چې « له تا سره مینه نه کوي مګر مومن او له تا سره دښمني نه کوي مګر منافق» او په جنت کې د مومن مقام او د منافق د ټکاوڼې په بیانولو سره نتیجه اخلي چې علي قسیم النار دی.[۱۱]
  • بله داه چې امام علي(ع) د قیامت په ورځ په حقیقت کې د جنت او دوزخ وېشونکی دی او خلک به جنت یا دوزخ ته استوي.[۱۲]

د دغه دوو اخستونونو مضمون په ځینو روایتونو کې هم راغلی دی.[۱۳]

ځينو بیا ویلي چې دې ته په پام سره چې امام علي(ع) د امامت مقام لري، نو عمل او وینا یې حجت ده. له دې امله پېروان یې جنتيان او نور دوزخیان دي.[۱۴]

اعتبار او سند

د قسیم النار و الجنّة حدیث د علامه مجلسي[۱۵] او ځینو اهل سنتو عالمانو له نظره متواتر دی.[۱۶] جابر بن عبدالله[۱۷] عبدالله بن عباس،[۱۸] عبدالله بن عمر،[۱۹] عبدالله بن مسعود،[۲۰] ابوالطُفَیل،[۲۱] او اباصَلْت هِرَوِی[۲۲] د دغه حدیث له راویانو دي. سره له دې ځینې اهل سنتو عالمانو دغه حدیث د موسى بن طریف او عَبایة بن رِبعي له لارې نقل کړی او دغه دوه راویان یې ضعیف ګڼلې دي.[۲۳]

په شعرونو کې

قسیم النار حدیث په عربي شعرونو[۲۴] او فارسي[۲۵] شعرونو کي استعمال شوی دی. د بېلګې په توګه لاندیني شعرونه محمد بن ادریس شافعي (وفات ۲۰۴ق) ته منسوب دي.



علیٌّ حُبُّه جُنَّةقسیمُ النَّار و الجَنّّة
وصیّ المصطفی حقاًإمام الإنس و الجِنَّة[۲۶]


ژباړه: له علي سره مینه کول د اور ډال دی. هغه د جنت او دوزخ تقسیموونکی، د پېغمبر(ص) برحقه وصي او د پېریانو او انسانانو امام دی.

همداراز وګورئ: علی حبه جنه

همدراز لاندیني بیتونه شیعه محدث به قطب‌الدین راوندي (وفات ۵۷۳ق) ته منسوب دي.



قسیم النار ذو خیر و خیریخلّصنا الغداة من السعیر
فکان محمّد فی الدین شمساعلی بعد کالبدر المنیر[۲۷]


ژباړه: علي د دوزخ وېشونکی او د خېر څښتن دی. او څومره ښه ده چې سبا (د قیامت په ورځ) د دوزخ له اوره ځان وژغورو. نو محمد(ص) په دین کې لکه لمر او له هغه وروسته علي(ع) د ځلانده سپوږمۍ په شان دی.

فوټ نوټ

  1. شیخ صدوق،‌ عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۷؛ ابن‌عقده کوفی، فضائل امیرالمؤمنین(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۰۲؛‌ طبری آملی، بشارةالمصطفی، ۱۳۸۳ق، ص۵۶ و۱۰۲ و۱۶۴.
  2. صحیفه امام رضا(ع)، ۱۴۰۶ق، ص۵۶ و ۵۷.
  3. خزاز رازی، کفایةالاثر، ۱۴۰۱ق، ص۱۵۱و۱۵۲.
  4. شیخ صدوق،‌ عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۸۶؛‌ کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۵۱۱، ح۶۶۷.
  5. ابن‌مغازلی، مناقب الامام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۰۷؛ خوارزمی،‌ مناقب،‌ ۱۴۱۱ق، ص۲۹۵؛ حمویی جوینی، فرائدالسمطین، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۳۲۵.
  6. صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۴۱۵؛ ابن‌عساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۲۹۸؛ حمویی جوینی، فرائدالسمطین، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۳۲۶؛ ابن‌مردویه اصفهانی، مناقب علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۴ق، ص۱۳۳.
  7. کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۶۷.
  8. خوارزمی،‌ مناقب،‌ ۱۴۱۱ق، ص۴۱و۴۲؛ حمویی جوینی، فرائد السمطین، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۳۰۸.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۷۰؛ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲۹.
  10. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۹، ص۱۳۹؛ مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۱۱، ص۲۸۹ وج۱۲،‌ ص۱۷۲؛ مجلسی،‌ بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۹، ص۲۱۰؛ حمویی جوینی، فرائد السمطین، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۳۲۶.
  11. ابن ابی‌یعلی، طبقات الحنابله، دارالمعرفة، ج۱، ص۳۲۰.
  12. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۹، ص۱۳۹؛ ابن مغازلی، مناقب الامام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۰۷؛ مجلسی،‌ بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۹، ص۲۱۰.
  13. شیخ صدوق،‌ عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۸۶؛‌ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۶۲؛‌ ابن‌ابی‌یعلی، طبقات الحنابله، دارالمعرفة، ج۱، ص۳۲۰.
  14. حسینی تهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۶ق، ج۱،‌ ص۱۵۰.
  15. مجلسی،‌ بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۹، ص۲۱۰.
  16. ابن مغازلی، مناقب الامام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۰۷.
  17. صفار، بصائر الدرجات،‌ ۱۴۰۴ق، ص۴۱۵ و ۴۱۶.
  18. طبری آملی، بشارة المصطفی، ۱۳۸۳ق، ص۱۰۲ و۱۵۳.
  19. طبری آملی، بشارة المصطفی، ۱۳۸۳ق، ص۵۶.
  20. طبری آملی، بشارة المصطفی، ۱۳۸۳ق، ص۱۶۴.
  21. خزاز رازی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۱۵۱.
  22. شیخ صدوق،‌ عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۸۶.
  23. دارقطنی، العلل الواردة فی الاحادیث النبوی، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۲۷۳؛ ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۳۸۲ق، ج۲، ص۳۸۷ و ج۴، ص۲۰۸؛ ابن‌عساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۲۹۸-۳۰۱؛ ابن‌حجر عسقلانی، لسان‌المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۳، ص۲۴۷ و ج۶، ص۱۲۱؛ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۵۵؛ البانی، سلسلة الاحادیث الضعیفة، ۱۴۱۲ق، ج۱۰، ص۵۹۷.
  24. وګورئ:‌ ابن شهرآشوب، آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۱۵۹و۱۶۰.
  25. وګورئ:‌ «قسیم النار و الجنة»، سایت شعر هیئت.
  26. قندوزی، ینابیع المودة، دارالاسوه، ج۱، ص۲۵۴.
  27. نوری، مستدرک الوسایل، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۸۰.

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبة‌الله، شرح نهج‌البلاغه، تصحیح محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، مکتبة آیت‌الله مرعشی نجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌ابی‌یعلی، محمد بن محمد، طبقات‌الحنابله، تحقیق محمد حامد الفقی، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، لسان‌المیزان، بیروت، مؤسسه اعلمی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق/۱۹۷۱م.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، قم، علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ دمشق، تحقیق عمرو بن غرامة العمروی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • ابن‌عقده کوفی، احمد بن محمد، فضائل امیرالمؤمنین(ع)، تحقیق و تصحیح عبدالرزاق محمدحسین حرزالدین، قم،‌ دلیل ما،‌ چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • ابن‌مردویه اصفهانی، مناقب علی بن ابی‌طالب و ما نزل من القران فی علی، قم، دارالحدیث، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق.
  • ابن‌مغازلی، علی بن محمد، مناقب الامام علی بن ابی‌طالب(ع)، دارالاضواء، چاپ سوم، ۱۴۲۴ق.
  • البانی، محمد ناصرالدین، سلسلة الاحادیث الضعیفة و الموضوعة و اثرها السیئ فی الأمة، ریاض، دارالمعارف، چاپ اول، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • حسینی تهرانی، سید محمدحسین، امام‌شناسی، مشهد، علامه طباطبایی، چاپ سوم، ۱۴۲۶ق.
  • حمویی جوینی، ابراهیم بن محمد، فرائدالسمطین، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسه محمودی، ۱۴۰۰ق.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الاثر فی النص علی الائمة الاثنی عشر، تحقیق عبداللطیف حسینی کوه‌کمری، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
  • خوارزمی،‌ موفق بن احمد، مناقب،‌ تحقیق شیخ مالک المحمودی، مؤسسه نشرالاسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۱ق.
  • دارقطنی، علی بن عمر، العلل الواردة فی الاحادیث النبوی، ریاض، دار طیبة، ۱۴۰۵ق.
  • داوودی، یوسف بن جودة، مَنْهج الإمام الدارقطنی فی نقد الحدیث فی کتاب العِلَل، دارالمحدثین، چاپ اول، ۲۰۱۱م/۱۴۳۲ق.
  • ذهبی، شمس‌الدین، میزان الاعتدال فی نقد الرجال، تحقیق علی محمد بجاوی، بیروت، دارالمعرفة، چاپ اول، ۱۳۸۲ق-۱۹۶۳م.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل‌الشرایع، تهران، کتابفروشی داوری، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی‌الاخبار، تصحیح‌ علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ صدوق،‌ محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران،‌نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • صحیفة الامام الرضا(ع)، تحقیق محمدمهدی نجف، مشهد، گنگره جهانی امام رضا(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل‌محمد(ص)، تحقیق و تصحیح محسن کوچه‌باغی،‌ قم، کتابخانه‌ آیت‌الله مرعشی نجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • طبری آملی، عمادالدین محمد بن ابی القاسم، بشارة المصطفی لشیعة المرتضی، نجف،‌ مکتبة‌الحیدریه، چاپ دوم، ۱۳۸۳ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، تهذیب‌الاحکام، تحقیق حسن موسوی خرسان، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • قندوزی، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع المودة لذوی القربی، دارالاسوه، بی‌تا.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفی، تحقیق و تصحیح محمدکاظم، تهران، وزارت ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • مازندرانی، محمدصالح بن احمد، شرح الکافی(اصول و روضه)، تحقیق و تصحیح ابوالحسن شعرانی، تهران،‌ مکتبة الاسلامیة، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
  • مجلسی،‌ محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، مؤسسه آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.