غلو

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د غلو په اړه ده. د غالیانو مفهوم په اړه د زده کړې لپاره، د غالیان مدخل وګورئ.

غُلُوّ په دین کې له اعتداله وتل او د پېغمبرانو او امامانو په حق کې زیاده روي ده. غلو په دینونو کې انحرافي بهېر ګڼل شوی چې همېشه د بشر په تاریخ کې موجود و. د غلو ځینې مصداقونه داسې دي: د یو پېغمبر یا امام په خدای والي عقیده، یو څوک د خدای بچی ګڼل، د امام علي یا شیعه امامانو په پېغمبرۍ عقیده او له مهدي موعود پرته د بل چا په مهدویت عقیده.

سیاسي اهداف او انګېزې، فکري شاته پاتې والی، افراطي مینه کول، ړانده تعصبات او د فکري بې لارۍ د پېدا کولو لپاره د مسلمانانو په مینځ کې د نفوذي عواملو شتون په مسلمانانو کې د غلوامیزو عقیدو د جوړېدو له عواملو ګڼل شوې دي. شیعه امامانو (ع) په استدلال او برهان سره د غالیانو د عقایدو په مردود ګڼلو سره، د غلو د علتونو او پایلو او د غالیانو د توطئو په بیانولو سره، شیعیانو ته سپارښتنه کوله چې له هغوي ډډه وکړي.

په روایتونو کې، غالیان کافر او مشرک بلل شوې او په ځینو تعبیرونو لکه د خدای تر ټولو بد مخلوق یاد شوي دي. شیعه عالمانو د دغه ډول روایتونو په پېروۍ سره له غالیانو او له غلو لرونکو عقیدو سره مبارزه کوله. د غلو په اړه په علم کلام، د رجالو او فرقه پېژندنې په علم کې بحث شوی دی. فقیهانو هم د غلو په اړه او د هغو کسانو د احکامو په باب چې غلو لرونکي عقیدې لرې بحث کړی دی. د هغوي په فتوا، هره غلو لرونکې عقیده چې د دین له ضروریاتو څخه د یوه د انکار سبب شي، د کفر په حکم کې ده او پرې عقیده لرونکي کافر دي او په هغوي د کافر احکام لاګو کیږي.

مفهوم پېژندنه او مقام

غلو په اصطلاح کې دې ته وایي چې یو دینداره کس، له هغه څه ورهاخوا چې دین ورته ټاکلې دي، خبره وکړي.[۱] همداراز د غلو په تعریف کې ویل شوي چې غلو، له اعتداله بهر وتل او له حده تېرېدل او د پېغمبرانو او امامانو په حق کې زیاده روي ده.[۲] د «غلو»ټکی په لغت کې د زیاده روۍ او له حده د تېرېدو په معنا دی.[۳]

قرآن په دوو ایتونو کې د غلو خبره کړې او له هغه یې نهي کړې ده.[۴] د شیعه او اهل سنتو په روایي سرچینو کې هم په مختلفو روایتونو کې د غلو لرونکو ادعاګانې او عقیدې معرفي او مسلمانان له هغه خبردار کړي دي.[۵] غلو همداراز یوه مساله ده چې مسلمانو متکلماتو د هغه د ماهیت او مصادیقو جاجونه کړې ده.[۶] له دې امله چې د غلو یوه برخه د معصومو امامانو په صفاتو او فضایلو پورې اړوند ده او بله برخه یې د هغو کسانو په ذات پورې چې غالیان یې د خدایۍ تر حده رسوي، علم کلام دنده لري چې په یقیني دلیلونو په تکیې سره د دغه ځانګړنو دایره معلومه کړي چې وکړی شي له هغې دایر په ورهاخوا شیانو عقیده غلو او معتقدان یې غالي ونوموي.[۷] د رجالو علم هم یو له هغه علمونو دی چې د غلو بهېر پرې اثر کړی دی او عالمانو یې په اړه بحث کړی دی.[۸] ویل کیږي له دې امله چې د احادیثو په اسنادو کې د موجودو راویانو د احوالو جاج د علم رجال له اهدافو دی، د رجال پېژاندو یوه دنده د هغه غلو کوونکو راویانو پېژندل او معلومول دي چې د روایتونو په اسنادو کې واقع شوې دي.[۹]

د فرقه شناسۍ په علم کې هم د غالي فرقو یا غالیانو د بحث په ترڅ کې، د غلو او د هغه د مصداقونو په اړه خبره شوې ده.[۱۰] فقیهانو هم د غلو په اړه او له کفر سره یې د نسبت او د هغو کسانو د احکامو په اړه چې غلوآمیزې عقیدې لري، بحث کړی دی.[۱۱]

د غلو مصداقونه

مسلمانو عالمانو د قرآن ایتونو، روایتونو او تاریخي راپورونو ته په پام سره د پېغمبرانو او امامانو په اړه د غلو لپاره ځینې مصداقونه په ګوته کړې دي چې ځینې یې په دې ډول دي:

په خدایۍ کې غلو

په الوهیت کې غلو کې لاندیني موارد شامل دي:

  • په دې خبره عقیده چې یو انسان کس خدای دی:[۱۳] د مائدې سورې د ۱۷ او ۷۲ ایتونو له مخې، د حضرت مسیح په خدایۍ عقیده غلو آمیزه ادعا ده چې قرآن کفر ګڼلې ده.[۱۴] همداراز په سبائیه فرقې (د عبدالله بن سبا) پیروانو کې د امام علي (ع) په خدایۍ عقیده،[۱۵] او په خطابیه کې د امام صادق (ع) په خدایۍ عقیده د غلو لرونکو عقیدو بېلګې او د کفر مصداقونه دي. «اثنینیه» فرقه د دغه ډول غلو یوه بله بېلګه ګڼل کیږي.[۱۷] د هغوي په عقیده، پېغمبر او امام علي دواړه خدایان دي. په دوي کې ځینې کسان چې د پېغمبر خدایي مقدمه ګڼي «میمیه» او بله ډله چې د امام علي خدایي مخکې ګڼي په «عینیه» مشهور وو.[۱۸]
  • په دې خبره عقیده چې یو انساني کس د خدای په الوهیت کې شریک دی:[۱۹] په تفویض عقیده د دغه ډول غلو لرونکو عقیدو یوه بله بېلګه ګڼل شوې ده.[۲۰] تفویض په یوه معنا داسې عقیدې ته وایي چې خدای، پېغمبر او امام علي پېدا کړل او بیا یې ځینې چارې لکه د بندګانو پنځول، مرګ او ژوند او رزق او روزي یې هغوي ته وسپارلې.[۲۱]
  • په یو انساني کس کې د خدای په حلول[یادداشت۱] یا له هغه سره د اتحاد عقیده [۲۲]د بیانیه فرقې عقیدې له دغه ډوله دي.[۲۳] دغه فرقه د کیسانیه یوه څانګه وه چې په پېغمبرانو، امام علي او محمد بن حنفیه کې یې د خدای د روح په ننوتلو او ګردش عقیده لرله.[۲۴] د دغه فرقې موسس سمعان تمیمي دی.[۲۵] هغه باوري و چې د خدای روح په امام علي کې ننوتی او د هغه په وجود کې یې یوه ملکوتي قوه راڅرګنده کړې ده او دا چې وې کړی شول د خیبر کلا دروازه وشوکوي، په جسمي طاقت سره نه وو بلکې د رحماني او ملکوتي طاقت له امله و چې په الهي نور سره یې په هغه کې ظهور پېدا کړی و.[۲۶] هغه همداراز باوري و چې یو الهي جز په امام علي حلول کړی او همدغه جزء په حضرت ادم کې هم حلول کړی و نو ځکه د ملایکو د سجدې مستحق وګرځېد.[۲۷]
  • په دې خبره عقیده چې یو څوک د خدای زوی دی:[۲۸] ویل کیږي چې درې ډلې باوري دي چې خدای تعالی اولاد لري.۱: هغه مسیحیان چې د توبې سورې په دېرشم ایت کې د قرآن د راپور مطابق حضرت عیسی د خدای زوی ګڼي؛[۲۹] ۲: هغه یهودیان چې د همدغه ایت په اساس عُزیر د خدای زوی ګڼي؛[۳۰] ۳: د عرب مشرکان چې د نحل سورې د ۵۷ او د صافات سورې د ۱۴۹ ایت له مخې ملایکې به یې د خدای لوڼه ګڼلې.[۳۱]

په نبوت او امامت کې غلو

د نبوت او امامت په اړه ځینې غلو لرونکي افکار په دې ډول دي:

  • د شیعه امامانو په نبوت عقیده [۳۲]د فرقه پېژندنې په موضوع کې په ځینو سرچینو کې راغلي چې :
  • «غُرابیه»، «ذبابیه» او «مُخطئه» فرقو چې له غالیانو ګڼل کیږي، نبوت د امام علي حق ګاڼه او په دې باور وې چې جبراییل د علي او پېغمبر تر مینځ د زیات شباهت په وجه د وحي د نزول په وخت خطا کړه او وحي یې په پېغمبر نازله کړه او پېغمبر د حضرت علي د راضي کولو لپاره خپله لور هغه ته ورکړه.[۳۳]
  • د پېغمبرۍ په چاره کې له پېغمبر سره د ځینو کسانو په شریکوالي عقیده۳۴] مصري تاریخ لیکونکي مَقریزی (۱۳۶۴-۱۴۲۲ق)، په خپل کتاب «المواعظ و الإعتبار فی ذكر الخطط و الآثار» کې ویلي چې «شریکیه»، «شاعیه» او «خُلویه» فرقې د شیعه له غالي فرقو ګڼل کیږي چې امام علي یې له پېغمبر سره په نبوت کې شریک ګڼلې.[۳۵] البته ځینو په شیعیانو کې په دغه نومونو د فرقو په شتون کې شک کړی دی.[۳۶]
  • دا چې یو کس له پېغمبر او امامانو پرته، ځان امام یا نبي معرفي کړي:[۳۷] د مثال په توګه، فرقه لیکونکو د «ابو منصور عجلي» په نامه د یو کس نوم اخستی چې د امام باقر (ع) له وفاته وروسته یې ادعا وکړه چې امام سجاد (ع) هغه خپل وصي او له امام باقر وروسته امام معرفي کړی دی.[۳۸] او بیا یې وویل امام علی، امام حسن، امام حسین، امام سجاد و امام باقر، رسولان او پېغمبران وو او په خپله او له ځانه وروسته شپږ کسان یې هم پېغمبران معرفي کړي دي.[۳۹]
  • له مهدي موعود پرته د نورو کسانو په مهدویت عقیده: له هغو کسانو چې په اړه یې د مهدویت ادعا شوې محمد بن حنفیه و.[۴] د فرقه لیکونکو په وینا، کَربیه (د کیسانیه یوه څانګه) باوري وه چې محمد بن حنفیه هماغه مهدي موعود دی چې په غېبت کې دی او اخر به ظهور کوي او نړۍ به وروسته له دې چې له ظلم او زیاتي ډکه وي له عدل او انصافه ډکوي.[۴۱] همداراز یو بل کس چې په اړه یې د مهدویت ادعا شوې په نفس زکیه مشهور، محمد بن عبدالله بن حسن، دی.[۴۲]د فرقه پېژاندو په وینا، «مغیره» فرقه (د مغیره بن سعید بجلي) پېروان په دې باور وو چې نفس زکیه هماغه مهدي موعود دی او کله چې هغه ووژل شو، وې ویل چې هغه نه دی مړ او ژوندی دی او په مکې کې په یو غر کې چې ورته «علمیه» ویل کیږي، ژوند کوي تر دې چې د ظهور وخت یې راورسیږي.[۴۳]

په اوصافو او فضایلو کې غلو

په اوصافو او فضایلو کې غلو یعنې یو کس ته د یو داسې صفت، کار یا فضیلت نسبت ورکول چې هغه په دې حد کې نه دی.[۴۴] د دین د مخکښانو، پېغمبرانو او معصومو امامانو په نسبت د دغه غلو ځینې ډولونه دا دي:

  • د سهو النبي په نفي عقیده:[۴۵] د محققانو په وینا، په هغو صفاتو او فضایلو کې چې امامانو (ع) ته یې نسبت ورکول کیږي په تېره بیا په سهو النبي عقیده لرلو یا نه لرلو په اړه اصلي جنګ،په دریمې او څلورمې قمري پېړۍ کې د بغداد د کلامي مکتب او د قم د کلامي مکتب تر مینځ و[۴۶] شیخ صدوق له خپل استاد ابن ولید قمي نقل کوي چې د غلو لومړۍ درجه په سهو النبي د عقیدي نفي کول دي او څوک چې پېغمبر ته د سهوې نسبت نه مني د غالیانو په شمار کې دی.[۴۷] د دې نظر په مقابل کې شیخ مفید دی چې د بغداد له متکلمانو څخه دی.[۴۸] شیخ مفید سهوالنبي ردوي او هغه کسان چې پرې باوري دي په دین کې په کوتاهۍ او له خپل مقامه د امامانو (ع) د شان په راټیټولو تورنوي.[۴۹] هغه یوازې امامانو (ع) ته د الوهیت نسبت ورکول او د هغوي قدیم والی د غلو نښه ګڼلې ده.[۵۰]
  • په مطلق علم غیب عقیده:[۵۱] ځینې شیعه متکلمان د معصومو امامانو په غلم غیب قایل دی او په دې عقیده دي چې هغوي د اسلام پر کلی احکامو له علمه پرته، د عالم په ټولو جزیي پېښو او هغه څه چې وو او دي، علم لري.[۵۲] شیخ مفید امامانو ته د علم غیب د نسبت ورکول د غلو امیز تفکر نښه او په دغه نظر قایلان یې غالي ګڼلي او په دې عقیده دی چې دا صفت یوازې له خدای سره مخصوص دی.[۵۳] البته ځینو په مستقله توګه او د خدای له تعلیمه پرته د هغوي د علم غیب د لرلو عقیده یوه غلو آمیزه ادعا ګڼلې او په دې عقیده دي چې علم غیب یوازې خدای سره دی او له پېغمبرانو او امامانو سره موجود ټول علمونه او معارف د خدای په اذن او تعلیم سره دي.[۵۴]
  • د دین د امامانو په نه مړ کېدو عقیده:[۵۵] نوبختي په فِرق الشیعه کې د غلو امیزې ادعا لرونکي یوې فرقې ته چې بشیریه نومیدله اشاره کوي چې باوري وو امام موسی کاظم (ع) نه دی وفات شوی او هغه هماغه مهدي موعودی چې په غیبت کې دی او د غیبت په دوران کې یې محمد بن بشیر ( د دغه فرقې موسس) د خپل وصي او ځای ناستي په توګه ټاکلی او خپله ګوتمه او علم او هغه څه چې خلک ورته په دیني او دنیاوي چارو کې اړتیا لري هغه ته ورکړې دي.[۵۶] همداراز د نوبختي په نقل، د کیسانیه فرقې ځينې کسان باوري وو چې محمد بن حنفیه نه دی وفات شوی او ژوندی دی او د «رِضوی غر» په نامه یو غر کې چې د مکې او مدینې په مینځ کې واقع دی استوګن دی.[۵۷]

نورې غلو لرونکې ادعاګانې

نورې غلو آمیزې ادعاګنې چې له پېغمبرانو او امامانو پرته د نورو کسانو په اړه دي په دې ډول دي:

د خلفاوو په اړه غلو

د اهل سنتو په ځینو سرچنو کې د درې ګونو خلیفه ګانو په فضایلو کې ځینې ادعاګانې شوې چې د یو شمېر عالمانو له نظره غلولرونکې دي.[۵۸] د مثال په توګه په تاریخ بغداد کتاب کې پېغمبر ته یو روایت منسوب دی چې د معراج په شپه یې ولیدل چې په عرش له لا الهَ الاّ الله و مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّه، وروسته د ابوبکر، عمر بن خطاب او عثمان نومونه لیکل شوې وو.[۵۹] نعمت الله صالحي نجف آبادي د دغه روایت سند ضعیف او د هغې مینځ پانګه یې غلوآمیزه ګڼلې ده.[۶۰]

د عمر بن خطاب په اړه یې ویلي چې که د دنیا ټول علم د تلې په یوې پلړې کې واچول شي او د عمر علم په بلې پلړې کې، دهغه علم پرې دروند دی.[۶۱] همداراز ویل شوي چې د هجرت په شلم کال یعنې د عمر بن خطاب په خلافت کې په مدینه کې زلزله شوه او عمر په ځمکه متروکه ووهله او وې ویل: « د خدای په امر ارامه شه» بیا ځمکه ارامه شوه او له هغه کاله وروسته بیا په مدینه کې زلزله رانغله.[۶۲] د دغه شان ادعاګاو محتوا د ځینو څېړاندو له خوا غلولرونکې ګڼل شوې ده.[۶۳] د نورو خلیفه ګانو او صحابه و په اړه هم غلولرونکې ادعاګانې او مناقب نقل شوي دي.[۶۴] عبدالحسین امیني په الغدیر کتاب کې د اهل سنتو د سرچینو په استناد سره ځینې موارد ذکر کړي او هغه یې غلو لرونکي ګڼلې دي. [۶۵]

له قرآنه غلو آمیزه تاویلونه

ویل کیږي د ناروا او غلو امیزو تاویلونو څخه یو مورد، د تناسخ د اثبات لپاره د قران له ایتونو استفاده ده.[۶۶] «انساب الاشراف» کتاب کې د دوهمې او دریمې قمري پېړۍ د لیکوال بلاذري په وینا، په تناسخ عقیده لرونکو غالیانو د انفطار سورې د یوې برخې چې وایي: «فِي أَيِّ صُورَةٍ ما شاءَ رَكَّبَكَ؛، ته یې په هر نقش او صورت کې چې وغوښتل ترکیب کړې» څخه د تناسخ د ثابتولو لپاره استفاده کړې ده.[۶۷] همداراز فخر رازي په خپل تفسیر کې ویلي چې یو ایت چې په تناسخ قایلانو د خپل نظر د اثبات لپاره په هغه استدلال کړی د انعام سورې ۳۸ ایت دی.[۶۹] هغه له ایته دغه استفاده ناروا او باطله ګڼلې ده.[۷۰]

کله کله د ځینو کسانو لپاره د غلو امیز فضایلو د بیان لپاره، له قرآنه غلط تاویلونه وړاندې شوې دي.[۷۱]د ابراهیم بن عامر عبیدي د لیکلي عمدة التحقیق کتاب څخه د عبدالحسین امیني په نقل د یوولسمې قمري پېړۍ مالکي فقیه د بقرې سورې د لومړي ایت « الم» د حروف مقطعه په تفسیر کې راوړي دي چې له الفه مطلب ابوبکر، له لام څخه مطلب الله او له میم څخه مطلب محمد (ص) دی.[۷۲] امیني دغه ادعا او تاویل غلو لرونکی ګڼلی دی.[۷۳]

د حنفي مذهب مفسر اسماعیل حقی بُرسَوی، وفات ۱۱۳۷ق، په خپل تفسیر «روح البیان»، کې د «وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ؛ او په هغه ورځ اته فرښتې ستا د رب عرش د هغه ټولو لپاسه وړي»[۷۴] په تفسیر کې له پېغمبره یو روایت نقل کړی په دې بیان سره چې نن په دنیا کې هغه څلور کسان دي چې د قیامت په ورځ به خدای هغوي په څلورو نورو کسانو سره تاییدوي.[۷۵] هغه بیا له ځینو نقلوي چې ویلې یې دي دا څلور کسان ابوحنیفه، مالک بن انس، محمد بن‌ ادریس شافعی او احمد بن حنبل دي چې د شرعې وړونکي ګڼل کیږي.[۷۶] محققانو دغه ډول تاویل غلوآمیز ګڼلی دی..[۷۷]

له قرآنه د امامانو د فضایلو په لرې کولو عقیده

د تهران پوهنتون استاد او مورخ محمدجواد مشکور (وفات: ۱۳۷۴ش)، په کتاب تاریخ شیعه و فرقه های اسلامي کې ویلي چې ځینې شیعه غالیان د موجود قرآن په تحریف عقیده لري او وايي چې د موجود قرآن تدوین او راغونډونه د عثمان په زمانه کې شوې او ډېر ایتونه منجمله د علي بن ابیطالب (ع) او د هغه د کورنۍ فضایل پکې تحریف او لرې کړی شوې دي.[۷۸] هغه د دغه نظر په غلووالي تاکید کړی دی.[۷۹]

د قرآن او حدیثو د علومو د برخې څیړاندي په «غالیان و اندیشه تحریف قرآن» نامه مقاله کې هغه راویان چې د شیعه په سرچینو کې د قران د تحریف د روایتونو د اسنادو په لړۍ کې موجود دي د غلو یا نه غلو له اړخه جاجوي او د دیارلسو راویانو لړلیک یې برابر کړی باوري دی په دوي کې د غلو اثرات موندل کېدی شي.[۸۰] هغه باوري دی چې له هغو ټولو روایتونو چې د قرآن د تحریف په باب کې راغلي، زیات شمېر یې (په درېو کې کابو دوه برخې) د غالیانو له لارې نقل شوې دي.[۸۱]

د کتابونو په باره کې غلو آمیزې ادعاګانې

صحیح بخاري د اهل سنتو په نزد یو معتبر حدیثي کتاب دی چې د هغه په اړه غالیانه ادعاګانې شوې دي.[۸۲] د دغه کتاب په ستاینه کې ویل شوي چې د قرآن برابر دی او که د طاعون په ورځو کې په یو کور کې ولوستل شي، د کور خلک به د طاعون له ناروغۍ په امن وي او هرڅوک چې یو ځل بخاري ووایي هر حاجت چې لري پوره کیږي.[۸۳] همداراز ویل شوي چې دا کتاب په هر کور کې چې وي د رحمت د نزول او د برکت د راتللو سبب کیږي او له قرآنه وروسته د ځمکې په مخ تر ټولو صحیح کتاب دی.[۸۴] دا غلوآمیزې خبرې د مالک بن انس د کتاب موطا په اړه هم راغلي او ویل شوي چې له قرآنه وروسته د ځمکې په مخ تر هغې زیات صحیح کتاب نیشته.[۸۵]

همداراز د شیعیانو په نزد د معتبر حدیثي کتاب الکافي په باره کې دا ادعا چې ټول روایتونه یې صحیح او معتبر دي، د نعت الله صالحي نجف آبادي له خوا غلو آمیزه ګڼل شوې ده.[۸۶] صالحي نجف آبادي همداراز دا خبره چې کافي کتاب امام غایب (ع) ته وړاندې شوی او هغه ویلي چې «الکافی کافٍ لِشیعتُنا؛ کافي زمونږ د شیعیانو لپاره بس دی»[۸۷] د علامه مجلسي [۸۸] او محدث نوري [۸۹] په بیان په استناد سره بې اساسه او غلوآمیزه خبره بللې ده.[۹۰]

د عالمانو په اړه غلولرونکي ادعاګانې

د عالمانو په اړه هم کله کله د ځینو کسانو له خوا غلوآمیزې ادعاګانې او کرامات بیان شوې دي.[۹۱] د مثال په توګه ویلي یې دي چې حضرت خضر به پینځه کاله هره ورځ سهار ابوحنیفه ته ورتله او اسلامي احکام به یې ترې زده کول.[۹۲] همداراز ادعا شوې چې پېغمبر ویلي دي ټول پېغمبران په ما ویاړ کوي او زه په ابو حنیفه.[۹۳] په څوارلسمې هجري پېړۍ کې د مصر د مورخ او فقیه ابو زهره په وینا، د ابو حنیفه په اړه تعصبات تر دې حده وو چې ځینو کسانو د هغه لپاره د پېغمبرانو مقام ته نزدې مقام په نظر کې نیولی او داسې فکر یې کړی چې تورات د هغه زیری ورکړی او د پېغمبر یې نوم ذکر کړ او هغه یې د امت هدایتوونکی ګڼلی دی.[۹۴] دې ته ورته خبرې د نورو څلورګونو مذهبونو د فقیهانو او د ځینو اهل سنتو عالمانو په اړه هم نقل شوې دي[۹۵] عبدالحسین امیني په الغدیر کتاب کې ځینې دغه خبرې راټولې کړي [۹۶] د هغوي په غلووالي او جعلي والي باوري دی.[۹۷]

شیعه ته د غلو نسبت ورکول

د ځینو عالمانو له خوا شیعه ته د غلوآمیزو عقیدو نسبت ورکړل شوی چې ځینې یې په دې ډول دي:[۹۸]

  • په څلورمي هجري پېړۍ کې اهل سنت عالم ابو عمر بن محمد بن عبد ربِّه،په کتاب عقد الفرید کې شیعه له یهودو سره پرتله کړي او ویلي دي چې شیعیان د یهودیانو په شان جبراییل دښمن ګڼي او په دې باور دي چې هغه په ځای د دې چې علي ته وحي راوړي په غلطۍ سره یې پېغمبر ته وړې ده.[۹۹] د دغه خبرې په ځواب کې ویل شوي چې ، فرقه پېژاندي دغه عقیده د «ذبابیه»، «غرابیه» او «مخطئه» په نامه فرقو ګڼي.[۱۰۰] سید محسن امین شیعه ته د دغه فرقو نسبت ورکول بې دلیله ادعا ګڼلې او مدعي دی چې د دغه شان فرقو نوم یې په هیڅ یو شیعه کتاب کې چې د فرقه پيژندنې په برخه کې لیکل شوي، نه دی موندلی.[۱۰۱] هغه په دې عقیده دی چې د دغه فرقو نوم قصدا او د شیعه فرقې د بد ښودلو او ورپسې بد ویلو لپاره جعل شوی دی.[۱۰۲]
  • د پینځمې هجري پېړۍ حنفي عالم ابومحمد عثمان بن عبدالله عراقی، په خپل کتاب الفرق المفترقه کې امامیه او زیدیه یوه فرقه ګڼلې او ویلي یې دي چې دا د غالیانو یوه ډله ده چې امام علي کله خدای، کله نبي، او کله د نبوت په چاره کې شریک ګڼلی دی.[۱۰۳] همداراز ابن تیمیه په شیعه د غلو د تورو په لګولو سره ویلي چې د شیعیانو یوه ډله د امام علي په خدایۍ او بله ډله یې په پېغمبرۍ قایله ده.[۱۰۴] د دې په ځواب کې ویل شوي چې ګوته په شمېر غالیانو دغه عقیده لرله چې د شیعه په روایتونو کې یې مذمت او غندنه شوې او د شیعه امامانو له خوا شړل شوې دي. پر دې اساس صحیح نه ده چې د یوې شړل شوې وړې شان ډلې عقیده په ټولو شیعیانو په تېره بیا امامیه پورې وتړل شي.[۱۰۵] په امامیه فقه کې هم د امام علي په خدای والی یا نبی والي عقیده چې د خدای او د پېغمبر د نبوت د انکار سبب کیږي کفر ګڼل شوې او په دې خبره عقیده لرونکي کافر ګڼل کیږي.[۱۰۶]
  • وهابي لیکوال او څېړاندی عبدالله علی قمیصی، په خپل کتاب الصراع بین الاسلام والوثنیه کې ویلي دي ځینې شیعیان په دې باور دي چې واجبات او محرمات له هغو کسانو کنایه ده چې باید ورسره مینه یا دښمني وکړی شي. د همدې عقیدې له مخې یې محرمات حلال ګڼلي او واجبات یې پرېښودلې دي.[۱۰۷] فرقه لیکونکو دغه عقیده د منصوریه (د ابو منصور عجلي) په نامه د یوې فرقې د غالیانو ګڼلې ده.[۱۰۸] ابو منصور په یو روایت کې د رجال کشي په نقل، درې ځله د امام صادق له لوري د خپلو غلوآمیزو افکار په وجه ملعون ګرځېدلی دی.[۱۰۹]
  • ځینو اهل سنتو د بَداء، رجعت، او د پېغمبر او امامانو د عصمت او علم غېب په شان عقیدې چې د شیعه له عقایدو دي، غلوآمیزې ګڼلې دي.[۱۱۰] شیعه عالمانو دغه عقیدې غلوآمیزې نه دي ګڼلې او د هغو د اثبات لپاره یې له قران، سنت او د عقل له دلیلونو استدلال کړی دی.[۱۱۱]
  • ځینې باوري دي د عصمت، او د غېبو د علم ، په کایناتو کې تصرف او ځینو نورو ماوراء بشري صفات چې شیعه امامانو ته یې نسبت ورکړل کیږي غلوآمیز دي او په دې باور دي چې امامان یوازې لوی عالمان او پرهیزګار او په شریعت عالم کسان وو.[۱۱۲] دا لیدتوګه د «علمای ابرار» په نظریې مشهوره شوې ده.[۱۱۳] د دغه نظریې سرچینه یې د عبدالله بن ابي یعفور خبره ګڼلې چې د امامانو په اړه یې د «علماءُ اَبرار و اَتقیا اوصیا؛ ابرار عالمان او پرهیزګاره انسانان»[۱۱۴] تعبیر کارولی دی.[۱۱۵] همداراز یې ویلي چې ځینې شیعه عالمان په تېره بیا د قم د مدرسې عالمان په دریمي او څلورمه هجري پېړۍ کې امامانو ته د هر ډول ماوراء بشر ځانګړتیا له منسوبولو سره مخالف وو او هغوي یې یوازې ابرار عالمان او پرهیزګاره انسانان ګڼلی.[۱۱۶] په دې نظریې ځینې اعتراضونه شوي منجمله دا چې هیڅ تاریخي مستند نه لري.[۱۱۷] همداراز ځینو ویلي چې د «عالم» ټکی د امامانو (ع) د ځینو اصحابو په ادبیاتو کې د امامانو د الهي علم او د «ابرار» او «اتقیاء» کلمه هماغه د عصمت په معنا ده.[۱۱۸]

د حدیث راویانو ته د غلو نسبت

غلو او د انحرافي عقیدو لرل له هغو مواردو دي چې په علم رجال کې د هغو پر اساس د راوي په نه وثاقت او د حدیث د سند په ضعفوالي حکم کیږي.[۱۱۹] د اسلامي علومو د څېړاندي سید حسین مدرسي طباطبایي په وینا د شیعه په رجالي کتابونو کې معمولا هغه کسان چې امامان یې خدایان ګڼل ( چې هغه دغه کسان له ډلې بهر غالیان نومولي) د «فاسد المذهب» یا «فاسد الاعتقاد» په شان تعبیراتو مشخص شوي او په ډله کې دننه غالیان یا مفوضه د «اهل الارتفاع»، «مرتفع القول»، «فی حدیثه ارتفاع»، په شان تعبیراتو سره بیل او متمایز شوې دي.[۱۲۰]

ویل شوي کله کله د رجال په عالمانو کې یو راوي ته د غلو په نسبت ورکولو کې د نظر اختلاف موجود دی او د دغه راویانو د حالت د نه څرګندېدو په بڼه کې، هغه روایتونه هم چې دوي نقل کړي،بې برخلیکه پاتې کیږي؛ مګر دا چې له یو بل ځایه د هغو د رد یا تایید لپاره قطعي دلیل وموندل شي.[۱۲۱] ځینې د دغه اختلاف نظر جرړه د غلو له مفهومه د رجال د عالمانو د متفاوتو اخستونونو له امله ګڼې ده.[۱۲۲]

د مثال په توګه په رجال کشي کې د حسین بن عبیدالله سعدي محرر په نامه یو کس په اړه چې د امام هادي (ع) په زمانه کې له شیعه محدثانو دی، داسې نقل شوي چې هغه د غلو په تور له قمه ووېستل شو.[۱۲۳] نجاشي ویلي چې په هغه د غلو تور لګېدلی خو هغه صحیح او معتبر کتابونه لري.[۱۲۴] د ابو علي حائري او مامقاني په شان عالمانو دغه تور نه دی منلی او باوري دي چې کوم تور چې د قم د مدرسې د عالمانو له خوا په دریمه څلورمه هجري پېړۍ کې د یو راوي د غالي والي یا یې له قمه د ویستلو په اړه نقل شوی د باور او اعتماد وړ نه دی او د هغه راوي په ضعف دلالت نه کوي؛ ځکه چې ځینې عقیدې چې په متاخرو پړاوونو کې د مذهب له ضروریاتو ګڼل کیږي (لکه سهوالنبي) د دغه عالمانو په نزدې غلو ګڼل کېده.[۱۲۵]

سید ابوالقاسم خویي هم غلو د مختلفو درجو لرونکې ګڼلې او ویلي یې دي چې کله کله یو کس چې په خپله د غلو په ټیټه درجه کې دی، نور کسان چې د غلو په بره او سختې درجې کې دي غالي ګڼلی او هغوي یې لعن کړې دي.[۱۲۶]

د قم د علمیه حوزې تاریخ څیړاندو د مدیره هیات غړي او څېړاندي نعمت الله صفري فروشاني، د سید ابوالقاسم خویي په معجم رجال الحدیث کې د کابو ۱۲۰ راویانو نومونه بیان کړي چې د شیعه په رجالي کتابونو کې په غلو تورن شوې دي.[۱۲۷] هغه په دې باور دی چې په یو راوي تش د غلو تور، د هغه راوي په حق کې د غلو د اثبات په معنا نه دی.[۱۲۸]

د غلو له بهېر سره د شیعه مخالفت

شیعه امامانو، په مختلفو موقعیتونو کې د غلو له جریان او له هر ډول غالیانه افکارو سره مقابله کړې ده.[۱۲۹] په «بررسی چگونگی تقابل ائمه با جریان‌های غالیانه»مقاله کې ویل شوي چې د شیعه امامانو له خوا دغلو له جریان سره د مقابلې چلند په ابتدا کې تبییني او روڼوونکې وه او د هغو روایتونو په اساس چې له هغوي نقل شوي،[۱۳۰] له غلو سره مقابله یوازې د غلو د بیان په لړ کې، له غالیانو د بیزارۍ ښودلو او له غلو امیزو افکارو د پیروانو د ساتلو لپاره وه.[۱۳۱] بیا د امام باقر (ع) او امام صادق (ع) په دوران او حتی له هغه وروسته، کله چې د غلو جریان لا زیات منسجم او زیات شو او غالي فرقې زیاتې شوې، له دغه بهېر سره د امامانو د مقابلې طریقه یوازې د غالیانو د ځانګړنو د بیان او تبلیغي طریقو کې منحصره نه وه؛ بلکې هغوي غالي کسان هم معرفي کول او د شیعیانو له خوا یې د هغوي د شړلو او لرې کولو امر کاوه.[۱۳۲]

د مثال په توګه د امام صادق په یو روایت کې چې د شعراء سورې د ۲۲۲ او ۲۲۳ ایتونو په تفسیر[یادداشت۲] کې نقل شوي، هغه د خپلې زمانې د غالیانو اوه کسان معرفي کوي چې شیطانان پرې نازلیږي.[۱۳۳] همداراز په یو بل رواین کې چې له هغه نقل شوی، په صراحت سره مُغیرة بن سعید (د مغیریه غالي فرقې موسس) له دې امله چې جعلي روایتونه یې د امام باقر د اصحابو په کتابونو کې داخل کړي، لعن کاوه.[۱۳۴] د رجال کشي څخه په یو نقل شوي روایت کې، امام رضا (ع) د هغو غالیانو چې پر امام باقر، امام صادق او امام موسی کاظم او په خپله په هغه یې دروغ تړلي، معرفي کړې دي.[۱۳۵]

په روایتونو کې، غالیان کله کله د خدای د بدترینو مخلوقاتو په نامه یاد شوي دي.[۱۳۶] او په ځینو روایتونو کې کافر او مشرک معرفي شوې دي.[۱۳۷] په ځینو روایتونو کې هم له غالیانو سره ناسته پاسته او د هغوي محفلونو ته ورتلل له ایمانه د وتلو سبب ګڼل شوې او ترې نهي شوې ده.[۱۳۸]

د امامانو په پېروۍ، شیعه عالمانو هم له غالي ګرۍ سره مبارزه کوله او په استدلال سره یې د هغوي عقیدې ردولې.[۱۳۹] په دې مینځ کې، څېړاندي د قم د مدرسې د حدیثو راویانو او عالمانو ته اشاره کوي چې په دریمې قمري پېړۍ کې د شیعه لوی او اصلي علمي مرکز ګڼل کېده. ویل کیږي چې دوي د غالیانو او مفوضه د افکارو او اثارو د نفوذ او پراختیا په وړاندې سخت عکس العمل ښوده او هر هغه کس به یې چې امامانو ته یې له بشره ورهاخوا او مافوقو چارو نسبت ورکاه، غالیان ګڼل او له ښاره به یې ویستل.[۱۴۰] د مثال په توګه، د قم د مدرسې له تکړه عالمانو شیخ صدوق، غالیان او مفوضه کافر ګڼل او د هغوي ضرر به یې له غیرمسلمو لکه یهودو او نصاراو او بدعتګرانو څځه زیات ګاڼه [۱۴۱] او په هغوي به یې لعنت کاوه.[۱۴۲]

په دې مدرسې کې ځینې اثار هم د غلو په رد کې لیکل شوي چې د صفار قمي کتاب اَلردُّ عَلَی الْغُلُو او په همدې عنوان ځینې اثار د شیعه له ځینو راویانو لکه یونس بن عبدالرحمن قمی، حسین بن سعید اهوازی، محمد بن اورمه قمي او د امام رضا او ځینې نور کسان له هغوي څخه دي.[۱۴۳] .

د شیعه فقیهانو نظر

فقیهانو د غلو په اړه مستقل بحث نه دی کړی او د هغه احکام یې د کفر او د کافر د احکامو په بحث کې راوړي دي.[۱۴۴]غلو د امام علي یا د یو امام (ع) د خدایۍ او ربوبیت په معنا، له دې امله چې د خدای د انکار سبب کیږي،[۱۴۵] د شیعه فقیهانو په اجماع کفر دی[۱۴۶] او څوک چې داسې عقیده لري کافر او نجس دی.[۱۴۷]

د سید محمدباقر صدر او سید عبدالاعلی سبزواري په شان فقیهانو(تفویض پېغمبر او امامانو ته د خدای له خوا د چارو د سپارل کېدو او د خدای له ارادې پرته د هر کار په کولو کې د هغوي د اختیار په معنا)، له دې امله چې د توحید له عقیدې سره ټکر لري او په بندګانو کې د خدای د حلول او یا یې ورسره د اتحاد او یووالي عقیده له دې امله چې د غیر خدا لپاره د خدایۍ او ربوبیت د ادعا او د خدای په جسمانیت د عقیدې سبب کیږي، د کفر له مصداقونو ګڼلی دی.[۱۴۸] د سید محمد باقر په وینا، له پېغمبر پرته د بل کس په نبوت د باور په معنا غلو، او دا چې هغه کس چې په حق کې یې غلو کیږي له پېغمبره بره یا له پېغمبر سره برابر وګڼل شي په دې ډول چې د پېغمبر رسالت هغه کس ته شامل نه شي، له دې امله چې له دوهم شهادت سره ټکر لري، هم کفر ګڼل کیږي.[۱۴۹]

د شیخ انصاري او سید محسن حکیم په شان فقیهانو د غلو کوونکو په کفر کې معیار د دین د ضروریاتو انکار ګڼلی دی.[۱۵۰] پر دې اساس، په حلول عقیده یا په هغو صفتونو کې چې پېغمبرانو او امامانو ته یې نسبت ورکول کیږي زیاده روي، لکه د هغوي خالفیت او رازقیت او داسې نورو صفتونو عقیده، که د دین د ضروریاتو د انکار سبب شي، د کفر په حکم کې ده.[۱۵۱]

مخینه او زېږنځای

غلو یو فکري انحرافي بهیر دی چې د ځینو محققانو په وینا د انسانیت په تاریخ کې همېشه موجود و.[۱۵۲] ویل کیږي چې له اسلامه په مخکې دینونو کې د قرآني راپورونو له مخې، د طبیعي پېښو، انسانانو، پېغمبرانو او ملایکو په اړه غلو موندل کیږي.[۱۵۳] ځینو محققانو په اسلام کې د غلو او د غالي توب د بهیر د پېل او پېداکېدو وخت د عبدالله بن سبا په زمانه کې ګڼلی دی.[۱۵۴] ځینې هم په دې باور دي چې د سیرت او تاریخ په کتابونو کې د شیعیانو د لومړیو دریو امامانو په زمانه کې د غلو ډېره کمه نښه لیدل کیږي او باوري دي چې د دریم امام له شهادت او د توابینو له پاڅون او په اهل بیتو له شویو ظلمونو او د زیدیه، کیسانیه او خوارجو له پاڅونونو وروسته او د فرهنګي او ټولنیزو شرایطو په شتون سره، د غلو تفکر، د امام علي (ع) په خدایۍ په عقیدې یا په هغه کې د خدای د جز په حلول سره راڅرګند شو.[۱۵۵]

ابن ابی الحدید د نهج البلاغې په شرحه کې په اسلام کې د غلو د تفکر زیږنځی د عراق او کوفې ټاټوبی ګڼلی او په بیان کې یې ویلي چې د عراق د ځمکې طبیعت د حجاز د ځمکې په اپوټه دا وه چې د پوهانو او نظرخاوندانو د شتون او په مختلفو موضوګانو کې د بحث او جدل له امله، د مختلفو او عجیبه مذهبونو پیروانو لکه مانوي او مزدک او د ډول ډول عقیدو خاوندانو په دې وطن کې وده کوله او همدا سبب شوه چې د دغه ټاټوبي خلک له دغه دینونو او ائینونو په پېروۍ سره، کله چې له امام علي کومه معجزه او کرامت لیده د هغه په اړه په غلو اخته شي؛ په داسې حال کې چې د حجاز خلک، د پېغمبر د معجزاتو او کراماتو له لیدلو سره سره په غلو اخته نه شول.[۱۵۶] د عراق لیکوال او د بغداد پوهنتون د فلسفې استاد کامل مصطفی شېبي هم په خپل کتاب اَلصِّلةُ بینَ التَّصوف و التَّشیع، کې ، په شیعیانو کې د غلو او د غالیتوب د پېدا کېدو ځای کوفه ګڼلې ده.[۱۵۷] هغه باوري دی چې د کوفې خلکو د هغو غفلتونو او ظلمونو د جبران لپاره چې د حضرت علي په حق کې یې کړې وو، د هغه په محبت او د هغه له دښمنانو سره په دښمنۍ کې زیاتی وکړ او د غلو لاره یې ونیوله.[۱۵۸]

البته رسول جعفریان، د امام علي په زمانه کې د غلو لرونکو افکارو د شتون په انکار سره په دې باور دی چې هغه چې په جدي توګه غالیانه افکار ګڼل کیږي، د لومړۍ قمري پېړۍ له نیمایي وروسته او زیاتره په ۶۶ هجري قمري کال یعنې د مختار له پاڅون وروسته وخت پورې اړوند دی.[۱۵۹] ځینو هم لومړي غالیانه افکار د رسول الله مبارک په زمانه کې د هغوي د زوي ابراهیم له وفاته وروسته ګڼلي دي.[۱۶۰] د مورخانو په باور د ابراهیم په وفات سره لمر تندر ونیوه او خلکو فکر وکړ چې د پېغمبر د زوي د وفات په وجه لمر تندر نیولی دی.[۱۶۱] پېغمبر د دغه تفکر نهي او ورسره یې مقابله وکړه.[۱۶۲]

شیخ مفید په هغو روایتونو په استناد سره چې پر اساس یې عمر بن خطاب سره له دې چې پېغمبر وفات شوی و، د هغه د وفات انکار او ویلي وو چې پېغبمر د حضرت موسی په شان یوازې له خپل قامه غېب شوی او څلویښت ورځې پس به راستون شي.[۱۶۳] پر دې اساس لومړی غلو لرونکی تفکر د پېغمبر له وفاته وروسته د عمر بن خطاب له لوري ګڼل شوی دی.[۱۶۴]

د پېدا کېدو لاملونه

څیړاندو په تاریخي جاجونو او د روایي سرچینو په مطالعې سره، په اسلامي نړۍ په تېره بیا په تشیع کې د غلو د پېدا کېدو د سرچینې لپاره ځینې عوامل بیان کړې دي چې ځینې یې په دې ډول دي:

  • سیاسي موخې: د غلو یو لوی عامل، په تېره بیا د شیعه امامانو په اړه یې، د هغوي د ګوښه کولو لپاره سیاسي اهداف او غرضونه او په خلکو کې د هغوي د مقام د ټیټولو او له هغوي د خلکو د خپرولو لپاره تورونه وو.[۱۶۶] واکمنان همداراز د غلو د افکارو له ملاتړو وو او د مسلمانانو په لیکو کې د هغوي په داخلولو او د هغوي د نفوذ د لارو په اسانولو سره، غالیتوب دوداوه..[۱۶۷]
  • فکري شاته پاتې والی: ځینې چارې لکه د بندګۍ په حقیقت په پوهېدو کې ناخبري، د پېِغمبرانو او امامانو د کرامتونو په وړاندې حېرانتیا، د هغو حدیثونو چې تزویرګرو او چلګرو کسانو جعل کړې دي په پېژندلو او جاجولو کې د هغوي بې وسي، د غلو لپاره زمینه جوړوونکي عوامل ګڼل شوې دي.[۱۶۸] احمد بن علی طبرسي په الاحتجاج کې له امام رضا (ع) یو روایت نقل کړی چې هغه په غلو لرونکو عقیدو باور د جهل له امله ګڼلی دی.[۱۶۹]
  • افراطي مینه: زیاته مینه لرل غلوآمیزو افکارو او عقیدو ته د ګروهنې یو بل لامل دی.[۱۷۰] له امام سجاد (ع) په یو روایت کې داسې نقل شوي چې یهودو له عزیر سره د زیاتې مینې او مسیحیانو له عیسي سره د زیات محبت په وجه هغوي د خدای بچیان وګڼل او دا سنت زمونږ په زمانه کې هم روان و او ځینې کسان یې زمونږ په اړه مبالغه لرونکو ګروهنو ته وکاږل.[۱۷۱]
  • دنیایي محرکات: په فرق الشیعه کتاب کې د حسن بن موسی نوبختي له قوله، د امام صادق (ع) په زمانه کې په ابوالخطاب مشهور د محمد بن ابي زینب په نامه یو کس ادعا وکړه چې امام صادق (ع) خدای دی او زه یې پېغمبر جوړ کړی یم او په دغه غلو لرونکې ادعا سره یې ځینې پلویان پېدا کړل.[۱۷۲] ویل کيږي چې هغوي غوښتل په اسلامي چاپېریال کې په شرعې په استناد سره د ګناهانو د مباح کولو او د واجباتو د پرېښودلو لپاره یوه لاره برابره کړي چې د عیش عشرت او خوند اخستلو چارې شرعي توجیه ولري.[۱۷۳] د دغه شان انګېزې بله بېلګه د امام حسن عسکري (ع) په روایت کې بیان شوې ده چې پکې یې د خپلې زمانې دوه تنه غالیان محمد بن نصیر فهري او حسن بن محمد قمي د حیله ګرو کسانو په توګه معرفي کړي دي چې په غلو لرونکو افکارو سره یې د خلکو مالونه د هغوي له ولکې ویستل.[۱۷۴]
  • نفوذي عوامل: د صالحي نجف ابادي په وینا ځینو غالیانو خپل انحرافي او غالیانه افکار په حدیثونو کې راوستل او هغه حدیثونه به یې په امامانو (ع) پورې تړل او ځینې کسان یې مامور کړې وو چې د نفوذي عواملو په توګه ځانونه د امامانو پلویان معرفي کړي او وروسته له دې چې د امامانو د اصحابو باور به یې جلباوه د هغوي کتابونه به یې په دې پلمه چې غواړي د هغوي له حدیثونو کاپي واخلي او وې لیکي، په امانت اخستل او بیا به یې په دغه بیا لیکل شویو حدیثونو کې خپل روایتونه هم ورزیاتول او اصل کتاب به یې د هغه خاوندانو ته ستناوه. دغه بیا لیکل شوي کتابونه به ډېرېدل او د غالیانو خبرونه او حدیثونه به خپرېدل.[۱۷۵] ځینې هم په دې باور وو چې د یهودو او عیسائیت د دین نفوذي کسان چې په خپله په غلوامیزو افکارو ککړ وو په مسلمانانو کې داخلېدل چې په هغوي کې بې لاري او ګمراهي جوړه کړي او دا هغه لاملونه وو چې په اسلام کې د غلو د بهیر او تفکر د پېدا کېدو زمینه جوړوونکي شول.[۱۷۶]
  • د اسطوره جوړولو احساس: اسطوره جوړول او اتل پالنه هغه لاملونه دي چې د ځینو دیني او ملي اتلانو په اړه د غلوآمیزو کیسو د جوړېدو او جعلېدو سبب شوې دي. [۱۷۷]
  • ړانده تعصبات: دغه شان تعصبات هم په مختلفو ټولنو منجمله مسلمانانو کې د غلوآمیزو افکارو د پېدا کېدو له لویو لاملونو وو.
  • ۱۷۸]

کتابونه

ځینې اثار چې د غلو په اړه لیکل شوي په دې ډول دي:

  • غلو؛ درآمدی بر افکار و عقاید غالیان در دین، لیک د نعمت‌الله صالحي نجف‌آبادي: دا کتاب په یوې سریزې او دوو څپرکو مشتمل دی. لیکوال په لومړي څپرکي کې د غلو تعریف او په اسلامي نړۍ کې د هغې د پېدا کېدو لاملونه او د غلوآمیزو افکارو او عقیدو ځینې بېلګې بیان کړې دي.[۱۷۹] دوهم څپرکی درې ډلې، د اهل بیتو دښمنان، افراطي دوستان او هغه کسان چې د اباحي ګرۍ او عیش عشرت غوښتلو لپاره یې غلو کړې ده د غلو درې اصلي توکي ګڼلې دي.[۱۸۰]
  • غلو؛ حقیقت و اقسام آن، تألیف د سیدکمال حیدري: د غلو د حقیقت، پیدا کېدا او مخینې په باره کې بحث، د اهل بیتو په اړه د غالیانو خبرې او غالیان د اهل بیتو (ع) له نظره هغه بحثونه او موضوګانې دي چې لیکوال په دې کتاب کې جاجولې دی.[۱۸۱]
  • غالیان؛ کاوشی در جریان‌ها و برآیندها، لیک د نعمت‌الله صفري فروشاني: دا کتاب څلور څپرکي لري. لومړی څپرکی د غلو د کلیاتو او ځينو مسایلو، تاریخچې او د پېدا کېدو لاملونو ته بیل دی. دوهم څپرکی په تاریخ کې د غلاتو او د هغوي د مختلفو فرقو بیان ته بیل دی. دریم څپرکی غلات د عقیدې او عمل په هنداره کې، د غلاتو د خاصو عقیدو او له شیعیانو سره یې مشترکو عقیدو ته بیل دی او څلورم څپرکی د شیعه په تاریخ کې د غلاتو د اثراتو په اړه بحث کوي. .[۱۸۲]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن ابی الحدید، عبدالحمید بن هبة‌الله، شرح نهج البلاغه، قم، مکتبة آیت‌الله المرعشی النجفی، ۱۳۶۳ش.
  • ابن عبد ربه، احمد بن محمد، عقد الفرید، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۷ق.
  • ابوزهره، محمد، ابوحنیفه، حیاته و عصره-آرائه و فقهه، بیروت، دار الفکر العربی، بی‌تا.
  • ابن‌اثیر، ابوالحسن علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، چاپ اول، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌تیمیه، تقی‌الدین ابوالعباس، منهاج السنة النبویة فی نقض كلام الشیعة القدریة، عربستان سعودی، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌تیمیه، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، بی‌جا، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عاشور، محمدطاهر، تفسیر التحریر و التنویر، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۲۰ق.
  • احمدی کچایی، مجید، «بررسی چگونگی تقابل ائمه با جریان‌های غالیانه از آغاز تا دوره امام صادق»، تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، شماره ۱۰، سال ۱۳۹۲ش.
  • احمدی، محمدحسن، «غالیان و اندیشه تحریف قرآن»، نشریه علوم حدیث، شماره ۲، شهریور ۱۳۸۹ش.
  • اسفراینی، شهفور بن طاهر، التبصیر فی الدین، قاهره، المکتبة الازهریة للتراث، بی‌تا.
  • اشعری قمی، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تحقیق محمدجواد مشکور، تهران، شرکت انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۰ش.
  • اشعری، ابوالحسن، مقالات الاسلامیین و اختلاف المصلین، آلمان، فرانتس شتاینر، ۱۴۰۰ق.
  • امین، سیدمحسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، بی‌تا.
  • امین، سیدمحسن، نقض الوشیعة، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر، قم، مرکز الغدیر، ۱۴۱۶ق.
  • انصاری، حسن، «علمای ابرار؛ دیدگاهی که هیچ مستندی تاریخی ندارد»، سایت کاتبان، تاریخ درج مطلب: ۶ خرداد ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۲ آبان ۱۴۰۲ش.
  • بغدادی، عبدالقادر بن طاهر، الفرق بین الفرق، مصر، مکتبة و مطبعة محمدعلی صبیح و اولاده، ۱۹۷۷م.
  • بلاذری،احمد بن یحیی، انساب الاشراف، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق.
  • بن حنبل، احمد بن محمد، مسند احمد، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۶ق.
  • جارالله، موسی، الوشیعة فی نقد عقائد الشیعة، پاکستان، بی‌نا، چاپ سوم، ۱۴۰۳ق.
  • جباری، محمدرضا، مکتب حدیثی قم، قم، انتشارات زائر، ۱۳۸۴ش.
  • جعفریان، رسول، «بررسی چند روایت تاریخی در باب غالیان عصر خلافت امام علی(ع)»، پژوهش‌های تاریخی، شماره ۴، سال ۱۳۹۰ش.
  • حائری، ابوعلی، منتهی المقال فی احوال الرجال، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۶ق.
  • حاجی‌زاده، یداله و دیگران، «ریشه‌ها و علل پیدایش غلو در عصر ائمه(ع)»، تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، شماره ۱۲، سال ۱۳۹۲ش.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • حرعاملی، محمد بن حسن، اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات ۱۴۲۵ق.
  • حقی برسوی، اسماعیل، تفسیر روح البیان، بیروت، دار الفکر، بی‌تا.
  • حکیم، سیدمحسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، دار التفسیر، ۱۳۹۱ق.
  • حیدر، اسد، الامام الصادق و المذاهب الاربعة، بیروت، دار التعارف، ۱۴۲۲ق.
  • حیدری، سیدکمال، غلو، حقیقت و اقسام آن، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۱ش.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد أو مدینة السلام، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
  • خویی، سیدابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، دفتر آیت‌الله العظمی الخوئی، ۱۴۰۹ق.
  • ذهبی، شمس الدین، میزان الاعتدال، بیروت، دار المعرفة للطباعة والنشر، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
  • رضایی، محمدجعفر و نعمت‌الله صفری فروشانی، «تبیین معنایی اصطلاح علمای ابرار با تأکید بر جریانات فکری اصحاب ائمه»، اندیشه نوین دینی، شماره ۳۱، زمستان ۱۳۹۱ش.
  • رضایی، محمدجعفر، «تأملی در غلو»، دوفصلنامه هفت آسمان، شماره ۴۶، شهریور ۱۳۸۹ش.
  • رضوی، سیدمحمد، «پژوهشی پیرامون غلو و جریان غالی‌گری در شیعه»، نشریه سفینه، شماره ۱۳، سال ۱۳۸۵ش.
  • سبحانی، جعفر، بحوث فی الملل و النحل، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، دار التفسیر، بی‌تا.
  • سکتواری، علی دده علاآالدین، محاضرة الاوائل، بیروت، دار الکتب العربی، ۱۳۹۸ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن، تنویر الحوالک شرح علی موطأ مالک، قاهره، مکتبة المشهد الحسینی، بی‌تا.
  • شفیعی شاهرودی، محمدحسن، گزیده‌ای جامع از الغدیر، بی‌جا، مؤسسه میراث نبوت، ۱۴۳۰ق.
  • شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، قم، الشریف الرضی، چاپ سوم، ۱۳۶۴ش.
  • شیبی، کامل مصطفی، تشیع و تصوف تا آغاز سده دوازدهم هجری، ترجمه علیرضا ذکاوتی، تهران، امیر کبیر، چاپ پنجم، ۱۳۸۷ش.
  • شیبی، مصطفی کامل، الصلة بین التصوف و التشیع، بیروت، دار الاندلس، ۱۹۸۲م.
  • شیخ انصاری، مرتضی، کتاب الطهارة، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ اعظم انصاری، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، خصال، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم‌، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، اختیار معرفة الرجال، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الفصول المختاره، تحقیق علی میرشریفی، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات، بیروت، دار المفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، تصحیح الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • صالحی نجف‌آبادی، نعمت‌الله، غلو (درآمدی بر افکار و عقاید غالیان در دین)، تهران، انتشارات کویر، ۱۳۸۴ش.
  • صدر، سید محمدباقر، بحوث فی شرح العروة الوثقی، قم، مجمع الشهید آیت‌الله الصدر العلمی، ۱۴۰۸ق.
  • صفری فروشانی، نعمت‌الله، «جریان‌شناسی غلو»، علوم حدیث، شماره ۱، پاییز ۱۳۷۵ش.
  • صفری فروشانی، نعمت‌الله، غالیان (کاوشی در جریان‌ها و برآیندها)، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۸ش.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، «رسالة فی علم النبی(ص) و الامام(ع) بالغیب»، فصلنامه نور علم، بهمن و اسفند ۱۳۷۱ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی أهل اللجاج، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
  • طریحی، فخرالدین، مجمع البحرین، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۲۸ق.
  • طعیمة، صابر عبدالرحمن، الغلو و الفرق الغالیة بین الاسلامیین، قاهره، مکتبة مدبولی، ۲۰۰۹م.
  • عراقی، عثمان بن عبدالله، الفرق المفترقة بین اهل الزیغ و الزندقة، آنکارا، بی‌نا، ۱۹۶۱م.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول، تهران، دار الكتب الإسلامیة، ۱۴۰۴ق.
  • غفار، عبدالرسول، شبهة الغلو عند الشیعة، بیروت، دار المحجّة البیضاء، ۱۴۱۵ق.
  • غفاری، علی اکبر، «مقدمه»، در کتاب الکافی، تألیف محمد بن یعقوب کلینی، تهران، دار الكتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • «غلات از دیدگاه شیخ مفید»، سایت پرتال جامع علوم انسانی، تاریخ بازدید: ۲۰ آبان ۱۴۰۲ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق
  • قاسمی، جمال‌الدین، قواعد التحدیث من فنون مصطلح الحدیث، بیروت، دار النفائس، ۲۰۰۶م.
  • قمیصی، عبدالله، الصراع بین الاسلام و الوثنیة، قاهره، بی‌نا، چاپ دوم، ۱۴۰۲ق.
  • کاشف الغطاء، جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۰ق.
  • کدیور، محسن، «قرائت فراموش‌شده»، فصلنامه مدرسه، شماره ۳، اردیبهشت ۱۳۸۵ش.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۳۱ق.
  • مدرسی طباطبایی، سیدحسین، مکتب در فرآیند تکامل، ترجمه هاشم ایزدپناه، انتشارات کویر، ۱۳۹۸ش.
  • مشکور، محمدجواد، تاریخ شیعه و فرقه های اسلامی تا قرن چهارم هجری، تهران، انتشارات شرقی، ۱۳۷۹ش.
  • مقریزی، تقی الدین، المواعظ و الإعتبار فی ذكر الخطط و الآثار، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۸ق.
  • نجاشی، ابوالعباس احمد بن علی، رجال النجاشی، تحقیق سیدموسی شبیری زنجانی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، بیروت، انتشارات دار الاضواء، بی‌تا.
  • نوری، حسین، مستدرک الوسائل، بیروت، مؤسسه آل البیت، ۱۴۰۸ق.
  • نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
  • نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • ولوی، علی‌محمد، تاریخ کلام و مذاهب اسلامی، تهران، نشر بعثت، ۱۳۹۴ش.