غالیان
- دا مقاله د غالیان په اړه ده. د غلو مفهوم په اړه د زده کړې لپاره، د غلو مدخل وګورئ.
غالیان یا غُلات هغه کسان چې امام علي(ع) او بچیانو ته یې د خدایۍ یا نبوت نسبت ورکوي او د هغوي په صفاتو کې افراط کوي. د فرقه پېژندنې کتابونه د غالي فرقو د شمېر په اړه اختلاف لري، په دې ډول چې د غالي فرقو تر ټولو کم شمېر نهه او تر ټولو زیات یې سل فرقې راپور کړی دی. ځینې مشهورې غالي فرقې چې د فرقه پېژندنې په کتاب کې یې شیعه ته نسبت ورکړل شوی دا دي: سبائیه (د عبدالله بن سبأ پېروان)، کیسانیه، بیانیه، خطابیه، بشیریه و مُفَوِّضه. د شیعه امامانو(ع) په خدایۍ یا نبوت عقیده او همداراز د دغه فرقو د موسسانو لپاره د امامت یا نبوت ادعا، د دغه فرقو مشترکې عقیدې ګڼل کیږي.
د غیبت صغری په زمانه کې هم د امامانو(ع) ځینو اصحابو، د امام مهدي(ع) د نیابت په ادعا سره، غلو لرونکې ادعاګانې وکړي او ځینې پېروان یې پېدا کړل. د مورخانو په نقل، د امام حسن عسکري له اصحابو څخه د احسن شریعي، محمد بن علی شَلمَغانی، احمد بن هلال عَبَرتایی او محمد بن نصیر نُمَیری په شان کسان له دغه ډلې وو.
د څېړاندو په باور، غالیان په ځان د شیعه امامانو د ذهنونو په مشغولولو، ځانته د ساده شیعیانو په جذبولو او د شیعیانو په لیکو کې د تفرقې په جوړولو سره د شیعه ځواک د ضایع کولو سبب شول او شیعه مذهب ته یې نه جبرانېدونکي تاوانونه ورسول.
معرفي او ځایګاه
غالیان د غالي جمع، هغه کسان دي چې امام علي(ع) او دهغه بچیانو (شیعه امامانو) ته د خدایۍ یا نبوت نسبت ورکوي او د هغوي په ستاینه کې په دنیا او اخرت کې د لوړاوي او فضیلت له لحاظه، له حد او اندازې تېر شوي او د افراط لاره یې خپله کړې ده.[۱]
په فرقه پېژندنې پورې په اړوند اثارو کې، د غالي فرقو د پېدایښت د تاریخچې او د هغوي د عقیدو په اړه بحث شوی دی.[۲] په ځینو شیعه سرچینو کې، د ځینو غالیانو نوم راغلی او شیعه امامانو پرې لعن کړی او غندلي یې دي.[۳] وایي چې د غالیانو ځینې عقیدې د معصومو امامانو(ع) په صفاتو او فضایلو پورې اړوند دي او ځینې نورې د هغوي په ذات پورې چې غالیان هغوي د خدایۍ تر حده رسوي. د همدې لپاره، په علم کلام کې، د غالیانو د عقیدو خبره شوې ده.[۴] رجال پېژاندو هم په علم رجال کې، ځینې راویانو ته د غلو نسبت ورکړی دی.[۵] د هغوي له نظره د یو راوي غالي والی د هغه د تضعیف او نه وثاقت نښه ده.[۶] په علم فقه کې هم په غالیانو پورې اړوند احکام بیان شوې دی.[۷]
غلو
اصلي مقاله: غلو
غلو په اصطلاح کې دې ته وایي چې یو دینداره کس، له هغه څه ورتېر چې دین ورته ټاکلي دي، څرګندونه وکړی.[۸] د غلو ځینې مصادیق په دې ډول بیان شوې دي: د یو پېغمبر یا امام خدای ګڼل، د نړۍ په چارو کې له خدای سره د هغوي شریک ګڼل، په دې عقیده چې یو کس د خدای بچی دی،[۹] د نبوت په چاره کې له پېغمبر(ص) سره د چا شریکول، د امام علي(ع) یا یو شیعه امام په نبوت عقیده او له مهدي موعود پرته د بل کوم کس په مهدویت عقیده.[۱۰] د شیعه فقیهانو په اجماع، امام علي یا هر یو معصوم امام په خدایۍ عقیده، له دې امله چې د خدای د انکار سبب کیږي، کفر دی او په دې عقیده لرونکي کافر ګڼل کیږي.[۱۱] د ځینو فقیهانو له نظره هم که د غالیانو عقاید د دین له ضروریاتو څخه د یو د انکار سبب شي، کافر ګڼل کیږی.[۱۲]
غالي فرقې
د فرقه پېژندنې کتابونه د غالي فرقو د شمېر په اړه د نظر اختلاف لري.[۱۳] د تاریخ څیړاندی نعمت الله صفري فروشاني په هغو ځینو کتابونو کې چې د فرقه شناسۍ په موضوع لیکل شوي په څېړنې سره، د غالي فرقو تر ټولو کم شمېر نهه فرقې او او ترټولو زیات سل فرقې راپور کړی دی.[۱۴] ځینې مشهورې شیعه غالی فرقې دا دي:
سبائیه (سبئیه)
همداراز وګورئ: عبد الله بن سبأ
سَبائیه، د عبدالله بن سبا پېروان وو.[۱۵] ځینو فرقه لیکونکو هغوي په شیعه پورې منتسب لومړي غالیان ګڼلې دي.[۱۶] په مقالات الاسلامیین کې د دریمې او څلورمې قمري پېړۍ د متکلم اشعري په وینا، هغوي په دې عقیده وو چې امام علي(ع) نه دی وفات شوی او له قیامته مخکې به دنیا ته راګرځي او ځمکه به په داسې حال کې چې له ظلم او زیاتي ډکه وي له عدله ډکوي.[۱۷] په رجال کشّي کې له امام صادق(ع) څخه په یو روایت کې نقل شوي چې عبدالله بن سبا چې د سبائیه فرقې موسس و د نبوت ادعا وکړه او امام علي(ع) یې خدای وګاڼه.[۱۸]
کیسانیه
اصلي مقاله: کیسانیه
د شیعیانو یوه ډله وه چې د محمد بن حنفیه په امامت یې عقیده لرله.[۱۹] شهرستاني په الملل و النحل کې ویلي چې له محمد بن حنفیه وروسته د هغه په پېروانو کې اختلاف پېدا شو.[۲۰] ځینې په دې عقیده وو چې محمد بن حنفیه نه دی وفات شوی او دوباره به راستنیږي او ځمکه به له عدل او انصافه ډکه وي.[۲۱] ځینې په دې باور وو چې هغه وفات شوی او امامت یې زوي ابو هاشم ته منتقل شوی دی.[۲۲] په «فرهنگ فِرَق اسلامی»، کې د تهران پوهنتون د استاد او مورخ د محمد جواد مشکور (وفات :۱۳۷۴ل) په وینا کیسانیه فرقه له محمد بن حنفیه وروسته په دولسو څانګو ووېشل شوه[۲۳] چې ټولو د محمد بن حنفیه په امامت عقیده لرله.[۲۴] د کیسانیه فرقې ځینې څانګې دا دي: هاشمیه،[۲۵] کَرُبیه،[۲۶] حَمْزیه،[۲۷] بیانیه،[۲۸] حَربیه.[۲۹]
خَطّابیه
اصلي مقاله: خطابیه
خطابیه د اَبوالْخَطّاب مُحمّد بن اَبي زینب له پېروانو ګڼل کیږي.[۳۰] د شهرستاني په وینا، ابوالخطاب، امامان اول پېغمبر او بیا خدایان ګڼل او د امام صادق(ع) او د هغه د پلار په خدایۍ قایل و او ویل یې چې امام صادق د خپلې زمانې خدای دی او هغه هغه کس نه دی چې خلک یې احساسوي او ترې روایت نقلوي او له دې امله چې له بره عالمه دې نړۍ ته راکوز شوی د انسان په شکل راغلی دی.[۳۱] په رجال کشي کې ځینې روایتونه نقل شوي چې امام صادق، ابوالخطاب دروغجن وګاڼه او د هغه تکذیب یې کړ او ترې یې بیزاري وښودله او پرې لعنت یې وکړ.[۳۲] خطابیه په خپله په ډېرو فرقو وویشل شوه چې ځینې یې دا دي: مُخَمَّسه،[۳۳] بَزیعیه،[۳۴] عُمَیریه،[۳۵] مُعَمَّریه.[۳۶]
مُغَیریه
اصلي مقاله: مغیریه
د مُغیرة بن سعید عِجلی پېروان ګڼل کیږي.[۳۷] په فِرقُ الشیعه کتاب کې د نوبختي په راپور، د مغیره بن سعید ځینو اصحابو هغه امام ګاڼه او په دې باور وو چې امام حسین(ع)، امام سجاد(ع) و امام باقر(ع) د هغه په اړه وصیت کړی او هغه یې خپل ځای ناستی غوره کړی دی.[۳۸] هغوي همداراز د امام صادق(ع) د امامت منکران وو او په دې عقیده وو چې له امام باقر وروسته د هغه له کورنۍ او د امام علي له بچیانوڅخه کوم امام نه راځي او د مهدي تر ظهوره مغیره بن سعید امام دی.[۳۹]
مغیریه همداراز په دې عقیده و چې په نفس زکیه مشهور محمد بن عبد الله بن حسن هماغه موعود مهدي دی او کله چې هغه ووژل شو ، وې ویل چې هغه نه دی مړ شوی او ژوندی دی او په مکې کې په یو غر کې چې ورته «علمیه»ویل کیږي اوسیږي چې د راڅرګندېدو وخت یې راورسیږي.[۴۰] په روایتونو کې نقل شوي چې امام صادق او امام رضا(ع) هغه ته له دې امله چې په امام باقر پورې یې دروغ تړل ښېرې کړي او لعنت کړی یې دی.[۴۱]
منصوریه
اصلي مقاله: منصوریه
منصوریه د ابومنصور عِجلي پیروان وو.[۴۲] د شهرستاني په راپور هغه په اوله کې ځان امام باقر(ع) ته نزدې کړ؛ خو وروسته له دې چې د باطلو عقیدو په وجه ترې امام باقر بیزاري وښودله او هغه یې وشړه، د امامت ادعا یې وکړه او خلک یې ځانته وبلل.[۴۳] د نوبختي په وینا، ابو منصور ادعا وکړه چې خدای هغه اسمان ته بوتلل او ورسره یې خبرې کړې، په خپل لاس یې نازولی او په سریاني ژبه یې هغه خپل زوی بللی دی.[۴۴] نوبختي همداراز ویلي چې ابو منصور د امام باقر له وفاته وروسته ادعا وکړه چې امام باقر هغه خپل جانشین ګرځولی دی.[۴۵] همداراز ویل شوي چې هغه د شیعیانو لومړي پینځه امامان پېغمبران ګڼل او په دې عقیده وه چې په خپله او د هغه د بچیانو شپږ نسله د قائم تر ظهوره پورې، پېغمبران وو.[۴۶] له رجال کشي په یو روایت کې امام صادق(ع) په ابو منصور لعنت کړی او هغه یې د شیطان استازی ګڼلی دی.[۴۷]
بَشیریه
اصلي مقاله: بشیریه
بشیریه د محمد بن بشیر کوفی پېروان وو.[۴۸] هغوي عقیده لرله چې امام موسی کاظم(ع) په بند کې نه و او نه دی وفات شوی؛ بلکې هماغه قائم مهدي دی چې غایب دی او د غیبت په زمانه کې یې محمد بن بشیر ( د دغه فرقې موسس) د خپل وصي او ځای ناستي په توګه ټاکلی او خپله ګوتمه او علم او هغه څه چې خلک ورته په دیني او دنیاوي چارو کې اړتیا لري هغه ته ورکړې دي.[۴۹] هغوي همداراز په دې عقیده وو چې له محمد بن بشیر وروسته د هغه زوی سمیع ، وصي او امام و او هر څوک چې سمیع بن محمد یې په باره کې وصیت وکړي هماغه واجب الاطاعه اما دی تر هغه زمانې پورې چې امام کاظم ظهور وکړي.[۵۰] له امام کاظم څخه په یو روایت کې نقل شوي چې هغه درې ځله په محمد بن بشیر لعنت کړی دی.[۵۱]
سرّیه
سرّیه د «سرّی اَقصم» په نوم د یو کس پېروانو ته ویل کیږي.[۵۲] هغوي باوري وو چې سري یو پېغمبر دی چې امام صادق(ع) رالېږلی او د حضرت موسی په شان پیاوړی او امین دی او هماغه روح په ده کې هم دی.[۵۳] هغوي همداراز په دې عقیده وو چې امام صادق هماغه اسلام دی او اسلام، سلام دی او هغه خدای دی او مونږ د اسلام بچیان یوو.[۵۴] د سري پېروانو خلک د هغه پېغمبرۍ ته بلل او د امام صادق لپاره یې لمونځ کاوه او حج او روژه یې هم د هغه لپاره کوله.[۵۵] امام صادق په یو روایت کې سرّي کذاب ګڼلی او لعن کړی یې دی.[۵۶]
د خپلو عقیدو په نوم مشهورې فرقې
په ملل او نحل کتاب کې، د غالي فرقو یو شمېر داسې معرفي شوي چې له خپلو اصلي عقیدو په استفادې سره پرې هماغه نوم کیښودل شوی دی.[۵۷] ځینې دغه فرقي دا دي:
- اِثنَینیه: د غالیانو یوه ډله وه چې پېغمبر(ص) او امام علي(ع) دواړه یې خدایان ګڼل.[۵۸] په دوي کې یوه ډله چې د پېغمبر خدایي یې مخکې ګڼله په «میمیه» او بله ډله چې د امام علي خدایي یې مخکې ګڼله په «عینیه» مشهور وو.[۵۹]
- اَزدَریه: یوه ډله چې د امام علي(ع) په خدایۍ یې عقیده لرله او په دې باور وو چې هغه علي چې د حسَنینو(ع) پلار و او په دې دنیا کې یې ژوند کاوه د « علي اذري» په نامه یو کس و او هغه علي چې امام دی له دې امله چې صانع دی، اولاد نه لري.[۶۰]
- مُفَوِّضه: د شیعیانو یوه ډله چې په تفویض قایل دي.[۶۱] تفویض په یوې معنا دا عقیده ده چې خدای، پېغمبر او امام علي وپنځول او بیا یې د دنیا چارې لکه پېدا کول، ژوند او مرګ، او د بندګانو رزق او روزي هغوي ته وسپارل.[۶۲]
- ذُبابیه و غَرامیه و ذِمامیه: د غالیانو ځینې ډلې ګڼل کیږي چې ټولو یوه ګډه عقیده لرله چې نبوت د امام علي حق دی. هغوي په دی باور وو چې جبراییل د امام علي او پېغمبر(ص) د زیات شباهت په وجه د وحي د نازولو په وخت تېروتنه وکړه او وحي یې په پېغمبر نازل کړه.[۶۳] سید محسن امین شیعه ته د دغه فرقو نسبت ورکول بې دلیله ګڼلي او ادعا یې کړې چې د شیعیانو په یو کتاب کې یې هم چې د فرقه شناسۍ په برخه کې لیکل شوي د دغه شان فرقو نومونه نه دي موندلي.[۶۴] هغه په دې باور دی چې د دغه فرقو نوم د شیعه فرقې د بد ښودلو او ورته بد ویلو په ارادې سره جعل شوی دی.[۶۵]
- شریکیه: یوه دله چې باوري وه لکه څنګه چې هارون په نبوت کې له حضرت موسی سره شریک و امام علي(ع) هم په نبوت کې له پېغمبر(ص) سره شریک و.[۶۶]
د غیبت صغری په زمانه کې د غایب امام د نیابت مدعیان
ویل کیږي چې د غیبت صغری په زمانه کې ځینو نوموتو شیعه کسانو د غلو لاره خپل کړه او د ځان او کله کله د امامانو په هکله یې لویې ادعاګانې وکړې او په دروغه د امام مهدي(ع) له خوا د خاص نیابت مدعیان شول.[۶۷] هغوي ځینې پېروان هم پېدا کړل او ځینو ډلې د هغوي د خبرو په اساس جوړې شوې.[۶۸] ځینې ډلې یې په دې ډول دي:
- شَریعیه: د امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع) د صحابي حسن شریعي پېروان[۶۹] هغه لومړی کس ګڼل شوی چې د امام حسن عسکري(ع) له وفاته وروسته او د غیبت صغری په موده کې یې په دروغه ادعا وکړه چې د امام مهدی(ع) نایب دی.[۷۰] له دې وروسته د امام مهدي(ع) له خوا د هغه په رد کې یو توقیع صادر شو[۷۱] او شیعیانو له هغه بیزاري وکړه او پرې یې لعنت ووایه.[۷۲]
- نُمَیریه: د محمد بن نصیر نُمَیری پیروان.[۷۳] شیخ طوسي په الغیبه کې ویلي چې هغه د امام حسن عسکري (ع) له اصحابو و چې د هغه له وفاته وروسته یې د امام مهدي(ع) له خوا د وکالت او نیابت ادعا وکړه.[۷۴] په المقالات والفرق کې د سعد بن عبدالله اشعري په راپور محمد بن نصیر د امام هادي(ع) په الوهیت قایل و او ځان یې نبي او د هغه استازی ګاڼه.[۷۵] همداراز ویل شوي چې هغه لواط او نور الهي محرمات جایز ګڼل.[۷۶]
- شَلْمَغانیه: د امام حسن عسکري(ع) د صحابي محمد بن علی شَلمَغانی، پېروان.[۷۷] ویل کیږي چې هغه په اوله کې د شیعه له فقیهانو و او د امام حسن عسکري(ع) له وفاته وروسته یې د حضرت مهدي(ع) د نیابت تمه لرله خو دا مقام حسین بن روح ته ورکړل شو. له همدې امله د حسن بن روح په خلاف یې توطئه وکړه او په هغه او نورو نوابو پورې یې جعلي خبرې وتړلې.[۷۸] په حلول او تناسخ عقیده د شلمغاني کار ګڼل شوی او ویل شوي چې هغه عقیده لرله چې د خدای روح په حضرت ادم کې حلول کړی او له هغه وروسته یې په نورو پېغمبرانو او وصیانو کې حلول کړی تر دې چې امام حسن عسکري ته راورسېد او له هغه وروسته یې زما په بدن کې حلول کړی دی.[۷۹] له امام مهدي(ع) په یو توقیع کې نقل شوي چې هغه په شلمغاني لعنت کړی او له هغه یې بېزاري ښکاره کړې او په ارتداد یې محکوم کړی دی.[۸۰]
- هِلالیه: د احمد بن هلال عبرتایي[۸۱] په نامه د امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع)[۸۲] د یو صحابي پېروان. په الغیبه کې د شیخ طوسي په راپور،احمد بن هلال د امام حسن عسکري(ع) له وفاته وروسته، د محمد بن عثمان د نیابت او وکالت انکار وکړ او څه موده پس، د امام مهدي(ع) له خوا په یو توقیع کې ورباندې لعنت وشو.[۸۳]
- بَلالیه: محمد بن علی بن بلال ته منسوبه یوه ډله.[۸۴] ویل شوي چې هغه په اوله کې د امام حسن عسکري(ع) له اصحابو[۸۵] او د وجوهاتو په اخستلو کې د امام عصر(ع) وکیل و؛[۸۶] خو وروسته له دې چې محمد بن عثمان د امام عصر له خوا په نیابت وټاکل شو، هغه مالونه یې چې د ده په نزد وو ترې وغوښتل او هغه د محمد بن عثمان د نیابت په انکار سره د مالونو له ستنولو ډډه وکړه او ځان یې نایب وباله.[۸۷]
پر شیعه د غالیانو اثرات
د څیړاندو په وینا شیعه عالمانو او امامانو(ع) له غالیانو سره په مقابله کې خپله ټوله هڅه د غلو د تفکر د ختمولو او له غالیانو سره د شیعیانو د ورګډېدو د مخنیوي او د هغوي د افکارو د غځېدو د مخنیوي لپاره کارولې ده؛ سره له دې غالیانو په شیعه ډېر ویجاړوونکي اثرات پرېښې دي.[۸۸] هغوي په شیعه امامانو پورې په دروغ تړلو او په امامانو پورې د ځان او د خپلو غلطو عقیدو په منسوبولو سره یې، د امامانو د څېرې پر خرابولو سربېره، له شیعه امامانو سره د خلکو د دښمنۍ او په اسلامي ټولنه کې د شیعیانو د ګوښه والي سبب کېدل.[۸۹] غالیانو همداراز د ځینو خرافاتي عقیدو په جعل او جوړولو او شیعه امامانو ته نزدې اصحابو ته د هغو په نسبت ورکولو سره، د اصحابو د تخریب او په نتیجه کې د شیعه امامانو د څېرې د خرابولو سبب کېدل.[۹۰]
غالیانو د شیعه پاڅونونو په خرابولو او بدنامولو کې هم اغېزشیندونکی رول لرلی دی.[۹۱] د تاریخ څېړاندي نعمت الله صفري فروشاني په وینا، غالیانو نېغ په نېغه په شیعه پاڅونو کې کوم خاص رول نه درلود: خو د شیعه دښمنانو د پاڅون د بدنامولو لپاره د پاڅون مشران غالیان ګڼل او د هغوي په نوم به یې یوه فرقه جوړوله.[۹۲] ځینې غالیان هم د پاڅون مشرانو د ځان په منسوبولو سره د هغوي د بدنامېدو او د پاڅون د منحرفېدو سبب کېدل. د بېلګې په توګه، د مغیریه فرقې د غالیانو یوې ډلې د محمد بن عبد الله بن حسن د پلویتوب په ادعا سره، خپل مخالفان ترورول په دې ډول چې عباسي خلیفه منصور دغه شان کارونه محمد بن عبدالله ته منسوبول.[۹۳] په کلي ډول غالیان او د هغوي غلو لرونکې عقیدې سبب شوې چې د شیعه دښمنان خلکو ته د دغه عقیدو په بیانولو او شیعه ته د هغه د نسبت په ورکولو سره، له شیعیانو یوه غلو لرونکې او منحرفه څېره خلکوته وړاندې کړي؛ په دې ډول چې ځینې وهابیان او ختیځ پېژاندي اوس هم د ځینو غالیانو غلو لرونکي عقاید چې شیعه عالمانو او امامانو هغه باطل کړې او د هغو له لرونکو یې بیزاري ښودلې ده، امامیه شیعه پورې تړي.[۹۴]
د صفري فروشاني له نظره، غالیان په ځان د شیعه امامانو د ذهنونو په مشغولولو، ځانته د ساده شیعیانو په جذبولو او د شیعیانو په لیکو کې د تفرقې په جوړولو سره د شیعه ځواک د ضایع کولو سبب شول او شیعه مذهب ته یې نه جبرانېدونکي تاوانونه ورسول.[۹۵]
فوټ نوټ
- ↑ شیخ مفید، تصحیح الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۱۳۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۰۳ و ۲۲۰.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۰۴.
- ↑ صفری فروشانی، «جریانشناسی غلو»، ص۱۱۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: نجاشی، رجال النجاشی، ۱۴۰۷ق، ص۱۵۶؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۰۹ق، ج۲۰، ص۱۴۹-۱۵۰.
- ↑ وګورئ: نجاشی، رجال النجاشی، ۱۴۰۷ق، ص۱۵۶؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۰۹ق، ج۲۰، ص۱۴۹-۱۵۰.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۸۰ و ج۳۰، ص۱۰۲.
- ↑ ابنعاشور، التحریر و التنویر، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۳۳۰.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۳۴۶؛ صدر، بحوث فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۳۰۶.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۳۴۶؛ مقریزی، المواعظ و الاعتبار، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۱۸۴.
- ↑ حکیم، مستمسک العروة الوثقی، ۱۳۹۱ق، ج۱، ص۳۸۶.
- ↑ شیخ انصاری، کتاب الطهارة، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۱۵۰؛ حکیم، مستمسک فی شرح العروة الوثقی، ۱۳۹۱ق، ج۱، ص۳۸۶.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (چاوشی در جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۶۱.
- ↑ وګورئ: صفری فروشانی، غالیان (چاوشی در جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۶۱-۶۲.
- ↑ اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۱۵؛ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۰۴.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۲۲؛ اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۲۰.
- ↑ اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۱۵.
- ↑ شیخ طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰۷.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۲۳.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۳۷.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۳۷.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۳۷.
- ↑ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۳۷۵.
- ↑ بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۹۷۷م، ص۲۷.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۳۰-۳۱؛ اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۲۰.
- ↑ خوارزمی، مفاتیح العلوم، دار المتاب العربی، ص۴۹؛ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۲۷.
- ↑ اشعری قمی، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۵۶.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۳۴؛ بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۹۷۷م، ص۲۸؛ مقریزی، المواعظ و الاعتبار، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۱۸۲.
- ↑ اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۲۸؛ اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۲۲.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۶۹؛ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۱۰.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۱۰.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۷۵.
- ↑ اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۵۶.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۰۷.
- ↑ اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۱۲.
- ↑ اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۱۱.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۶۳؛ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۰۷.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعة، انتشارات دار الاضواء، ص۶۳.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعة، انتشارات دار الاضواء، ص۶۳.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۶۲-۶۳؛ سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۷، ص۱۵.
- ↑ شیخ طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۲۳.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۰۹؛ اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۱۸۷.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۰۹.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعة، انتشارات دار الاضواء، ص۳۸.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعة، انتشارات دار الاضواء، ص۳۸.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعة، انتشارات دار الاضواء، ص۳۸.
- ↑ شیخ طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۰.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۸۳؛ اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۱۹۱.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۸۳؛ اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۱۹۱.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۸۳؛ شیخ طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۷۸.
- ↑ شیخ طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۸۲-۴۸۳.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۴۳؛ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۲۲۸.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۴۳-۴۴؛ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۲۲۸-۲۲۹.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۴۳-۴۴؛ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۲۲۸-۲۲۹.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، انتشارات دار الاضواء، ص۴۳-۴۴؛ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۲۲۸-۲۲۹.
- ↑ شیخ طوسی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۲۷.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۴۲.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۴۳.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۴۳.
- ↑ ابوالمعالی، بیان الادیان، ۱۳۷۶ش، ص۵۲.
- ↑ بشبیشی، الفرق الاسلامیة، ص۲۹.
- ↑ شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۱۰۰-۱۰۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طعیمة، الغلو و الفرق الغالیه بین الاسلامیین، ۲۰۰۹م، ص۲۴۱؛ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۴۵-۱۴۸.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، دار التعارف للمطبوعات، ج۱، ص۲۳.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، دار التعارف للمطبوعات، ج۱، ص۲۳.
- ↑ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۲۵۵.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۱-۱۳۲.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۲.
- ↑ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۲۵۵.
- ↑ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۲۵۵؛ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۱-۱۳۲.
- ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۷۴-۴۷۵.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۳.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۳.
- ↑ شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۳۹۸.
- ↑ اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۱۰۰.
- ↑ اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۱ش، ص۱۰۰.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۶.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۶.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۶.
- ↑ شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۴۱۰-۴۱۱.
- ↑ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۵ش، ص۴۶۷.
- ↑ شیخ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۴۱۰ و ۴۲۸.
- ↑ شیخ طوسی، کتاب الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۳۹۹.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۸.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۰۹ق، ج۱۷، ص۳۳۵.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۸.
- ↑ شیخ طوسی، کتاب الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۴۰۰.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۳۰۹.
- ↑ رضازاده عسگری، «نقش غلات در تخریب چهره شیعه»، ص۱۶۹.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۳۱۳-۳۱۵.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۳۱۵.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۳۱۵.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۳۱۵-۳۱۶.
- ↑ وګورئ: قمیصی، الصراع بین الاسلام و الوثنیة، ۱۴۰۲ق، ج۱، مقدمه، ص «ح»؛ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۳۲۳-۳۲۵.
- ↑ صفری فروشانی، غالیان (جریانها و برآیندها)، ۱۳۷۸ش، ص۳۲۵-۳۲۶.
سرچينې
- ابوالمعالی، محمد بن عبیدالله، بیان الادیان، تهران، انتشارات روزنه، ۱۳۷۶ش.
- ابنعاشور، محمدطاهر، تفسیر التحریر و التنویر، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۲۰ق.
- اشعری قمی، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تحقیق محمدجواد مشکور، تهران، شرکت انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۰ش.
- اشعری، ابوالحسن، مقالات الاسلامیین و اختلاف المصلین، آلمان، فرانتس شتاینر، ۱۴۰۰ق.
- امین، سیدمحسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، بیتا.
- بشبیشی، محمود، الفرق الاسلامیة، قاهره، مکتبة الثقافة الدینیة، ۱۴۲۳ق.
- بغدادی، عبدالقادر بن طاهر، الفرق بین الفرق، مصر، مکتبة و مطبعة محمدعلی صبیح و اولاده، ۱۹۷۷م.
- حکیم، سیدمحسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، دار التفسیر، ۱۳۹۱ق.
- خوارزمی، محمد بن احمد، مفاتیح العلوم، بیروت، دار المتاب العربی، بیتا.
- خویی، سیدابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، دفتر آیتالله العظمی الخوئی، ۱۴۰۹ق.
- رضازاده عسگری، زهرا، «نقش غلات در تخریب چهره شیعه»، تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، شماره ۱، زمستان ۱۳۸۹ش.
- سبحانی، جعفر، بحوث فی الملل و النحل، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بیتا.
- شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، قم، الشریف الرضی، چاپ سوم، ۱۳۶۴ش.
- شیخ انصاری، مرتضی، کتاب الطهارة، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ اعظم انصاری، ۱۴۱۵ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۴ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، اختیار معرفة الرجال، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، کتاب الغیبة، تصحیح عبادالله تهرانی و علیاحمد ناصح، قم، دار المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۱ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، تصحیح الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
- صدر، سید محمدباقر، بحوث فی شرح العروة الوثقی، قم، مجمع الشهید آیتالله الصدر العلمی، ۱۴۰۸ق.
- صفری فروشانی، نعمتالله، «جریانشناسی غلو»، علوم حدیث، شماره ۱، پاییز ۱۳۷۵ش.
- صفری فروشانی، نعمتالله، غالیان (کاوشی در جریانها و برآیندها)، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۸ش.
- طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی أهل اللجاج، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
- طعیمة، صابر عبدالرحمن، الغلو و الفرق الغالیة بین الاسلامیین، قاهره، مکتبة مدبولی، ۲۰۰۹م.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- قمیصی، عبدالله، الصراع بین الاسلام و الوثنیة، قاهره، بینا، چاپ دوم، ۱۴۰۲ق.
- مشکور، محمدجواد، تاریخ شیعه و فرقه های اسلامی تا قرن چهارم هجری، تهران، انتشارات شرقی، ۱۳۷۹ش.
- مقریزی، تقی الدین، المواعظ و الإعتبار فی ذكر الخطط و الآثار، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۸ق.
- نجاشی، ابوالعباس احمد بن علی، رجال النجاشی، تحقیق سیدموسی شبیری زنجانی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۰۷ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
- نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، بیروت، انتشارات دار الاضواء، بیتا.