قاسم د پیغمبر(ص) زوی

د wikishia لخوا
د معلاة په هدیره کې د خدیجې او د هغې د زوی قاسم حرم

قاسم د پیغمبر(ص) زوی او خدیجې بي بي لومړی زوی دی چې له بعثته مخکې په مکې کې پېدا شو او په وړوکوالي کې له دنیا لاړ.[۱] په ځینو راپورونو کې د وفات په وخت د هغه عمر دوه کال بلل شوی دی.[۲] د پېغمبر(ص) کنیت ابوالقاسم د هغه له نوم اخستل شوی دی.[۳]

د ځینو راپورونو په اساس د قاسم له مرګه وروسته عاص بن وائل، پېغمبر(ص) ته «ابتر» (هغه څوک چې نسل یې غوڅ شوی او میرات وي) وباله او له دې وروسته کوثر سوره نازل شوه.[۴] دا کیسه د پېغمبر(ص) د بل زوي عبدالله د مرګ په اړه هم راپور شوې ده.[۵] قاسم په مکه کې خاورو ته وسپارل شو.[۶]

فوټ نوټ

  1. ابن‌اسحاق، سيرة ابن إسحاق، ۱۴۱۰ق‏، ص۲۴۵؛ ابن هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ج‏۱، ص۱۹۰.
  2. ديار بكری، تاريخ الخميس، ج۱، ص۲۷۳.
  3. ابن‌هشام، سیرة النبویه، دارالمعرفة، ج۱، ص۱۹۰.
  4. ابن‌اسحاق، سيرة ابن اسحاق، ص۲۴۵؛ ابن‌کثیر، البداية و النهاية، دارالفکر، ج‏۳، ص۱۰۴.
  5. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۳۸-۱۳۹.
  6. مالکی مکی، تحصیل المرام فی اخبار البیت الحرام، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۶۵۰.

سرچينې

  • ابن‌اسحاق، محمد بن اسحاق، سیرة ابن إسحاق ( کتاب السیر و المغازی)، قم، دفتر مطالعات تاریخ و معارف اسلامی‏، ۱۴۱۰ق‏.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت‏، دارالفکر، بی‌تا.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویة‏، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق.
  • دیار بکری‏، حسین بن محمد، تاریخ الخمیس فی أحوال أنفس النفیس‏، بیروت، دار الصادر، بی‌تا.
  • مالکی مکی، محمد بن احمد، تحصیل المرام فی اخبار البیت الحرام و المشاعر العظام و مکة و الحرم و ولاتها الفخام، تحقیق عبدالملک بن دهیش، مکه، مکتبة الاسدی، ۱۴۲۴ق.