د اسلام پیغمبر(ص) د کنیتونو او لقبونو لړلیک
- دا مقاله د اسلام پیغمبر(ص) د کنیتونو او لقبونو لړلیک په باره کې ده. د اسلام له پېغمبر سره د لا بلدتیا لپاره د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله مدخل وګورئ.
د اسلام پېغمبر(ص) د کنیتونو او لقبونو لړلیک د هغو لقبونو او کنیتونو ټولګه ده چې په قرآن، او د شیعه او اهل سنتو په سرچینو او روایتونو کې د اسلام پېغمبر ته د اشارې لپاره کارول شوې دي. احمد، محمد، محمود او مصطفی د پېغمبر اکرم(ص) نومونه)[۳] او ابوالقاسم یې مشهور کنیت دی.
علامه مجلسي په بحارالانوار کتاب کې د مناقب ابن شهر آشوب په حواله د پېغمبر(ص) څلور سوه نومونه او لقبونه چې په قرآن کې ذکر شوې راوړې دي.[۴]
کنیتونه
د هغه څه په اساس چې په شیعه او سني کتابونو کې راغلي د پېغمبر(ص) کنیتونه په دې ډول دي:
کنیه | معنا |
---|---|
ابوالقاسم[۵] | د قاسم پلار. پېغمبر د خپل لومړي زوي قاسم له پېدا کېدو وروسته په دغه کنیت مشهور شو. همداراز ویل شوي چې اَبُوالقاسم له دې امله دی چې پېغمبر (ص) د جنت وېشونکی دی .[۶] او همداراز پېغمبر د ټولو پلار دی نو د امام علي (ع) پلار هم ګڼل کیږي (چې هغه په خپله د جنت دوزخ وېشونکی دی. (قسیم الجنة والنار))،نو د قاسم پلار (ابوالقاسم) دی.[۷] |
اَبُو اِبراهیم[۸] | د ابراهیم پلار |
اَبُو الْاَرامِل[۹] | د کونډو پلار. پېغمبر په تورات کې په دغه کنیت یاد شوی دی.[۱۰] دا لقب د یو مهربان پلار په شان له کونډو د پېغمبر ملاتړ ته اشاره لري.[۱۱] |
اَبُو الْاُمَّة[۱۲] | د امت پلار |
اَبُو الدُّرَّتَیْن[۱۳] | د دوو ملغلرو پلار. له دوو ملغلرو مطلب حسن او حسین(ع) ګڼل شوې دي.[۱۴] |
اَبُو الرَّیْحانَتَیْن[۱۵] | د دوو ریحانو (خوشبویانو) پلار. له دوو ریحانو مطلب حسنین(ع) دی [۱۶] رېحانه هر خوشبویه بوټي ته وایي. |
اَبُو السِّبْطَیْن[۱۷] | د دوو سبطېنو پلار. د حدیث په اساس[۱۸] له سبطېنو مطلب حسنین (ع) دی. سبط د طائفې او امت په معنا ګڼل شوی دی. احتمال ورکړل شوی چې له دې مطلب دا دی چې د پېغمبر نسل به له حسنینو خپریږي.[۱۹] |
اَبُو الطّاهر[۲۰] | د طاهر پلار، له طاهره مطلب د پېغمبر زوی عبدالله اخستل شوی چې ویل شوي په طیب او طاهر ملقب و.[۲۱] |
اَبُو الْمَساکین[۲۲] | د مسکینانو پلار |
اَبُو النّورِ وَ الْاِشْراق[۲۳] | د رڼا او ځلا پلار، له نور او اشراقه مطلب د هغه حضرت لور فاطمه(س)، علم یا ایمان اخستل شوی دی.[۲۴] |
لقبونه
د هغه څه مطابق چې په شیعه سني کتابونو کې راغلي، د پېغمبر(ص) ځنې لقبونه او صفتونه د قرآن او سنت په اساس په دې ډول دي:
لقب | معنا |
---|---|
آخِرٌ فِی الْبِعْثَة[۲۵] | اخري پېغمبر چې مبعوث شو. |
الآمِر[۲۶] | څوک چې د الهي اوامرو په اساس حکم کوي[۲۷] |
أَفْصَحُ الْعَرَب[۲۸] | د عرب ژبو تر ټولو فصیح |
اِبْنُ بَطْحَا وَ مَکَّة[۲۹] | د بطحا او مکې بچی |
ابْنُ الذَّبِیحَیْن[۳۰] | د خدای لپاره د دوو قرباني شویو بچی (د خدای په لاره کې قربانۍ ته تیار) (اسماعیل او عبدالله) |
ابْنُ الْعَوَاتِک[۳۱] | د عاتکو بچی (د پېغمبر په نیاګانو کې درې ښځې عاتکه نومېدې چې له سُلَیم قبیلې وې. د یو روایت مطابق پېغمبر په یو جنګ کې د تورې وهلو په وخت[۳۲] ځان په دغه نوم وباله. د دې سبب یې د سلیم قبیلې مېړانه بللې ده.)[۳۳] |
ابْنُ الْفَوَاطِم[۳۴] | د فاطمو بچی. د یعقوبي تاریخ مطابق، له څلورو فاطمو مطلب د پېغمبر نیاګانې دي.[۳۵] |
اُذُنُ خَیْر[۳۶] | تر ټولو ښه اورېدونکی. اُذُن آیت ته اشاره. |
اَلرَّؤوف[۳۷] | رئوف او مهربان |
اَلرَّسُول[۳۸] | د خدای استازی |
اَلرَّسُولُ الْمُسَدَّد[۳۹] | د خدای تایید شوی استازی |
اَلْمُدَّثِّر[۴۰] | له ځانه د خوب جامه تاو کړی او په بسترې کې ارام کوونکی. د مدثر سورې لومړي آیت ته اشاره. |
اَلْمُزَّمِّل[۴۱] | له ځانه جامې تاو کړی. د مزمل سوره لومړي آیت ته اشاره |
اَلإِمَام[۴۲] | د خلکو امام او لارښود |
اِمَامُ الْمُتَّقِین[۴۳] | د متقیانو امام |
اُمِّیّ[۴۴] | نالوستی |
اَمین[۴۵] | امین او امانتدار |
اَلْأَمِینُ الْمُنْتَخَب[۴۶] | غوره امانتدار |
اَلْاَوُلیٰ[۴۷] | پر مومنانو تر ځانه زیات حق لرونکی.[۴۸] |
اَلْبَشَر[۴۹] | د بشر معنا ده انسان. د دې لقب سبب دا دی چې پېغمبر(ص) تر ټولو ښه بشر دی.[۵۰] |
بُشْرَی عِیسَی[۵۱] | هغه چې عیسی(ع) یې د راتلو زېری ورکړی |
اَلْبَشِیر[۵۲] | زېری ورکوونکی |
اَلتَّقِیّ[۵۳] | متقي او ځان ساتونکی |
ثَانِی اثْنَیْن[۵۴] | دا لقب له لا تَحْزَنْ ایته اخستل شوی او له دوو کسانو چې د هجرت په واقعه کې په غار ثور کې پټ شوې وو، د دوهم په معنا دی.(له دوو کسانو دوهم).[۵۵] |
اَلْحاشِر[۵۶] | هغه څوک چې خلک په هغه پسې راغونډېږي[۵۷] |
اَلْحامِد[۵۸] | هغه څوک چې خدای یې ستایي. |
حَامِلُ الْهِراوَة[۵۹] | د امسا (عصا) وړونکی، له پېغمبر(ص) د یو روایت په اساس له امسا استفاده د پېغمبرانو سنت دی.[۶۰] |
حَبِیبُ اللَّه[۶۱] | د خدای دوست او حبیب |
اَلْحَبِیبُ الْمُنْتَجَب[۶۲] | غوره دوست |
اَلْحَکِیم[۶۳] | حکیم |
حَقٌّ مُبین[۶۴] | ښکاره کوونکی حقّ |
حِرْزُ الاُمِّیَّین[۶۵] | د نالوستو پناه. ویل شوي چې په تورات کې دهغه دغه نوم راغلی دی.[۶۶] |
اَلْحَنیف[۶۷] | له باطله مخ اړولی او په اسلام کې ثابت قدمه |
اَلْخاتَم[۶۸] | ختم کوونکی؛ اخري پېغمبر |
خَاتَمُ الْأَنْبِیَاء[۶۹] | آخري پېغمبر |
خَاتَمُ النُّبُوَّة[۷۰] | د نبوت ختموونکی |
خَاتَمُ النَّبِیِّین[۷۱] | د پېغمبرانو اخري |
خَلْقُ اللَّه[۷۲] | د خدای لخوا جوړ شوی |
خَلِیفَةُ اللَّهِ فِی الْأَرْض[۷۳] | په ځمکه کې د خدای خلیفه او ځای ناستی |
خَلیلُ الله[۷۴] | د خدای دوست[۷۵] |
خَیْرُ الْبَرِیَّة[۷۶] | د خدای تر ټولو لوړ مخلوق |
خَیْرُ الْبَشَر[۷۷] | برترین انسان |
خِیَرَةُ اللَّه[۷۸] | د خدای غوریز |
الدَّاعِی[۷۹] | د خدای لور ته د خلکو بلونکی |
دافِعُ جَیْشاتِ الاَباطیل[۸۰] | د باطل د شور ماشور او خروش دفع کوونکی.[۸۱] |
دَعْوَةٌ إِبْرَاهِیمَ[۸۲] | د ابراهیم قبوله شوې دعا. د ابتلای ابراهیم په ایت کې د ابراهیم علیه السلام دعا ته اشاره. |
اَلذِّکْر[۸۳] | د خدای یاد؛ هغه کس چې انسان ته خدای وریادوي. |
اَلرَّافِع[۸۴] | لوړتیا ورکوونکی؛ پرمختګ پنځوونکی |
رَاکِبُ الْجَمَل[۸۵] | هغه کس چې په اوښ سپریږي.(په تورات کې له موسی وروسته دوه پېغمبران په «هغه کس چې په خر سپریږي» او « هغه کس چې په اوښ سپریږي» معرفي شوی دي، چې له لومړي مطلب عیسی او له دوهم حضرت محمد دی. ویل شوي چې په دې صفت سره د اخري پېغمبر د راتلو سیمه (حجاز) یهودیانو ته معرفي شوې؛ ځکه چې د هغه ځای خلکو به معمولا د تګ راتګ لپاره له اوښه استفاده کوله.[۸۶] |
الرَّحْمَة[۸۷] | رحمت او مهرباني. |
رَحْمَةُ الْعالَمِین[۸۸] | د نړیوالو لپاره رحمت او مهرباني |
رَحْمَةٌ لِلْعالَمین[۸۹] | د نړیوالو لپاره مهرباني |
اَلرَّحِیم[۹۰] | مهربان |
رَسولُ رَبِّ الْعالَمین[۹۱] | د نړیوالو د پالونکي استازی |
رَسولُ الرَّحْمَة[۹۲] | د مهربانۍ استازی. ویل وي چې په دغه لقب د هغه حضرت(ص) د ملقب کېدو سبب دا دی چې د پېغمبر پېغام او رسالت په حقیقت کې رحمت او مهرباني ده.[۹۳] |
رَسُولُ الْحَمَّادِین[۹۴] | د خدای استازی چې امت یې ډېر حمد کوونکی دی او همېشه د خدای ثنا صفت بیانوي. |
رَسولُ الله[۹۵] | د خدای استازی |
روحُ الْحَق[۹۶] | ویل شوي چې په انجیل کې د پېغمبر د نوم «الغار قلیطا» عربي معنا ده . د حق او باطل له یوه بله جدا کوونکي معنا هم ورپاره ذکر شوې ده.[۹۷] |
زَیْنُ الْقِیَامَةِ وَ نُورُهَا وَ تَاجُهَا[۹۸] | د قیامت زینت، نور او تاج یې. |
اَلسّائِح[۹۹] | روژه لرونکی[۱۰۰] |
اَلسّابِق[۱۰۱] | د هغه چا په معنا دی چې له ټولو مخکې ځي او نور په هغه پسې او تابع یې وي.[۱۰۲] همداراز د قیامت سورې په لسم ایت کې «اَلسّابِقون» ته اشاره هم ګڼل شوې ده.[۱۰۳] |
اَلسِّرَاج[۱۰۴] | څراغ، د هدایت څراغ |
سِراجٌ مُنیر[۱۰۵] | رڼا خپروونکی څراغ |
سَیِّدُ الْمُرْسَلِین[۱۰۶] | د خدای د ټولو رسولانو سردار او آقا |
اَلسَّیِّد[۱۰۷] | بادار او سرور |
سَیِّدُ وُلْدِ آدَم[۱۰۸] | د آدم د ټولو بچیانو اقا او مشر |
اَلشّافِع[۱۰۹] | شفاعت کوونکی |
اَلشّاهِد[۱۱۰] | گواه، د قیامت د ورځې ګواهي ورکوونکی |
اَلشَّفیع[۱۱۱] | شفاعت کوونکی |
شَفیعُ المُذْنِبین[۱۱۲] | د ګناهکارو شفاعت کوونکی |
شَفِیعُ مَنْ فِی الدَّارَیْن[۱۱۳] | د دنیا او اخرت د ټولو مخلوقاتو شفاعت کوونکی |
اَلشَّمْس[۱۱۴] | لمر |
شَمْسٌ بَیْنَ الْقَمَرَیْن[۱۱۵] | د دوو سپوږمیو تر مینځ لمر |
اَلشَّهِید[۱۱۶] | ګواه او شاهد |
اَلصَّاحِب[۱۱۷] | ملګر او همنشین |
صاحِبُ الْجَبِینِ الْأَزْهَر[۱۱۸] | تر ټولو د ځلانده تندي لرونکی |
صاحِبُ التَّاجِ وَ الْمِغْفَر[۱۱۹] | د تاج او کلاه خود لرونکی، مېړنی او باتور، له دښمنانو سره د جګره په ډګر کې سډی |
صاحِبُ الْحَسَبِ الْأَطْهَر[۱۲۰] | د ډېر پاک اصل ، ګوهر او حَسَب او نَسَب لرونکی |
صاحِبُ الْخَدِّ الْأَقْمَر[۱۲۱] | ځلانده اننګي لرونکی |
صاحِبُ الْخُطْبَةِ وَ الْمِنْبَر[۱۲۲] | د خطبې او منبر خاوند. وینا وال |
صاحِبُ الدِّینِ الْأَظْهَر[۱۲۳] | د اوچت او ښکاره دین لرونکی ، هغه څوک چې له خدایه یې ډېر ښکاره او لوړ دین خلکو ته راوړی دی. |
صاحِبُ اللِّوَاءِ یَوْمَ الْقِیَامَة[۱۲۴] | د قیامت د ورځې بېرغوال |
صاحِبُ الْمَلْحَمَة[۱۲۵] | حماسه پنځو ونکې |
صاحِبُ النَّسَبِ الْأَشْهَر[۱۲۶] | د ډېر مشهور نسب لرونکی؛ اصیل؛ هغه څوک چې تر هغه زیات د هیچا نسب سوچه او اصیل نه دی. |
صاحِبُ الْوَجْهِ الْأَنْوَر[۱۲۷] | د لا نوراني څېرې لرونکی |
صاحِبُ الوَقارِ وَ السَّکینه[۱۲۸] | آرام او باوقار |
صاحِبُ المَقامِ الْمَحمود[۱۲۹] | د غوره مقام خاوند؛ هغه کس چې د خدای په نزد مقام محمود لري. |
اَلصّادق[۱۳۰] | صادق او رښتینی |
اَلصِّدْق[۱۳۱] | رښتینی، د رښتیا ویلو مجسمه |
اَلصِّراطُ الْمُسْتَقیم[۱۳۲] | نېغه لاره، سمه لاره |
صَفِیُّ اللَّه[۱۳۳] | د خدای غوریز |
الصَّفِیُّ الْمُقََرَّب[۱۳۴] | داسې غوریز چې د خدای د در مقرب دی. |
اَلضَّحوک[۱۳۵] | دېر خندان |
اَلطّاهر[۱۳۶] | پاک |
طٰهٰ[۱۳۷] | د قرآن یو مقطعه حرف، چې د روایت په اساس د پېِغمبر(ص) یو نوم او د «یا طالِبُ الْحَقِّ الْهادی اِلَیْه؛ ترجمه: ای د حق طلب کوونکي او پر لور یې هدایتوونکیه» په معنا دی.[۱۳۸] |
اَلطَّیِّب[۱۳۹] | پاک او پاکیزه |
اَلظّاهر[۱۴۰] | ښکاره |
اَلْعابد[۱۴۱] | عبادت کوونکی |
اَلْعاقب[۱۴۲] | هغه کس چې ورپسې کوم پېغمبر نیشته[۱۴۳] |
اَلْعَامِل[۱۴۴] | د عمل خاوند، زیارکښ او فعال |
اَلْعَبْد[۱۴۵] | بنده |
عَبْدُ اللَّه[۱۴۶] | د خدای بنده |
اَلْعَبْدُ الْمُؤَیَّد[۱۴۷] | تایید شوی بنده، هغه بنده چې خدای تایید کړی او منلی دی. |
اَلْعُرْوَةْ الْوُثْقیٰ[۱۴۸] | ډېر مضبوط لاسوند او ډیره پیاوړی رسی |
اَلْعَطوف[۱۴۹] | مهربان و ښندونکی |
اَلْعَلِیّ[۱۵۰] | لوړ، د لوړې مرتبې خاوند |
اَلْغَوْث[۱۵۱] | فریاداوریدونکی |
اَلْغَیْث[۱۵۲] | باران؛ باران لقب یې ځکه دی چې سخي او ښندونکی دی.[۱۵۳] |
فاروق[۱۵۴] | د حق او باطل جدا کوونکی |
اَلْفَتّاح[۱۵۵] | ډېر فتح کوونکی او بریالی |
اَلْفاتح[۱۵۶] | پرانستونکی؛ کامیابي پېدا کوونکی. |
قائِدُ الْغُرِّ الْمُحَجَّلِین[۱۵۷] | د بی ساری انسانان لارښود |
قابِلُ الْهَدِیَّة[۱۵۸] | ډالی منونکی |
قاسِم[۱۵۹] | تقسیموونکی |
اَلْقتّال[۱۶۰] | هغه کس چې تیري ګر دښمنان تباه کوي. |
اَلْقُثَم[۱۶۱] | ورپاره دوه معنې «جامع او کامل» او «ډېر ښندونکی» ذکر شوې دي.[۱۶۲] |
قَدَمُ صِدْق[۱۶۳] | خوشنام؛ د نېکې مخینې لرونکی، خوشنامه انسان |
اَلْقَمَر[۱۶۴] | میاشته، سپوږمې |
اَلْقَسْم[۱۶۵] | هغه کس چې په خلکو کې ډالۍ او داسې نور شیان ویشي. [۱۶۶] |
اَلْکافی[۱۶۷] | داسې کس چې د وګړي لپاره کافي دی او هغه له نورو بې نیازه کوي. |
اَلْکَرِیم[۱۶۸] | شریف او کریم |
اَلْماحی[۱۶۹] | هغه کس چې خدای یې په وسیله کفر ختم کړ[۱۷۰] |
مَأْمُون[۱۷۱] | صالح او نېک چاری او د باور وړ؛ هغه کس چې خلک ځان د هغه له ځور او ازاره خوندي ګڼي. |
اَلْمُؤْمِن[۱۷۲] | مؤمن؛ هغه کس چې په رښتیا په خدای ایمان لري. |
اَلْمُبَارَک[۱۷۳] | مبارک؛ بابرکته؛ له خیر او برکته ډک |
مُبارَکُ الْاَمر[۱۷۴] | هغه څوک چې د ښو او مبارکو کارونو امر کوي.[۱۷۵] |
اَلْمُبَشِّر[۱۷۶] | زېری ویرکوونکی |
اَلْمُبَیِّن[۱۷۷] | روښانوونکی او بیانوونکی |
اَلْمُتَبَسّم[۱۷۸] | هغه کس چې مسکا کوي او مخ یې خندان دی او تندی یې تریو نه دی. |
اَلْمُتَوَکِّل[۱۷۹] | په خدای توکل کوونکی |
اَلْمُجْتَبیٰ[۱۸۰] | غوره او انتخاب شوی |
اَلْمُجِیر[۱۸۱] | پناهويرکوونکی |
اَلْمُحَرِّم[۱۸۲] | د هغه څه حراموونکی چې خدای حرام کړې دي. |
مُحَرِّمُ الْمَیْتَة[۱۸۳] | د مردارو او پلیتیو حراموونکی |
مُحَرِّمُ الْخَبَائِث[۱۸۴] | د خبیثو څیزونو او ناپاکیو حراموونکی |
اَلْمُحَلِّل[۱۸۵] | حلالوونکی |
مُحَلِّلُ الطَّیِّبَات[۱۸۶] | د پاکو او پاکیزه شیانو حلالوونکی |
مُحْیِ السُّنَّة[۱۸۷] | د سنتو ژوندی کوونکی او احیا ګر. |
اَلْمُخْتار[۱۸۸] | غوره شوی؛ هغه کس چې خدای غوره کړی دی. |
اَلْمُذَکِّر[۱۸۹] | په یاد راوړونکی؛ هغه کس چې انسان ته خدای او اخرت وریادوي. |
اَلْمُرْسَلُ[۱۹۰] | استول شوی، د خدای استازی |
اَلْمُزَکّی[۱۹۱] | هغه کس چې امت یې له شرک او بت پرستۍ پاک کړ[۱۹۲] |
اَلْمُشَفَّع[۱۹۳] | شفاعت منل شوی؛ هغه کس چې خدای یې شفاعت مني. |
اَلْمُصَدِّق[۱۹۴] | تصدیقوونکی؛ هغه پېغمبر چې تېر اسماني پېغمبران یې تصدیق کړل. |
اَلْمُصْلِح[۱۹۵] | اصلاح کوونکی |
اَلْمُطاع[۱۹۶] | اطاعت شوی؛ هغه څوک چې خلک یې امر مني. |
اَلْمُعَلِّم[۱۹۷] | دانسانانو استاذ |
اَلْمُعَلَّی[۱۹۸] | هغه څوک چې تر نورو لوړ دی.[۱۹۹] |
مِفْتَاحُ الْجَنَّة[۲۰۰] | د جنت کنجې |
اَلمُقْتَرِب[۲۰۱] | خدای ته نزدې شوی(دغه حدیث ته اشاره «ثُمَّ دنا فَتَدَلّی، فکانَ قابَ قَوْسَیْنِ اَو اَدْنی، دنواً وَ اقْتِراباً مِنَ الْعَلیِّ الْاَعْلی؛نو پېِمغمبر(ص) [د معراج په شپه] نزدې او لا نزدې شو، نو د لوړ رتبه خدای مقام ته د دوو لیندو یا تر دې زیات ورنزدې شو)[۲۰۲] |
اَلْمُقَفِّی[۲۰۳] | اخري پېغمبر؛ هغه پېغمبر چې تر ټولو پېغمبرانو وروسته راغلی دی او ورپسې به کوم پېغمبر نه راځي. |
اَلْمَکین[۲۰۴] | هغه څوک چې د خدای په نزد لوړ مقام لري.[۲۰۵] |
اَلْمُنْذِر[۲۰۶] | وېروونکی؛ هغه کس چې خبرداری ورکوي او خلک د اخرت له عذابه وېروي. |
اَلْمَنْصُور[۲۰۷] | بریالی، چې مرسته ورسره شوې وي. |
اَلْمُنِیر[۲۰۸] | روښانوونکی |
اَلْمُوَجَّه[۲۰۹] | د منزلت څښتن |
اَلْموقِف[۲۱۰] | د روایت له مخې، د هغه چا په معنا دی چې د قیامت په ورځ به خلک د خدای په نزد تم کړي او وبه یې دروي.[۲۱۱] |
اَلْمُهَاجِر[۲۱۲] | د خدای په لور هجرت کوونکی |
اَلْمُهْداة[۲۱۳] | هدیه شوی[۲۱۴] |
اَلْمُهَیْمِن[۲۱۵] | غالب او قدرت لرونکی |
اَلنّاشِر[۲۱۶] | د اسلام خپروونکی[۲۱۷] |
اَلنّاصِح[۲۱۸] | نیک چاری او سم چاری |
اَلنَّاهِی[۲۱۹] | منع کوونکی، تموونکی |
اَلنَّبی[۲۲۰] | پیغمبر |
اَلنَّبِیُّ الْأُمِّیّ[۲۲۱] | نالوستی پیغمبر |
نَبِیُّ التَّوْبَة[۲۲۲] | د توبې او خدای ته د ستنېدو پېغمبر |
نَبِیُّ الرَّحْمَة[۲۲۳] | د مهربانۍ او رحمت پېغام راوړونکی |
نَبِیُّ الْمَلْحَمَة[۲۲۴] | حماسه پنځوونکی پېغام راوړونکی یا د صلاح او دوستۍ پېغمبر |
النَّبِیُّ الْمُهَذَّب[۲۲۵] | مهذب پیغمبر |
اَلنَّجْم[۲۲۶] | ستوری |
اَلنَّجْمُ الثّاقِب[۲۲۷] | ځلانده ستوری چې تیارې څیري. |
نَجِیُّ الله[۲۲۸] | له خدای سره نجوا کوونکی |
اَلنَّذِیر[۲۲۹] | وېروونکی ، خبرداری ورکوونکی |
اَلنِّعْمَة[۲۳۰] | نعمت |
نِعْمَةُ اللَّه[۲۳۱] | د خدای نعمت |
اَلنَّقیب[۲۳۲] | سرپرست |
اَلنُّور[۲۳۳] | ړنا |
نون[۲۳۴] | د قرآن له مقطعه حروفو چې د ځینو روایتونو له مخې د پېغمبر له نومونو یو نوم دی.[۲۳۵] ځینې ترې مطلب «ناقل العلم؛ د علم انتقالوونکی»اخستی دی.[۲۳۶] |
اَلْواضِعُ[۲۳۷] | هغه کس چې بې ځایه تکلفات او جاهلیت له مینځه وړي. |
واضِعُ الْاِصْرِ وَ الْاَغْلَال[۲۳۸] | آزادي بخښونکی؛ هغه کس چې زنځیرونه ماتوي او سختۍ اسانوي. |
اَلْوَفیّ[۲۳۹] | کامل انسان چې په خپلو وعدو عمل کوي.[۲۴۰] |
اَلْهَادی[۲۴۱] | هدایتوونکی |
هَدِیَّةُ الله[۲۴۲] | د خدای ډالۍ |
یٰس[۲۴۳] | یاسین.د قرآن له مقطعه حروفو چې د روایت په اساس د پېغمبر له نومونو یو نوم او د «یا أَیُّهَا السَّامِعُ لِلْوَحْی؛ ترجمه: ای د وحي اورېدونکیه» په معنا دی.[۲۴۴] |
لیکنې
ځینې کتابونه چې د پېغمبر(ص) د القابو په موضوع لیکل شوي داسې دي:
- القابُ الرَّسول و عِتْرَتِه، په شیعه محدث قطب راوندي پورې منسوب، چې د مجموعة نفیسة فی تاریخ الائمة کتاب په ضمن کې په ۱۴۲۲ق کال کې چاپ شوی دی.[۲۴۵]
- اسماءُ الرَّسولِ المُصطفی و القابُهُ و کُناهُ و صفاتُه، لیک د عباس تبریزیان، په دریو ټوکونو کې دی چې د پېغمبر(ص) زر نومونه، لقبونه، کنیتونو، او صفتونه پکې لیکل شوې دي.او د الفباء حروفو په ترتیب سره منظم او تشریح شوی دی. دا کتاب په بیروت کې د دار الاثر له خوا په ۱۴۲۳ ق کال کې خپور شوی دی.[۲۴۶]
- اَسماءُ النَّبی لُغَةً و اِصْطِلاحاً ، لیک د محمدعارف نعیمي، پکې د پېغمبر تر زرو زیات نومونه له شرحې سره راغلي دي.[۲۴۷] او اَسماءُ النَّبی فِی الْقرآنِ وَ السُّنَّه، لیک د عاطف قاسم امین ملیجي، چې د پېغمبر(ص) ۲۹ مشهور نومونه سره د شرحې[۲۴۸] په دې موضوع کې له نورو کتابونو دي.
اړونده لیکنې
- د امام علي(ع) د کنیتونو او لقبونو لړلیک
- د حضرت فاطمې(س) د کنیتونو او لقبونو لړلیک
- د امام حسن مجتبي(ع) د کنیتونو او لقبونو لړلیک
فوټ نوټ
- ↑ «لوحة حلية بخط الأستاذ سيروان البرزنجي»، حروفیات.
- ↑ محمدیپارسا، «بررسی جایگاه تاریخی و عرفانی امام علی(ع) در هنر خوشنویسی اسلامی»، ص۹۱ و ۹۲.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۴۷.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۳۶۳ش، ج۱۶، ص۱۰۱–۱۰۷.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۴.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۴.
- ↑ شیخ صدوق،معانيالأخبار،ج۱، ص۵۲
- ↑ بعلی، المطلع علی الفاظ المقنع، ۱۴۲۳ق، ص۵۱۰.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۴.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۴.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۳۱.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۴۷.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۴.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۵۰.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۴.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۵۱.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۴.
- ↑ ابن شاذان، الفضائل، ۱۳۶۳ش، ص۸۳.
- ↑ طریحی، مجمع البحرین، ۱۳۷۵ش، ج۴، ص۲۵۱.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۴.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۴.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۵۷.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۵۷.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۰.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر،۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ نعیمی، اسماء النبی لغةً و اصطلاحاً، ۲۰۰۶م، ج۱، ص۸۰.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۳۱.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۳۱.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۳۷.
- ↑ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۳۷.
- ↑ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۴۰.
- ↑ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۴۵.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۴۲.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۸۵.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۸۵.
- ↑ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۴۵.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۰.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۴۲۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۵۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۰.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۵۵.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۲۳.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۶۹.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۶۹.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۰.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۱۵ و ۱۱۶.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۰.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۴۳.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۶.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ شیخ حر عاملی، اثبات الهداة، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۲۱۰.
- ↑ طریحی، مجمع البحرین، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۳۷۶.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۷۷.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۷۷.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۷۷.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۷.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن ابیالثلج، مجموعة نفیسة فی تاریخ الائمة(ع)، ۱۴۲۲ق، ص۱۵۵.

- ↑ کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۷۱۸.
- ↑ ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۶۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۷.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ شیخ صدوق، معانی االخبار، ۱۴۰۳ق، ص۲۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۷.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۸۵.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۸۵.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۷.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۹۳.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۰.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۹۴ و ۹۵.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ ملیجی، اسماء النبی فی القرآن و السنه، ۱۴۱۹ق، ص۶۷
- ↑ نعیمی، اسماء النبی لغةً و اصطلاحاً، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۴۵۲.
- ↑ ملیجی، اسماء النبی فی القرآن و السنه، ۱۴۱۹ق، ص۶۷.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۸۵.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۸۵.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ نعیمی، اسماء النبی لغةً و اصطلاحاً، ۲۰۰۶م، ج۱، ص۴۵۱.
- ↑ نعیمی، اسماء النبی لغةً و اصطلاحاً، ۲۰۰۶م، ج۱، ص۴۵۱.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۰.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ملیجی، اسماء النبی فی القرآن و السنه، ۱۴۱۹ق، ص۷۰.
- ↑ ملیجی، اسماء النبی فی القرآن و السنه، ۱۴۱۹ق، ص۷۰.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ نعیمی، اسماء النبی لغةً و اصطلاحاً، ۲۰۰۶م، ج۳، ص۶۰۸.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۱.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۲۹۸.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۸۴.
- ↑ ملیجی، اسماء النبی فی القرآن و السنه، ۱۴۱۹ق، ص۷۲.
- ↑ ملیجی، اسماء النبی فی القرآن و السنه، ۱۴۱۹ق، ص۷۱.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر،۱۴۱۴ق ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۳۵۰.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۳۵۵.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۳۵۶.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ قسطلانی، االمواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ فیومی، المصباح المنیر، ذیل واژه هدی، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۶۳۶.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ ملیجی، اسماء النبی فی القرآن و السنه، ۱۴۱۹ق، ص۷۳.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۸.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۴ش، ج۵، ص۴۵۴.
- ↑ بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۴ش، ج۵، ص۴۵۴.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۴۴۶.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲.
- ↑ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۹.
- ↑ ملیجی، اسماء النبی فی القرآن و السنه، ۱۴۱۹ق، ص۷۴.
- ↑ ابن سید الناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۸۲؛ زرندی، نظم درر السمطین، ۱۴۲۵ق، ص۲۷.
- ↑ قسطلانی، المواهب اللدنیه، المکتبة التوفیقیه، ج۱، ص۴۴۹.
- ↑ شیخ صدوق، معانی االخبار، ۱۴۰۳ق، ص۲۲.
- ↑ شیخ صدوق، معانی االخبار، ۱۴۰۳ق، ص۲۲.
- ↑ ابن ابیالثلج، مجموعة نفیسة فی تاریخ الائمه(ع)، ۱۴۲۲ق، ص۱۵۱.
- ↑ تبریزیان، اسماء الرسول المصطفی و القابه و کناه و صفاته، ۱۴۲۳ق.
- ↑ نعیمی، اسماء النبی لغةً و اصطلاحاً، ۲۰۰۶م.
- ↑ ملیجی، اسماء النبی فی القرآن و السنه، ۱۴۱۹ق، ص۶.
سرچينې
- ابن ابیالثلج، محمد بن احمد و دیگران، مجموعة نفیسة فی تاریخ الأئمة(ع) من آثار القدماء من علماء الإمامیة الثقات، بیروت، دار القاریء، ۱۴۲۲ق.
- ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، به تحقیق محمد عبد القادر عطا، بیروت، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
- ابن سید الناس، عیون الاثر، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۴ق.
- ابن شاذان، شاذان بن جبرئیل، قم، رضی، ۱۳۶۳ش.
- ابن شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابیطالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
- ابن مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، به تحقیق و تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۹ق.
- بحرانی، سید هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، تحقیق و تصحیح قسم الدراسات الاسلامیة مؤسسة البعثه، قم، مؤسسة بعثه، ۱۳۷۴ش.
- بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، به تحقیق محمد فؤاد عبد الباقی، بیروت، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
- بعلی، محمد بن ابیالفتح، المطلع علی الفاظ المقنع، به تحقیق محمود الارناؤوط و یاسینمحمود خطیب، بیجا، مکتبة السوادی للتوزیع، ۱۴۲۳ق.
- تبریزیان، عباس، اسماء الرسول المصطفی و القابه و کناه و صفاته، با تلاش هاشم خاتمی، بیروت، دار الاثر، ۱۴۲۳ق.
- «لوحة حلية بخط الأستاذ سيروان البرزنجي»، حروفیات، تاریخ بازدید: ۲۹ مهر ۱۴۰۰ش.
- زرندی، محمدبن یوسف، نظم درر السمطین، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۵ق.
- شیخ حر عاملی، محمد بن حسن، اثبات الهداة، مقدمه سید شهابالدین مرعشی نجفی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۲۵ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الأخبار، تحقیق و تصحیح علیاکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۳ق.
- صالحی شامی، محمد بن یوسف، سبل الهدی والرشاد فی سیرة خیر العباد، وذکر فضائله وأعلام نبوته وأفعاله وأحواله فی المبدأ والمعاد، به تحقیق عادل أحمد عبد الموجود وعلی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
- طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری، به تحقیق و تصحیح مؤسسه آل البیت، قم، آلالبیت، ۱۴۱۷ق.
- طریحی، فخرالدین بن محمد، مجمع البحرین، به تحقیق و تصحیح احمد حسینی اشکوری، تهران، مرتضوی، ۱۳۷۵ش.
- فیومی، احمد بن محمد، المصباح المنیر فی غریب الشرح الکبیر للرافعی، قم، مؤسسة دار الهجره، ۱۴۱۴ق.
- قسطلانی، احمد بن محمد، المواهب اللدنیة بالمنح المحمدیة، القاهرة، المکتبة التوفیقیة، بیتا.
- کفعمی، ابراهیم بن علی، المصباح جنة الامان الواقیه و جنة الایمان الباقیه، قم، دار الرضی، ۱۴۰۵ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، تهران، اسلامیه، ۱۳۶۳ش.
- محمدیپارسا، عبدالله، «بررسی جایگاه تاریخی و عرفانی امام علی(ع) در هنر خوشنویسی اسلامی»، در الهیات هنر، شماره ۱۱، زمستان ۱۳۹۶ش.
- ملیجی، عاطف قاسم امین، اسماء النبی فی القرآن و السنه، به اشراف سالم محمود، قاهره، عام الفکر، ۱۴۱۹ق.
- نعیمی، محمدعارف، اسماء النبی لغةً و اصطلاحاً، اشراف خالق داد، لاهور، جامعة پنجاب قسم اللغة العربیه، ۲۰۰۶م.
- یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.