لنډمهاله واده
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
لنډمهاله واده یا مُتعَه د یوې ټاکلې مودې لپاره واده ته وايي نه دایمي واده ده. مسلمانان په دې متفق دي چې دا ډول نکاح د رسول الله(ص) په زمانه کې روا وه. د سنيانو، زيديه، اسماعيليه او اباضيه په اند، د موقت واده د مشروعیت حکم د پېغمبر په زمانه کې لغوه شو او دا ډول نکاح حرامه شوه. خو اماميه عقيده لري چې پېغمبراکرم هېڅکله دغه حکم نه دى منسوخ کړى او دا د هغه په دوره او د ابوبکر په خلافت کې يو مشروع عمل و.
د ځینو روایتونو پر بنسټ چې په سني روایی سرچینو کې هم راغلي دي، د لومړي ځل لپاره عمر بن الخطاب متعه حرامه اعلان کړه. امامي فقهاوو د موقتي نکاح د جواز په هکله د متعې د آيت او د رسول الله(ص) او د امامانو د رواياتو په حواله د هغې مشروعیت بيان کړی دی او فتوا یې ورکړې ده.
د شيعه فقهاوو د اجماع له مخې په لنډمهاله واده کې بايد د واده موده او د مهر اندازه معلومه شي. په لنډمهاله واده کې، د دایمي واده برعکس، طلاق نشته؛ بلکي جدايي هغه وخت واقع کيږي کله چي د واده موده پای ته ورسيږي او يا د سړي له خوا ورته باقي موده وبخښل شي.
وروسته له دې چې د نکاح موده پای ته ورسيږي او يا نارينه ورته موده وبخښي، که دخول واقع شوی وي، د ښځې لپاره واجب دي چې د دوو حيضو په اندازه عدت وساتي.
مفهوم پيژندنه او موقعیت
لنډمهاله واده د یوې ټاکلې مودې لپاره د واده تړون (د تل لپاره نه) ته ویل کیږي.[1] لنډمهاله واده د شيعه او سني مذهبونو تر منځ له جنجالي مسايلو څخه دی.[۲] دا ډول واده د ټولو شيعه فقهاوو له نظره يو مشروع عمل دی.[3] هغوي له فقهي بابونو څخه د نکاح په باب کې د دې احکام بیان کړي دي.[4]
په هغه احادیثو کی چی د شیعه امامانو(ع) څخه راغلي دي د موقتی نکاح لپاره ځینې ثوابونه بیان کړي دي.[5] البته په ځینې روایتونو کې راغلي دي چې په متعې باندې ټینګار مه کوئ.[6] امامیه فقیهانو روایتونو ته په پام نه یواځې دا چې د لنډمهاله واده په جایز والي یې فتوا ورکړې ده بلکې دا عمل يې مستحب هم ګڼلی دی.[۷]
دوی د موقتي واده د ګټو په اړه ویلي چې دا د ډېرو جنسي ستونزو حل دی، په ځانګړې توګه د ځوانانو او ټولو هغو کسانو لپاره چې د دایمي واده کولو توان نه لري.[۸] همدارنګ دوي دا د فحاشۍ او او ټولینزو مفاسدو سره د مبارزې دا یوه مؤثره لاره هم ګڼلې ده.[۹]
د ایران د اسلامي جمهوریت په مدني قانون کې هم موقتي نکاح منل شوې او شپږم فصل دې مسلې ته خاص شوی دی.[10]
د لنډمهاله واده په اړه د اسلامي مذهبونو نظر
مسلمان پوهان د موقتي نکاح د مشروعیت په اړه مختلف نظرونه لري: شیعه امامیه لنډمهاله نکاح مشروع ګڼي. خو نور مذهبونه لکه سنيان،[11] زيديه،[12] اسماعيليه[13] او اباضیه[14] دا روا نه ګڼي.
د شهید ثاني په وینا، ټول امامي فقهاء موقتي نکاح روا ګڼي.[۱۵] د موقتي نکاح د مشروعیت د ثابتولو لپاره یې د قرآن کریم د متعې آیت سره دلیل راوړی دی[16]. همدارنګ وايي چې له پيغمبر(ص) او شیعه امامانو ډېر روایتونه نقل شوي دي چې د لنډمهاله واده په مشروعیت باندې دلالت کوي.[17] نور اسلامي مذهبونه او فرقې په دې باور دي چې د پېغمبر په دوره کې لنډمهاله نکاح روا و؛ خو بيا يې حکم فسخ شو او حرام شو.[۱۸]
آیا د موقتي نکاح فرمان نسخ(لغو) شوی دی؟
مسلمان پوهان په دې متفق دي چې د رسول الله (ص) په زمانه کې لنډمهاله نکاح روا وه [۱۹] د سنيانو په ځینې روايیی منابعو کې له دويم خليفه عمر بن الخطاب څخه روايتونه شته چې د پيغمبر(ص) وخت کې لنډمهاله نکاح روا وه او عمر پخپله له دې نهي کړې ده.[20] له هغو ځینې د هغه دا قول دی چې دوه متعې وې چې د اسلام د پیغمبر په وخت کې جایزې وې خو زه یې منع کوم او هغه چاته سزا ورکوم چې دا دوه ترسره کړي: یو لنډمهاله نکاح او بل د حج متعه.[21]
د اماميه فقهاؤ دغه ډول روايتونو ته په اشارې سره اماميه عقيده لري چې لنډمهاله نکاح د لومړي ځل لپاره د عمر بن الخطاب لخوا حرام شوې وه.[۲۲] او د هغه دغه عمل په دين کې يو ډول بدعت د نص په مقابله کې اجتهاد او د رسول الله(ص) له قانون سره مخالفت دی.[۲۳] عسقلاني (۷۷۳-۸۵۲هـ ق) چې د اهل سنتو له عالمانو څخه دی هم وايي چې لنډمهاله نکاح د رسول الله(ص) په زمانه کې روا وه او له هغه وروسته د ابوبکر په خلافت کې او د عمر بن الخطاب د خلافت په یوه برخه کې هم روا او مرسومه وه خو په پای کې عمر د خپل عمر په پای کې حرام اعلان کړه.[24]
خو اکثره سني علماء په خپلو روایتي منابعو کې ځینې روایتونه نقلوي [۲۵] او وايي چې د موقتي نکاح حکم د رسول الله(ص) په زمانه کې په خپله د هغه په لاس نسخ شوی دی.[۲۶] له دوي څخه یوه ډله هم په دې عقیده ده چې د رسول الله(ص) په دوره کې د موقتي نکاح حکم د ځینې آیتونو په نازلیدو سره لغو شو لکه د المومنون د سورت له ۵ تر ۷ آیتونه.[۲۷] د دوي په اند د دې آیتونو له مخې مؤمنان هغه پاک خلک دي چې پرته له خپلو میرمنو یا وینځو، له هیچا سره د جنسي خوښې په لټه کې نه دي او هغه څوک چې په بل ډول د جنسي تیري په لټه کې دي، دوي له الهي حدونو څخه تجاوز کړی دی او موقتي نکاح له دغو دوو حالتونو (خپله ښځه او وینځه) څخه نه دی. نو د الهي حدودو څخه سرغړونه ده.[۲۸]
د دې په ځواب کې ویل شوي دي چې د سورة المؤمنون له 5 څخه تر 7 پورې آیتونه په مکه کې نازل شوي او هغه آیت چې د متعې د جایزیدو لپاره ورسره دلیل راوړي، له دې آیتونو وروسته په مدینه کې نازل شوی دی او نسخ کونکی بايد له نسخ شوي څخه مخکې نه وي.[29] پر دې سربېره په لنډمهاله نکاح کې ښځه د نکاح د اړخونو له خوا د ټاکلې مودې لپاره د سړي شرعي ښځه ګڼل کېږي، نو د دوي ازدواجي اړیکې له الهي حدونو څخه تېرې نه دی.[30]
فقهي حکمونه
د لنډمهاله واده صیغه
ښځه: زَوَّجْتُکَ نَفْسی عَلَی المَهْرِ الْمَعْلُومِ فی المُدَّةِ المَعْلُومَة؛ ما خپل ځان تا ته د ټاکلې مهر سره د یوې ټاکلې مودې لپاره واده کړ.
سړی: «قَبِلْتُ التَّزْویجَ عَلَی المَهْرِ الْمَعْلُومِ فی المُدَّةِ المَعْلُومَة؛ ما قبول کړ دغه واده د معلوم مهر او معلوم مدت سره.[31]
د شیعه فقهاوو د فتوا له مخې د لنډمهالې نکاح ځینې فقهي احکام په لاندې ډول دي:
- په لنډمهاله نکاح کې د نکاح موده او د مهر اندازه باید د نکاح په تړون کې معلومه شي.[۳۲] د مشهورو فقهاوو له نظره که د نکاح موده په موقتي نکاح کې ذکر نه شي، نو په دایمي نکاح باندې بدلیږي.[33]
- د ځينو فقهاوو له نظره که د تړون خواوې په عربي ژبه نکاح نه شي لوستلای، که څه هم د دې توان هم ولري چې وکيل د اجراء لپاره استخدام کړي، بیا هم جایزه ده چې په بله ژبه يې جاري کړي.[۳۴] نورو ويلي دي چې په هر حالت کې، د نکاح تړون په هره ژبه جاري کیدی شي.[۳۵]
- د مسلمان سړي او اهل کتابې ښځي تر مینځ موقتي نكاح صحيح ده،[۳۶] خو د مسلمانې ښځې او اهل کتاب سړي تر مینځ موقتي نكاح روا نه ده.[37] او همدارنګ د مسلمان سړي او ښځې غیر مسلمان سره چې اهل کتاب نه وي نکاح حرامه ده.[۳۸]
- له پېغلې نجلۍ(باکره) سره لنډمهاله نکاح کول مکروه دي او د نکاح په صورت کې د هغې د بکارت له منځه وړل مکروه دي.[۳۹]
- په موقتي نكاح كې كه دخول واقع شوى وي نو د مودې پاى ته له رسېدو وروسته، که ښځه یائسه نه وي نو باید عدت ونیسي. په لنډمهاله نکاح کې د ښځې د عدت موده که حیض کیږي نه (که د حیض په عمر کې وي او یائسه نه وي)، ۴۵ ورځې ده او که حیض کیږي نو د ځینو فقهاوو له نظره د هغې عدت دوه حیضه دی.[40]
- كه له دخوله وړاندې د نکاح موده ختمه شي او يا یې سړى ورته وبخښي نو په ښځې باندې عدت لازم نه دى.[۴۱]
- كه د موقتي نكاح په وخت كې سړى مړ شي، كه څه هم دخول یې نه وي کړى، ښځه بايد د وفات عده ولري چې شمېر یې څلور مياشتې او لس ورځې دی.[۴۲]
- په لنډمهاله واده کې طلاق نشته؛ بلکي جدايي هغه وخت منځ ته راځي چي د نکاح موده پای ته ورسیږي او یا ورته سړی موده وبخښي.[۴۳]
کتاب پيژندنه
امامي علماوو د موقتي نکاح په اړه ډېر کتابونه او اثار ليکلي دي. د قم د علمي حوزې یو استاد نجم الدین طبسي یو کتاب لیکلی دی چې د «ازدواج موقت در رفتار و گفتار صحابه» تر عنوان لاندې ترجمه شوی دی. د دې كتاب په كتاب ناې کې د اماميه علماوو ۴۶ اثار راغلي دي، چې د موقتي واده او د هغې د مشروعيت په اړه ليكل شوي دي.[44] چې ځینې یې دا دي:
- خلاصة الایجاز فی المتعة: دا کتاب په څلورو فصلونو مشتمل دی چې د موقتي نکاح د مشروعیت، فضیلت، کیفیت او موقتې نکاح احکام او مسلې او په دې اړه ځینې بحثونه په کې بیان شوي دي.[46] ځینو د دې کتاب نسبت شیخ مفید علیه الرحمة ته ورکړی دی.[46] ځینې شهید اول ته[47] او ځینې نورنو محقق کرکي ته د دې نسبت ورکړی دی.[۴۸]
- زواج المتعة: د سید جعفر مرتضی عاملی لخوا لیکل شوی، په دریو جلدونو کې. لیکوال په دې لیکنه کې د موقتي نکاح د مشروعیت او ځینو احکامو په اړه د بحث په ترڅ کې د موقتي نکاح د حرمت په اړه د سني علماوو په نظر نیوکه او څیړنه کړې ده.[۴۹]
- الزواج الموقت فی الاسلام: د سید مرتضی عسکري لیکلی، په دې اثر کې لیکوال د شیعه او سني علماوو له نظره په قرآن او سنتو کې د موقتي نکاح مشروعیت څیړلی دی.[۵۰]