واده

د wikishia لخوا

واده یا نکاح، د ازدواجي ژوند پېوند دی چې د نکاح او عقد د صیغې په جاري کېدو سره رامینځته کیږی. قرآن واده او د خپلو مېرمنو تر څنګ د سړو راتلل د ارامښت سبب ګڼلي او مسلمانانو ته یې سپارښتنه کړې چې بې مېړه ښځو او بې ښځو سړو ته د واده انتظام وکړئ. د روایتونو له مخې واده د اسلام له نعمته وروسته تر ټولو لوی نعمت، د دین د نیمې یا دریمې برخې ساتنه او د اسلام د پېغمبر(ص) سنت دی.

دینداري، خوش اخلاقي او ښه کورنۍ هغه سپارښتنې دي چې په روایتونو کې د جوړې د انتخاب لپاره بیان شوې دي. د فقیهانو له نظره واده په خپله مستحب موکد دی، خو د هغه چا لپاره چې د واده په نه کولو سره په ګناه ککړیږي، واجب دی.

په شیعه امامي مذهب کې واده دوه بڼې لري: دائم او موقتي؛ د موقته واده د عقد په صیغې کې، د واده د مودې او د مهریې د اندازې ټاکنه شرط ده او د دغه مودې له ختمېدو وروسته، ښځه او سړی بې له طلاقه له یو بله جدا کیږي.

په توضیح المسائل کتاب کې د واده لپاره ډېر فقهي احکام راغلي دي چې تر ټولو مهم یې د عقد د صیغې لوستل دي او یوازې د سړي او ښځې رضایت د واده په تحقق کې کافي نه دی او دا چې پېغله جینۍ باید د واده لپاره له پلار یا پلرني نیکه اجازه واخلي.

واده په لعان، طلاق، مرګ، د جنسیت په بدلولو، ارتداد او د نکاح د فسخېدو د یو لامل په پېدا کېدو سره ختمیږي. اوله جدایۍ وروسته ښځه باید عده وساتي.

تعریف او ډولونه

واده د عقد د صیغې په جاري کولو سره د ازدواجي پېوند رامینځته کول دي. په شیعه امامي مذهب کې واده دوه بڼې لري؛ دائم او موقت؛ د موقت واده د عقد په صیغې کې باید ټاکلې موده په نظر کې ونیول شي او د هغه مودې له ختمېدو وروسته، ښځه او سړی بې له طلاقه له یو بله جدا کیږي.[۱]

موقت واده

اصلي مقاله: موقت واده

موقت واده د اسلام د پېغمبر(ص) په وخت کې جایز و؛ خو د دوهم خلیفه له زمانې حرام اعلان شو.[۲] په اسلامي مذهبونو کې یوازې شیعه امامیه مذهب موقته واده جایز ګڼي.[۳] له دایمې واده سره د موقته واده تر ټولو لوی فرق د هغې د مودې په ټاکلو کې دی؛ په دې ډول چې د موقت عقد په صیغه کې د وخت ټاکل ضروري او لازم دي.[۴]

د دایم او موقت واده فرقونه

دایم واده او موقته واده ډېر مشترک احکام لري؛ منجمله د عقد یا نکاح د صیغې لوستل په دواړو کې ضروري دي. دا دوه ودونه له یو بل سره فرقونه هم لري چې په دې ډول دي:

  • په دایمې واده کې، د موقت واده په اپوټه، سړی باید د ښځې نفقه ورکړی.
  • په دایمي واده کې ښځه بې د مېړه له اجازې له کوره بهر نه شي تللې؛ خو په موقت واده کې د سړي اجازه ضروري نه ده.
  • په دایمي واده کې، د موقت واده په خلاف، ښځه او سړی له یو بله میراث وړي.[۵]
  • که د موقت واده د عقد په صیغې کې، مهریه ذکر نه شي عقد باطلیږي؛ خو په دایمي واده کې عقد صحیح دی او د همبسترۍ په بڼه کې ښځې ته باید مهر المثل ورکړی شي.[۶]

اهمیت او مقام

اسلام واده ته ډېر اهمیت ورکړی او هغه یې د پېغمبر(ص) سنت بللی دی.[۷] همداراز قرآن کریم واده د ارامښت سبب ګڼلی دی[۸] او مسلمانانو ته یې سپارښتنه کړې چې ناواده کړو ته ودونه وکړي.[۹]

په روایتونو کې د واده لپاره ډېرې ځانګړنې او فایدې ذکر شوي چې پکې دغو مواردو ته اشاره کولی شو: د اسلام له نعمته وروسته تر ټولو لوی نعمت.[۱۰] د دنیا او اخرت خیر[۱۱] د نیم دین یا دریمې حصی ساتونکی[۱۲] او د روزۍ زیاتوونکی.[۱۳] همداراز تر ټولو ذلیل مسلمان مړي هغه بلل شوي چې بې واده له دنیا لاړ شي.[۱۴]

احکام

د تقلید د مراجعو په توضیح المسائلو ( د مسائلو په کتابونو) کې د واده لپاره پریمانه فقهي احکام بیان شوې دي چې ډېر مهم یې دا دي:

  • د فقیهانو له نظره واده خپل په خپله موکد مستحب دی خو که څوک په واده نه کولو سره په ګناه کې لویږي نو ورباندې واجب دی.[[۱۵]
  • په دایمي او موقته واده کې، ضروري ده چې د عقد صیغه جاري شي او یوازې د ښځې او سړي رضایت کافي نه دی.[۱۶]
  • ښځه او سړی کولي شي د عقد صیغه په خپله ووایي یا څوک وکیل کړي چې د هغوي له لورې د عقد صیغه ووایي.[۱۷]
  • که ښځه او سړی په عربۍ ژبه د صیغې ویلو توان لري، باید هغه په عربۍ ووایي.[۱۸]
  • پېغله (باکره) ښځه باید د واده لپاره له پلار او یا پلرني نیکه اجازت واخلي.[۱۹]
  • له محارمو لکه مور، خور او خواښې سره واده د سړي لپاره حرام دی.[۲۰]
  • له غیر مسلم سره د مسلمانې ښځې دایمي او موقت واده جایز نه دی.[۲۱]
  • له غیر مسلمې ښځې سره ، که له اهل کتاب وي د مسلمان سړي موقت واده جایز دی.[۲۲]

د جوړې د انتخاب لپاره روایي معیارونه

په ایران کې د دایمي واده د سند یوه بېلګه

په ځینو روایتونو کې، د واده لپاره ځینې معیارونه بیان او سپارښتنه شوې چې د جوړې په انتخاب کې باید په نظر کې ونیول شي؛ د یو روایت له مخې د اسلام پېغمبر یو کس ته له دینداره کس سره د واده سپارښتنه کړې ده.[۲۳] په مکارم الاخلاق کتاب کې، امام صادق(ع) په یو روایت کې فرمایي: له غوره کورنۍ واده وکړئ؛ ځکه چې د کورنۍ ځانګړنې بچیانو ته لېږدول کیږي.[۲۴] له امام رضا(ع) هم نقل شوي چې له بد اخلاقه انسان سره له واده ډډه وکړئ.[۲۵]

د واده د ختمېدو لاملونه

د فقیهانو له نظره د واده د ختمېدو عوامل دا دي: د جنسیت بدلون[۲۶] مرګ، طلاق او هغه څیزونه چې د نکاح د فسخېدو سبب کیږي.[۲۷] د واده له ختمېدو وروسته ښځه باید عده (یوه ټاکلې موده چې ښځه پکې د واده حق نه لري) وساتي.[۲۸]

د واده خنډونه

په اسلامي فقه کې د ځینو خنډونو په وجه له ځینو ښځو سره واده حرام دی:

  • موقت خنډونه: هغه شرایط چې پکې د سړي او ښځې واده په موقت ډول حرام دی او د دغه شرایطو په ختمېدو سره حرمت هم ختمیږي.[۲۹] لکه:
  1. استیفاء عدد:[یادداشت۱] یعنې سړی نه شي کولی تر څلورو ازادو ښځو زیات په خپله دایمي نکاح کې راولي.[۳۰] او په دایمي عقد سره د دوو وینځو په لرلو سره دریمه وینځه نه شي نکاح کولی.[۳۱]
  2. له دوو خویندو سره په یو وخت واده: په یو وخت له دوو خویندو سره واده حرام دی، خو که د یو سړي ښځه مړه شوې وي او یا په طلاق سره له یو بله جدا شوې وي، د هغه ښځې له خور سره واده کولی شی. [۳۲][یاداشت ۲]
  3. کفر او ارتداد: له حربي یا کتابي کافر او مرتد سره د مسلمانې ښځې دایمي یا موقت واده جایز نه دی[۳۳] او همداراز مسلمان سړي ته جایزه نه ده چې له غیر کتابي او مرتد سره واده وکړي.[۳۴]

د واده د ثبتولو قانون

په ډېرو هیوادونو کې واده په قانوني توګه ثبت او رجسټر کیږي.[۴۴] په ایران کې هم د اسلامي مجازاتو د قانون د ۶۴۵ مادې په اساس، د یوې جوړې لپاره د نکاح نه ثبتول جرم ګڼل کیږي.[۴۵] د واده د قانوني ثبت ځینې اهداف دا دي: د نکاح له صحیح والي ډاډمنتیا، د اختلاف مخنیوی او د زوجینو د حقوقو په اثبات کې اسانتیا.[۴۶]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۳۹۰.
  2. سبحانی، «ازدواج موقت در کتاب و سنت»، ص۱۲۵، ۱۲۶.
  3. سبحانی، «ازدواج موقت در کتاب و سنت»، ص۶۳.
  4. حسینی، احکام ازدواج، ۱۳۸۹ش، ص۱۲۱.
  5. حسینی، احکام ازدواج، ۱۳۸۹ش، ص۱۲۰-۱۲۱.
  6. اکبری، احکام خانواده، ۱۳۹۳ش، ص۲۶.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، باب کراهة العزبه، ص۳۲۹.
  8. سوره روم، آیه ۲۱.
  9. سوره نور، آیه ۳۲؛ حسینی، احکام ازدواج، ۱۳۸۹ش، ص۳۹-۴۰.
  10. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، بَابُ مَنْ وُفِّقَ لَهُ الزَّوْجَةُ الصَّالِحَة، ص۳۲۷.
  11. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، بَابُ مَنْ وُفِّقَ لَهُ الزَّوْجَةُ الصَّالِحَة، ص۳۲۷.
  12. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، باب کراهة العزبه، ص۳۲۹.
  13. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، باب ان التزویج یزید فی الرزق، ص۳۳۰-۳۳۱.
  14. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، باب کراهة العزبه، ص۳۲۹.
  15. حسینی، احکام ازدواج، ۱۳۸۹ش، ص۳۹، ۴۰.
  16. امام خمینی، توضیح المسائل(مُحَشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۵۰.
  17. امام خمینی، توضیح المسائل(مُحَشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۵۰.
  18. امام خمینی، توضیح المسائل(مُحَشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۵۳.
  19. امام خمینی، توضیح المسائل(مُحَشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۵۸.
  20. امام خمینی، توضیح المسائل(مُحَشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۶۴.
  21. امام خمینی، توضیح المسائل(مُحَشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۶۴.
  22. امام خمینی، توضیح المسائل(مُحَشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۶۸.
  23. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۳۲.
  24. طبرسی، مکارم الأخلاق، ۱۳۷۰ش، ص۲۰۳.
  25. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۵۶۳.
  26. امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۸۴ش، ص۹۹۲-۹۹۳.
  27. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۲، ص۲۱۱.
  28. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۲، ص۲۱۱.
  29. ساردویی‌نسب و دیگران، «واکاوی تطبیقی حرمت‌های ابدی ازدواج در فقه امامیه و زیدیه با رویکرد حقوقی»، ص۸۶.
  30. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۳۶.
  31. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۳۷.
  32. شهید اول، اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ص۱۶۴.
  33. خمینی، تحریر‌الوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۳۰۵.
  34. خمینی، تحریر‌الوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۳۰۵.
  35. ساردویی‌نسب و دیگران، «واکاوی تطبیقی حرمتهای ابدی ازدواج در فقه امامیه و زیدیه با رویکرد حقوقی»، ص۸۶.
  36. شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۵۰۱.
  37. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۳۷؛ فاضل مقداد، کنزالعرفان، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۲۹۵.
  38. علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ص۵۸۳.
  39. ابن ادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۵۲۶.
  40. شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۵۰۱.
  41. علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ص۴۶۵؛ شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۵۰۱.
  42. شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۵۰۱؛ فاضل آبی، کشف الرموز، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۱۶.
  43. بهجت، مناسک حج، قم، ص۱۰۰؛ سبحانی، مناسک حج، ۱۳۸۸ش،ج۱، ص۹۱.
  44. اسدی، «نقد و بررسی قوانین ثبت ازدواج»، ص۱۰۳.
  45. اسدی، «نقد و بررسی قوانین ثبت ازدواج»، ص۱۰۳.
  46. اسدی، «نقد و بررسی قوانین ثبت ازدواج»، ص۱۰۶-۱۰۹.

سرچينې

  • اسدی، لیلا سادات، «نقد و بررسی قوانین ثبت ازدواج»، در مجله مطالعات راهبردی زنان، تهران، شورای فرهنگی اجتماعی زنان و خانواده، تابستان ۱۳۸۷، شماره ۴۰.
  • اکبری، محمود، احکام خانواده، قم، فتیان، ۱۳۹۳ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۴ش/۱۴۲۶ق.
  • امام خمينى، سيد روح‌الله، توضیح المسائل (مُحَشّی)، تحقیق سيد محمدحسين بنى‌هاشمى خمينى‌، قم، ‌دفتر انتشارات اسلامى، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.‌
  • حسینی، سید مجتبی، احکام ازدواج (مطابق با نظر ده تن از مراجع عظام)، قم، دفتر نشر معارف، چاپ هفتم، ۱۳۸۹ش.
  • سبحانی، جعفر، «ازدواج موقت در کتاب وسنت»، فقه اهل بیت، ش ۴۸، ۱۳۸۵ش.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • صنعانی، عبدالرزاق بن همام، المصنّف، مجلس علمی، بی‌جا، ۱۳۹۰ق/۱۹۷۰م.
  • طبرسى، فضل بن حسن، مکارم الاخلاق، قم، الشریف الرضی، چاپ چهارم، ۱۴۱۲ق/۱۳۷۰ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تصحیح محمدتقی کشفی، تهران، المکتبة المرتضویة لاحیاء الآثار الجعفریه، ۱۳۸۷ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق على‌اكبر غفارى‌، تهران، دار الكتب الإسلامية، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • منصور، جهانگیر، قانون مدنی با آخرین اصلاحیه‌ها و الحاقات همراه با قانون مسؤلیت مدنی، تهران، نشر دیدار، ۱۳۹۱ش.
  • هاشمی شاهرودی، سید محمود، فرهنگ فقه مطابق با مذهب اهل بیت علیهم‌السلام، قم، مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دارإحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.