متشرعه سیرت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

مُتَشَرِّعه سیره، په یو خاص عمل د یو دین یا مذهب د پیروانو د ټولو یا زیاتو کسانو عملي توافق دی. په بله ژبه، د مسلمانانو عمل دی له دې نظره چې مسلمانان دي او د شریعت په احکامو پابندي لري. متشرعه سیرت له هغو مسایلو دی چې د فقې د اصولو په علم کې یې د حجیت په اړه بحث شوی دی. د خبر واحد د حجیت او د ظواهرو د حجیت مساله، د شرعي حکم د استنباط په بهیر او پروسې کې له مهمو او اساسي مسایلو ګڼل کیږي چې د هغو د اثبات لپاره یې په متشرعه سیرت هم استناد کړی دی. همداراز فقیهانو د ځینو فقهي مسایلو د اثبات لپاره په متشرعه سیرت استناد کړی دی.

د ځینو اصولیانو په وینا، متشرعه سیرت چې د معصوم امام(ع) په زمانه کې هم و او په خپله هغه هم پر هغه له عمل کوونکو و، حجت دی. همداراز هغه سیرت چې معصوم یې عامل نه و خو هغه لیدلې او یا اورېدلې وي او په عین حال کې یې ترې منع نه وي کړې، حجت دی. اصولیانو دغه ډول سیرت د اجماع په شان، له شرعي بیان او یا د معصوم (ع) د رایې کاشف او بیانوونکی ګڼلی دی.

اصولیان وایي چې متشرعه سیرت یوازې د یو فعل په مشروعیت او نه حرمت او یا د یو فعل د پریښودو په مشروعیت او عدم وجوب دلالت کوي او ځینې احکام لکه وجوب، استحباب، حرمت او کراهت یې نه اثباتوي.

مفهوم پېژندنه او مقام

متشرعه سیرت، په یو خاص عمل د یو دین یا مذهب د ټولو یا ډېرو پېروانو اتفاق دی.[۱] په بله ژبه، د یو عمل په کولو یا پریښودلو د یو خاص دین یا مذهب د پیروانوپرله پسې عملي روش او طریقه ده.[۲] د هغه تعریف له مخې چې میرزای نائیني وړاندې کړی، متشرعه سیرت د مسلمانانو عمل دی، له دې نظره چې مسلمان دي او د شریعت په احکامو پابندي لري.[۳]

په فقې او د فقې په اصولو کې په متشرعه سیرت ډېر استناد شوی دی[۴] او د هغه د حجیت بحث د فقې د اصولو د علم له مسایلو څخه ګڼل کیږي او په ځینو اصولي اثارو کې د هغه په اړه بحث شوی دی.[۵] د متشرعه سیرت د دلالت د حدودو په اړه ویل شوي چې یوازې د یو فعل په مشروعیت او نه حرمت او یا د یو فعل د پریښودو په مشروعیت او عدم وجوب یې دلالت کوي او ځینې احکام لکه وجوب، استحباب، حرمت او کراهت نه اثباتوي.[۶]

د متشرعه سیرت او عقلاوو د سیرت تر مینځ فرق

اصلي مقاله: د عقلاوو سیرت

متشرعه سیرت د عقلاوو تر سیرته خاص دی او هغه یوازې د یو کار په کولو یا پریښودلو د مسلمانانو او د یو خاص دین او مذهب د منونکو سیرت دی؛[۷] په داسې حال کې چې د عقلاوو سیرت د یو کار په کولو یا پریښودلو د ټولو یا زیاتره عقلاوو توافق او جوړجاړی دی.[۸] په حجیت او اعتبار کې د دغه دوو د فرق په اړه یې ویلي چې که متشرعه سیرت ثابت شي، په خپله په شرعي حکم دلیل دی؛ خو د عقلاوو سیرت حجت نه دی؛ مګر دا چې د معصوم له خوا تایید او امضا شي یا یې د معصوم له خوا رد او منع نه وي راغلې.[۹]

ویل کیږي چې متشرعه سیرت د دې صلاحیت لري چې د شرعي حکم په اثبات کې د عقلاني سیرت د تاثیر مخه ونیسي خو عقلاني سیرت د متشرعه سیرت په وړاندې دغه شان صلاحیت نه لري.[۱۰]

له اجماع سره د متشرعه سیرت نسبت

د ځینو اصولیانو په وینا، متشرعه سیرت د اجماع یو ډول دی.[۱۱] شیعه عالم محمد رضا مظفر متشرعه سیرت د اجماع تر ټولو لوړ ډول ګڼلی دی؛ ځکه چې د یو کار په کولو یا پریښودلو د عالمانو یا غیر عالمانو اجماع ده، په داسې حال کې چې د اجماع نور ډولونه، قولي دي او یوازې له عالمانو سره مخصوص دي.[۱۲]

د متشرعه سیرت قسمونه او حجیت یې

د فقې د اصولو په علم کې، د متشرعه سیرت لپاره ځینې قسمونه ذکر شوي چې په لاندې ډول دي:

  • هغه سیرتونه چې یقینا د معصوم (ع) په زمانه کې جاري وو او په خپله معصوم هم په هغو له عمل کوونکي څخه و؛[۱۳] لکه په هغو روایتونو په اعتماد او عمل د مسلمانانو سیرت چې ثقه کسانو له معصومو امامانو (ع) نقل کول او د معصوم او خلکو تر مینځ واسطه وو.[۱۴] د اصولیانو په وینا، په دې کې شک نیشته چې دغه ډول سیرت حجت دی او په خپله په شرعي حکم دلیل دی؛ ځکه چې د اجماع په شان، د شرعي بیان او د معصوم له رایې کاشف او بیانوونکی یې دی.[۱۵]
  • هغه سیرتونه چې د معصوم (ع) په زمانه کې جاري وو او په خپله معصوم په هغه له عمل کوونکو نه و خو هغه یې امضا او تایید کړي او ورسره موافق و. د بېلګې په توګه، شیخ انصاري په دغه ډول سیرت استناد کړی او ویلې یې دي چې د شریعت له پېله او بلکې په هر شریعت کې د مسلمانانو سیرت په دې ډول و چې د هغه فعل په پریښودلو چې له لټون او تحقیقه وروسته په دې پوهېدل کیدی شي چې د شارع لخوا یې نهي نه ده شوې، پابند ونه ووسي.[۱۶] دغه ډول سیرت یې چې معلومه شوې د معصوم په زمانه کې موجود و او هغه تایید کړی، هم حجت کڼلی او د اجماع په شان، د معصوم د قول کاشفوونکی ګڼلی دی.[۱۷]
  • مستحدثه سیرت یا هغه سیرت چې یقین لرو د معصوم (ع) له زمانې وروسته جوړ شوی او د هغه له زمانې سره متصل نه دی:[۱۸] ځینو اصولیانو دغه ډول سیرت چې د معصوم (ع) په زمانه کې نه و او د هغه په اړه د معصوم تایید او امضا هم نه ده معلومه شوې، حجت نه دی ګڼلی.[۱۹]
  • هغه سیرت چې شک لرو چې ایا د معصوم(ع) له زمانې سره متصل او د هغه اوریدلی یا لیدلی و که نه .[۲۰] ځینو اصولیانو دغه ډول سیرت هم حجت نه دی ګڼلی. [۲۱]

په فقهي مسایلو کې د متشرعه سیرت کارندوالی

په فقهي مسایلو کې د متشرعه سیرت ځینې کارندوالي او استعمال په دې ډول دی:

  • د فقیهانو له نظره، متشرعه سیرت په دې خبره ولاړ دی چې که څوک له منقولو او مباحو مالونو یو څه لاسته راوړي، د هغه مالک جوړیږي. دغه سیرت معصوم (ع) لیدلی او اورېدلی یې دی او د هغه په اړه کومه منعه او ردعه هم نه ده شوې.[۲۲]
  • امام خمیني په معاطاتي بیع کې د ملکیت د جوړېدو په باره کې ویلي چې د متشرعه و سیرت له عالمانو او صالحانو نیولې بیا تر نورو پورې په دې وه چې کله به یې د ایجاب او قبول له ویلو پرته له بازاره، ډوډۍ یا غوښه یا... اخیسته، د هغوي بنا او مقصد به یوازې د تصرف اباحه نه وه بلکې ملکیت و.[۲۳]
  • د فقیهانو له نظره د مُطهِّراتو یو قسم، د حیوان له بدنه د عین نجاست لرې کول دي.[۲۴] د آقا رضا همداني په وینا د دغه فتوا یو دلیل، له حیواناتو سره په چلند کې د متشرعه سیرت و چې سره له دې چې پوهېدل به، د دغه حیواناتو بدن د زوکړې په وخت د زیږون په وینه نجس و خو چې څنګه به یې ترې عین نجاست لرې کړ، هغه به یې پاک ګاڼه.[۲۵]
  • جعفر سبحاني د مړ کس په تقلید د پاتې کېدو د جواز د قایلانو یو دلیل، د متشرعه سیرت ګڼلی [۲۶] او ویلی یې دي چې متشرعه سیرت په ټولو وطنونو په تېره بیا هغو سیمو کې چې ورسره د اړیکو لاره کمزورې وه، په دې ولاړ و چې کله به یې د یو مجتهد په ژوند کې د هغه تقلیدکاوه، د هغه له وفاته وروسته به یې هم د هغه تقلید کاوه، تر هغه وخت چې د هغه په شان یا تر هغه افضل به یې ومونده.[۲۷]

د فقې د اصولو په مسایلو کې د متشرعه سیرت کارندوالی

د فقې د اصولو په علم کې، د دغه علم له اساسي مسایلو څخه د دوو مسالو یعنې د خبر واحد د حجیت او د ظواهر د حجیت د اثبات لپاره، په متشرعه سیرت استدلال شوی دی.[۲۸] د بېلګې په توګه ویلي یې دي چې د مسلمانانو او متشرعه و سیرت په هره زمانه او حتی د پېغمبر (ص) او معصومو امامانو (ع) په زمانه او د هغوي په اصحابو کې، په ثقه خبر باور کول وو او په دې په عمل کې د پېغمبر او معصومو امامانو لخوا کومه منعه هم نه ده رسېدلې.[۲۹] همداراز د ظواهرو د حجیت په اړه یې ویلي چې د ټولو مسلمانانو ان د امامانو (ع) د اصحابو سیرت په دې جاري و چې د متکلم مراد او مطلب ته د رسېدلو لپاره به یې د هغه د خبرې په ظواهرو باور او تکیه کوله او له دې خبرې منع هم نه ده شوې.[۳۰]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې