منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د احزاب سوره ۴۵ آیت

د wikishia لخوا
د احزاب سوره ۴۵ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتاحزاب
د آیت شمېر۴۵
جزء۲۱
د منځپانګې معلومات
د نزول ځایمدینه
موضوعد پیغمبر اکرم(ص) د ګواهي ورکولو مقام او هغه (مبشر) ښه زیری ورکوونکی او (منذر) وېرونکی کېدل
په اړهد پیغمبر(ص) ځانګړتیاوې
اړونده آیتونهد فتح سوره ۸ آیت، د فرقان سوره ۵۶ آیت او د اسراء سوره ۱۰۵ آیت


د احزاب سورې ۴۵م آیت د رسول اکرم(ص) لپاره درې مهم ځانګړتیاوې او رسالتونه بیانوي.[۱] په دې آیت کې، الله تعالی پیغمبر(ص) ته داسې خطاب کوي چې الله هغه په داسې حال کې استولی، چې د امت په اعمالو شاهد او ګواه، د نېکو خبر ورکوونکی او له بدو پایلو وېرونکی دی.[۲]

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً: ای پیغمبره، موږ ته داسې واستولې چې ګواه یې، د خوښیو زېری ورکوونکی یې او وېرونکی یې.[۳]

د دې آیت ورته مضمون په قران کې دوه ځايه نور هم راغلی دی: د فتح سورې په ۸م آیت او د فرقان سورې په ۵۶م آیت کې،[۴] خو د فرقان په ۵۶م آیت[۵] او د اسراء په ۱۰۵م آیت کې د «شاهداً» کلمه نه ده ذکر شوې.[۶]

د «شاهد» کلمه ګڼې معناوې لري[۷] او په دې آیت کې د «ګواه» په معنا کارول شوې ده،[۸] مفسرانو د دې آیت پر بنسټ رسول الله(ص) د خپل امت په کړنو ناظر(څارونکی) او ګواه بللی دی.[۹] دوی د دې معنی د پیاوړتیا لپاره نورو آیتونو ته اشاره کړې؛ لکه د بقرې ۱۲م آیت.[۱۰] د بقرې ۱۴۳م آیت[۱۱] او د توبې ۱۰۵م آیت،[۱۲] چې په هغو کې په څرګند ډول پیغمبر د شاهد او ګواه په توګه یاد شوی دی.[۱۳]

په ډېرو قراني آیتونو کې رسول الله(ص) د «مُبَشِّر» یا «بشیر» په نوم چې مانا یې د نېکو خبر ورکوونکی ده، او د «نَذیر» یا «مُنذِر» په نوم چې مانا یې وېرونکی او خبر ورکونکی ده، یاد شوی، او دا اوصاف د رسولانو د رسالت یوه برخه ګرځول شوې ده.[۱۴]

مرتضی مطهري د بشارت او انذار د دواړو د یو ځای راتګ تشریح داسې کوي: پیغمبر یوازې زېری ورکوونکی او لارښوونکی نه دی، بلکې خبرداری ورکوونکی هم دی؛ او که یوازې لارښود وای، خو څاه او کنده یې نه ښودله، ممکنه وه چې څوک لاره وویني، خو له دې امله چې څاه او ګړنګ نه ویني او غافل وي، فکر وکړي چې پر سمه لاره روان دی، خو څاه ته ولویږي.[۱۵] مطهري دا هم وايي چې بشارت (زېری ورکول) تشویق دی، او انذار خبرداری او د خطر اعلان دی، او د دین پر مبلغ لازمه ده چې په تبلیغ کې دواړو اړخونو ته پام وکړي.[۱۶]

فوټ نوټ

  1. سوره احزاب، آیه ۴۵؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۲۸، مخ۷۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۶، مخونه۳۲۹-۳۳۰.
  2. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۲۸، مخ۷۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۶، مخونه۳۲۹-۳۳۰.
  3. سوره احزاب، آیه ۴۵؛ د ناصر مکارم شیرازی ژباړه.
  4. د فتح سوره ۸ آیت؛ د فرقان سوره ۵۶ آیت.
  5. فرقان سوره، ۵۶ آیت.
  6. د اسراء سوره ۱۰۵ آیت.
  7. طریحی، مجمع البحرین، د مرتضوی خپرندوی، ټوک۳، مخ۷۷؛ مکارم شیرازی، لغات در تفسیر نمونه، ۱۳۸۷ش، مخ۳۱۰.
  8. مشکینی، تفسیر روان، ۱۳۹۲ل، ټوک۷، مخ۴۵۰.
  9. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۲۸، مخ۷۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۶، مخ۳۲۹.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۶، مخ۳۳۰.
  11. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۲۸، مخ۷۲.
  12. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۱۷، مخ۳۶۲.
  13. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۲۸، مخ۷۲؛ طباطبایی، المیزان، ټوک۱۶، مخ۳۳۰؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۱۷، مخ۳۶۲.
  14. فتح سوره ۸ آیت؛ مائده سوره، ۱۹آیت؛ اسراء سوره ۱۰۵آیت؛ فرقان سوره، ۵۶ آیت.
  15. مطهری، آشنایی با قرآن، ۱۴۰۲ل، ټوک۱۰، مخ۱۶۴.
  16. مطهری، سیره نبوی، ۱۴۰۲ل، مخونه۱۸۰-۱۸۱.

سرچينې

  • قرآن کریم
  • طباطبایي، سيد محمدحسين، الميزان في تفسير القرآن، بيروت، د الأعلمي د چاپ مؤسسه، ۱۳۹۳ هـ ق.
  • طريحي، فخرالدين بن محمد، مجمع البحرين، بيروت، دار او مکتبة الهلال، ۱۹۸۵ز.
  • فخر رازي، محمد بن عمر، التفسير الکبير، بيروت، دار إحياء التراث العربي، ۱۴۲۰ هـ ق.
  • مشکيني، علي، تفسير روان، قم، علمي او فرهنګي مؤسسه دارالحديث، ۱۳۹۲ل.
  • مطهري، مرتضي، له قرآن سره آشنايي، قم، د صدرا خپرندويه مؤسسه، ۱۴۰۲ل.
  • مطهري، مرتضی، سيره نبوي، قم، د صدرا خپرندويه مؤسسه، ۱۴۰۲ل.
  • مکارم شيرازي، ناصر، تفسير نمونه، تهران، دارالکتب الاسلاميه، ۱۳۷۴ل.
  • مکارم شيرازي، ناصر، لغات په تفسير نمونه کې، قم، د امام علي بن ابي طالب(ع) خپرندويه مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۸۷ل.