منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د عثمان کمیس

د wikishia لخوا

د عثمان کمیس په ۳۵ هجري قمري کال کې د عثمان بن عفان له وژل کېدو وروسته دهغه په وینو لړلي کمیس ته ویل کیږي. دغه کمیس د عثمان د وینې د غچ اخیستلو نښه او د معاویه بن ابي‌سفیان له خوا د هغه له وژل کېدو څخه[۱] د سیاسي ګټې اخیستنې یوه بېلګه ګڼل کېږي، چې موخه یې واک ته رسېدل وو.[۲]

د تاریخي سرچینو د راپور له مخې، د عثمان له وژل کېدو وروسته عمرو بن عاص معاویه ته وړاندیز وکړ، چې له دې پېښې څخه په ګټې اخیستنې سره د شام خلک د عثمان د وینې د غچ اخیستلو لپاره راوبولي او د هغه د وژنې مسؤولیت پر علي بن ابي‌طالب(ع) ورواچوي[۳] او د هغوی په ملاتړ له امام علي(ع) سره جګړه وکړي.[۴] د تاریخ‌پوهانو په وینا، نُعْمانُ بْنُ بَشیر د عثمان په وینو‌لړلی کمیس او د عثمان د مېرمنې نائله پرې شوې ګوتې، چې د خپل مېړه د دفاع پر مهال ټپي شوې وه، شام ته یووړې. معاویه دغه توکي د منبر پر سر وځړول[۵] او د عثمان کمیس شاوخوا یو کال پر منبر پاتې شو. د راپورونو له مخې، دغه اقدام د شام د خلکو د ماتم، د عثمان د وینې د غچ اخیستلو د شعار د خپرېدو او د عامه افکارو د راپارېدو لامل شو.[۶] د اهل سنتو تاریخ‌پوه ابن کثیر هم راپور ورکړی، چې معاویه او د صحابه‌وو او تابعینو یوې ډلې له دغې پېښې څخه په ګټې اخیستنې، خلک د عثمان د وینې د غچ اخیستلو لپاره هڅول.[۷]

د تاریخ‌پوهانو په وینا، معاویه هغو کسانو ته په ځواب کې چې هغه یې د امام علي(ع) بیعت ته راباله، ادعا کوله چې علي(ع) د عثمان په وژنه کې بې‌تقصیره نه دی؛ او که داسې وي، نو باید د عثمان قاتلان هغه ته وسپاري، ترڅو له هغې وروسته د خلافت د مسئلې په اړه پرېکړه وشي.[۸] په مقابل کې، علي بن ابي‌طالب (ع) معاویه ته په یوه لیک کې د عثمان د وینې غچ اخیستل د هغه اصلي موخه ونه بلله، بلکې هغه یې خپلو دنیوي موخو ته د رسېدو لپاره یوه پلمه وګڼله.[۹]

د عثمان د کمیس پېښه، په ځینو توپیرونو سره، په تاریخ الرسل والملوک،[۱۰] تاریخ مدینة دمشق[۱۱] او البدایة والنهایة[۱۲] په څېر تاریخي سرچینو کې نقل شوې ده. د دغو سرچینو له مخې، د عثمان د وینې د غچ اخیستلو تر شعار لاندې د معاویه تبلیغاتو، د شام د ځواکونو په لامبندي کولو، د امام علي(ع) له لښکر سره د مقابلې په رامنځته کولو او په پای کې په ۳۷ هجري قمري کال کې د صفین د جګړې په پېښېدو کې اغېزناک رول درلود.[۱۳]

په ادبیاتو کې د «پیراهن عثمان»(د عثمان کمیس) یا «پیراهن عثمان کردن» (د عثمان د کمیس په څېر پلمه جوړول) اصطلاح په یوه متل بدله شوې ده، چې د سیاسي یا شخصي موخو د پرمخ وړلو لپاره د پلمې په توګه د یوه حق یا پېښې کارولو ته ویل کېږي.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. ↑ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ټوک۳، مخ۲۲؛ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۳، مخ۵۶۱.
  2. ↑ شعراوي، تفسیر الشعراوي، ټوک۱۱، مخ۶۸۸۹.
  3. ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابن‌مزاحم، وقعة صفین، مخ۶۰؛ دینوری، اخبارالطوال، ۱۹۴-۱۹۸ مخونه.
  4. ↑ ابن‌طقطقي، الفخري في الآداب السلطانیة والدول الإسلامیة، مخ۹۰.
  5. ↑ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۳، مخ۵۶۱.
  6. ↑ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۳، مخ۵۶۱.
  7. ↑ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ټوک۷، مخ۲۲۷.
  8. ↑ ابن‌مزاحم، وقعة صفین، مخ۲۷۱.
  9. ↑ دینوري، اخبارالطوال، مخ۱۶۳.
  10. ↑ طبري، تاریخ الطبري، ټوک۳، مخ۵۶۱.
  11. ↑ ابن‌عساکر، تاریخ دمشق، ټوک۳۹، مخ۳۷۹.
  12. ↑ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ټوک۷، مخ۲۲۷.
  13. ↑ ابن‌طقطقي، الفخري في الآداب السلطانیة والدول الإسلامیة، مخ۹۰.
  14. ↑ دهخدا، امثال و حکم، ټوک۱، مخ۱۹، ذیل «پیراهن عثمان کردن».

سرچينې

  • ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، څېړنه: محمد عبدالقادر عطا، بیروت: دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ هـ.ق.
  • ابن طِقطَقی، محمد بن علي بن طباطبا، الفخري في الآداب السلطانیة والدول الإسلامیة، بیروت: دار صادر، بې نېټې.
  • ابن عساکر، علي بن الحسن، تاریخ مدینة دمشق و ذکر فضلها و تسمیة من حلها من الأماثل أو اجتاز بنواحیها من واردیها و أهلها، بیروت: دار الفکر، ۱۴۱۵ هـ.ق.
  • ابن کثیر، إسماعیل بن عمر، البدایة والنهایة، بیروت: دار الفکر، ۱۴۰۷ هـ.ق / ۱۹۸۶ م.
  • نصر بن مُزاحِم المِنقَري، وقعة صِفّین، ژباړه: پرویز اتابکي، تهران: داسلامي انقلاب ښونه او خپرندویه، دوهم چاپ، ۱۳۷۰ هـ.ل.
  • دهخدا، علي‌اکبر، امثال و حکم، تهران: امیرکبیر، ۱۳۶۳ هـ.ل.
  • دینوري، أحمد بن داود، الأخبار الطِّوال، څېړنه: عبدالمنعم عامر؛ کتنه: جمال‌الدین شیال، قم: منشورات الشریف الرضي، لومړی چاپ، ۱۳۷۳ هـ.ل.
  • شعراوي، محمد متولي، تفسیر الشعراوي، بیروت: أخبار الیوم، إدارة الکتب والمکتبات، ۱۹۹۱ م.
  • طبري، محمد بن جریر، تاریخ الطبري، تاریخ الامم و الملوک، لیدن، ۱۸۷۹ م.