د عثمان د قتل پیښه

د wikishia لخوا
دا مقاله د عثمان بن عفان د قتل په هکله ده. د دریم خلیفه د پيژندګلو لپاره عثمان بن عفان وګورئ.

د عثمان د قتل پیښه، هجرت په 35 کال کې د دریم خلیفه عثمان بن عفان په خلاف د خلکو بغاوت ته اشاره لري چې د عثمان قتل په کې وشو. دا بغاوت د مصر د خلکو له خوا په دې سبب وشو چې عثمان بن عفان عمرو بن عاص سهمی د مصر له والیتوبه لری کړ او عبدالله بن ابی­سرح یې د هغه په ځای وګماره. البته د عثمان د حکومت کولو طریقه، او اموي خپلوانو ته حکومتي منصبونه ورکول او همدارنګ له بیت الماله هغوي ته ډېر بخششونه ورکول د خلکو او د پيغمبر(ص) د ځینې اصحابو د ناراضګۍ او نیوکو سبب شوی و. مصري نیوکه کوونکي مدینه ته لاړل او د امام علی(ع) په منځګړيتوب او همدارنګ د عثمان په دې ژمنې سره چې کارونه به سم کړي د مصر په لور ستانه شو خو د ستنیدو په لاره کې یې د عثمان هغه لیک ولیده چې د مصر والي ته یې لیکلی و چې په کې یې د هغوي د قتل او زنداني کولو حکم ورکړی و. له همدې سببه مدینې ته ستانه شول او دا یې وغوښتل چې عثمان دې خلافت پریږدي خو عثمان د هغوي غوښته ونه منله. هغوي د عثمان کور محاصره کړ او له څلویښتو ورځو محاصرې وروسته هغه ووژل شو او د مسلمانانو په هدیره کې یې له ښخولو مخه ونیول شوه.

د عثمان قتل، د مسلمانانو تر مینځ د جنګونو د شورو کیدو سبب شو. د نورو شيانو تر څنګ د بني هاشمو او بني اميه تر منځ شخړه يو ځل بيا راپورته شوه او عائشې، طلحه او زبير د عثمان د وينې تويولو په پلمه د جَمَل جنګ پيل کړه. له همدې امله دا پیښه په اسلامي نړۍ کې د فتنې پیل ګڼل کیږي.

امام علي(ع) عثمان خطاکار او غلطي کوونکې ګڼه خو د هغه له وژلو سره موافق نه و، له همدې سببه یې ځینې کسانو لکه امام حسن(ع) او عبدالله بن زبير ته امر وکړ چې د عثمان د کور ساتنه وکړي.

په اسلامي تاریخ کې اهمیت او ځای

د عثمان قتل د اسلام له پېغمبره(ص) وروسته د خپل وخت له مهمو پېښو ګڼل کېږي. د ځينو څېړونکو په اند د هغه له وژلو وروسته اسلامي تاريخ نوي پړاو ته داخل شو.[۱] همدارنګه د عثمان قتل بېلابېلې پايلې درلودې او د ورپسې پېښو په رامنځته کېدو کې يې اغېز درلود. د اهل سنتو مورخ ابن حَجَر عسقلاني (وفات ۸۵۲ هـ) د عثمان قتل په اسلامي نړۍ کې د فتنې پیل ګڼلی دی.[۲]

د کیسې تفصیل

د سرچینو له مخې، د مصر له حکومت څخه د عمرو بن عاص له لېرې کېدو او د هغه پر ځای د عبدالله بن ابی­ سرح له ټاکل کېدو وروسته، شاوخوا شپږ سوه مصريان د نیوکې لپاره مدينې منورې ته ولاړل او دا د عثمان پر ضد د نیوکو پيل و.[۳] ځینو نورو بیا له بیت المال څخه د خلیفه بخښنه د هغه پر ضد د بغاوت د پیل لامل ګڼلی ده.[۴] د مدينې په لور له روانیدو وروسته نیوکه کونکیو د خطونو ليکلو په وسیله نور کسان هم مدينې ته راوبلل.[۵]

مدینې ته د اعتراض کوونکو راننوتل او د عثمان توبه

کله چې مخالفین مدینې منورې ته نږدی ورسیدل، عثمان، امام علي(ع) منځګړی کړ چې هغوي مصر ته ستانه کړي.[۶] د سرچينو له مخې عثمان له اعتراض کونکیو سره ژمنه وکړه چې جلاوطن شوي کسان به بيرته ستنوي. د مالونو وېش کې به د عدالت خیال ساتي او په چارو کې به امانتدار او قوي کسان ټاکي.[۷] همدارنګه عثمان منبر ته وخوت او په خپلو اعمالو یې توبه وکړه او بخښنه یې وغوښته او خلک يې د خپلو خبرو شاهدان کړل.[۸] له دې وروسته اعتراض کوونکي بېرته خپلو ښارونو ته ستانه شول.[۹]

مدینې ته د نیوکه کوونکیو راستنیدل

کله چې نیوکه کوونکي له مدينې ستنیدل، نو د خليفه یو مریې یې ولید چې يو ليک يې پټ کړی و.[۱۰] دا لیک د خلیفه ټاپی سره و او په کې یې حکم کړی و چې باغیان دې قتل او زنداني شي. باغیان د لیک له ترلاسه کولو وروسته مدینې ته راستانه شول[۱۱] کوفیان هم له خبریدو وروسته مدینې ته راستانه شول[۱۲] باغیان امام علی(ع) ته ورغلل او له هغه سره عثمان ته لاړل. عثمان قسم وخوړ چې نه يې ليک ليکلی او نه ترې خبر دی [۱۳] خو باغيان قانع نه شول او ويې ويل چې عثمان بايد له خلافت څخه عزل شي.[۱۴] عثمان د دوی خبره ونه منله خو ويې ويل چې توبې ته چمتو دی. باغيانو د هغه تیرې توبې او د هغې ماتولو ته په پام سره وويل چې هغوي به يوازې د عثمان له خلافت څخه په عزل کیدو راضي شي او په دې لاره کې به يا وژل کیږي او یا به عثمان ووژني.[۱۵]

د عثمان د کور محاصره

اعتراض کوونکو د عثمان کور محاصره کړ او کور ته يې د اوبو او خوراکي توکو د ننوتلو مخه ونيوله [۱۶] محاصره کوونکي د مصر، بصرې، کوفې او ځینې د مدينې خلک وو.[۱۷] د عثمان د کور محاصرې څلوېښت ورځې دوام وموند.[۱۸] په دې موده کې عثمان معاويه او ابن عامر ته ليکونه وليکل او له هغوى څخه يې مرسته وغوښته.[۱۹] همدارنګه د امام علی(ع) په حکم، ځينې کسانو لکه امام حسن(ع) عبدالله بن زبیر او مروان بن حکم د عثمان د کور ساتنه کوله.[۲۰]

عثمان له امام علی(ع)، طلحه، زبیر او د پیغمبر له میرمنو وغوښتل چې اوبه ورته ورسوي[۲۱] امام علی(ع) او د پیغمبر میرمن ام حبیبه هغه لومړي کسان وو چې عثمان ته یې د اوبو رسولو هڅه وکړه خو باغیانو د هغوی مخه ونیوه[۲۲] د اوبو او خواړو له مخه نیولو وروسته امام علی(ع) باغیان وغندل او د هغوی کړنې یې د مؤمنانو او حتی د کافرانو اعمالو ته هم ورته ونه ګڼلې او ویې ویل چې ولې د هغه نیول او وژل روا ګڼئ.[۲۳] البته ځينو ډلو په پټه خليفه ته اوبه راوړې.[۲۴]

د عثمان قتل او دفن

د عثمان د وژنې په اړه بېلابېل نقلونه شوي دي[۲۵] د ځينو نقلونو له مخې لومړۍ یوې ډلې پر کور بريد وکړ او خلک يې له کوره وويستل. دوی بیا برید وکړ، په دې برید کې عثمان ووژل شو [۲۶] او د هغه د میرمنې نائله ګوتې په کې پرې شوې.[۲۷]

د عثمان قتل د ۳۵ هجري قمري کال د ذوالحجې په ۱۸ نیټه ګڼل شوی دی.[۲۸] د عثمان د قتل ورځ په تاریخ کښې د «یوم الدار واقعه» په نامه مشهوره ده.[۲۹] د طبري تاریخ د نقل پر اساس د عثمان جنازه تر دریو ورځو پریښودی شوه. له دې وروسته ځينې کسانو د هغه جنازه د بقيع په لور يوړه، خو ځينو خلکو يې په بقيع کې د ښخولو مخه ونيوه، نو له همدې سببه هغه په حُش کوکب (د يهودیانو په هديره) کې خاورو ته وسپارل شو او بيا وروسته وختونو کې معاويه دغه ځای په بقيع کې شامل کړ.[۳۰]

د نا رضایتۍ او بغاوت سریزې

ځينې په دې اند دي چې د عثمان خلاف بغاوت ناڅاپي او يو ځل نه و، بلکې بېلابېل عوامل د وخت په تېرېدو سره د مخالفت د رامنځته کېدو لامل شول.[۳۱] په دې لاملونه کې ډېر د خلیفه په کړنو پسې تړلي وو.[۳۲] چې ځینې یې دا دي:

بني اميه ته د مسئوليتونو سپارل

د تاریخ لیکونکي رسول جعفریان (د زیږیدو کال ۱۳۴۳) له قوله، عثمان حکومتي مهم منصبونه بنی امیه ته ورکړي وو او په عملي توګه حکومت د هغوي په لاس ورغلی و.[۳۳] ویلي شوي دي بنی امیه ته د مسئولیتونو سپارل داسې وو لکه «د امیه حکومت جوړول» نو ځکه یې په هم دې نامې یادولی شو.[۳۴] تاریخي سرچینو د عثمان ځینې خپلوان او د هغوي مسئولیتونه څه دا رنګ ګڼلي دي:

نوم نَسَب او عثمان سره خپلولي مسئولیت
ولید بن عقبه د عثمان میرنه ورور د کوفې حاکم[۳۵]
عبدالله بن عامر د عثمان د ماما زوی د بصرې حاکم[۳۶]
عبدالله بن ابی‌سرح د عثمان د شودو ورور د مصر حاکم[۳۷]
معاویة بن ابی سفیان بنی‌امیه د شام حاکم[۳۸]
مروان بن حکم د عثمان د تره زوی او زوم د لیکونو لیکوال[۳۹]
سعید بن عاص بنی‌امیه د کوفې حاکم[۴۰]

په مهمو منصبونو باندې د عثمان د خپلوانو ټاکل او همدارنګ د هغوی د حکومت کولو طریقه هم د ډېرو مسلمانانو د اعتراض سبب شوه.[۴۱] ځکه چې عبدالله بن عامر د ارتداد وړاندینه درلوده[۴۲] ولید بن عقبه ته په قرآن کریم کې فاسق ویل شوي دي.[۴۳] مروان بن حکم او پلار يې رسول الله(ص) له مدينې منورې څخه شړلې وو، خو عثمان هغوي بېرته مدينې ته راوستل.[۴۴]

امام علي(ع) فرمايي: «دريم (عثمان) چې کله واک ته ورسېد... او د هغه د پلرنی ټاټوبی (بني اميه) له هغه سره راپاڅېدل او بیت المال یې داسې وخوړ لکه اوښ چې د پسرلي تازه بوټي په حرص سره خوري. په دې حالت کې، د هغه کرونده پنبه شوه (دا متل دې یعنی عمل یې خرابی جوړه کړه)، او د هغه عمل د هغه کار پای ته ورساوه.»[۴۵]

د بیت المال بخښل

عثمان خلافت ته له رسیدو وروسته ډېر شتمن شوی و[۴۶] د عثمان تر ټولو مهمه ستونزه د هغه د بیت المال ورکول ګڼل شوي دي[۴۷] امویانو ته به یې ډېر جایدادونه ورکول[۴۸] د مثال په توګه کوم خمس چې له افریقې راغلی و هغه یې ټول مروان بن حکم ته ورکړ،[۴۹]او په بل وخت کې یې عبدالله بن ابی­سرح ته ورکړ.[۵۰] همدارنګ یې ډېر مالونه حارث بن حکم،[۵۱] حکم بن ابي العاص،[۵۲] عبدالله بن خالد بن اسيد او نورو... ته وبخښل،[۵۳] د عثمان له بیت الماله دا بخښنې د تیرو خلیفه ګانو د کړنو مخالفې وې،[۵۴] دې په ټولنه منفي اغیزه درلوده او د ډیرو خلکو د بدګومانۍ لامل شو.[۵۵]

عبدالله بن سبا

د اهل سنتو ځینې تاریخ پوهان په دې باور دي چې عبدالله بن سبأ د عثمان خلاف په تبلیغاتو او بغاوت کې رول لوبولی دی.[۵۶] له بلې خوا د شیعو[۵۷] او سني عالمانو[۵۸] یوې ډلې د عبدالله بن سبا په نوم د یو کس په موجودیت کې هم شک کړی دی. همدارنګه د رسول جعفریان په وینا اسلامي ټولنه دومره کمزورې نه وه چې د یوه نوي مسلمان یهودي له خوا د اسلامي خلافت پر ضد پاڅون ترسره شی.[۵۹]

د اصحابو کړنې

طه حسین (وفات 1973) چې یو له سني څیړونکو څخه دی، په دې باور دی چې د عثمان په وژلو کې له صحابه ډلی څخه انصارو او مهاجرو هیڅ یو هم لاس نه درلود. په دوي کې ځینې عثمان ته د سزا ورکولو مخالف وو، خو مجبور شول چې غلي پاتې شي، ځینو نورو مداخله ونه کړه او ځینې نور له مدینې منورې ووتل[۶۰] همدارنګ هغه په دې باور دی چې د عثمان د کور د محاصرې په هکله چې کوم د صحابه کرامو د رول په اړه په سرچینو کې څه راغلي دي، هغه ضعيف دي[۶۱] ځکه چې سنيان د ټولو صحابه کرامو په عدالت عقيده لري او د عثمان په وژلو کې د هغوی ونډه د دې عقیدې خلاف ده[۶۲] خو د مختلفو منابعو له مخې ځينې صحابه کرامو د عثمان په خلاف په بغاوت کې رول درلود. د بېلګې په توګه هاشم بن عتبه د عثمان قاتلان د محمد(ص) اصحاب او د هغوي اولادونه او نور... ښودلي دي.[۶۳] همدارنګ د عثمان میرمنې د عثمان له قتل وروسته، معاویه ته یو لیک  ولیکه او په هغې کې یې د مدینې خلک هغه کسان ګڼلي دي چې عثمان يې په خپل کور کې محاصره کړ.[۶۴]

امام علی(ع)

له یوې خوا امام علی(ع) عثمان «حَمَّالُ الْخَطَایا؛ د ډېرو خطاګانو خاوند» بللی دی[۶۵] او دا باور يې نه درلود چې هغه مظلوم وژلی شوی دی.[۶۶] له بلې خوا د عثمان د وژلو مخالف و او د هغه په قتل کې یې ځان تر ټولو خلکو بې ګناه ګڼلو.[۶۷] همدارنګه امام علی(ع) باغیانو ته نصیحت کاوه او د هغوی تېروتنې به یې ورته په ګوته کولې.[۶۸]

د عثمان د کور د محاصرې په وخت کې، ځینې کسانو امام علی(ع) ته وړاندیز وکړ چې له مدینې وځي د دې لپاره چې که عثمان ووژل شي نو هغه به په ښار کې نه وي. خو امام علی(ع) د هغوي وړاندیز ونه منه.[۶۹]

طلحه

طه حسین (وفات کال 1973)، یو مصري تاریخ لیکونکی، طلحه له هغو کسانو څخه ګڼي چې باغیانو ته به یې خپله ګروهنه نه پټوله، بلکې د هغوي یوې ډلې ته یې ځینې مالونه هم ورکړل.[۷۰] همدارنګه، د ځینو سرچینو په نقل، د طلحه په وړانديز د عثمان کور ته د اوبو او خوراکي توکو د رسولو مخنیوې وشو.[۷۱]

معاویه

کله چې عثمان تر محاصرې لاندې و، معاویه ته یې یو لیک ولیکه او له هغه یې مرسته وغوښته. معاويه هم دولس زره لښکر ولېږه. خو امر يې وکړ چې د شام په پولو کې پاتې شي تر څو چې بل حکم صادر نه شي.[۷۲] دغه لښکر مدينې ته په رسېدو او د خليفه په مرسته کې سستي وکړه او کله چې د شام استازې عثمان ته د خبر ورکولو لپاره ورغی نو عثمان ورته وويل چې تاسو زما د قتل په  انتظار یئ، چې بیا ځان زما بدل اخستونکي جوړ کړئ.[۷۳]

امام علي(ع) معاويه د عثمان په قتل کې ګناهګار ګڼه او کله چې معاويه هغه باندې د عثمان د قتل تور ولګوه، نو د محاصرې په وخت کې د معاويه سستي او په خپله د عثمان دفاع کول یې ورته ورياد کړل.[۷۴]

امام علی(ع) فرمایي: «کوم یو د هغه د وژلو لاره برابره کړه؛ هغه علي چې عثمان سره مرسته وکړه چې په خپل ځاى پاتی شي او خپلې کړنې بندې کړي، يا معاويه چې عثمان ترې مرسته وغوښته او هغه یې په مرسته کې ځنډ وکړ او د مرګ لښکر یې ورته په سر راوسته[۷۵].


ځينو نورو صحابه کرامو هم معاويه ته په خطاب کې هغه د عثمان په قتل کې ګناهګار ګڼلی، چې د هغه په ​​ملاتړ کې سستي وکړه او د عثمان د قتل په انتظار کې و.[۷۶]

عایشه

د محمد بن جریر طبري له قوله، عایشه د عثمان په اړه ویلي دي: «اُقْتُلُوا نَعْثَلا[یادداشت ۱] فَقَدْ کفَر؛ نعثل (عثمان) ووژنئ، هغه کافر شوی دی».[۷۷]

کله چې باغیان په مدینه کې وو، مروان بن حکم، له عایشه وغوښتل چې د خلیفه او باغیانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. عایشه د حج سفر بهانه وکړه او ویې ویل چې غوښتل یې عثمان ټوټه ټوټه کړي او سمندر ته یې وغورځوي. [۷۸] د عثمان له مړینې وروسته عایشې خپل دریځ بدل کړ او د هغه د وینې پور یې وغوښت.[۷۹] د سعد بن ابی وقاص په هغه لیک کې چې ابن عاص ته یې لیکلی دی راغلي دي: عثمان په هغه توره ووژل شو چې عائشې راویسته او طلحه تیزه کړه.[۸۰] خو د عثمان له وژلو او د خلکو له علي(ع) سره له بيعت کولو وروسته، عائشه بېرته مکې ته لاړه او خلکو ته يې وينا وکړه او په اشارې سره یې امام علي(ع) د عثمان د وژلو ذمه وار وګڼه.[۸۱] د عايشې په دې بدلېدو سره د پېغمبراکرم(ص) مېرمن بي بي ام سلمه د هغې غندنه وکړه، چې تا خلک د عثمان وژلو ته هڅول او نن داسې خبرې کوې.[۸۲] عایشې ورته په ځواب کې وویل: هغه څه چې زه یې اوس وایم له هغه څه غوره دي چې ما هغه وخت وویل.[۸۳]

پایلې

د عثمان قتل ځینې پایلې درلودې، چې ځینې یې دا دي:

  • د امام علی(ع) د خلافت په وخت کې د جنګونو د رامنځته کولو سریزې یې برابر کړې؛ د تاریخ پوهانو په وینا د جَمَل جنګ د عائشې، طلحه او زبیر لخوا د عثمان د وینې د پور غوښتلو په پلمه پیل شوې و.[۸۴] البته امام علي(ع) هغوي ته په یوه لیک کې په وژلو کې د هغه رول نه درلودل او د عثمان د وینې د پور غوښتلو په هکله د هغوي په حقه نه شول بیان کړي دي.[۸۵] امام علی(ع) د طلحه او زبیر په هکله هم داسې وویل چې دوي د داسې حق غوښتنه کوي چې پخپله یې پریښود او د داسې وینې (د عثمان) د بدلې دعوا کوي چې په خپله یې هغه بهولې ده.[۸۶]
  • د بني اميه او بنی هاشمو تر مینځ د اختلاف اور بیا تازه کیدل: بنی امیه، د عثمان له وژلو، د يوې وسيلې په توګه کار واخيست چې د عربو تر مینځ خپله برتري او واک بیا ژوندی کړي[۸۷] هغوي ځانونه د عثمان د وينې بدله اخستونکي او علي(ع) یې په دې هکله ګناهګار معرفي کړ.[۸۸] د رسول جعفريان په وينا د عثمان مړینې د معاويه لپاره تر ټولو زیاته ګټه ولره.[۸۹] هغه د عثمان له قتله وروسته منبر ته وخوت او ځان يې د عثمان د وينې پور غوښتونکی وګڼه[۹۰] او د عثمان د مېرمنې نائله پرې ګوتې او د عثمان کميس ورسره د شام د خلکو د هڅولو لپاره ښه بهانه شوه.[۹۱]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. الغبان، فتنة مقتل عثمان بن عفان، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۳۸.
  2. ابن‌حجر، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۳۷۹.
  3. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۱۷۰.
  4. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۶۷.
  5. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۵۹۴.
  6. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۱۷۰- ۱۷۱.
  7. شیخ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۷۱۳؛ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۴۴۳؛ خلیفة، تاریخ خلیفة، ۱۴۱۵ق، ص۹۹.
  8. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۱۷۱-۱۷۲.
  9. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۱۷۰- ۱۷۱.
  10. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۶۸.
  11. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۴۴۲-۴۴۳.
  12. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۵۹۹.
  13. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۴۴۲-۴۴۳.
  14. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۵۹۹.
  15. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۶۹.
  16. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۷۲.
  17. ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۴۹۰.
  18. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۷۲.
  19. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۷۰.
  20. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۴۶.
  21. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۷۳.
  22. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۳۸۶.
  23. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۳۸۶.
  24. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۷۴.
  25. غریب، خلافة عثمان بن عفان، قاهره، ص۱۴۹.
  26. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۴۲۶.
  27. ابن‌الطقطقی، الفخری، ۱۴۱۸ق، ص۱۰۴.
  28. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۲.
  29. ابن‌الطقطقی، الفخری، ۱۴۱۸ق، ص۱۰۴
  30. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۴۱۲.
  31. غریب، خلافة عثمان بن عفان، قاهره، ص۱۰۳.
  32. الشیخ، «اسباب الفتنة فی عهد عثمان»، ص۴۵۵.
  33. جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۸۰ش، ص۱۴۴.
  34. بختیاری، «ساختار سیاسی حکومت عثمان»، ص۶۵.
  35. دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۳۹.
  36. دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۳۹.
  37. دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۳۹.
  38. خلیفة، تاریخ خلیفة، ۱۴۱۵ق، ص۱۰۶.
  39. خلیفة، تاریخ خلیفة، ۱۴۱۵ق، ص۱۰۶.
  40. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۶۲۲.
  41. غریب، خلافة عثمان بن عفان، قاهره، ص۱۰۵.
  42. غریب، خلافة عثمان بن عفان، قاهره، ص۱۰۶.
  43. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج ۴، ص۱۵۵۳.
  44. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۵۹.
  45. نهج‌البلاغة، صبحی صالح، خطبه۳.
  46. الشیخ، «اسباب الفتنة فی عهد عثمان»، ص۴۵۵.
  47. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۷۳.
  48. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۱۷۱.
  49. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۵۸۰.
  50. غریب، خلافة عثمان بن عفان، قاهره، ص۱۵۶.
  51. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۵۴۱.
  52. مقدسی، البدء و التاریخ، بورسعید، ج۵، ص۲۰۰.
  53. ابن‌الطقطقی، الفخری، ۱۴۱۸ق، ص۱۰۲-۱۰۳.
  54. ابن‌الطقطقی، الفخری، ۱۴۱۸ق، ص۱۰۲-۱۰۳.
  55. الشیخ، «اسباب الفتنة فی عهد عثمان»، ص۴۵۵.
  56. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۱۶۷؛ ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۵۸۷.
  57. وګورئ، عسگری، عبدالله بن سبا و اساطیر اخری، ۱۳۷۵ق.
  58. طه حسین، الفتنه الکبری،۲۰۱۲م، ج۲، ص۱۰۲.
  59. جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۸۰ش، ص۱۵۶.
  60. حسین، «علی و فتنه بزرگ قتل عثمان»، ص۴۵.
  61. الغبان، فتنة مقتل عثمان بن عفان، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۳۷.
  62. الغبان، فتنة مقتل عثمان بن عفان، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۱۶.
  63. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۳.
  64. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۶۱.
  65. ثقفی، الغارات، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۲۶.
  66. نصر بن مزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ص۲۰۲.
  67. نهج‌البلاغة، صبحی صالح، نامه۶.
  68. مثال په توګه وګورئ، ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۷۳.
  69. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۱، ص۴۸۷؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۵۶۸.
  70. حسین، «علی و فتنه بزرگ قتل عثمان»، ص۴۵.
  71. ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۵۷.
  72. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۷۵.
  73. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۷۵.
  74. نهج‌البلاغة، صبحی صالح، نامه۲۸.
  75. نهج‌البلاغة، صبحی صالح، نامه۲۸.
  76. وګورئ، جعفریان تاریخ خلفا، ۱۳۸۰ش، ص۱۷۴-۱۷۵.
  77. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۴۵۹.
  78. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۷۵.
  79. ابن‌خلدون، دیوان المبتدأ و الخبر، ۱۴۰۸ق، ج‏،۲ ص۶۰۷.
  80. عبدالمقصود، الامام علی بن ابی‌طالب، مکتبة العرفان، ج۲، ص۲۳۶.
  81. عبدالمقصود، الامام علی بن ابی‌طالب، مکتبة العرفان، ج۲، ص۲۶۷.
  82. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۴۳۷.
  83. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۴۵۹.
  84. مثال په توګه وګورئ، ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۲۰۵-۲۰۸.
  85. نهج‌البلاغه، صبحی صالح، نامه۵۴.
  86. نهج‌البلاغة، صبحی صالح، خطبه۲۲.
  87. غریب، خلافة عثمان بن عفان، قاهره، ص۱۶۵.
  88. غریب، خلافة عثمان بن عفان، قاهره، ص۱۵۲.
  89. جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۸۰ش، ص۱۷۸.
  90. نصر بن مزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ص۸۱.
  91. ابن‌الطقطقی، الفخری، ۱۴۱۸ق، ص۱۰۴.
  92. کوثری، «بررسی ریشه‌های تاریخی ناصبی‌گری»، ص۹۹.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسدالغابة فی معرفة الصحابة، بیروت،‌ دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت،‌ دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌اعثم کوفی، احمد بن اعثم، الفتوح، تحقیق: علی شیری، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌الطقطقی، محمد بن علی، الفخری، تحقیق: عبدالقادر محمد مایو، بیروت، دارالقلم العربی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • ابن‌العبری، تاریخ مختصر الدول، بیروت، دارالشرق، ۱۹۹۲م.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم، محقق: محمد عبدالقادر عطا، مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبدالموجود، علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن‌خلدون، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق: علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌قتیبه دینوری، عبدالله بن مسلم، الامامة و السیاسة، تحقیق: علی شیری، بیروت، دارالأضواء، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌مسكويه، ابوعلى، تجارب الأمم، تحقيق ابو القاسم امامى، تهران، سروش، الطبعة الثانية، ۱۳۷۹ش.
  • الشیخ، عبدالمنعم، «اسباب الفتنة فی عهد عثمان»، مجله الازهر، شماره۲۲، محرم۱۳۷۰ق.
  • الغبان، محمد بن عبدالله، فتنة مقتل عثمان بن عفان، مدینه، الجامعه الاسلامیه، ۱۴۱۹ق.
  • بختیاری، شهلا، «ساختار سیاسی حکومت عثمان»، مجله کیهان اندیشه، شماره۷۷، اردیبهشت ۱۳۷۷ش.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار، ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • ثقفی، ابراهیم بن محمد، الغارات، تصحیح: جلال‌الدین محدث، تهران، انجمن آثار ملی، چاپ اول، ۱۳۹۵ق.
  • جعفریان، رسول، تاریخ خلفا، قم، دلیل ما، ۱۳۸۰ش.
  • حسین، طه، «علی و فتنه بزرگ قتل عثمان»، ترجمه: رضا رادی، مجله گلستان قرآن، شماره۱۰، اردیبهشت۱۳۷۹ش.
  • حسین، طه، الفتنه الکبری، قاهره، هنداوی، ۲۰۱۲م.
  • خلیفة بن خیاط، تاریخ خلیفة بن خیاط، تحقیق فواز، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • دینوری، احمد بن داود، الاخبار الطوال، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، تحقیق: عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دارالثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الاختصاص، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق: محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • عبدالمقصود، عبدالفتاح، الامام علی بن ابی‌طالب، بیروت، مکتبه العرفان، بی‌تا.
  • غریب، مأمون، خلافة عثمان بن عفان، قاهره، مرکز الکتاب للنشر، بی‌تا.
  • کوثری، احمد، «بررسی ریشه‌های تاریخی ناصبی‌گری»، در مجله سراج منیر، شماره ۱۶، زمستان ۱۳۹۳ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دارإحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بور سعید، مکتبة الثقافة الدینیة، بی‌تا.
  • نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تصحیح: عبدالسلام محمد هارون، قم، مکتبة آیة‌الله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • نهج‌البلاغة، تحقیق: صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دارصادر، چاپ اول، بی‌تا.