منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د نساء سوره ۱۷۶ آیت

د wikishia لخوا
د نساء سوره ۱۷۶ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتنساء
د آیت شمېر۱۷۶
جزء۶
د منځپانګې معلومات
موضوعفقهي
په اړهد کلاله میراث
اړونده آیتونهد نساء سوره ۱۲ آیت


۱۷۶ م آیت د نساء سورې وروستی آیت دی[۱] چې د کَلاله د وراثت (میراث) په اړه خبرې کوي.[۲] کلاله هغه مړ شوي کس ته ویل کېږي چې نه پلار، نه مور او نه هم اولاد ولري چې له هغه څخه ارث اخیستلی.[۳]

په دې آیه کې د هغو کسانو د میراث حکم بیان شوی چې له پلار او مور یا د پلار له خوا سره خویندې او وروڼه وي.[۴] د آیت په پای کې دا هم یادونه شوې چې د نارینه وو برخه د ښځو برخه دوه چنده ده،[۵] هغه قاعده چې په نورو آیتونو کې هم راغلې ده.[۶]

يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلَالَةِ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ وَهُوَ يَرِثُهَا إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهَا وَلَدٌ فَإِنْ كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ وَإِنْ كَانُوا إِخْوَةً رِجَالًا وَنِسَاءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ أَنْ تَضِلُّوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ


(۱۷۶ آیت) له تا د (کلاله) په اړه پوښتنه کوي، ووايه: الله تاسې ته د کلاله په اړه فتوا درکوي. که يو سړی مړ شي او زوی (اولاد) ونه لري، خو يوه خور ولري، نو نيم ميراث يې د هغې لپاره دی، او که خور مړه شي او زوی ونه لري، نو ورور به يې ټول ميراث اخلي.او که دوه خویندې وي، نو د دوی لپاره د ده له شتمنۍ دوه‌پر‌دری (۲/۳) برخه ده، او که وروڼه او خویندې دواړه وي، نو د نارینه برخه د دوو ښځو د برخې په اندازه ده. الله تاسې ته وضاحت کوي، چې بې‌لارې نه شئ، او الله په هر څه پوه دی.



نساء سوره، ۱۷۶ آیت


د دې آیت له مخې، که مړ شوی کس یوازې یوه خور ولري، نو هغې ته د مړي د شتمنۍ نیمه برخه رسېږي[۷] او که یوازې دوه خویندې ولري، نو د دوی لپاره دوه‌پر‌دری برخه ده؛ یعنې هرې یوې ته یوه‌پر‌دری برخه رسېږي[۸] او که یوه ښځه مړه شي او یوازې یو ورور ولري، نو د هغې ټول میراث د ورور ملکیت ګرځي[۹] او که د مړ شوي کس وروڼه او خویندې زیات وي (له دوو ډېر)، نو ټول میراث د هغوی ترمنځ وېشل کېږي، داسې چې د هر ورور برخه د هرې خور دوه چنده ده.[۱۰]

د تفسیر مجمع‌البیان د راپور له مخې، دا آیت د جابر بن عبدالله انصاري د پوښتنې په ځواب کې نازله شوې ده، کله چې هغه له پېغمبر اکرم(ص) څخه د خپلې خور د میراث د حکم پوښتنه وکړه.[۱۱] همدارنګه د نساء سورې ۱۲ مه آیت هم د کلاله د میراث په اړه ده، خو هلته د هغو کسانو یادونه شوې چې د مور له خوا یو بل سره خویندې او وروڼه دي.[۱۲]

فوټ نوټ

  1. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۳، ص۴۰۷.
  2. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۶، ص۲۸.
  3. مقدس اردبیلی، زبدة البیان، تهران، ص۶۵۳.
  4. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج‏۲، ص۵۰۷.
  5. طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۴، ص۲۸۵.
  6. سوره نساء، آیه۱۱.
  7. فضل‌الله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۷، ص۵۶۳.
  8. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۲۷۲.
  9. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۴، ص۲۳۸.
  10. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج‏۴، ص۲۳۸.
  11. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۲۹.
  12. طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۴، ص۲۸۴.

سرچينې

  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، با مقدمه: شیخ آقابزرگ تهرانی، تحقیق: احمد قصیرعاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بې نېټې.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: محمدجواد بلاغی‏، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر، چاپ دوم، ۱۴۱۹ق.
  • مدرسی، سید محمدتقی، من هدی القرآن، تهران، دار محبی الحسین، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • مقدس اردبیلی، احمد بن محمد، زبدة البیان فی أحکام القرآن، کتابفروشی مرتضوی، تهران، چاپ اول، بې نېټې.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.