مسوده:له خمسه تېښته
له خُمسه تېښته هغه ډالۍ یا د مال لېږد ته ویل کېږي چې د خمس د نه ورکولو په موخه ترسره شي.[۱] د ځینو فقهاوو په باور، که دا لېږد صوري وي او مالک د خمسي کال له پای ته رسېدو وروسته مال بېرته ترلاسه کړي، بیا هم پر هغه مال خمس واجب دی؛ ځکه په حقیقت کې ملکیت په جدي ډول نه دی لېږدول شوی او مال د پخوانۍ شتمنۍ په حکم کې پاتې کېږي.[۲]
فقها د هغې حالت په اړه چې د مال لېږد حقیقي وي، خو د خمس څخه د تېښتې په نیت ترسره شي، بېلابېل نظرونه لري. یوه ډله، چې صاحب جواهر او شیخ انصاري هم پکې شامل دي، یوازې د تېښتې د نیت موجودیت د خمس د ساقطېدو لپاره کافي نه ګڼي او د هغه ورکول لازم بولي.[۳] همدارنګه د امام خمیني د فتوا له مخې، مېرمنې یا اولاد ته د خمس څخه د تېښتې په نیت د مال بخښنه کول د خمس د ساقطېدو لامل نه کېږي.[۴] په مقابل کې، ځینې فقها لکه سید محمدرضا ګلپایګاني او محمدتقي بهجت په هغه صورت کې چې بخشش یا لېږد د ترلاسه کوونکي له عرفي شأن سره برابر وي، د خمس ورکول لازم نه ګڼي.[۵] سید ابوالقاسم خویي هم په داسې تصرفاتو کې معیار عرفيوالی او دا بللی چې عرفاً شخص د دغه ډول تصرف له امله ملامت نه شي.[۶] د محمدتقي بهجت د فتوا له مخې، د خمسي کال بدلول او یا د خمس څخه د تېښتې لپاره د کور د وسایلو اخیستل جایز دي.[۷]
په فقهه کې له زکات څخه د تېښتې د نیت په اړه هم بېلابېل نظرونه شته.[۸] د محمدحسن نجفي په وینا، له شیخ طوسي وروسته ډېرو فقهاوو په ځینو مواردو، لکه د سرو زرو په خښتو باندې د سکو د بدلولو په شان مورد کې په دې باور وو چې په داسې حالت کې زکات واجب نه دی.[۹] په مقابل کې، سید مرتضیٰ د شیخ طوسي له دورې څخه د مخکنیو فقهاوو نظر دا بللی چې په دې حالت کې د زکات ورکول لازم دي.[۱۰]
فوټ نوټ
- ↑ بهبهاني، «درس خارج فقه محمدعلی بهبهانی»،د مدرسه فقاهت ویبپاڼه.
- ↑ بهبهاني، «درس خارج فقه محمدعلی بهبهانی»، د مدرسه فقاهت ویبپاڼه؛ سیستاني، «استفاده از مال یا بخشش آن به جهت فرار از خمس»، د آیت الله سیستاني د دفتر رسمي ویبپاڼه.
- ↑ نجفي، مجمع الرسائل، مخ۵۲۸؛ شیخ انصاري، حاشیه بر صراط النجاة، مخ۲۰۴.
- ↑ خمیني، استفتاءات، ټوک۱، مخ۴۰۵.
- ↑ بهجت، استفتائات، ټوک۳، مخ۱۲۴؛ ګلپایګاني، مجمع المسائل، ټوک۱، مخ۳۵۰.
- ↑ خویي، حاشیه بر صراط النجاة، ټوک۱، مخ۱۹۰.
- ↑ بهجت، استفتائات، ټوک۳، مخ۱۲۴.
- ↑ نجفي، جواهر الکلام، ټوک۱۵، ۱۸۴-۱۸۵مخونه.
- ↑ نجفي، جواهر الکلام، ټوک۱۵، ۱۸۴-۱۸۵مخونه.
- ↑ سید مرتضی، الانتصار، مخ۲۱۹.
سرچينې
- بهبهاني، محمدعلي، «درس خارج فقه»(د فقهې خارج درس)، د فقاهت مدرسې وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: د ۱۴۰۲ ل. کال د لړم ۲۸مه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل. کال د لړم ۱۱مه.
- بهجت، محمدتقي، استفتاءات، قم، د حضرت آیتالله بهجت دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۲۸ هـ.ق.
- خمیني، سید روحالله، استفتاءات، قم، د قم د حوزې علمیه د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د خپرولو اسلامي دفتر، پنځم چاپ، ۱۴۲۲ هـ.ق.
- خویي، سید ابوالقاسم، حاشیه بر صراط النجاة، قم، مکتب نشر المنتخب، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ هـ.ق.
- سیستاني، سید علي، «استفاده از مال یا بخشش آن به جهت فرار از خمس» (د مال کارول یا د خمس د تېښتې په موخه د هغې بښل)، د آیتالله سیستانی د دفتر رسمي وېبپاڼه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۵ ل. کال د لړم ۱۱مه.
- شیخ انصاري، مرتضی، حاشیه بر صراط النجاة، قم، د شیخ اعظم انصاري د لمانځغونډې نړیوال کانګرس، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ هـ.ق.
- سید مرتضی، علي بن حسین، الانتصار فی الانفرادات الامامیة، قم، د حوزې علمیه مدرسینو ټولنه، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ هـ.ق.
- ګلپایګاني، سید محمدرضا، مجمع المسائل، قم، دار القرآن الکریم، دویم چاپ، ۱۴۰۹ هـ.ق.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، دارالاحیاء لتراث العربی، بیروت، اووم چاپ، ۱۴۰۴ هـ.ق.
- نجفي، محمدحسن، مجمع الرسائل، مشهد، د صاحبالزمان علیهالسلام مؤسسه، ۱۴۱۵ هـ.ق.