سید ابوالقاسم خویی

د wikishia لخوا
سید ابوالقاسم خوئي

سید ابو القاسم موسوي خویي(۱۲۷۸- ۱۳۷۱لمریز) د شیعه ګانو له تقلید مراجع، رجال پوه او د معجم الرجال الحدیت د ۲۳ ټولګه توکو لیکوال و، او همدارنګه د البیان فی تفسیر القرآن، د تفسیري کتاب لیکوال و. میرزای نائیني او محقق اصفهاني، په فقه او اصول فقه کې د هغه دوه خورا مشهور استادان و. د خویي د مرجعیت رسمي پیل د سید حسین طباطبایي له مړینی وروسته په پام کې نیول شوی او د سید محسن طباطبایي حکیم مړینه د هغه د مرجعیت پیل په ځانګړي ډول په عراق کې بلل شوې ده. خویي د تدریس د اویا کلونو په جریان کې، د خارج فقه درسونو یوه بشپړه دورې او شپږ دورو د خارح اصولو تدریس کړه، او یو لنډ دوره یې د قرآن تفسیر تدریس کړ. ځینې عالمانو لکه؛ محمد اسحاق فیاض، سید محمدباقر صدر، میرزا جواد تبریزي، سید علی سیستاني، حسین وحید خراساني، سید موسی شبیري زنجاني، سید موسی صدر او سید عبدالکریم موسوي اردبیلي د خویي له زده کونکو څخه معرفي شوي دي.

آیت الله خویي په فقه او په اصول فقه کې د پام وړ نظرونه او لیدلورې لري، کوم چې ځینې وختونه د شیعه فقیهانو له مشهور نظرونو څخه توپیر لري. ځینې سرچینو موندلي چې د هغه مختلف فتواگانې تر ۳۰۰ پورې وي. د کافرانو له مکلفیت څخه په فروع دین باندې مخالفت کول، د قمري میاشتې د پیل د نسبی شتون نه منل، او د فتوايي شهرت او اجماع له اعتبار سره مخالفت کول، د هغه ځینې مختلف نظرونه په فقه او اصول فقه باندې دي. خویي د خپلې مرجعیت دورې په بهیر کې، د دین تبلیغ، د تشیع ودې او د اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ګامونه اخیستي دي. د کتابتون، ښوونځي، جومات، حسینیه او روغتون جوړولو په ایران، عراق، مالیزیا، انګلستان، متحده ایالات، هند او...

خویی په ۱۳۴۰ لسیز کلونو کې د پهلوي حکومت په وړاندې دریځونه او بیانیه گانې درلودل؛ په ۱۳۴۲ کال کې د فیضیه پیښې پروړاندې اعتراض کول له دوی څخه دي. په ایران کې د ۱۳۵۷ کال د اسلامي انقلاب له پیل او د محمد رضا پهلوي د میرمن فرح دیبا له غونډې وروسته او هغه شکونه چې له دې غونډې وروسته راپورته شول، په ځینو مواردو کې لکه؛ د اسلامي جمهوریت د رامینځته کولو په اړه د ټولپوښتنې په شمول، او همدارنګه د ایران پروړاندې د عراق جنګ، د ایران د انقلاب او اسلامي جمهوریت ملاتړ وکړ. هغه د صدام حسین لخوا د عراق د شیعه ګانو د انتفاضه شعبانیه په بهیرکې او د شیعه ګانو تر مشرۍ لاندې سیمو د رهبري شورا د ټاکلو پرمهال فشار راوړل شو او د خپل ژوند ترپایه په خپل کور کې په حصر و.

ژوندون

سید ابوالقاسم موسوي خویي د رجب میاشت په ۱۵ او په ۱۳۱۷ ق کال د لمریز کال په ۲۸ آبان ۱۲۷۸ سمون سره، د لویدیځ آذربایجان په ښار کې د خوي په ښار زیږیدلي و.[۱] د هغه پلار، سید علي اکبر خویي د عبدالله مامقاني زده کونکی و، چې د مشروطه غیر مشروطه لامله مخالفت کول[۲] په ۱۳۲۸ ق کال کې له ایران څخه نجف ته هجرت وکړ.[۳] خویي، شنبه ورځ د سفر میاشت اتمه په ۱۴۱۳ ق کال کې د لمریز کال د زمری ۱۷ په ۱۳۷۱ سمون سره، د ۹۶ کلنۍ(د ۹۳کلنی په عمر کې د لمریز تاریخ پراساس) په کوفه کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شو او څنګ ته د مسجد الخضراء د امیرالمومنین د زیارت په صحن کې خاوروته سپارل شو.[۴]

د سید علي سیستاني پر خویي د جنازی لمونځ

ښځه او ماشومان

خویي دوه ځله واده وکړ. د هغه ماشومان د خپلې لومړۍ میرمنې څخه درې زامن او درې لورګانې دي، او څلور زامن او دوه لورګانې یې د دویمې میرمنې څخه دي.[۵] ځینې مشهور اولادونو دادی دي:

  • سید جمال الدین خویي؛ مشر زوی چې خپل ژوند یې په نجف کې د خپل پلار د مرجعیت په چارو کې تیر کړی. د هغه ځینو آثارو کې: شرح کفایة الاصول، بحث فی الفلسفة و علم الکلام، توضیح المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، شرح دیوان مُتَنبّی، او د شعر دیوان په فارسي کی.[۶]
  • سید محمد تقي خویي؛ په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د امام خویي خیریه بنسټ له تاسیس وروسته د دې منشي شو. په ۱۳۶۹ لمریز کال کې د شعبانیه انتفاضې وروسته، هغه د آزاد شوي سیمو د چلولو لپاره د خپل پلار د ټاکل شوي پلاوی غړی و؛ مګر د دې پاڅون او شیعه ګانو د ډله ییزې وژنې په تعقیب، هغه او د هغه پلار د کور په توقیف کې ځای په ځای شوي وو او په نهایت کې د ۱۳۷۳ لمریز کال په چنګاښ میاشت د موټر چلولو په پیښه کې مړ شو. ځینو دغه پیښې د صدام حکومت د پلان کولو پایله بولي.[۷] د خپل پلار د تقریرات سمبال کیدو سربیره، الالتزامات التبعیة فی العقود، د هغه یو اثر دی.[۸]

د خویی انجونو په اړه تفصيلي معلومات شتون نلري، مګر د هغه ځینې زومو کې سید نصرالله مستنبط، سید مرتضی حکمي، سید جلال الدین فقیه ایمانی، جعفر غروی نائینی، او سید محمود میلانی دی.[۹]

علمی ژوندون

د امام علی(ع) په حرم کښې د آیت الله خویي قبر

ابو القاسم خویي په ۱۳۳۰ ق. کال کې د خپل ورور عبدالله خویي سره په ۱۳ کلنۍ په عمر کې په نجف ښار له خپل پلار سره یوځای شو.[۱۰] هغه د شپږو کلونو لپاره په مقدمات کتابونو او د حوزه لوړې کچې زده کړې کړه او بیا د ۱۴ کلونو لپاره هغه د مختلف علومو استادان په درسونو کې برخه اخیستې، پشمول د فقه او اصول. د دوی په مینځ کې، لکه څنګه چې هغه خپله په خپل ژوند لیک کې لیکلی و، هغه د محمد حسین نائیني او محمد حسین غروي اصفهاني لوستونو څخه ترټولو ډیر کټه اخیستی دی.[۱۱][۱۲]

استادانو او د اجتهاد اجازه

سید ابوالقاسم خویي، سربیره پردې چې له محمد حسین نایني او محمد حسین اصفهاني څخه ترټولو علمي ګټه اخیستی ده او له اصولو بشپړ دوری او ځینې فقهی کتابونو څخه یې زده کړه کره، هغه له نور استادانو څخه په شمول؛ شیخ الشریعه (د مړینی کال ۱۳۳۸ق)، مهدی مازندراني (د مړینی کال ۱۳۴۲ق) او آقا ضیاء عراقي[۱۳] هم یادونې کړیده.

د خوي ځینې نور استادانو په لاندې دول دی؛ محمدجواد بلاغي، په کلام، عقاید او تفسیر علوموکې. سید ابوتراب خوانساریدي په رجال او درایه علومو، سید ابوالقاسم خوانساري په ریاضیات علومو، سید حسین بادکوبه‌ای په فلسفه او عرفان کې او همداسې سید علی قاضي.[۱۴]

د نجف په علمې مدرسي د خپلو زده کړو په جریان کې، سیدابوالقاسم خویي د سید محمدهادی میلاني (د مړی کال ۱۳۹۵ق)، سید محمدحسین طباطبایي (د مړینی کال۱۴۰۲ق)، سید صدرالدین جزایری، علی‌محمد بروجردی (د مړینی کال ۱۳۹۵ق)، سید حسین خادمي او سید محمد حسینی همداني سره زدکړو مباحثه کړیده.[۱۵]

په ۱۳۵۲ ق. کال کې، خویي د نجف مدرسې د ډیری استادانو څخه د اجتهاد اجازی ترلاسه کړه؛ محمد حسین نایني، محمد حسین غروي اصفهاني، آقاضیا عراقي، محمد حسین بلاغي، میرزا علي آقا شیرازي، او سید ابو الحسن اصفهاني د دوی په منځ کې دي.[۱۶]

مرجعیت

د خویي د مرجعیت پیل روښانه ندی، مګر ډیری سرچینو د بروجردی له مړینی وروسته د هغه د مرجعت جدي پیل په پام کې نیولی او ټینګار یې کړی چې د سید محسن طباطبایي حکیم تر مرګ وروسته، خویی، په ځانګړي توګه په عراق هیواد کې د لوړ او غورنۍ مرجع په توګه پیژندل شو[۱۷] او د ایران شیعه ګانو تر مینځ د هغه د مرجعیت ځایگاه هم مهم راپور شوی.[۱۸] خویي د نورو په مینځ کې، داسې پیژندل کیږي چې د ډیری شیعه ګانو تر مینځ د پام وړ نفوذ درلود، دواړه د عرب او غیر عرب په مینځ کې.[۱۹]

د نجف له مجتهدینو څخه ۱۴ کسانو په شمول؛ صدرا بادکوبه‌ای، سید محمدباقر صدر، سید محمد روحاني، مجتبی لنکراني، موسی زنجاني، یوسف کربلائي، سید یوسف حکیم او سید جعفر مرعشي، د خویي اعلمیت څرګنده کړل.[۲۰] سید موسی صدر د لبنان شیعیانو د اسلامي لوړ مجلس له خویي کې د اعلم مرجع په توګه پیژندلي کړ.[۲۱]

تدریس کول

د خویي په نجف د الخضراء جومات کې درس ورکول

ابو القاسم خویي د نجف په علمي حوزه کې د خپلو زده کړو پرمهال درس ورکړ او د بیلابیلو سرچینو په وینا، هر کتاب یې چې زده کړه کړه تدریس هم کړه.[۲۲]

د محمد حسین غروي نایني او محمد حسین غروي اصفاني له مرګ وروسته، د سید ابو القاسم خویي او محمد علي کاظمي خراساني د درسونو غونډه، د نجف مهم درسونه راپور شوي او په دې اساس، د کاظمي خراسانی له مرګ وروسته، د خویي لوست غونډه د نجف حوزې مشهوره غونډه معرفي شو.[۲۳] لکه څنګه چې خویی په خپل ژوند لیک کې لیکلی، اوږدې مودې تدریس په جریان کې پرته له ناروغۍ او سفر په ورځو کې، هیڅکله د خپلو زدکونکو تدریس بند نه کړم.[۲۴] هغه د ۷۰ کلونو لپاره د نجف په حوزه کې د سطح کتابونو او خارج تدریس کړل، او د سرچینو پراساس، نږدې پنځوس کاله، دهغه لوست د نجف د مدرسې نامتو لوست و او د ایران، هند، افغانستان، پاکستان، عراق، لبنان او ځینې نورو هیوادونو زده کونکو د هغه په لوست غونډه کې برخه اخیستې ده.[۲۵]

خویی خپلو زده کونکو ته د خارج فقه یوه بشپره دوری او خارج اصول کې شپږو دوری تدریس کړ. هغه په لنډ وخت کې د قرآن تفسیر هم تدریس کړ.[۲۶]

د تدریس طریقه

خویي، د علمي مباحثو په تدریس کې برلاسې او مسلط ویل شوي چې خپل مطالب یی په روان، فصیح، په سمبال سره او پرته له زواید او حواشې وویل، فلسفي مباحثو ته نه ده اخیستی، هغه له روایاتو څخه ډیر کارولې او د روایي اسنادو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې.[۲۷] د هغه درس د آقا ضیا عراقي، محمد حسین غروي نایني او د محمد حسین غروي اصفهاني د لوست غونډو کې ټولګو او علمي بنسټونو لنډیز او د هغه خپل نظرونه دی.[۲۸]

آثار او تقریرات

اصلي مقاله: د سید ابوالقاسم موسوي خویي د آثارو لړلیک

سید ابو القاسم خویي په فقه، اصول فقه، رجال، کلام او قرآني علومو لیکلي دي. د هغه آثارو د پنځوس ټوکو ټولګه کې د «موسوعة الامام الخوئی» تر عنوان لاندې راټول شوي[۲۹] او د دې ټولګې ډیجیټل نسخه د نور اسلامي علومو څیرنیز کمپیوټری مرکز لخوا خپور شوی دی.[۳۰]

د هغه ځینې مشهور آثارو په لاندې ډول دي:

زده کونکي

خویي او هغه زده کونکې: له ښي اړخه: سید جعفر خویي، سید موسی صدر، سید عبدالله شیرازی، ابوالقاسم خویي، سید نصرالله مستنبط او سید مرتضی حکیمی.

ابو القاسم خویي ډیری زده کونکي درلودل، او ځینې سرچینو له ۶۰۰ څخه ډیر زده کونکي د هغه لپاره شمیرلي ده.[۳۱] یو شمیر زده کونکو د استفتاء په غونډو کې برخه اخیستې.

  • د لومړي استفتاء پلاوی غړي:[۳۲] شیخ صدرا بادکوبه‌ای، شیخ مجتبی لنکراني، میرزا جواد تبریزی، میرزا کاظم تبریزی، شیخ حبیب‌الله اراکی، سید جعفر مرعشي.
  • د دوهم استفتاء پلاوی غړي:[۳۳]سید علی سیستانی، سید علی حسیني بهشتی، سید مرتضی خلخالې، شیخ محمداسحاق فیاض، شیخ علی‌اصغر احمدی شاهرودی، شیخ محمدجعفر نائینی

د هغه ځینې نور زده کونکي دي: • حاج آقا تقی قمي • سید محمدباقر صدرعلی فلسفي تنکابنيسید موسی صدر • مرتضی بروجردي • ابوالقاسم ګرجي[۳۴]حسین وحید خراسانيمحمدآصف محسني قندهاري[۳۵] • سید علی هاشمی شاهرودي • سید جواد آل‌علی شاهروديمحمدتقی جعفريسید عبدالکریم رضوی کشمیري[۳۶]سید محمدحسین فضل اللهباقر شریف قرشيسید محمدحسین حسیني تهرانيبشیر نجفيسید عبدالکریم موسوی اردبیليحسین راستی کاشاني

علمي نظرونو او آراء

سید ابو القاسیم خویي، په فقه او په اصول فقه کې، د پام وړ نظرونه او لیدلور درلودل، کوم چې ځینې وختونه د شیعه فقیهانو له مشهور نظرونو څخه توپیر لري، او د ځینو په وینا، ۳۰۰ فتواګانې د شیعه فقیهانو مشهور فتوا پر خلاف، د خویي فتوا په مینځ کې لیدل کیدی شي.[۳۷] له دې څخه ځینې دي:

  • د دین د فروع لپاره د کافرانو له مکلفیت سره مخالفت: خویي، لکه یوسف بحراني، او د ټولو شیعه عالمانو نظرونو سره مخالف دی چې باور لري د دین د اصولو سربیره، کافران مکلف دي چې فروع دین هم ترسره کړي،[۳۸] په دی باور دی چې کافران په فروع دین کې مکلف نه دي تر هغه وخته پورې چې دوی اسلام ونه مني.[۳۹]
  • د قمري میاشتې د پیل د نسبیت نه منل: د مشهور باور پرخلاف، د قمري میاشتې پیل د هرچا لپاره ورته دی او نسبي شی نه ګنل کیدی شي. ځکه چې د قمري میاشتې د پیل لپاره معیار، د خویی لیدلور پر بنست، له محاق څخه د سپوږمۍ وتل دي، کوم چې تکویني پیښې دی او د لمر موقعیت ته دی، سپوږمۍ او ځمکه پورې اړه لري او د ځمکې په بیلابیلو برخو او سیمو پورې اړه نلري.[۴۰]
  • د فتوایي شهرت او اجماع سره مخالفت: سید ابو القاسم د فتوایي شهرت په اړه، د شیعه عالمانو مشهور نظرونو څخه په بشپړ ډول متفاوت نظرونه درلودل. د ډیری شیعه اصولو له مخې شیعه ګان، که چیرې فتوا د فقیهانو په مینځ کې مشهور شوی وي، نو هیڅ معتبر روایت چې ورسره موافق نه وي د اعماد وړ نه منی؛ مگر خویی د دې اصل سره مخالفت کوي او د فقه په اصولو کې د تعارض باب په ترجیحات کې د"فتوایی شهرت" نه دی ذکر کړه، او باور لري چې عملي شهرت د روایي سند ضعف جبران نه کوي؛ لکه څنګه چې صحیح حدیث ته د فقیهانو پام نه کول به دا له حق څخه بې برخې نه کړي.[۴۱] هغه د اجماع اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راوست؛ که چیرې د منقول اجماع یا د محصَّل اجماع وی. په دغه حال کی خویی په خپل فتوا کې محتاط دی او اجماع ته یې پاملرنه کړې.[۴۲]
  • د مشهور مخالفو فتواګانې: د یوې ښځې لپاره اجازه ورکول چې د خپل میړه له اجازې پرته له کور نه بهرشی، د احتمالي مړینې په صورت کې د یوې میرمنې لپاره د سقط کول اجازه، د اهل کتاب یوې ښځې سره د مسلمان سړي دایمي واده، د معصوم امام په شتون کې د لومړني جهاد مشروط نه کیدل، د قاضي لپاره د اجتهاد شرط اړین نه کول، او همدارنګه د غیر مسلمانو هیوادونو څخه وارد شوي چرم پاکتیا چې په شرعي وژنه یې شک کیږي.[۴۳]

سیاسي کړنې

د ایران له اسلامي انقلابه ملاتړ

په ایران کې د حکومتونو په تړاو، سید ابو القاسم خویي، د مرجعیت څخه دمخه، ډیر مودې لپاره د پهلوي حکومت د کړنو غنډنه کوي او اعلامیې یې خپرې کړې، هغه نږدې د لس کالو د چوپتیا تګلاره تعقیب کړه او بیا، په ۱۳۵۷ په سلواغه میاشت کې په ایران د اسلامي انقلاب د بریا په نږدی کې، د امام خمیني او اسلامي انقلاب ملاتړ وکړ. د عراقي حکومت سره په اړیکه کې، د عراقي شیعه ګانو د شعبانیه انتفاضی څخه ملاتړ د هغه د کورنۍ محاصرې لامل شو.[۴۴] د آیت الله خوي ځینې ټولنیز او سیاسي کړنې په لاندی دول دي:

د پهلوي حکومت خلاف دریځونه

د ۱۳۴۱ لمریز کال په تله میاشت کې، خویي د ایران شاه محمد رضا پهلوي ته په یوه تلیگرام کې، د دولتي او ایالتي ټولنو له قانون سره مخالفت وکړ او هغه د شریعت پر خلاف یې بولی.[۴۵] د سید محمد بهبهاني په پیغام کې، هغه ټینګار وکړ چې «د قهریه په ځواک سره د ملت غږ خاموش کول، خورا دوام نه لری او د عوام غولیژو تبلیغاتو د ستونزې نه حل کوي او مات شوی اقتصاد او نه خوښۍ به د خلکو درملڼه ونکړي.»[۴۶] هغه د ۱۳۴۲ لمریز کال په پیل کې د فیضیه پیښې په ځواب کې محمد رضا ته یو تلیگرام هم واستاوه، چې «د اسلامي دولت خط او مشی او د دې زمامدران پالیسي» په اړه یې خواشیني څرګنده کړه.[۴۷] یوه میاشت وروسته، د ایراني عالمانو د ډله ایز لیک په ځواب کې، هغه د فاسدو واکمنانو عدم صلاحیت اعلان کړه؛ هغه د عالمانو دنده په پام کې ونیوله او چوپتیا یې غلطه وګنله.[۴۸] د غبرګولی میاشت په ۱۵ په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د خلکو له وژلو وروسته د ایران د واکمن ظالم لوستلو، د یوه ویشتمې پارلمان او د هغې باطلې ټاکنو کې د برخه اخیستنې د بندیز امر، د امام خمیني د محاکمې په شایعه کې او دهغه نیولو په تعقیب کې ملاتړ کول، د هغه ځینې نور سیاسي کړنه دي.[۴۹]

د بعث ګوند د حکومت لخوا له عراق څخه د خویي زده کونکو شړل کول

اصلی مقاله: معاودین

له عراق څخه د ایرانیانو د شړلو پرمهال، د لمریز کال په ۱۳۴۰ لسیزه ورستی برخه، خویي یو له هغه څو شیعه ګانو څخه و چې له عراق څخه بهر نه شول. په دی حال کې، د هغه د ډیری زده کونکو بهر شول د هغه لوست د پرتمه لژوالې لامله شو.[۵۰] ډیری زده کونکي د قم په حوزه علمیه کې برخه واخلي، او د خویي فقهي او اصولي نظرونه خپور او دود کړ، او په معاصره دوره کې د قم مدرسې ته وده ورکړه، کوم چې دمخه د حایري یزدي او بروجردي د علمي میتود لخوا اغیزمن شوی و، ځان د خویي، میرزا نایني، محقق اصفهاني او آقا ضیاء عراقی له فقهي او اصولي نظرونه آشنا کړ.[۵۱]

د چوپتیا موده له لسو کلونو څخه زیاتره

خویي د خپل مرجعیت وروسته له سیاست څخه لاس واخیست.[۵۲] دا موده په نجف کې د امام خمیني د شتون کلونو سره همغږي وه.[۵۳] د ۱۳۵۷ ایراني انقلاب پیښو په وړاندې د هغه چوپتیا په ایران کې گواښونه راوپارول.[۵۴] د مرجعیت په بیت کې(د ادارې دفتر) د محمد رضا پهلوي میرمن فرح دیبا پهلوی د ۱۳۵۷ لمریز کال د لړم مياشت په ۲۸ کې چې د گواښونو لامله شوی و، خویي ځینې عالمانو ته په یادداشت کې، هغه ناسته ناڅاپي او نا غوښتنه وبلله.[۵۵]

د خویي سره د فرح دیبا غونډه

فرح دیبا، د ایران د شاه محمد رضا پهلوي میرمن، د لړم میاشت ۲۷ په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د غدیر اختر په ورته وخت کې له سید ابو القاسم خویي څخه لیدنه وکړه.[۵۶] دا ناسته په داسې وخت کې ترسره شوه کله چې د ایران د خلکو اسلامي انقلاب په خپل لورتیا کې و او سید روح الله موسوي خمیني له عراق څخه شړل شو.[۵۷] د خویي سره د فرح دیبا ناسته د ایران انقلابي کړیو د انتقاد لامل شوه. [۵۸] له همدې امله، دا د تقلید مرجع، په یوه یادداشت کې چې سیدصادق روحاني ته په ګوته شوې، پداسې حال کې چې د دې غونډې ناڅاپي او ناغوښتل، ویلی پدی باندې ټینګار کوي، یادونه یې وکړه چې پدې ناسته کې«موږ په ایران کې د غمجنو پیښو په کلکه اعتراض وکړ.»[۵۹] حسین فردوست، د محمد رضا پهلوي نږدې خپلوان وویل: له آیت الله سید ابو القاسم خویی غوښتنه کړې وه چې د فرح پهلوي د ملاقات غوشتنه بې ځوابه پاتې شي، او دا چې فرح په شخصي ډول په اسلامي حجاب کې د آیت الله خوي کور ته لاړ.[۶۰]

د ایران اسلامي انقلاب سره همغژۍ کول

د فرح دیبا سره له لیدو وروسته، خویي د ایران له اسلامي انقلاب سره همغژی وکړه، په داسې یو حالت کې چې د پهلوي حکومت پروړاندې د ایران د خلکو مبارزه ګړندۍ شوې، او بیا په بیلابیلو قضیو کې، هغه د ایران اسلامي جمهوریت ملاتړ وکړ. د انقلاب له بریا دمخه، مراجعو، علماو او د ایران ملت ته په یوه بیان کې، هغه پر خلکو غږ وکړ چې په زړورتیا او د شرعي معیارونو په ساتلو کې ګامونه واخلي.[۶۱] خویي بیا په اسلامي جمهوریت کې د ټولپوښتنې پرمهال، اسلامي جمهوریت ته د رایې ورکولو غوښتنه وکړه، هغه پر خپلو زدکونکو غږ وکړ چې د انقلاب په چارو او له ایران سره د عراق په جګړه کې برخه واخلي، سره له دې چې د صدام د حکومت فشار د عراق ملاتړ لپاره و، هغه د ایراني جنګیالیو اړتیاو پوره کولو لپاره د شرعي فندونو او وجوهو کارولو اجازه وکړ.[۶۲]

د عراق د شعبانیه انتفاضې کې په تور نیول

اصلی مقاله: د عراق د شعبانیه انتفاضه

د شعبانیه انتفاضې له ځپلو وروسته د خویي او صدام حسین لیدنه

ابو القاسم خویي د شیعو د کنټرول لاندې سیمو د چلولو لپاره نهه کسيز پلاوی وټاکه. د انتفاضه شعبانیه ماتېدل د صدام د کاري دورې په جریان کې د عراقي حکومت لخوا د خویي په کور کې د حصر او پراخه فشار سره لامله شو.[۶۳] سید ابو القاسم په ۱۹۹۱ م کې د عراقي خلکو د شعبانیه انتفاضی د مستقیم ملاتړ او د مشرتابه شورا د ټاکلو لپاره د بعث ګوند لخوا ونیول شو. په توقیف کې دوه ورځې وروسته هغه په زوره صدام حسین ته بوتلل شو، او صدام هغه ته سپکاوی وکړ.[۶۴]

دیني او ټولنیز خدمات

د هغه اموالو چې د واک تر لاندی و د خپلې مرجعیت په جریان کې، خویی؛ کتابتون، مدرسه، جومات، حسینیه، لیلیه، روغتون، خیریه بنست او دارالایتام جوره کړه، په بیلابیلو هیوادونو کې په شمول د ایران عراق، مالیزیا، انګلستان، متحده ایالاتو او هند کې. د خویی خیریه مؤسسه ودانۍ په لندن کې ده.[۶۵] د خیریه تر څارنې لاندې ځینې اسلامي مرکزونه په لاندې ډول دي:

  • په لندن کې د امام الخویي مؤسسه؛ په شمول د اسلامي مرکز، د امام صادق(ع) مدرسی د هلکانو لپاره ځانګړی، د الزهرا(س) مدرسې د انجونو لپاره ځانګړی، د غونډې تالار، عامه کتابتون، او کتاب پلورنځی دی. ۸۰۰ زده کونکي په دغه بنسټ کې په دوه مدرسو زده کړه کوي. پدې مرکز کې میاشتني مجله «النور» په عربي او انګلیسي دواړو ژبو کې خپره شوې.[۶۶]
  • په نیویارک کې د امام خوي اسلامي مرکز: د دری زره خلکو ظرفیت سره د غونډې تالار، په شمول، یو کتابتون چې له لسو زرو څخه ډیر کتابونه لري، د ماشومانو ځای، د هلکانو او انجونو مدرسی، هر یو د ۱۵۰ زده کونکو ظرفیت لري، د ایمان ښوونځی، د عربي ژبی د زدکړو، قرآن او اسلامي زده کړې تدریس لپاره ځانګړي، غسالخانه او ...[۶۷]
  • په مونټرال کې د امام خویي خیریه بنسټ: دا بنسټ په ۱۹۸۹ م کال په اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې د شیعه مذهبي، کلتوري او ټولنیزو خدماتو چمتو کولو په موخه رامینځته شوی.
  • په ممبۍ کې د امام خویي کلتوري ټولنه: د ممبۍ په شل کیلو میتری کې د سلو زرو متر مربع په مساحت کې او د غونډې لوی تالار، یو جومات پکې شامل دی چې د دری زرو لمونځ کونکو ظرفیت لري، یو کتابتون چې د پنځوس زره کتابونو لری او حسینیه چی ۷۰۰ خلکو ظرفیت لري، د دینی علومو مدرسی د یوه زره زدکونکو سره، د ۱۲۰۰ زده کونکو سره لومړنی او ثانوي ښوونځی، او همدارنګه درملتون او کلینیک.[۶۸]

د خویي په اړه خپور شوی آثار

مستند فلم د «آیت الله» په نوم، د سید مصطفی موسوي تبار لخوا لارښود شوی او د اوج میډیا هنرونو سازمان لخوا جوړ شوی. دا مستند فلم د ایران له اسلامي انقلاب سره د آیت الله خویي او د هغه د ژوند او تعلیم سره تړاو لري.[۶۹]

ګالری

فوټ نوټ

  1. حائری، روزشمار قمری، ۱۳۸۱ش، ص۱۹۵: تاریخ شمسی بر اساس محاسبه با مبدل تاریخ
  2. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۵۴.
  3. صدرایی خویی، سیمای خوی، ۱۳۷۴ش، ص۱۶۹؛ پیری سبزواری، «آیت‌الله العظمی سید ابوالقاسم خویی؛ قرآن‌شناس بزرگ معاصر»، ص۳۰.
  4. پیری سبزواری، «آیت‌الله العظمی سید ابوالقاسم خویی؛ قرآن‌شناس بزرگ معاصر»، ص۴۱–۴۲.
  5. «معرفی آیت‌الله سید ابوالقاسم موسوی خویی».
  6. امینی، معجم رجال الفکر و الادب فی النجف…، ۱۳۸۴ق، ص۱۷۰.
  7. «معرفی آیت‌الله سید ابوالقاسم موسوی خویی».
  8. شاکری، «الامام السید الخویی: سیره و ذکریات»، ص۲۵۴، ۲۵۶–۲۵۷.
  9. «معرفی آیت‌الله سید ابوالقاسم موسوی خویی».
  10. سبحانی تبریزی، «مرجعیت در شیعه»، ص۱۶.
  11. پیری سبزواری، «آیت‌الله العظمی سید ابوالقاسم خویی؛ قرآن‌شناس بزرگ معاصر»، ص۳۰.
  12. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۵۷.
  13. یادنامه حضرت آیت‌الله العظمی آقای حاج سید ابوالقاسم خویی، ۱۳۷۲ش، ص۵۸ و ۵۹.
  14. یادنامه حضرت آیت‌الله العظمی آقای حاج سید ابوالقاسم خویی، ۱۳۷۲ش، ص۵۸ و ۵۹.
  15. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۵۸.
  16. یادنامه حضرت آیت‌الله العظمی آقای حاج سید ابوالقاسم خویی، ۱۳۷۲ش، ص۶۴ و ۶۵.
  17. شریف رازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۵۲–۱۳۵۴ش، ج۲، ص۳–۵؛ رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۵.
  18. جعفریان، تشیع در عراق، مرجعیت و ایران، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۸.
  19. جعفریان، تشیع در عراق، مرجعیت و ایران، ۱۳۸۶ش، ص۵۱.
  20. خاطرات آیت‌الله عباس خاتم یزدی، ۱۳۸۰ش، ص۱۰۰–۹۸.
  21. ضاهر، مسیرة االإمام السید موسی الصدر، ۲۰۰۰م، ج۲، ص۲۹۴–۲۹۳.
  22. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۵۹.
  23. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۶۱.
  24. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۶۲.
  25. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۶۵.
  26. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۶۲.
  27. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۶۳.
  28. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۶۴.
  29. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۲۲.
  30. «موسوعه الامام الخوئی»، فروشگاه اینترنتی نورشاپ.
  31. وګورئ: شریف، «تلامذة الإمام الخوئی»، ص۲۳۵–۲۵۲؛ رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۵، به نقل از شریف، ۱۴۱۴ق، ص۶۷۷–۶۹۵.
  32. انصاریان خوانساری، شمع همیشه فروزان، ص ۹۶
  33. انصاریان خوانساری، شمع همیشه فروزان، ص ۹۷
  34. چهره‌های ماندگار، ص ۹؛ مجله کیهان فرهنگی، شماره ۱۲، ص ۶؛ فصلنامه فرهنگستان علوم، ش۵، ص ۱۲۶.
  35. مهدیزاده کابلی، « «محسنی، محمدآصف» ،دانش‌نامه آریانا.
  36. زندگی‌نامه، سایت عرفان کشمیری.
  37. «دخالت آخوند خراسانی در مشروطه متعارف نبود».
  38. فیاض، «نوآوری‌های اصولی و فقهی آیت‌الله خویی»، ص۳۳۶ و ۳۳۷.
  39. فیاض، «نوآوری‌های اصولی و فقهی آیت‌الله خویی»، ص۳۳۶ و ۳۳۷.
  40. فیاض، «نوآوری‌های اصولی و فقهی آیت‌الله خویی»، ص۳۳۶ و ۳۳۷.
  41. فیاض، «نوآوری‌های اصولی و فقهی آیت‌الله خویی»، ص۳۲۵ و ۳۲۶؛ رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۸.
  42. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۸.
  43. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۸.
  44. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  45. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  46. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  47. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  48. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  49. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  50. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۹.
  51. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۹–۵۲۰.
  52. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  53. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  54. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  55. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶–۵۱۷.
  56. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶–۵۱۷.
  57. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  58. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  59. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶–۵۱۷؛ طباطبایی، «دیدار پرماجرا و روایت‌های متفاوت».
  60. هاشمیان‌فر، گونه‌شناسی رفتار سیاسی مراجع تقلید، ۱۳۹۰ش، ص۲۲۴.
  61. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۷.
  62. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۷.
  63. رئیس‌زاده، «خویی، ابوالقاسم»، ص۵۱۶.
  64. جعفریان، «خاطره‌ای خواندنی درباره دستگیری آیت‌الله خویی در انتفاضه شعبانیه ۱۹۹۱».
  65. انصاری قمی، «نجوم امت - حضرت آیت‌الله العظمی حاج سید ابوالقاسم خویی»، ص۹۵.
  66. اسلامی، غروب خورشید فقاهت، ۱۳۷۲ش، ص۴۲.
  67. یادنامه حضرت آیت‌الله العظمی آقای حاج سید ابوالقاسم خویی، ۱۳۷۲ش، ص۱۱۷–۱۱۸.
  68. یادنامه حضرت آیت‌الله العظمی آقای حاج سید ابوالقاسم خویی، ۱۳۷۲ش، ص۱۱۹–۱۲۱.
  69. مستند آیت‌الله روی پرده می‌رود. خبرگزاری ابنا. مرور شده در ۱۷ مرداد ۱۳۹۹

سرچينې

  • آقا بزرگ تهرانی، الذریعة الی تصانیف الشیعه، بیروت، چاپ علینقی منزوی و احمد منزوی، ۱۴۰۳ق.
  • آقا بزرگ تهرانی، طبقات اعلام الشیعه: نقباء البشر فی القرن الرابع عشر، قسم ۱–۴، مشهد، دار المرتضی للنشر، ۱۴۰۴ق.
  • «آیت‌الله سیستانی گفتند: با مرحوم آقای خمینی مراوده زیادی داشتم»، گفت و گو با محمد قائینی، در مجله مهرنامه، ش۱۲، خرداد ۱۳۹۰ش.
  • اسلامی، غلامرضا، غروب خورشید فقاهت، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۲ش.
  • امینی، محمدهادی، معجم رجال الفکر و الادب فی النجف خلال الف عام، نجف، ۱۳۸۴ق.
  • انصاری، مرتضی، زندگانی و شخصیت شیخ انصاری، قم، کنگره بزرگداشت دویستمین سالگرد میلاد شیخ اعظم انصاری، ۱۳۷۳ش.
  • انصاری قمی، ناصرالدین، «نجوم امت: حضرت آیت‌الله العظمی خویی»، در مجله نور علم، دوره۴، ش۱۱، مهر و آبان ۱۳۷۱ش.
  • «پدر از لسان فرزند/ گفت و گوی خواندنی با فرزند حضرت آیت‌الله العظمی خویی»، مصاحبه با سید صاحب خویی، سایت شفقنا، تاریخ درج مطلب: ۲۰ اسفند ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اردیبهشت ۱۳۹۶ش.
  • پیرچراغ، محمدرضا، «آیت‌الله خوئی و البیان»، در فصلنامه مطالعات تقریبی مذاهب اسلامی، ش۲۴، تابستان ۱۳۹۰ش.
  • پیری سبزواری، حسین، «آیت‌الله العظمی سید ابوالقاسم خویی؛ قرآن‌شناس بزرگ معاصر»، در ماهنامه گلستان قرآن، ش۱۲۶، آبان ۱۳۸۱ش.
  • جعفریان، رسول، تشیع در عراق: مرجعیت و ایران، تهران، مؤسسه مطالعات تاریخ معاصر ایران، ۱۳۸۶ش.
  • جعفریان، رسول، «خاطره‌ای خواندنی درباره دستگیری آیت‌الله خویی در انتفاضه شعبانیه ۱۹۹۱»، سایت خبرآنلاین، تاریخ درج مطلب: ۹ آبان ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۱۲ اردیبهشت ۱۳۹۶ش.
  • خاطرات آیت‌الله سید عباس خاتم یزدی، تهران، انتشارات مرکز اسناد انقلاب اسلامی، ۱۳۸۰ش.
  • خویی، ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الرواة، قم، مرکز نشر الثقافة الاسلامیة، ۱۳۷۲ش.
  • «چه کسانی مروج مکتب تفسیری آیت‌الله خویی شدند؟»، گفت و گو با محمدعلی ایازی، در مجله مهرنامه، ش۱۲، خرداد ۱۳۹۰.
  • «دخالت آخوند خراسانی در مشروطه متعارف نبود»، مصاحبه فرید مدرسی با آیت‌الله سید احمد مددی، در وبلاگ آذر، تاریخ درج مطلب: ۲۲ شهریور ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اردیبهشت ۱۳۹۶ش.
  • رئیس‌زاده، محمد، «خویی، ابوالقاسم»، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۷۵ش.
  • سبحانی تبریزی، جعفر، «مرجعیت در شیعه»، در ماهنامه مکتب اسلام، سال ۳۲، مهر ۱۳۷۱ش.
  • شاکری، حسین، «الامام السید الخویی: سیره و ذکریات»، در مجله الموسم، ش۱۷، ۱۴۱۴ق.
  • شبیری زنجانی، سید موسی، جرعه‌ای از دریا، قم، مؤسسه کتاب‌شناسی، ۱۳۸۹ش.
  • شریف، سید سعید، «تلامذة الإمام الخوئی»، در مجله الموسم، ش۱۷، ۱۴۱۴ق.
  • شریف رازی، محمد، آثار الحجة یا تاریخ و دایرة المعارف حوزه علمیه قم، قم، بی‌نا، ۱۳۳۲ش.
  • شریف رازی، محمد، گنجینه دانشمندان، تهران، کتابفروشی اسلامیه، ۱۳۵۲–۱۳۵۴ش.
  • صدرایی خویی، علی، سیمای خوی، تهران، سازمان تبلیغات اسلامی: مرکز چاپ و نشر، ۱۳۷۴ش.
  • صغیر، محمد، اساطین المرجعیه العلیا فی النجف الاشرف، بیروت، بی‌نا، ۱۴۲۴ق.
  • طباطبایی، سید هادی، «دیدار پرماجرا و روایت‌های متفاوت»، سایت مباحثات، تاریخ درج مطلب: ۱۳ تیر ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۴ اردیبهشت ۱۳۹۶ش.
  • فیاض، محمد اسحاق، «نوآوریهای اصولی و فقهی آیت‌الله خویی»، در مجله کاوشی نو در فقه، ش۱۷و۱۸، پاییز و زمستان ۱۳۷۷ش.
  • گرجی، ابوالقاسم، تاریخ فقه و فقها، قم، سمت، ۱۳۸۱ش.
  • مشار، خان بابا، مؤلفین کتب چاپی فارسی و عربی، تهران، بی‌نا، ۱۳۴۰–۱۳۴۴ش.
  • «معرفی آیت‌الله سید ابوالقاسم موسوی خویی»، در وبلاگ کتابخانه عمومی آیت‌الله موسوی خویی، تاریخ درج مطلب: ۲۷ مهر ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۲۳ فروردین ۱۳۹۶ش.
  • «می‌گویند ۳۰۰ فتوای آیت‌الله خویی خلاف مشهور است»، گفت و گو با آیت‌الله سید احمد مددی، در مجله مهرنامه، ش۱۲، ۱۳۹۰ش.
  • هاشمیان‌فر، سید حسن، گونه‌شناسی رفتار سیاسی مراجع تقلید شیعه، تهران، دانشگاه امام صادق (ع)، ۱۳۹۰ش.
  • یادنامه حضرت آیت‌الله العظمی آقای حاج سید ابوالقاسم خویی، ۱۳۷۲ش (بر اساس نسخه الکترونیک سایت موسسة الخوئی الاسلامیة).
  • ضاهر، یعقوب، مسیرة االإمام السید موسی الصدر، بیروت، دار بالل، ۲۰۰۰م.

بهرنۍ اړیکه