نصر سوره

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

نصر سوره

نَصر سوره د قرآن مجید یو سل لسمه او مدني سوره ده چې په دېرشمه سيپاره کې ده. د دغه سورې نوم له لومړي ایته اخستل شوی دی او معنا یې ده بریالیتوب. د دغه سورې یو بل نوم اذا جاء دی. په دې سوره کې درې مهمې وړاندوینې او غیبي خبرونه موجود دي: « د مکې فتحه، د اسلام له چورلټې غلبې او لویې کامیابۍ سره»« د مکې او خواوشا خلکو یې د اسلام راوړل او د خدای له رسول (ص) سره یې بېعت» او «د پېغمبر (ص) رحلت» د دعا قبلېدل او د دښمنانو پر وړاندي کامیابي د دغه سورې له ځانګړنو ګڼل شوې دي.

پېژندګلو

  • نوموَنه

د سورې مشهورنوم نصر دی. د دغه نومونې سبب دا دی چې د نصر ټکی د سورې په لومړي ایت کې راغلی او د الهي بریالیتوب خبره یې کړې ده. د دغه سورې بل نوم «اذا جاء» دی؛ ځکه چې دا سوره په همدې ټکي سره پېل کیږي. د سورې دریم نوم تودیع دی. د خدای د رسول (ص) د عمر په وروستیو کې د سورې نزول او له هغه حضرت سره د خدای تعالی او جبراییل خدای په اماني د دغه نومونې سبب دی.[۱]

  • ترتیب او د نزول ځای

نصر سوره د قرآن له مدني سورو او د نزول په ترتیب کې یو سل دوهمه سوره ده چې په پېغمبر (ص) نازله شوې ده. دغه سوره د اوسني محصف په ترتیب کې د قرآن یو سل لسمه سوره ده.[۲]ځینې مفسران دغه سوره یو سل لسمه [۳] یو سل یوولسمه او یو سل دولسمه نازله شوې سوره ګڼي. نصر سوره له څوارلسو تر شپاړسو هغو سورو یوه ده چې ټول ایتونه یې په یو ځای نازل شوې او د جَمعیُ‌النزول سورو په نامه یادیږي.[۴] په یو روایت کې امام رضا (ع) له خپل پلار او هغه له امام صادق (ع) نقلوي چې اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ سوره لومړۍ او إِذا جاءَ نَصْرُ اللهِ وروستۍ سوره ده چې په پېغمبر نازله شوه.د تفسیر المیزان لیکوال محمد حسین طباطبایي احتمال ورکړی چې شاید مطلب یې هغه وروستۍ سوره وي چې ټول ایتونه یې به یو ځای او بشپړ په پېغمبر نازل شوې دي.[۵]

  • د آیتونو او کلماتو شمېر

نصر سوره ۳ ایتونه، نولس کلمې، او اتیا توري لري او له مُفصّلات سورو (وړو ایتونو لرونکو) ده.[۶]

مینځ پانګه

خدای تعالی په نصر سوره کې خپل رسول ته د کامیابۍ او مرستې وعده ورکوي او اعلانوي چې ډېر زر به خلک ډلې ډلې په اسلامي کې داخل شي. بیا پېغمبر (ص) ته امر کوي چې د دغه مرستې او بري په شکرانه د خدای تسبیح وکړه او حمد ووایه او استغفار وکړه. د ځینو مفسرانو لکه علامه طباطبایي په وینا دغه سوره په مدینې کې د حدیبیه له صلحې وروسته او د مکې له فتحې مخکې نازله شوې ده؛ نو د هغه فتحې مطلب چې خدای یې وعده ورکوي د مکې فتحه ده.[۷]

د نصر سورې مینځ پانګه [۸]

په لویو کامیابیو کې خدای مه هېروئ دوهم ټکی: ۳ ایت د بریالیتوب له لاسته راوړلو وروسته د پېغمبر او مسلمانانو دندې

لومړی ټکی ایت ۲-۱ د مسلمانانو لپاره د لویو بریو زیری

لومړۍ دنده : ۴ ایت ( توجه فرمایید که منظور از ایت چهارم چیست چون سوره سه ایه دارد) د خدای د نعمتونو او کمالاتو په یادولو سره د هغه تسبیح لومړۍ کامیابي: ۱ ایت د خدای په مرسته د مسلمانانو له خوا د مکې فتحه دوهمه دنده : ۳ ایت د خدای د امر پېروي او د ګناهانو د بخښنې غوښتل دوهمه کامیابي: ۲ایت د مکې له فتحې وروسته د اسلام له دینه د خلکو پراخ هرکلی


د سورې د نزول وخت او وړاندوینې یې

د نصر سورې د نازلېدو د وخت په اړه نظرونه مختلف دي؛ د مثال په توګه علي بن ابراهیم قمي وایي چې دغه سوره په منا کې آو په حجة الوداع کې نازله شوې ده.[۹] یا واحدي نیشابوري وایي چې دا سوره د حنین له جنګه د پېغمبر (ص) په ستنېدو کې نازله شوه او پېغمبر (ص) له هغه وروسته تر دوو کلونو زیات عمر ونه کړ؛[۱۰] خو ځینې مفسران لکه شېخ طبرسي او علامه طباطبایي په دې باور دي چې دغه سوره د حدیبیه له صلحې وروسته او د مکې له فتحې مخکې نازله شوې ده؛[۱۱] پر دې اساس د فتحې او بریالیتوب او په اسلام کې د ډېرو خلکو د شاملېدو چې خدای یې د سورې په لومړي او دوهم ایت کې خبره کړې، مطلب د مکې فتحه ده؛ ځکه چې له دغه بریالیتوب وروسته وه چې خلک ډلې ډلې په اسلام کې داخل شول.

دغه سوره درې مهمې وړاندوینې او غیبي خبرونه لري:

  • د اسلام په نهایي غلبې او لویې کامیابۍ سره د مکې فتحه
  • د مکې او د خواوشا خلکو یې په اسلام ایمان راوړل او د خدای له رسول (ص) سره بیعت؛
  • د پېغمبر (ص) رحلت [۱۳] په مجمع البیان کې راغلي چې کله دغه سوره نازله شوه، د خدای رسول (ص) اصحابو ته قرائت کړه، ټول اصحاب خوشاله شو او یو بل ته یې زیری ورکاوه، خو کله چې عباس هغه واورېده، وې ژړل، د خدای رسول (ص) تر وپوښتل چې کاکا ولې ژاړې؟ عباس وویل: ای د خدای رسوله زه خیال کوم چې دا سوره ستا د مرګ خبر تاته درکوي. هغه حضرت وفرمایل: هو دا سوره هماغه څه وایي چې ته پوه شوې، او د خدای رسول (ص) د دغه سورې له نزوله وروسته تر دوو کلونو زیات ژوندی پاتې نه شو، او له هغه وروسته هغه حضرت چا خوشاله او خندانه ونه لیده. دا خبره په ځینو روایتونو کې په مختلفو عبارتونو سره راغلې ده.[۱۴]

ځینو د پېغمبر (ص) په مرګ د دغه سورې د دلالت په سبب کې(سره له دې چې د سورې په ظاهر کې د مرګ څه خبر نیشته) ویلي چې دا سوره په دې دلالت لري چې د خدای رسول (ص) د خپل رسالت له سرته رسولو فارغ او هغه څه چې باید کړې یې وای، کړي دي او د هڅو او کوشش وخت یې سر ته رسېدلی او معلومه ده چې د مشهور متل «عند الکمال یُرقَّب الزوال» مطابق هرڅه چې د کمال حد ته ورسېدل باید زوال ته په تمه ووسي.[۱۵]

په نصر سوره کې د تسبیح او استغفار مقام

دې ته په پام سره چې د مکې فتح د شرک خوارېدل او د توحید عزت او سرلوړي او د باطل نابودي او د حق واکمني ده د باطل د نابودۍ په وجه پېغمبر په تنزیه او تسبیح مامور شوی دی او د حق د واکمنۍ په وجه چې یو الهي نعمت دی ورته امر شوی چې د خدای حمد او ستاینه وکړي. د مکې له فتحې وروسته د تسبیح، حمد او استغفار لپاره بله توجیه دا ده چې د مکې په فتحې سره پېغمبر د باطل او فساد د ختمولو په لاره کې له خپلې دندې فارغ شوی نو پېغمبر ته امر شوی چې په تسبیح سره د خپل رب جلالي صفات او په حمد سره یې جمالي صفات یاد کړي او په استغفار سره یې خپله نیمګړتیا او نیاز د خپل پالونکي در ته وړاندې کړي او په دې کار سره د خدای شکر کامل کړي. البته د پېغمبر د بخښنې غوښتل او مغفرت د هغه د بخښل کېدو په معنا نه دي بلکې د الهي غفران او بخښنې د دوام په معنا دي ځکه چې انسان هماغه شان چې په خپله د خدای د مغفرت اصل ته اړتیا لري په دوام کې یې هم ورته محتاج دی.[۱۶] ام سلمه نقل کړې چې د خدای رسول د خپل عمر په وروستیو کې نه ودرېد او نه کښېناسته او نه به تله او نه راتله مګر دا چې ویل به یې: «سبحان الله و بحمده و استغفر الله و اتوب الیه» مونږ ترې د دې کار سبب وپوښتنه، وې فرمایل: زه په دې عمل مامور شوی یم، بیا به یې نصر سوره ولوسته، خو بي بي عایشې په همدې برخه کې دا ذکر له پیغمبر (ص) نقل کړی دی «سبحانك اللهم و بحمدك أستغفرك و أتوب إليك».[۱۷]

فضایل او ځانګړنې

اصلي مقاله: د سورتونو فضائل

د یو روایت له مخې چې پېغمبر(ص) ته منسوب دی، څوک چې دا سوره تلاوت کړي ورته دهغه چا ثواب ورکول کیږي چې د مکې په فتحې کې له پېغمبر (ص) سره یو ځای جنګېدلی او شهید شوی وي.[۱۸] همداراز د یو بل روایت له مخې هر څوک چې د شعبان په نهمه شپه څلور رکعته لمونځ وکړي او په هر رکعت کې له حمد وروسته ۱۰ځله نصر سوره ووایي، خدای تعالی یې بدن په اور حراموي.(یعنې په دوزخ کې به نه سوزي) او د هر ایت په واسطه ورته د بدر له شهیدانو د لسو شهیدانو ثواب او د دین د عالمانو ثواب ورکول کیږي.[۱۹] د جعفر طیار د لمونځ په دریم رکعت کې هم نصر سوره تلاوتیږي.[۲۰] همداراز د دې سورې لپاره ځینې ځانګړنې لکه د دعا قبلېدل او د دښمنانو پر وړاندې کامیابي بیان شوې ده.[۲۱]

متن او ترجمه متن و ترجمه نصر سوره

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّ‌حْمَـٰنِ الرَّ‌حِيمِ إِذَا جَاءَ نَصْرُ‌ اللَّـهِ وَالْفَتْحُ ﴿١﴾ وَرَ‌أَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّـهِ أَفْوَاجًا ﴿٢﴾ فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَ‌بِّكَ وَاسْتَغْفِرْ‌هُ ۚ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا ﴿٣﴾ د ډېر بخښونکي ډېر مهربان خدای په نامه کله چې د خدای مرسته او بری راورسیږي.(۱) او ته به وینې چې خلک ډله ډله د خدای په دین کې ننوځي،(۲) نو د خپل رب په ستاینه د هغه حمد او ثنا ووایه او ترې بخښنه وغواړه ځکه چې هغه همېشه توبه قبلوونکی دی(۳)

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ش.
  • ابن طاووس، علی بن موسی، اقبال بالاعمال الحسنة، تحقیق: جواد قیومی اصفهانی، قم، مرکز النشر التابع لمکتب الأعلام الاسلامی، ۱۴۱۶ق.
  • بحرانی، هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیرالقرآن، واحد تحقیقات اسلامی بنیاد بعثت، ۱۴۱۷ق.
  • دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، به کوشش بهاءالدین خرمشاهی، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الاتقان فی علوم القرآن، تحقیق: فواز احمد زمرلی، بیروت، دارالکتب العلمية، بی‌تا.
  • طباطبائی، سیدمحمدحسین‏، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الأعلمی للمطبوعات، چاپ سوم، ۱۳۹۴ق/۱۹۷۴م‏.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، ترجمه محمدباقر موسوی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۳۷۴ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران‏، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش‏.‏
  • قمی، شیخ عباس، مفاتیح الجنان، تهران، نشر آیین دانش، چاپ هجدهم، ۱۳۹۰ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم‏، تفسیر قمی، تحقیق: سید طیب موسوی جزایری‏، قم، دارالکتاب‏، ۱۳۶۷ش‏.
  • معرفت، محمدهادی، آموزش علوم قرآنی، ترجمه ابومحمد وکیلی، مرکز چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۱ش.
  • معرفت، محمدهادی، تاریخ قرآن، تهران، سمت، ۱۳۸۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.
  • نمازی شاهرودی، علی، مستدرک سفینة البحار، تحقيق و تصحيح: حسن نمازی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، ۱۳۷۸ش.
  • واحدی نیشابوری، اسباب النزول، ترجمه علیرضا قراگزلو ذکاوتی، تهران،‏ نشر نی‏، ۱۳۸۳ش‏.