وړوکی اختر

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د کوچني اختر په اړه ده. د وړوکی اختر د لمانځه په اړه د معلوماتو لپاره د اختر لمونځ مدخل وګورئ.
په کاناډا کې د کوچني اختر او لوی اختر د یادګاري ټاپې

وړوکی اختر یا عید فطر د شوال د میاشتې لومړۍ ورځ او د مسلمانانو یو ډېر مهم اختر. د هغو روایتونو له مخې چې له شیعه امامانو نقل شوي وړوکی اختر د هغو کسانو اختر دی چې روژې او عبادتونه یې قبول شوي او له دې امله اختر ګرځول شوی چې مسلمانان راغونډ شي او د خدای حمد وثنا ووایي. د وړوکي اختر په ورځ روژه نیول حرام او د زکات فطره ورکول په مسلمانانو واجب دي.

د وړوکي اختر د شپې او ورځې لپاره ځينې احکام بیان شوې دي؛ منجمله شپه روڼول، لمونځ او دعا کول، د قرآن قرائت، لامبل او د خاصو تکبیرونو ویل. اسلامي هیوادونه د وړوکي اختر په مناسبت دوه یا زیاتې ورځې رخصتي ورکوي. مسلمانان د وړوکي اختر لمونځ په ګډه کوي او د خپلو دودونو او رسمونو مطابق جشن لمانځي. فارسي ژبو شاعرانو منجمله سعدی شیرازی، عبدالرحمن جامی او قیصر امین‌پور، د وړوکي اختر په اړه شعرونه ویلې دي.

مقام او اهمیت

وړوکی اختر د شوال میاشتې لومړۍ ورځ ده او په اسلامي روایتونو کې، د خدای د انعامونو ورځ[۱] د نیکانو د بدلې ورځ[۲] او د ګناهانو د بخښل کېدو ورځ [۳] معرفي شوې ده.د یو روایت له مخې چې له امام علي نقل شوی، وړوکی اختر د هغه کسانو اختر دی چې روژه یې منل شوې او عبادت یې قبول شوی دی.[۴] په یو بل روایت کې چې له امام رضا (ع) منقول دی، راغلي چې د فطر ورځ اختر وګرځول شوه چې مسلمانان پکې راغونډ شي او د هغو نعمتونو په وجه چې خدای ورکړي د هغه ستاینه وکړي، او له همدې امله د دې په لمانځه کې تکبیرونه تر نورو ورځو زیات ټاکل شوې دي.[۵]

نومونه

د «فطر»ټکی د فَطر له جرړې، څیرلو، پېل، او اختراع په معنا اخستل شوی دی.[۶] ویل شوي چې «عید فطر» هم له همدې جرړې دی، ځکه چې روژتي په دې ورځ خپله خله خوراک څښاک ته پرانیزي.[۷]

احکام

د تهران په عیدګاه کې د ایت الله خامنه اي په امامتۍ د وړوکي اختر لمونځ ( ۱۴۳۷ ق کال)[۸]
  • فطره زکات یا فطریه، د فقیهانو د مشهور قول په اساس د فطره زکات د واجبېدو وخت د وړوکي اختر د شپې له پېل څخه دی، خو سید ابوالقاسم خویي د هغه وخت د اختر ورځې د سهار (فجر) د راختلو وخت ګڼي.[۹] همداراز د تقلید د مراجعو په فتوا، د وړوکي اختر په ورځ د زکات ورکولو وخت تر ماسپښینه دی.[۱۰] البته په دې مینځ کې سید موسی شبیري زنجاني، ټوله ورځ د فطریې د ورکولو وخت ګڼلی دی.[۱۱] سره له دې ویل شوي چې که څوک د وړوکي اختر لمونځ کوي، باید زکات یې له لمانځه مخکې ادا کړي یا د ځینو په فتوا هغه یې له ماله جدا کړي.[۱۲]
  • د اختر لمونځ: د اختر لمونځ کول د امام مهدي (عج) د غیبت په زمانه کې مستحب او د امام (ع) د حضور او واکمنۍ په زمانه کې واجب دی.[۱۳]
  • د وړوکي اختر په ورځ روژه نیول حرام دی.[۱۴]

عملونه او اداب

د اختر په شپه

د دعاګانو په کتاب کې، د وړوکي اختر د شپې لپاره د ځینو اعمالو او ادابو سپارښتنه شوې ده:

  • د دعا کول، لمونځ، او د قرآن قرائت.[۱۵]
  • د شوال د میاشتې د لیدلو په وخت د استهلال دعا لوستل [۱۶]
  • د امام حسین زیارت [۱۷]
  • غسل کول: د وړوکي د اختر د شپې دغسل وخت د ماښام له اوله د سهار تر آذانه پورې دی.[۱۸]
  • د ماښام له لمانځه او نوافلو وروسته یې د دې دعا لوستل:
  • : «یَا ذَا الْمَنِّ وَالطَّوْلِ، یَا ذَا الْجُودِ، یَا مُصْطَفِیَ مُحَمَّدٍ وَ ناصِرَهُ صَلِّ عَلَیٰ مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ وَاغْفِرْ لِی کُلَّ ذَنْبٍ أَحْصَیْتَهُ وَ هُوَ عِنْدَکَ فِی کِتابٍ مُبِینٍ؛ ای د نعمت و کرم څښتنه، ای د سخا او جود مالکه، ای د محمد غوره کوونکیه، او ای د هغه مرستندویه، درود ولیږه پر محمد او دهغه په آل او وبخښه ماته هره ګناه چې شمېرلې دې ده او هغه ستا په نزد په ښکاره کتاب کې ده»
  • له دې وروسته باید سجده وکړې او سل ځله په سجده کې ووایې.«أَتُوبُ إِلَی اللّٰهِ».بیا چې هر حاجت لرې له خدایه یې وغواړې.[۱۹]
  • مخصوص تکبیرونه: مستحبه ده چې د اختر د شپې د ماښام او ماسخوتن له لمونځونو وروسته دا تکبیرونه وویل شي:
  • «الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله و الله اکبر، ولله الحمد، الحمدلله علی ما هدانا، وله الشکر علی ما اولانا.[۲۰][یادداشت ۱]
  • شپه روڼول: به یو روایت کې چې امام کاظم (ع)له امام علي (ع) نقل کړی راغلي دي: ما خوشالوي هر هغه کس چې په ټول کال کې ځان په څلورو شپو کې (عبادت ته) فارغه کړي: د وړوکي اختر په شپه، د لوی اختر په شپه، د شعبان د پینځلسم په شپه او د بزرګې میاشتې په لومړۍ شپه.[۲۱] همداراز له امام باقر (ع) څخه نقل شوي چې علي بن حسین به د وړوکي اختر په شپه په جومات کې پاتې کېده او تر سهاره به یې لمونځ کاوه او شپه به یې روڼوله او فرمایل به یې: «دا شپه د قدر تر شپې کمه نه ده.[۲۲]

د اختر ورځ

  • غسل: د وړوکي اختر د ورځې له مستحباتو څخه یو هم غسل دی. د غسل یا لامبلو د وخت پېل د فجر راختلو څخه دی ، خو په دې کې چې د غسل د ختمېد وخت د لمانځه لپاره له کوره له وتلو مخکې پورې که د لمر تر زواله پورې یا د لمر تر پرېوتلو پورې دی مختلف نظرونه موجود دي.[۲۳]
  • افطاری: مستحبه ده چې د وړوکي اختر له لمانځه مخکې یو څه خواړه په تېره بیا خرما وخوړل شي.[۲۴]
  • د خاصو تکبیرونو ویل:،«الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله و الله اکبر، ولله الحمد، الحمدلله علی ما هدانا، وله الشکر علی ما اولانا.» د سهار له لمانځه، د اختر له لمانځه[۲۵] او همداراز د ماسپښین او مازیګر له لمانځه [۲۶] وروسته، مستحب دي.
  • د وړوکي اختر د لمانځه کول
  • د دعای ندبه لوستل [۲۷]

آداب او دودونه

وړوکی اختر د مسلمانانو له مهمو اخترونو دی چې په خاصو دودونو او رسومو سره ترسره کیږي او په همدې مناسبت څو ورځې رخصتي وي.[۲۸] مسلمانان د وړوکي اختر په ورځ د وړوکي اختر لمونځ کوي، ځایي شیرینۍ پخوي، جشنونه جوړوي او د یو بل لیدو کتو ته ورځي [۲۹]

هیواد عربستان قطر سوریه مصر امارات عمان کویت ملایشیا اردن سوډان انډونیشیا بحرین افغانستان پاکستان ترکیه عراق ایران
رخصتۍ ۴ ورځې ۱۱ ورځې ۳ ورځې ۶ ورځې ۵ ورځې ۴ ورځې ۳ ورځې ۳ ورځې ۳ ورځې ۳ ورځې ۳ ورځې ۳ورځې ۳ ورځې ۳ ورځې ۳ ورځې ۳ ورځې ۲ ورځې[۱]

وړوکی اختر په شعرونو کې

سعدی:







برگ تحویل می‌کند رمضانبار تودیع بر دل اِخوان
یارِ نادیده سیر، زود برفتدیرْ ننشست نازنین مهمان
ماه فرخنده روی برپیچیدو علیک السلام یا رمضان
الوادع ای زمانِ طاعت و خیرمجلس ذکر و محفل قرآن
روزه بسیار و عید خواهد بودتیر ماه و بهار وتابستان
تا که در منزل حیات بودسال دیگر که در غریبستان؟[۳۱]


مجیرالدین بیلقانی:


روز بسْ خُرّم و موسم ز همه خوب‌ترستعید فطرست که عالم همه پر زیب و فرست[۳۲]


جامی:


عید فطر است بیا تا به می افطار کنیمعیدگه خاک در خانه خمار کنیم[۳۳]


مغفور لاهیجی:





صبح نشاط دم زد، فیض سحر مبارکعیشِ صبوحِ مستان، بر یكدگر مبارک
عید گشاد ابرو، بربست رختِ ورځېهاین را حَضَر خجسته، آن را سفر مبارک
تیغِ هلال شوال، باز از افق عَلَم شدماه صیامْ بشكست فتح و ظفر مبارک
وقت سحر مؤذن آهنگ عیش برداشتبر گوش روزه‌داران این خوش خبر مبارک


قیصرامین پور:



عید است و دلم خانه‌ی ویرانه، بیااین خانه تکاندیم ز بیگانه، بیا
یک ماهِ تمام میهمانت بودیمیک روز به مهمانی این خانه بیا


اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • «آداب و رسوم عید فطر در ایران»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه، درج مطلب: ۱۴ خرداد ۱۳۹۸ش، مشاهده: ۲۶ فروردین ۱۴۰۲ش.
  • «آداب و رسوم عید فطر در کشورهای مختلف»، خبرگزاری تسنیم، درج مطلب: ۱۲ خرداد ۱۳۹۸ش، مشاهده ۲۶ فروردین ۱۴۰۲ش.
  • آملی، محمدتقی، مصباح الهدی فی شرح عروة الوثقی، تهران، بی‌نا، ۱۳۱۰ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت،‌ دار صادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
  • «اقامه نماز عید سعید فطر به امامت رهبر معظم انقلاب اسلامی»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر مقام معظم رهبری، درج مطلب: ۱۵ تیر ۱۳۹۵ش، مشاهده: ۲۶ فروردین ۱۴۰۲ش.
  • بنی‌هاشمی خمینی، محمدحسن، توضیح المسائل (مراجع)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، بی‌تا.
  • بیلقانی، مجیرالدین، دیوان اشعار، سایت گنجور.
  • جامی، نورالدین عبدالرحمن، دیوان اشعار، سایت گنجور.
  • سید ابن‌طاووس، علی بن موسی، الاقبال بالأعمال الحسنه، تحقیق جواد قیومی اصفهانی، قم، مرکز النشر التابع لمکتب الاعلام الاسلامی، ۱۳۷۶ش.
  • شبیری زنجانی، موسی، رساله توضیح‌المسائل، قم، سلسبیل، ۱۳۸۸ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کتاب من لایحضره الفقیه، تصحیح علی اکبر غفاری، قم، انتشارات جامعه مدرسین، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد وسلاح المتعبد، بیروت، موسسة الاعلمی، ۱۴۱۸ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، مسارالشیعه، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی یزدی، سید کاظم، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (محشی)، قم، انتشارات جامعه مدرسین، ۱۴۱۹ق.
  • «عطلة عيد الفطر المبارك لعام 1444هـ الموافق لسنة 2023»، سایت بورس بحرین، تاریخ درج مطلب: ۱۹ آوریل ۲۰۲۳م، تاریخ بازدید: ۶ اردیبهشت ۱۴۰۲ق.
  • «قانون افزايش تعطيلی عيد سعيد فطر»، سایت سامانه ملی قوانین، تاریخ بازدید: ۶ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • «قصیدهٔ شمارهٔ ۴۳ - در وداع ماه رمضان»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۶ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۹ق.
  • «متى موعد عيد الفطر ۲۰۲۳/۱۴۴۴؟ وكم عدد أيام الإجازة في مختلف الدول العربية والإسلامية؟»، سایت الجزیره، تاریخ درج مطلب: ۵ آوریل ۲۰۲۳م، تاریخ بازدید: ۶ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت،‌دار احیاءالثراث العربی، ۱۴۰۴ق.
  • نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل ومستنبط المسائل، قم، مؤسسه آل البیت علیهم السلام، ۱۴۰۸ق.