مسلمان

د wikishia لخوا

مُسلمان یا مسلم هغه څوک دی چې د اسلام په لارښوونو ایمان ولري او عمل پرې وکړي. د شيعه فقهاوو له نظره يوازې د شهادتینو په ويلو سره مسلماني ثابتيږي او د مسلمانۍ حکمونه لکه د بدن پاکوالي، د ژوند، مال او عزت احترام او د عباداتو د صحيح والی او نور. په توحيد، نبوت او معاد ايمان د ټولو مسلمانانو مشترکه عقيده ده، او لمونځ، روژه او حج د مسلمانانو له ګډو مذهبي دودونو څخه دي. د تاریخ پوهانو په وینا، حضرت علي(ع) او حضرت خدیجه(س) لومړني مسلمانان وو.

د پیو(Pew) څیړنیز مرکز په وینا، په 2015 کې د نړۍ د مسلمانانو نفوس شاوخوا 1 ملیارد 752 ملیون 620 زره و، او اسلام په نړۍ کې له عیسویته وروسته دوهم ډیر نفوس لرونکی دین دی. د دغه څېړنیز مرکز د تحلیل له مخې، د نړۍ نږدې دوه پر درېیمه (۶۲ سلنه) مسلمانان د په ایشیا او اقیانوسیه کې ژوند کوي.

مسلمان د خدای امر ته د تسلیمۍ په معنی هم کارول شوی، په قرآن کریم کې د مسلمان کلمه او مشتقات یې اکثره په همدې معنی کارول شوي دي.

مقام او تاریخچه

د اسلام دین په مکه معظمه کې چې په عربي ټاپووزمه کې موقعیت لري په 610 میلادي کال کې د پیغمبر(ص) په راتلو سره راڅرګند شو او پیروان یې مسلمانان وبللی شول.[۱] ویل کیږي امام علی(ع) چې د شیعو لومړۍ امام دی او حضرت خدیجې(س) (د پيغمبر میرمنه) دا لومړي کسان وو چې مسلمانان شوو.[۲] د ابن‌هشام په وینا چې په السیرة النبویة کې وايي، له امام علی(ع) او حضرت خدیجې (ص) نه وروسته د زید بن حارثه، ابوبکر بن ابی قحافه، عثمان بن عفان، سعد بن ابی وقاص، زبیر بن عوام، عبدالرحمن بن عوف او طلحه بن عبیدالله په څیر خلک لومړي مسلمانان وو.[۳]

د مسلمان یا اسلام لقب په ځینو فقهي روایاتو کې ذکر شوی دی[۴] او په ډیرو فقهي بابونو کې لکه طهارت، لمونځ، زکات، روژه، حج، جهاد، تجارت، وکالت، وصیت، نکاح، ښکار او ذبحه، احیاء موات، حدود او قصاص کې ذکر شوی دی.[۵]

د رسول الله(ص) د حدیث څخه یوه د خطاطۍ ټوټه: «المسلم من سلم المسلمون من لسانه و یده»، د حسن کنعان لخوا په ثلث کې لیکل شوی.

د ټکی پیژندنه

«قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا ۖ قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَٰكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ؛ بدويانو وويل: موږ ايمان راوړ. ووایه: تاسو ایمان نه دی راوړی، خو ووایئ: موږ اسلام قبول کړی. خو لا تر اوسه ایمان ستاسو په زړونو کې نه دی داخل شوی.»[۶]

مسلمان هغه شخص یا اشخاص دي چې د اسلام په لارښوونو ایمان لري او پر هغه عمل کوي.[۷] ځینو بیا مسلمان هغه شخص ګڼلی چې د اسلام دین ته داخل شي او د اسلام پیغمبر(ص) ته تسلیم شي.[۸]

د مسلمان کلمه په قرآنکریم کې له څلویښتو څخه زیات ځله راغلې ده او دوه عمومي او ځانګړې معناوې لري[۹] د مسلمان معنی په اکثرو آیتونو کې په عمومي او پراخه معنی کارول شوې او هغه چا ته ویل کیږي چې د خدای امر ته یې غاړه ایښي وي او بشپړ توحید ولري او له هر ډول شرک او بت پرستۍ څخه پاک وي[۱۰] او په خاص معنی هغه کس ته ویل کیږي چې د رسول الله(ص) له پیروانو او معتقدانو وي.[۱۱]

د مؤمن او مسلمان فرق

د ځينو آيتونو[۱۲] او رواياتو[۱۳] له مخې فقهاوو د "مسلم" او "مومن" تر منځ توپير کړی دی. په دې معنې چې مؤمن په معنی کې هغه څوک دی چې ټول هغه څه چې د رسول الله(ص) له خوا راغلي دي په زړه سره مني او په ژبه یې اقرار کوي؛[۱۴] په داسې حال کې چې مسلمان کیدل یوازې د شهادتینو په لفظي اقرار سره ثابتیږي.[۱۵] مومن په خاص معنی د شیعه فقیهانو له نظره هغه چا ته ویل کیږي چې د شیعو د امامانو ولایت او امامت باندې عقیده لري.[۱۶]

په روایتونو کې د مسلمانانو ځانګړتیاوې

په ځينو رواياتو کې چې اخلاقي بڼه لري، د رښتيني مسلمان ځانګړتياوې يادې شوې دي،[۱۷] د بېلګې په توګه په يوه روايت کې چې د رسول الله(ص) څخه نقل شوي دي، رښتينی مسلمان هغه دی چې خلک يې د ژبې او لاس له شر څخه خوندي وي.[۱۸] امام علی علیه السلام په یو روایت کې هوښیارتیا، احترام ساتل، ریښتونولي، توجه سره د قرآن تلاوت، د خدای په لاره کې دوستي او دښمني کول، د اهل بیت(ع) ولایت پيژندل، د نورو د حقوقو درناوی او له خلکو سره ښه ژوند کول د یو رښتیني مسلمان له ځانګړنو څخه ګڼلي دي.[۱۹]

اعتقادي اصول

د قرآن انځور، د مسلمانانو مقدس کتاب

اصلي مقاله: اصول دین

د مسلمانانو ځینې مشترک اعتقادي اصول دا دي:

  • توحید: د مسلمانانو له ټولو اصلي اعتقادي اصل توحید دی، [۲۰] د ټولو مسلمانانو د عقیدې له مخې، خدای یوازینی خالق دی او هیڅ شریک نلري [۲۱]
  • معاد: په معاد کې بدن ته د روح په راستنېدو او د هغه د بیا راژوندی کیدو او د هغه د عمل حساب کتاب باندې عقیده؛ چې صالحان به جنت او ابدي نعمتونو ته رسېږي او بدکاران به د خپلې ګناه عذاب ته رسېږي.[۲۲]
  • نبوت: په نبوت باندې د مسلمانانو عقیده له دې حقیقت څخه عبارت ده چې لومړی: محمد(ص) د خدای له لوري د پیغمبر په توګه غوره شوی دی[۲۳] دوهم: قرآن کریم د هغه کتاب د خدای له لوري نازل شوی دی[۲۴] او دریم: هغه وروستی پیغمبر دی چې له هغه وروسته بل پیغمبر نه راځي.[۲۵]

عبادي عملونه

اصلي مقاله: فروع دین

د مسلمانانو له عبادي عملونو څخه چې د ټولو مسلمانانو تر منیځ مشترک دي لاندېنیو ته اشاره کولی شو:

  • لمونځ: په هر مسلمان واجب دی چې هره ورځ ۱۷ رکعته لمونځ وکړي[۲۶] دغه ۱۷ رکعتونه د ورځني لمونځ په نوم یادیږي[۲۷] او هغه دا دي : دوه رکعته د سهار لمونځ، څلور رکعته د ماسپښین ، څلور رکعته د مازدیګر ، درې رکعته د ماښام او څلور رکعته د ماڅښوتن لمونځ[۲۸]
  • روژه: په هر مسلمان دا فرض دي چې د رمضان په مياشت کې د سهار له اذان څخه د ماښام تر اذان پورې له هغه څیزونو له خوړو څخه ډډه وکړي چې روژه ورسره ماتیږي.[۲۹]
  • حج: پر هر مسلمان واجب دي چې په خپل ژوند کې يو ځل حج ته ولاړ شي (که شرطونه يې پوره شي)[۳۰] د حج مناسک په کال کې يو ځل د ذوالحجې په مياشت کې په مکه مکرمه کې ترسره کېږي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه ډېر مسلمانان راغونډېږي او د حج فريضه ادا کوي.[۳۱]
په مسجد الحرام کې د حج د فریضې د ادا کولو په وخت د مسلمانانو انځور

فقهي حکمونه

د شيعه فقهاوو له نظره يوازې د شهادتين په ويلو او يا ترجمه کولو سره یو کس مسلمانېږي.[۳۲] په اسلامي شريعت کې مسلمان شونی سره ځینې آثار راځي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

امام صادق(ع): «الْإِسْلَامُ يُحْقَنُ بِهِ الدَّمُ وَ تُؤَدَّى بِهِ الْأَمَانَةُ وَ تُسْتَحَلُّ بِهِ الْفُرُوجُ وَ الثَّوَابُ عَلَى الْإِيمَانِ؛
د اسلام په وسيله د هغه ځان محفوظ دی او امانت ورکول کيږي او واده ورسره حلال کيږي خو د آخرت ثواب په ايمان دی.[۳۳]

  • د مسلمان بدن او د بدن اوبه پاکې دي.[۳۴]
  • د مسلمان د ځان، مال او عزت حرمت لري.[۳۵]
  • په مسلمان باندې ختنه کول واجب دي که څه هم زوړ وي.[۳۶]
  • مسلمان کېدل د عباداتو او اعمالو د سموالي لپاره شرط دی، هغه عملونه چې په هغو کې قصد قربت شرط دی.[۳۷]
  • د مسلمان لپاره روا نه ده چې غیر کتابي کافر سره واده وکړي.[۳۸] د یوې مسلمانې ښځې لپاره دا روا نه ده چې حتی کتابي کافر سره واده وکړي.[۳۹]
  • کافر په مسلمان باندې تسلط او ولایت نه لري؛ يعنې د نفي سبیل د قاعدې له مخې خداى هيڅ داسې حكم نه دى وضع كړى چې په مسلمان باندې د كافر د تسلط او ولایت لاره وي.[۴۰]
  • د شيعه فقهاوو له نظره، هغه څوک چې مسلمان وي او په ښکاره توګه د اسلام له دين څخه لاس واخلي او ووايي: "زه له اوس څخه مسلمان نه يم" يا د اسلام د دين له يو شرط څخه منکر شي او يا د مسلمانانو او شيعو له توافق شوي یو څیز څخه منکر شي، مرتد دی او د ارتداد احکام ورباندې نافذ دي.[۴۱]

د مسلمانانو مقدس ځایونه

ځینې هغه ځایونه چې د مسلمانانو لخوا سپیڅلي ګڼل کیږي په لاندې ډول دي:

  • کعبه په اسلامي نړۍ کې تر ټولو سپېڅلی مذهبي ځای دی چې د مکې په ښار کې ده او د نړۍ د مسلمانانو قبله ده.[۴۲] همدارنګه، مسجد الحرام د مسلمانانو یو له مهمو جوماتونو څخه دی چې د کعبې او شاوخوا برخو کې واقع دی.[۴۳]
  • مسجد نبوي د مسلمانانو یو بل سپېڅلی او مذهبي ځای دی چې په مدینې ښار کې دی.[۴۴] ویل کیږي چې دا جومات د اسلام پیغمبر (ص) مدینې ښار ته د راتګ سره سم د هغه حضرت په لاس جوړ شوی دی.[۴۵]
  • مسجد الاقصی، د مسلمانانو لومړی قبله، د مسلمانانو یو بل له مذهبي او سپیڅلو ځایونو دی.[۴۶] دا جومات د بیت المقدس په جنوب ختیځ کې واقع دی.[۴۷]
  • د حرا غار، چې د اسلام پر پېغمبر(ص) د وحي د نازلیدو لومړۍ ځای دی، دا هم د مسلمانانو له سپېڅلو ځایونو څخه ګڼل کېږي.[۴۸]

نفوس

د Pew څېړنیز مرکز (PEW) د راپور له مخې، تر ۲۰۱۵ کال پورې د نړۍ د مسلمانانو نفوس ۱ میلیارده ۷۵۲ میلیونه ۶۲۰ زره تنه وو[۴۹] او اسلام له مسیحیت وروسته په نړۍ کې دویم ډېر نفوس لرونکی دین بلل کېږي.[۵۰] د دې مرکز د تحقیق مطابق تقریبا دریمه برخه (۶۲سلمه) مسلمانان په ایشیا او اقیانوسیه کې ژوند کوي[۵۱] د پیو د تحقیقاتي مرکز د ګزارش پر اساس په راپور کې د ۲۰۱۵ کال د احصایې له مخې د نړۍ هغه ۱۰ هیوادونه چې تر ټولو زیات مسلمان نفوس لري په لاندې جدول کې ښودل شوي دي:[۵۲]

شمېره هیواد نفوس له ټول هیواد د مسلمانانو فیصد
۱ انډونیشیا ۲۱۹/۹۶۰/۰۰۰ نفوس ۸۷/۱ په سلو کې
۲ هندوستان ۱۹۴/۸۱۰/۰۰۰ نفوس ۱۴/۹ په سلو کې
۳ پاکستان ۱۸۴/۰۰۰/۰۰۰ نفوس ۹۶/۴ په سلو کې
۴ بنګلادیش ۱۴۴/۰۲۰/۰۰۰ نفوس ۹۰/۶ په سلو کې
۵ نیجریه ۹۰/۰۲۰/۰۰۰ نفوس ۵۰ په سلو کې
۶ مصر ۸۳/۸۷۰/۰۰۰ نفوس ۹۵/۱ په سلو کې
۷ ایران ۷۷/۶۵۰/۰۰۰ نفوس ۹۹/۵ په سلو کې
۸ ترکیه ۷۵/۴۶۰/۰۰۰ نفوس ۹۸ په سلو کې
۹ الجزایر ۳۷/۲۱۰/۰۰۰ نفوس ۹۷/۹ په سلو کې
۱۰ عراق ۳۶/۲۰۰/۰۰۰ نفوس ۹۹ په سلو کې

همدارنګه د دغه څېړنیز مرکز د راپور له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د مسلمانانو شمېر ۳ میلیونه ۴۵۰ زره تنه وو او د دغه هېواد د ټول نفوس ۱/۱ سلنه برخه وه[۵۳] او په اروپایی وچه کې د مسلمانانو شمېر له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې له ۱۹ میلیونو ۵۰۰ زره کسانو څخه ۲۵ میلیونو ته ۸۰۰ زره کسانو ته (له ۸/۳ سلنې تر ۹/۴سلنې) لوړ شوی دی.[۵۴]

فرقې

شیعه او سني فرقې د مسلمانانو تر ټولو زیات نفوس لرونکي فرقې دي. د Pew «انجمن دین و زندگی عمومی پیو» د راپور له مخې، د نړۍ له ۱۰ تر ۱۳ سلنه مسلمانان شیعه او له ۸۷ تر ۹۰ سلنه یې سنيان دي.[۵۵] د یو بل ګزارش له مخې د شیعو شمېر (په ګډون د اسماعیله، امامیه، او زیدیه) نن سببا له ۳۰۰ ملیونو زیات دي چې ۱۹/۱ سلنه یا د نړۍ د مسلمانانو پینځمه برخه کیږي او ۴/۱ سلنه یا یو ۲۵/۱ د د نړۍ د نفوسو برخه کیږي.[۵۶]

ګالری

فوټ نوټ

  1. بهرامیان، «اسلام»، ص۳۹۵.
  2. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی،‌ دار صادر، ج۲، ص۲۳.
  3. مثال په توګه وګورئ: ابن هشام، السیرة النبویة، دار احیاء التراث العربی، ج۱، ص۲۶۲-۲۷۳.
  4. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۶۸-۷۶.
  5. مؤسسه دایرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۵۱۱.
  6. سوره حجرات، آیه ۱۴.
  7. ویکس، دانشنامه اقوام مسلمان، ۱۳۸۳ش، مقدمه، ص۲.
  8. سید شرف الدین، آیین همزیستی مسلمانان، ۱۳۹۳ش، ص۳۴.
  9. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱۸، ص۳۲۸-۳۲۹.
  10. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۷۰۳؛ مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن، ۱۳۶۸ش، ج۲، ص۲۹۴-۲۹۵.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱۸، ص۳۲۸-۳۲۹.
  12. سوره حجرات، آیه ۱۴.
  13. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۶۸-۷۶.
  14. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۲۳ق، ج۵، ص۳۳۷.
  15. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۵، ص۳۱۵.
  16. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۲۳ق، ج۵، ص۳۳۸.
  17. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۱، ص۱۵۸-۱۵۹؛ ابن شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۱۹۶-۱۹۷.
  18. بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۱۱؛ کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۵۹۲.
  19. ابن شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۱۹۶-۱۹۷.
  20. یحیی، «سیر مسأله توحید در عالم اسلام تا قرن هفتم هجری»، ص۱۹۶؛ صافی، تجلی توحید در نظام امامت، ۱۳۹۲ش، ص۲۱.
  21. کریمی، توحید از دیدگاه آیات و روایات، ۱۳۷۹ش، ص۱۹-۲۰.
  22. علامه مجلسی، حق الیقین، انتشارات اسلامیه، ج۲، ص۳۶۹.
  23. مثال په توګه وګورئ: حلی، کشف المراد، ۱۴۳۰ق، ص۴۸۰-۴۸۵؛ ایجی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۲۴۳-۲۴۴.
  24. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۸ش، ج۲۶، ص۱۲۷.
  25. اسکویی، نبوت، ۱۳۹۰ش، ص۲۰۲-۲۰۳.
  26. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۷، ص۱۲.
  27. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۶.
  28. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۶.
  29. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۳۹.
  30. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۶۳؛ شیخ انصاری، کتاب الحج، نشر تراث الشیخ الاعظم انصاری، ص۶.
  31. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۴.
  32. علامه مجلسی، بحار الانوار، ج۶۵، ص۳۱۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۳۰.
  33. کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۶۹.
  34. دایرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۵۱۳
  35. محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۱۳-۲۱۴.
  36. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۱، ص۲۶۳.
  37. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۷، ص۱۶۱.
  38. شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۴۱۲.
  39. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۰، ص۹۲.
  40. حسینی، العناوین الفقهیة، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۵۰.
  41. هاشمی، در باب تکفیر و ارتداد، ۱۴۰۰ش، ص۸۵.
  42. کردی مکی ، کعبه و مسجدالحرام در گذر تاریخ، ۱۳۷۸ش، ص۱۱، مقدمه کتاب.
  43. تونه‌ای، فرهنگنامه حج، ۱۳۹۰ش، ص۸۸۵-۸۸۶.
  44. مؤسسه فرهنگی هنری مشعر، مسجد النبی(ص)، نشر مشعر، ص۳.
  45. مؤسسه فرهنگی هنری مشعر، مسجد النبی(ص)، نشر مشعر، ص۳.
  46. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۷.
  47. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۸۳.
  48. تونه‌ای، فرهنگنامه حج، ۱۳۹۰ش، ص۷۱۰-۷۱۱.
  49. Diamant, «The countries with the 10 largest Christian populations and the 10 largest Muslim populations»، Pew Research Center
  50. Desilver, «World’s Muslim population more widespread than you might think»، Pew Research Center
  51. Desilver, «World’s Muslim population more widespread than you might think»، Pew Research Center
  52. Desilver, «World’s Muslim population more widespread than you might think»، Pew Research Center
  53. Mohamed, New estimates show U.S. Muslim population continues to grow، Pew Research Center
  54. Hachett, «5facts about the Muslim population in Europe»، Pew Research Center
  55. انجمن دین و زندگی عمومی پیو، نقشه جمعیت جهان، ۱۳۹۳ش، ص۱۱.
  56. انجمن دین و زندگی عمومی پیو، نقشه جمعیت جهان، ۱۳۹۳ش، ص۱۱.

سرچينې

  • ابن شعبه حرانی، ابومحمد حسن بن علی، تحف العقول، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • انجمن دین و زندگی عمومی پیو، نقشه جمعیت جهان، ترجمه محمود تقی زاده داوری، قم، شیعه‌شناسی، ۱۳۹۳ش.
  • ایجی، عضد الدین، شرح المواقف، قم، چاپ اول، ۱۳۲۵ق.
  • بیابانی اسکویی، محمد، نبوت، تهران، انتشارات نبأ، ۱۳۹۰ش.
  • تونه‌ای، مجتبی، فرهنگنامه حج، قم، انتشارات مشهور، ۱۳۹۰ش.
  • بهرامیان، علی، «اسلام»، دایرة المعارف بزرگ اسلامی، جلد ۸، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۱ش.
  • حسینی، سید میر عبد الفتاح، العناوین الفقهیة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
  • سید شرف الدین، عبدالحسین، آیین همزیستی مسلمانان، قم، نشر حبیب، ۱۳۹۳ش.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، قم، دار التفسیر، چاپ هفتم، ۱۴۲۷ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، مسالک الافهام، قم، مؤسسه المعارف الاسلامیه، ۱۴۲۳ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی، کتاب الحج، قم، تراث الشیخ الاعظم انصاری، بی‌تا.
  • صافی، لطف الله، تجلی توحید در نظام امامت، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار حضرت آیت الله العظمی صافی گلپایگانی، ۱۳۹۲ش.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، چاپ سوم، ۱۳۹۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء تراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، حق الیقین، قم، انتشارات اسلامیه، بی‌تا.
  • علامه حلی، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۰ق.
  • کردی مکی، محمدطاهر، کعبه و مسجد الحرام در گذر تاریخ، تهران، نشر مشعر، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • کریمی، جعفر، توحید از دیدگاه آیات و روایات (۲)، تهران، سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، ۱۳۷۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دار الحدیث، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • محقق داماد، سیدمصطفی، قواعد فقه، مرکز نشر علوم اسلامی، چاپ دوازدهم، ۱۴۰۶ق.
  • محقق حلی، جعفر بن الحسن، شرایع الاسلام، تهران، انتشارات استقلال، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۳۶۸ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۸۸ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
  • مؤسسه دایرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دایرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء تراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • ویکس، ریچارد، دانشنامه اقوام مسلمان، ترجمه معصومه ابراهیمی و پیمان متین، تهران، مؤسسه انتشارات امیر کبیر، ۱۳۸۳ش.
  • هاشمی، سید صدرا، در باب تکفیر و ارتداد، تهران، نشر نگاه معاصر، چاپ اول، ۱۴۰۰ش.
  • یحیی، عثمان بن اسماعیل، «سیر مسآله توحید در عالم اسلام تا قرن هفتم هجری»، ترجمه علی‌رضا ذکاوتی قراگزلو، در مجله معارف، شماره ۱۶ و ۱۷، فروردین و آبان ۱۳۶۸ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دارصادر، چاپ اول، بی‌تا.

کينډۍ:چپ‌چین

Center: 3 January 2018, seen at: 5 February 2022.